د نوابزاده صبح صادق شاعري او قلمي مبارزه – پروفېسر عزيز قرېشي

ټېرے پۀ ادبي نړۍ کښې ځان ته يو جوت مقام لري. دلته د خوشحال خان خټک اولاد د اکوړه خېلو پۀ نوم ځان ته يوه بېله محله لري. د دغې کورنۍ چشم و چراغ نوابزاده صبح صادق چې شجره ئې خان علين مکان سره پۀ لسم پشت کښې ملاوېږي او صادق صاحب ډېر پۀ وياړ وائي:

نۀ مې سل عېبه صادقه! نۀ دا يو وصف

چې “خوشحــــال” زما پدر زۀ ئې پسر يم

د نوابزاده صبح صادق ټول ژوند د خپل ابا و اجداد پۀ شان عملي جدوجهد نه ډک دے. هغه ټول عمر خدائي خدمتګار تحريک سره تړلے ؤ او د خپل وطن د ازادۍ او سيالۍ هڅې ئې پۀ عملي طور کړې دي او دې احساس د هغۀ قلم هم پۀ قلاره نۀ دے پرېښے. د دغه احساس رنګ ئې پۀ قلم کښې هم څرګند دے. د هغوي هر يو نظم د دغه احساس ترجمان دے. د هغوي د عملي ژوند يوه نمونه او واقعه د هغوي د نمسي همراز خان )چې صادق صاحب به ورته د مينې نه باباجان وئيلو( د يوې مقالي پۀ حواله څۀ داسې ده:

“خبره داسې ده چې د هغه وخت ډپټي کمشنر ووې چې تۀ سرکاري نوکري ولې نۀ کوې؟ صادق صاحب ورته ووې چې ډېر سبق ما نۀ دے وئيلے او فوځي نوکري لږه سخته وي. انګرېز د خپل ځاے نه اوچت شو ا و خپل پتون ئې وټپولو چې پښتون نۀ يې؛ “سخته وي” “سخته وي” الفاظ چې ئې څو ځلې ووئيل، صادق صاحب ته غصه ورغله او پۀ فوځ کښې بهرتي شو او شپږ اووۀ کاله ئې پۀ کښې تېر کړل او د پښتون شمله ئې اوچته کړه خو چې څۀ وخت عبدالغفارخان د انګرېز خلاف تحريک شروع کړو نو فوځي ملازمت ئې پرېښود او د خدائي خدمتګار تحريک يو سرګرم کارکن جوړ شو. د هري پور جېل سختي ئې برداشت کړه او تر اخري وخت سرخپوش پاتې شو.”

صادق صاحب پښتون قام سره بې کچه مينه درلوده او باچا خان سره اوږه پۀ اوږه پۀ دغه تحريک کښې پۀ عملي طور هم او قلمي طور هم شريک ؤ. د پښتو او پښتونولۍ بېرغ ئې هسک نيولے رښتونے خدائي خدمتګار ؤ. پۀ ازادۍ مئين او د غلامۍ د تيارو نه بېزار ؤ او دغه نعرې ئې د خپل قلم پۀ ژبه ټول قام ته کړي.

پۀ دې لړ کښې خپل کلي د ټېري دنګې غونډې نه ټولې پښتونخوا ته داسې مخاطب دے:

د غلامانو غوندې، چې ذهنيت نۀ لري

پۀ زړۀ کښې خوف و هراس، د هېڅ قوت نۀ لري

دے چې څۀ طمع لالچ، د هېڅ دولت نۀ لري

چې د ضمير پۀ اواز، ووټ ورکولے شي دا

د ټېري دنګې غونډې! داسې ځوانان لرې؟

د دغې غونډې نه د خپل قام سره د مينې محبت اظهار او وطن او قوميت چغې سورې داسې وهي:

چې پښتنو سره دا، څۀ محبت هم لري

زړۀ کښې جذبه د وطن، د قوميت هم لري

د ازادۍ تاريخ نه، چې واقفيت هم لري

چې د ضمير پۀ اواز، ووټ ورکولے شي دا

د ټېري دنګې غونډې داسې ځوانان لري؟

صادق صاحب خپله عملي طور سره د استعمار مقابله کوله او خپل قام ته هم دغه تلقين پۀ داسې رنګ کوي او ځوان کهول ته داسې غږ کوي:

د طمعې جال کښې دوي، چې څوک نيولے نۀ شي

د استعمار د جادو، لاندې راتللے نۀ شي

چې عياران د دنيا، ئې غولولے نۀ شي

چې د ضمير پۀ اواز، ووټ ورکولے شي دا

د ټېري دنګې غونډې، داسې ځوانان لري؟

د ازادۍ دغه مبارز لکه د هغه وخت د نورو قلمکارانو خصوصاً اجمل صاحب سره اوږه پۀ اوږه قلمي مبارزه جاري ساتله او کله چې اجمل صاحب افغانستان ته لاړو نو د صادق صاحب زړۀ ډېر ودردېدو او خپل دې غېرتي ورور، “د غېرت چغه” وهونکي اجمل صاحب کمے ئې ډېر شدت سره محسوسولو او پۀ دې لړکښې ئې پۀ هغوي يو نظم وليکلو چې سر خط ئې ؤ “د يو بې وطنه ورور پۀ نوم”. پۀ دغه نظم کښې هغۀ د اجمل صاحب د جدايۍ احساس سره د خپل چاپېرچل احساس هم شريک کړے دے. د دغه نظم يوه ورکوټې نمونه څۀ پۀ دې ډول ده:

د ګل پۀ څانګو را تاو شوي تور ماران وينمه

د ظالم لاس کښې د مظلوم څيرې ګرېوان وينمه

دا چا راوستے دے سېلاب د ګرانۍ پۀ وطن

هر يو سړے پۀ معيشت کښې پرېشان وينمه

حکم جاري دے پابندي ده پۀ قلم او ژبې

تا به هم څۀ خو اورېدلي وي د ژبې تبې

او د دغه نظم پۀ يو بند کښې د خپل وطن حال داسې بيانوي:

زۀ پۀ پنجره کښې بند طوطي، فرياد کولے نۀ شم

زۀ د زړګي زخمونه هېڅ چا ته ښودلے نۀ شم

تېرۀ چاړۀ زما پۀ سر ګرځوي چې خاموش

د زړۀ حالونه پۀ دې شونډو راوستلے نۀ شم

خپل زخمي خيال قوس وقرح کښې ځنګوم، ژاړم

تۀ چې پرې لاړې، هغه لار جارو کوم، ژاړم

پۀ دې نظم کښې اجمل صاحب ته د خپل وطن، دلته د ظلم و ستم احوال او دلته د اولس فريادونه او د اه و بکا تصويرونه پۀ قلمي انځوروي.

د ازادۍ پۀ غورځنګ کښې بابړه به د چا هېره شي!!! د بابړې د شهيدانو وينې د ټولې پښتونخوا هغه درد دے چې د هر پښتون غميزه او دلته د پښتنو کربلا ده. د بابړې دې غميزې د صادق صاحب زړۀ هم دردولے دے. هم دا غميزه هغوي پۀ خپلو اوښکو څۀ دا رنګه ليکلې ده:

زما مينه او اخلاص او ورورولي تا سره ده

زما د زړۀ او ضمير همدردي تا سره ده

تۀ لوے يادګار يې د مظلوم د ازادۍ د وطن

زما د ملک او د ملت زندګي تا سره ده

پۀ دې مېدان باندې زرګونه کپرۍ خاورې دي

داسې ګلونه چې يا ګل نۀ وې، غوټۍ خاورې دي

پۀ يو بل ځاے کښې داسې وائي:

بيا هغه ځاے کښې د ګلونو ګلدستې جوړې شي

بيا مېکشانو ته د مينې مېکدې جوړې شي

قران ګواه دے چې شهيد سره مړېدلے نۀ شي

د هر غازي د ژوندانۀ دا وسيلې جوړې شي

تۀ مې کعبه يې د پښتو او د سيالۍ، بابړې!

تۀ لوے مقام يې د ماضي د قربانۍ، بابړې!

د صادق صاحب قامي فکر تل د خپل وطن د شاړو مېرو او ګل درو نه چورلي. هغه خپلې خاورې سره بې کچه مينه لري او دې مينې د هغۀ احساس نور تېز کړے دے. “د وطن مينې” نظم کښې دا احساسات داسې غزونې کوي:

دا زۀ اواز ياره د مينې د وطن اورم

بيا داسې نغمې زۀ د مارغانو د چمن اورم

تېزې ولولې شولې ګلونو د ګلشن اورم

ويړه پۀ وطن کښې شوله مينه د وطن اورم

ځان کۀ قربان کړے ؤ مجنون خپلې لېلې باندې

دا پښتون قربان دے د وطن څپې څپې باندې

د دې نظم دا بند د لواړګي پۀ مشاعره کښې چې کله صادق صاحب واورولو، حمزه صاحب هم موجود ؤ. د صادق صاحب خپله لهجه او خصوصاً د “لېلې” او “څپې څپې” قافيې حمزه صاحب ته دومره خوند ورکړے ؤ چې صادق صاحب ته ئې بار بار د دغه بند د تکرارولو فرمائش کړے ؤ.

دې نظم کښې هغه د وطن شاړې مېرې او قدرتي رنګونه ستائي. د نظم خاتمه پۀ دغه عزم او ولوله کوي:

دا ويجاړ وطن به لوړ مقام ته رسومه زۀ

دا به د عظمت د بام د پاسه کښېنومه زۀ

ناوې د وطن به پۀ خپل لاس کښې جوړومه زۀ

ما به خپل وطن ساتي، خپل وطن ساتمه زۀ

دا نشه د مينې د وطن عجيبه رنګ لري

خوار وي کۀ غريب وي خو پښتون د وطن ننګ لري

صادق صاحب چې کوم ماحول او حالاتو کښې ژوند کولو، يقيناً چې هغه وخت سخت حالات وو او پۀ سختو حالاتو کښې خدائي خدمتګارو د ازادۍ بېرغ هسک ګرځولو او پۀ دې لړ کښې دوي هرې سختۍ ته غاړه ايښې وه. د دغه وخت حالات او د حالاتو زړۀ چاودي تصورات او د حالاتو نه را برڅېره احساسات پۀ يو نظم کښې څۀ داسې بيانوي:

حالات چيچنې کوي، چار چاپېره غنې وينم

زۀ هر طرف ته د ګلونو بژه لمنې وينم

زۀ د احساس سترګې انصاف ته ارزومنې وينم

دلته د ګل د غوټيو څانګې هم غمژنې وينم

داسې وطن کښې زۀ پښتون يم اوسېدلے نۀ شم

جانانه! ځان پۀ دې بې ننګو سپکولے نۀ شم

پۀ داسې حال کښې:

د باز بچيو ته ټپوس چل د وراتلو ښائي

د خوشحال زوي ته مغل چل د زنګېدو ښائي

ګونګټ بورا ته چل د ګل د بوئيلو ښائي

ګېدړ مزري ته لار د ژوند د تېرولو ښائي

داسې وطن کښې زۀ پښتون يم اوسېدلے نۀ شم

جانانه! ځان پۀ دې بې ننګو سپکولے نۀ شم

صادق صاحب خپل ټول ژوند پۀ خدائي خدمتګارۍ کښې تېروي او خدائي خدمتګارۍ او باچا خان سره د مينې محبت ثبوت پۀ يو نظم “د باچاخان کورنۍ او د هغوي سياسي مبارزه” کښې څۀ داسې رڼا اچوي:

پۀ دې بې لوثه ورورولۍ خو يو غزل وليکه

نن پۀ خدائي خدمتګارۍ خو يو غزل وليکه

د قام د پاره چې زندان کښې تېروي وختونه

د چا پۀ داسې قربانۍ خو يو غزل وليکه

د پښتون ژوند کښې د جهل تيارو لرې کولو او پۀ دې لړکښې د سړو سره سره د ښځو ملاتړ او خصوصاً بېګم نسيم ولي خان ته داسې خراج پېش کوي:

زۀ خواست کوم هر پښتانۀ شاعر اديب ته چې تۀ

نن د بي بي پۀ دې خودۍ خو يو غزل وليکه

خدائي خدمتګاري او باچا خان سره اوږه پۀ اوږه پۀ دې جدوجهد او مبارزه کښې کلک ولاړ باچا خان ته د عقيدت پېرزوئينې پۀ يو نظم کښې څۀ داسې شروع کېږي:

پۀ اتمانزو کښې د رښتوني رهنما د وطن

خدمت کوي دے پۀ رښتوني بې ريا د وطن

چې خوار پښتون تۀ سموې د پېرنګيانو سره

ځه جېل خانې ته، کړه هغه ځاے کښې ژړا د وطن

پۀ کار پښتون ته دے يو داسې کار فرما د وطن

ډوبې کشتۍ ته ضروري دے نا خدا د وطن

د باچا خان پۀ علمي بصيرت او پۀ سياسي پوهه پۀ دغه نظم کښې رڼا اچولې شوې ده.

د ازادۍ پۀ دې جدوجهد کښې باچا خان سره سره بيا د هغوي زوے ولي خان هغه شخصيت دے چې دا تسلسل ئې جاري ساتلے ؤ او پۀ دې لړکښې هغوي هم د قېد و بند صعوبتونه برداشت کړي دي او چې کله ولي خان پۀ بنديوان کښې وي نو صادق صاحب داسې ګويا کېږي:

ولي خان جېل کښې پۀ څۀ ګناه ده؟

چې قام ته حق غواړي، دا ئې سزا ده

پښتنو واورئ! دا قام به تل وي

بادشاه نن يو سبا به بل وي

ولي خان هم لکه د باچا خان پۀ قلاره نه کښېناستو او د مزاحمت دغه سياسي جدوجهد د پاره کلي پۀ کلي ګرځېدلو او کله چې هغوي ټېري ته راغلو نو صادق صاحب پۀ هرکلي کښې ورته دا نظم پېش کړو. د دغه نظم څو شعرونه د نمونې پۀ طور دا دي:

تۀ پۀ خېر راغلې، پۀ خېر اوسې د افغان زويه!

هغه پۀ تورو غرو پناه د باچا خان زويه!

ستا پۀ تندي کښې د کمال او د عزت نخښې دي

زۀ پۀ کښې کسم، د جلال او د عظمت نخښې دي

تۀ د وطن د سياست د ظلمتونو رڼا

تۀ د بې کسو او بې نوا د امېدونو رڼا

صادق خان تا ته پېش کوي د عقيدت ګلونه

د تا پۀ پښو کښې د اخلاص او محبت ګلونه

د صادق صاحب د قامي شاعرۍ دغه اړخ د وخت پۀ ګردو پسې پټ پروت دے او ضرورت د دې خبرې دے چې دغه تاريخي قامي نظمونه را برڅېره او څرګند کړے شي. پۀ دې لړ کښې شتمن د ادب مئينانو ته خواست دے چې د دغو نظمونو خوندي کولو او کتابي شکل کښې د دې اشاعت د پاره هلې ځلې وکړي. د باچا خان مرکز هم پۀ کښې مهم رول لوبولے شي.

]د دې ليکنې د لوستلو نه پس مونږ د ښاغلي پروفېسر عزيز سره د نوابزاده صاحب د ناچاپه نظمونو خبره وکړه. اوس کۀ پاتې کېږي، د پروفېسر صاحب نه به پاتې وي.[

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …