د پښتنو خېر خواه ولي خان – جهاد ګل کتوزے

تاريخ د دې خبرې ګواهي ورکوي چې هر کله يو شخصيت پۀ څۀ لقب نمانځلے شي نو د هغې لقب سره تړلي خصوصيات به پۀ دغه شخصيت کښې موجود وي. کۀ هغه مذهبي شخصيت وي، کۀ سياسي، ادبي يا د ژوند هرې طبقې سره تعلق ساتي. د مثال پۀ توګه رحمان بابا شاعر “انسانيت” بللے شي. او واقعي چې هغه د دغې لقب جوګه دے. دغه رنګ باچاخان بابا د “فخر افغان” د لقب مستحق دے. حمزه خان شينواري ته د “باباے غزل” وئيلے شي نو هغۀ کښې دغه صفت موجود دے. دغه رنګ ځينې خلق شمس العلماء او حکيم الامت لقبونه لري. دغه ټولو شخصيتونو ته چې کوم لقبونه ورکړے شوي دي نو کۀ چرې دوي کښې د دغه لقبونو خصوصيات نۀ وو نو هرګز به پرې مشهور شوي نۀ وو، بلکې د خلقو د خندا او اعتراض ښکار شوي به وو.

خان عبدالولي خان چونکې د پښتنو داسې يو لارښود او رهبر تېر شوے دے چې د هغوي د سپېڅلي سياست دښمنان هم قائل وو. او ورته پۀ درنه سترګه ګوري او هغه ټول خصوصيات د دوي پۀ شخصيت کښې موجود وو کوم چې د يو ملي رهبر د پاره ضروري وي. ځکه د چا دا وېنا ده چې

زما د سوچ نخښې پۀ کښې دي

ګلابه ځکه دې پۀ جېب کښې ګرځومه

نو ځکه پښتنو خان عبدالولي خان ته د “ملي رهبر” لقب ورکړو. اوس کۀ دا لقب يو غېر مستحق سړي ته ورکړے شي نو نتيجه به ئې دا شي چې د خلقو د خندا به شي او ځان به سپک کړي او بل خوا به دا عظيم لقب هم سپک کړي.

چې ستي پۀ خپله خاوره ؤ پتنګ ؤ

سپينلے د خپل اولس پۀ نام و ننګ ؤ

خداے بخښلي باچاخان بابا له خداے پاک درې زامن ورکړي وو او درې واړه د خپلو خپلو مېدانونو شهسواران وو. عبدالعلي خان يو نوموړے ماهرِ تعليم ؤ. “ليونے فلسفي” غني خان خو د ګڼو صفتونو مالک ؤ. مصور ؤ، فلسفي ؤ، انجنئير ؤ، سائنسدان ؤ، شاعر ؤ، اديب ؤ خو پۀ کوم مېدان کښې چې دوي شهرت او نوم ګټلے دے نو هغه د شعر و ادب مېدان دے.

دغه شان عبدالولي خان يو نامتو او بې لوثه سياستدان ؤ چې د سياسي مېدان يو بې مثاله شهسوار ؤ او دوستان څۀ چې دښمنان ئې هم د پاک او سپېڅلي سياست اعتراف کوي. خان بابا د يو قوم پرست سياستدان پۀ حېثيت خپل ټول ژوند د پښتون قام د ازادۍ، سوکالۍ او حقوقو تر لاسه کولو د پاره وقف کړے ؤ.

د اېشياء د عظمتونو ځوانه!

د پښتونخوا د دنګو غرونو ځوانه!

سر کړه را پورته خپل وطن وګوره!

نمر دے ختلے د خوبونو ځوانه!

پۀ مختلفو مارشل لاء حکومتونو کښې څو څو ځله دوي ته شوي د صدارت او وزارت عظمٰي پېشکشونه ئې پۀ دې وجه رد کړي وو چې دۀ دا عهدې د غدارۍ مترادف ګڼلې دي. حالانکې د اقتدار واګې تر لاسه کولو د پاره سياستدانانو څۀ څۀ نۀ دي کړي او کومې کومې حربې ئې نۀ دي استعمال کړې، خو عبدالولي خان د اقتدار پۀ تخت د کښېناستو پۀ مقابله کښې د خپل قام سره پۀ خاورو کښې ناسته خوښه کړې ده او د فوځي حکومت خلاف ئې د جمهوريت مرسته کړې ده. دا عظيم شخصيت يواځې سياستدان نۀ ؤ بلکې يو مورخ او محقق هم ؤ. د “باچاخان او خدائي خدمتګار” پۀ نوم ئې پۀ څلورو جلدونو کښې ډېر اهم او تاريخي کتاب ليکلے دے چې د فخرِ اېشيا فخرِ افغان باچاخان بابا او د هغوي د سرخپوشو ملګرو د سياسي ژوند تاريخ ئې محفوظ کړے دے او د پښتنو پۀ سياسي او معاشرتي ژوند کښې د يو اهم دستاويز حېثيت لري.

د دې نه علاوه د “رښتيا رښتيا دي” پۀ نوم ولي خان بابا چې کوم کتاب ليکلے دے، د هغې مطالعه د غېر متعصب لوستونکي رڼا کښې داسې حقائقو ته پرده پورته کړې شوې ده، کوم چې د تعصب، دروغو، بې ايمانۍ او غرض د پاره د ټولې نړۍ پۀ عموماً او د پښتنو پۀ خصوصاً پټ ساتلے شوے ؤ او هغه تنخا خوارۀ اېجنټان او تالي څټ ئې پۀ ډاګه کړي دي چا چې د انګرېز سامراج چاپلوسي او چمچه توب کړے ؤ او پښتانۀ ئې پۀ تيرو کښې د ساتلو د پاره او د انګرېز د خوشحالولو د پاره مشهور کړي وو چې.

سبق د مدرسې وائي

د پاره د پېسې وائي

جنت کښې به ئې ځاے نۀ وي

دوزخ کښې به غوټې وهي

خان عبدالولي خان د پښتون قوم يو نۀ خرڅېدونکے، نۀ ټېټيډونکے او نۀ وېرېدونکے شخصيت ؤ. پښتنو ته چې کۀ هم څۀ سياسي، معاشرتي يا قومي لانجه پېښه شوې ده، دوي د هغې پۀ حل کولو کښې ډېر اهم کردار ادا کړے دے. د افغان جنګ پۀ شکل کښې چې کله د پښتنو پۀ زمکه فساد شرع شو نو ولي خان مرحوم د خپل قام حالت ته نۀ شول کتے او د دغه جنګ د بندېز او پښتنو پۀ سيمه د امن راوستلو د پاره ډېر اهم کردار ادا کړے ؤ او د ملک دننه او بهر ئې ډېرو سياسي او سماجي شخصيتونو ته خطونه وليکل او دوي ته ئې د افغان جنګ د بندولو او امن راوستلو د پاره د خپل کردار ادا کولو خواست وکړو او ورته ئې ووئيل چې د خداے د پاره د پښتنو پۀ خاوره دا لګېدلے اور مړ کړئ.

پښتنو ته چې کومې غټې مسئلې راپېښې شوې دي، پۀ هغې کښې يوه د کالاباغ ډېم هم ده. د دغه ډېم د جوړولو چې چا هم کوشش کړے دے نو خان بابا ورته مخې ته ديوال شوے دے.

کۀ اورنګ د زمانې ؤ کۀ پېرنګ ؤ

خو دېوال ورته ولي بابا ملنګ ؤ

خان بابا همېشه د صوبائي خودمختارۍ غوښتنه کړې ده او د پښتنو د حقونو غوښتلو د پاره ئې خپل کوشش کړے دے. دوي د بجلۍ د رائلټۍ مطالعه د مرکز نه پۀ ډېر زور سره کړې وه او مدام ئې دا ګيله وه چې دوي پښتنو له هغه حقونه نۀ دي ورکړي کوم چې ورله قدرت ورکړي دي. دوي چې دا نعره همېشه وهله ” نن دے کۀ سبا دے دا مال د زرغون شاه دے،” د دې مطلب هم دا ؤ چې دا به ډېر زر د مرکزي حکومت مجبوري جوړېږي چې د امدنۍ منصفانه تقسيم، د بجلۍ رائلټي او نور داسې غټو حقونو ته غاړه کښېږدي.

نن د هغوي د زوي ملي مشر اسفند يار ولي خان پۀ قيادت کښې پښتنو پۀ ائين کښې دننه د خپلو دغه حقونو جنګ ګټلے دے. لکه د مثال پۀ طور د پښتونخوا د بجلۍ رائلټي، پښتونخوا ته صوبائي خود مختاري او د “صوبه سرحد” نوم “خېبر پښتونخوا” جوړېدل او د پښتنو د تباهۍ منصوبه کالا باغ ډېم نۀ جوړېدل د دوي غټه کارنامه ده.

څانګه به نن سبا کښې ګل شي

ما ئې پۀ سر کښې سرې غوټۍ ليدلي دې نه

او دا هر څۀ پۀ داسې وخت کښې وکړے شول چې د پښتنو پۀ خاوره سامراجي قوتونو اور بل کړے ؤ او هر خوا چاودنې او وينې توئېدلې. پۀ داسې وخت کښې پۀ صوبه کښې حکومت کول د غنو د پاسه ژوند تېرول وو خو د دې هر څۀ باوجود اسفنديار خان د پښتنو ځينې حقونه تر لاسه کړل او نور کوشش ئې هم جاري دے.

پۀ اوسني انتخابي عمل کښې د اے اېن پي د مخې نيولو د پاره چې کومې حربې استعمال شوې هغه لکه د نمر ښکاره دي او دغه رنګ ئې دوي د حکومت نه پاتې کړل.

دا قامي رهبر د جنورۍ د مياشتې پۀ 26 نېټه 2006ز کښې د دې دنيا نه رخصت شو او دغه رنګ د جمهوري قوتونو ملاتړ او مرستيال د همېشه د پاره خاموش شو او دا شعر چې:

هغه طوطي چې چغېدو چغار اوس ولې نۀ کا

مرګي ئې مهر پۀ خولې وواهۀ ګويا به نۀ شي

پۀ ګور ئې نور شه!

زما ملګرے، زما يار، زما رهبر ولي خان
‏د غېرت چغه د پښتون د لر او بر ولي خان
‏زړۀ ئې زمرے، ذهن انسان، وينه پښتو او پښتون
‏د ژوندانۀ د لار رڼا نه جوړ نظر ولي خان

‏اجمل خټک

زمونږ نه څۀ پوښتې زمونږ د سیاست عقیده
زمونږ مقام زمونږه لار زمونږ نظر ولي خان
چا وئیل نخښه دې څۀ ؟ ما ورته وې دا سره شغله
چا وې لیډر دې څوک دے؟ ما ورته وې نر ولي خان

شمس القمر اندېش

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …