بنده ڪوټه – لائبه افروز زئ

بنده کوټه –  لائبه افروز زئ

د کور د لوړو لوړو دېوالونو تر شا به هواګانې هم کور ته پۀ ستر راننوتې. د کور د ښځو حال چرته پۀ قلعه کښې د راګېرو وينزو پۀ شان ؤ چې د هغوي چرته بهر ګرځېدل را ګرځېدل خو پرېږده، د ور شا نه بهر کتل بغاوت ګمارلے شو. د پشکال وريځو به پۀ داسې حال کښې د زړۀ شاړه زمکه نوره هم ويرانه کړه، د هواګانو شور به پۀ سينه کښې ښخ سپڼکي نور هم سرۀ کړل.

پرون پۀ هم دغسې حال کښې يوه وړه غوندې شنه جنډۍ زمونږ پۀ انګڼ کښې راپرېوته. ما منډه کړه او را ومې نيوله او پۀ هغې لوپټې مې پاکه کړه کومه به چې د کور د لوړو لوړو دېوالونو تر شا هم د بې پړدې کېدو لۀ وېرې پۀ سر او ځان پسې هر وخت نښتې وه.لکه د اوسپنې د ټوپۍ پۀ شان. او بيا ډېرې خوشحالۍ  نه د دې جنډۍ پۀ لاس پۀ کوټې پلو دننه وځغلېدم. پۀ دې جنډۍ د جناح صاحب د تصوير سره “د ازادۍ جشن مو مبارک شه” پۀ غټو غټو ټکو ليکلي وو. د دې پۀ لوستلو مې د خيال د سترګو مخې ته هغه پخواني ټول پسرلي راغلل او د مازغو پۀ پړدې مې راوپارېدل. د مازغو پۀ يو مخ چغار او د يخې هوا څپو زۀ د کړکۍ نه بهر پۀ کتلو قهرولم، خو کړکۍ د سماج د دېوالونو پۀ شان زما د ورکوټي ځان نه ډېره لوړه وه. ما ته د بهر ننداره کولو د پاره د څۀ سهارې ضرورت ؤ چې پۀ هغې زۀ ودرېږم او تر کړکۍ ور ورسم او يو څو دقيقې بهرنے ژوند ووينم ـــ خو انساني سهاره خو د تورو کاڼو پۀ دې غر کښې چرته هډو وه نۀ، خو پۀ کوټه کښې يو بې سايې غټ مېز راته اواز وکړو،

“وړې ښاپېږۍ! تۀ پۀ ما ودرېدې شې، دلته راشه! ما راوڅکوه او هلته مې يوسه! زۀ بې سايې ضرور يم، چرته تلے راتلے نۀ شم خو بې حسه نۀ يم.”

د مېز پۀ دې خبرو زما پۀ مخ ډېره خوشالي خوره شوه. بې واره مې لاسونه وپړقول خو د چا د راتلو لۀ وېرې مې ځان راټول کړو. مېز مې راوڅکوۀ او تر کړکۍ مې يوړو، پرې وروختم او پۀ لوپټې مې مخ پټ کړو چې هسې نۀ د چا پردي تن نظر ورته نۀ شي. خپله زنه مې چې څنګه د کړکۍ پۀ درشل کېښوه نو د نم ژنې هوا څپه مې د اننګو سره وډغېده او راته ئې ووې،

“اے اٰهو چشمې! هوسۍ سترګې مېرمنې! مخ دې ولې پټ کړے دے؟”

ما ورته پۀ ډار ډار ووې،

“د چا پردي تن د نظر نه چې تېره نۀ شي!!!”

بيا د باران د وړو وړو څاڅکو يو چړکاو مې سترګې ښکول کړې او ځان ته ئې زما پام وګرځولو. وې ئې،

“دا ستا سترګې دومره بې طمعې ولې دي؟”

يو دوه اوښکې زما پۀ اننګو وڅڅېدې. بيا هواګانې راوړاندې شوې او دا اوښکې ئې پۀ اوږو سورې کړې. وې وئېل،

“ماشومې ګوډۍ! ژاړه مۀ!”

پۀ دې د وريځې يوه ټوټه پۀ ګډا راغله او پۀ اوښکو کښې رانغښتې هوا ئې د ځان سره پۀ بره يوړه او وې وئېل،

“اوس ئې تماشه وکړه!”

د تندر پړق وپړقېدو، څۀ شور شو، لۀ اسمانه نرے نرے باران راولوېدو. ما چې خپل مخ د کړکۍ نه لږ کوټې بهر کړو نو نري نري څاڅکي مې پۀ رخسارونو را ايسار شول او وې وئېل،

“څنګه ئې ښکلې جينۍ؟”

ما د شرمه وخندل او ورته مې ووې،

“سمه ډېره خوشحاله.”

پۀ دې کښې د هوا پۀ اوږو سور یو ګل زما د لوپټې سره وډغېدۀ او وې وئېل،

“راڼۍ! پۀ ما دې خپلې زلفې ښائېسته کړه!”

ما هغه ګل د خپلې لوپټې نه راوشوکوۀ او پۀ خپلو زلفو کښې مې ساز کړو. ما د دې ښکلې نندارې نه خوند اخستو چې ناڅاپه مې پۀ کور کښې د خپل ماما اواز تر غوږو شو. د زړۀ دنيا مې غمژنه شوه او د سترګو نه مې اوښکې راوڅڅېدې. يوه کونتره زما د کور پۀ لوړ دېوال کښېناسته او پۀ خپل اواز کښې پۀ دا شان تنانه شوه:

راشه غوږ شه ما نه واوره دا قيصۍ
پۀ قلعه کښې وه بندي يوه راڼۍ
زړۀ ئې غوښتو چې زۀ والوځم اسمان ته
تاو اخستے ځان مې ونيسم باران ته
د سماج پۀ دېوالونو کښې بندي وه
هلته دلته کښې د تلو پرې پابندي وه
د ببوزو د رنګونو پۀ ارمان وه
د دنيا د هنګامو نه پۀ لړزان وه
پۀ هوا د الوتلو ارماني وه
کۀ دا کار ئې نېکنامي کۀ بدنامي وه
خبر نۀ وه چې کۀ بنده کوټه وا کړم
ځان به هېڅ بې هېڅه خلقو کښې رسوا کړم

 

پۀ دې کښې د چا د قدمونو کړپه مې لۀ نزدې نه تر غوږو شو نو حقه دقه ودرېدم. زر د مېز نه راکوزه شوم او مېز مې پۀ څکولو څکولو خپل ځاے ته يوړو. ماما مې کوټې ته راننوتلو. زما د مخ رنګ الوتے ؤ. ډېر پۀ زيرک نظر ئې د کوټې جاج واخستو. چې پورته ئې وکتل نو د کړکۍ تمبې ئې پرانستې وليدې. پۀ سرو سترګو راته برند شو. پۀ مخ ئې يوه زورداره څپېړه راکړه او ئې ووئېل،

“بې شرمې! بې غېرته جينۍ! بهر دې څۀ ته کتل؟ چا ته دې کتل؟ تا ته پته نشته چې مونږ پښتانۀ يو، د چا د غېرت مثالونه چې ټوله دنيا ورکوي!!! او دا تا چې سرتور سر د کړکۍ نه بهر کتل نو دا هر څۀ دې هېر کړي وو؟ پړده د ښځې شرم وي! تا خو د خاندان ننګ او غېرت د پښو لاندې چيتي کړو”.

لاړو او د کړکۍ ور ئې پۀ زوره بند کړو.

د دغې درز سره ناسته کونتره والوته. زۀ لوندې سترګې د دېوال سره څکېدو څکېدو پۀ زمکه کښېناستم. مېز پۀ ژړغوني غږ وئیل،

“ما وبخښه وړې ښاپېرۍ! زما پۀ وجه پۀ تا دا کانې وشوې.”

پيکا غوندې موسکا مې پۀ شونډو راښکاره شوه. شونډې مې وخوځېدې،

“نه نه! نه! هېڅ خبره نۀ ده” اواز مې ساه ورکړه.

“راځه چې دې بنده کوټه کښې خپله دنيا اباده کړو.”

دا د مېز اخرۍ خبره وه.”