اسفنديار ولي خان: د بابړې د پرهر مغرور درد – حيات روغانے

د پښتون قامي تحريک د سل کلن تاريخ پۀ وړومبي سر ئې د خپلو غرونو سيال نيکۀ د خپل متين، سنجيده او با وقاره شخصيت سره ولاړ دے او د قام د پوهولو، يو کولو او ازادولو د پاره ئې پۀ ځان شپه ورځ يو کړي دي – د پښتون وطن پۀ لارو کوڅو، غرونو […]

د باچا خان افکار د هر وخت او هر چا لپاره دي – احمد الله ارچيوال

اولسي مبارزه ]عدم تشدد[ د باچا خان د عصر اړتيا وه: د ښوونې او روزنې لائبریائي کارپوه پاولر پریر وسله والې او اولسي مبارزې پرتله کړي او دې پایلې ته رسېدلی چې اولسي مبارزې د وسلوالو مبارزو پۀ پرتله ډېرې موثرې دي. د پورته ادعا لپاره لۀ عملي دلائلو پرته يو لړ منطقي دلائل هم […]

ارباب مجيب الرحمان او زۀ – الطاف قادر

د خليلو د سيمې د برتهکال ارباب مجيب الرحمان چې پۀ شپږ ويشتمه جنورۍ 2018 پۀ حق رسېدلے ؤ، ما سره يو ځاے پۀ “چلډرن نېپ” کښې ؤ، بلکې د چلډرن نېپ مشر ؤ. پۀ خليلو کښې د دې تنظيم سوچ 1970 کښې مجيب خان را ويستے ؤ چې د علاقې د ماشومانو پۀ خپلو […]

#پښتون_قامي_جرګه – اداريه

پۀ اوسنۍ “د باچا خان اوونۍ” 20) جنورۍ تر 27 جنورۍ( کښې پۀ شلمه جنورۍ د پېښور ډويژن جلسې ته پۀ خپلو خبرو کښې د عوامي نېشنل پارټۍ مرکزي صدر اسفنديار ولي خان د خېبر پښتونخوا پۀ صوبائي صدر غږ وکړو چې پښتون قام ته د را پېښو شخړو هواري د پاره د يو شريک […]

رياستي شهيد “پېکېج” – پښتون

  د حکومت لۀ خوا د کورونا وباء د لاسه “قتل” کېدونکو د پاره هم د “شهادت” اعلان شوے دے!!! مونږ دا موقف لرو چې څنګه پۀ دهشتګردۍ کښې د قتل شوو “قاتل” رياست دے؛ بېخي هم دغسې، کۀ د کورونا وباء کښې خلکو د پاره د ټسټونو، طبي سهولتونو او د هغوي د نورو […]

بريان رسنک – ژباړن: “پښتون”

‌vox.com Scientists warn we may need to live with social distancing for a year or more سائنسدانان لۀ يو کاله زيات د تنها ژوند اندېښنه ښائي امريکا او چاپېره نړۍ کښې ژوند پۀ يو زړۀ چاودون اوړي. مونږ د خپلو خوښو خلکو نه لرې وځو، د خپلې خوښې ځايونو ته تګ نه پښه نيولي کېږو […]

د بونېر ‘شېخ سعدي’ – طارق زمان چغرزے

د قد نه مندرے او پۀ شرعي لحاظ پۀ تول کره پوره دے. جمالياتي حِس ئې ډېر ګړندے او مړنے دے. د جمالياتي ذوق سرحدونه ئې هم يو شمېر دي. د جذباتيت دائره کار ئې ډېر عجيبه دے. لوستونکے او اورېدونکے ډېر زر خپل مندري، ګړندي وجود او فن ته مائله کوي. د فن پارې […]

کرونا وائرس تمامي نړۍ د پاره د بدلون يوه پېلامه ده – سميع الدين ارمان

د بېکټېریا او وائرس نومونه به تقریباً هر خوانده اورېدلي وي – بېکټېریا د یوې خلیې جوړ مخلوق وي چې خپل د ژوند د دوام یو پوره نظام لري. د اېنټيبیاټکس (Antibiotic) دوايۍ نوم به هم ټولو اورېدلے وي، دا د بېکټېریا د لاسه را ولاړ شوو منفي اثراتو د پاره علاج وي. وائرس هم […]

اندرے سيرينکو – ژباړن: محمد نويد

پاکستان کښې پښتانۀ د سيمې امن د پاره يو شوي دي پېښور ښار کښې د پښتنو د سياسي لارښودانو، قبائلي مشرانو، د اولسي، ټولنيز او مذهبي ډلو نمائندګانو پۀ “پښتون قامي جرګه” کښې ګډون کړے دے. ]داسې جرګې مخکښې هم شوې دي، خو[ دا ځل پۀ وړومبي وار مختلف الفکر مشران يو ځاے شوي دي […]

سوچ، ژبه او رويه – نور الوهاب خټک

پۀ خپلو مازغو لږ بوج اچول او يو کار يا خبرې ته غور يا فکر کول سوچ ګڼلے شي. د دغې سوچ پۀ وجه دغه انسان يوه نتيجه جوړه کړي، بيا دغه نتيجه د خپلې ژبې پۀ ذريعه نورو خلکو ته منتقل کوي. کله کله د ژبې پۀ ځاے د نثر يا شعر پۀ شکل […]