د پېښور لۀ پېښې وروسته پر ټولنیزو رسنیو د عوامي نېشنل ګوند پر سیاسي اپروچ بحثونه: د یو تنقیدي تحلیل هڅه – حبیب الله کاکړ

 

habibullahkakar@gmail.com

 

د ‘پښتون تحفظ مومنټ’ لۀ رامنځ ته کېدلو وړاندې، پۀ دې نزدې وخت کښې د پښتنو پۀ بعضو لوستو طبقو کښې د باچاخان عدم تشدد پۀ منفي انداز تر بحثونو لاندې لیدل کېدی. پۀ استدلال کښې به د پښتنو د قبائیلي فطرت د شننې هڅه روانه وه چې عدم تشدد پۀ خپل بنیادي فطرت کښې د پښتنو د فطرت خلاف دی، ځکه ئې هېڅ لاس ته راوړنه د پښتنو پۀ عملي ژوند کښې نۀ تر سترګو کېږي. د پښتنو د دې قبائيلي فطرت پۀ رڼا کښې به ځکه د خدائي خدمتګارانو د عدم تشدد مبارزه هم د ګاندهي جي د سیاسي اپروچ برخه وګڼل شوه. پر دې مهال به دا ټپه هم ډېره تر غوږونو رسېدله چې

باچا امام زۀ مقتدي وم

ګاندهي امام شو ځکه ځان له نیت تړمه

د عدم تشدد پۀ ضد دا اپروچ خو به بیا ډېر سائنسي وګڼل شوی چې کله به چا لوستي، د افریقن ارواپوه، د فرانټز فانون (Frantz Fanon) د زمکني بې وزله (The Wretched of Earth) کتاب څخه د تشدد د رېشنلائز کولو د پاره اقتباسات هم راوړل. عدم تشدد ته به د سپیتاني د پالېسۍ )د بې غیرتۍ پالېسي( نوم ډېر پۀ مدلل انداز ورکړل شو. د پي ټي اېم لۀ راپورته کېدلو وروسته چې کله د تشدد دا پلویان د پي ټي اېم د بیانیې ملګري شو نو د پي ټي اېم کلک مزاحمتي دریځ، د سپینو خبرو دریځ خو د دې تشدد خوښوونکو تنده لږه اوبۀ کړه او د مزاحمتي عدم تشد د فطرت پۀ اړه ئې تنقیصي توده بیانیه لږه سړه شوه، ځکه چې د پي ټي اېم سنجیده مشرانو خو هم د دې تحریک بنیاد پر عدم تشدد اېښی ؤ، خو البته د عوامي نېشنل ګوند پارلېماني اپروچ هم هغسې تر تنقیص لاندې ؤ. پر ټولنیز رسنیو دغه بحث د پېښور د یکه توت لۀ چاودنې وروسته چې پکښې د عوامي نېشنل ګوند مشر هارون بلور او دوه ویشت ملګري شهیدان شول، نور هم تود شو.’عوامي نېشنل ګوند ته پۀ کار دي چې نور خپل دښمن اولس ته څرګند کړي’، ‘د جنازو نه ښه ده چې اواز پورته کړل شي’، ‘کۀ د بشیر بلور پر شهادت ګوند خاموشه شوی نۀ وی هارون بلور به نۀ وژل کېدی’، ‘نه! پۀ قاتلانو پسې څۀ مۀ وایه، د ملک ادارې بدنامه کېږي’ غوندي پېغورژن بیانونه پر ټولنیزو رسنیو خپرېدل شروع شو. پۀ دې تودو بحثونو کښې اوس د عدم تشدد مزاحمتي اړخ، د عدم تشدد لۀ پارلېماني اړخ سره د ښکر وهلو پۀ هڅه کښې لیدل کېږي. د خوند خبره خو دا ده چې پارلېماني اپروچ نور د پاکستان د یوۀ ګوند هم تر تنقیصي تنقید نۀ دی لاندي. دا بحث یواځې د عوامي نېشنل ګوند پر اپروچ دی، د کوم ګوند کارکنان چې پۀ ډېر ګڼ شمېر د پي ټي اېم د مبارزې عملي ملګري دي. پۀ ټولنیزو رسنیو او د پوهنتونو پۀ مطالعاتي سیاسي غونډو کښې چې د پښتنو زلمو تر منځ د خبرو نه کوم ‘لفظونه’ او ‘د احساساتو د اظهار’ نه چې کومه څرګندونه کېږي دا به ممکنه وي چې د سیاست او تاریخ هغو پوهانو ته ډېره ناشوني نۀ ښکاري کوم چې د عوامي نېشنل ګوند لۀ سیاسي مفکورې، تاریخ، اهدافو او د ګوند لۀ عملي اپروچ سره نزدې پاتې شوي وي او د ګوند پر پالیسیو ئې ژور نظر وي. خو پر سیاست، قام پرستۍ او د ډيکالونائزېشن د پارلېماني پروژې، زما غوندې سطحي نظر لرونکي زده کوونکي کله د نظریې او عملي سیاست تر منځ د یو سیاسي وجودي غوندې بحران ښکار هم شي. د بشر پوهنې او ټولنیز ارواپوهنې لۀ پلوه، زۀ چې څومره د زلمو تر منځ د بحثونو دې ‘لفظونه’ او ‘د احساساتو اظهار’ ته زېر شوی یم، کۀ ښکنځلې، سپکاوی، بد رد، پروپېګنډې او غېر سیاسي تلفظ او رویه سړی حذف کړي او بیا کۀ دا څوک پۀ سوالونو کښې د را غونډولو هڅه وکړي هغه به داسي وي:

  1. عوامي نېشنل ګوند لۀ خپل تاریخي، نظریاتي قام پرست اپروچ نه اووښتونکی دی، کۀ نه پۀ ګوند کښې دننه د نظریې تشرېحي تضاد دی؟
  2. د ګوند لیډرشپ او کارکن پر یو پېج نۀ دي کۀ نه لیډرشپ شعوري طور سیاسي معروض د داسې تحریکونو د پاره موزون نۀ ګڼي او کارکن ئې پۀ مبهم اپروچ نۀ پوهېږي؟
  3. پۀ پښتني قام پرسته ولقه کښې د پارلېماني طرز سیاست فطرت څۀ دی؟ د ګوند او پي ټي اېم تر منځ اختلاف خو د دې نتیجه نۀ ده؟
  4. د ګوند اختلاف د پي ټي اېم لۀ اپروچ سره به تر راروان ټولټاکنو پورې وي کۀ نه تر یوې اوږدې لړۍ پورې به وي؟

پۀ دې سوالونو کښې اول او د دوېم سوال اوله برخه د ګوند د مخالفینو لۀ اړخه او باقي د ګوند د ملګرو او یا د ګوند د سیاسي اپروچ معلومولو سیاسي تحلیل کوونکو لۀ اړخه زیات تر اورېدل کېږي. مونږ کۀ اوس دلته د دې سوالونو ځواب لټوو؛ اول د پي ټي اېم فطرت څېړل لازمي دی، بیا به مونږ کولی شو چې د پي ټي اېم پۀ اړه د ګوند موقف تحلیل کړو.

پۀ دې کښې خو شک نشته چې پي ټي اېم بنیادي طور د پښتنو لۀ یو داسې جیوګرافیې را پورته شوی دی چې د سیاسي وجود د پاره ئې مثال د خونړي دلدل غوندې ؤ چې معروضي حالات ئې لۀ هغو حالاتو کم نۀ دي پۀ کومو حالاتو کښې چې فخر افغان پۀ اولني ځل سیاست پېل کولو. د جنګ، دړد، ویر، د زلمو ورکېدل، لۀ بنیادي حقونو محرومیت او لۀ هغې پورته ئې پۀ ریاستي بیانیه او ریاستي رسنیو کښې د کلتور او وجود یو ترهګر تشخص جوړېدل؛ د دې پۀ ضد د یو کاونټر نېرېټیو زوکړه بغېر لۀ یو مزاحمتي تحریک نه بل څۀ کېدلې شي او بیا د دې مزاحمتي تحریک پۀ بیانیه کښې داسي کوم څۀ دي چې د پاکستان د ائین پۀ رڼا کښې بغاوت وګڼل شي؟ د پي ټي اېم مرکزي مشر منظور پښتون ته لۀ دې کرېډټ نه سرغړونه پۀ هېڅ قانون هم انصاف نۀ شي کېدلی چې هغۀ د ترهګرۍ او پوځي عملیاتو د جنګ پۀ اور د دې جیوګرافیې د وریتۀ اولس د احساساتو ترجمان دی او دا هم حقیقت دی هغه چې د دې وریتۀ جذباتو ترجماني پۀ کومه سنجیدګۍ سره وکړه او کوي ئې، د پښتنو پۀ تاریخ کښې ئې د سولئیزې مبارزې، د عدم تشدد د مزاحمت یو بل باب ولیکۀ. لۀ دړد نه د راټوکېدونکې بیانیې، لۀ څړیکو د راټوکېدونکي شعور او لۀ وجودي بحران نه د راپورته شوي سیاسي اپروچ پرتلیز جاج لۀ یو سل کلن تجربه کار او داسې باشعور تحریک سره کول چې پۀ شعوري اهداف ترلاسه کولو کښې ئې سرونه هم پۀ شعوري انداز وېښلي وي، دا به یو ډېر غېر منطقي او غېر سائنسي اپروچ وي. زۀ دا منم چې د پي ټي اېم او عوامي نېشنل ګوند تر منځ تقابلي جائزه یوه تحقیقي موضوع نۀ شي کېدلې او نۀ زۀ دلته د دې جائزې اخستلو هڅه کوم ـــــ د عوامي نېشنل ګوند سیاسي تاریخ پۀ پام کښې لرونکي ته نۀ دا عجیبه ښکاري چې ګوند ولې د اولس یوې داسې تنقیصي تنقیدي رویې ته مخامخ دی او نر پۀ دې وئیلو کښې څۀ باک محسوسوي چې ووائي چې د عوامي نېشنل ګوند لۀ پي ټي اېم سره هېڅ اختلاف نشته. ډېر تاریخي پس منظر ته به نۀ ځو، فقط دومره وئیل بس دي چې د یوې داسې مور، چې پۀ بربنډو پښو ئې د بابړې د زخمیانو پۀ منځ کښې یو خوا بل خوا منډې وهلې او پۀ خپله دوپټه ئې د زخمیانو زخمونه تړل، تر دې پورې چې خپله پۀ ګولۍ ولګي، بچی به د خپل اولس دړد څنګه نۀ محسوسوي؟ د یوې پېړۍ مسلسل د جنازو پورته کولو نه به د دښمن ادراک هم سړی نۀ شي کولی؟ دا هم سائنسي طور ممکنه ده؟ داسې مور، داسې پلار، داسې استاذ، داسې مشر به هم وي چې د خپل بچي، د خپل شاګرد او د خپل کشر پۀ اندازونو، اداګانو او جذباتو کښې به خپل تېر وختونه او تېر یادونه نۀ ویني؟ اوس سوال دا دی چې کۀ د پي ټي اېم او عوامي نېشنل ګوند تر منځ اختلاف نشته، بیا ئې تر منځ پۀ تعلق دوړې ولې موړې دي؟ پۀ ټولنیزو رسنیو د عوامي نېشنل ګوند پۀ ضد تنقیصي رویه ولې داسې توده ده؟ د دې سوال دځواب څۀ اړخونه خو د ګوند لۀ مشرانو سره دي چې هغه به ئې لۀ وخته سره اولس ته وړاندې هم کړي. یو څۀ اړخونه به مونږ تاریخ ته پرېږدو، خو یو څو اړخونه به ئې مونږ د تحلیل کولو هڅه وکړو. هم دغه زمونږ د بحث موضوع ده.

تر څو چې د دې تعلق د ابهام سوال دی، زما پۀ نظر دوه اړخیز دی. یو اړخ ته عوامي نېشنل ګوند شعوري طور دا هڅه کوي چې دا تعلق مبهم وساتي او بل اړخ ته د پي ټي اېم پۀ صفونو کښې هم ډېر لاملونه پۀ دې برید کښې دي چې د پي ټي اېم مخه دې ګوند ته کړي. تر څو چې د ګوند لۀ دې ابهام سره تعلق دی نو د دې وجوهات خو څۀ داسې برېښي چې عوامي نېشنل ګوند د یو محکوم قام د مقدمې چلولو او د ضد استعماریت (decolonization) پۀ یو ډېر مخ ته تللي پړاو کښې دی. د حاکم پۀ ضد کاونټر نېرېټيو را منځ ته کول، مزاحمتي سیاست پېل کول، د کاونټر بیانیو اجزاء پۀ یوه مستقله نظریه کښې تحلیل کول، هغه نظریه ګراس روټ اولس ته رسول، پۀ اولس منل، اولس منظم کول، د هیژامونیک پاور د کاونټر کېدلو لۀ مختلفو مرحلو راوتل، بیا د دې هیژامونیک قوتونو پۀ ځاله (web) کښې خپل نظریاتي موضوعات (themes) ورننویستل، لۀ څلورو پېړیو نه د یو محکوم قام د کلتور اجزا‌ء تحلیلول، پۀ هغه کښې د استعماریت اثرات پۀ ګوته کول او د هغوي پۀ ضد د ادب، موسیقۍ، اٰرټ او عملي سیاست لۀ لارې نوي موضوعات داخلول نه راتېرېدونکې پۀ داسي پړاو کښې ده چې نظریاتي اجزاء انسټيټيوشنلائزډ کړي. لۀ 2008 نه بیا تر 2013 پورې د دې ګوند عملي هڅې پۀ پام کښې لرلو سره کۀ سړی د ګوند د راتلونکي الیکشن منشور ته ځیر شي، ګوند پۀ داسې پړاو کښې ښکاري چې نور د قام پرستۍ دا نظریه باید د دې جوګه شي د پښتنو وږې خېټي مړې کړي. خپل سیاسي او تکنیکي صلاحیتونه د دې جوګه ګڼي چې د پي ټي اېم د بیانیې اجزاء پۀ سیسټم کښې خټیني (materialized) کړي. د پوځي څوکیو نه نېولې لۀ جنګ نه تر متاثر شوو بازارونو د پاره یوه عملي پروژه پۀ منشور کښې لري. هم دې منشور ته کۀ ئې پۀ ژور نظر پام وکړل شي، دا ترې پۀ اسانه څرګندېږي چې یواځي د جذباتو اظهار لاس ته راوړنه نۀ ده بلکې دا جذبات پۀ سسټم کښې خټین کول هم غواړي. هم دا وجه ده چې د پي ټي اېم ټولې غوښتنې د منشور برخه ګڼي. اوس دغه مرام ترلاسه کول پۀ موجوده معروض کښې یواځې لۀ پارلېماني لارې ممکن دي او د پارلېمان نه تر رسېدلو وړاندې کۀ یو پارلېماني ګوند ریاستي ادارو سره تصادم کوي نو اول خو به ئې د پارلېمان لارې ډېري اغزنې شي، بیا کۀ پارلېمان ته لاړ هم شي، دغه لاس ته راوړنې به د دې ادارو لۀ مرستو بغېر څنګه ممکن وي؟ نو اوله بنیادي وجه خو دا ده چې عوامي نېشنل ګوند د پي ټي اېم غوښتنو ته یو عملي پلان پۀ نظر کښې لري چې پۀ موجوده سیاسي معروض کښې هغه یواځې پۀ هم دغه طرز سیاست ممکن دي چې تر لاسه کړلی شي. دوېمه بنیادي وجه دا هم ده چې د اتلسم ائیني ترمیم نه پس د صوبو پارلېمان نیول ډېر لازمي شوي دي. مخکښې وختونو کښې مرکز صوبې د یو ګورنر پۀ ذریعه ډېر پۀ اسانه د خپلو پالیسیو د پاره استعمالولې شوې خو اوس صوبائي پارلېمان نیول ډېر لازمي شوي دي. درېم د خېبر پښتونخوا د نوو ضم شوو ضلعو )پخوانۍ فاټا( او د جنوبي پښتونخوا پۀ نسبت پۀ پښتونخوا کښې د زیاتو خلقو اکانومي لۀ ریاستي ادارو سره تړلې ده، زیات خلق پکښې نوکران دي ځکه ئې د پارلېمان نیول ډېر لازمي دي چې بیوروکراسي کښې خپل نظریاتي عناصر ولري ګنې ریاست ته ئې متبادل څۀ ګران کار نۀ دی. د بچو د خېټو غم حافظې کمزوري کوي. دروېش درانی وائي،

کۀ ئې لۀ مخه یو ځل لرې شوې نو هېر به دې کړي
زما جانان لکه هینداره حافظه نۀ لري

څلورمه وجه دا هم ده چې د عوامي نېشنل ګوند مشرانو خپل تاریخ ډېر پۀ پام کښې نېولی دی. د ریاست لۀ اړخه مختلف الزامونه لکه د هندوانو ملګری ګوند، د ازاد پښتونستان نظریه لرونکی ګوند، هندو ګوند، لادین، دین بېزاره ګوند او تر ټولو مهم د طالبانو او مجاهدینو مخالف کمیونسټ ګوند، د افغانستان ملګری او د پاکستان د ماتولو پۀ الزام ککړ ګوند ـــــ کۀ د یو نوي تحریک لکه د پي ټي اېم د سټېج ملګری شي، ریاست به دا نوی تحریک د دې الزامونو پۀ رڼا کښې ډېر پۀ اسانه کرش کړی شي. هم دغه وجه ده چې د ګوند مشران د پي ټي اېم انداز ته جذباتي وائي. دا ځکه چې ګوند ریاست ته د دې څرګندونې هڅه کوي چې دا تحریک لۀ هغې زړې نظریې سره یو شعوري تعلق نۀ لري. زاړۀ یادونه (memories in the light of socio-psychological theory) نوي واقعات (event theory as applies on the movement of ISIS) لۀ یو بل سره پۀ شعوري کېفیت کښې نۀ دي نغښتي بلکې د جنګ لۀ اوره، د مرګونو لۀ دړده یو را ټوکېدونکی رد عمل دی او د دې ردعمل باید نفسیاتي تحلیل وشي او باید غوښتنې ئې ترسره شي. داسې برېښي لکه عوامي نېشنل ګوند چې ریاست ته پي ټي اېم د ټولنیز اروا پوهني د ټولنیز رویه (collective behavior) تیرې پۀ رڼا کښې پېښوي، فقط پۀ هم دې خاطر چې د ریاست د کاونټر کولو لاره ئې هغه نۀ وي، کومې لارې چې ئې عوامي نېشنل ګوند لیدلې دي. د ګوند لۀ اړخه لۀ پي ټي اېم سره د تعلق ابهام څۀ نورې وجهې خو مونږ تحلیل کولې شو خو د خبرې د اوږدېدلو پۀ خاطر به مونږ اوس دې بل اړخ ته پاملرنه وکړو چې د پي ټي اېم پۀ صفونو کښې هغه کوم لامل دی چې پکښې دغه تعلق ډېر پېچیده ښکاري.

پۀ دې لړ کښې کۀ مونږ اول د پي ټي اېم د اجزا‌ء ترکیبي شننه وکړو نو داسې ښکاري لکه پي ټي اېم چې د څلور قسمه عناصرو نه جوړ وي ـــ اول مهم عنصر چې پۀ هارډ عنصر (hard element) سره ئې نومول ممکن دي، هغه د پښتنو هغه متاثره کورنۍ دي چې د دې دوو لسیزو د جنګ پۀ اور کښې ئې بچي مړۀ، ورک او کورونه وران شوي دي چې پکښې زیات خلق د وزیرستان دي. دوېم عنصر پکښې د قام پرستو ګوندونو لکه عوامي نېشنل ګوند او پښتونخوا ملي عوامي ګوند کارکنان دي. درېم عنصر پکښې د هغو طالبعلمانو دی چې نۀ خو لۀ قام پرست ګوندونو سره تعلق لري، نۀ متاثر دي خو د حالاتو او څۀ تعلیمي موادو د قام پرستۍ یوې تازه تودې جذبې ته راکښلي دي. څلورم پکښې د تېر خلقي تحریک زاړۀ کارکنان او د پاکستاني کمیونسټانو دی. د دې څلور واړو عناصرو د رویو او پر ټولنیز رسنیو د عملیت څخه څرګندېږي چې نۀ خو متاثر خلق د عوامي نېشنل ګوند دومره مخالفت کوي او نۀ نوي طالبعلمان؛ بلکې زیات شمېر پکښې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند، څۀ د پُولې پورې افغانان او باقي کمیونسټان یا پخواني کمیونسټان پۀ دې برید کښې ډېر پېش پېش دي. تر څو چې د پي ټي اېم د اول عنصر خبره ده، اول خو دې خلقو پۀ عوامي نېشنل ګوند پسې داسې بد رد وئیلي هم نۀ دي چې تر لیک لاندې ئې څوک راوړي، بلکې کۀ دوي څۀ وائي هم، باید چې بد نۀ وګڼل شي. هغه ځکه چې لۀ بنیادي حقونو محروم ساتل شوي خلق، د جنګ پۀ اور کښې سوي خلق، لۀ پارلېماني طرز سیاست نه ناخبر خلق، لۀ عملي سیاسي اختلاف، لۀ ګوندیز اختلاف سره نابلد خلق، تر ټولو نه زیات خُوږ خلق کۀ څۀ بد ووائي هم باید د سائیل صاحب سندره ورته زمزمه شي، ‘نن راته کنځل وکړه کنځلو ته مې زړۀ شوی’ ــــ بلکې حقیقت هم دا دی چې د دې خلقو رویه د پارلېماني سیاست پۀ اړه ډېره زیاته مثبته ده. د کمیونسټانو پۀ اړه خو سړی د رهبر تحریک هغه یوه خبره د ځواب پۀ حېث راوړلې شي چې دې خلقو ټول عمر لکه وېنۀ د نورو خلقو تحریکونه خوړلي؛ دلته ئې هم دغه موخه ښکاري چې د ریاست پۀ ځای د پي ټي اېم مزاحمتي رویه عوامي نېشنل ګوند ته مخامخ کړي. پۀ نتیجه کښې به ئې عوامي نېشنل ګوند لږ کمزوری شي یا ډېر، خو پۀ اولس کښې جرړي نۀ لرونکي د دې نوي تحریک به بېخ وباسي. خو تر ټولو مهم سوال د یوقام پرست پارلېماني ګوند پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ د کارکنانو پۀ اړه را منځ ته کېږي چې اخر دا خلق ولې د عوامي نېشنل ګوند مشران او اکابرین ښکنځي؟ زما پۀ خیال د دې ګوند د تهیري (theory) فلسفیانه تحلیل هم ممکن دی او تاریخي طور جوړ کړل شوی ټولنیز نفسیاتي تحلیل هم. مونږ به دلته د نېپ او د بهټو دور ته نۀ ځو، د ارواپوهنې او فلسفې د inferiority complex د جوړښت، وجوهات او د هغه انعکاس هاغه بحث ته هم نۀ ځو چې تاریخي طور پۀ یو فرد، خاندان، قبیله، تنظیم څنګه اثر اندازه کېږي او څنګه ئې اظهار کېږي. پۀ یو قبائیلي ذهن کښې چې شخصي ذهني الجهن کله منځ ته راشي هغه چې د یو تنظیم د تهیري برخه ګرځي، هغه چې د کارکنانو د نفسیاتو جوړښت څنګه کوي؛ دا بحث به هم د سائنسي ډېټا ټولولو او تحقیقي کار ته پرېږدو چې لۀ وخت سره به ئې اولس ته وړاندي کړو. اوس به مونږ د دې ګوند د کارکنانو د عوامي نېشنل ګوند پۀ اړه غصه ناکه، تربورناکه قبائیلي رویه او پر ټولنیزو رسنیو د پي ټي اېم پۀ لستوڼي کښې د عوامي نېشنل ګوند مشران ښکنځل هم نۀ تحلیل کوو. فقط د یو نوي تقریر چې د انتخابي کېمپېن پۀ سلسله کښې پۀ پښتون اباد کوئټه کښې د دې ګوند مشر محترم محمودخان اڅکزی صاحب یوې غونډي ته وکړ او د یوې مرکې ذکر به وکړو چې پکښې پۀ تېره اونۍ کښې د بي بي سي یو خبریال خدای نور ناصر ته ئې ورکوله ــــ د تقریر خبره خو داوه چې ‘کۀ زما پر بچو دهماکه وشوه، بیا پسې هغه ځای ته ځو چرته چې دا حمله پلان شوې وي’ او پۀ مرکه کښې ښاغلي ووئيل چې ‘کۀ پۀ انتخاباتو کښې زمونږه مخه ونیول شوه، بیا لۀ مونږه پارلېماني سیاست پاته دی’ ـــ دا دوه بیانونه د مېپ کارکنانو پر ټولنیزو رسنیو د عوامي نېشنل ګوند پۀ نیوکه کښې د پېغور پۀ حېث داسي خپور کړل لکه چې ډېره غټه سیاسي لاس ته راوړنه شوې وي. هغوي ملامت هم نۀ وو، ځکه چې د خپل ګوند اپروچ د پي ټي اېم لۀ اپروچ سره پۀ ورته کولو کښې دې وګړو ته دا دوه بیانونه کافي ښکارېدل.

د اول بیان پۀ اړه خو مونږ هم دا وئیلی شو چې شکر دی چې د ترهګرۍ د دې دوو لسیزو د جنګ پۀ اور کښې داسې څوک نۀ دی مړ چې دا ګوند ئې بچي وګڼي او خدای دې داسې کوي هم نۀ، ځکه چې د داسې جنازو پورته کولو نوعیت د قبائیلي بدیو لۀ جنازو پورته کولو ډېر توپیر لري. خو البته دا دوېمه خبره ډېره زیاته مهمه ده، هغه ځکه چې پي ټي اېم یو اړخ ته کله چې څلوېښت کلن پارلېماني ګوند د پارلېماني سیاست د پرېږدلو خبره کوي او هغه پۀ ډېر فخر سره د ټولنیز رسنیو ښائست ګرځي، کۀ ټول نۀ کړو یاد، لۀ دې نه کم از کم د بعضو پښتنو د پارلېماني سیاست پۀ اړه نفسیات څرګندېږي. داسې برېښي لکه چې د دې پښتنو پۀ نفسیاتو کښې پارلېماني سیاست د باچهي کولو، پېسې ګټلو، پۀ ریاستي هيژاموني کښې د ځای موندلو، قوت تر لاسه کولو نېغه او اسانه لاره وي او د دې پۀ ضد مزاحمتي لاره خپلولو او د ریاست پۀ پالیسیو باندې تنقیدونه کول ډېر ګران او مشکل کار وي. او دا خبره تر ډېره حده درسته هم ده چې پارلېماني سیاست د باچهي کولو اسانه لار ده خو شرط پکښې دا دی چې سیاسي اهداف، سیاسي منشور د ریاستي پروژې برخه وي؛ خو پۀ یو اېنټي امپېریلسټ پروګرام کښې لۀ ریاست نه د اختیار د شوکولو پۀ قام پرست اپروچ کښې د یو محکوم قام مقدمه پۀ پارلېمان کښې د یوې مضبوطې نظریې پۀ رڼا کښې چلول ډېر لوی عزم غواړي. د نظریاتي اصولو پر اساس د محکوم قام، قامي پارلېماني سیاست پۀ ارتقائي اپروچ کښې روزل شوي لوي دماغونه ساړۀ سرونه غواړي چې د هارون بلور شهید غوندې لۀ جنازې پورته کولو پس هم لۀ دښمن سره پۀ سیاسي تبسم کښې وریتې شونډې خندولې شي. عبدالحمید بابا وائي،

لکه پسه چې د خپل سر پۀ اور غاښ سپين که
هسې ما لره لۀ غمه خندا راغله

د محکوم قام مقدمه لۀ پارلېماني لارې هغه ګوندونه چلولې شي چې د نظریې، د ډيکالونائزېشن لۀ تکنیکي تحلیل راوتلي کلتوري موضوعات د یو کالونیل ریاست پۀ سسټم کښې انسټیټیوشنلائز کولو ته سړي، ذهنونه او صلاحیتونه ولري. حقیقت دا دی چې پښتونخوا مېپ د پارلېمان لۀ لارې د خپلې نظريې پۀ انسټيټيوشنلائز کولو کښې داسې لاس ته راوړنې نۀ لري چې خپل کارکن او د اولس مخ ته ئې کېږدي. د خپل امېج د ريکنسټرکټ کولو د پاره د ځوانانو پۀ جذباتي معروض کښې د وخت او موقعې نه ډېره چالاکه فائده اخلي خو بیا هم د یو قام پرستې بیانیې د ژوندۍ ساتلو پۀ خاطر مونږ د دې ګوند د مرکزیت د دائم ساتلو دعا لۀ خدایه غواړو. خو متأسفانه د دې ګوند د لیډرشپ لۀ اړخه دا هڅې چې د پي ټي اېم غوندې نومولو د تحریک د پښتنو د یو تاریخي سل کلن قام پرست مرکز ته مخامخ کړي، ډېر لۀ سیاسي پوهنې خلاصه حکمت عملي وي.

اوس د پي ټي اېم سنجیده مشرانو ته د عوامي نېشنل ګوند هغو ملګرو ته چې لۀ پي ټي اېم سره پۀ شعوري انداز ملګري دي، پر دې ډېر پۀ سړه سینه سوچ کول پۀ کار دي چې څنګه د پي ټي اېم مخه اړوي. عوامي نېشنل ګوند د پښتون قامي تحریک د یو مرکز پۀ حېث کمزوری کول یواځې د یو ریاستي پروژې تکمیل کوي او پۀ یو کالونیل ریاست کښې چې کله د محکوم قام د یو قام پرست مرکز پښې ووهل شي، ډېرې بد ترینې نتیجې زېږوي. د بلوڅو د قام پرستۍ مرکزیت چې پۀ ملا ماتېدی مونږ لیدی او بیا مو ئې د بد ترینو نتیجو مشاهده هم وکړه. د حیدر اباد د سازش کېس د جېل د اخیرنۍ ورځې د رهبر تحریک خان عبدالولي خان لۀ بلوچ مشر ارواښاد خېر بخش مري او میر غوث بخش بزنجو سره د خبرو پۀ رڼا کښې به نن د بلوڅو د قام پرستۍ د تحلیل هڅه نۀ کوو، د شېر محمد بلوڅ د بنیاد پرست ایګرېسیو موقف اثر به هم د بلوڅو د مرکزیت د کمزوري کېدلو د سبب پۀ رڼا کښې نۀ تشریح کوو بلکې د دې تېرو دوو لسیزو قام پرست اپروچ ته به ئې ځیر شو چې کله ئې د ځوانانو جذباتو یو سپین ږېری مشر شهید اکبر خان بګټي اغېزمن کړ، د هغۀ اثرات پر بلوڅو څنګه پرېوتل؟ داسې به څنګه کېدل چې د براهمداغ بګټي او حربیار مري غوندې قام پرست مشران به د یورپ نه تش د ټولنیزو رسنیو پۀ ذریعه پۀ یو میاشتني بیان د خپل محکوم قام مقدمه چلوي؟ د بلوڅو د هم دې راډیکل سټانس سره د ملګرتیا د الزام پۀ رڼا کښې څومره بلوڅ طالبعلمان، ادیبان، پروفېسران، شاعران او قبائیلي او قام پرست سیاسي مشران د مرګونو شومه شول او پر قام مسلط شوي ریاستي ټولیو ټول بلوڅ وطن څنګه د بلا پۀ خولۀ کښې ورکړ. نېپ ماتوونکی بلوڅ، پر خپل موقف لکه د غرۀ ولاړ بلوڅ به ولې د نېپ تېر یادونه د سیاسي مبارزې زرین یادونه ګڼل؟ پۀ دې کښې شک نشته چې جذباتي او انقلابي اپروچ هم کله پۀ لنډ وخت کښې لویه سیاسي لاس ته راوړنه وکړي خو پۀ ارتقائي اپروچ یقین لرونکي خلق د حالاتو مخه د خپلو اهدافو پۀ لور جوړوي. دا اپروچ تر انقلابي اپروچ، د ځان وژنې تر اپروچ ډېر ګران وي. پۀ دې کښې د غني خان خبره ‘عقل مي ایرې شه ستا د پاره د فکرونو نه’، عقلونه ایرې کېږي. بیا د پارلېمان لۀ لارې لاس ته راوړنې ډېر وخت پۀ وخت، قدم پۀ قدم وي. د افغانستان جهاد ته خو رهبرِ تحریک د اویا پۀ لسیزو کښې فساد وئيلی ؤ، پاکستان د دې مجاهدینو پۀ ذریعه افغانستان نیول غواړي، دا خبره خو رهبرِ تحریک د داود جان پۀ وخت کښې کوله چې کله د مجاهدینو مشرانو پۀ پاکستان کښې امامتۍ کولې، خو د طالب تشخص پۀ پښتنو کښې تر 2008 څنګه ؤ او بیا لۀ 2008 نه تر 2013 څنګه شو؟ د طالب د امېج ډيکنسټکرشن د عوامي نېشنل ګوند د مشرانو او کارکنانو د وینو پۀ ډرېډین (Derridean) اپروچ شوی دی؛ دا یواځې د ټولنیز ماحولیاتي ارتقاء نۀ ده او نۀ دې څوک اوسني غږونه تش د حالاتو پېداوار ګڼي.

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …