د خپلواکۍ مبارز علامه عبدالرحیم پوپلزئ – ډاکټر سهېل خان
31-1890)مۍ (1944 ډېرن ایسوګلو (Daron Acemoglo) او جېمز رابنسن خپل معرکة الاراء تصنیف “Why Nations Fail” کښې لیکلي دي چې د تهذیب فرق دراصل د هېوادونو پۀ منځ کښې د معاش فرق دے. تر څو چې د ژوند تېرولو معیار د تهذیب، تمدن او معاش د لارې دائروي شکل کښې نۀ وي ځنګېدلے، تر هغې […]
د قصور د زېنب، د جمو د اٰمنه بانو او ديپيکاسنګهـ مذهبونه – حیات روغانے
وحشت یو مذهب نۀ مني، جرم هر قانون د پښو لاندې ګڼي، ګناه د ثواب او عذاب د تصور نه باغي وي ـــ مونږ د زمکې خلقو ځانونه پۀ تعویذونو کښې غوټه کړي دي، کرښې مو د ځانه تاو کړې دي او د فتنې لۀ وېرې د فتوې پۀ تخته سره د خپل […]
د استاذانو بهرتي کهٔ یوه پیشاړه – نور الوهاب خټک
هسې خو د ډېر وخت نه زمونږ تعليمي نظام د هر نوي حکومت د لاسه د نوو تجربو نه تېرېږي او تجربې هم داسې چې د پرمختګ پۀ ځاے ئې ښۀ پۀ وروستو بوځي خو موجوده صوبائي حکومت چې پکښې کومې تجربې وکړې، هغه تجربې نۀ دي بلکې بيخي پيشاړې دي. لکه موجوده وخت […]
د کواي سیند پُل – حبیب الله وزیر
دوېم نړیوال لام کښې د جاپان لۀ خوا د برما او رنګون ترمنځه یو جوړېدونکي پُل باندې ‘پیر بول’ یو ناول ولیکو چې 1952ز کښې چاپ کړے شو. د ناول دا قیصه لوستونکو خوښه کړه او د نړۍ پۀ ګڼو ژبو کښې وژباړلې شوه. 1957ز کښې برطانیې او امریکې پۀ دې ناول یو مشترکه […]
د باچاخان بابا نثرنګاري د پوهانو پۀ نظر کښې – ایاز الله ترکزے
‘د باچاخان نثر نګاري’ د ډاکټر شېر زمان سيماب د نثر يو ډېر اهم کتاب دے. دا کتاب پۀ اتيا مخونو باندې خور دے، پۀ 2015ز کښې چاپ شوے دے. تړون ئې د خپل پلار پۀ نوم کړے دے. پۀ دې کتاب کښې سيماب صاحب د باچاخان د نثر متعلق د ليکوالانو رایې راجمع کړې […]
عبدالرحیم پوپلزئ زنده باد – اسفندیار دراني
اسفندیار دراني تاریخ څانګه، پېښور پوهنتون ۲۵۷ يقين مې دے چې لوستونکي د مولانا عبدالرحيم پوپلزي د نوم نه بره د “۲۵۷” هندسه وويني نو پۀ دې خبره به سوچ کوي چې د ليکونکي د دې نه څۀ مطلب دے. دا د شمېرې هغه هندسې دي کومې چې به مولانا عبدالرحيم پوپلزئ د خط […]
باچاخان د ځپلې طبقې ترجمان – ارباب جهاد ګل کتوزئ
خدائي خدمتګاري: دا چا ته معلومه وه چې د اتمانزو خان بهرام خان کره به يو داسې ماشوم عبدالغفار خان زېږېږي چې هغه به د منځنۍ او سوېلي اېشياء يو داسې ځلنده ستورے وي چې پۀ کروړونو خلق به د هغۀ سوچ او فکر نه فائده پورته کوي. خلقو هغه د باچاخان، سرحدي […]
اداريه (مۍ 2018)
فاټا کښې د اعليٰ عدالتونو د عملدارۍ بِل د قبائیلي سیمې د اولسونو د مستقل اذیت سلسله د یوې اوږدې مبارزې نه پس یو نوي پړاو کښې داخلېږي. سېنټ کښې قبائیلي سیمې د پېښور هائيکورټ پۀ دائره کښې راوستلو د پاره بِل پۀ اتفاق رایې سره منظور کړے شو. د هندوستان د وېش د ورځ […]
ريښتیا اردو یوه استعماري ژبه ده؟ – پروفېسر ګوهر نوید
‘پښتون’ دې لیکنې سره دا یادګیرنه لیکل ضروري ځکه ګڼي چې فاضل لیکوال )ګوهرنوید( تمهید کښې د ‘پښتون’ مجلې او د باچاخان د دې مجلې پۀ شا د ورورولۍ، مینې او یووالي پېدا کولو خبره کړې ده. فاضل لیکوال د ‘پښتون’ د فرورۍ ګڼه کښې شامله دغه لیکنه بلاواسطه د خپل هدف نه پۀ شا […]
د غر هومره سړے (خاکه) – ګل محمد بېتاب
زما د ډېرې مودې نه خيال ؤ چې پۀ سعدالله جان برق به څۀ ليکم خو چې هرځل مې خپل دې خيال ته دعملي جامې اغوستو فکر کړے نو ناکامه شوے يم. ولې چې زما پۀ خيال پۀ داسې سړي ليک کۀ ناممکن نۀ دے نو ګران ضرور دے. دا کار نۀ پۀ اٰمد کېدو […]