د پښتو افسانې سل کلن بهیر (1917ز نه 2017ز پورې) – اسیر منګل

 

 

 

مونږ هیله کوله چې د پښتو ادب یوه مجموعي خاکه به د استقلال د سلمې کلیزې پۀ ویاړ د ‘پښتون’ دې ځانګړې ګڼه کښې خوندي کړې شو خو دغه هیله د یو څۀ ناوړتیا یا نیمګړتیا لۀ امله نیمه خوا پاتې شوه. بیا هم د استاد اسیر منګل منندویه یو چې پۀ لږ وخت کښې ئې مونږ ته دا سیند لپه کښې راکړو –

2017ز او دې نه پس دې دوو کلونه د یو لوے فکري او فني بدلون ښکالو ځان سره راوړې. دې موده کښې د پښتو فکشن ته ځانګړې پاملرنه شوې ده. زمونږ ښاغلي سمیع الدین ارمان بیخي د یو تحریک پۀ بڼه د پښتو فکشن باندې تنقیدي لیکنې وکړې چې د ‘پښتون’ مختلفو ګڼو کښې خپرې شوې. د ‘تنقیق’ او ‘کرکشن’ پۀ نامو ئې باقاعده دې موضوع سره اړوند کتابونه هم خپارۀ کړل. دا وخت مونږ وئیلے شو چې پښتو افسانه د موضوعاتي نوښتونو، فکري نوي والي او فني تکامل پۀ لور تونده روانه ده او لرې نۀ ده چې نړیوال قبولیت تر لاسه کړي.

د پښتو افسانې او يا لنډې قصې پۀ حقله چې خبره كېږي نو ټول محققين او ناقدين پۀ دې يوه خولۀ دي چې د راحت زاخېلي ‘كونډه جينۍ’ دپښتو وړومبنۍ افسانه ده. دا افسانه پۀ كال 1917ز كښې ‘افغان’ پېښور اخبار كښې خپره شوې وه. د دې اخبار كاتب هم پۀ خپله راحت زاخېلي ؤ – ولې د محترم قلندر مومند او ګران عبدالكريم بريالي د نوې څېړنې لۀ مخه بېل بېل نظرونه مخې ته راغلې دي. قلندر مومند د ‘لړم پېرنګي’ حواله راوړي چې دې پېرنګي ليكوال A Dictionery of Waziri Language چې پۀ كال 1902ز كښې كلكتې نه چاپ شوے كتاب دے، يوه بلا عنوانه پښتو افسانه چې پۀ رومن كښې ليكلې شوې ده؛ دا وړومبنۍ افسانه ده. دغسې محترم بريالے خپله دعويٰ لري. مرزا محمد اسماعيل قندهاري او مرزا سيد احمد خان چې د پېرنګي سركار منشيان وو، يوه مختصره قصه ‘امير صاحب’ ليكلې ده چې پۀ كال 1898ز كښې ‘لېنګوسټك سروے اٰف انډيا’ كښې خپره شوې ده، خو دا دواړه لنډې قصې د افسانې هغه فني لوازمات نۀ پوره كوي چې كوم استاذانو ورته ټاكلي دي.

د پښتو لنډې قصې شروع چې د ټولو ورسره اتفاق دے، د شلمې صدۍ د دوېمې لسيزي نه دراحت زاخېلي د ‘كونډه جينۍ’ نه وشوه. هغه وخت څه ورځپاڼې اونيزې او مياشتيزې وي چې پۀ نول زول به خپرېدې؛ ولې د پښتو افسانې به زياتې پۀ ‘پښتون’ پېښور او ‘نن پرون’ دهلي كښې چاپ كېدلې.

شلمه صدي ډېره د غورزو پرزو صدي تېره ده. هم پۀ دغه صدۍ كښې پښتو ادب ځینې نوو رجحاناتو سره اشنا شو – لكه ناول، افسانه، تكل او ځینې نورو صنفونو رواج د نورو مشرقي ژبو سره سره پښتو كښې هم شروع شو.

دراحت زاخېلي نه پس ميا ازادګل، امير حمزه خان شنواري، سربلند خان، ميا سيد رسول رسا، ماسټر عبد الكريم، سيده بشريٰ بېګم او د نادر خان بزمي نومونه مخې ته راغلل او دوي تر خپله وسه پورې د پښتو افسانې ځولۍ پۀ خپلو لنډو قصو ښكلې كړه. خو پۀ دې كښې زيات كار د ماسټر عبدالكريم او د نادر خان بزمي دے چې د دواړو افسانه نګارانو كار او زيار د نورو نه سېوا پۀ دې دے چې د دواړو ليكوالانو كتابونه هم چاپ شوي دي. نادر خان بزمي ته خو دا درناوے هم ترلاسه دے چې د دهٴ كتاب ‘پلوشې’ د پښتو افسانو وړومبنۍ ټولګه ده چې پۀ كال 1950ز كښې د اكوړه خټك نوښار نه چاپ شوے دے. د نادر خان بزمي ‘مهرباني’ افسانې ته دا اوليت هم ترلاسه دے چې د جنس پۀ حواله دا د پښتو ژبې وړومبنۍ افسانه ده. د ماسټر عبدالكريم د لنډو قصو ټولګه ‘ځولۍ ګلونه’پۀ كال 1957ز كښې خپره شوې ده. د ليكونكي ذهن مترقي دے. ځینې افسانې ئې د اردو او انګرېزۍ نه ترجمه كړې دي او ځینې طبعزاد دي. پۀ قصه ايز ادب ئې يو ډېر لوے احسان ګڼل پكار دي چې لوستونكو ته ئې يوه طبقاتي پوهه وركړه او يو نوي سوچ او نوي فكر سره ئې اشنا كړل.

كال 1949ز كښې محترم نورمحمد تره كي يوه افسانه ‘دنوي كال خوب’ وليكله او خپره ئې كړه. دې لنډې قصې پۀ باقاعده توګه د پښتو افسانې مشاده بدله كړه. دلته نه نوي رجحانات يعني ترقي پسند خيالات ډېر پۀ توندۍ سره لنډې قصې ته راغلل. د ښاغلي تره كي ‘موچي’، ‘د غواي لاندې’، ‘د بزګر لور’ داسې افسانې دي چې پۀ كښې افسانه نګار پۀ شعوري ډول د پرېوتې طبقې پۀ زړۀ پورې توګه انځورګري كړې ده او لوستونكو ته دا پيغام وركوي چې مزاحمت ژوند دے؛ د هر ظلم خلاف اواز پورته كول د ساهو ادب فريضه ده.

د حسن خان سوز چې د افسانو دوه مجموعې ‘لوګے او رڼا’ او ‘كۀ اباسين راغلے نۀ وے’ چاپ دي. د دې دور يو توانا ليكوال دے. زياتې افسانې ئې پۀ چقېدلي اولس ليكلې دي. ځينې افسانې ئې د كراچۍ پښتنو پۀ ستونزو هم ليكل دي. ‘خوږ’ ئې يوه ډېره ښكلې افسانه ده چې د دوېم جنګ عظيم سره اړه لري. پۀ دې كښې ئې د يوې بوډۍ ښځې نفسيات ډېر پۀ فنكارانه ډول بيان كړي دي چې دا اندازه ورنه لګي چې پۀ كومه ټولنه كښې د سر مايه درانه نظام جرړې مضبوطې وي، هلته دغسې كردارونه به خامخا مخې ته راځي. انقلابي ليكوال ګران اجمل خټک هم پۀ دې دور كښې يو څو افسانې ليكلې دي لكه ‘زۀ افسانه نۀ شم ليكلې’، ‘پښتو’ او ‘دهقان’ ئې مشهورې لنډې قصې دي.

سيد مير مهدي شاه، قلندر مومند، موسيٰ شفيق، همېش خليل، طاهر اپريدے، احسان الله هير، اشراف حسېن احمد، محمد صديق پسرلے، ډاكټر شېر زمان طائزے، ګل افضل خان او ارباب رشيد احمد خان د دې دور نور درانۀ ليكونكي دي چې پښتو لنډې قصې ته ئې ډېر څۀ وربخښلي دي.

د مهدي شا باچا تر اوسه پورې شپږ د افسانو ټولګې ‘نشان’، ‘دبوډۍ ټال’، ‘پت’، ‘د لاله ګلونه’، ‘تور داغونه’ او ‘د قيامت نخښې’ د چاپ پۀ كالو ښائسته شوې دي. حقيقت دا دے چې مهدي باچا پۀ خپلو افسانو كښې لكه د نور محمد تره كي د چقېدلي اولس پۀ زړهٴ پورې توګه انځورګري كړې ده او ولې به ئې نۀ كوله چې باچا جي پۀ اصلي معنیو كښې د باچا خان د قافلې يو كلک غړے ؤ. ‘هډوكي’، ‘ننواتے’، ‘پټ غل’، ‘تور داغونه’ د دهٴ داسې افسانې دي چې پۀ كښې ئې نۀ يواځې د پښتنو دود دستور پۀ ګوته كړے دے بلكې خپلو لوستونکو ته ئې يو طبقاتي شعور هم وركړے دے او د مزاحمت چل ئې هم ورته ښودلے دے چې مزاحمت ژوند دے او د مزاحمت نه بغېر ژوند هېڅ معنٰي نۀ لري.

ګران قلندر مومند يو بل د باچا خان د قافلې اصلي بچے دے. د دهٴ افسانې چې د ‘ګجرې’ پۀ كتابي شكل كښې مخې ته راغلې دي، دا وړې وړې قصې كۀ د فن او هنر ژوندي مثالونه دي نو د موضوع پۀ لحاظ هم بلها رنګينۍ لري. د معروضي حالاتو ئې ډېره پۀ فنكارانه توګه ترجماني كړې ده. پۀ خپلو لنډو قصو كښې ئې پۀ سر مايه درانه نظام زبردست ټكونه كړي دي. ‘ګجرې’، ‘نيمګړے نيمه خوا’، ‘حبيب بنام سركار’، ‘لرګے’، ‘شرم’، ‘اباسين نه تر كابله’ او ‘تروږمۍ’ افسانو كښې ئې ډېر څۀ لوستونكو ته وړاندې كړي دي. دا خبره سمه ده چې د مقدار پۀ لحاظ د ګران قلندر مومند لنډې قصې ډېرې كمې دي، ولې د معيار لۀ رويه د قصه ايز ادب شاهكار افسانې ګڼلې شي. دهٴ ټولې ديارلس لنډې قصې ليكلې دي خو ډېرې ښې ئې ليكلې دي. دموسٰي شفيق د لنډو قصو يوه ټولګه د ‘عبقريان’ پۀ نوم خپره شوې ده چې پۀ كښې د بره پښتونخوا پۀ حالاتو وړې وړې قصې موجودې دي. د دۀ يوه لنډه قصه ‘بركت’ د ثور انقلاب نه وړاندې د حالاتو عكاسي كوي چې پۀ هغه وخت كښې اولس ته څومره ستونزې پېښې وې او پۀ كو مه طريقه اسحصالي قوتونو ئې حقونه ترړول. ايا هغه د كلي ملا ؤ كۀ د زيارت منجور – يعني دغه قصه د توهم پرستۍ يو عكس هم وړاندې كوي چې كومه ټولنه كښې د علم رڼا نۀ وي نو هلته مخلتف كردارونه د ساده خلقوحق وهنه كوي لكه څنګه چې پۀ ‘بركت’ كښې منجور، ملا او ملک دكمزورې عقيدې د خلقواستحصال كوي كوم چې قبرونو ته ځي او دا يو منلے شوے حقيقت دے چې زمونږ پۀ ملک كښې ځينې داسې قبرونه هم موجود دى چې هغه صرف د خاورو ډهېري دي، نور هېڅ تاريخي حېثيت نۀ لري.

د ګران همېش خليل ‘چارګل’ هم د قصه ايز ادب يوه ښكلې او زړۀ راکښونكې ټولګه ده چې پۀ كښې پۀ مختلفوموضوعاتو افسانه ګار قصې ليكلې دي او د خپلې ټولنې لوړې ژورې ئې پۀ فني توګه پۀ ګوته كړې دي. د قلندر مومند ‘ګجرې’ افسانه او د همېش خليل ‘چارګل’ تقريباً پۀ يو پلاټ باندې دوه ليكلي شوې افسانې دي. ‘نناميا’ افسانه كښې د جېل د يو كردار ذكرموجود دے. افسانه نګار پۀ خپله هم د خپل اولس او د خپلې خاورې د بېدارۍ د پاره يو سياسي غړے هم پاتې شوے دے چې پۀ كښې بندي خانې ته هم تلے دے او دغه افسانه ئې د جېل د يو ملګري قصه ده. د ‘چارګل’ لنډې قصې د خپل دور داسې افسانې دي چې د قصې ليكونكو ته ئې يوطبقاتي شعور وركړے دے او د دهٴ دغه خدمت د هېرېدو نۀ دے.

د احسان الله هېر د لنډو قصو ټولګه ‘رنځور’ د خپل وخت غوره قصې دي چې پۀ كښې ئې پۀ مختلفوموضوعاتوافسانې موجودې دي. ‘پرهېز’ د طبقاتي كشمكش يوه غوره قصه ده او د بره پښتونخوا د هغه ورځو د حالاتو عكاسي كوي چې كله پۀ افغانستان كښې شاهي نظام نافذ ؤ. ‘پرهېز’ قصه كښې يو خان د خپل رنځور نوكر نه جبري مشقت اخستل غواړي، ولې هغه د بيمارۍ لۀ كبله د دېجوګه نۀ وي خو د خان نوكران ئې د كار پۀ نۀ كولودومره ووهي چې هغه خوار ټول عمر د پاره رنځور پرېوځي.

د ارباب رشيد احمد خان ‘انګازې’ چې ډېرې مختصرې او خوندورې قصې لري،.د پښتنو دود دستور ئې ښكاره كړے دے او ټولنيزى ستونزې ئې پۀ فني توګه پۀ ګوته كړې دي. ځينې محقيقن ددۀ پۀ افسانو نيوكې كوي چې مطلب نۀ واضحه كوي – پۀ هر حال د دهٴ زيار د ستائینې وړ دے چې پۀ قصه ايزادب كښې ئې د قدر وړاضافه كړې ده.

طاهر اپريدے د دې دور يو داسې ليكوال دے چې پۀ اصلي معنیوكښې ئې خپل ټول ځان پۀ مكمله توګه د افسانې د پاره وقف كړے دے. تر اوسه پورې د افسانو اتۀ مجموعې ئې ‘د محلونو خوا كښې’، ‘پاڼې پاڼې’، ‘لاره كښې ماښام’، ‘بيا هغه ماښام دے’، ‘نور خوبونه وينم’، ‘پۀ زنځير تړلے خوب’، ‘د څو لحضو لويه قصه’ او ‘موده پس اشنارا غلے’ د چاپ پۀ كالو ښائسته شوې دي. طاهر اپريدے يو داسې د زرخېز ذهن څښتن دے چې پۀ بلها موضوعاتو ئې ليكل كړي دي. كۀ كراچۍكښې مېشته د پښتنو ستونزې دي او كۀ قبائيلي ټولنه كښې لوړې ژورې دي او يا د ثور انقلاب پۀ نتيجه كښې چې كومې ستونزې پېدا شوې دي او يا د يوولسم ستمبر غميزې د لاسه چې كوم عذابونه پۀ پښتنو نازل شوي دي؛ تقربياً دې ټولو ستونزو باندې ئې ښۀ زړۀ ور قلم پورته كړے دے. ‘پینځويشت روپۍ’، ‘نېكان خلق’، ‘د وفا جنس’، ‘پۀ څانګه ناسته مرغۍ’، ‘قابيل قاتل هابيل مقتول’، ‘زيړې څېرې او زيړ رنګونه’، ‘غلۀ مخونه’، ‘اور اوركے’ او ‘بقې سترګې’ ئې شاهكار افسانې دي چې د پښتو قصه ايز ادب ځولۍ ئې هم درنه او هم ښكلى كړې ده.

د اشراف حسېن احمد د افسانو دوه ټولګې ‘شندي ګل’ او ‘مورې شېستې’ چاپ شوې دي. دۀ د پښتنې ټولنې پۀ مختلفو موضوعاتو قصې ليكلې دي. ‘شندي ګل’ ئې يوه جنسي افسانه ده چې پۀ امرد پرستۍ ليكلې شوې ده. دا هم ز مونږ د تولنې يوه بيمارى ده چې پۀ دې افسانه كښې ورباندې خبره شوې ده.

د ډا كټر شېر زمان طائزي ‘شپېلۍ’ كښې د پښتنې ټولنې ستونزو نه علاوه پۀ سياسي لوړو ژورو هم قصې موجودې دي. ‘فيصله’ يوه داسې قصه ده چې مونږ ته د تحريک ازادۍ د خدائى خدمتګارانو حال ښكاره كوي.

د محمد صديق پسرلي د افسانو دوه مجموعې ‘داسې هم وو’ او ‘سره غالۍ’ چاپ دي. افسانه نګار د افغانستان پۀ جهادي ګوندونو او د كډ والو پۀ ستونزو زړۀ پورې ليكل كړي دي. ‘سره غالۍ’، ‘اختيار د ملا بختيار’، ‘خليفه’ او ‘لوړې څوكې’ هغه افسانې دي چې ليكول پۀ كښې د ژوند پۀ حقله خپل نظروړاندى كړے دے.

د ګل افضل خان د افسانو دوه مجموعې ‘كږې لارې’ او ‘داغونه’ خپرې شوې دي. د ګل افضل خان د افسانو خوبي دا ده چې دے مونږ ته د كليوالو قصې پۀ خوږه او روانه ژبه كښې كوي. ‘لوړ ليكوال’، ‘د بچوګي مور’ او ‘بادار’ ئې ښكلې افسانې دي چې پۀ كښې ئې پۀ مختلفو موضوعاتو وړې وړې سبق اموزه قصې ليكلې دي.

د اكمل اسد ابادى د افسانو دوه مجموعې ‘تړې او چپې’ او ‘ پورې اورونه’ چاپ دي چې پۀ كښې ئې د پښتنې ټولنې پۀ مختلفو ستونزو خپل نظر د افسانو پۀ شكل كښې وړاندې كړے دے. ‘د اباسين دوه غاړې’، ‘د مېچنې پۀ غاړه’ او اخري بس’ د لوست سره تعلق لري.

پۀ قصه ايز ادب كښې د ښځينه ليكوالو هم پوره برخه شته. پۀ وړومبي دور كښې مونږ يواځې يوه پښتنه ليكواله سيده بشريٰ بېګم )س ب ب( وينو، ولې وروستو دا لړۍ ډېره حوصله افزا ده. محترمه زېتون بانو، ډاكټركبريٰ مظهري، ډاكټر سلميٰ شاهين، پروين فېض زاده ملال، بلقيس مكېز، صفيه حليم، سيده شبنم، مباركه سلطانه شميم، عصمت بي بي، سيده حسينه ګل، ثريا حوا او وږمه سبا عامر وغېره هغه زنانه ليكوالې دي چې د ادب نورو صفنونو سره ئې د افسانې سرڅڼه هم كړې ده. د محترمه زېتون بانو بي بي تر اوسه پورې د افسانو شپږ ټولګې ‘هنداره’، ‘مات بنګړي’، ‘خوبونه’، ‘ژوندي غمونه’، ‘نيازوړے’ او ‘زماډائري’ چاپ دي او اوس اوس ورته محكمه ثقا فت خېبر پښنتوخوا دغه ټولې افسانې پۀ یو كتابي شكل ‘شګوكښې مزل’ كښې هم چاپ كړې دي.

بانو بي بي يوه زړۀ وره ښځه ده. دې پۀ وړومبي ځل د جنس پۀ موضوع ‘چلمچي’، ‘كخے’ او ‘د شوې پاڼه’ پۀ نومونو داسې شاهكار افسانې وليكلې او د ښځو هغه ستونزې ئې بيان كړې چې هغه د سړو د وس كارنه ؤ. ډاكټر كبريٰ مظهري يوه روښانفكره ليكواله ده . برېښنا، نتكۍ كېږدۍ او ډولۍ ئې د لنډو قصو ټولګې دي چې چاپ شوې دي. دې بي بي ځينې قصې د ثور انقلاب نه مخكښې پۀ حالاتو هم ليكلې دي چې پۀ هغې كښې ‘پرهېز’ د يادولو وړ ده. دا لنډه قصه د يو داسې كردار نه چاپېره ګرځي چې هغه د ټولنې د لاسه بد بد ځپلے شوے وي، د بلقيس ‘مكېز’ د لنډو قصو دوه ټو لګې ټپ او مات قلم خپرې شوې دي. محترمې پۀ خپلو افسانو كښې پۀ موجوده روان جنګ كښې د افغانانو ستونزې انځور كړې دي او ځينې معاشرتي خرابۍ ئې هم پۀ ګوته كړې دي. ‘يوه څړيكه يو طوفان’ يوه روماني قصه ده، ولې شا ته ئې د طبقاتي كشمكش ګور سيوري هم ليدے شي. د مبارک سلطانه شميم ‘نوے سحر’ كښې ‘د تيارې كور’ د يو غريب او د امير قصه ده چې څنګه پۀ دې ټولنه كښې شتمن خلق پۀ خوېندو باندې زور زياتے كوي. د پروين فېض زاده ملال ‘سپينى پاڼې’ د لنډو قصو يوه ښكلې ټولګه ده چې پۀ كښې ئې د افغانانو پۀ مختلفو ستونزو زړۀ پورې ليكل كړي دي. د صفيه حليم دوه د افسانو مجموعې ‘نيمګړے انځور’ او ‘ښائست’ چاپ شوې دي. محترمې پۀ خپلوقصوكښې د مختلفو موضوعاتو نه پرته پۀ جنسي ستونزو هم لنډې قصې ليكلې دي او د ښځو د جذباتو او احساساتو ئې ترجمانى كړې ده. پۀ قصه ايز ادب كښې د سلميٰ شاهين كار او زيار هم د ستائيلو وړ دے. د دې د افسانو مجموعه د ‘كاڼي او ازغي’ پۀ نوم چاپ ده. دې بي بي پۀ خپلو وړو قصو كښې د ښځو پۀ مختلفو ستونزو ليكل كړي دي او خپلې ټولنې ته دا پيغام وركوي چې د خپلو خورلڼو پۀ حقله دې د مهذبو رجحاناتو پۀ رڼا كښې فېصلې وكړي او تور سرې دې د ژوند باره كښې خپلې خوښې ته پرېږدي.

د عصمت بي بي ‘نيمګړې ښځه’ كښې هم د ښځو پۀ ستونزو ليكل شوي دي. پۀ پښتنې ټولنه كښې ښځو سره كوم سلوک كولے شي او څنګه د دوي حقونه تروړلےشي؛ د عصمت بي بي لنډې قصې د دغه موضوعاتو نه چاپېره ګرځي. د سيده حسينه ګل قلم هم لكه د خپلو نورو ليكولانو پۀ قصه ايز ادب كښې پۀ درز كښې روان دے. ‘نیمګړے كتاب’ ئې د لنډو قصو مجموعه ده. زياتې قصې ئې د ښځو پۀ ستونزو ليكلې دي. ‘بنګړيواله’، ‘ماتے د چا’ او ځينې نورې افسانې ئې د لوستلو سره تعلق لري چې دې پۀ کښې د ښځو پۀ مختلفو ستونزو ليكل كړي دي .

د سيده شښم بي بي هم د افسانو يو كتاب ‘عمل د لارې مل’ د چاپ پۀ كالو ښائسته شوے دے او دې بي بي د خپل وس تر مخه د ژوند پۀ حواله خپل ساهو نظر پۀ خپلو قصو كښې وړاندې كړے دے. د وږمه سبا عامر د لنډو قصو دوه ټولګې ‘د واورې لمن’ او ‘د قيامت نه پس’ مخې ته راغلې دي چې پۀ دې كښې ليكوالې د ټولنې پۀ مختلفو موضوعاتو خپل ترقي پسند خيالات لوستونكو سره شريک كړي دي.

پرته لۀ دې د مفلس دارني ‘د سرو غاښ’، د پير محمد شارق ‘د پښتو افسانې’، د اشرف حسېن احمد ‘شندي ګل او مورې شېستې’، د طائر بخاري ‘پېوند’، د لائق شاه درپخېل ‘ټوچي څپې څپې’، د لطيف وهمي ‘د عودو بوي’، د قتيل خوګياڼي ‘ارمان’، د غوث خېبري ‘هغۀ وژړل’، ‘د كوګا منډان’ او ‘پردېس’، د محمد نواز طائر ‘دا قصۍ دا افسانې’، د عبدالغفران بېكس ‘زړهٴ چاودي’، د ګل افضل خان ‘داغونه’ او كږې لارې’، د عبدالله بختاني ‘د پښتو پت، د درد محمد كاسي ‘خدائے يو مالګې تروے’، ‘درشل’ او ‘پوسټ مارټم’، د محمد اقبال ‘تلي پېرونه’، د عبدالكافي اديب ‘كاږۀ مخونه’، ‘تنده غرے’، د محمد نظر پانيزي ‘د ازادۍ كاڼي’، د محمد ابراهيم شبنم ‘تغمې’، د محمد اشرف غمګين ‘تكلونه فسانې’، د سېف الاسلام ‘زغم’، د جمال رازي ‘كټ’، ‘پینځۀ كورنۍ’، د عبدالله جان مغموم ‘د مرزا خان پيڅي’، ‘د غرۀ لمن’، د خالق داد اميد ‘كډه پۀ سر’، ‘ارمانونه حسرتونه’، د امين افغانپور ‘مسكا’، د رضا مومندي ‘يادونه انګارونه’، د تاج رحيم ‘قصې مصې’، د غازي سيال ‘سيوري’، د سعد الله جان برق ‘د كشمير غازي’ او د سلېمان لائق لنډې قصې هم ديادولوجوګه دي.

د پښتو افسانې درېم دور چې كال 1983ز نه تر 2017ز پورې اړه لري، د علامت او د تجريد دور دے. علامتي افسانې مخكښې هم خال خال ليكلې شوې دي؛ ولې پۀ دې دور كښې ئې پۀ باقاعده ډول پېل وشو. فاروق سرور د جديدې علامتي افسانې هغه ليكوال دے چې پښتو قصه ايز ادب ته ئې تر اوسه پورې اووهٴ كتابونه ‘دريه’، ‘تنده’، ‘لېوۀ’، ‘سكروټې’، ‘ګرګۍ ګيژكه’، ‘ماڼو’، او ‘زنځيرونه’ وركړي دي چې پۀ مختلفو وختونو كښې د چاپ پۀ كالو ښائسته شوي دي. دهٴ پۀ مختلفو موضوعاتو ښكلې ښكلې لنډې علامتي قصې ليكلې دي چې پۀ كښې ئې نۀ يواځې ئې ملكي باداران غندلي دي بلكې د عالمي سامراج تور مخ ئې هم خپلو لوستونكو ته وړاندې كړے دے. ‘اودهٴ خلق’، ‘جګ اكا’، ‘مارغۀ’ او ‘سكروټې’ د دهٴ داسې افسانې دي چې پۀ كښې ئې د موجوده ناورين پۀ زړهٴ پورې توګه انځورګري كړې ده.

د زرين انځور د لنډو قصو شپږ ټولګې ‘دا سرونه دا رسمونه’، ‘شاړې كوڅې’، ‘تروږمې’، ‘زمونږ د كلي پاڼې’، ‘دلته غرونه دي هسک’، او ‘روان دي تور بادونه’ چاپ شوي دي چې پۀ كښې ئې د پښتنو موجوده حالات پۀ فني توګه بيان كړي دي. ‘ستړي ګامونه’، ‘وطن’، ‘نخښه’ او ‘زړه قلعه’ ئې دردناكې قصې دي چې د ليكوال خپلې خاورې او اولس سره ژوره مينه ښكاره كوي.

د ډاکټر صاحب شاه ‘واورې او ګلونه’ دوه ځله چاپ شوے دے. ‘انقلابي مړ شو’، ‘واورې او ګلونه’ او ‘سپينه لوپټه’ داسې قصې دي چې د ليكوال د ترقي پسند سوچ او ذهن ترجماني كوي او خپلو لوستونكو ته طبقاتي شعور وركوي. د ډاكټر زبېر حسرت دوه مجموعې ‘قصه خانه’ او ‘د ژوندون ښاريه’ چاپ دي. افسانه نګار لكه د نورو افسانه نګارو د پښتنې ټولنې پۀ مختلفو موضوعاتو قصې ليكلې دي..’څانګه ګل شوه’، ‘تور ګلاب’، ‘دښمن’ او ‘سپين لاسونه’ ئې ځينې داسې افسانې دي چې د ژوند پۀ حقله د افسانه نګار خپل نظر وړاندې كوي.

د قيوم مروت درې د افسانو مجموعې ‘پټ مخونه’، ‘دومره قدرې خبره’ او ‘چا ته به وائې نۀ’ د چاپ پۀ كالو ښائسته شوې دي. د ليكوال زياتې قصې جنسي بڼه لري. ‘تصويرونه’، ‘چترالي چراغ’ او ‘نېګټو’ ئې خوندورې افسانې دي چې پكښې افسانه نګار د طنز او مزاح مالګه مرچكے هم پۀ كار راولي. د عنايت الله ضياء د لنډو قصو درې ټولګې ‘مازيګر سيوري’، ‘ټالونه’ او ‘ليونے پۀ شیش محل كښې’ چاپ دي. د ليكوال زياتې افسانې علامتي بڼه لري. ‘ژرنده’، ‘تنخا’، ‘1=1+1’ او ‘دروغژن څوک’ ئې ځينې داسې وړې وړې قصې دي چې د افسانه نګار د ژوند پۀ حقله ترقي پسند سوچ ښكاره كوي. د عصمت قانع د لنډو قصو دوه ټولګې ‘سبا به بيا كډې بارېږي’ او ‘زيره راواچوئ خېر يوسئ’ پۀ نامو چاپ دي. ليكوال پۀ خپلو افسانو كښې د روښان فكرۍ نه كار اخستے دے او خپلو لوستونكو ته ئې يو طبقاتي شعور وركړے دے. د نورالامين يوسفزي تر اوسه پورې څلور د افسانو كتابونه ‘لنک روډ’، ‘ډډې اونې’، ‘د اسونو باچاهي’ او ‘درېمه لار’ چاپ شوې دي. افسانه نګار د يو ترقي پسند ذهن څښتن دے. پۀ خپلوافسانو كښې لكه ‘پۀ كمر ولاړه ګله!’، ‘سپينه توليه’، ‘درېمه لار’ او ‘د ډم زوے’ كښې ئې دخپلې روښن فكرۍ ثبوت وركړے دے او پهٴ ډاګه ئې د ظالم غندنه كړې ده.

پير محمد كاروان ‘لۀ نرګسه تر نرګسه’ د لنډو قصو يوه ښكلې ټو لګه ده چې د چاپ پړاو نه راتېره ده. د دهٴ افسانې د ثورانقلاب د ستونزو نه چاپېره ګرځي. ‘شپونكۍ’، ‘د ماستو كټوه’، او ‘تنكۍڅانګه’ د دهٴ دردناكې قصې دي چې د ويښ ليكوال د ژوند پۀ حقله د هغۀ بالغ نظر ښكاره كوي. د رحمت شاه سائل ‘اخري سندره’ د وړو قصو چاپ شوے كتاب دے چې پۀ كښې دهٴ د خپل اولس د بدحالۍ او د خپلې خاورې ثقافتي رنګونه وړاندې كړي دي.’اخري سندره’، ‘دروازه’، ‘كنډري’ او ‘وړومبے خط اخري خبره’ ئې داسې افسانې دي چې لوستونكے پكښې د ژوند پۀ حقله د افسانه نګار ساهو نظر كتلے شي. د عظمت هما مجاز د افسانو دوه مجموعې ‘پوره سړے’ او ‘انسان _صفر’ كښې چې كومې افسانې چاپ شوې دي، هغو كښې افسانه نګار پۀ هنري توګه د خپلى ټولنې ستونزې قصې كړې دي او خپلو لوستونكو ته ئې يو پيغام ور كړے دے.

د خورشيد اقبال خټک د لنډو قصو كتاب ‘د كاڼي كرښې’ پۀ نوم چاپ دے چې پۀ مختلفو ستونزو ئې افسانې ليكلې دي. ‘مشيني انسان’ ئې يوه ښكلې افسانه ده چې پۀ كښې ئې د چقېدلي اولس پۀ زړه پورې انځورګري كړې ده. د ډاكټر نصيب الله سیماب افسانې پۀ دوه كتابونه كښې چاپ دي؛ ‘بنده دروازه’، ‘درېمه دروازه’، ‘پاړوګر’، ‘اٰب حيات’ او ‘بنجاري’ ئي هغه افسانې دي چې پۀ كښې افسانه نګار د خپل اولس او د خپلې خاورې پۀ هنري توګه عكاسي كړې ده. د ډاكټر اسماعيل ګوهر ‘بارود’ د لنډو قصو يوه داسې ټولګه ده چې پۀ كښې ئې پۀ هنري توګه د خپل خوار اولس غم ژړلے دے او د موجوده ناورين ناكړدې ئې قصې كړې دي. ‘بارود’، ‘يويشتمه صدي’، ‘ګرو ګهنټال’ او ‘د رڼاګانو ښار’ ئې د لوستو سره تعلق لري چې پۀ کښې لوستونكو د پاره ډېر څۀ موجود دي.

د سيد ياسر علي شاه د لنډو قصو دوه كتابونه ‘زيړ ګلونه’ او ‘پردۍ سترګې’ مخې ته راغلې دي. ‘اخري شپه’، خان او خداے’، ‘درې جنازې’ او ‘تېښته’ د ليكوال هغه افسانې دي چې د ژوند پۀ حقله ئې خپلو لوستونكو ته يو واضح پېغام وركړے دے. د ډاكټر همدرد يوسفزي ‘چیندرو’ د خپلې ټولنې او د خپل وخت ښكلې افسانې دي چې نۀ ئې يواځې د چقېدلي اولس عكاسي كړې ده بلكې پۀ استحصالي قوتونو ئې طننر هم كړے دے. ‘پرتوګ’، ‘تک تور سپين خلق’ او ‘عزت’ داسې قصې دي چې د لوستو سره تعلق لري. پرته لۀ دې د ډاكټر سردار جمال درې مجموعې ‘پېغور’، ‘كونترې والوتې’ او ‘د پېريانو كوټه’، د صابر شنواري ‘انسان پۀ فاصله د انسان’، د اختر حيات قمر ‘بنګړي واله’، د م.ر.شفق ‘سپوږمۍ’، د لائق زاده لائق ‘ماته ائينه’، ‘شلېدلي تارونه’ او ‘بائیللے داو’، د ماښام خټک ‘غېب عالم’، د بارکوال مياخېل ‘رنځور كليوال’ او ‘پۀ شاتو كښې زهر’، د عبدالوكيل شنواري ‘زړۀ كله او پنځوس مليونه’، د سلېمان كامل ‘قصه قصو ته لاړه’، د صادق ژړک ‘مجبوري’، د نور الرحمان سحر ‘ډولۍ’ د لطف الله خيال ‘پيتاوے’، د سراج اپريدي ‘كردارونه پۀ لمبو كښې’، د عارف سنګين ‘د پېريانو ډولۍ’، د ذهين اپريدي ‘تور سپين قيامتونه’ او د ليكوال اسيرمنګل ‘د كورمې پۀ غاړه’ وغېره د لنډو قصو هغه ټولګې دي چې پۀ مجموعي توګه هغه نازكوحالاتو ته اشارې شوې دي چې كوم زمونږ پۀ خاوره ملټي نېشنل كمپنيانو د قصده پېدا كړي دي او د دې غريبې خاورې وګړي ئې د مختلفو ستونزو سره مخ كړي دي. زمونږ افسانه نګارانو كۀ دا هر څۀ ډېر پۀ شدومد سره نۀ دي بيان كړي، ولې مونږ چې د افسانې سل كلن تاريخ باندې نظر اچوو نو د داسې ويښو او بېدار مغزه ليكوالانو كار او زيار ضرور مخې له راځي چې مونږ پرې پۀ ځاے فخر كولے شو.

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …