وباء – عبدالغفور لېوال

څۀ داسې ورځې راغلې،
چې انسانان لۀ خپلو دواړو لاسو
داسې وېرېږي، لکه ګورت د جلادانو کښې دوه غبرګې تورې
چې یو د بل مسکا نه ځان پټوي
یو بنیادم ته د هر بل بنیادم
خولۀ داسې ښکاري لکه توره سمڅه
ډکه لۀ تورو بلاګانو او لۀ رویو یا شیشکو څخه
هېڅ خوږه غېږه نشته
هېڅ څوک لۀ بل څخه پۀ مینه مټې نۀ تاوهي
ښارونه تش دي
او د دښتو بیابانونو لارې ټولې بندې
یو ناپېژانده دېو راغلی دی د چین لۀ قافه
هره ورځ سل وګړي، زر وګړي
تر ستوني تېر کړي، ارږمی وباسي
او بیا د بندو دېوالو تر منځ ګونډه وهي
دېو بختور دی،
ښاپېرۍ د “تمدن” ورته بربنډه ناڅي
نړیوالتوب
بېرته پۀ شا روان دی
نړیوالتوب
تر کلیو څۀ، چې لا کوشنی شو د څلورو دېوالو تر بریده
بنیادمان لۀ ساه ویستلو تښتي
فضا دښمنه ده پۀ دې ورځو کښې
او د حوا ابۍ بچیان لۀ هوا کرکه کوي
***
څۀ داسې ورځې راغلې
چې ګټې سر خوړلی
او پانګه ټوله ده ژوولې د طاعون منږکو
تاریخ لۀ ډېرې خندا
دواړه لاسونه پر بډوډو ایښي
لۀ سیاستوالو ئې سیاست هېر کړی
هېواد مشران لۀ خپلو ښځو او مېړونو څخه لرې ګرځي
څۀ بې توپیره وباء!
هر چرته هر ځای کښې شته
پۀ هرسړک، پر هره لاره
او لا اوښتې ده تر هرې پولې
نۀ چېرته تور ګوري نۀ سپین پوټکی
نۀ ښکلې ښځه نۀ بدرنګه سړی
نۀ مسلمان او نۀ کافر، نۀ یهودي، نۀ ګبر
نۀ پر کعبه رحم کوي، نۀ پر مندر د هندو
لۀ ‘روم’ نه واوښته، د چین پر دېوالۀ وخته
او پارس ئې ټول پۀ هدیره بدل کړ
فرعون یواځې دی پۀ ‘سپین’ هرم کښې
لۀ خپل ټوخي، لۀ خپل پرینجي وېرېږي
عجیبه ورځې راغلې
هېڅ معشوقه د خپل مئین پر شونډو شونډې نۀ ږدي
او ماشومان د خپلو مېندو غېږ کښې نۀ پټېږي
بنیادمان د غرونو، دښتو او ځنګلونو پۀ وحشي غېږوکښې
د خپل لرغوني ازلي یواځېتوب پۀ ارمان
‘عدم’ پۀ خوب کښې ویني
ادم غنمو ته پۀ مسکو شونډو
د هغو دوه وروڼو قصه کوي، چې
یو د بل غېږ کښې مړۀ شول
اوس د هابیل او قابیل شخړه نشته
بس دواړه یو د بل لۀ ‘ساه’ څخه مري
څه عجیبه ورځې دي
پګړۍ ئې پرې نۀ ښودې،
چې یو ځل بیا پۀ ګرد وهلو کنډواله کلیو کښې
د بې پرواه ځوانانو ږیرې لوېشت کړي
او کۀ لږ لنډې وي، نو زړۀ پرې د متروکې یخ کړي
پګړۍ او ږیرې نیمه خوا پاتې شوې
تر ‘وباء’ وروسته نۀ ‘جګړه’ خرڅېږي
او نۀ هم ‘سوله’ څوک پۀ بیعه اخلي
متروکې ټولې پۀ طاعون ککړې
او ټوپکونه دي خوړلي د ‘وائروس’ چینجیو
هغه ځانبولی پاچا لاړ، پۀ سینګارتون کښې پټ شو
مرګ پۀ خندا دی، لۀ هستۍ ئې جوړه کړې ټوقه
څۀ داسې ورځې راغلې،
چې د ژوندون معنٰي ئې ورکه کړه
لۀ هروګړي.
داسې وباء راغلله
چې ماشومان نۀ وژني،
ښائي د دې لپاره
چې دوي رښتیني دي، سیاست نۀ کوي
ښائي د دې لپاره
چې دوي سپېځلي دي پۀ دین لا تجارت نۀ کوي*

ج
د 1398 کال وروستۍ ورځ

* د ښاغلي عبدالغفور لېوال دا نظم پۀ دې اوسنۍ وباء (COVID-19) زمونږ تر نظره تېر شوے وړومبے پښتو تخليق دے. يو شمېر ټپې، حکايتونه او لطيفې د دې وباء پۀ اړه د پښتنو د فکري ردعمل د بېلګو پۀ توګه زمونږ مخې ته راغلي دي. د ژوندو قامونو ژبه پۀ داسې حالاتو کښې بلها پنګه زېږوي، اولسي قبوليت حاصلوي او د تاريخ برخه جوړېږي. د دې نظم سره، پۀ هم دې سرليک د ډاکټر همدرد يوسفزي ليکلې افسانه او د ښاغلي رحمت شاه سائل نظم هم د دې ګڼې برخه ده. پښتو به نور هم ډېر ژوندے او اغېزمن ادب وزېږوي.

دې نظم کښې اخرۍ کرښې چې د ماشومانو د وائرس نه د نۀ متاثره کېدو لامل سياست نۀ کول او پۀ دين تجارت نۀ کول ښائي، مونږ يوه شاعرانه انګېرنه او دپلوماتيک اپروچ ګڼو او د طبي اصولو او سياسي مفکورې پۀ بنياد دغه کرښو سره اختلاف لرو. سياست نۀ کول پۀ خپل ځاے يوه “بېن الافغان وباء” او پۀ دين تجارت کول يو “بېن الاقوام ناسور” دے.

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …