هېر به مې نۀ شي حضرت الله بابا – @SaleemK37205727

د “سپېځلي کردارونه” پۀ نامه د خدائي خدمتګار غورځنګ یو شمېر سپېځلي کردارونه د “پښتون” سینه کښې خوندي شوي دي. د “پښتون” بیخي وړومبۍ دوره کښې د “هېر به مې نۀ شي” تر سرخط لاندې د داسې واقعاتو او خاطرو د جمع کولو هڅه شوې ده چې د پښتون قامي تحریک ورک کردارونه او د هغوي ویاړلې واقعې لټولو کښې زمونږ مرسته کوي.

اوس هم، کله چې داسې کوم کردار یا خاطره تر مونږ راورسېږي، د “پښتون” برخه شوې وي. د تېر اپرېل ګڼه کښې زمونږ د مشر رحمت شاه قرېشي لۀ خوا د ټانک او ګومل د خدائي خدمتګارانو پېژندګلو لیکلو نه پس د لاچۍ څخه د مشر اعجاز خټک زیار غوښتنه کوي چې د پېښې د سودا پۀ ځاے یوه مربوطه او مستقله سلسله دې لړ کښې شروع کړې شي او ملګري پابند کړے شي چې د خپلو سیمو دا تاریخي کردارونه راتلونکو نسلونو د پاره د “پښتون” پۀ پاڼو خوندي کړي. تر دې دمه، داسې برېښي لکه چې څومره هم خدائي خدمتګاران دي؛ د چارسدې یا صوابۍ دي – نامه نیمه لۀ یوې خوا بلې خوا هم تر سترګو شي. د کومو سیمو خدائي خدمتګار چې مخې ته نۀ دي راغلي، دا د هغه سیمې د ملګرو غېر ذمه واري هم بللې شو او دې پله د منظمې پاملرنې نۀ کېدو نیمګړتیا هم.

مونږ د “باچا خان ټرسټ رېسرچ سنټر” لۀ خوا یوه باضابطه ذمه واري سجاد ژوندون ته سپارلې وه او هغۀ خواري هم کړې ده. تر دې دمه ئې سلګونه نومونه او د هغوي پۀ اړه معلومات راټول کړي دي )دې معلوماتو کښې یوه لویه برخه ښاغلي مشر قرېش ګل ایډوکېټ مرکز ته سپارلې ده(.

هیله چې سلیم لالا به هم دا لړۍ نۀ ودروي او د مختلفو سیمو ملګري به هم مونږ سره معلومات پۀ لیکلې بڼه شریکوي.

د کال 1930 خبره ده؛ ټول بر صغير هندوستان د پېرنګي سامراج د تسلط د لاندې ؤ. د پښتنو لوے اتل فخر افغان باچا خان بابا د انګرېز سلطنت پۀ ضد د قامي ازادۍ خدائي خدمتګار تحريک پېل کړے ؤ. د پېښور، ډېره اسماعيل خان، هري پور او نور ټول واړۀ لوي جېلونه د خدائي خدمتګارو نه ډک شوي وو. هسې خو ټولې پښتونخوا د باچا خان بابا د خدائي خدمتګار تحريک سره ملا تړلې وه خو د اباسين پۀ غاړه پۀ غرونو او مېدانونو کښې مېشته صوابیوال پښتانۀ ټول پۀ ټول د باچا خان بابا د قامي ازادۍ د تحريک مرستيال وو او تر دې چې پۀ دغه تحريک کښې د نارينو سره زنانه هم خپلو وروڼو پلرونو او خاوندانو سره اوږه پۀ اوږه ولاړې وې او د پښتو دغه مشهوره ټپه چې:

کۀ د زلمو نه پوره نۀ شوه

فخرِ افغانه جينکۍ به دې ګټینه

ياده دې وي چې دا ټپه پۀ 1928 کښې پۀ صوابۍ کالو خان کښې د خداے بخښلي فقير محمد سېکرټري صاحب پېغلي ترور هغه وخت کړې وه چې کله باچا خان بابا د کالو خان کلي پۀ کوڅو کښې د خدائي خدمتګارو سره پۀ جلوس کښې روان ؤ نو د کلي زنانه ورته پۀ کوټو بره ناستې وې نو دا ټپه ورته دغه خدائي خدمتګارې پېغلې د کوټې د سر نه کړې وه. ما ته دا خبره نامتو خدائي خدمتګار خان کاکا عبدالعزيز کړې وه چې پۀ 1930 کښې پۀ صوابۍ تحصيل کښې پینځلس زره کسان چا چې پۀ جومات کښې باچا خان بابا سره د خدائي خدمتګارۍ سوګند او حلف پورته کړے ؤ، پۀ ټوله صوابۍ د يو څو بې نومه او کمزورو خانانو او څو سرکار پرسته ملکانانو نه علاوه ټول اولس د ستر بابا د قامي ازادۍ تحريک سره لکه غر ولاړ ؤ. پۀ صوابۍ کښې د سرکار مخالف قامي تحريک پياوړتيا انګرېز سرکار ډېر وار خطا کړے ؤ او د باچا خان بابا د داسې کلکې ملګرتيا کمزوري کولو د پاره د هغه وخت نومياله انګرېز ګورنر سر جارج کننګهم صوابۍ ته د راتلو پخه اراده وکړه. د علاقې خانان، مراعات يافته ملکان او سرکاي نوکران انګرېز اسسټنټ کمشنر صوابي خبر کړي وو او خپلو دغه نمک خوارو سره د ليدلو د پاره کننګهم ګورنر صوابۍ ته راغلو او د صوابۍ تهاڼې سره لاندې پۀ ډاک بنګله کښې دېره شو. د ډاک بنګلې خواوشا او ګېر چاپېره د پوځ او پولس سپاهیان وسله پۀ لاس چمتو ولاړ وو. ډېر زيات حفاظتي انتظامات شوي وو. د اسسټنټ کمشنر پۀ کور کښې د دغه انګرېز پرسته اولس دښمنه سپین روبو سره د ګورنر صاحب ملاقات مقرر ؤ چې دغه کور د ډاک بنګلې سره پۀ شل قدمه فاصله پروت ؤ خو دا ټول خوشامدګره سپین روبي د ډاک بنګلې نه بهر پۀ دوو قطارونو کښې ولاړ وو چې تر منځه به ئې د ګورنر کننګهم اس تېرېږي. څۀ ساعت وروستو انګرېز ګورنر جارج کننګهم پۀ اس سور د ډاک بنګلې نه راوتلو، دا ټول سپین روبي اولس دښمنه تش پۀ نوم مشران ورته پۀ قطارونو کښې ولاړ وو. د لرې صوابۍ بازار او خواوشا نه هم خلقو دا ننداره کوله.

پۀ دغه وخت کښې د کوزې مانېرۍ يو نر خدائي خدمتګار حضرت الله بابا چې د ټانګې کوچوان ؤ، هغه هم پۀ بازار کښې خپله ټانګه کښې ناست ؤ او دا تماشه ئې کوله. حضرت الله بابا څۀ موده وړاندې پۀ مانېرۍ کلي کښې پۀ خپل جماعت کښې د فخر افغان بابا پۀ لاس د خدائي خدمتګارۍ او د قامي ازادۍ مبارزې د پاره حلف پورته کړے ؤ. هغۀ چې کله پۀ اس سور غاوره او غاصب انګرېز ګورنر ته خپل پښتانۀ داسې لاس پۀ نامه وليدل نو قامي ولوله او جذبه ئې لکه د اور راوپارېده؛ د ټانګې نه ئې ټوپ کړو، د پوليسو او خوشامدګرو سپین روبو مشرانو قطارونه ئې مات کړل او ځان ئې نېغ د ګورنر کننګهم د اس خوا ته ورسولو. د ګورنر د اس املونې ئې ونيوله – پوليس او پوځي سپاهيان پرې لکه د مچو راپنډ شول خو ګورنر د لاس پۀ اشاره سپاهيان پۀ شا کړل. کننګهم پښتو وئیلې شوه. د حضرت الله بابا نه ئې تپوس وکړو چې څۀ غواړې؟ حضرت الله بابا ورته ګويانه شو چې تا نه زۀ هېڅ نۀ غواړم خو تا ته دا وایم چې تۀ د زرګونه ميله لرې نه راغلے یې، تۀ غاصب یې او مونږ دې د ټوپک پۀ زور غلامان کړي يو. د دې وطن نه ووځه!

کننګهم ترې نه تپوس وکړو چې دا خبري تا ته چا ښودلې دي؟ بابا ورته جواب ورکړو چې زۀ خدائي خدمتګار يم او فخر افغان باچا خان د ازادۍ پۀ مطلب پوهه کړے يم او چې تر څو ژوندے يم، هم داسې به کوم.

ګورنر سر وڅنډلو او اس ئې روان کړو.

د ګورنر د تلو نه پس پوليسو حضرت الله بابا ونيولو ډېر زيات تشدد ئې پرې وکړو او هري پور جېل کښې ئې بندي کړو.

بابا چې نولس (19) مياشتې پس د جېل نه راغلو نو پۀ دواړو غوږونو مکمل کوڼ شوے ؤ او بيا ټول عمر تر مرګه پورې پۀ “کوڼ حضرت الله” مشهور ؤ او نور د پوليس د ډېر زيات تشدد پۀ وجه پۀ بدن ډېر ناروغه او کمزورے شوے ؤ.

زۀ چې کله پۀ کال 1985 کښې د صوابۍ د عوامي نېشنل پارټۍ صدر وم نو د حضرت الله بابا پښتنې له سره د ملګرو د هغۀ کور ته ورغلے وم. زمونږ پۀ ورتګ ډېر خوشحاله شوے ؤ او ما ته ئې وئيلي وو چې د ژوند مې پته نۀ لګي خو د باچا خان د ديدن مې ډېر ارمان دے؛ بيا کۀ مړ شم نو خېر دے. خو مودې وشوې چې د بدني ناروغتيا لۀ وجې مې باچا خان ليدلے نۀ دے. ما ورسره وعده وکړه چې ستا دا ارمان به خداے پاک زر پوره کړي.

د نېکه مرغه څو ورځې وروستو باچا خان بابا د کالا باغ ډېم خلاف جلسې له صوابۍ ته راتلو. مونږ ورته د صوابۍ پۀ لوے ګراونډ کښې د لویې جلسې تابيا وکړه او د پارټۍ کابينې زما پۀ خواست دا فېصله وکړه چې حضرت الله بابا به د دغه جلسې صدارت کوي او هم داسې وشوه چې د مانېرۍ د پارټۍ ملګرو حضرت الله بابا پۀ کټ کښې راوړو او د ستر بابا سره څنګ پۀ څنګ کرسۍ کښې مو کښېنولو. حضرت الله بابا چې د باچا خان بابا پۀ نظر شو نو پۀ ژړا شو. ستر بابا ځان ته رانزدې کړو او دغه شان حضرت الله بابا ته مونږ دا عزت هم ورکړو چې باچا خان بابا د هغۀ پۀ صدارت کښې جلسه وکړه. بله دا چې د ستر بابا د ديدن ارمان ئې هم پوره شو.

حضرت الله بابا پۀ پینځویشتم دسمبر 1988 د اتوار پۀ ورځ پۀ حق رسېدلے او خپل کلي کښې خاورو ته سپارلے شوے دے.

لوے خداے دې د باچا خان بابا او د هغۀ د ټولو ملګرو جنتونه نصيب کړي! امین.

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …