د ډېره اسماعيل خان خدائي خدمتګاران – رحمت شاه قرېشي

 

اخونزاده شکر دين کاکا:

د خدائي خدمتګار اخونزاده شکر دين کاکا د پلار نوم جمال دين ؤ. پۀ قام شېراني ؤ. د پېدائش تاريخ ئې نولس سوه پينځۀ دېرش دے. د دوي زوے حاضر دين شاه وائي چې زما پلار ټول عمر پۀ دې تحريک کښې تېر کړو. دوي وائي چې بې نظير بهټو د حکومت خلاف د اے اېن پي کار کوونکي او مشران کشران ګرفتار کړي وو او ملي مشر اسفنديار ولي خان ئې ډي اٰئي خان جېل کښې قېد کړے ؤ. شکر دين کاکا دغه جېل کښې قېد ټولو خدائي خدمتګارو ملګرو ته د لسو زرو روپو مېلمستيا ورکړې وه خو ملي مشر دوي ته ډېر پۀ ادب سره معذرت وکړو چې کاکا! مونږ او تاسو خدائي خدمتګاران يو، دا تکلف راسره نۀ ښائي، خو د شکردين کاکا مينې ته ئې انکار ونۀ کړے شو.

شکر دين کاکا اخر پۀ نولسم اپرېل 1995ز کښې وفات شو. د دوي ژوند او مرګ تفصيل د مۍ 2015ز د ‘پښتون’ مجلې درې پنځوسم نه اووۀ پنځوسم مخ کښې شته.

حاجي محمد اياز خان:

خدائي خدمتګار حاجي محمد اياز مروت پۀ اتلس سوه اتۀ نوي کښې پنياله کلي ډي ائي خان کښې پېدا شوے او پۀ نولس سوه يو اتيايم کښې وفات شوے ؤ. د دوي نمسے شوکت محمود وائي چې زما پلار هم خدائي خدمتګار ؤ او پۀ نولس سوه يو څلوېښتم کښې پېدا شوے ؤ او پۀ دوه زره يو کښې وفات شو. دوي زياته کړه چې زما نوم ګوهر رحمان ؤ خو زما نيکۀ زما نوم شوکت محمود کړو ځکه چې زما نيکۀ به وئيل چې دا زما د يو مخلص خدائي خدمتګار ملګري نوم ؤ. کله چې پېرنګي پۀ خدائي خدمتګارو زور ظلم زيات کړو نو هر خدائي خدمتګار ته به ئې وئيل چې يا د باچا خان ملګرتيا پرېږدئ يا جېل ته تیار شئ؛ خو زما يو ډېر دروند خدائي خدمتګار ملګرے شوکت محمود د مردان اوسېدونکے ؤ، هغۀ به ورته وئيل چې زمونږ مرګ قبول دے خو د خدائي خدمتګار تحريک نه لاس نۀ اخلو. پۀ دې وجه زما نيکۀ زما نوم شوکت محمود کړو چې دا د يو غېرتي پښتون نوم دے.

‘پښتون’، جون 2014، مخونه 52-50

د جنوبي ضلعو

د خدائي خدمتګارانو تذکره

عبداللطيف خان ګنډا پور:

خدائي خدمتګار عبداللطيف خان ګنډاپور د عبدالستار خان ګنډاپور کره پۀ نولس سوه پينځۀ پنځوسم کښې کلاچۍ کښې پېدا شوے ؤ. دے د سکول استاذ پاتې شوے ؤ او پۀ نولس سوه دوه اتيايم کښې ئې وادۀ کړے ؤ. اولاد ئې نۀ ؤ. دوي ټول عمر پۀ خدائي خدمتګارۍ کښې تېر کړو او د شپږ پنځوسو کالو پۀ عمر کښې دوه زره يوولسم کښې وفات شو.

‘پښتون’، 2012، مخونه 44-42

عبدالله خان:

خدائي خدمتګار عبدالله خان يو دروند خدائي خدمتګار ؤ. د دوي ډېر ملګري وو او هر ملګري به د خدائي خدمتګار تنظيم سره خپل ځان شريک ګڼلو. دے کۀ هر څومره غريب ؤ خو د هغه وخت خانان او سرداران ئې خپل ځان ته حېرانه کړي وو. دوي پۀ هغه وخت د کانګرس پۀ ټکټ اېم اېن اے پاتې شوي وو او د ډاکټرخان صاحب حکومت حصه وه. پۀ دې وخت کښې د ډېره اسماعیل خان نه بل څوک اېم اېن اے نۀ ؤ خو دا خانان او سرداران بيا پېرنګي جوړکړل. د دوي پۀ ملګرو کښې محمد نواز او نور ډېر کسان وو چې مونږ ته ئې نومونه ياد نۀ دي.

فېض محمد رسول خان:

خدائي خدمتګار فېض رسول خان چې د خان محمد پۀ کور کښې نولس سوه اووم کښې پنيالې کلي کښې پېدا شوے ؤ، د هغۀ ورور غلام رسول خان ؤ. دوي د خپل وخت ډېر ښۀ خدائي خدمتګاران وو او د دوي پلار د خپل کلي لوے خان ؤ. د دوي نمسي غلام محمد قادر خان وې چې زمونږ مشرانو د مفتي محمود او مولانا فضل الرحمان سره پۀ دې خبره مقدمه شروع کړې وه چې دوي د وانډا خان محمد ته ابدل خېل کلے وائي او مونږ ورته دا وايو چې دا خو زمونږ د نيکۀ پۀ نوم کلے دے او دا مقدمه مونږ ګټلې ده او اوس پۀ کاغذي خبرو کښې دا وانډا خان محمد دے. دا مقدمه د خدائي خدمتګار نمسي غلام قادر خان شروع کړې وه. دوي وائي چې کله به چې زمونږ کلي ته باچا خان راتلو نو د پنيالې کلي تر منځ خوړ دے او ټول خدائي خدمتګار او د کلي خلق به د باچا خان بابا استقبال ته راتلل او دوي ته به ئې سلامي ورکوله. دوي ته به د خدائي خدمتګار تنظيم سالار سره د ملګرو پرېډ کولو. خدائي خدمتګار رسول خان د اتيا کالو پۀ عمر کښې پۀ نولس سوه اووۀ اتيايم کښې وفات شو. د خدائي خدمتګار دا ملګري وو. سيف الله خان، امان الله خان عرف خان استاد او داسې نور ډېر کسان وو.

محمد اسلم خان:

خدائي خدمتګار محمد اسلم خان ايډوکېټ چې د پلار نوم ئې محمد حيات ؤ، پۀ قام دولت زے دے. پۀ نولس سوه اتۀ دېرشم کښې پېدا شوے دے او تر دې وخته ژوندے دے. الله دې ورله روغ صحت ورکړي (امين).

خدائي خدمتګار محمد اسلم خان د سياست پۀ مېدان کښې پۀ نولس سوه څلور پنځوسم کښې قدم ايښے ؤ او پۀ دغه کال ئې باچا خان سره د ټولو جنوبي ضلعو دوره کړې وه. پۀ نولس سوه اووۀ شپېتۀ او اتۀ شپېتۀ کښې صوبائي سېکرټري پېښور جوړ شو. خدائي خدمتګار تر نولس سوه نويم پورې ضلعي صدر پاتې شوے دے او د نورو خدائي خدمتګارو پۀ شان دوي د قېد و بند ورځې شپې تېرې کړې دي او پۀ دې تحريک کښې پۀ ډېرو عهدو پاتې شوے دے. خدائي خدمتګار محمد اسلم خان ايډوکېټ پۀ نولس سوه نويم کښې د عوامي نېشنل پارټۍ ډي ائي خان ضلعي صدر ؤ. زمونږ پۀ کلي ګومل بازار کښې د باچا خان پۀ نوم د شوټنګ، والي بال ضلعي ټورنامنټ جوړ ؤ او د دې ټورنامنټ مشر مېلمه اجمل خټک بابا ؤ. دا ټورنامنټ عوامي نېشنل پارټۍ ملګرو جوړکړے ؤ چې د سر ملګري ئې دا وو: ډاکټر شېخ نورمحمد ګومل وال صاحب، پيرخوشتاب احمد شاه بېګړه ګومل بازار او نور ډېر ملګري او کارکنان؛ خو چې کله فائنل مېچ کېدو نو اجمل خټک بابا اطلاع ورکړه چې زۀ پۀ څۀ وجه نۀ درځم، د پارټۍ څوک ملګرے وفات شوے دے. بيا خدائي خدمتګار محمد اسلم خان ايډوکېټ مشر مېلمه شو او پۀ خپل لاس ئې انعامات تقسيم کړل او د پارټۍ کسانو شکريه ئې ادا کړه چې دوي د باچا خان نوم پۀ هر مېدان کښې ژوندے ساتي. د خدائي خدمتګار اووۀ زامن دي چې يو شهاب خان ايډوکېټ پۀ دې وخت د ډي ائي خان اے اېن پي ضلعي صدر دے، دوېم ډاکټر فريد خان دے او درېم اېمل خان چې نن سبا سېکنډري اېجوکېشن بورډ کښې ملازم دے. خدائي خدمتګار محمد اسلم خان او د هغۀ خاندان او نور ملګري د باچا خان بابا تحريک کښې هغه شان کار کوي او د خپل قام خدمت شپه او ورځ کوي.

حاجي فضل محمد قرېشي:

خدائي خدمتګار حاجي فضل محمد قرېشي چې د پلار نوم ئې نعيم ګل ؤ او پۀ اتلس سوه نهه نوي کښې ضلع لکي مروت کښې پېدا شوے ؤ. تعليم ئې تر څلورم پورې حاصل کړے ؤ او د پوره سلو کالو پۀ عمر يعني نولس سوه نهه نوي کښې وفات شو. د نورو خدائي خدمتګار پۀ شان دۀ هم د جېل ورځې شپې د خپل قام خدمت کښې تېرې کړې دي. د خدائي خدمتګار زوے نياز محمد قرېشي وائي چې مونږ يوه ورځ خپل پلار سره د سحر نمونځ نه کور ته راتلو چې زما پلار نعره وکړه چې زويه! کوتک راوړه! زمونږ کور ته مخا مخ دښمن دے؛ نو ما چې را منډه کړه او پلار ته مې ووئيل چې بابا کوم دے او څوک دے؟ هغۀ ووئيل چې دا دے. چا زمونږ کور ته مخامخ د بهټو صاحب فوټو ايښے ؤ. پلار مې دوه ټوټې کړو چې دا زمونږ دښمن دے. خدائي خدمتګار درې زامن دي: حاجي ولي محمد قرېشي، حاجي محمد قرېشي او نياز محمد قرېشي.

ملک مهر خان بهټني:

خدائي خدمتګار ملک مهرخان بهټني چې د پلار نوم ئې ملک يار خان بهټني دے، پۀ نولس سوه پينځۀ دېرشم کښې پۀ ګومل ښار کښې پېدا شوے او پۀ څلوېښتو کالو پۀ عمر کښې پۀ نولس سوه دوه اتيايم کښې وفات شوے. د خدائي خدمتګار ملک مهر خان بهټني زوے سعادت خان وائي چې زما پلار خپل ژوند څۀ ورځې پۀ ډي ائي خان جېل کښې تېرې کړې وې او هلته د شيشو نه ډک بسکټ ورکړے شوي وو او نور ډېر تکليفونه به ئې پرې کول. خدائي خدمتګار د تحريک ملګري دا دي: محمد ناصر د غزه کلي، نظردين جرنېل د کوټ اعظم کلي، نور محمد جټ بم ګومل بازار، عمرحيات راجپوت، عمر دراز راجپوت، سرفراز راجپوت، پير محمد محسود لنګيرخېل ګومل بازار، خان جان (ماراج) غلام اکبر عرف ډول ابا.

‘پښتون’، مارچ 2015

سيد حسېن صاحب:

خدائي خدمتګار سيد حسېن صاحب پۀ ګومل بازار کښې پېدا شوے ؤ او د اتۀ اتيا کالو پۀ عمر کښې وفات شو. شاه صاحب ته خداے هر څۀ ډېر تېر ورکړى وو. دوي د باچا خان تحريک سره داسې مينه کوله چې د پارټۍ نورو غريبو ملګرو ته به ئې جامې، غلې او نور د ضرورت سامانونه مفت ورکول او د خدائي خدمتګارو خدمت ئې پۀ خپل ځان فرض ګڼلو.

‘پښتون’، جولائي 2009، مخ 52

عبدالله خان بلوچ:

خدائي خدمتګار عبدالله خان بلوچ پۀ ګومل بازار کښې پېدا شوے ؤ. دوي به د زميندارۍ کار کولو. يو غريب او مخلص کارکن ؤ او د قام خدمت ئې خپل فرض ګڼلو. دوه کم اتياکالو پۀ عمر کښې وفات شوے دے.

يوه ورځ باچا خان بابا ګومل بازار ته راتلو نو ملګرو دا خبره وکړه چې بندوبست به څوک کوي؟ مونږ نه خو هر څۀ پېرنګي حکومت ټول کړي دي نو عبدالله خان بلوچ ورته ووئيل چې خفه کېږئ مۀ، زما د جوړې يعني د زميندارۍ غوڅکے شته، هغه به حلال کړو چې پښتو مو پۀ ځاے شي او خپل مشر ته به ښه ډوډۍ تياره کړو خو خدائي خدمتګارۍ کښې دا څۀ قرباني نۀ ده او مونږ د خپل ځان قرباني ورکوو.

یاده دې وي چې خدائي خدمتګارانو به کله هم پۀ مېلمستیا او داسې نمود نمائش څۀ خرچه نۀ کوله او کۀ داسې به ئې وکړل هم نو باچا خان بابا به خفه کېدو. دا صرف پۀ دې وجه کېدل چې پۀ خواوشا پرتو علاقو کښې د حکومت خلق دا ونۀ وائي چې ګنې د دوي وس مو ختم کړو.

جرنېل نظر دين:

خدائي خدمتګار جرنېل نظر دين صاحب د کوټ اعظم کلي ګومل بازار کښې پېدا شوے ؤ او د خپل کلي جرنېل ؤ. زۀ به د جرنېل صاحب يوه قيصه دلته وليکم. خدائي خدمتګار جرنيل صاحب يوه ورځ خبر شو چې باچا خان بابا ئې پۀ بنو کښې ګرفتار کړو نو دے فوراً ټانک کښې A.C عدالت ته لاړو او A.C عباس خان ته ئې ووئيل چې ما ګرفتارکړه. د هغه وخت A.C عباس خان چې د پېښور اوسېدونکے ؤ او پۀ خپله هم پۀ دې تحريک کښې ؤ، ورته ووئيل چې مونږ تاسو نۀ شو ګرفتارولے ځکه چې کومه خبره چې باچا خان کوي، هغه خبره مونږ ټول کوو او بيا دوي دواړه A.C عباس خان او جرنېل نظر دين بنو ته لاړل او هلته ميره خان ټانګېوال چې يو دروند خدائي خدمتګار ؤ او باچا خان بابا سره ئې ګرفتاري ورکړې وه او پۀ يو ځاے ئې قېد تېر کړو. د خدائي خدمتګارملګري دا وو: راز محمد بهټني کوټ اعظم، محمد سلطان کوټ اعظم خان، عجب خان شېراني ګومل بازار او داسې نور ډېر کسان وو چې د وطن د ازادۍ د پاره جنګېدل.

‘پښتون’، 2009، مخ 52.

ژوندے خدائي خدمتګار بره خان کاکا:

خدائي خدمتګار بره خان کاکا چې د پلار نوم ئې حکيم خان اندخېل بهټني ؤ، پۀ نولس سوه اووۀ دېرشم کښې پۀ ګومل بازار کښې پېدا شوے دے او دوه اتياکاله عمر ئې دے. دے وائي چې د پاکستان جوړېدو نه پس حکومت پۀ خدائي خدمتګار تنظيم پابندي ولګوله نو نور تکليفونه خو پرېږده خو يوه واقعې کاکا داسې بيان کړه چې يو ځل بابا ګومل بازار ته راتلو نو پوليس د ښار دروازه بنده کړه او مونږ ئې د بابا استقبال ته نۀ پرېښودو نو مونږ د ښار دروازه پۀ زور خلاصه کړه او تهاڼېدار له مو وردي خرابه کړه او مونږ د بابا استقبال ته لاړو او بابا مو پۀ ښۀ دروند استقبال کښې راوستو او تهاڼېدار ته مو ووئيل چې مونږ د پېرنګي غوټۍ پرې کړې دي نو تاسو څوک يئ چې زمونږ لاره نيسئ؟

‘پښتون’، فروري 2011، مخونه 19-18

دوه وروڼه، دوه خدائي خدمتګاران –

دوست محمدناصر او ګل محمد ناصر،رغزئ کلے، ګومل:

خدائي خدمتګار دوست محمد ناصر او ګل محمد ناصر چې د لالج مير ناصر پۀ کور کښې رغزئ کلي کښې پېدا شوي وو او پۀ قام ناصر وو. خدائي خدمتګار دوست محمد ناصر پۀ نولس سوه نهم کښې پېدا شوے ؤ او د یو کم اتیا کالو پۀ عمر کښې وفات شو. خدائي خدمتګار ګل محمد ناصر پۀ نولس سوه يوولسم کښې پېدا شوے او د درې اتيا کالو پۀ عمر کښې يعني نولس سوه دوه نوي کښې وفات شوے دے. دوي د خدائي خدمتګارو غوندې د پېرنګي زور ظلم ليدلے ؤ. کورونه ئې لوټ شول، زمکې ئې شاړې شوې خو دوي د تحريک نه لاس پۀ سر نۀ شول. بيا ئې ونيول او اويا کلوميټره لرې ئې بوتلل ډي ائي خان ته او لۀ هغې ځاے نه پیاده راتلل او دا ئې دوي ته سزا ورکوله خو دوي همت نۀ بائيللواو پۀ لاره ئې ملګري جوړول او د بابا د تحريک دعوت ئې ورکولو. پۀ دې ملګروکښې دوي سره يو سيد غلام شاه مياخېل ؤ. ‘پښتون’، جولائي 2009.

شېخ بران شېخ:

خدائي خدمتګار شېخ بران شېخ پۀ ګومل بازارکښې پېدا شوے ؤ او د باچا خان پۀ خاص ملګرو کښې ؤ. باچا خان چې کله ګومل بازار ته راتلو نو شېخ بران شېخ به مخکښې ورتلو او د انقلاب زنده باه نعره به ئې کوله خو پېرنګي پوليس دوي د دې نعرې نه منعٰي کول خو دوي ته خپلې مور وئيلي وو چې کۀ چرې تا د پېرنګي خبره ومنله نو زۀ به تا ته خپل حق ونۀ بخښم. کۀ پېرنګے تا پۀ وهلو مړ کړي نو هم خېر دے.

‘پښتون’، 2009

درې خدائي خدمتګاران:

حسن ګل، امان ګل او جان ګل بابو صاحب ملک دنيائي محسود د جنوبي وزيرستان او د ګومل بازار علي باچا کلي اوسېدونکي:

دوي پۀ اصل کښې د جنوبي وزيرستان اوسېدونکي دي خو نن سبا د ډېر وخت نه علي باچه ګروکي کلي ګومل بازار کښې اباد دي او دا کلي دوي اباد کړي وو. د دوي کورنۍ تعليم يافته ده او ډېر ښۀ ښۀ تعليم يافته ځوانان او مشران دي. دوي هم د نورو خدائي خدمتګارو پۀ شان ډېرې ځاني او مالي قربانۍ ورکړي دي او ډېر جائيدادونه نه ئې ضبط شوي دي. خدائي خدمتګار يوکس وائي چې زمونږ مشران پۀ باچا خان او ډاکټر خان صاحب ډېرګران وو او چې ډاکټر خان صاحب کله د بهر ملک پۀ دوره تلو نو زمونږ مشرانو کښې ئې يو تن ځان سره پۀ دوره بوتلے ؤ.

‘پښتون’، 2009

غلام اکبر عرف ډول ابا:

خدائي خدمتګار غلام اکبر عرف ډول ابا چې د محمد اکبر خان پۀ کورکښې پۀ نولس سوه دوه څلوېښت کښې پۀ ګومل بازار کښې پېدا شوے ؤ او تر نن ورځ پورې ژوندے دے. غلام اکبر عرف ډول ابا د خپل کلي خدمت هم کولو او ډېر ښۀ ډول غږوي او د خلقو غم او ښادۍ کښې هر وخت حاضر وي. غلام اکبر عرف ډول ابا وائي چې مونږ به هر وخت خدائي خدمتګارو سره جلسو او جلوسونو کښې شامل وو. يوه ورځ باچا خان بابا ګومل بازار ته راغلے ؤ او د ملک مهر خان پۀ حجرې کښې ئې جلسه کوله او هغې کښې مونږ ډېر کسان وو او د دې جلسې تياري مو کوله او د زنده باد نعرې مو وهلې چې مونږ ئې ګرفتار کړو او ډي ائي خان جېل کښې ئې بند کړو. هلته مو پينځلس ورځې جېل کښې تېرې کړې. هلته نور ډېر خدائي خدمتګاران وو چې زمونږ ئې ډېر خدمت وکړو او زمونږ د ډوډۍ او چايو بندوبست به ئې کولو. پۀ هغې کښې د بنو، پېښور او د کوهاټ خدائي خدمتګاران وو. بيا زمونږ د کلي خدائي خدمتګار ملک مهر خان بهټني راغلو او د جېل سپرنټنډنټ ته ئې ووئيل چې دوي ازاد کړه او د دوي پۀ ځاے زۀ ګرفتاري ورکوم. بيا ئې مونږ ازاد کړو. مونږ پۀ جېل کښې دا ملګري وو. خدائي خدمتګار سرفراز راجپوت ګومل بازار، امير جان، سيد محمد عرف سيدو، عمر دراز راجپوت او داسې نور ډېر.

د جنوبي وزیرستان خدائي خدمتګاران

دې لړ کښې د ارواښاد حاجي محمد سبحان کتاب ‘تهل وزیرو کښې خدائي خدمتګار تحریک’ هم باید ولوستلے شي. )خوروونکي: د وزیرو ادبي جرګه، ډومېل، بنو(

علي خان محسود:

خدائي خدمتګار علي خان محسود شمانخېل ژوندے خدائي خدمتګار دے او د باچا خان پۀ داسې سپاهيانو کښې دے چې تر نن ورځ پورې لمر غوندې ځلند دے. خدائي خدمتګار پۀ باچا خان او پۀ نورو خدائي خدمتګارو کتابونه ليکلي دي. د دوي يو کتاب ‘لۀ باچا خانه تر پير روښان خانه’ يو داسې کتاب دے چې د لر و بر پښتانۀ پرې ډېر فخراو وياړ کوي. دا ئې د حيات شيرپاؤ قتل کېس کښې ملي مشر اسفنديارولي خان صاحب سره ګرفتار کړے ؤ. نن سبا پۀ جرمني کښې ژوند کوي او د قلم او عمل تر لارې د باچا خانۍ تبلیغ کوي.

جنت خان وزيرګاي محسود:

خدائي خدمتګار جنت خان محسود يو ډېر لوے مشر ؤ. دوي خپل وخت کښې باچا خان بابا تحريک کښې ډېرې قربانۍ ورکړې وې. پۀ دې قربانو کښې ځاني او مالي قربانیو سره سره ئې د جېل قېد و بند تېر کړے ؤ. د دوي د ژوند پۀ حقله زمونږ يو ډېر ښۀ ملګرے او د اے اېن پي ډي ائي خان ضلعي جنرل سېکرټري خان ولي خان مسید ايډوکېټ وائي چې يو ځل د جنت خان جنت سره یو ځاے د حاجي غلام احمد بلور خوا ته ورغلے وم. بلور صاحب د رېلوے وفاقي وزير ؤ. ما چې کوم احترام د حاجي بلور صاحب لۀ خوا د خدائي خدمتګار جنت خان ولیدلو نو پوهه شوم چې هغه څومره لوے سړے ؤ.

زلمے رسول محمد وزير:

رسول محمد خان وزير دا وخت يو ډېر ښۀ خدائي خدمتګار او د پارټۍ کارکن دے او د خپل قام او خاورې خدمت پۀ ډېره ښۀ باچا خانۍ طريقه کوي. دے پۀ نولس سوه دوه نوي کښې د ګومل يونيورسټۍ ډي ائي خان کښې د P.S.F غړے ؤ او پۀ نولس سوه څلور نوي کښې د يونيورسټۍ نه فارغ شو. د طالب علمۍ د زمانې هغه جوش اوس هم لري او هر وخت د خپلې پارټۍ او خپل اولس د پاره کار کوي.

حاجي هاشم خان مغل خېل وزير:

حاجي هاشم خان وزير نن سبا پۀ ډي ائي خان کښې اوسي او يو دروند خدمتګار دے. دے پۀ نولس سوه څلور دېرشم کښې پۀ واڼا کښې پېدا شوے ؤ او تر دې وخته پينځۀ اتيا کالو پۀ عمر کښې ژوندے دے. خدائي خدمتګار يو ډېر ښۀ دروند زوے ولي الله وزير لري چې د پارټۍ پۀ هر کار او د قام پۀ هر خدمت کښې داسې کار کوي چې خلق ورته حېرانه پاتې دي. دوي سره د باچا خان پۀ تحريک کښې ډېر کسان وو چې نومونه ئې دا دي: شاه عالم خوجل خېل، فاروق وزير، ضياء الله وزير، سراج ګل وزير، زردلي خان وزير، محمود خان وزير، بسمل خان وزير او داسې نور ډېرکسان.

حاجي بادشاه جان محسود وزيرګاي:

خدائي خدمتګار حاجي بادشاه جان محسود پۀ کړمه کلي جنوبي وزيرستان کښې پېدا شوے ؤ. خدائي خدمتګار ترمرګ پورې د باچا خان بابا تحريک سره ملګرتيا وکړه. د اتۀ اتيا کالو پۀ عمر کښې وفات شو. حاجي صاحب ته باچا خان بابا خپل رېډيو پۀ تحفه کښې ورکړے ؤ او باچا خان بابا چې کله جنوبي وزيرستان ته راتلو نو د حاجي بادشاه جان صاحب حجرې کښې به ئې جلسه او تقريرونه کول.

‘پښتون’، جولائي 2009

پير رحمان محسود شابي خېل:

خدائي خدمتګار پير رحمان محسود د باچا خان بابا پۀ هغه مشرانو خدائي خدمتګارو کښې يو داسې نامتو پښتون ؤ چې د دوي تاريخ د سرو زرو پۀ اوبو ليکلے دے. هغه د توروام کلي جنوبي وزيرستان اوسېدونکے ؤ او نن سبا ئې خاندان ټانک کښې اباد دے. د دوي د ژوند معلومات مونږ ته يو ډېر دروند پښتون او د باچا خان بابا تحريک ژوندي خدائي خدمتګار شېر عالم خان شابي خېل محسود داسې راکوي چې پير رحمان د خدائي خدمتګار تحريک لۀ طرفه د کانګرس پۀ ټکټ اېم اېن اے ؤ. دوي خپل ټول عمر باچا خان سره پۀ خدائي خدمتګار تحريک کښې تېرکړو. د دوي زامن او وروڼه هم دوي سره اوږه پۀ اوږه ولاړ وو. د دوي زامنو کښې عبدالمالک او عربستان شابي خېل هم خدائي خدمتګاران وو او د بهټو پۀ دور کښې عبدالمالک د جنوبي وزيرستان نه اېم اېن اے ؤ. د دوي مقابله ګلابي محسود سره وه خو عبدالمالک خان محسود کامياب شو نو خان عبدالولي خان ته ئې ووئيل چې ولي خان صاحب! زۀ نۀ يم اېم اېن اے، نن تاسو اېم اېن اے يئ او تاسو به ما ته حکم کوئ او مونږ به د خپل قام خدمت کوو. د خدائي خدمتګار پير رحمان محسود د خاندان ځوانان او مشران اوس هم باچا خاني کوي او د خپلې خاورې او وطن نوم روښانه ساتي.

حاجي محمد امين خان شمانخېل:

خدائي خدمتګار حاجي محمد امين خان شمانخېل چې د توروام کلي اوسېدونکے ؤ، نامتو خدائي خدمتګارو کښې ؤ. پۀ کانګرس جماعت کښې اېم اېن اے پاتې شوے ؤ.

انارګل عبدالائي محسود:

خدائي خدمتګار انارګل عبدالائي محسود چې د پلار نوم ئې پاودين محسود ؤ، پۀ نولس سوه اتۀ پنځوسم مکين جنوبي وزيرستان کښې پېدا شوے ؤ. څو څو ځله پۀ صوبائي او ضلعي تنظیمي عهدو پاتې شوے ؤ او د باچا خان تحريک کښې د نورو خدائي خدمتګارو سره اوږه پۀ اوږه ولاړ ؤ. د خدائي خدمتګار انارګل محسود پۀ کور طالبان ورغلل نو چې وې کتل چې د خدائي خدمتګار پۀ کمرې کښې د باچا خان بابا او نورو خدائي خدمتګارو تصويران وو، وې وئيل چې دا خو د کافرو کور دے او دلته د باچا خان تصويرونه لګېدلي دي. د خدائي خدمتګار زوي او مشرانو هغه تصويران لرې نۀ کړل او هغه وخت هم د خدائي خدمتګارو سره جنډه اوچته ولاړه وه پۀ کوم وخت چې پۀ جنوبي وزيرستان کښې باچا خان تحريک نوم اخستل لوے جرم ؤ. هغۀ د جېل قېد او بند تېر کړي وو. د دسمبر پۀ درېمه نېټه کال دوه زره درېم کښې وفات شوے دے. پۀ قبر ئې کال تر کال سره جنډه ولاړه وي او چې زړه شي نو د هغې د پاره ئې يو تن مقرر دے، هغه بيا جنډه پۀ قبر نوې کړي. د هغۀ يو زوے عالمزېب خان عبدالائي محسود مونږ سره اوس د خپل پلار پۀ شان دې تحريک او کاروان کښې اوږه پۀ اوږه روان دے او هرقسم قرباني خپل ګوند سره کوي. د خدائي خدمتګارو پۀ ملګرو کښې دا کسان دي: اعظم نظرخېل، امان دين شمس خېل، عزيزالحسن ايډوکيټ وانا، شمس الدين شمس خېل او داسې نور ډېر خدائي خدمتګاران چې اوس وفات شوي دي.

جلال الدين شاه انصاري:

خدائي خدمتګار جلال الدين شاه انصاري ژوندے خدائي خدمتګار دے. د دوي د پلار نوم مهربان شاه انصاري صاحب ؤ. دے پۀ نولس سوه شپږڅلوېښت د جنورۍ پۀ اولني تاريخ پېدا شوے ؤ. نن سبا پۀ واڼا جنوبي وزيرستان کښې ژوند کوي. خدائي خدمتګار ته دا اعزاز حاصل دے چې دوي د بايزيد انصاري (پيرروښان) پۀ اولاد کښې دے. د دوي ټوله کورنۍ باچا خان تحريک کښې خپلې هلې ځلې کوي. اووۀ اويا کاله عمر ئې دے. د دۀ ورارۀ پير خوشتاب احمد شاه انصاري پۀ دې تحريک کښې خپل عمر تېر کړو او دې تحريک د پاره ئې ښۀ خدمات تر سره کړل. خوشتاب احمد شاه دنورو خدائي خدمتګارو پۀ شان د جلاوطنۍ او د جېل قېد و بند شپې او ورځې تېرې کړې دي. دوي وائي چې ما ته دا اعزاز حاصل دے چې ما د باچا خان ويل چئير ګرځولے دے او ما باچا خان بابا څو څو ځله پۀ مخ ښکل کړے دے او د هغۀ لاس هم پۀ خپلو سترګو ښکل کړے دے. د باچا خان بابا فلسفه عدم تشدد او باچا خانۍ فلسفه به تر اخري ساه پورې خپلوو .

غازي مرجان شابي خېل محسود:

خدائي خدمتګار غازي مرجان شابي خېل پۀ نولس سوه دېرشم کښې توروام کلي جنوبي وزيرستان کښې پېدا شوے او د خدائي خدمتګار تحريک پۀ داسې ملګرو کښې ؤ چې د دوي تاريخ پۀ سرو زرو اوبو ليکل پۀ کار دي. د خدائي خدمتګار ورارۀ حاجي شېرعالم محسود صاحب وائي چې مونږ يو ځل باچا خان بابا ملاقات له لاړو چې باچا خان بابا ټائي رسټ هاوس اېبټ اباد کښې ؤ. مونږ چې ورغلو نو باچا خان بابا څۀ خوراک تيارولو نو زما ترۀ ورته ووئيل چې بابا! مونږ به ئې درله تيار کړو نو بابا ووئيل نه! تاسو به ئې ولې تياروئ؟ زۀ خداے پېدا کړے د خدمت د پاره يم نو زۀ به تاسو ته ولې تکليف درکوم. زۀ به ستاسو خدمت کوم او زۀ نورو ملګرو ته د خدمت کولو سبق ښایم. شېرعالم محسود وائي چې مونږ پۀ پېنډۍ کښې کاروبار کولو چې پۀ راجه بازار کښې مو کمره اخستې وه او ولي خان بابا پۀ حېدر اباد جېل کښې ؤ نو مونږ ته څو سپاهيان او S.H.O راغلل او مونږ ته ئې ووئيل چې مونږ ستاسو شناخت کوو نو زما ترۀ ورته ووئيل چې زما شناخت د ولي خان نه بغېر بل څوک نۀ شي کولے او کۀ تۀ زمونږ شناخت غواړې نو بيا ولي خان صاحب نه تپوس وکړه نو هغه اېس اېچ او ډېر ښۀ سړے ؤ او بيا ئې مونږ ته ووئيل چې ښه ده.

خدائي خدمتګار غازي مرجان خان محسود پۀ يويشتم اکتوبر نولس سوه پينځۀ کښې د اويا کالو پۀ عمر کښې وفات شوے دے.

حافظ محمد زمان محسودي صاحب:

خدائي خدمتګار حافظ محمد زمان محسودي صاحب چې د خيسوره تحصيل تيارزه جنوبي وزيرستان اوسېدونکے او د مولوي ميرداد خان نظر خېل پۀ کور کښې پۀ نولس سوه دوه دېرشم کښې پېدا شوے دے، اوس ئې عمر اووۀ اتيا کاله دے. الله دې ورله روغ صحت ورکړي. د دېوبند دارالعلوم نه عالم فضل مفتي او حافظ فارغ شوے دے. هغه وائي چې زۀ يوه ورځ خپل پلار سره ناست وم چې باچا خان حسېن احمد مدني صاحب ته ټيلي فون وکړو چې تاسو د هندوستان نه را شئ، دلته يعني پاکستان کښې مونږ د يوې جلسې پروګرام کړے دے. حسېن احمد مدني صاحب ټيلي فون کښې ورته ووئيل چې خان عبدالغفارخان صاحب! زۀ جلسې ته نۀ درځم پاکستان چې څنګه ستاسو او ستاسو ملګرو ازادولو او څنګه تاسو خپل وطن غوښتلو نو دغه شان پاکستان نۀ دے او لا پاکستان غلام ملک دے. زۀ دې غلام ملک ته نۀ درځم. تاسو خفه کېږئ مۀ. نور زما سر تاسو نه قربان شه! باچا خان بابا د هغوي عذر ومنلو. د حافظ محمد زمان محسودي صاحب زوے محمد علي خان چې يو ښۀ دروند انسان دے او پۀ جنوبي وزيرستان سرکاري سکول کښې پرنسپل دے او مونږ سره د خپل پلار نيکۀ پۀ قافلې کښې د اسفنديار ولي خان پۀ قيادت کښې شپه او ورځ د خپل قام او ژبې خدمت ته تيار دے او دا پۀ خپل ځان فرض ګڼي.

‘پښتون’، 2013

ملک باخان وزير، واڼا، جنوبي وزيرستان:

خدائي خدمتګار ملک باخان وزير چې پۀ نولس سوه اتۀ ويشت کښې پۀ واڼا ښار کښې پېدا شوے دے او ځواني ئې د باچا خان تحريک کښې تېره کړې ده او تر مرګ پورې پۀ دغه تحريک کښې ؤ. چې کله باچا خان بابا پۀ نولس سوه دوه اتيايم کښې جنوبي وزيرستان واڼا ته راغلو او د ملک باخان وزير پۀ حجره کښې ئې يوه جلسه وکړه. څنګه چې باچا خان بابا واپس لاړ نو هغه وخت پولټيکل اېجنټ جنوبي وزيرستان د خدائي خدمتګار ملک باخان وزير کور مسمار کړو او ملک باخان وزير صاحب افغانستان ته جلا وطن لاړو او هلته ئې د جلاوطنۍ عمر تېرولو. د افغانستان نه چې واپس راغلو نو بيا ئې پۀ خپل کلي واڼا او نورو پښتنو کلو کښې د امن او د محبت او پښتونولۍ کار شروع کړو خو اخر د نورو خدائي خدمتګارو پۀ شان دوي هم دمرګ ذائقه وڅښکله او د پينځۀ اتيا کالو پۀ عمر کښې پۀ دوه زره ديارلسم کال کښې وفات شو. پۀ ګور ئې نور شه!

‘پښتون’، مارچ 2013

د ضلع ټانک خدائي خدمتګاران

لیکوال: رحمت شاه قرېشي، ټانک

بادشاه خان کنډي المعروف ستر خان (مشرخان):

خدائي خدمتګار بادشاه خان کنډي المعروف ستر خان يعني مشر خان؛ دوي ته کۀ مونږ پۀ ضلع ټانک کښې د خدائي خدمتګار باني هم ووايو نو ډېره به ښۀ وي. ستر خان چې د پلار نوم ئې شاه عالم خان ؤ، پۀ نولس سوه لسم کال پائي کلي کښې پېدا شوے ؤ. تعليم ئې تر لسم جماعت پورې کړے ؤ. د سرکاري نوکرۍ نه ئې انکار کړے ؤ او دا ئې وئيلي وو چې زۀ د خپل قام اولس خدمت کوم او د پېرنګي غلامي نۀ کوم. د باچا خان بابا تحريک کښې ئې پۀ ځوانۍ کښې قدم ايښے ؤ او د شپاړسو کالو پۀ عمر کښې دې تحريک کښې شامل شوے ؤ او تر مرګ پورې پۀ دې تحريک کښې ؤ. د خانانو سره ئې تعلق نۀ کولو پۀ دې چې زۀ به د خپل کلي او وطن غريبانانو خدمت کوم او دا خانان د پېرنګي غلامان دي او مونږ د پېرنګي د غلامانو تابعداري نۀ کوو. پۀ دې وجه ئې د خانانو سره تعلق خراب ؤ. خدائي خدمتګار بادشاه خان کنډي پۀ نولس سوه دوه دېرشم کښې وادۀ کړے ؤ چې د وادۀ د دوه مياشتې کېدې نو دوي د خدائي خدمتګار تحريک پۀ چلولو باندې ګرفتار شول او اتۀ کاله ئې جېل کښې تېر کړل. بيا نولس سوه څلوېښتم کښې ازاد شو. دوي څلور کاله بيا د تحريک پۀ هلوځلو کښې حصه واخسته او خپل تحريکي کار ئې جاري وساتلو چې دوي بيا پۀ نولس سوه څلور څلوېښتم کښې بيا ګرفتار شول او تر نولس سوه اووۀ څلوېښتم پورې پۀ قېد کښې ؤ. دوي ټول عمر پۀ خدائي خدمتګار تحريک کښې تېر کړو او د پېرنګيانو خلاف ئې خپل جدوجهد جاري وساتلو. ستر خان پۀ نولس سوه اتۀ شپېتم کښې د اتۀ پنځوسو کالو پۀ عمر کښې وفات شوے دے.

ستر خان به لۀ هغې وخت هندوانو سره شريک کاروبار کولو چې د علي ګړهـ نه به هندوانو سامان راوړو او دوي به پۀ ټانک او ډي ائي خان کښې پۀ شريکه کاروبار چلولو چې پۀ هغه وخت کښې ټانک د کاروبار يو لوے مرکز ؤ او د دې تحريک پۀ وجه هغۀ کاروبار ته ډېر تاوان ورکړے ؤ. پېرنګيانو د دوي کاروبار او جائيداد ضبط کړے ؤ. د ستر خان حجرې کښې به هر وخت دوه سوه کسانو ناسته کوله او د دوو سوو نه به د زياتو کسانو مېلمستيا کېده او د دوي يوه لويه حجره وه چې پۀ ټول کلي کښې ئې نوم ؤ.

اولاد کښې ئې دوه زامن دوه لوڼه وې چې لوڼه ئې مشرې وې او زامن ئې کشران وو. د زامنو نومونه ئې محمد اسلم خان او محمد انور شاه دي. يوه لور ئې، چې نن سبا د خپلو ورېرو سره ده او د هغې عمر تقريباً اتۀ اتيا کاله دے او لا شکر دے ژوندۍ ده، تقريباً پۀ نولس سوه دېرشم کښې پېدا شوې وه. دا وائي چې زۀ پېدا شوم نو زما پلار پۀ جېل کښې ؤ نو چې د جېل نه راغلو نو د کور نور کشرانو او مشرانو به ورته ستر خان وئيلو نو ما به هم ورته ستر خان وئيلو. ما ته دا نۀ معلومېده چې دا خو زما پلار دے نو بيا ما ته مور ووئيل چې دا ستا پلار دے او د باچا خان بابا خدائي خدمتګار تحريک کښې جېل کښې بندي ؤ. زما پلار چې جېل نه ازاد شو نو زۀ د اتو کالو وم. زۀ اوس هم د باچا خان بابا او خپل پلار پۀ دې تحريک فخر کوم. د ستر خان نمسے اختيار اسلم وائي چې زما د نيکۀ ملګري دا وو: فضل الله اګا کنډي پائي کلے، غلام جان چې مرګ پورې ئې په سر پټکے ؤ او د تحريک هر کار کښې به اول شريک ؤ، خان غفار خان زوے د کالوخان پائي کلے، امان الله خان زوے د غازي خان پائي کلے او داسې نور ډېر کسان وو چې نومونه ئې مونږ نه هېر دي. خدائي خدمتګار بادشاه خان ستر خان ډېر درانۀ پښتانۀ نمسي لري چې نومونه ئې دا دي: افتخار اسلم، نعمان اسلم، وقار اسلم او پۀ پوليس کښې شهيد کانسټېبل عدنان اسلم.

فېض الله خان:

خدائي خدمتګار فېض الله پائي کلے چې د پلار نوم ئې محمود خان کنډي ؤ، پۀ قام ببر تاجوخېل ؤ. پۀ نولس سوه شلم کښې پائي کلي ټانک کښې پېدا شوے ؤ. دوي هم د نورو خدائي خدمتګارو غوندې د قېد و بند شپې تېرې کړې وې.د هغۀ زوے وائي چې مونږ ته يو خدائي خدمتګار امان الله خان زوي د غازي خان چې د پينځۀ اويا کالو پۀ عمر کښې پۀ دوه زره يوولسم کښې وفات شو، وئیل چې باچا خان بابا چې پۀ اول ځل پائي کلي ته راغلو نو مونږ ورته د کلي پۀ اول دروازې سلامي ورکړې وه او باچا خان بابا ډېر خوشحاله شوے ؤ او د خدائي خدمتګار بادشاه خان کنډي پۀ حجرې کښې ئې يوه لويه جلسه کړې وه. د خدائي خدمتګار نمسے ريحان خان کنډي وائي چې زما پلار ما ته ووئيل چې غفار خان چې د پائي کلي اوسېدونکے ؤ او پۀ ټولو ملګرو کښې وړوکے ؤ او هر وخت به د پارټۍ د جلسو او جلوسونو اولنۍ دستې کښې ؤ، پوليسبه ګرفتارولو؛ خدائي خدمتګار فېض الله خان کنډي پۀ شپږ اتيا کالو پۀ عمر کښې پۀ دوه زره شپږم کال کښې وفات شوے دے. د کورنۍ نور کسان ئې مونږ سره پۀ دې تحريک کښې برابر شريک دي.

منتظر بهټني:

خدائي خدمتګار منتظر بهټني چې د پلار نوم ئې صالح خان ؤ، پۀ نولس سوه پينځۀ دېرشم کښې کوټ ګلدان کښې پېدا شوے ؤ او تعليم ئې اېم اے پښتو ژبې کښې کړے ؤ. منتظر بهټني يو دروند شاعر او اديب ؤ او وکيل هم ؤ. خدائي خدمتګار منتظر بهټني ما ته يوه ورځ وئيل چې رحمت شاه قرېشي! ما پۀ خپل ژوند ډېر تکليفونه او غمونه ليدلي دي خو زما د سترګو نه اوښکې نۀ دي بهېدلې خو کله چې باچا خان بابا لۀ دې دنيا نه رخصت شو نو تر جلال اباد پورې باچا خان بابا جنازې سره لاړم خو زما اوښکې بهېدې. هغه د درې کتابونو ليکوال هم دے چې نومونه ئې ‘د قطب ستوري’، ‘پينځۀ حرفونه او دولس اوازونه’ او ‘سپرلے به ضرور راځي’ دي. هغه پۀ وړومبۍ فرورۍ دوه زره اتم کښې وفات شوے دے.

‘پښتون’، اکتوبر 2011

ډاکټر نصرالله دراني:

خدائي خدمتګار ډاکټر نصرالله دراني صاحب چې د پلار نوم ئې حاجي خان ؤ او پۀ قام دراني ؤ چې افغانستان نه ټانک ته راغلے ؤ او دلته اباد شوے ؤ، تر شپاړسم تعلیم کړے ؤ. د پېدائش کال ئې اتلس سوه اووۀ نوي دے او د مرګ تاريخ ئې نولس سوه اووۀ اتيايم ؤ.

ښاغلي ډاکټر نصرالله دراني صاحب ته دا اعزاز هم حاصل ؤ چې دوي سره خدائي خدمتګار ماسټرکريم خان څو ځله شپې له راغلے ؤ او د دوي پۀ حجرې کښې ئې مېلمستيا شوې وه. خدائي خدمتګار نصرالله ډاکټري کورس د دهلي هندوستان نه کړے ؤ. د خدائي خدمتګار پۀ ملګرو کښې مشهور خدائي خدمتګار غلام محمد تتور، منتظر بهټني، نعمت الله تتور او نور ډېر کسان وو چې مونږ نه ئې نومونه هېر دي. د خدائي خدمتګار يو زوے صداقت دراني هم دے چې مونږ سره هر قسم تعاون کوي.

ملک امير خان بهټني کمانډر صاحب:

خدائي خدمتګار ملک امير خان بهټني کمانډر صاحب چې د پلار نوم ئې ملک ادم بهټني ؤ، نولس سوه اتۀ دېرشم کښې کوټا ګلدان ټانک کښې پېدا شوے ؤ. پۀ خټه تته عمرخېل ؤ. ملک امير خان کمانډر صاحب يو داسې خدائي خدمتګار ؤ چې تر مرګ ساعت پورې ئې د خدائي خدمتګارو وردي اچولې وه او د بابا قافلې کښې ئې داسې تاريخ ؤ چې هر پښتون د دوي پۀ قربانیو وياړ کوي. ملک امير خان کمانډر پۀ دوه زره ديارلسم د نومبر مياشتې پۀ شپاړسم تاريخ اويا کالو پۀ عمر کښې وفات شوے. اولاد ئې نۀ ؤ خو د هغۀ ورارۀ مونږ سره اوس هم پۀ ضلعي کابېنې کښې عهديدار دے چې نوم ئې ملک حسېن خان دے.

‘پښتون’، 2005

حاجي عبدالحميد خان کنډي:

خدائي خدمتګار حاجي عبدالحميد خان کنډي د ګل امام کلي اوسېدونکے ؤ. دوي پۀ نولس سوه شپږ څلوېښتم پۀ الېکشن کښې د کانګرس پۀ ټکټ ولاړ ؤ او د ټانک تحصيل لۀ طرفه د کانګرس ممبر ؤ او د مسلم ليګ نواب قطب دين نه صرف پۀ 516 ووټونو پاتې شوے ؤ. د دې سياسي کورنۍ نور ډېر کسان تر اوسه پورې د ملک پۀ ګوټ ګوټ کښې د پارټۍ خدمت کوي لکه ظفرخان کنډي، جمشxد خان کنډي، ګلزار خان کنډي (کراچۍ)، خالد خان کنډي او داسې نور.

‘پښتون’، 2009

غلام محمد تتور:

خدائي خدمتګار غلام محمد تتور د خپل کلي صدر ؤ او دے پۀ هغه وخت صدر ؤ چې پۀ تحريک باندې پېرنګيانو خپل ظلم زور يو پۀ دوه زيات کړے ؤ. غلام محمد تتور داسې خدائي خدمتګار ؤ چې د باچا خان او ګاندهي جي ترمنځ ئې د خط او کتابت کار کولو او د دوي پېغام ئې يو بل ته وړو او د دوي پۀ وجه ضلع ټانک کښې داسې خدائي خدمتګار وو چې پۀ دوي مونږه تر نن ورځې فخر او وياړ کوو. د دوي پۀ خاندان کښې اوس هم د پارټۍ ډېر مشران شته لکه عظمت تتور، فضل کريم تتور ضلعي صدر (اے اېن پي) ضلع ټانک، رحمان الله جرنېل. ملګري ئې دا دي: لټي کلي زير محمد (زيرک اګا)، ورېشمين خان بزائي، ميرولي ټانک، صابري ټانک، د خداے بخښلي غلام محمد تتور مشهور نظم يو شعر ليکم.

مونږ کۀ پښتۍ ماتې کړې

خوتۀ مو ووټ حقداره کړې

‘پښتون’، جولائي 2009

مولانا احمد خان بهټني:

خدائي خدمتګار مولانا احمد خان بهټني چې د پلار نوم ئې شېخ مشک ؤ او پۀ نولس سوه څلور دېرشم کښې پۀ چېسن کچ کلي کښې پېدا شوے ؤ او نن سبا د بهټنو پۀ علاقه قبرعلي خيل کلي کښې اوسېږي. ديني تعليم ئې کړے دے او يو ډېر ښۀ عالم او مخلص خدائي خدمتګار هم دے. د پارټۍ مشرانو او کشرانو سره داسې مينه کوي چې د باچا خان او خان عبدالولي خان بابا نومونو سره هر وخت رحمة الله علېه وائي. خدائي خدمتګار وائي چې زۀ د بنو پۀ معراج العلوم مدرسې کښې شاګرد وم، ملګرو سره د باچا خان بابا جلسې ته تلے وم نو ما ته خپل استاد ووئيل چې احمد خانه تلاوت وکړه! خو باچا خان ووئيل چې نه! تلاوت زۀ پۀ خپله کوم. خدائي خدمتګار احمد خان بهټني تر دې وخته پينځۀ اتيا کالو پۀ عمر کښې روغ جوړ دے. الله دې ورله روغ صحت نصيب کړي (امين). ‘پښتون’، مارچ 2017

سيد غلام شاه ميا خېل:

خدائي خدمتګار سید غلام شاه مياخېل د درابن ډي ائي خان اوسېدونکے دے. تقريباً نوي کالو پۀ عمر کښې وفات شوے. دوي سره د درابن او شا خوا علاقو کښې ډېر ملګري وو او هر خدائي خدمتګار د تحريک يو ژوندے باب ؤ چي حاجي عبدالله شاه (سي اېنډ ډبليو اېکسین)، حاجي عبدالرزاق زرين او نور ګڼ شمېر کسان تر اوسه پورې د دې تحريک سره تړلي دي او د پارټۍ خدمت کوي. د دوي پۀ نوم يو کلے اباد دے چې نوم ئې غلام شاه وستي دے.

حاجي محمد زمان شېراني:

خدائي خدمتګار حاجي محمد زمان شېراني صاحب چې د پلار نوم ئې حاجي عجب خان شېراني دے، نولس سوه اتۀ پنځوسم کښې زېږېدلے دے. تعليم ئې اېم اے او يو شپېتۀ کالو عمر ئې دے. هغه وائي چې زما ترۀ حاجي محمد ايوب خان شېراني پۀ نولس سوه يو اويا کښې ورېشمين خان سره تحصيل جنرل سيکرټري ؤ چې پۀ هغه وخت د پارټۍ نوم اېن اے پي ؤ او زمونږ پۀ دوکان شېراني کلاتهـ هاوس باندې به کال تر کال سره جنډه اوچته ولاړه وه. د دوي ما سره ډېر معلومات شته خو زۀ به دا ووايم چې زمونږ ملي مشر د خپل نيکۀ او پلار پۀ شان د خپل قام د خدمت د پاره هر قسم داغ پۀ خپل ځان قبول کړے دے خو د خپل قام او خاورې خدمت د پاره ئې شپه او ورځ پۀ ځان يو کړې ده. پۀ دوې دا الزام ؤ چې دوي پۀ شېرپاؤ دهماکه کړې؛ هغه وخت اسفنديار ولي خان او علي محسود پښتون سټوډنټس فېډريشن کښې وو او نن سبا علي خان محسود پۀ جرمني کښې دے او هلته پارټي او د خپلې ژبې خدمت هغه شان کوي. دوي زياته کړه چې مونږ ته به د پارټۍ مشران غم او خوشحالۍ له راتلل او څو ځله اجمل خان خټک صاحب، افضل خان لالا، شهيد بشير احمد بلور، حاجي غلام احمد بلور او د هغه وخت مرکزي او صوبائي مشران به چې ټانک ته راغلل نو مونږ به ضرور ورتلو. حاجي محمد زمان شېراني د پارټۍ هر پروګرام او خدمت کښې هر وخت حاضر وي. مونږ سره ځاني او مالي قرباني کوي. دے يو ډېر مخلص قام پرسته دے. دوي وائي چې مونږ سره پۀ هغه وخت پارټۍ کښې امان الله دلسوز، انور خان کنډي پائي کلے، خان ګل شهيد، حاجي غلام ګل عرف بابو صاحب کوټ اعظم کلے، ماسټر زرے خان بهټني او نور ډېر کسان وو چې د دوي نومونه به وخت اخلي. دوي وائي چې مونږ پۀ خپل وخت داسې تحريک او تنظيم نۀ دے ليدلے لکه څنګه چې د باچا خان بابا تحريک ؤ او لا شکر دے دا تحريک ژوندے دے او د اسفنديار ولي خان پۀ قيادت کښې د خپل قام او خاورې خدمت کوي. الله پۀ اخري عمر کښې يو زوے محمد صفيان شېراني ورکړو چې عمر ئې پۀ دې وخت دوه کاله دے؛ الله دې ورته نېک ځوان او د باچا خان پۀ لار روان لري (امین).

خدائي خدمتګار سید عاشق شاه باچا

لیکوال: رحمت شاه قرېشي، ټانک

باچا خان سره خدائي خدمتګار تحريک کښې داسې ملګري وو چې د هر يو ملګري نوم د ستائنې وړ دے. پۀ دې خدائي خدمتګارانو کښې يو ځلنده نوم د سيد عاشق شاه باچا هم دے چې يو روښانه تاريخ لري.

سيد عاشق شاه باچا د کوهاټ روډ تپه مومند پۀ مشهور او تاريخي بهادر کلي پېښور کښې پۀ اتلس سوه اتۀ نوي کښې د سيد عارف شاه پۀ کور کښې پېدا شوے ؤ. تر لسم جماعت پورې ئې تعليم مشن هائي سکول پېښورکښې حاصل کړے ؤ او پۀ پوليس محکمه کښې د اسسټنټ انسپکټر پوسټ باندې بهرتي شوے ؤ خو د خپل وطن او خاورې سره د مينې پۀ وجه ئې د سامراج نوکرۍ نه استعفٰي ورکړه او د ټولو نه اول تحريک خلافت او بيا انجمن اصلاح الافاغنه او وروستو پۀ خدائي خدمتګار تحريک کښې شامل شو او ډېر پۀ اخلاص سره ئې د ازادۍ تحريک د پاره کار کولو. دې لار کښې ئې د جاني او مالي قربانيو سره د قېد و بند ورځې هم تېرې کړې او د ژوند زياته برخه ئې پۀ جېلونو کښې تېره کړه. اول ځل ئې د ګجرات او لاهور پۀ جېلونو کښې سختې سزا ګانې تېرې کړې. پۀ نولس سوه څلور دېرشم کښې باچا خان بابا اٰل انډيا کانګرس کمېټۍ اجلاس کښې شرکت وکړو او د واردها ته ورسېدو نو هلته دوي د مرکزي کسانو پۀ حېثيت کلکتې او بيا شمله کانګرس ورکنګ کمېټۍ کښې شريک شو او هلته ئې ګاندهي جي او پنډت جواهرلعل نهرو سره ملاقات وکړو.

ياده دې وي چې سيد عاشق شاه باچا د تپه مومند اول کس ؤ چې باچا خان بابا سره د ازادۍ پۀ تحريک کښې شامل شوے ؤ او د انګرېزانو خلاف ئې جدوجهد شروع کړے ؤ.

پۀ نولس سوه دېرشم کښې چې د قصه خوانۍ ډزو واقعه کښې کوم خدائي خدمتګار ګرفتار شوي وو، باچا صاحب هم هغو کښې شامل ؤ.

سيد عاشق شاه باچا خپل قامي تحريک سره لکه د غر ولاړ ؤ او کله ئې هم نۀ معافي غوښتې ده او نۀ سامراجي پېرنګي ته تسليم شوے دے. پۀ نولس سوه دوه څلوېښتم او درې څلوېښتم کښې د باچا خان بابا پۀ وېنا تېراه ته لاړو او پۀ قبائل اولس کښې ئې د ازادۍ د تحريک جذبه د انګرېزانو خلاف شروع کړه. د پېرنګي د وخت نوابانو او خانانو دوي ته ډېر لالچ ورکړو خو دوي د باچا خان د تحريک نه پۀ يو قسم لالچ لاس پۀ سر نۀ شو.

د سيد عاشق شاه باچا جائيدادونه سرکار ضبط کړل او بچي ئې در پۀ در شول خو د دوي پۀ خدمت کښې فرق رانۀ غلو. د باچا خان د دغه صحيح او پۀ خپل قام مئين خدائي خدمتګار د نورو خدائي خدمتګارو پۀ شان د دې فاني دنيا نه پۀ نولس سوه نهه اويايم کښې رخصت شو پۀ ګور ئې نورشه! امين

د بام خېلو سجاد خان ماما

لیکوال: سېد نبي خان، بامخېل

د صوابۍ د بام خېلو سجاد خان ماما، اندازاً کال 1877 کښې د ګنبد خان کره زېږېدلے ؤ. د عمر سړے پۀ دې ؤ چې باچا خان به ورته هم ‘ماما’ وئیلو.

باچا خان چې پۀ وړومبي ځل بامخېلو ته راغلو نو د جمعې ورځ وه. ماما ته ئې ووې چې د جمعې نمونځ نه پس به اولس سره دلته خبرې کوو – ماما ورته ووې چې بامخېلو کښې د جمعې نمونځ نۀ کېږي – هم دغه جمعې نه د بامخېلو پۀ مداخېل جومات کښې د جمعې نمونځ شروع شو.

د تحریک سره د وابستګۍ پۀ سبب قېدونو سره مخ ؤ. زمونږ علاقو کښې د زمکې وړومبے بندوبست خواوشا 1870 کښې او دوېم ځل 1927/28 کښې شوے ؤ؛ دوېم بندوبست چې کېدو نو ماما جېل کښې ؤ. دې نه پس ئې تحریک د پاره تر پنځلسو کالو جېلونه کړي دي. یو ځل خو ئې مېلمانۀ راغلي وو، هغه مېلمانۀ ئې ورسره هم جېل ته بوتلي وو.

د بام خېلو غر کښې بټه رېل سره ‘کاپر غونډ’ باندې ئې د ګټو پنځلس فټه مناره جوړه کړې وه – هلته نه به ئې د ‘نعرۀ تکبیر’، ‘انقلاب زنده باد’ او ‘باچا خان زنده باد’ چغې وهلې. خداے دروند او توند اواز هم ورکړے ؤ، ‘ډوک کښې ئې لور/خور وادۀ وه، هغې به ئې نعرې اورېدو.

د پېښور جېل کښې ئې د باچا خان د نوم نعره ووهله، سخته سزا ورکړې شوه – وړومبۍ خوټکېدلې تودې اوبۀ او بیا یخې اوبۀ به ئې ورله پۀ سر اړولې؛ دې سره ئې ورله ذهن خراب کړو.

د ‘ماما’ دوه زامن دي – مشر ‘میروس خان’ مړ دے او ‘جانس خان’ ژوندے دے.

سجاد خان ماما د مۍ میاشت اوولسمه نېټه 1957 کښې پۀ حق رسېدلے او د بام خېلو قدیمي ادیره کښې د جنوب خوا ته ښخ دے – پۀ ګور ئې نُور شه.

 

دا هم ولولئ

د تحريک انصاف حکومت کښې د قامي اسمبلۍ سره روان سلوک – رحمت شاه قرېشي

د دنيا پۀ مخ ډېر خلق او ډېر حکومتونه اباد شوي او تېر شوي دي …