د بام خېلو سجاد خان ماما – لیکوال: سېد نبي خان، بامخېل

د صوابۍ د بام خېلو سجاد خان ماما، اندازاً کال 1877 کښې د ګنبد خان کره زېږېدلے ؤ. د عمر سړے پۀ دې ؤ چې باچا خان به ورته هم ‘ماما’ وئیلو.

باچا خان چې پۀ وړومبي ځل بامخېلو ته راغلو نو د جمعې ورځ وه. ماما ته ئې ووې چې د جمعې نمونځ نه پس به اولس سره دلته خبرې کوو – ماما ورته ووې چې بامخېلو کښې د جمعې نمونځ نۀ کېږي – هم دغه جمعې نه د بامخېلو پۀ مداخېل جومات کښې د جمعې نمونځ شروع شو.

د تحریک سره د وابستګۍ پۀ سبب قېدونو سره مخ ؤ. زمونږ علاقو کښې د زمکې وړومبے بندوبست خواوشا 1870 کښې او دوېم ځل 1927/28 کښې شوے ؤ؛ دوېم بندوبست چې کېدو نو ماما جېل کښې ؤ. دې نه پس ئې تحریک د پاره تر پنځلسو کالو جېلونه کړي دي. یو ځل خو ئې مېلمانۀ راغلي وو، هغه مېلمانۀ ئې ورسره هم جېل ته بوتلي وو.

د بام خېلو غر کښې بټه رېل سره ‘کاپر غونډ’ باندې ئې د ګټو پنځلس فټه مناره جوړه کړې وه – هلته نه به ئې د ‘نعرۀ تکبیر’، ‘انقلاب زنده باد’ او ‘باچا خان زنده باد’ چغې وهلې. خداے دروند او توند اواز هم ورکړے ؤ، ‘ډوک کښې ئې لور/خور وادۀ وه، هغې به ئې نعرې اورېدو.

د پېښور جېل کښې ئې د باچا خان د نوم نعره ووهله، سخته سزا ورکړې شوه – وړومبۍ خوټکېدلې تودې اوبۀ او بیا یخې اوبۀ به ئې ورله پۀ سر اړولې؛ دې سره ئې ورله ذهن خراب کړو.

د ‘ماما’ دوه زامن دي – مشر ‘میروس خان’ مړ دے او ‘جانس خان’ ژوندے دے.

سجاد خان ماما د مۍ میاشت اوولسمه نېټه 1957 کښې پۀ حق رسېدلے او د بام خېلو قدیمي ادیره کښې د جنوب خوا ته ښخ دے – پۀ ګور ئې نُور شه.

خدائي خدمتګار سید عاشق شاه باچا

لیکوال: رحمت شاه قرېشي، ټانک

باچا خان سره خدائي خدمتګار تحريک کښې داسې ملګري وو چې د هر يو ملګري نوم د ستائنې وړ دے. پۀ دې خدائي خدمتګارانو کښې يو ځلنده نوم د سيد عاشق شاه باچا هم دے چې يو روښانه تاريخ لري.

سيد عاشق شاه باچا د کوهاټ روډ تپه مومند پۀ مشهور او تاريخي بهادر کلي پېښور کښې پۀ اتلس سوه اتۀ نوي کښې د سيد عارف شاه پۀ کور کښې پېدا شوے ؤ. تر لسم جماعت پورې ئې تعليم مشن هائي سکول پېښورکښې حاصل کړے ؤ او پۀ پوليس محکمه کښې د اسسټنټ انسپکټر پوسټ باندې بهرتي شوے ؤ خو د خپل وطن او خاورې سره د مينې پۀ وجه ئې د سامراج نوکرۍ نه استعفٰي ورکړه او د ټولو نه اول تحريک خلافت او بيا انجمن اصلاح الافاغنه او وروستو پۀ خدائي خدمتګار تحريک کښې شامل شو او ډېر پۀ اخلاص سره ئې د ازادۍ تحريک د پاره کار کولو. دې لار کښې ئې د جاني او مالي قربانيو سره د قېد و بند ورځې هم تېرې کړې او د ژوند زياته برخه ئې پۀ جېلونو کښې تېره کړه. اول ځل ئې د ګجرات او لاهور پۀ جېلونو کښې سختې سزا ګانې تېرې کړې. پۀ نولس سوه څلور دېرشم کښې باچا خان بابا اٰل انډيا کانګرس کمېټۍ اجلاس کښې شرکت وکړو او د واردها ته ورسېدو نو هلته دوي د مرکزي کسانو پۀ حېثيت کلکتې او بيا شمله کانګرس ورکنګ کمېټۍ کښې شريک شو او هلته ئې ګاندهي جي او پنډت جواهرلعل نهرو سره ملاقات وکړو.

ياده دې وي چې سيد عاشق شاه باچا د تپه مومند اول کس ؤ چې باچا خان بابا سره د ازادۍ پۀ تحريک کښې شامل شوے ؤ او د انګرېزانو خلاف ئې جدوجهد شروع کړے ؤ.

پۀ نولس سوه دېرشم کښې چې د قصه خوانۍ ډزو واقعه کښې کوم خدائي خدمتګار ګرفتار شوي وو، باچا صاحب هم هغو کښې شامل ؤ.

سيد عاشق شاه باچا خپل قامي تحريک سره لکه د غر ولاړ ؤ او کله ئې هم نۀ معافي غوښتې ده او نۀ سامراجي پېرنګي ته تسليم شوے دے. پۀ نولس سوه دوه څلوېښتم او درې څلوېښتم کښې د باچا خان بابا پۀ وېنا تېراه ته لاړو او پۀ قبائل اولس کښې ئې د ازادۍ د تحريک جذبه د انګرېزانو خلاف شروع کړه. د پېرنګي د وخت نوابانو او خانانو دوي ته ډېر لالچ ورکړو خو دوي د باچا خان د تحريک نه پۀ يو قسم لالچ لاس پۀ سر نۀ شو.

د سيد عاشق شاه باچا جائيدادونه سرکار ضبط کړل او بچي ئې در پۀ در شول خو د دوي پۀ خدمت کښې فرق رانۀ غلو. د باچا خان د دغه صحيح او پۀ خپل قام مئين خدائي خدمتګار د نورو خدائي خدمتګارو پۀ شان د دې فاني دنيا نه پۀ نولس سوه نهه اويايم کښې رخصت شو پۀ ګور ئې نورشه! امين

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …