د سرحدي ګاندهي “باچا خان” لۀ ازغو ډکه لار (مکوليکا بېنرجي) – ژباړن: “پښتون”

د اغلې مکوليکا دا ليکنه پۀ شلمه جنورۍ 2016 کښې پۀ “باچا خان پوهنتون چارسده” د ترهګر بريد نه پس، پۀ هم دغه ورځ پۀ Scroll.in پاڼه خوره شوې وه. د اغلې پي اېچ ډي تهيسز چې پۀ کتابي بڼه د “The Pathan Unarmed” نامې سره چاپ شوي دي، د دې ليکنې تمهيد نه پس د دغه تحقيقي مقالې د ليکلو د ضرورت احساس بيان شوے دے.

دا ليکنه د باچا خان د تلين د ورځ او پۀ “باچا خان پوهنتون چارسده” د حملې د کليزې پر مهال ډېر ارزښت لري. مونږ دغه ليکنه خپلو لوستونکو د پاره پۀ پښتو ژبه دلته خپروو.

خان عبدالغفار خان (1988-1890) هند کښې د “سرحدي ګاندهي” او پاکستان کښې د “باچا خان’ پۀ نامه پېژندلے شي. هغه پۀ دېرشمه جنورۍ 1948 د ګاندهي جي د “وژنې” نه څلوېښت کاله پس پۀ شلمه جنورۍ 1988 د اوږدې ناروغۍ نه پس مړ شو. د دغه دواړو اتلانو تر منځه شخصي او سياسي تعلق کښې د نننۍ نړۍ د پاره د پام او زدکړې ډېر څۀ ځکه پراتۀ دي چې د دوي مفکوره او د ژوند تګلاره پۀ مستقله توګه تر نن د ازغو ډکه، ستونزو ته مخامخ او پُر تشدده حملو ته څېلمه ده – بيخي تازه مثال ئې د پاکستانۍ ورځپاڼې “ډان” (Dawn) د رپورټ تر مخه، د شورو پۀ ورځ د خېبر پښتونخوا پۀ چارسده ضلع کښې د باچا خان پۀ نامه نومولے شوي پوهنتون باندې د نا پېژندلو وسله والو بريد دے چې پۀ دغه سحر دغلته د باچا خان د تلين دستوره او مشاعره کېدونکې وه.

د “The Pathan Unarmed” )”بې وسلې پښتون”( څخه لنډه پېژندګلو مونږ ته ښائي چې پۀ “اسلام”، “عدم تشدد” او “پښتونواله” د اډاڼه سياسي تحريک د کاميابوونکي شخصيت “سرحدي ګاندهي” مفکوره ولې د بريدونو سره مخ ده.

د کال 1988 پۀ ژمي کښې اتۀ نوي (98) کلن سپين ږيرے عبدالغفار خان پۀ حق رسېدلے ؤ. ما پۀ ډيلي کښې د ازادۍ د يو شمېر مبارزينو جنازې ليدلې وې او د هغوي پۀ اړه مې يو شمېر مضامين، ارټيکلې او فيچرونه هم تسلسل سره لوستي وو؛ خو دوي کښې يو د پاره هم ما دومره پرېوانه اولسي مينه، جذبات او رسنيو )ميډيا( کښې ځاے نۀ دے ليدلے، څومره چې د عبدالغفار خان پۀ ناروغۍ او د هغۀ پۀ مرګ ما د اولس سوچه جذبات، مينه او د رسنيو کورېج ليدلے دے. ورځپاڼو او مجلو خپلو اداريو کښې بې د څۀ اختلافه، هغه “پۀ عدم تشدد ولاړ د اسلام تر ټولو ستر سپاهي” او “تر ټولو ستر قامپرست لارښود چې پۀ عدم تشدد د کاربند زرګونو پښتنو د مشرۍ دعويٰ ئې لرله”، ياد کړو. مونږ ته وئيلے شوي وو چې لرې پۀ شمال مغربي سرحد کښې د هغۀ منونکي هغۀ ته “بادشاه خان” )باچا خان( يعني “د خانانو بادشاه” وائي؛ پاتې هندوستان کښې د هغۀ د عظمت پۀ اعتراف کښې هغه د “سرحدي ګاندهي” پۀ نامه يادېدلو.

دغه زمانه کښې ما د ډيلي ‘سکول اٰف اکنامکس’ نه ګرېجوېشن کولو او د پښتنو پۀ اړه د کلاسيک بشر پوهنې کتابونه به مې لوستل. ما به د خدائي خدمتګار تحريک متعلق د رسنيو پۀ هاغه خپرونو کښې ډېره دلچسپي اخسته چې پکښې به ښودل کېدل چې څنګه د اکثريت پښتنو او مسلمانانو دې تحريک د عدم تشدد تر لارې د برطانوي استعمار خلاف د ازادۍ مبارزه کوله او د اکثريتي هندو کانګرس اتحاديان وو. د ټيليوژن پۀ ډاکومنټريانو کښې به د قامپرست دور ويډيوګانو کښې د ګاندهي جي تر څنګ يو شپږ فټه نه زيات دنګ، کلک او هسک انسان، چې د سر او ږيرې وېښتۀ ئې مۍ وريژې وو، پۀ اوږدو اوږدو ګامونو د سرحد )پښتونخوا( پۀ غرونو کښې ګرځېدو. ورځپاڼو کښې د باچا خان داسې انځورونه چاپ شوي وو چې هغه پکښې د ګاندهي جي نه نيم پۀ نيمه دنګ خو درناوي او توجه سره ولاړ ښکارېدو.

خدائي خدمتګارانو د ناوېشلي هند د غوښتنې ملاتړ کولو خو پۀ 1947 کښې کانګرس د مسلم ليګ لۀ خوا سرحدي صوبه کښې د رېفرنډم مطالبې ته مات شو. خدائي خدمتګار تحريک د رېفرنډم اصولي بائيکاټ وکړو او دغسې د لکهونو خدائي خدمتګارانو د بائيکاټ نه پس د ډېر لږو خلقو ووټ کښې د شرکت (Low Turn Out) پۀ وجه پاکستان سره د شاملېدو فېصله وشوه. هغه وخت باچا خان د پاکستان حکومت ته وئيلي وو چې د انګرېز لۀ خوا د پښتنو تقسيم شوې سيمي دې نوي هېواد )پاکستان( کښې د “پښتونستان” پۀ نامه يو ځاے کړې شي، خو دغه وړانديز مسترد کړے شو.

د دې سختې، غېر جمهوري او تر يوۀ حده د سپکاوي د رويې سره سره خدائي خدمتګارو ته د ګاندهي جي او کانګرس سره د )پخواني( تړون پۀ بنياد د غدارانو او هندوستاني خواخوږو نامه ورکړې شوه او د دغه تور پۀ جواز تسلسل سره پاکستاني حکومتونو هغوي جېلونو کښې بند ساتل او د هغوي د جائيدادونو لېلامۍ کېدلې. ځاني باچا خان تر دې چې سپين ږيرے شوے ؤ، ډېر کلونه پۀ دغه جېلونو کښې تېر کړل او اخر د خپلو ملګرو سره افغانستان کښې جلاوطن شو. زما يادېږي چې څنګه به باچا خان سياسي مشاورت يا د خپلې طبي معالجې د پاره کله هندوستان ته راغلو نو د کانګرس مشران لارښودان به د هغۀ خيال ساتلو او د هغۀ مينه کښې هغۀ نه چاپېره تاوېدل؛ خو دې سره به د دغه سنجيده مشر وړاندې داسې محتاط هم وو لکه چې دا ئې مشر ورور وي.

باچا خان خپله سنجيده مزاجي او وجود تر اخره برقرار ساتلي وو او د هېڅ ډول “قبوليت حاصلۍ” (Populism) ښکار شوے نۀ ؤ، څۀ ته چې د ګاندهي جي فلسفي نمسي رام چندرا ګاندهي د خوند د پاره د “موسېدلي بدلون” (grin revolution) نامه ورکړې ده.

د هند )پخواني( وزيراعظم د باچا خان د سلمې زيږون ورځ پۀ وياړ دستورې ته وئيلي وو، هغه )باچا خان( د لارښودانو د هاغه نسل سړے ؤ چې هجومونو ته به ئې مسکاګانې او لاسونه څنډول نۀ کول، هغه به ورته د هغوي پۀ نيمګړتياو ګورېدلو او د دې هر څۀ د پاسه به خلق هغۀ نه ځارېدل او د هغۀ ستائينه به ئې کوله. باچا خان به د هند او پاکستان دواړو حکومتونو پۀ پاليسيو او رويو نيوکې کولې، خو د دې بې رويه بې ريايۍ او اېغ نېغ مزاج د پاسه د خپلې اخرۍ ساه پورې خپل حېثيت برقرار ساتل د نوي کهول هغه سياسيانو د پاره يو پېغور دے چې د اختيار/ حکومت راتلو سره ترې ځانونه ورک شي.

د باچا خان د د قامت او حېثيت اندازه دې نه کېدې شي چې کله هغه ناروغه ډيلي کښې پروت ؤ، د هندوستان حکومت د ګاندهي جي مزار ته مخامخ هغۀ له د ځاے ورکولو وړانديز کړے ؤ، خو د دې پۀ ځاے باچا خان پۀ جلال اباد افغانستان کښې هغه باغ کښې د دفن کېدو خواهش څرګند کړو چې دۀ پکښې د خپل وروستي ژوند لويه برخه تېره کړې وه. هغه د ډيلي نه پېښور ته يوړے شو، چرته چې څو ورځې پس هغۀ د خپلې کورنۍ او پېروکارانو تر منځه ساه ورکړه. د کوم نړيوال پروټوکول نه پرته، د هند يو شمېر قومي مشران د وزير اعظم راجيو ګاندهي پۀ شمول د هغۀ جنازه کښې شامل شوي وو او هغۀ ته ئې د يو رياست د مشر )بادشاه( حېثيت ورکړے ؤ.

جلال اباد کښې دفن سره ئې نورې هم داسې خبرې او واقعې مخې ته راغلې چې وړاندې ئې مثال نۀ موندلے کېږي. يوه ناشونې دا وشوه چې روسي-افغان جنګ کښې لۀ دواړو خواو د يوې ورځې اوربند )ډز بندي( اعلان شو چې د پېښور نه جلال اباد ته د باچا خان جنازه کښې ګډون کوونکي پۀ خېر سره د خېبر پاس نه پورې غاړه واوړي. بله نوې خبره دا وه چې پۀ دغه ورځ د ویزې مطالبه پۀ رسمي توګه وځنډولې شوه او دغسې پۀ دغه ورځ د زرګونو شمېر کښې خلق د انګرېز پۀ راکښلې کرښې ازاد مټ جلال اباد ته واوړېدل چې د جنازې رسم کښې شرکت وکړي – پۀ دغه ورځ د باچا خان مرګ د انګرېز لۀ خوا د راکښلې شوې هغې عارضي او جبري کرښې د منځ نه د وړلو امکان عملاً ثابت کړو چې د دغه کرښې دواړو خواو ته ئې پښتانۀ يو بل نه جدا کړي دي.

خو د هغۀ د مرګ سره تړلو دې ټولو مثبت واقعاتو ته کتلو نه پس هم د باچا خان د قيصې پۀ اړه يو ډول پُر اسراريت زما ذهن کښې پاتې ؤ. زمونږ کهول ته د ګاندهي، نهرو، پټېل او چندرا بوس پۀ نسبت ډېر لږ څۀ د باچا خان او د دۀ د تحريک پۀ اړه ښودلے شوي وو – هر څو کۀ د ډيلي ډېرو مشرانو ته پته وه چې د هغۀ )باچا خان( ملګرو ته به “سرخپوش” (Red Shirts) ځکه وئيلے کېدل چې هغوي به د سور رنګ ورديانې اغوستې، خو دې نه خبر نۀ وو چې دوي به ولې دغه سرې وردۍ اغوستې او دوي به ځان ته “خدائي خدمتګار” ولې وئيل؟ )پاکستان کښې هم دغه حال ؤ، چې بيا وروستو ما خلقو سره پۀ خپله پرله پسې ملاقاتونو کښې هم وليدل چې ډېر تعليم يافته خلق هم خبر نۀ وو چې خدائي خدمتګار څوک وو؟( داسې ښکاري چې د زمانو پۀ اوړېدو، او د تناو تر مخه د پاکستان او هند تر منځه زياتېدونکې فاصلې او ځينې نور عوامل دي چې تر مخه ئې “سرحد” د هنديانو د پاره لا زيات لرې کېږي، پوهېدل پرې ګرانېږي او زمونږ تر منځه د شريک تاريخ تعلق نړېږي.

لکه څنګه چې د پېرنګي استعمار وختونو کښې ؤ، شمال مغربي سرحد يو ځل بيا د هنديانو پۀ تصور کښې پۀ يو نا اشنا او نابلده ځاے اوړي. لکه د نورو هنديانو، او پۀ ځانګړې توګه د بنګاليانو، زما د پښتنو او سرحد پۀ حقله تصور د ټېګور پۀ لنډه قيصه “کابلي واله” باندې اډاڼه ؤ، چې دې لنډه قيصه کښې د يو شريف پښتون بجازي او د يوې بنګالۍ ماشومې تر منځه ملګرتیا جوړه شوې وي او بيا د پښتون پۀ قهرېدو سره د يو قرضداري د مرګ پۀ وجه جېل ته تګ باندې دغه ملګرتيا پاتې شي. دې لنډه قيصه باندې جوړ شوے ښکلے فلم به پۀ سنېما تسلسل سره وړاندې کېدو او زۀ به ئې ژړولم. پۀ شمالي هند کښې، زمونږ کورنيو کښې به د داسې کوچيانو “کابليانو” ډېرې قيصې کېدې چې هر کال به ئې د افغانستان د دنګو غرونو نه وچې مېوې او عطرونه راوړل او دلته به ئې خرڅول. د هنديانو سره سره د برېطانيانو د پاره هم، پښتانۀ زړۀ ور او بې وېرې خلق دي؛ دوي کښې د کپلنګ (Kipling) د ناول “Kim” د کردار محبوب علي غوندې بې ترسان هم وي.

د پښتنو پۀ اړه د بشرپوهنې کلاسيکي لټرېچر د دا ډول ادبي تصويرونو نه زيات بدل ځکه نۀ ښکاري چې دغه رنګ واقعات مونږ لوستلي او اورېدلي دي چې د يو شمېر خونړيو اوږدو دښمنيو داستانونه دي او د قبائل د “غېرت” او “مېلمه پالنې” نخښې لري – خو پۀ 1988 کښې زۀ د بل څۀ نه خبر شوم!!! ما ته معلومه شوه چې د خپل وحشي او لښکري شهرت نه يو اړخ ته، د 1930 نه 1947 پورې پښتنو د وسلې او ګوريلا جنګ پۀ ځاے د منظم مستقيم عدم تشدد او سول نافرمانۍ تر لارې د برطانيې خلاف د ازادۍ مبارزه کړې ده. د دې سره، هر څو کۀ پښتانۀ د خپلو منځنو دښمنيو، تربګنيو او پرو جنبو د پاره مشهور وو، دوي د دوو لسيزو نه زياتې مودې پورې يو غږ او يو ګام متفق پاتې شوي دي. دا توند خويه او تريخ مزاجه پښتانۀ څنګه داسې پۀ عدم تشدد ولاړ متفق پاتې شوي وو؟ دا پښتانۀ چې ما پۀ وړوکوالي سکول کښې او بيا کالج کښې د دوي پۀ حقله لوستلي وو، څنګه داسې عدم تشدد باندې اډاڼه منظم مزاحمتي تحريک کښې بدل کړے شوي وو؟ دې پټې دوڼې ته چا پام و نۀ کړو، اکېډيميا او تحقيق هم پۀ دې غلي پاتې شول او څۀ سر ئې معلوم نۀ شو – ما چې د بشرپوهنې متعلق کوم لټرېچر لوستلو، هغې کښې مې هم جواب و نۀ موندلو.

پۀ دې لټون کښې ما د باچا خان پۀ ژوند ليکلي يو شمېر کتابونه تر لاسه کړل. دې کښې د ټولو نه بشپړ او اغېزمن د ټنډولکر ليکلے کتاب ]عقيده مجاهده ده”[ ؤ )چا چې د دې نه وړاندې اتۀ جلدونو کښې د ګاندهي جي پۀ ژوند هم کتاب ليکلے ؤ(. د ټنډولکر دا کتاب د باچا خان د ژوند يو شمېر دلچسپه او د پام وړ واقعاتو نه برجق کېدو سره، پۀ واردها کښې د هغۀ ګاندهي جي سره د پاتې کېدو احوال نه هم ډک دے او د وېشن (Partition) موده کښې د هغۀ سره د شوې ټګۍ ذکر پکښې هم شوے دے؛ خو بيا هم هغه د ګاندهي د يو سيوري غوندې ښودلے شوے، لکه چې دا نهم ټوک وي.

د هغۀ د وخت نورو خلقو هم کتابونو کښې د هغۀ د ژوند زړۀ راکښونکې خاکې راکښلې دي، خو دې کښې هم زيات ځاے د هغۀ د ګاندهي سره ملګرتيا ته ورکړے شوے او د هغۀ سره د هغۀ د اولس تعلق ضمناً وړاندې کړے شوے دے. د دې کتابونو دننه د دغې نيمګړتيا پۀ وجه زۀ د پښتون اولس او خدائي خدمتګارانو د ژوند او درجو (ranks) پۀ اړه تيارۀ کښې پاتې شوم.

“ايا د هغوي د عدم تشدد د اختيارولو فېصله دومره جاښه، پېچلې او د پوهې وړ نۀ وه چې تر ننه لکه يوه بې ځوابه دوڼه پاتې ده؟”، او هم دې سوال زۀ وهڅولم چې خپله تحقيقي مقاله وليکم.

 

دا هم ولولئ

!!!Absolutely Not – پښتون

اېمل ولي خان دې خداے زر کلن کړي چې څۀ هم وائي نو بېخي د …