شخصيانه محمد ظهور الحق: یو علمي ادبي شخصیت – م ر شفق

يو تأثر:

“محمد ظهور الحق يو علمي ادبي شخصيت” ډېر ښکلے مضمون دے. د طورو “شخصيات” پۀ اما کما د علم و دانش خواږۀ وېشي. د کلپاڼۍ اوبۀ پۀ طورو کښې ډنډ شوې نۀ دي. پۀ “دوبندو” کښې “بلړ” له کونجي ورکړي او پۀ ” لنډي” درياب ورګډې شي نو د روهستان نه پۀ پنجاب وروخېژي او وړاندې ځي. د طورو د عالمانو افکار لکه د درياب پۀ ښکته هم ځي او لکه د باد پۀ غرونو بره هم الوځي.

افغانستان کښې د پنج شېر پۀ غرونو کښې ما د طورو د عالمانو شاګردان پۀ امتياز پېژندلي وو. د علم رڼا ته فاصلې راغونډېږي ـــ

اسرار د طورو

د ډي جي ټنډولکر د کتاب “Faith is a battle” پښتو ژباړونکي ( عقيده مجاهده ده) سيد محمود احمد چې د پښتو ادبي سوسائټۍ اسلام اباد چېرمين دے، اکثر خپلو ملګرو سره زما پۀ حقله د ټوقې دشتې پۀ انداز کښې يوه خبره کوي چې ” شعر او ادب سره د شفق مينه او تړون پۀ خپل ځاے. خو د “کلپاڼۍ” (طورو) نه پورې نۀ وتو.” دا خبره ئې صحيح ده خو صحيح نۀ هم ده. صحيح پۀ دې نۀ ده چې د پښتو پۀ مختلفو مجلو کښې وخت پۀ وخت چاپ شوي زما ادبي ليکنې به ئې نۀ وي لوستلې او ليکونکي دا نۀ شي کولے چې خپل چاپ شوي ليکونه دې پۀ خلقو کښې د دې د پاره ګرځوي چې دا ولوستے شي. خو د محمود احمد صاحب خبره صحيح ځکه ده کۀ زۀ هر څو د څلوېښتو کالو راهسې د طورو “کلپاڼۍ” نه پۀ علمي توګه پورې وتے يم او پېنډۍ اسلام اباد کښې اوسېږم خو کله چې د “شعر او ادب” خبره راشي نو زما خيال او فکر بيا د “کلپاڼۍ” (طورو) نه چرته وتلے شي؟

زۀ اسلام اباد، پېښور، کوئټه څۀ چې کابل جلال اباد کښې ادبي سېمينارونو کښې شريک شوے يم. ښکلي ښکلي، درانۀ خواږۀ پوهان مې اورېدلي دي او خوښ شوي مې دي خو د خپلې ” کلپاڼۍ” نشه مې لۀ سره کوزه نۀ شي.

ډېر کۀ تور بخته شي زما زړۀ ترې نه نۀ تورېږي

زما “طورو” زما د ژوند د ارمانونو کلے (شفق)

د کومو عالمانو، پۀ تېره تېره د نورالعلماء شېخ نور محمد المعروف اخوند يونس ګېلاني (خاوۀ بابا، وفات 1059-1649 هـ) د خاندان شلمې پېړۍ د عالمانو فاضلانو پۀ برکت چې طورو کلے “دوېم بخارا” يادېدلو، هغو کښې يو يو ځان له د ديني تعليماتو مکتبونه او ادارې وې. اوس هم ګړده پښتونخوا او کابل افغانستان کښې د طورو د عالمانو د ياد انګازې خورې دي. خو دغه تاريخ څوک عالم او مستند څېړنکار راڅپړدلے شي.

زۀ د خپل دور د يو “ګمنام” علمي ادبي شخصيت “محمد ظهور الحق” صاحب ياد تازه کول غواړم چې د مينې او وينې پۀ دواړو رشتو مې خپل ؤ. د پښتو ادب پۀ منظر نامه کښې به هغه چا ته نۀ ښکاري ولې ځينو معتبر اديبانو اميرحمزه خان شينواري، اجمل خټک صاحب، پوهاند قلندر مومند، بهادر شاه ظفر کاکا خېل، امير بادشاه بخاري، طاهر بخاري، مراد شينواري او رومان ساغر هغه پېژندلو او د “ظهور الحق” د علميت او ادبي شخصيت منونکي وو.

محترم محمد ظهور الحق صاحب د ” اولسي ادبي جرګې” پۀ اجلاسونو کښې ناسته کړې وه. د خوشحال خان خټک بابا پۀ مزار يادګار ادبي دستورو، د رحمان بابا کلېز عرسونو او د سيد عبدالستار شاه باچا (باچاجان علېه الرحمة) پۀ مجلسونو کښې به ئې پۀ مينه ګډون کولو او زمونږ د پاره د طورو د بزرګانو، عالمانو، خاک نشينانو يادګار ؤ.

د باچا خان “پښتون” مجله کښې د ظهورالحق صاحب يو مضمون “د پښتنو د قامولۍ تحريک” پۀ حواله چرته پخوا چاپ شوے ؤ. اجمل خټک صاحب به وئيل چې دغه مضمون کښې پۀ وړومبي ځل پۀ علمي انداز “پښتونستان” تصور پېش کړے شوے ؤ. کله چې د اجمل خټک صاحب “ژوند ليکنه” (اول ټوک) “قيصه زما د د ادبي ژوند” (دسمبر 2005) چاپ شوه او هغه پۀ کښې د پېښور “سول کوارټر” (مخ 224) ذکر کوي نو ليکي: ” دلته زمونږ مجلس د فضل رحمان عرف “لاله جلبي وال” او ظهور الحق د طورو سره جوړ شو. ظهور اديب ؤ. ليکل ئې کول خو مطالعه او معلومات ئې ډېر لرل. علمي او ادبي مجلس به پرې ښائسته ؤ. دے پۀ يو اے جي افس کښې “بابو” ؤ خو د کلي کور نه ئې د “خدائي خدمتګارۍ” سره تعلق لرلو. پۀ دغه وجه ئې ما سره ښۀ ګپ شپ ؤ. د “پښتونستان” لفظ چې هر چا استعمال کړے دے يا ممکنه ده د بل چا ذهن ته هم راغلي وي، د اول ځل د پاره “پښتون” مجله کښې دۀ پۀ يو مضمون کښې وليکلو. د دۀ نه وړاندې دا “لفظ” چا نۀ ؤ استعمال کړے.

دا ادبي هستي د طورو حضرت مولانا حافظ لطف الرحمان صاحب (وفات 14 مۍ 1956، جمعه، 13 محرم 1385هـ) مشر زوے او د حضرت مولانا عنايت الله صاحب د طورو (وفات 24 جون 1995، اتوار، 25 محرم 1416هـ) (د ليکونکي والد محترم) سکه خورئے او زوم ؤ. پۀ 1953 کښې د ظهور الحق صاحب عمر دېرش کاله ؤ چې د خپل نيکۀ “صوفي بزرګ عالم مولانا محمد اسماعيل” صاحب (وفات 13 ربيع الاول 1367هـ، 25 جنوري 1948ز) پۀ لاس ليکلي فارسي ملفوظاتو ته ئې اردو کښې د “صاحب سوات” (حضرت اخوند عبدالغفور وفات (8 محرم 1295هـ، 12 جنوري 1877‌ز) پۀ نوم کتابي شکل او ترتيب ورکړے ؤ چې د اعلٰي معياري نثر يوه نمونه وه. دې کښې د روحاني پېشوا اخوند عبدالغفور د ژوند او شخصيت د هغوي د مجاهدو، رياضتونو، کراماتو او د امبېلي د غزا (1280هـ 1863ز) پۀ دلنشين انداز کښې ذکر شوے دے.

“صاحب سوات” يو اهم تاريخي، علمي، ادبي دستاوېز دے. ثبوت ئې دا دے چې کله د پښتو اکادمۍ پېښور “پښتو” مجلې “سوات نمبر” شائع کړے ؤ نو دې کښې يو شمېر مضامين د ظهورالحق صاحب د کتاب “صاحب سوات” عکسونه وو. دا جدا خبره چې چا حواله ورکړې وه او چا نۀ وه ورکړې. هغه وخت د خپلې کورنۍ مشرانو پۀ دې کتاب څۀ تبصره کړې وه؟ ما ته نۀ ده معلومه. خو د مؤلف د خولې مې اورېدلي وو چې پۀ دې کتاب د دارالعلوم حقانيه اکوړه خټک باني شېخ الحديث مولانا عبدالحق صاحب (د طورو د مولانا حافظ محمد عبدالجميل شاګرد) او د زيارت کاکا صاحب مولانا سياح الدين کاکا خېل تعزيتي خطونه رالېږلي وو او ظهور الحق صاحب ئې پۀ درنو القابونو خطابونو نمانځلے ؤ.

کال 1964ز کښې چې زۀ مردان کالج کښې د اول کال طالب علم وم او محمد ظهورالحق صاحب (د کورنۍ ټولو کشرانو به ورته ” لالا ” وئيل) به پۀ هفته وارۍ چهټي د اے جي افس پېښور نه کلي ته راغے. نو د اتوار پۀ ورځ به زمونږ خپله حجره کښې (اوس نشته) يو علمي ادبي محفل وغوړېدو. مولانا عبدالعزيز مظاهري، عبدالرازق باچا صاحب او نور د کورنۍ او ځينې نور “باذوق حضرات” به را جمع وو. بحث به تود شو. د علم او ادب دردانې به شيندلې شوې خو د قلار او سنجيده شخصيت څښتن “ظهور لاله” به د محفل شمع وه او هره موضوع چې به وه، د ” ظهور لاله” رايې به پخه او تللې وه.

زۀ به چپ ناست وم. د اردو کتاب “سفينه اردو” به مې ځان سره پټ نيولے ؤ. د خبرو اترو پۀ مهال کښې به چې موقع پۀ لاس راغله نو د مير تقي، مرزا غالب، حکيم مومن خان او نورو شاعرانو د کلام پۀ مفهوم او تشريح به ئې راله داسې تنده ماته کړه چې بيا به د مولانا حسېن ازاد د “آب حيات” ضرورت نۀ ؤ او رښتيا خبره ده چې بيا به راله د کالج د پروفېسرانو ليکچر خوند نۀ راکولو.

زمونږ د مډل سکول يو قابل استاذ او عزيز نثار باچا صاحب چې د اردو ايم اے امتحان تياري کوله نو ظهور الحق صاحب ورته پۀ ناسته ناسته پۀ “اقبالياتو” يو ليکچر ورکړے ؤ. بيا ئې ورله د هلکوانې د ورځو يوه خصوصي قلمي مسوده “اقبال نمبر” ورکړو. دا عبدالرازق باچا صاحب پۀ لاس ليکلي د “مجلس اقبال” طورو يو اخبار ؤ. دې کښې د محمد ظهورالحق صاحب، عبدالعليم باچا او عبدالرازق باچا صاحب ليکلي مضامين وو. هغه وخت دغه درې واړه ليکونکي د نهم لسم جماعت طالب علمان وو خو د علامه محمد اقبال پۀ ژوند او شخصيت، فکر او فلسفه دغه ليکنې د علمي سطحې مقالې وې. د “مجلس اقبال” نګران مولانا حافظ محمد ادريس ؤ.

زمونږ کشر ورور پروفېسر محمد طيب الله (زما د سکه ترۀ او سکه ترور زوے) چې لږه موده وشوه د نارووال ګورنمنټ کالج اردو پروفېسر پۀ توګه رېټائرډ شوے دے، پۀ سکول کالج کښې ئې فارسي نۀ ده وئيلې خو پۀ اقبالياتو کښې ئې د اېم فل سند د علامه اقبال اوپن يونيورسټۍ نه د علامه اقبال فارسي شاعرۍ (ارمغان حجاز) د تحقيق او تشريح پۀ حواله ترلاسه کړے دے. ښاغلي طيب د فارسي کلام زدکړه د خپل مشر محمد ظهورالحق صاحب پۀ مجلس کښې کړې وه.

زما خوشخطي ئې خوښه وه نو چا ته چې به ئې خط لېږلو يا څۀ مضمون به ئې ليکلو، زما پۀ لاس به ئې ليکلو، ما به ترې املاء اخسته. د دې يوه ښېګړه دا وشوه چې پۀ ځينو ادبي شخصياتو ئې مقالې وليکلې. حافظه ورله الله پاک داسې ورکړې وه چې کرښې ورانولو او جملې بيا سمولو ته به حاجت نۀ ؤ.

د “قند” مردان دوېم دور وړومبۍ ګڼه (دسمبر1971ز) کښې د دوي مقاله پۀ “حافظ محمد ادريس” چاپ شوې وه. (وروستو دغه مقاله د محمد همايون هما صاحب ترتيب کړې د مردان کالج مجله ” شفق” خصوصي ګڼه کښې د “حافظ محمد ادريس يو اديب او خطيب” سر خط لاندې چاپ شوله) ښاغلي مراد شينواري رېډيو سټېشن پېښور کښې د دې مقالې د لوستې پۀ مهال کښې ما ته وئيلي وو د سپېڅلي معياري نثر دا علمي مقاله بهرني ادب ته پۀ مثال کښې د پېش کېدو جوګه ده.

پروفېسر ډاکټر محمد همايون هما د خپلې پي اېچ ډي مقالې “د قند هنداره” کښې ليکلي دي، “د حافظ محمد ادريس پۀ عنوان د محمد ظهورالحق يو مفصل او جامع ليک دے چې پۀ کښې هغه د دې ديني عالم او منلي شوي اديب، د خطيبانه صلاحيتونو ډېر خوندور انداز کښې ذکر کړے دے. او وئيلي ئې دي چې ژور علم د بې پايانه سمندر پۀ شان د ايسپزو ټيکسالي ژبه، رواني، خوږې پستې، ښکلې محاورې، وړې وړې خوندناکې لطيفې، د قران و حديث با موقع استدلال او کله کله د برمحل اردو، فارسۍ، عربۍ او پښتو د شعرونو استعمال د حافظ صاحب د تقرير هغه امتيازي خصوصيات دي چې هغه به ئې همېشه پۀ مجمعو حاوي کړے ؤ. د اميانو نه واخله تر عالمانو پورې اورېدنکي به ترې متاثره وو او د دې نه علاوه د حافظ صاحب بيان به د اخلاص، متانت، علم و عرفان او خالصو اسلامي جذباتو ائينه دار ؤ.”

ښاغلے هما ورپسې ليکي:

“د حافظ ادريس د زبان و بيان د خوږو پۀ حقله د محمد ظهورالحق دا مضمون خپله هم د سپېڅلي نثر يوه ښائسته نمونه ده.”

د “قند” دوېمه ګڼه (جنوري فروري 1972ز) کښې د محمد ظهورالحق صاحب يوه مقاله د طورو کلاسک شاعر صاحبزاده علي حېدر “خاکسار” پۀ حقله چاپ شوې ده. مقاله مختصره ده خو بيا هم دا پۀ “خاکسار” وړومبۍ ليکنه ده. عالم فاضل شخصيت علي حېدر خاکسار څۀ موده د مردان ګورنمنټ هائي سکول نمبر1 کښې معلمي هم کړې وه. غالباً چې د فارسۍ استاد ؤ. د مردان قمر راهي صاحب او اصغر خان لالا اېډوکېټ ئې پۀ شاګردانو کښې شامل وو.

ښاغلي هما د خپلې پي اېچ ډي مقالې ” د قند هنداره” (313-314) کښې ليکلي دي:

“د شخصيت پۀ عنوان محمد ظهور الحق د طورو د يو لوړ عالم، استاد او شاعر صاحبزاده علي حېدر خاکسار د ژوند او کار پېژندګلو کړې ده.”

زۀ د دغه مقالې نه هسې د خوند د پاره دوه ټوټې رانقل کوم، محمد ظهورالحق صاحب ليکي:

“د صاحبزاده صاحب د پېدائش تاريخ پۀ کاغذونو کښې 10 جنوري 1894ز ليکلے دے او مونږ به في الحال هم دا تاريخ صحيح ګڼو. کۀ پۀ دې باره کښې د هغوي دوست او د پښتو مؤرخ عبدالحليم اثر افغاني د تحقيق مالګه مرچ دوړول غواړي نو مونږ به ورسره خامخا کج بحثي نۀ کوو.”

يو بل ځاے ليکي:

“پۀ 1918ز (1337هـ) کښې ئې منشي فاضل وکړو. د هغه زمانې د منشي فاضل وغېر معيار ډېر اوچت ؤ. د عبدالمجيد سالک غوندې لوي اديبانو پۀ کښې تيندکونه خوړلي وو.”

اوس د “تحقيق مالګه مرچ” او “خامخا کج بحثي” او د قاضي عبدالحليم اثر افغاني سره نسبت ځان له يو خوند ور بحث دے. اسرار د طورو وائي، “کۀ د صاحبزاده صاحب خاکسار تاريخ پېدائش 10 جنوري 1894ز وي نو دا 3 رجب 1311هـ شو. بيا د لسو کالو پۀ عمر کښې هغه يتيم شو نو دا کال 1904ز (1321-22هـ) جوړېږي او پۀ 1325 هـ مطابق 1907ء کښې چې د “ميرټهـ” مدرسه عاليه نه د فراغت سند حاصل کړي نو د څوارلسو کالو زلموټے به ؤ؟”

ظهور الحق صاحب بيا پۀ “صاحبزاده صاحب” يو بل مضمون هم ليکلے ؤ. دا پۀ “اباسين” مجله کښې چاپ شوے ؤ. دوي سره به چې هر چا شېبه ګړۍ مجلس وکړو نو محسوس به ئې کړه چې دا ساده سپېځلے، دروند خوږ انسان بې نيازه فقير د علم، دانش، طريقت او معرفت يوه درنه پنګه ده.

يوځل ورله د اخون دروېزه (عبدالرشيد) کتاب “مخزن الاسلام” قلمي نسخه پۀ لاس ورغله خو وړومبۍ او اخري پاڼې ترې شلېدلې وې. دا ورله ما (شفق) پۀ خپل لاس د چاپ شوي کتاب نه وليکلې او دغسې مسوده مکمل شوه. پروفېسر ميا تقويم الحق کاکا خېل د “مخزن الاسلام” پۀ حواله ليکلي دي چې دا يو کتاب نۀ دے، د کتابونو او رسالو يوه مجموعه ده او بنيادي مقصد ئې دا ؤ چې پښتانۀ اسلامي علومو سره اشنا شي. ډاکټر عبدالرشيد “صوفياے سرحد” کښې ليکلي دي چې “اخوند دروېزه” د يو سل اتو کالو پۀ عمر کښې 1048هـ/ 1638ز کښې وفات شوے ؤ. محمد ظهورالحق صاحب د خپل نيکۀ مولانا محمد اسماعيل او پلار پۀ کتابونو کښې موندلې دغه قلمي نسخې سره د ياداشت پۀ توګه څو کرښې داسې ليکلي دي:

“مخزن الاسلام – اخون دروېزه

د “مخزن” دا قلمي نسخه زمونږ د مشرانو پۀ کتابونو کښې لاس ته راغله خو وړومبنۍ او ورستۍ پاڼې ترې شلېدلې وې. ما ته پۀ دې موقع د يو فلسفي خبره را ياده شوه چې “د انساني ژوند مثال د هغې کتاب دے چې اولنۍ او اخرۍ پاڼې ئې نۀ وي. اقبال هم د ژوند د دغې اړخ متعلق وئيلي دي.

خرد مندون سے کيا پوچهون که ميرى ابتدا کيا هے

که مين اس فکر مين رهتا هون ميري انتها کيا هے

پۀ دې کتاب مې د ” خوشحال خان خټک” يوه قطعه لۀ نظره تېره شوې ده. د هغې مطلب دا دے کۀ د زمانې افلاطون د علامه تفتازاني د صنائع بدائع ترجمه پۀ پښتو کښې وکړي نو ايسپزي به بيا هم وائي چې د اخون دروېزه “مخزن” ترې ښۀ دے.”

کېدے شي چې خوشحال خان بابا د اېسپزو د ذهني او د علمي ځولۍ پۀ تنګ والي پچموزې کړې وي خو د دې نه انکار نۀ شي کېدے چې “مخزن” د شريعت او طريقت د ګلونو يوه ښائسته ګلدسته ده چې ايسپزو ورته د قدر پۀ سترګه کتلي دي. پۀ سر سري نظر د کتلو سره مې دوه درې خبرې زړۀ ته پرېوتلې.

  1. اخون صاحب (دروېزه) پۀ ايسپزو کښې د اسلامي شرعي حکومت د ضرورت احساس کوي.
  2. ايراني النسل پير بابا د پښتنو خېر خواه مصلح او مرشد ګڼي او د هغۀ د مذهبي خدماتو اعتراف کوي
  3. د سمې او غر د علاقې د پاره “پښتونخوا[1]” لفظ بيا بيا استعمالوي نو څوک وائي چې د پښتنو د وطن نوم نشته؟
  4. د اختلافاتو سره سره د “پير روښان” د ذهانت، علميت او خانداني وجاهت اقرار کوي.

دا کتاب (قلمي نسخه) د سلو کالو نه زيات زوړ دے خو خط ئې داسې ښکلے دے چې پۀ نېمګړتيا مې پېرزو نۀ دے. مشتاق الرحمان (م. ر شفق) ته مې حواله کړو چې وړاندې وروستو پاڼې ورله پوره کړي.

ظهور الحق

ظهور الحق صاحب چې د لسم جماعت امتحان پۀ ښو نمبرو پاس کړو (دا به د 1940ء خوا و شا زمانه وي) نو اول ئې سکول کښې معلمي کړې وه، “ټکر” يا امازو ګړهۍ کښې استاذ ؤ. ” ګل داد” نومې يو هلک له ئې تقرير ليکلے ؤ. يوې جملې به پۀ کښې خوند پېدا کولو_ ” ګل داده!” خبره دا ده” وروستو بيا اے جي افس کښې “بابو” شو. کۀ “محکمانه” امتحان ورکولو کښې مې څۀ دلچسپي لرله نو د ترقۍ امکانات ئې روښانه وو. د پښتو ادب شاګردانو کښې ورله چا پۀ اوچ زور داخله کړې وه. د پښتو انرر امتحان ئې پاس کړے ؤ. د پښتو، اردو او فارسۍ ادبياتو قران او احاديثو مطالعه ئې دومره ژوره وه چې د يو”ديني عالم” درجه ئې لرله. د اے جي افس د ملازمت دوران کښې بلها شمېر بابوګانو د ظهور صاحب پۀ مدد او ښوونه (ټيوشن) د پښتو، اردو، فارسۍ انرز امتحانونه پاس کړي او د اېم اے سندونه ئې ترلاسه کړي وو او بيا لويو عهدو ته رسېدلي وو.

د ملازمت اخري موده ئې د مردان اکاونټس افس کښې تېره کړې وه. د پنشن برانچ سپرنټنډنټ پۀ حېث ئې عام خلقو سره يوه د خېر ښېګړې رابطه ساتله. پۀ دغه سرکاري چوکۍ ئې زيات شمېر رېټائرډ ملازمانو، د حق رسېدلو کونډو يتيمانو، معلمانو او نادارو ته فائدې رسولې وې. دغو کښې ژوندي خلق ورته اوس هم دعا ګانې کوي.

ماشومانو سره ئې مينه او شفقت مثالي وه. خپل خو خپل، د چم ګاونډ “خېرن خيچن” او پمن ماشومان به ئې داسې نازول لکه چې د دۀ سکه اولاد وي او پۀ ډک مجلس کښې به چې دوي کټ کښې بالښت ته ډډه وهلې وه يا به ملاست ؤ نو ځينې ماشومان به ورله پۀ پښو کښېناستل، کله به ورله پۀ ګېډه هم. پوزې به ئې بهېدلې خو ظهور الحق صاحب به پوټے نۀ تنګېدو. هر وړوکي سره به ئې لکه د ماشومانو پۀ شان تنکۍ تنکۍ خبرې کولې. چا له ټافي ورکړې، چا له “انيز” چا له “دوانيز”، حېران به شو چې د دغه عاجز خويه فقير پۀ “جېب” کښې اخري کومه داسې خزانه پرته وه چې چرې هم نۀ تشېده.

نوم ورله مشرانو ښۀ پۀ سوچ اېښے ؤ. د “محمد ظهورالحق” نه د هغۀ د پېدائش د کال تاريخ (1342هـ) را وځي. د تقويم تاريخي مطابق عېسوي کال 1923ز دے. پۀ 24 جنوري 1995ز/ 25 محرم 1416هـ چې د طورو “بخارا ثاني” اخري ډېوه ( مولانا محمد عنايت الله) مړ شو نو پۀ څلورمه ورځ ورپسې د دې نازولي خورئي د زړۀ کمر ونړېدو او سکته کښې شو. مردان هسپتال کښې د يوې مياشتې ناروغتيا نه پس پۀ 30 جولائي 1995 وفات شو. پۀ سبا له 31 جولائي 1995ز سحر نهه بجې درنه جنازه وشوه او بيا د “طورو” لويه هدېره “ډېرۍ” کښې خاورو ته وسپارلے شو. پۀ ګور ئې نور شه. امين! څو کاله پس (2009) کښې ئې بي بي (بنت محمد عنايت الله) هم وفات شوه. انا لله و انا الېه راجعون.

پۀ اولاد کښې ئې درې زامن سيد اثارالحق باچا (مرحوم) سيد نذيرالحق کريم (N.H. Karim) او سيد اعزاز علي شاه (معلم او خدائي خدمتګار) او درې لوڼه د سکول استاذانې دي. دوو وروڼو کښې کشر سيد عزيزالحق (معلم) وفات شوے دے. منځنے ورور سيد نورالحق باچا (پرنسپل) له دې الله پاک ژوند او صحت ورکړي. هلکوانه کښې به سيد ن م باچا او اسرار د طورو سره دوي هم د نسيم پۀ نوم شاعري او “مظهر افغاني” پۀ نوم نثر نګاري کوله. اسلام پۀ چين کښې” د سيد نورالحق باچا مشهوره مقاله “جمهوراسلام” کښې چاپ شوې وه. وما توفيقي الا بالله.

  1. اخون دروېزه، خوشحال بابا او د پښتو نورو کلاسک شاعرانو چې د خپلو شعرونو کښې “پښتونخوا” يادوله نو ځکه چې د بابر بادشاه پۀ زمانه کښې ملک احمد مندڼ ايسپزي (وفات 550 ز) پښتونخوا رياست قائم کړے ؤ. شفق

 

دا هم ولولئ

تشدد او عدم تشدد – ليکنه: خضر حيات خان – ژباړه: م.ر شفق

د هندوستان د ازادۍ د پاره دوه قسمه تحريکونه را پورته شوي وو. يو د …