سور شين او تور (افسانه) – ډاکټر همدرد يوسفزے

هغې څو لمحې خپل سپين سپين لاسونو ته داسې پۀ ځېر ځېر کتل لکه د دغه لاسونو پۀ کرښو کښې د خپل سبا هيلې ګوري. کرښې تاؤ راتاؤ وې، يوه نېغه کرښه بيا د هغه کرښې پۀ مېنځ کښې وړې وړې کرښې چې پۀ نېغه کرښه تلې راغلې وې. څۀ بې ځايه پېل شوې کرښې او څۀ بې ځايه ختمې شوې کرښې .

د لاسونو کرښې د انسان قسمت ټاکي هم دغه کرښو کښې د راتلونکي ژوند پۀ اړه بلا معلومات خوندي وي لکه دا کرښې چې د ماډرن کمپوټر سېسټم پۀ رنګ کوډونه وي. هغې لا کرښو ته کتل چې د ټيلي فون زنګ ئې پام ځان ته واړوو. هيلو بلې! بل اړخ ته يو موثر نري شان ښځينه اواز وتلو چرته يې؟ نن کار ته راځې کۀ نه؟

“بلې زما طبعيت سم نۀ دے، زۀ نۀ شم کولې چې نن درشم تۀ ماته عريضه وليکه زۀ غواړم نن چهټي وکړم سر مې خوږېږي ځان مې درد کوي. “مسکا پۀ يو غږ کښې خبره خلاصه کړه او موبائيل ئې سر چپه پۀ مخامخ مېز کېښودو.

مخکښې لۀ دې چې هغه بيا د خپل لاسونو کرښو ته ځېر شي. پۀ مخامخ دېوال لګېدلي عکس ئې توجه ځان ته راجلب کړه. پۀ مخامخ دېوال د شربت ګلې عکس لګېدلے ؤ د هغې شنې سمندر رنګه سترکو کښې ښکلا وه او کۀ درد … حسن ؤ کۀ بې بسي… هغې پۀ خپلو زنګونونو لاسونه کېښودل او يو دم پاڅېده عکس پله روانه شوه. مخامخ د شيشې د کهړکۍ نه ښکارېده چې واوره لا هغه شان پونه پونه ورېږي، هغې يخني احساس کړه خو د سنټرل هيټنګ سسټم لۀ کبله دغه کوټه کښې تودوخه نورمال وه. هغه کهړکۍ ته نېژدې شوه باهر نظاره تکه سپينه وه تر لرې لرې لوړې او لړۍ ښکارېده، واوره ورېده ،.

د واورې سره هغې ته کابل راياد شو …. لکه چې مور ئې غږ کړے وي.

“ميراته شې چرته يې ورور به دې اوس ستړے راشي هله شابه انګهټۍ ته خشاک واچوه نن خو اسمان سورے شوے دے دا جړۍ دومره اوږده شوه …”

هغې زر زر خپل غوږونه لک کړل لکه رښتيا چې د هغوي د کابل کور وي او مور ورته غږونه کوي خو زر زر ئې حواس بحال شو. دا خو د اوسلو ښار دے کابل چرته دے؟؟

د مور هډوکي به اوس خاورې شوي وي … هغې زر زر پۀ ګوتو د مور د مرګ کلونه شمېر کړل …. اتۀ نهه لس يولس دولس …. پوره دولس کاله وشول …

هغه نېغه لاړه د شربت ګلې عکس ته ودرېده … سترګو ته ئې ځېر شوه … شنې سمندر رنګه سترګې او پۀ سترګو کښې پټ دغه درد … دغه درد لکه چې هغې محسوس کړے وي ..

هغه نوره نېژدې شوه لکه دغه سترګو ته ننوتل غواړي، دغه سترګې کتل غواړي … تف لعنت شه کېمره مېنه تا دا عکس ولې اخستو، هغې د ځان سره پټ پټ دوه درې ښکنځل هم وکړل … سترګې ئې د اوښکو ډکې شوې. سر ئې بيا نرے درد شروع کړو….

د شربت ګلې د سترګو نه ئې اوس پام د هغې څادر پله راغے … سور څادر او د څادر پۀ مېنځ کښې دغه سوري. يعنې دغه څادر سورے دے. دغه سوري څادر کښې هغې ټول افغان وطن وليدو .. غريبي … بې بسي ، بې وزلي…

د ناصر باغ کېمپ ئې پۀ سترګو سترګو او د خيال پۀ جزيرو کښې لاړ راغے. د څادر پۀ سوري کښې د شربت ګلې د قميص رنګ ته ځېر شوه. شين دے؟ سور دے؟ اودي ښکاري … هغې فېصله نۀ شوه کولې چې د قميص رنګ ئې څنګه دے … هغې مخامخ کهړکۍ باندې پرده راوويسته … واوره ورېدل اوس نۀ ښکاره کېدل. بلب ئې ښه کړو بيا د قميص رنګ ته ځېر شوه. هو هو دا شين دے لکه ملي بېرغ کښې شين رنګ. هغې زر زر سوچ وکړو لکه د شربت ګلې پۀ دغه عکس کښې ورته ملي بېرغ ښکاري، شين قميص، سور څادر، دغه سوچ سره يک دم ټکنۍ شوه، سور او شين خو دغه شو خو تور رنګ پۀ دغه عکس کښې کوم دے. هغه يو ځل بيا د شربت ګلې سترګو ته ځېر شوه د دې خو سترګې شنې دي سمندر رنګه دے … زر زر ئې د عکس پۀ سترګو لاس کېښود چې تور رنګ پکښې پېدا کړي … زړۀ ئې ټکان وخوړ .. يوه اوښکه ئې پۀ سپينو اننګو چې د شونډو خواته لاړه نو د ژبې سره مس شوه … مالګې مالګې اوښکو ئې زړۀ تسل کړوً…

د ملي بېرغ تور رنګ پۀ دغه عکس کښې شته … د شربت ګلې تور قسمت چې هغه صرف بينا سترګې پۀ دغه عکس کښې ليدے شي …

هغې د ځان سره ووې …

سور څادر، شين قميص او تور قسمت … دغه عکس خو د افغان وطن قيصه کوي. دا قيصه چې د شربت ګلې د سترګو غوندې ښائسته هم ده. د څادر پۀ شان ئې سره هم ده او د قسمت پۀ شان ئې توره هم ده .

هغې زر زر د موبائيل سره هېنډ فري پېوست کړل … پۀ نازکو ګوتې ئې څۀ وليکل د هغې پۀ غوږونو کښې نري شان موسيقۍ سره غږ شو… …

د زړۀ زخم مې د سرې مالګې کمر دے

راختلي پرې د سپينو اوښکو لمر دے

د سپينو اوښکو د توري سره د هغې پۀ مخ بيا دوه درې اوښکې غاړې غټۍ شوې ….

موسيقۍ نه بې پراوه شوه .. مخامخ پۀ کهړکۍ راغلې پرده ئې لرې کړه .. واوره لا هغسې ورېده .. سپينه سپينه پونه پونه واوره .. د اوسلو ښار سپين څادر اغوستے ؤ ..

هغې د موبائيل اواز ټيټ کړو د واورې د ورېدو اواز ته ځېر شوه خو د واورې د ورېدو اواز چرته وي. واوره خو هم داسې ورېږي .. بې اوازه …

لارې وتړي، جذبې کنګل کړي، غريبي راوسپړي .. هغې زر زر خپلو پښو ته لاس کړو لکه چې پښې ئې کنګل شوي وي. د کوټې تودوخه د دېرش نه بره وه خو هغې محسوسوله لکه چې د هغې پښې کنګل شوي وي

هغې د کڼې پښې تلي نه لاس ورتاو کړو …

او سوچ واخسته …

هغې ته ياد شو چې د کابل پۀ ښار کښې د هغوي د کور مخې ته هغه او د هغې ورور اېمل خان لوبې کوي …

زما نور بس دے ګوره ابا به راشي. بيا راته غصه کوي؟ زۀ کور ته ځمه … اېمل غږ ئې واورېدو، نه نه نه لا خو وختي دے دا خو واوره ورېږي نو ځکه ناوخته ښکاري.

اېمله زما پښې کنګل شوې ته وينه کنه!

زما پښې واورې شنې کړې زۀ لاړم ادې به راته کارونه اېښي وي ..

بيا ئې د اېمل څهره د سترګو مخې ته لاړه راغله. اېمل خو اوس تاند زلمے دے. دا ځل مې کاکا وې چې راشي نو وادۀ به ورته کوو.

هغې خپلې پښې بيا کنګل کنګل محسوس کړې …

هغې زر زر د پام بدلولو پۀ خاطر سندره تېزه کړه

غږ شو …

اے مالکه د جهان د قسمتونو

ولې نه اورې فرياد د سوي زړونو

ستا جهان کۀ جهنم دے نۀ پوهېږم

واوره لا هغه شان ورېده …. د هغې سترګې سرې شوې. اېمل به چرته وي دا خو اتلسمه ورځ ده هېڅ ورته زنګ نه ځي.

هغې زر زر موبائيل کښې د اېمل نوم ډائيل کړو ….

د هغه غاړې هم هغه غږ ؤ چې هغې د تېرو اتلسو ورځو نه اورېدو.

“دغه شمېره چې تاسې ډائيله کړې، د ساحې نه وتلې ده او يا ګل ده، مهرباني وکړئ وروسته بيا اړيکه ټينګه کړئ”.

هغې يو ځل بيا کوشش وکړو خو ځواب هم دا ؤ …

خداے دې خېر کړي وروره تۀ به چرته يې .. تاته خو ما وئيلي وو دا څۀ معاش دے چې تۀ ورپسې داسې ورک ګرځې؟ دا به درته زۀ دلته ناروے نه درلېږمه … خو اېمل به تل وئيل کم عقلې خور دا د معاش خبره نۀ ده، دا زمونږ وطن دے او د وطن ښېګړه پۀ معاش نۀ وي. د دغه وطن مې سر قربان دے.

واوره لا هغسې ورېده … پونه پونه سپينه واوره بې اوازه واوره …

د شربت ګلې عکس هم هغه شان پۀ دېوال کښې د دغه کور مېرمنه څارله ….

هغه پاڅېده هېندارې ته ودرېده پۀ سترګو ئې زور کړو درد ئې سر ته لاړو. لکه دغه درد به هغه لېونۍ کړي.

هغه زر زر بلې کوټې ته لاړه، ټي وي ئې چالان کړو. خبرونه ته ځېر شوه …

کابل سقوط شوے ؤ. خلک د بې اعتمادۍ او بې بسۍ پۀ فضا کښې پۀ منډو وو…

هغې زر زر بيا ټي وي ګل کړو. د اېمل موبائل ته ئې زنګ ووهلو هلته هم هغه غږ ؤ …

“دغه شمېره چې تاسې ډايله کړې، د ساحې نه وتلې ده او يا ګل ده، مهرباني وکړئ وروسته بيا اړيکه ټينګه کړئ”.

هغه واپس اولې کوټۍ ته راغله …. د کهړکۍ پرده ئې کش کړه واوره واوره ورېده … د شربت ګلې عکس تک سپين ښکارېدو .. شنۀ، سرۀ ، تور رنګونه د هغې د عکس نه ختم شوي وو، داسې ښکارېده لکه چې د شربت ګلۍ عکس سپين کفن اغوستے وي او دغه عکس کښې ټول وطن پۀ سپين کفن کښې انغښتے وي …………

دا هم ولولئ

لۀ کابله تر کابله (افسانه) – ډاکټر همدرد يوسفزے

هو! ماته لږ لږ ياد شي. زمونږ وطن! کلے کور، چم ګاونډ او زما ملګرې …