عجيبه سړے (خاکه) – ګل محمد بېتاب

 

[دا خاکه د پښتون د جولایـۍ 2017ز ګڼه کښې د اووهٔ شپېتم نه تر اویایم مخونو باندې نیمه چاپ شوې وه او پاتې نیمه برخه ئې نهٔ وه ترلاسه شوې. پهٔ ترلاسه کېدو ئې دې یادګیرنې سره ستاسو د لوست ذوق ته سپارو ــــ پښتون]

د دوستانو د کتابونو پۀ حقله به ئې کله کله دلچسپې تبصرې هم کولې. لکه چا ترې تپوس کړے ؤ چې د پرېشان خټک صاحب کتاب "پشتون کون؟" څنګه دے؟ نو وې وئيل، "کتاب ښۀ دے خو چې پۀ کومه ژبه کښې ليکلے شوے دے، دا د ماضي اردو نۀ ده. دا د حال هم نۀ ده، دا د مستقبل اردو ده."

مخامخ به ئې بنده ته ښه سپينه خبره هم کوله. لکه يو ځل ترې ډاکټر زبېر حسرت پوښتنه کړې وه چې زما او صاحب شاه صابر صاحب پۀ باره کښې مو څۀ خيال دے؟ نو ور ته ئې وئيلي وو، "تا ته چې بنده وګوري نو ښکلے ښکارې. زړۀ ئې غواړي چې تاسره دې مجلس اوږد کړي خو چې ستا خبرې واوري نو رو رو ئې درنه زړۀ تور شي." د دۀ يو کتاب چې "غزل زار" نوم ئې ؤ، پۀ حقله ئې وئيلي وو، "پۀ کتاب کښې چې هر څۀ وي هغه پۀ خپل ځاے، خو ټائټل ئې داسې دے چې ما پۀ المارۍ کښې تاله کړے دے، هسې نۀ چې بچي مې وويني، زړۀ کښې به وائي چې پلار مو پۀ دې عمر کښې داسې کتابونه ګوري!!!"

د ميا صاحب يو بل مينه وال او معتقد ډاکټر عرفان خټک ورله يو ځل خپله د افسانو مجموعه د سريزې ليکلو دپاره ور وړې وه. د اوړي موسم ؤ او ګرمي پۀ زور کښې وه. پۀ غرمه کښې کور ته ورغلے ؤ. کله چې ميا صاحب د کوره راووتو نو عرفان خټک صاحب ورته ووې، "ميا صاحب! زما د افسانو پۀ کتاب به راله څۀ وليکئ؟" ميا صاحب چې ترې مسوده واخسته او ورته ئې ووې، "ستا د دې کتاب څۀ نوم دے؟" عرفان خټک ورته ووې، "څپېړې"ـــ ميا صاحب ور ته ووې، "يه هلکه! نو تۀ دې ګرمۍ ته نۀ ګورې چې خپلو مشرانو له "څپېړې" ورکوې؟ پۀ سره غرمه دې د ارام نه وويستم."

کۀ هم څۀ د صبر زغم خاوند ؤ او د اکثرو خلقو پۀ زياتي به غلے کېدو، خو بيا هم انسان ؤ او تر څۀ حده انتقامي جذبه هم پکښې وه. يوه موده به دۀ خواوشا دوو کالو پورې رېډيو له مزاحيه ليکل کول چې پۀ خپل مخصوص انداز کښې به ئې اورول. دغه پروګرام ډېر مقبول شوے ؤ. وروستو به بيا يو بل مزاحيه پروګرام کښې د پښتو نامتو کاميډين اداکار قاضي مُلا د هغۀ پېښې کولې. يو ځل ئې سوال جواب راولېږلو چې هر څوک زما چې پېښې کوي هغه منع کړئ. پروډيوسر قاضي مُلا ته ووې خو هغه منع نۀ شو. تقويم صاحب معلومات ترلاسه کول چې دا څوک زما پېښې کوي؟ چا ور ته ووې، "نور خبر نۀ يم خو دغه پروګرام يو قاضي مُلا او بل قاضي خامس دے، دواړه کاميډي اداکاران دي، نۀ شم وئيلے چې اوس کوم يو به دا کار کوي؟

ميا صاحب پۀ دې ټس کښې پۀ خپل دوست رشيد باچا "قاضي خامس" د پېښور نه د ټوپۍ کالج ته بدل کړو او اخر چې هغه پۀ منډو ترړو او سفارشونو رشيد باچا ته ورسېدو نو هغۀ ور ته ووې، "ټيک ده، خو تۀ هم پۀ ريډيو د مشرانو پېښې مۀ کوه!" دغلته ورته خامس صاحب وضاحت وکړو چې دا خو زۀ نۀ قاضي مُلا کوي. قاضي مُلا به دا خبره ډېره پۀ خندا کوله چې د پښتو متل غلط ثابت شو چې "د کانګړې پۀ ټس کښې لاړې بټګرامه"، قاضي خامس د کانګړې اوسېدونکے دے، پکار وه چې د دۀ پۀ ټس کښې ما وهل خوړلي وو، خو زما پۀ سر کښې دے ووهلے شو.

د ليک، لوست، تعليم، ليکوالانو او استاذانو پۀ حقله ئې ډېرې دلچسپې خبرې مشهورې دي. د پښتو اکيډمۍ پخواني ډائريکټر او نوموړي ليکوال نواز طائر صاحب ترې يو ځل تپوس کړے ؤ چې ميا صاحب! تاسو ډاکټر اختر له د پي اېچ ډي ډګري ورکړه خو اٰيا….. هغه د دې قابل دے؟ نو ميا صاحب ورته پۀ جواب کښې ووې، "طائر صاحب! ډګري ئې واخسته، علم به ورسره راشي."

لطف الله خوشنوي د ته ئې يو ځل مسوده د کتابت د پاره ورکړې وه. لطف الله ورته ووې، "ميا صاحب! دا يو ټکے دې پکښې بې ځايه ليکلے دے." ميا صاحب ورته پۀ جواب کښې ووې، "لطف الله! بنده چې زوړ شي نو ټکے سم ځاے ته نۀ شي رسولے."

دغسې يو ملګري ورله کتاب د سريزې ليکلو د پاره وړے ؤ. هغۀ ته ئې وئيلي وو چې پېسې پکښې شته کۀ نۀ؟ هغۀ وې نه، ثواب به دې وشي. ميا صاحب ورته ووې، "د ثواب دپاره به دوه رکته نفل وکړم."

ځلان مومند ورته د يو ملګري د پاره سفارش کړے ؤ چې فيس ورته معاف کړي. پۀ جواب کښې ئې ورته وئيلي وو چې زمونږ د يونيورسټۍ څۀ نامه ده؟ هغۀ ورته ووې "الخېر" ـــ ميا صاحب ووې، "بس خېر ته ناست يو نو." دغه وخت ميا صاحب الخېر يونيورسټۍ کښې ؤ.

کله چې ګورنر فضل حق صوبه کښې د ليکوالانو پۀ غوښتنه د پينځم جماعته پورې د پښتنو علاقو کښې د پښتو لازمي کولو فېصله وکړه نو ميا تقويم الحق صاحب دې له کورس تيار کړو او د پرائمري استاذانو ته ئې د دې ترغيب ورکولو. دې سلسله کښې بنو ته تللے ؤ او هلته ئې استاذانو ته د پښتو ژبې پۀ اهمیت خبرې کولې، چې دې کښې یو د پرائمري استاذ راپورته شو اور ته ئې ووې، "مونږه دا کار نۀ شو کولے، اس سے ہمارا  اردو  خراب ہو جائے گا." میا صاحب ورته سمدسي جواب ورکړو، "تمہاری اردو  اس سے زیاده خراب نہیں ہوسکتی، ځکه چې د "ہماری اردو" پۀ ځاے "ہمارا  اردو" وائې، نوره به څۀ توره ووهې؟"

د تحقیق او تنقید سره تر اوږدې مودې پورې د تعلق پۀ سلسله کښې ئې ګڼې قلمي مسودې د نظره تېرې شوې وې او دا شوق ئې هم لرلو چې کۀ نورې څۀ نایابه مسودې چرته ومومي. دې سلسله کښې د وزیرستان کاڼیګرم ته رسېدلے ؤ او هلته ورته معلومه شوې وه چې دلته د چا سره یو کتاب شته چې د هغوي د نیکونو د زمانې دے، خو چا ته ئې نۀ ښائي او نۀ ئې چا له ورکوي. میا صاحب پۀ څۀ چل زور او سفارش دغه کتاب ته رسېدلے ؤ. دا کتاب د میا صاحب پۀ قول لس اتو کپړو کښې تاو پروت ؤ او چې هره کپړه به ئې ترې لرې کوله ما به زړۀ کښې وئیل چې دا به ضرور د پیر روښان یا د هغۀ د اولاد قلمي مسوده وي ـــ خو چې کپړې مې ترې لرې کړې او ما له ئې کتاب راکړو نو هغه د اخون دروېزه "مخزن اسلام" ؤ.

نور ئې هم داسې ډېر واقعات شته چې یو بل ته یاد دي، خو څۀ د لیکلو نۀ دي او څۀ تر ما نۀ دي رارسېدلي. البته دا خبره ټول مني چې میا صاحب یو صاف زړے انسان ؤ. پۀ رښتیا معنو کښې عالم ؤ. د خپل علم پۀ قدر پوهېدو. د علم تږو له ګودر ؤ خو ورسره د امام شافعي دا قول ئې هم پۀ نظر کښې ؤ چې څوک نا اهلو ته علم ورکوي نو دا داسې ده لکه د خر پۀ غاړه کښې چې د ملغلرو هار اچوي.

میا صاحب د خپل علم او عمل پۀ وجه مستجاب الدعوات ؤ. درې دعاګانې ئې پۀ ژوند کښې غوښتې وې چې هغه دا دي: الله تعاليٰ دې راله پۀ پېښور ښار کښې خپل کور راکړي ځکه کۀ پۀ ښار کښې د چا ډېر بې تکلفه دوست وي نو هم د ډېر تګ راتګ پۀ وجه ترې تنګ شي ـــ دوېم دا چې زما بچي دې زما پۀ ژوند کامیاب شي او درېم دا چې الله تعاليٰ دې ما پۀ داسې بد مرض نۀ پرېباسي چې بچي مې خدمت نۀ شي کولے او د دعا پۀ ځاے ورته ښېرې کوم.

دا درې واړه دعاګانې ئې الله تعاليٰ قبولې کړې وې. ښار کښې ئې یونیورسټۍ سره نزدې خپل کور کړے ؤ، بچي ئې ټول د دۀ پۀ ژوند لوے ډاکټران وو او مرض ئې هم څۀ داسې نۀ ؤ چې د چا د خدمت دې محتاجه شوے وي. اخر دا لوے عالم، ممتاز، ناویاته لیکوال او عجیبه سړے د حق پۀ لور لاړو، خو یادونه به ئې تل ژوندي وي.

 

ممتاز علي خان او ډاکټر همایون هما ئې د مشرۍ استاذۍ او دوستۍ حق ادا کړے او د دوي لیکلې مختلفې علمي مقالې، مضمونونه، خاکې، افسانې، سریزې او څو خطونه ئې د "غوره لیکونه" پۀ نامه کتاب کښې چاپ کړي دي. خو ډېر څۀ ئې ناچاپه پراتۀ دي. باید بل څوک راوړاندې شي او د سید تقویم الحق دا ملغلرې د تل د پاره پۀ کتابي صورت کښې محفوظ کړي.

دا هم ولولئ

د ځنې متلونو تنقيدي جاج – انور نګار

متل د عربۍ ژبې تورے دے چې مثل، مثال يادېږي. امثال ئې جمع ده. پۀ …