باچا خان مرکز کښې د دوو مېرمنو شاعرانو د کتابونو ځانګړې مخکتنه – فېروز خان صادق

د شاعرانو اديبانو د نورو ډېرو ستونزو سره يوه مهمه مسئله د ادبي دستورو تر سره کولو د پاره د مناسب ځاے د نشتوالي هم ده – خو د ډېرې خوشحالۍ خبره ده چې د باچا خان مرکز ودانۍ کښې دوه غټ هالونه د ټولو ادبي، ثقافتي او نورو ټولنیزو هلو ځلو د پاره پۀ ويړيا توګه موجوده دي او د عوامي نېشنل پارټۍ د ادبي او کلتوري څانګې لۀ خوا سرِ عام اعلان دے چې باچا خان مرکز صرف د اے اېن پي سره تعلق لرونکو شاعرانو ادیبانو د پاره نۀ دے، بلکې د هر ګوند سره تعلق لرونکو ليکوالانو شاعرانو د پاره پرانستے دے او هغوي کولے شي چې خپل ادبي نشستونه، د کتابونو مخکتنې، مشاعرې، سیمینارونه او کلتوري هلې ځلې دلته وکړي.

هم پۀ دې سلسله کښې پۀ درېمه مۍ 2019ز د جمعې پۀ ورځ د ماسپښين نمانځۀ نه پس د محترمې ډاکټر روشن کليم سرهندي د کتاب “خاموشه چغې” او د مېرمن سوېرا خان ننګيالۍ د شعري ټولګې “د ګلونو قصې” د مخکتنې دستوره او مشاعره تابيا شوه چې دوو برخو کښې وېشلې وه. پۀ وړومبۍ برخه کښې چې صدارت ئې پروفېسر ډاکټر شېر زمان سيماب وکړو او مشر مېلمه ئې پروفېسر نورالامين يوسفزے ؤ؛ محترم ميا افتخار حسېن او پروفېسر ډاکټر نصرالله جان وزير د اعزازي مېلمنو پۀ څوکيو ناست وو. ورسره روشن کليم سرهندي او سوېرا خان ننګيالۍ هم ناستې وې. پۀ دې برخه کښې پۀ کتابونو مقالې او خبرې وشوې او پۀ دوېمه برخه کښې چې صدارت ئې پروفېسر قاسم محمود بنوي وکړو، ازاده مشاعره وشوه چې تر ماسخوتن ناوخته پورې ئې دوام درلود.

د دستورې پېل فېروز خان صادق د قران پاک پۀ تلاوت سره وکړو. حيات روغاني د وړومبۍ برخې د نظامت چارې تر سره کړې. د ټولو نه مخکښې د دواړو کتابونو د مخکتنې دستوره د صدر او مشرانو مېلمنو پۀ لاسونو وشوه. ورپسې پروفېسر نورالامين يوسفزي خپله وېنا وکړه او د خدائي خدمتګارۍ پۀ تحريک کښې ئې د مېرمنو پۀ کردار رڼا واچوله او د ډاکټر روشن کليم او سوېراخان ننګيالۍ د کتابونو ستائینه ئې وکړه او د دوي د هلو ځلو پۀ حقله ئې تفصيلي خبرې وکړې. هم دغسې ميا افتخار حسېن د خپلو خیالاتو د څرګندونې پۀ مهال ووئیل چې ښځه هم د انسان نوم دے او سړے هم. لهٰذا مونږ له د دواړو حقونه او ذمه وارۍ منل پکار دي. ښاغلي میا افتخار حسېن د دواړو کتابونو پۀ نومونو ‘خاموشه چغې’ او ‘د ګلونو قصې’ پۀ اړه ډېرې ادبي خبرې وکړې او وې وئیل، کله چې چغې خاموشه وي او کله چې پۀ دومره پرهرونو، دردونو، دهماکو او دهشتګردو کښې دننه هم د څوک د ګلونو قصې کوي نو دې نه ثابتېږي چې زمونږ د شاعرانو شعور دومره دے چې کومه خبره پۀ څومره ښکلي اندار کښې وړاندې کولې شي. هغۀ زیاته کړه، زۀ چې د پښتو کتابونو ته ګورم او د شاعرانو دې کوشش ته ګورم نو ډاډه یم چې نۀ څوک پښتو ژبه ختمولې شي او نۀ څوک پښتون قام. ښاغلي میا افتخار د دواړو کتابونو څخه منځ کښې پاڼې واړولې او یو یو کلام ئې ترې ووئیلو چې د دغې دستورې خوند ئې یو پۀ دوه کړو.

اغلې ډاکټر روشن کليم سرهندي پۀ کتاب “د ګلونو قصې” ليکلې شوې مقاله وړاندې کړه او شاباش! دا وړومبۍ موقع وه چې د يوې مېرمنې پۀ کتاب يوه زنانه مقاله اوروي. ورپسې راقم الحروف فېروز خان صادق مقاله “د ګلونو قصې” باندې واوروله. زلمي ليکوال عثمان سائر هم “د ګلونو قصې” باندې مقاله واوروله. ښاغلي نعيم مخلص، ارشدخان او احسان فاروقي د دواړو مېرمنو کلامونه پۀ ترنم سره وړاندې کړل او د اورېدونکو څخه ئې داد واخستو. مېرمن سوېرا خان ننګيالۍ پۀ خپلو خبرو کښې د باچا خان مرکز د چارواکو پۀ ادب دوستۍ مننه وکړه چې د کتاب د مخکتنې د پاره ئې هال ويړيا ورکړو او د مېلمنو د مېلمستیا انتظام ئې هم وکړو. هم دغسې د ټولو ګډون والو څخه ئې مننه وکړه چې پۀ دومره زيات شمېر کښې دستورې ته راغلل. د خبرو نه پس ئې خپل کلام هم وړاندې کړو. پۀ دې موقع يو ځل بيا حيات روغاني د عوامي نېشنل پارټۍ لۀ خوا د دې هوډ اعاده وکړه چې باچا خان مرکز به د ټولو شاعرانو اديبانو د هلو ځلو د پاره پۀ ويړيا توګه ورکولے شي. دوي کولے شي چې خپلې هلې ځلې هم دلته تابيا کوي. مېرمن روشن کليم هم پۀ خپلو خبرو کښې د دې دستورې جوړوونکو او ګډون کوونکو څخه مننه وکړه چې د دوي د دې کتاب د مخکتنې پۀ دستوره کښې ئې ګډون وکړو او بيا د باچا خان مرکز د منتظمينو ئې پۀ خصوصيت سره مننه وکړه چې دوي تل د شاعرانو اديبانو سرپرستي کړې ده. پۀ تېره بيا د زنانو ليکوالو سره ئې ډېر کومک کړے دے او تر دې چې د باچا خان بابا پۀ تحريک کښې د ادب او صحافت پۀ څانګو کښې هم د مېرمنو ډېره حوصله افزائي شوې ده او د دوي تخليقاتو ته مناسبه برخه ورکړې شوې ده. د ډاکټر روشن کليم سرهندي نه علاوه هم يو شمېر وېنا کوونکو د دواړو کتابونو متعلق خبرې وکړې.

د دستوري صدر ښاغلي پروفېسر شېر زمان سیماب خپله وېنا کښې ووئیل چې د ‘پښتون’ رسالې راتلو سره د دې پۀ پاڼو کښې پۀ وړومبي ځل د ښځو کلامونه او تاثرات لیکل شروع شوي وو. هاغه وخت چې د نومونو هم ستر ؤ، ‘پښتون’ د ښځو د نومونو او د هغوي د کلامونو ستر مات کړو. باچا خان به وئیل چې د پېغمبر علېه السلام د بیبیانو او د صحابیات نامې خو پۀ منبر د پاسه اخستلې کېږي او زمونږ خوېندې مېندې خپله خبره هم د خپلې نامې سره نۀ شي کولے؟ دا نن چې مونږ دلته د برغو کتابونه مخکتنه دلته باچا خان مرکز کښې کوو، د دې بنیاد هم د نن نه یو نوي کاله پخوا هم باچا خان خپله ايښودے ؤ. ښاغلي پروفېسر سیماب د دواړو کتابونو پۀ فني او فکري اړخونو جامع بحث وکړو او دا ئې یو نوے او ښکلے پل وبللو.

د دې دستورې د دوېمې برخې ‘مشاعرې’ نظامت اغلې اسماء اخلاص پۀ ډېر ښکلي انداز سره وکړو او مختلو شاعرانو خپل کلامونه واورول. ښاغلو شاعرانو کښې مراد علي مراد، ازاد اشنغرے، اغلې زېبا افریدۍ، حاجي زرګل باچا، امین غفار غفار، عبدالخالق بادل او نور یو شمېر شاعران شامل وو.

د دوېمې برخې صدر پروېز قاسم محمود بنوي پۀ خپله وېنا کښې ووئیل چې باچاخان د يو داسې شخصيت نوم دے چې د خپل قام د هر وګړي ترقي، تعليم او خوشحالي ئې غوښته. د نارينو تر څنګ ئې د زنانو پۀ تعليم او تربيت هم زور راوړے دے او دواړو ته ئې د انسان پۀ نظر کتلي دي. نن چې د دوو ښځینه شاعرانو د کتابونو مخکتنه پۀ يو وخت او يو مجلس کښې تابيا کېږي نو دا هم د باچا خان د فکر برکت دے. دۀ دواړو مېرمنو شاعرانو ته مبارکي ورکړه چې تاسو کتابونه چاپ کړل. دا اقدام به د مېرمنو شاعرانو پۀ حواله يو تاريخي کارنامه ثابتېږي، ځکه چې اوس مهال پۀ پښتنو مېرمنو کښې د علم رڼا او د شعور او تخليق صلاحيتونه بېدار شوي دي. دوي به د نارينو سره اوږه پۀ اوږه د خپلې مورنۍ ژبې د خدمت د پاره رول لوبوي. ښاغلي بنوي نوموړو ښځينه شاعرانو ته د خپل طرف نه د هر قسم ډاډ باور ورکړو او د باچا خان مرکز د منتظمينو ئې هم د زړۀ د اخلاصه مننه وکړه چې دوي يو داسې دستوره تابيا کړه او هال ئې ويړيا ورکړو، کومه چې د مېرمنو شاعرانو د کتابونو د مخکتنې پۀ وياړ جوړه شوې ده.

د دې غونډې يو تاريخي حېثيت او ځانګړنه دا وه چې پۀ وړومبي ځل د دوو مېرمنو شاعرانو د بېل بېل کتاب مخکتنه پۀ يو وخت وشوه او د انتظام او انصرام اعزاز ئې باچا خان مرکز حاصل کړو. پۀ دې لحاظ باچاخان مرکز د ستائینې وړ دے. امید دے چې پۀ راتلونکي وخت کښې به هم خپل رول هم دغسې پۀ خلاص مټ ترسره کوي.

چې ولاړه د پښتو پۀ نام او ننګ یم
نو دا ځکه د اغیار سره پۀ جنګ یم

زۀ پښتو لرم، ناموس لرم پلو کښې
د خوشحال او ابدالي د وینې رنګ یم

د حالاتو پۀ تیارو کښې یمه ګېره
خو روانه ستا د یاد سره پۀ څنګ یم

ستا لۀ رنګه مې رنګونه ستا تروړلي
زۀ کۀ رنګ یمه نو ستا پۀ رنګ کښې رنګ یم

دا چې تۀ مې خمار وینې پۀ نظر کښې
دا زۀ ستا د مینې تخم یمه، بنګ یم

زۀ زېبا د تنهایۍ پۀ تورو شپو کښې
کله کله د خپل ځان سره پۀ جنګ یم

زېبا اپریدۍ

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …