پښتو څانګه، اسلامیه کالج پوهنتون، پېښور – عنایت الله بهار

 

 

پۀ دوېم اکتوبر کال 2018 مازيګر څلور نيمې بجې د پېښور پوهنتون پۀ پيوټا هال کښې د زدکړيالو لۀ خوا يو تاريخي يو ورځنے سيمينار راجوړ کړے شو. د ياد سيمينار زياتره منتظمين د فخر افغان باچاخان بابا د فلسفې زلمي سپاهيان وو چې د دې سټډي سرکلونو بنسټ ئې پۀ دوېم اګست کال 2017 کښې اېښے ؤ چې پۀ دې لږه موده کښې ئې ډېرې ګټورې ناستې کړې دي چې څۀ پۀ کښې دا دي:

د پېښور پوهنتون د اوونیز سټډي سرکل

د پنځوسمي ناستې پۀ ویاړ یو ورځنے سییمنار

  1. د قبائيلي سيمو پۀ خېبر پښتونخوا کښې د ورګډولو پۀ اړه د اعجاز مومند سره ناسته
  2. د پښتنو د ټولنيز ژوند او مسائلو پۀ اړه د ظفرخان سره ناسته
  3. “رياست او قلم کاري” پۀ عنوان د ځوان مبارز خان زمان کاکړ سره ناسته
  4. د پښتو ژبې د ماضي، حال او مستقبل پۀ اړه د اباسين ايسپزي سره ناسته
  5. “د نصاب او جهادي مواد” پۀ اړه د افتاب ملا ګوري سره ناسته.
  6. “د باچاخان تعليمي خدمات” پۀ موضوع د ښاغلي ډاکټر سهېل خان سره ناسته
  7. “د طلباء، سياست او تاريخ” پۀ اړه علي خان محسود سره ناسته
  8. ” د پوسټ ماډرنېزم” پۀ موضوع د انورخان اورکزي سره ناسته
  9. “د انساني حقوق او پاکستاني ائين” پۀ موضوع د نورين سفير سره ناسته
  10. ” مېکنزم” پۀ موضوع د ډاکټر شمينه سره يوه ناسته
  11. پۀ پښتنه معاشره کښې د ښځو د وروستو پاتې والي پۀ اړه د ثناء اعجاز سره ناسته
  12. د سي پېک او ترهګرۍ پۀ موضوع د ډاکټر خادم حسېن سره ناسته.
  13. “د پښتو معاصره شاعري” پۀ موضوع د ممتاز اورکزي سره ناسته
  14. ” د پښتنو تاريخ مختلف اړخونه” پۀ موضوع د وکيل خان سره ناست
  15. ازادې مباحثې، ګڼ شمېر وېناوال

ياد سيمينار هم د دغه درنو ناستو يوه کړۍ وه چې مشران مېلمانۀ ئې ډاکټر فضل الرحيم مروت پخوانے وائس چانسلر باچاخان پوهنتون چارسده، ډاکټراعجاز خان د اٰئي اٰر څانګې پېښور پوهنتون پخوانے مشر، ډاکټر خادم حسېن، باچاخان ټرسټ ايجوکېشن فاوندېشن”ــــ دې ښاغلو درې واړو مشرانو مېلمنو اورېدونکو ته پۀ مختلفو موضوعاتو ښې ګټورې خبرې وکړې او وروستو ئې د سوال و جواب سلسله هم جاري وساتله.

پۀ دې پښتنه سيمه د دې بل اور د مړ کولو د پاره، د دې خاورې د حقوقو د ګټلو د پاره، د دې خاورې پۀ وسائلو د دې خاورې د اوسېدونکو د اختيار د پاره نۀ يواځې پښتانۀ مشران بلکې پښتانۀ ځوانان هم لاس پښې وهي. نۀ د خپلو سرونو پرواه کوي او نۀ د خپلو مالونو. د پورته ذکر شوو ټولو موضوعاتو تعلق د دې پښتنې خاورې د دې پښتنو سره دے او څومره ضرورت ئې محسوسيږي. بايد چې پۀ دې سيمه کښې دغه شان د باچاخاني فکر ځوانان پېدا شي او قامي مرام د پاره شپه ورځ کوشش جاري وساتي، د دې خاورې ځوانان راغونډوي او د دې خاورې دانشوران ورته مېلمانۀ کوي او د دې خاورې پۀ سياسي، ادبي، صحافتي، تجارتي، جغرافيائي، معدني او ټولنيزو مسائلو بحثونه مباحثې کوي او د باچاخان بابا فکري فلسفې ته دوام ورکوي.

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …