د اتمانزو محاصره:1930 – خليل مومند

د هندوستان د ازادۍ پۀ جنګ کښې د کال 1930 مهم واقعات چې د پښتنو د خاورې سره تعلق لري، د وېش نه پس رياستي مؤرخينو د يو خاص ګوند او خاص سياسي مقصد د پاره د يوې اړخيزې پراپېګنډې د پاره پۀ شعوري ډول د پامه غورځولي دي.

د پراپېګنډې تعريف څۀ پۀ دې ډول کېږي:

“پراپېګنډه هر هغه زيار او جګړه ده پۀ کوم کښې چې انسانانو ته د يو خاص ګوند د ملګرتيا ترغيب ورکولے کېږي. پۀ پراپېګنډه کښې د براه راست جبر او تشدد څخه کار نۀ اخستے کېږي. بل اړخ ته پراپېګنډه د مقصد پۀ اعتبار سره د تعليم نه ځان له يو جدا څيز دے، ځکه چې د پراپېګنډې مقصد د علم خپرونه نۀ وي، بلکې يو خاص طبقاتي احساس پېدا کول وي.1

نن ضرورت د يو داسې تعليمي نصاب دے چرته چې تاريخي حقيقتونه د مسخ کېدو څخه ژغورل شوي وي او تاريخ د ‘تخليق’ پۀ ځاے ‘دريافت’ شوے وي – خو لۀ بده مرغه د پاکستان درې اويا کلونه وشول چې پۀ کښې اوس هم تعليمي نصاب د سياسي پراپېګنډې او پټو سياسي مقصدونو د پاره پۀ کارول کېږي. د دغه پراپېګنډې د پاره د پاکستان تاريخ کښې هر څۀ يا خو د څوارلسم اګست 1947 نه شروع کېږي او يا د څوارلسم اګست 1947 د پاره شروع کېږي!!! د تاريخ دا قتل تاريخي جبر دے.

پۀ کومو ورځو کښې چې د اتمانزو، چارسدې، بابړې او پړانګو محاصره کېدله او پۀ غريب اولس زور، ظلم او تشدد کېدلو نو پۀ دغه وخت د خدائي خدمتګار تحريک د سر مشران د هندوستان پۀ جېلونو کښې بنديوان وو.2

د درې ويشتم اپرېل (1930) نه پس پۀ صوبه سرحد )اوس خېبر پښتونخوا( کښې پۀ وړو او لويو تحريکونو پابندي لګولې شوې وه. د دې تحريکونو پۀ دفترونو چهاپې وهلې کېدلې، نغدې پېسې او تاريخي يادښتونه او کاغذونه به لوټلے شول. پۀ ځينې ځايونو کښې خو ورته نېغ پۀ نېغه اورونه واچولے شول. د دې تحريکونو کار کوونکي به ئې پۀ بې دردۍ سره وهل. د ټکر، اتمانزو، پړانګو، رځړو، زيړې، مياګړهۍ، درګۍ )منګا( کښې ئې پۀ خدائي خدمتګارانو سخت ظلم او جبر وکړو. د دې کلو به خپل منځ کښې تګ راتګ قطع کړے شوے ؤ.3

د ديارلسمې مۍ پۀ سحر چې لا تيارۀ وه، اتمانزو کلے فوج او پوليس محاصره کړو4 خو الله بخش يوسفي پۀ خپل کتاب “The Frontier Tragedy” کښې د محاصرې نېټه پينځلسم جون ليکلې ده.

د نمرخاتۀ پۀ وخت ډپټي کمشنر د خپل لښکر سره کلي ته راغلو. د پوليس څخه پرته پۀ کلي کښې اتۀ سوه پېرنګي سوارۀ سپاهيان او يوه رساله فوج چې سکهـ، ډوګره او مسلمانانو پۀ کښې ګډون کولو. دې نه علاوه څلور توپې او مشین ګنونه هم پر ځاے کړے شوي وو.6

د اتمانزو د محاصرې پۀ حقله خان عبدالولي خان ليکي چې کله مونږ سحر پاڅېدو، زمونږ کلے پېرنګي لښکرو محاصره کړے ؤ. يو سحر زۀ اودۀ وم، زمونږ يو بوډا نوکر ساه نيولے راغلو – وئيل ئې چې زۀ د اودس ماتي د پاره بهر تلم چې مې وکتل نو د کلي نه فوج چاپېره پروت دے؛ توپې ئې سورې کړي او ګوراګان فوجيان ورختلي دي. رسالې ګرځې او څوک د کلي نه بهر نۀ پرېږدي. زۀ هلک وم، ما هم را ټوپ کړو او د کلي د سړک غاړې ډاګ ته مې ځان ورسولو. د کلي خلک هم را غونډېدل. د خلکو دا را غونډېدل ما ته هم سم نۀ ښکارېدل. مخامخ د خدائي خدمتګارو پۀ دفتر څۀ خلک ختلي وو، زۀ هم پۀ منډه ورغلم چې د کوټې د سره تماشه وکړم. خدائي خدمتګارو د دفتر د سر نه د ‘انقلاب زنده باد’ او ‘فخرِ افغان زنده باد’ نعرې وهلې.7

کله چې پېرنګيانو د ‘انقلاب زنده باد’ نعرې واورېدې نو رساله ئې را خلاصه کړه او پۀ دفتر راغلل. کوټې ته د ختلو لويه دروازه بنده وه، سپاهيان ډېر پۀ قهر سره اخوا دې خوا ځغلېدل خو د راختلو لار ئې نۀ وه. اخر پۀ دېوال ئې څوک را واړولو او دغسې دروازه ئې لر کړه او د کوټې سر ته پۀ مونږ پسې را وختل. د راختلو سره ئې پۀ خلکو د کنداغونو او غټو بوټانو ګزارونه شروع کړل. څلور تنه ئې د کوټې د سر نه لاندې پۀ سړک را غزار کړل. زۀ )خان عبدالولي خان( ورکوټے وم، پۀ چت د پاسه د خلکو پښو کښې را پرېوتے وم، چې کله خلک اخوا دې خوا شول نو زۀ را پاڅېدم.8

کله چې ما مخامخ وکتل نو فېضے کاکا ولاړ ؤ. تندے ئې مات شوے ؤ او وينې ترې بهېدلې. يو انګرېز افسر چې ورسره ټوپک ؤ او هغې کښې سنګين ؤ، هغۀ وړومبے ګزار پۀ فېضي کاکا کړے ؤ او دوېم ئې پۀ ما د شا نه کولو خو خوا کښې ورسره يو پښتون فوجي ولاړ ؤ؛ هغۀ دغه سنګين پۀ لاس کښې ونيولو او د يو چق پۀ اواز سره سنګين د هغه فوجي پۀ لاس کښې لاړو – ولې بيا هم ګزار دومره زور سره شوے ؤ چې زۀ )خان عبدالولي خان( ئې بې خوده کړم او بيا د ځان نۀ يم خبر شوے – او داسې وم چې کټ کښې نۀ شوم څملاستے او ټول هډوکي مې خوږېدل. کوم فوجي چې زۀ د هغې مرګوني ګزار نه ژغورلے وم، د هغۀ نوم شېر خان ؤ او پۀ نوښار کښې د خېشګي کلي اوسېدونکے ؤ.9

پېرنګي فوج د خدائي خدمتګارو دفتر ته اور واچولو او فوج ورته ولاړ ؤ چې څوک اور مړ نۀ کړي. چې دفتر ئې وسېزلو نو هله ترې روان شو. دغسې د کلي محاصره جاري وه.10

د اتمانزو کلي قطبي نمرختيځ ګوټ ته يوه ډهېرۍ ده – دې ته ‘د ښکار بابا غونډۍ’ وائي. د کلي پۀ سپين ږيرو مشرانو او ځوانانو به ئې د تودو کاڼو دوه منيزې بورۍ دې ډهېرۍ ته خېژولې، خټې به ئې پرې کولې، اوبۀ به ئې پرې را چلولې، قلعه به ئې پرې جوړوله. مګر چې کله به قلعه سر ته ورسېده، بيا به ئې پرې ورانه کړه او دغسې به ئې دوي له پۀ سخته ګرمۍ کښې تکليفونه ورکول.11

يو پېرنګي افسر پۀ اتمانزو کښې پۀ خپله يوه جذباتي وېنا کښې خلکو ته وئيل چې زۀ به لۀ تاسو نه د ازادۍ او خپلواکۍ نشه داسې وباسم؛ ما ستاسو پۀ لاس ستاسو د انقلاب قبر جوړ کړو. ستاسو سرې جامې او ستاسو انقلاب مې پۀ کښې سره د نعرۀ تکبير ښخ کړو – دغه ستاسو پۀ لاس جوړ شوے د ‘الله اکبر’ قبر دے او کۀ تاسو کښې څوک نر وي نو را و دې باسي!!!12

دا واقعه باچا خان پۀ خپل کتاب ‘زما ژوند او جدوجهد’ کښې داسې ليکي:

…..چې ټول خدائي خدمتګار ګرفتار شول نو ډپټي کمشنر مدرسې سره د خلکو پۀ منځ کښې ودرېدو او پۀ اوچت اواز ئې ووې چې د سرو جامو څوک شته؟ پۀ دې ګڼه کښې زمونږ د کلي خان محمد عباس خان هم ولاړ ؤ. خپلو نوکرانو ته ئې اواز وکړو چې راځئ! – د دۀ حجره دغلته نزدې وه. پۀ منډه لاړل، پۀ دېګ کښې ئې سور رنګ واچوۀ، خپلې او د نوکرانو جامې ئې سرې کړې او وا ئې غوستلې او لا اوبۀ ترې بهېدې چې راغے او د ډپټي کمشنر پۀ مخکښې ودرېدو چې دا دي د سرو جامو خلک!!!

ډپټي کمشنر خو دوي ګرفتار کړل خو دا داسې اواز ؤ چې پښتنو کښې ئې ننګ او غېرت پېېدا کړو او پېرنګيانو چې څومره کوشش وکړو نو سرې جامې ئې ورکې نۀ کړې شوې.13

د چارسدې، پړانګو او بابړې محاصره هم دغه ورځو کښې شوې وه. د پېښې حال د الله بخش يوسفي پۀ ټکو کښې:

On the 1st June, the military besieged the villages of Prang, Babra and Charsadda. Many of the national workers and villagers were arrested and before being sentenced, were ordered to work and treated even worse than the habitual criminals at the worst type. Like Negro-slaves, they were asked to carry stones and sand in the scorching sun with bare head and feet. So these poor innocent Pathans had to carry the burning stones and sand from one place to another. 14

ژباړه:

د جون پۀ وړومبۍ نېټه، فوج د پړانګو، بابړې او چارسدې کلي محاصره کړل. يو شمېر قامي کارکوونکي او کليوال ګرفتار کړے شول او د دې نه مخکښې چې سزا ورکړې شوې وے، د عادي مجرمانو غوندې سلوک ورسره وشو. لکه د حبشي غلامونو هغوي ته پۀ سور نمر، پښې ابله او سر تور سر د تودو کاڼو او شګو د راوړلو د پاره ووئيلے شول. دغسې به دې غريبانانو او بې ګناه پښتنو تاودۀ کاڼي او شګې د يو ځاے نه بل ته ځاے ته وړې.

د جون پۀ وړومبۍ نېټه د چارسدې، بابړې او پړانګو کلي د سحر پۀ تيارۀ کښې محاصره شو. کۀ څوک د کلي نه بهر وو، هغوي بهر پاتې شو او چې څوک کلي کښې دننه وو، دننه پاتې شول. د دې کلو پۀ لارو او کوڅو کښې فوج ولاړ ؤ – نۀ ئې څوک بهر پرېښودل او نۀ ئې څوک دننه کلي ته پرېښودل.

د سحر پۀ رڼا کښې فوج پۀ علاقه کښې د ټيليفون تارونه خوارۀ کړل، کېمپونه ئې ولګول، د کلي پۀ لوړو ځايونو ئې توپې او مشين ګنونه برابر کړل. پۀ کلي کښې د اوبو او ګياه د نشتوالي لۀ وجې څاروي تنګ شو او چغې ئې وهلې.15

د پوليس افسرانو سره پوليس او د هغوي نور تالي څټي ګرځېدل. د خدائي خدمتګارو فهرست ئې جوړولو. پۀ دې تالي څټو کښې عزيز الله خان صوبېدار، د بابړې مهدي شاه باچا، د چارسدې د فتح محمد خان ورور داد محمد خان، حبيب الله خان او د پړانګو ودود اخونزاده ضمير خرڅي شامل وو. کله چې د خدائي خدمتګارو فهرستونه تيار شول، دفعه 144 ولګېده. هېڅ څوک د کور کلي نه بهر نۀ شو وتلے. پۀ بيګل به خلک نمانځۀ له راتلل، بغېر د دعا نه به خلک خپلو کورونو ته واپس کېدل – د مړي سره به د څلورو کسو نه زيات جنازې له نۀ شو تللے.16

پېرنګيانو کلي پۀ کلي خپل کېمپونه لګولي وو چې پۀ کښې به فوجيان او د هغوي تالي څټي صلاح کار ناست وو. پېرنګيانو ته خپلو تالي څټو دا مشوره ورکړه چې پۀ دې خلکو او خانانو ډېرې سختۍ وکړئ، تنګ او ذليل ئې کړئ – دغسې به دوي پۀ خپله د خدائي خدمتګارۍ نه توبه ګار شي او و به تښتي. دوي نمر، لوږه تنده او سخت کار نۀ دے ليدلے. داسې وکړئ چې سخت کار ته ئې واچوئ. سپين ږيري او د کم عمر زلمي ئې د جون سختې ګرمۍ ته پۀ سخت کار واچول.17

پۀ پښتنو سپين ږيرو به پېرنګي افسرانو پۀ خپلو کېمپونو کښې بادپکي راکښل. لوي لوي ببوزي به ئې پرې وهل او تمبوان به ئې پرې جارو کول. ځوانانو له به ئې دوه منيزې بوجۍ ورکړې وې، پۀ سخته ګرمۍ کښې پښې ابله پښې به ئې پرې تودې شګې او کاڼي راچلول. د شګو بوجۍ به ئې د يو بل د پاسه کېښودې او مورچې به ئې ور باندې جوړولې. د سحر نه تر ماښامه به د دوي دا کار ؤ. صرف د ماسپښين د نمانځۀ او ډوډۍ د پاره به يوه ګېنټه چهټي وه.18

کله چې به مورچه جوړه شوه نو سبا به ئې پرې بيا ورانه کړه او دغسې بله ورځ به ئې پرې بل ځاے جوړه کړه.شپه به ئې پرې بغېر د بالښت او څادر نه پۀ توده زمکه تېروله.19

د دې ظلم او جبر يوه واقعه احمد کاکا پۀ خپل کتاب ‘خدائي خدمتګار تحريک’ کښې ليکي،

پۀ ياسين زو کښې مړے شوے ؤ، حکم دا ؤ چې پۀ جنازه کښې به د څلورو نه زيات کسان ګډون نۀ کوي. دغه څلور کسه د پېرنګي صلاح کار محبت خان حجرې ته راغلل او هغۀ ته ئې شکايت وکړو چې څلور کسه به څنګه جنازه کوي؟ بيا به قبر څنګه کني او ښخوي به ئې څنګه؟ محبت خان د دوي شکايت پېرنګي ته وړاندې کړو چې د جنازې تيارے پۀ څلور کسه ډېر ګران کار دے، لږ تر لږه دې د پاره شل کسه پکار دي. پېرنګي ورته ووې چې قانون هم دغه دے، زۀ قانون نۀ شم ماتولے. د محبت خان پۀ ډېر منت د جنازې د پاره لس کسه مقرر شول.20

کله چې باچا خان او د هغوي ملګري د درې ويشتم اپرېل پۀ ورځ ګرفتار کړے شول، دغه وخت پۀ پښتونخوا يو قيامت نازل شو. د صوبې محاصره وکړې شوه. د صوبې نه بهر وتنه دې د پاره بنده کړې شوې وه چې نړۍ د پېرنګي د ظلم او بربريت نه خبر نۀ شي. د کلو محاصرې به کېدلې، خلک به ئې سور نمر ته کښېنول او ورته به ئې وئيل چې ګوته ولګوئ چې تاسو به خدائي خدمتګاري نۀ کوئ. هغوي به ورته ووئيل چې مونږ خو خدائي خدمتګار نۀ يو! پېرنګي به ورته وئيل چې خامخا ګوته لګوئ، ولې چا به ګوته نۀ لګوله – ځکه چې چا به ګوته ولګوله، د خلکو د خندا به شو چې “پلاني خو ګوته ولګوله!” انګرېز چې به څومره خلک تنګول، دومره به تحريک مخ پۀ وړاندې تللو.21

عبدالمالک فدا (1957-1897) چې د پړانګو کلي د ياسين زو پۀ کندي کښې د عبدالجبار خان کره پېدا شوے ؤ، د خدائي خدمتګار تحريک د زړۀ اواز دے. کوم وخت چې باچا خان د انجمن اصلاح الافاغنه بنياد کېښودو، عبدالمالک فدا هم پۀ کښې شامل شو او تر اخري سلګۍ ئې دغه تحريک سره وفا وکړه.22 فدا صاحب د ازادۍ د جنګ پۀ مبارزه کښې د کال 1930 پېښې پۀ خپله شاعرۍ کښې ډېر پۀ وضاحت سره بيان کړې دي. پۀ خپل يو نظم “شهيد ته” کښې د دې تاريخي کال د واقعاتو څۀ دا رنګې ذکر کوي:

شهيده! ما ته مخکښې دے منظر د وينو ستا
دا ستا د وينو رنګ دے چې د قام شونډې پرې سرې دي
يواځې اتمانزو، مردان، کوهاټ، هتي خېل نۀ دي
غوغا د کربلا د پېښور مې هېره نۀ ده
هېرېږي را نه کله خُوږ ځيګر د وينو ستا
قائله پۀ دې رنګ دے هر بشر د وينو ستا
رنګ بنګ پۀ دنيا ټوله دے شرر د وينو ستا
يادګار دے تازه کړے سېد اکبر د وينو ستا23

پۀ يو بل نظم ‘د وطن د شهيدانو پۀ ياد کښې’ د هغه وخت د پېرنګي استعمار د ظلم تشدد او د خدائي خدمتګارو د قربانيو پۀ حقله د خپلو سوو جذباتو پۀ ژبه داسې وېنا کوي:

داسې توې کړې هېڅ چا نۀ دي د چرګانو وينې
ځکه ليکلے دے سن تيس اپرېل هر چا پۀ وينو
د هتي خېلو خونرېزي کۀ د زلمو هېره شي
پۀ کوم مجلس کښې چې څوک ياد کړي شهيدان د ټکر
چې اودۀ قوم ئې را بېدار کړو د غفلت د خوبه
لکه توې کړې دي انګرېز د مظلومانو وينې
چې پۀ دې ورځ باندې ويړيا وې د خوارانو وينې
دوي نه به هېرې وي ضرور د حسنيانو وينې
بدن کښې جوش وخوري د ملک د ماشومانو وينې
پۀ دې شيندلې دي خدائي خدمتګارانو وينې24

حوالې:

  1. برټنډرسل، تعليم اور سماجي نظام، ژباړن: قاضي جاوېد، لاهور، فکشن هاوس، 2018، مخونه 122-121
  2. اکبر، عبدالاکبر خان، د برصغير پاک و هند پۀ ازادۍ کښې د پښتنو برخه، پېښور، يونيورسټي پبلشرز، 2009، مخ 133
  3. کيا يه لوگ پاگل تهے؟ انور خان ديوانه، جون 1995، مخ 41
  4. هم دغه اثر، هم دغه مخ
  5. Yusufi, Allah Bakhsh, The Frontier Tragedy, Karachi< M.Ali Education Society, 1986, Pp. 40
  6. کيا يه لوگ پاګل تهے؟، مخ 42
  7. خان، عبدالولي، باچا خان خدائي خدمتګاري، پېښور، باچا خان ټرسټ رېسرچ سنټر، جنوري 2020، مخ 99
  8. هم دغه اثر، مخ 100
  9. هم دغه اثر، هم دغه مخ
  10. هم دغه اثر، مخ 101
  11. احمدکاکا، خدائي خدمتګار تحريک، وړومبے ټوک، پېښور، يونيورسټي بک اېجنسي، جنوري 1991، مخ 282
  12. هم دغه اثر، مخونه 284-283
  13. خان، عبدالغفار، زما ژوند او جدوجهد، پېښور، باچا خان ټرسټ رېسرچ سنټر، جنوري 2019، مخونه 314-313
  14. The Frontier Tragedy, Pp. 40
  15. احمدکاکا، خدائي خدمتګار تحريک، مخونه 264-263
  16. هم دغه اثر، مخونه 265-264
  17. هم دغه اثر، مخونه 272-271
  18. هم دغه اثر، مخونه 273-272
  19. هم دغه اثر، مخونه 273-275
  20. هم دغه اثر، مخ 76
  21. ټکر، صحبت خان، پاکستان او خان عبدالغفار خان، پېښور، شاهين پرنټنګ پرېس، جون 1972، مخونه 99-98
  22. ديوان فدا، مرتبه همېش خليل، پېښور، زېب اٰرټس پبلشرز، فروري 2004، مخ 13
  23. هم دغه اثر، مخ 104
  24. هم دغه اثر، مخ 122

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *