سور شين او تور (افسانه) – ډاکټر همدرد يوسفزے
هغې څو لمحې خپل سپين سپين لاسونو ته داسې پۀ ځېر ځېر کتل لکه د دغه لاسونو پۀ کرښو کښې د خپل سبا هيلې ګوري. کرښې تاؤ راتاؤ وې، يوه نېغه کرښه بيا د هغه کرښې پۀ مېنځ کښې وړې وړې کرښې چې پۀ نېغه کرښه تلې راغلې وې. څۀ بې ځايه پېل شوې کرښې […]