ګرے لِسټ – مبشر زېدي

‘ما ډېرې فلمي اداکارانې بلېک لِسټ کړې’

ډُوډُو ډاډه ووئیل.

‘څۀ مطلب؟’ ما هسې وپوښتو.

‘مطلب دا چې زما نۀ دي خوښې’، هغۀ ووې.

‘دې فهرست کښې کومې بدنصیبه اداکارانې دي؟’

ما ترې بیا هسې تپوس وکړو.

‘کاجول، راني مکهرجي، ایشوریا، ودیا بالن، انوشکا، کرینه کپور’

ډوډو د وادۀ شوو اداکارانو نامې واخستې.

‘او ستا د خوښې اداکانې؟’، ما بیا وپوښتو.

‘کنګنا رناوت، کترینه، دیپیکا پډوکون، پریانکا، عالیه بهټ’.

ما پۀ ټولو نومونو غور نه پس ترې ما یو غرضي تپوس وکړو،

‘او سني لیون؟’

ډوډو پۀ تریو تندي ووئیل،

‘هغه خو مې اوس پۀ ګرے لسټ کښې اچولې ده’.

جنتري بجټ

‘پیرِ اعظم بزرجمهر خو زۀ کابینه کښې شامل کړم’

ډوډو زما راتلو سره ووئیل.

‘کوم قلمدان درته ملاو شو؟’ ما ترې تپوس وکړو.

‘ما ته د تعویذونو او عملیاتو قلمدان،

غائب شاه ته د پېریانو موکلانو محکمه،

صِفر هزاروي ته د علم الاعداد،

کشاله بېګم ته د استخارې او چېلې،

قرېشي ترین دامت برکاته ته پیري مریدي،

بنګالي بابا ته د تور جادو وزارت.’

ډوډو ټول قلمدانونه پۀ تفصیل سره ووئیل.

‘د نوي کال بجټ به کله وړاندې کوئ؟’

ډوډو زما د دې سوال ځواب بې پروایۍ سره راکړو،

‘زمونږ حکومت به ایوان کښې بجټ نۀ، جنتري وړاندې کوي ښه!!!’

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …