خدائي خدمتګار شېخ رحیم الله – اعجاز خټک

خدائي ختدمګار شېخ رحيم الله

کلے: کوزه لاچۍ )لاچي پايان(

ضلع: کوهاټ

د زېږون کال: 1910ز

د مړينې نېټه: اتلسم کتوبر، 1982ز

تعليم: ابتدائي سکول زدکړه ئې کړې وه.

پۀ اردو، پښتو او فارسۍ کښې ئې ليک لوست کولے شو.

تحرير ئې ډېر خوش خط ؤ.

پېشه: حکمت – پۀ لاچۍ بازار کښې ئې د پنساري دکان ؤ.

سياسي وابستګي: خدائي خدمتګار تحريک

لاچۍ کښې سياسي ملګري: ارواښاد مير ولي نيکۀ، باد شاه ګل )اول) چې نامتو شاعر هم ؤ، ارواښاد عبدالرحمان، شېخ عثمان د بانډه فتح خان.

د هندوستاند وېش نه وړاندي درې ځل پۀ 1930ز، 1935 او 1942 کښې او د وېش نه پس 1960ز کښې د خپلو سياسي نظرياتو د سرګرميو لۀ امله د قېدوبند لۀ اذيته تېر شوے. دوه ځله يو يو کال او يو ځل څلور کاله – پۀ هړتالونو مظاهرو کښې د بد ترين تشدد ښکار شوے. پۀ 1964ز کال کښې ئې د بنيادي جمهوريت پۀ الېکشن کښې هم حصه اخستې.

شېخ صاحب ډېر نرم دل انسان ؤ. هر سحر به ئې د لاچۍ پۀ بازار کښې بې کوره سپو ته ډوډۍ ورکوله. د لاچۍ پايان پۀ الګړي کښې ماهيانو ته لواندۀ اوړۀ اچول، کور کښې چنچڼو مارغانو ته پۀ شکورونو کښې غله اچوله او ځاے پۀ ځاے پۀ مېږتونو اوچ اوړۀ دوړول د هغوي معمولات وو. پۀ کوم مېږتون به چې هغوي دم واچوۀ، مېږو به هغه کور پرېښودو. دا معمولات د هغوي د مرګ تر ساعته جاري وو.

د علماء ډېر قدر دان ؤ. ماذون صاحب حضرت مولانا عبدالمنان عبېد چې به کله بازار ته تشريف راوړو، د هغوي ناسته به شېخ صاحب سره وه. شېخ صاحب به روزه افطاري همېشه ماذون صاحب سره جومات کښې کول. ماذون صاحب نه به هغوي د ديني مسئلو نه علاوه د مولانا روم او حافظ شيرازي د اشعارو شرح هم زده کوله. يو ځل ئې پۀ جېل کښې د قران مجيد مکمله ترجمه پۀ خپل لاس د يو عالم دين نه را نقل کړې وه.

فخر افغان باچا خان بابا، ستر دانشور او شاعر اجمل خټک بابا، غلام احمد بلور صاحب او بشير بلور صاحب څو څو ځله د هغوي جونګړې ته تشريف راوړے. اجمل بابا به پۀ لاچۍ کښې شپه د شېخ صاحب پۀ ورکوټي غوندې بهېټک کښې کوله.

زمونږ مشر اعجاز خټک ته چې څۀ معلومات پۀ لاس ورغلي دي، مونږ ته ئې رالېږلي دي – مونږ ئې مننه کوو. هیله چې د شېخ رحیم الله بابا د کورنۍ او زوزاد معلومات هم راکړي. د شېخ بابا تصویر ئې هم پېدا کړے او مونږ باندې پېرزو کړے دے.

ښاغلي اعجاز خټک چې د شېخ بابا د ‘رحمدلۍ’ کوم مثالونه راوړي دي، دې نه ثابتېږي چې د خدائي خدمتګار غورځنګ سره تړون لرونکي د نفسیاتو د علم پۀ اصطلاح کښې د Sympathic کېدو د ریا شکار نۀ وو، هغوي Empathic وو – هغوي د وړو وړو خبرو پۀ حواله حساسیت لرلو او د خداے مخلوق سره مینه، رحمدلي، عدم تشدد او د نورو فکر کول د هغوي د نظریې د مسلسل او شعوري مشق ورکړه وه.

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …