د اېشیاء زړۀ – اسرار د طورو

 

 

تن دې درست زېر و زبر شه

زړۀ دې مــۀ شــه لـر و بـر عبدالرحمان بابا

زړۀ د بدن د هر اندام د ژوند ضامن ګڼلے شي. د دنيا طبيبان پۀ دې مسئله متفق دي. الفارابي د لسمې ميلادي پېړۍ تر نيمې يو داسې ترکي النسل فلسفي ؤ چې هغه د خپل سياسي ښار مثال انساني جسم سره ورکړے دے چې ناظم يا مشر ئې د اندامونو د مربوط ساتلو د پاره لکه د زړۀ کار کوي .د احاديثو پۀ رڼا کښې هم زړۀ د ټول وجود د اصلاح يا فساد باعث جوړېږي.

د پاکستان مصور چې د اردو او فارسۍ ښۀ شاعر ؤ، هغۀ ملت افغان ‘د اېشياء زړۀ’ ګڼلو. د دې ملت فساد ئې د اېشياء فساد او تعمير ئې د اېشياء تعمير منلو.

پښتانۀ کۀ پۀ افغانستان کښې دي کۀ پۀ خېبر پښتونخوا کښې دي ، دوي کۀ پۀ بلوچستان کښې دي کۀ پۀ کراچۍ کښې دي، يو ملت او يو قام دے. د دوي دين اسلام دے، ژبه ئې پښتو ده، پۀ دوه ملکونو پاکستان او افغانستان کښې اوسي. دواړه ملکونه اسلامي دي. د دواړو ملکونو ښۀ تعلقات به د امن او ترقۍ لار سمه کړي. ګاونډ چې ښۀ وي نو د کور برکت ډېر شي.

د يو ملک با اثره او زوره وره طبقه پۀ جبر يا پۀ چل ول او دهوکه يا فرېب د څۀ وخت د پاره د اقتدار پۀ راج محل قبضه کولې شي خو د قام قبيلو پۀ زړونو حکومت نۀ شي کولے. د دروغو مزے لنډ وي، اخر غلا پيازه شي. پۀ زړونو حکومت مينه، خلوص او خدمت غواړي. پۀ دنيا کښې داسې قامي رهبران وو او نن هم شته چې هغوي د قامونو د خدمت پۀ وجه د اولسونو پۀ زړونو کښې ناست دي او خلق ورسره مينه کوي.

ژوندي قامونه د خپلو خادمانو ، رهبرانو او محسنانو پۀ ژوند قدر کوي. د مړ ضمير او ګنده اخلاقو حاکمان د قام د ازادۍ ، سوکالۍ او خوشحالۍ د پاره اواز پورته کوونکي اوعملي اقدامات کوونکي نۀ زغمي نو د اليکټرانک او پرنټ ميډيا نه علاوه پۀ عوامي سازشي ژبو ورپسې هم پروپېګنډې کوي د سکول ، مدرسې، پوهنځو او پوهنتون پۀ نصاب تعليم کښې د تاريخي حقيقتونو پۀ مخ د خود ساخته تاريخ تورکي پورې کړي. د اصل پۀ ځاے نقل د بچو مخې ته کېږدي، خپل قام ګمراه کړي. د څو کالو د اقتدار د پاره خپل اولس او ملک تباه کړي. عن چې ناروا قتلونه کوي. متوازي تخريبي تنظيمونه جوړکړي او د ټولنې فعال غړي بې دريغه وژني . عدالتونه بدنام کړي او پۀ عالمي سطح ځان او قام د بام نه ښکته را ګزار کړي. دا خلق د قام د عزت او عروج نه بې نيازه وي .

هر هغه سړے چې ګټه نۀ کوي او خرچ کوي د پولۍ پړق ته کښيني، مقروض شي، قرض ادا کولے نۀ شي نو بې اٰبه شي اعتبار بائيلي بيا سوال کوي. خېرات خورشي، هر چا ته جولۍ غوړوي. دغه حال د قامونو او ملکونو دے. کله چې د ملک حاکمان نالائق وي، د پېسو حرص ئې زيات وي، ځان ويني جهان نۀ ويني نو هغوي ملک هم تباه کړي او ځان هم هلاک کړي. د ګټې وټې مارکيټ ته ئې لاس نۀ رسي، خارجه پاليسي ئې بې خونده وي، داخله پاليسي ئې بې مزې وي، پۀ کور او بهر ناکام وي.

مونږ د قام دوست مشرانو او حاکمانو د ښۀ خدماتو نه محروم يو. دا حرمان د هغه ناجغه قوتونو د لاسه دے چې پۀ اقتدار پۀ اوچ زور قابض وي او لمحه پۀ لمحه د زوال د جهنم کندې ته روان دي لوئېږي. زمونږ پۀ دې وطن کښې مختلف قامونه او رنګا رنګ ژبې دي .اسلام د ټولو دين دے، پۀ دين کښې د قامونو د وحدت اسباب شته خو کۀ سياسي مشران او د مذهبونو وکيلان پۀ علمي تحقيق او هنرى شعور د انسانيت د سوکالۍ او خوشحالۍ پۀ عنديه کار کولو ته چمتو شي نو قامونه د توحيد پۀ عقيده منظم او متحد کولے شي. يو به شي او ترقي به وکړي.

دا نظريه چې اکثريتي صوبه دې د کم شمېره صوبو سياسي او معاشي استحصال کوي نو پۀ دې نظريه ملک هېچرې ترقي نۀ شي کولے. کۀ د کوتک او ټوپک پۀ زور اولس محکوم ساتل مستحکم نظام راوړے شوے نو انګرېزان به د باچاخان غوندې دبې توپ و تفنګ او د عدم تشدد د فوځونو د سالار مبارزې ته ټېنګ شوي وو. دغه شکست خورده طاقت د علم او هنر تحقيق پۀ ډپه ختلے ؤ خو د ابليسن پۀ شان ئې شېطاني ساحري وکړه او د ازاد کړي ملکونو حکومتونه ئې مسلسل جنګونو او نفرتونو کښې بوخت پرېښودل. بل دا چې دغه حکومت پۀ غلام هندوستان کښې د زمکو پۀ خاوندانو کښې پۀ پيرانو، بزرګانو او ستانه دارو کښې، پۀ ديني عالمانو او مشرانو کښې، پۀ انګرېزي تعليم يافته صاحبانو کښې، پۀ فلسفيانو، مفکرانو، دانشورانو کښې، پۀ شاعرانو، اديبانو، ليکوالو او واعظانو کښې داسې عناصر پېدا کړي وو چې هغوي به د ازادۍ د مبارزينو پۀ مقابله کښې د سامراج نېغ پۀ نېغه يا بالواسطه حمايت کولو. انګرېزانو به دوي له مراعات ورکول. زمکې، نغدې پېسې، عهدې، د نواب، خان بهادر، ملک ، سر وغېره خطابونه به ئې ورکول.

دغه وفادار خلق پۀ ترقۍ وو. پۀ وطن کښې حکومت ته د امدنۍ ضرورت ؤ. عالمي مارکيټ ته د خام مال د رسولو د پاره انګرېزانو زراعت ته پام ګرځولے ؤ، د نهرونو نظام ئې جوړکړے ؤ، دې سره د مالک او کسان طبقې ئې منځ ته راوستې. دا طبقې انګرېزانو د کافي غور نه پس جوړې کړې وې. د 1890 نه تر1941 د پنجاب وسيع علاقې اوبۀ کړې شوې. د ماليې او ټېکس د حاصلولو د پاره د شمار مالکان د سامراج پۀ مفاد کښې وو نو دا يوه طبقه جاګېرداره جوړه شوه. دا بختوره خوش نصيبه طبقه د سامراج منظور نظر وه. غلامي پۀ دوي ښاده وه . پۀ غلامۍ کښې خوشحاله وو.

بله طبقه د کسان مزدور وه. هغوي د مالک پۀ زمکو کښې کرل رېبل کول او پۀ کړا غړا به ئې ژوند تېرولو. دا خلق پۀ شمار ډېر زيات وو خو د مال او ثروت نه محروم وو نو مجبوراً د مالک محکوم وو او د سامراج پۀ مرضۍ به ترې کار اخستے شو. د تعليم نه محروم وو. دا معاشياتو ځپلے اولس د خپلو بنيادي حقونو نه بې خبره ؤ. دا نظام اوس هم جاري دے. ګو کۀ څۀ قدرې رڼا راغلې ده.

پاکستان کۀ د کروندې ملک دے، جاګېرداري نظام دلته هم دے. څۀ اصلاحات شوي دي خو ناکافي دي. سرمايه داري هم شته، کارخانې دي، د کارخانو مالکان او مزدوران دي. دا طبقې هم اصلاحات غواړي. خوشحالي د ملک او قوم داستحکام دپاره يو اشد ضرورت دے. چې خوشحالي نۀ وي نو بد امني شي. د ملک انتظامي ادارې چې با اختياره وي او د مالي بحران پۀ دباو کښې نۀ وي نو ادارې به قام ته فائدې رسوي. د فوځ اهميت مسلم دے، پۀ دې محکمه زيات خرچ کېږي نو حکومت له پکار دي چې د قام افرادي قوت له تعليم او تربيت ورکړي .د هنر د زدکړې انتظام وکړي. د ګټې وټې وسائل نر ښځو ته مهيا کړي چې ملکي اخراجات پوره کوي او قرض نۀ غواړي.

د فوځ پۀ دې ملک کښې د معاشي پېداوار خپل څۀ نا څۀ ذرائع هم شته او دا ذرائع پېداوار زياتوي. د امن پۀ زمانه کښې ځوانان د Random activity پۀ ځاے پېداواري حرکات هم کولے شي. د ډېمونو د جوړولو پۀ منصوبو کښې عام زلمي او ځوانان او د حکومتي ادارو ځينې فارغ اراکين د فوځ او پوليس ځوانان او طالب علمان د Self-Help پۀ نظريه عمل کولے شي.کار کول خو عار نۀ دے، بې کاري مرض دے .

د مدينې خبره کېږي، د جنګ خندق واقعه تاريخ محفوظه کړې ده. پۀ خپله حضرت محمد صلي الله علېه وسلم پۀ دغه خندق کنستلو کښې د ټولو نه سخت کاڼے يا ګټ پۀ خپلو لاسونو مات کړے ؤ. زمونږ اقا صلي الله علېه وسلم او د هغوي اصحابه رضوان الله علېهم اجمعين د محنت او مشقت عادت وو. زمونږ فوځي جرنېلان او سپاهيان هم د هرقسم مشقت نه غاړه نۀ رغړوي. د پاکستان د هرې صوبې عام و خاص خلق عموماً زيار باسونکي دي .

پښتانۀ هم پۀ مټو نران دي . د دنيا پۀ ګڼو ملکونو کښې زمونږ د قام بچي محنت او مشقت کوي. کۀ حکومت ورته لار پرانسته نو پۀ غلا به نۀ ځي پۀ رضا به ځي او زرمبادله به ګټي، د ملک مالي پنګې سره به لاس کوي . نن د پښتنو د اتحاد ډېر ضرورت دے. د کرښې نه دې خوا د خېبر پښتونخوا د قانوني ضلعو او د قبائيلو د بلوچستان د پښتنو د پاکستان د يوې مضبوطې صوبې وجود به د پاکستان پۀ سياسي او معاشي مېدان کښې اهم رول ادا کړي. نن هم د صوبې د وزير خوراک مطابق دې صوبې پۀ خپلو وسائلو د خپل ضرورت غنم واخستل او بې قرض پور پۀ کور پوره شو، دا مړنے قوم دے، پۀ عالمي خوشحاله ژوند (Global prosperity) کښې خپله ونډه اچولې شي خو د محنت، مشقت مزدورۍ اشر علم ، هنر، تجارت او خدمت موقع ورکول غواړي. دا د وژلواو ضائع کولو قام نۀ دے، . د اېشياء زړۀ دے. زړۀ چې مړ شي نو ټول اندامونه به مړۀ شي .

مجهے يه ډر هے دل زنده تو نه مر جائے

که زندگانى عبارت هے تيرے جينے سے

خواجه ميردرد

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …