شخصيانه محمد ظهور الحق: یو علمي ادبي شخصیت – م ر شفق
يو تأثر: “محمد ظهور الحق يو علمي ادبي شخصيت” ډېر ښکلے مضمون دے. د طورو “شخصيات” پۀ اما کما د علم و دانش خواږۀ وېشي. د کلپاڼۍ اوبۀ پۀ طورو کښې ډنډ شوې نۀ دي. پۀ “دوبندو” کښې “بلړ” له کونجي ورکړي او پۀ ” لنډي” درياب ورګډې شي نو د روهستان نه پۀ پنجاب […]
عوامي نېشنل ګوند او جنګ ځپلی افغانستان – خان زمان کاکړ
د عوامي نېشنل ګوند ټول نظرياتي او تنظيمي چوکاټ د فخرِ افغان باچاخان د ټولنيزې اصلاح، اولسي، سيکولر، جمهوري، ضدِ استعماري او خپلواکي غوښتونکې مبارزې پر اساس رغېدلی دی. د باچاخان تحريک د يو ډائنامک تسلسل پۀ ترڅ کښې يا د يو جمهوري ډائناميزم پۀ لاره پۀ خپل ارتقايي سفر کښې، لۀ کالونيل او پوسټ […]
د خدائي خدمتګارو مبارزه او د هغوي پۀ کورنۍ د هغې اثرات د خدائي خدمتګار فردوس خان کاکا د کورودانې ‘بي بي زهريٰ’ مرکه – مرکیاله: مادام کلثوم زېب
ارواښاد فضل رحيم ساقي د ‘ژوندون’ (مخ 12) لیکي، ‘کور مې لیک کوۀ؛ زما د سوي لوي ژوند ملګرې راته ووې، دا څۀ لیکې؟ ما ورته ووې چې پۀ خدائي خدمتګارۍ کښې پۀ ما کومې سختې تېرې شوې دي، هغه لیکم. هغې راته ووې چې ستا پۀ غېر موجودګۍ کښې پۀ ما او زما پۀ […]
د پښتنو خېر خواه ولي خان – جهاد ګل کتوزے
تاريخ د دې خبرې ګواهي ورکوي چې هر کله يو شخصيت پۀ څۀ لقب نمانځلے شي نو د هغې لقب سره تړلي خصوصيات به پۀ دغه شخصيت کښې موجود وي. کۀ هغه مذهبي شخصيت وي، کۀ سياسي، ادبي يا د ژوند هرې طبقې سره تعلق ساتي. د مثال پۀ توګه رحمان بابا شاعر “انسانيت” بللے […]
د ‘پښتون’ نوي کلن نمانځغونډه – حیات خان ناصر
پۀ یو دېرشم د دسمبر د بوري (لورالائي) د حيات خان حیات ناصر لۀ خوا يو غوره سمينار وشو چې موضوع ئې د ‘پښتون’ مجلې نوي کلنه نمانځغونډه وه. پۀ دغه سمينار کښې د بلوچستان د مختلف سيمو څخه ليکوالانو برخه اخستې وه او د عوامي نېشنل ګوند مشر بسم الله لوڼي، د پښتونخوا ملي […]
ما ته خطونه پۀ پښتو کښې لیکه! – نور الوهاب خټک
زما عادت دے چې زۀ کله هم ډېر حفه شم نو موسیقي یعني سندرې اورم، خو ډېره لږه او ښه اورم. بله دا چې صرف او صرف د پښتو موسيقي يا سندرې اورم. څومره خوند چې ما له د پښتو موسيقي راکوي، دومره بله ژبه نۀ راکوي. ممکن ده چې د دې يوه وجه […]
نقیب مسید لۀ یو مقناطیسي شخصیته تر اوسني حاله – حبیب الله کاکړ
پۀ دې کښې شک نشته چې د ویني د خبرو کولو خپل انداز وي. وینه وجدان ته هم لارې پرانېزي او د شعور پۀ زېږېدلو کښې هم خپل رول لوبوي. پۀ کومه خاوره چې د انسان وینه توې شوې ده، هغې خاوري انساني تخیل او جزباتیت ته نوي اندازونه، نوې لارې او نوې زاویې پرانستې […]
امیر حمزه شینوارے، ‘ژور فکرونه’، مخ 100 نه 112 پورې قومیت او اسلام – امیر حمزه شینوارے
ارواښاد امیر حمزه شینواري د قومیت او اسلام پۀ لړ کښې د خپل تفهیم سره سم، دا لیکنه پۀ جولائي نولس سوه شپږ پنځوس کښې کړې ده او د هغۀ د مضمونونو مجموعه ‘ژور فکرونه’ کښې چاپ ده. دا موضوع نن هم ډېر مهمه ده. د دې موضوع پۀ روایتي تفهیم کښې دا لیکنه اساني […]
خط – ګل محمد بېتاب
محترم چېف ايډيټر صاحب! سلامونه. پس د سلام نه عرض دا دے چې د نوموړي ليکوال او اديب کاکاجي صنوبر حسېن مومند “د خوبانو خطونه” مې پۀ چاپ شکل کښې وليدو کوم چې د “باچاخان ټرسټ رېسرچ سنټر” لۀ خوا چاپ شوے دے. تاسو دې نه وړاندې هم د کاکاجي د مقالو کتاب او د […]
خاکه سر منشي – ګل محمد بېتاب
د شکل صورت پۀ لحاظ دې سړي کښې هېڅ انفراديت نشته؛ بس داسې دے لکه عام طور چې د پښتونخوا د غرئيزو سيمو خلق وي. د سوات پۀ ښکلې سيمه اکثر اوسېدونکي هم د دۀ غوندې وي. البته دۀ کښې کۀ خامخا کومه خوبي لټوو نو هغه به دا وي چې د سور سپين رنګ […]