مونږ به کله راپاڅو؟ – ډاکټر فضل الرحیم مروت

 

مونږ به کله راپاڅو؟

د پښتون افغان اولس د پاره دا سوال ډېر زور او اهم دے چې مونږ به کله راپاڅو؟

د پیر روښان تحریک نه د لوے خوشحال بابا تر مبارزې او بیا هغۀ نه پس لوے افغانستان باندې د انګرېزي استعمار تېري، حملو او د تپلې شوو معاهدو او لاسلیکونو پۀ وجه پښتون او افغان اولس نور هم کشالو سره مخامخ شو. پلرنے هېواد ئې دړې وړې شو، استقلال ئې لۀ لاسه ورکړو او پښتون اولس پۀ خپل جغرافیائي هېواد کښې مختلفو اکائیانو (Units) کښې تقسیم کړے شو.

شلمې پېړۍ کښې د باچاخان تحریک او د خان شهید مبارزې سره یو ځل بیا پښتون اولس د خوبه رابېدار شو خو د دې هلوځلو دوران کښې د مختلفو وجوهاتو لۀ کبله هندوستان تقسیم شو خو لۀ بده مرغه مونږه خپل مرام ترلاسه نۀ کړے شو.

اوس 1978ز کښې افغانستان کښې ثور انقلاب هم د خلق ډیموکراتیک ګوند خپلې نااتفاقۍ،کم عقلۍ او عالمي سازشونو پۀ وجه تقریبا پینځلس لکهه (1,500,000) افغانان ووژل او څلوېښت لکهه بې کور پاکستان، ایران او غربي نړۍ کښې کډوال خوارۀ شول او د افغان پښتون پۀ زمکه هغه تجربې وشوې چې مونږ د سیاست پۀ کتاب کښې نۀ وې لوستې. پاکستان ټول ‘ضدِ انقلاب’ نضهت پۀ خپل ستراتیژیک چوکاټ کښې ځاے کړو او چې څۀ ئې غوښتل، هغه ئې وکړل. زمونږ کلتوري علمي اثاثې نه راواخله تر سیاسي مفکورې پورې او اقتصادي ګټو نه واخله تر هنري ګټو پورې هر شے ئې نیست نابود کړو.

د پاکستان پۀ دوو صوبو کښې تېرو وختونو کښې د قوم پرسته دوه ګوندونو مخلوط حکومتونه هم جوړ شول خو خېبر پښتونخوا حکومت یو لیدلي او نالیدلي زنځیرونو کښې وتړلے شو او تقریباً دولس سوه نه زیات د پارټۍ غړي او کارکنان او مشران ووژلے شول.

اوس چې کومه لوبه د 2018ز الېکشن نه مخکښې روانه ده، هغه یوه داسې ډرامه ښکاري چې کومه ټرېجډي ته نزدې ده. ټول کردارونه (characters) ښکاره دي خو زمونږ څو لیکوالانو نه علاوه نۀ میډیا کښې جرأت شته او نۀ مذهبي ګوندونو او جمهوري قوتونو کښې چې پۀ ښکاره ټول پلاټ (Plot) او د الېکشن نه مخکښې ټګي (Rigging) پۀ ګوته کړي.

پۀ تېرو ورځو پېښور کښې د خونړۍ دهماکې، بنو کښې اکرم خان دراني باندې حملې او د مستونګ هلاکتونو د 2018 ټاکنې د مخکښې نه پۀ وینو سرې کړې. ښکاره خبره ده چې مونږ یو ځل بیا بنده کوڅه (Blind street) کښې راګېر کړے شو؛ دې بندې کوڅې نه به ووځو څنګه؟

اٰیا مونږ ته صرف د الېکشن او عدم تشدد یوه لاره ده؟ مونږ کښې نا اتفاقي ده، مونږ کښې د سیاسي شعور کمي ده، مونږ خپله ګټه نقصان باندې نۀ پوهېږو، مونږه لا اودۀ یو نو خامخا به مونږ ته د الېکشن لاره د ډیموکراسۍ لاره ښکاري او حقیقت هم داسې دے خو لۀ بده مرغه ډیموکراسي دا پُر امنه لاره مونږ ته د وینو ډک دریاب عبور کول دي. د شهیدانو او د مړو د سرونو نه جوړ شوي دېوالونو نه هغې ته راته رسېدل دي نو اوس به مونږ د عدم تشدد بېرغ پۀ لاس د وینو دریاب عبور کوو. د شهیدانو جنازو او قبرونو پۀ ډېرېدو د ووټ صندوق ته رسو.

خو دې کښې بل خوا یوه کنټرولډ میډیا (Controled Media) هم ده او چې څوک با خبره دي هغه لا بې درکه دي او لا مړۀ کړے شوي دي. پۀ داسې حالاتو کښې میډیا بې چاره پۀ رېډیو، ټویټر، وټس اېپ او فېسبوک ته پاتې ده، هغه هم پۀ خاص ورځو کښې بند کړے شي. دوېمه دا چې د 1973 اساسي دستور )ائین( خبرې کېږي چې دې نه مقدس دستاوېز او مقدسه غوا بله نشته ــــ دا څنګه دستاوېز دے چې د ائین او قانون پۀ نظر کښې ټول د پاکستان اولس برابر دے خو پۀ عملي توګه باندې بیا د انصاف کرسۍ باندې ناست او ټېنک باندې ناست خلق دې کښې شامل نۀ دي؟ دوي تنقید او احتساب نه بالا دي، ولې چې دوي د نُور نه پېدا دي او دا باقي مخلق بې چاره د خاورو نه پېدا دي!!! هغه هم شاید لۀ ګنده خاورو نه!!!

د افسوس مقام دا دے چې یویشتمه پېړۍ کښې خلق کوم نه کوم ځاے ته رسېدلي دي لېکن افغان پښتون اولس د بقاء جنګ او فکر کښې دے. زمونږ لا سوچ او فکر یو نۀ دے. لا خو مونږ ناپوهه یو او لا د څۀ څیز پۀ طمع یو ــــ طمع د جنت هم کېدې شي، طمع د پېسو هم کېدې شي او کۀ طمع نۀ وي نو بیا مونږ شاید ډارېږو!!! زمونږ زړونو کښې لات و منات پراتۀ دي، زمونږ سجدې عبث دي، زمونږ زړونو کښې ډار دے ــــ د یو معلوم او نامعلوم دښمن ډار ــــ داسې ډار چې هغه زمونږ پۀ کور، کلي او چم کښې خور دے او مونږ پاڅېدو ته نۀ پرېږدي.

تېرو میاشتو کښې لۀ وزیرستانه یو نضهت د ځوانانو یو واضح موقف سره راپورته شو. د ښو مطالبو باوجود زمونږ زړونو کښې وېره وه چې دا لا څۀ بلا ده؟ اٰیا نوے انقلاب خو نۀ دے؟ نوے تحریک خو نۀ دے؟ اٰیا دا تحریک به ګوند کښې خو نۀ بدلېږي؟ اٰیا اسلام اباد، کراچۍ، لاهور، کوئټه او پېښور کښې د پاور سټرکچر کرسۍ ته نقصان خو نۀ رسوي؟ اٰیا د دوي مرام د ائین چوکاټ کښې دے کۀ مکمل ازادي غواړي؟ دې ټولو سوالونو ما پۀ شان بې زړۀ او زاړۀ خلق پۀ شا کړل او بیا پۀ زړۀ کښې وسوسې راته واچولې شوې چې دا د امریکې اېجنټان دي، دا د هند د پاره کار کوي، بهرني هېوادونو نه پېسې اخلي او د پاکستان ماتېدو سازش کوي.

دې نوي نضهت سره سره فاټا هم خېبر پښتونخوا کښې ضم شوه. ډېر خلق خوشحال او څۀ خلق خفه شول خو دا هم تر دې دمه صرف د لفظونو رد و بدل او څو خوږو خبرو پورې محدود ښکاري. یو سوچه او واضح موقف لا راوتلے نۀ دے او پۀ داسې حال کښې خو به د دې ادغام څۀ فائده مخې ته راتلل نور غېر یقیني شي کۀ د خېبر پښتونخوا صوبائي حکومت د کوم وفاق پرسته ګوند لاس کښې ورشي یا د دغه قبائیلي نوو ضلعو نه د وفاق پرسته سیاسي ګوندونو کاندیدان منتخب کړے شي.

کۀ زمونږ ‘اصلي’ حکمرانانو زړې تکنیکي حربې بیا د نېب او اېنټي کرپشن پۀ شکل کښې سیاست مدارانو ته رامخې ته کړې او دوي ئې مجبور کل چې خپل سرونه پۀ کرښه کېږدي او د یو خاص بېرغ لاندې ودرېږي نو ځکه چې د دې بېرغ بغېر دوي ته د ځان خطره هم ده، د اولاد خطره هم ده او د پېسو خطره هم ده.

جمهوریت (Democracy) نوم پۀ پُر امنه ماحول کښې د عوامي رایې احترام او پۀ ائیني طریقه اول ته اقتدار منتقل کول دي خو دلته مونږ ټول ګورو چې تش پۀ نوم جمهوریت کښې اقتدار چا ته د منتقل کولو پروګرام دے او دا څۀ قسمه جمهوري عمل د پاره پټ او ښکاره هلې ځلې روانې دي. د جمهوریت ټوله پروسه (process) د اولس نه شروع کېږي او پۀ اولس تمامېږي خو دې لوبه کښې د چا خولۀ بنده کړې شي او د چا لاس پښې وتړلې شي نو دا به څنګه جمهوریت وي؟ د افسوس مقام دا دے چې د سترې محکمې (Supreme Court) رېټائرډ جج چې اوس نګران وزیر اعظم او زمونږ صوبه کښې د وزیر اعليٰ پۀ حېثیت ناست دي، خو لۀ بده مرغه دوي هم سپین ته سپین او تور ته تور نۀ شي وئیلے او اخر کښې به زۀ دا ووایم چې:

All the king’s men, all the king’s hores; but where is men?

دې سسټم کښې سړے چرته دے؟

دې کښې اولس چرته دے؟

مونږ به کله راپاڅو؟

ــــــــــ

 

دا هم ولولئ

حکومت موقطه هندکابل – د اسيا پۀ زړۀ کښې سياسي پاڅون – پروفېسر ډاکټر فضل الرحيم مروت

د هند د نيمې وچې مشهور فېلسوف ډاکټر محمد اقبال د افغانستان پۀ حقله وائي: …