مرګ انجام د هستۍ نۀ دے!!! – طارق پښتونيار
ګوتې د لیکلو تاب نۀ لري، سترګو نه اوښکې دارې وهي، زړۀ کښې مې یو ناپایه او بې توله درد دے چې ورسره مخ یم – نۀ پوهېږم پېل او اغاز د کومې وکړم او دا لیک ختم پۀ کوم ځاے کړم؟ خو ولې بیا هم زړۀ کلکوم، ځکه چې غني خان وئیلي وو چې […]
د بنو او وزيرستان پۀ اولسي ادب د کډوالي اثرات – بېزار داوړ
د دې لنډې ليکنې تر څنګ مې د بشارت پير کتاب ‘CURFEWED NIGHT: A Memoir of War in Kashmir’ مخې ته ودرېدلو چې کشمير کښې د لشکر طيبه او جېش محمد د جنګيالو د کاروايانو او د هندي فوج د عملياتو قصې ئې د ځپلي اولس د ذهنونو نه را ټولې کړي او تاريخ کښې […]
‘نړيوال تنقيدي معيارونه’: د پښتو ادب ضرورت – بېدار اصلزے
مونږ کۀ پۀ معاصره انساني علمي شتمنۍ نظر واچوو نو راته ښکاره به شي چې ډېر علمي ډګرونه پۀ خوا چې به د فلسفې څانګې وې، نن د بشپړ سائنسونو حېثيت لري. پۀ دې کښې يوه وجه د دوي د منظمتيا پۀ طرف تلل او ځانګړي Methodologies خپلول وو – دا Methodologies کۀ يو خوا […]
د مينې، شرافت او شفقت نه ډک انسان:ميا محمد سرير – عاصم رياض
ميا محمد سرير چې د عوامي نېشنل پارټۍ د مرکزي جنرل سېکرټري ميا افتخار حسېن مشر ورور ؤ، انتهائي شريف او لۀ مينې ډک انسان ؤ. هغۀ سره زما وړومبے ملاقات پۀ پېښور صدر کښې شوے ؤ. هغه ورځو کښې دهشتګردي ډېره زياته وه او ميا افتخار حسېن ته به هم د دهشتګردو لۀ خوا […]
خدائي خدمتګار زېن محمد کاکا – علي ايسپزے
پۀ شلمه صدۍ کښې چې کوم تحريک د هشنغر د خاورې نه را پورته شو او د پښتنو پۀ خاوره ئې یو داسې انقلاب راوستو چې یو عظیم انقلاب بللے شي. کۀ د دې انقلاب پۀ بېلابېل اړخونو نظر واچولے شي نو پۀ یو یو اړخ کښې ئې ډېرې ګټې تر نظره تېرېږي. دې تحریک […]
عوامي نېشنل ګوند او خدائي خدمتګار تحريک – ارباب محمد طاهر خان خليل
رياست د خپلو مخالفينو د مټ لاندې ساتلو د پاره بلها وسلې او وسيلې لري. د جاګيرونو او مراعاتو سره د حب الوطنۍ او مذهب پۀ نوم داسې کاڼي د رياستونو پۀ لاس کښې وي چې هر وخت پرې خپله تله درنوي او د اولس د حق خبره کوونکي پۀ دغه کاڼو سپکوي هم او […]
کابل کښې د تنکو ګلونو قتل او وړوکي اختر کښې درې ورځنے اوربند!!!- اداريه
دوي به هم خداے ته مخ کېږي؟ دغه هاغه زړونه دي چې د کاڼو نه سخت دي. دوي هم وائي مونږ سره لښکر لښکر فرښتې دي؟ کابل کښې شوې دغه حمله کښې چې د اوسپنې پترو دغه تنکي ګلونه غوڅول او بارودژن اور سېزل، نو د هغوي روحونه اخستو له راغلي عزرائيل به هم ښېرې […]