د ځبېښاک، ښکېلاک او فاشزم نه باغي زړۀ – ډاکټر خادم حسېن

‘د تخیل خاتمه’ تر عنوان لاندې خپله مقاله کښې اروندهتي راے ليکي چې د 1998 د مۍ میاشت کښې زۀ د ملک نه پۀ دوره بهر لاړم. تر دغه دمه زما ناول نړيواله جائزه ګټلې وه او لږ وخت کښې د دولت، شهرت او بریا انبار مې پښو کښې پروت ‌ؤ.

‎نيویارک کښې زما یوې ملګرې ما نه اېغ پۀ نېغه پوښتنه وکړه چې د دې دومره بریا نه وروستو خو بس د ژوند یو اوج پاتې شي او هغه ‘مرګ’ وي. ما هم پۀ دې خبره ‌‌‌‌‌‌ډېر فکر کړے ‌ؤ – يعني د مرګ پۀ خبره!!! ما خپلې ملګرې ته ووې چې تۀ نيو یارک کښې استوګنه یې خو د دې نه بهر هم یو جهان شتون لري – هغه جهان کښې د ژوند ارزښت د دولت، شهرت او بریا پۀ تله نۀ تللے کېږي. ما داسې ګڼ شمېر خلک ليدلي دي چې امروزه پۀ دې اراده د ژوند سنګر ته وځي چې بېلات به راوړي خو بیا هم دغه سنګر نۀ پرېږدي.

‎زما ملګرې تندے تريو کړو، لکه چې پوښتنه کوي چې د ژ وند ارزښت بیا نو تۀ څۀ ګڼې؟ ما ورته ځواب ورکړو چې د ژوند ارزښت د ژوند خوبونو کښې دے. هغه خوب د کتو وړ دے چې ژوند پۀ کښې د ژوند پۀ څير وي او مرګ پۀ کښې د مرګ پۀ څير. زما د ملګرې پۀ تندي ګونجې راغلې لکه چې تشريح را نه غواړي. زۀ ‌‌‌‌‌‌ډېر وارې د یوې پېچلې خبرې تشريح يواځې پۀ ليکلو کښې کولې شم. ما د کاغذ پۀ یوه ټکړه داسې وليکل:

“مينه کول او د مينې وړ ګرځېدل – خپله بې ارزښتي کله هم نۀ هېرول – چاپېریال کښې بې درېغه تاو تريخوالي او سوقیانه بې عدلۍ سره کله هم نۀ عادي کېدل – غمځپلو ځایونو کښې خوښي لټول – د زمکې تر تله د ښکلا لټون کول – چې څۀ ساده دي، هغه کله هم نۀ پېچلي کول او چې څۀ پېچلي دي، هغه کله هم نۀ ساده کول – د پوهې او پوهنې زیار کول – کله هم سترګې نۀ اړول – کله هم د هېرې نۀ ښکار کېدل.”

‎دې ليک کښې به مونږ د نوموړې هندي قلموالې او ګڼ شمېر نړيوالې جائزې ګټونکې داستان پنځوونکې اروندهتی راے د هغو څېړنو جاج اخلو کومې چې هغې د 1998 نه واخله تر 2016 پورې خپلو بېلابېلو لیکلو مقالو کښې خوندي کړې دي. دغه ټولې مقالې د اروندهتي راے نوي کتاب ‘My Seditious Heart’ )زما باغي زړۀ( کښې چاپ شوې دي چې پېنګوين رانډم هاوس پۀ 2019 کښې خپور کړے دے.

‘مائي سېډېشس هارټ’ کښې راټولې کړې شوو مقالو کښې اروندهتي راے د غټو ‌‌‌‌‌‌ډېمونو، جوهري وسلو، ‌‌‌‌‌‌ډېولپمنټ )پرمختګ(، پرائيوېټائزېشن )شخصي کول یعني د هېواد اثاثې پلورل(، ‌‌‌‌‌‌پنګواله ډېموکراسي او جهانیت د اصطلاحاتو او پروژو د څېړلو جریان کښې د ځبېښاک، ښکېلاک او فاشزم رېښي لټولې او موندلې دي. دغه رېښې ئې بیا پۀ خپل بې ساري سبک کښې ليکلې او څرګندې کړې دي.

دې خبرې ته ښائي زیاته اړتیا نۀ پېښيږي چې اروندهتي راے د دې څېړنو د پاره د سائنسي او منطقي پلټنې مېتهو‌‌‌‌‌‌ډ او د ژاک درېدا د متن د ماتولو تکنيک کارولے دے. دې مقالو کښې دا خبره ‌‌‌‌‌‌ډېره څرګنده مخې ته راځي چې عصري ریاستونو او هېوادونو څنګه د بې وزله اولسونو او مستعمره ملتونو پۀ ضد د لوړو طبقو د پاره د غټو ‌‌‌‌‌‌ډېمونو د جوړولو، د بربادۍ راوستونکیو وسلو د توليدولو او د جهانیت د ازاد مارکيټ د پراخولو پۀ واسطه د منفعتونو، اختیار او ملکیت لاره هواره کړې ده. اروندهتي راے د دغه دسيسو د بربنډولو د پاره د شماریاتو جراحت پۀ بشپړه توګه کارولے دے. هغې دغه مقالو کښې د دې څېړنه هم کړې ده چې د دغه د منفعتونو اغېزه پۀ زمکه، پۀ خاوره، پۀ هوا، پۀ حېواناتو او نورو فطري اجرامو څنګه شوې ده!!! اوس مونږه د خپلې خبرې تشريح د پاره د دغه مقالو نه ځانګړې بېلګې راوړو، څو چې د اروندهتي راے د فکر د بېلابېلو اړخونو صراحت سره پېژندګلو ته ورسو.

‘د تخيل خاتمه’ د عنوان تر لاندې پۀ 1998 کښې ليکلې شوې مقاله کښې اروندهتي راے وائي چې د کوم جوهري بم چاودنه هند ‘پوکهران’ کښې د زمکې دننه د دوو سوو نه واخله تر درې سوه ميټره ژوره کړې وه، د هغې نه زېږېدلے حرارت يو ميليون سنټي ګرېډ ؤ او دا حرارت د نمر پۀ مخ د حرارت هومره دے. دغه هومره حرارت پۀ دې پلمه زېږولے شوے ؤ چې د هېواد د دفاع د پاره deterrence يا مانع توليد کړے شي. خو د مانع توليد کولو دغه ټوله پلمه پۀ مغالطو ولاړه وه.

وړومبۍ مغالطه دا ده چې دغه مانع د نورو پۀ حقله هم دغسې فرض کوي څنګه چې د ځان د پاره حس کوي. يعني د فنا کېدلو وېره. دغه اروائي فرضيه نيمګړې ښکاري. کۀ د دښمن دغه وېره نيشت شوې وي نو بيا؟ د ځان وژونکي هغه اروا به څۀ کوئ چې داسې فکر کوي چې تاسو به ځان سره وړو!!! راجيو ګاندهي باندې ځان وژونکے بريد څنګه وشو؟

د مانع د پاره د جوهري وسلو د توليد د پلمې دوېمه مغالطه دا ده چې دا پۀ دې وېره او د پوهې پۀ ادعاء اډاڼه لري چې د جوهري وسلو را وستونکې ټولې بربادۍ نه به دښمن خبروي او پۀ خپله به هم د دې بربادۍ د مقدار نه خبر وي. دا امکان نۀ لري!!! جوهري وسلې څۀ صوفيانه وجد نۀ دے چې پۀ خپله به د امن مثبت فکرونه را وپاروي. د حملې مانع د پاره د جوهري وسلو جوړول يوه بربادي راوړونکې ټوقه ده.

جوهري وسلې زمونږ اعصابو ته ننوځي او زمونږ چلن خپله ولقه کښې راولي، دا زمونږ ټولنه د خپل تاثير لاندې راولي، زمونږ خوبونه رغوي، دا زمونږ د مازغو غوښه کښې خپلې زهرژنې پنجې ښخوي. جوهري وسلې لېونتوب ته وده ورکوي، دا وسلې د ښکېلاک تکميل کوي، دا د سپين پوسته سړي نه زیاتې سپين پوسته دي، بلکې د سپين پوستۍ مغز دي. “دا وئيلے کېږي چې کوکاکولا د غرب کلتور دے، دا اېټم بم د کوم ځاے کلتور دے؟”

داسې هم اورو چې د بم ذکر ‘ويد’ کښې راغلے، خو کۀ پۀ ځير وګورو نو کېدے شي چې څۀ پۀ کښې څوک موندل غواړي، هغه پۀ کښې موندے شي. جوهري وسلې تر ټولو زيات هغه غېر جمهوري، غېر انساني او غېر ملي ابليس دے چې مخکښې کله هم نۀ ؤ زېږېدلے. د زمکې سياره څلور نيم اربه (4.6bn) کاله مخکښې زېږېدلې وه او د جوهري وسلو پۀ برکت دا يو مازيګر لوخړه کېدې شي. هند کښې چې څنګه د جوهري بم چاودنه وکړې شوه او څنګه دې ته هرکلے ووئيلے شو، دا زۀ ‘د انساني تخيل خاتمه’ بولم.

‘د ډېرو خلکو ښېګړه’ تر عنوان لاندې ليکلې مقاله کښې اروندهتي راے د غټو ډېمونو لۀ امله د اولس ځبېښاک باندې دقيق بحث کړے دے. دې مقاله کښې اروندهتي راے ليکي چې د هند د اوبو د مرکزي کميسون تر مخه هند کښې درې زره شپږ سوه (3,600) هغه ډېمونه دي چې ورته غټ ډېمونه وئيلے کېدے شي. دې کښې درې زره درې سوه (3,300) ډېمونه د استقلال نه وروستو جوړ کړے شوي دي. د زر نورو ډېمونو تعمير د پاې پړاو کښې دے. د دې باوجود زمونږ د نفوسو پينځمه برخه شمېر يعني دوه سوه ميليونه خلکو ته د څښکلو صفا اوبۀ نۀ رسي او درېمه برخه نفوس يعني شپږ سوه ميليونه خلک د سخاوالي ځاے ته د رسولو اساني نۀ لري.

ټوله نړۍ کښې د غټو ډېمونو پۀ ضد خوځښتونه کېږي، ځکه د ټېکنالوژۍ لۀ پلوه پرمخ تللې نړۍ کښې د غټو ډېمونو پروژې نړولې کېږي. دا ادعاء چې غټ ډېمونه د ګټې پۀ ځاے زيان رسوي، اوس يواځې يوه مفروضه نۀ ده – غټ ډېمونه فرسودګي ده او غېر جمهوري پروژه ده. دا د دولتونو او هېوادونو د زيات واک تر لاسه کولو پلمه ده. د غټو ډېمونو پروژې د کښتګرو او بزګرو نه د هغوي د پوهې تروړلو يقيني لاره ده. دا يوه داسې بربنډه وسيله ده د کومې پۀ واسطه چې د بې وزلو نه اوبۀ، زمکه او اوبۀ خور تروړلے کېږي او شتمنو ته ډالۍ کېږي. د غټو ډېمونو ډنډونه پۀ لکهاو خلک بې کوره کړي او کډوالۍ ته ئې مجبور کړي. د اکالوژي (Ecology) د پلوه هم غټ ډېمونه بې درېغه زيانمن دي. دا خاوره ورېژوي او د ضياع پله ئې ټېلوهي. دا سېلابونه راولي، زمکه زيمژنه کوي او خلک رنځونو کښې اخته کوي. لۀ دې امله پر مختللې نړۍ کښې د غټو ډېمونو توليداتي پروژه شنډه شوې. اوس دا ټېکنالوژي دوي د پرمختګ د مرستې پۀ پلمه بې وزله قامونو باندې هغه شان پلوري لکه څنګه چې نور ضائع کېدونکي توليدات لکه وسله، طيارې او د بوټو ضائع کېدونکي دارو درمل – دغه مرسته لکه د ښکېلاک ګرۍ يو بل ځبېښناک تجارت دے.

مونږ ته وئيلے کېږي چې “هند کلو کښې ژوندے دے” – دا ډېره عبث خبره ده!!! “هند کلو کښې مري”. د هند کلي د ښارونو د اسانتياو د پاره مشقت کوي او دې کلو کښې خلک يواځې تر ساه اخستلو ژوندي دي. دا تاثر چې ګواکې د رياست پراخه بشپړتيا د هرې لحظې پېدا کېدونکو ستونزو د حل لارې لټولو د پاره لۀ مجبوريته لا نور بشپړه کېږي، يوه ډېره د خطر نه ډکه مفروضه ده!!! حقيقت دا دے چې رياست ستونزې توليدوي – دا د افلاس د توليد کولو يو خورا غټ مشين دے چې بې وزله د بې وزله سره د جنګولو لوے مهارت لري. دا د خفګان خبره ده خو چې تر څو مونږ د رياست غوړولې لومې باندې باور لرو نو د بهترۍ هېڅ هيله نۀ شو موندې. د هيلو د پاره به مونږ دغه باور ماتوو.

ورځ تر ورځه د يو يو سيند، د يو يو ځنګل، د يو يو مزائل، د يو يو بم د ماتېدلو پۀ ترڅ کښې مونږ ماتولے کېږو او دا ماتېدل حس کولے هم نۀ شو. غټ ډېمونه د يو ملت د ډوېلپمنټ د پاره داسې دي لکه څنګه چې د فوج د وسلې ډپو د پاره اېټم بمونه وي. دا دواړه د اولس-وژنې تر ټولو غټې وسلې دي. دا دواړه دولتونه او رياستونه د اولس خپله ولقه کښې راوستلو د پاره کاروي. دا دواړه د شلمې پېړۍ هغه پېلامې دي کومې چې دا ښائي چې د بشر ذهانت خپل ‘د بقاء جبلت’ وروستو پرېښودو. دا دواړه د بشر هغه پوهې پورې پچموزې کوي کومه چې د اګۍ چرګې سره، د شودو غوا سره، د خوراک ځنګلونو سره، د اوبو دريابونو او سيندونو سره، د هوا ژوند سره او د زمکې انساني بقاء سره تړون پېژني او حس کوي.

د کډوالۍ يواځې يوه بېلګه د انساني بربادۍ دغه پروژه پۀ جدي توګه روښانه کوي. د رسمي شمارياتو تر مخه پۀ 1979 کښې د سردار ساروار (Sardar Sarovar Project) د ډنډ لۀ امله د شپږ زره (6,000) نفوسو د بې کوره کېدو احتمال ؤ. پۀ 1987 کښې د کډوالو دغه شمېر دولس زره (12,000) نفوسو ته ورسېدو. 1991 کښې دغه شمېر اووۀ ويشت زره (27,000) ته او پۀ 1992 کښې د څلوېښت زره (40,000) کوړمو د کډوالۍ احتمال را ولاړ شو. د غېر رسمي شمېر تر مخه نن د دغه ډنډ لۀ امله د پينځۀ لکهه (500,000) کوړمو د کډوالۍ امکان دے.

د ‘طاقت د سياست’ تر عنوان لاندې اروندهتي راے د هېوادي او ملي اثاثو د پلورلو پۀ عمل فکر را پاروونکے بحث کړے دے. اروندهتي راے ليکي چې کله دا ټول سيندونه، درې، ځنګلونه او غرونه پۀ بازاري زرق برق کڅوړو کښې بند کړے شي او پۀ افرادو وپلورل شي نو د هېواد او دولت لاس ته به څۀ راشي؟ سرۀ زر؟ پۀ سرو زرو به بيا هېوادونه څۀ کوي؟ جوهري وسله به دې د پاره رغوي چې د زمکې پۀ سر د فطرت څومره منظرې لا پاتې دي، چې هغه هم وسوزوي؟؟؟

يو ليکوال او قلموال خپل ټول ژوند دې موخې ته وقف کړي چې د ژبې د زړۀ تل ته لاړ شي او د فکر او د معنې واټن چې کۀ بېخي د منځه يو نۀ سي نو چې څۀ کموت پۀ کښې ارومرو راولي. د ‘هېګ’ د اقتصادياتو نړيوال کانفرنس کښې زۀ يو بل ډول کړنې سره مخ شوم. دلته ژبه د فکر او هوډ د پټولو د پاره وکارولې شوه. دلته هغه هنر چې دوي پرې خورا ډېرې ګټې کوي، د دې د پاره وکارولے شو چې د خپلو تجارتي کمپنيو او بنسټونو د منفعتونو ګرافونه داسې ژبه ترسيل کړي چې هغه عام اولس ته د دې هېڅ درک و نۀ لګي، د چا د پاره چې دا څرګندولې کېږي. دوي پۀ هغه واټن کښې خوښي مومي کوم چې د دوي وېنا او د دوي پلورنه کښې زېږېږي. دوي يواځې د فطري وسيلو د شخصي کولو تشويق نۀ پېدا کوي، بلکې پۀ خپله د پاليسۍ د شخصي کولو پروژه پۀ مخکښې بوځي. د ډېم جوړوونکي د اولس اوبۀ خپله ولقه کښې راوستل غواړي، د برېښنا وېشونکې کمپنۍ د برېښنا پاليسي جوړول غواړي او د اقتصادياتو شخصي کمپنۍ د دولت د سرمايه کارۍ نۀ کولو د پاره پاليسي جوړوي.

د شخصي کولو يا د دولت د اثاثو پۀ افرادو د پلورلو اصل معنٰي څۀ ده؟ حتماً دا د هېواد او رياست د اولسي توليداتي اثاثو پۀ اشخاصو او شخصي کمپنيو پلورل دي. توليداتي اثاثو کښې فطري وسيلې لکه هوا، اوبۀ او ځنګلونه شامل دي. دا وسيلې يو هېواد يا رياست د خلکو او اولس د امانت پۀ توګه د ځان ملکيت ګرځوي. د هند پۀ شان يو هېواد کښې اويا فيصده (70%) اولس يعني اووۀ سوه ميليونه خلک کلو او بانډو کښې استوګن وي – پۀ کلو او بانډو کښې د استوګن اولس ژوند نېغ پۀ نېغه پۀ دغه فطري وسيلو اړ وي. د دغه اولس نه دا وسيلې او اثاثې تروړل او دا پلورل اولس د ژوند د اساس نه محرومه کول دي. دا يو داسې وحشيانه عمل دے چې بېلګه ئې تاريخ کښې نۀ شي موندلې کېدې.

د طاقت پۀ اس سور د توليد دېو نن غټې دسيسې ته اړولې ده – ډېمونه، غرونه، وسلې، د برېښنا توليدات، اولس ته د څښکلو د اوبو رسولو پروژې، ټيليفوني اطلاعاتي نظام، انتظام، د علم او پوهنې د ترسيل نظام، حياتياتي تنوع، تخمونه او هغه ټوله توليداتي ټېکنالوژي کومه چې دا ټول هر څۀ تعامل کوي؛ دا ټول هر څۀ خپله ولقه کښې راوستل غواړي. برېښې داسې چې لکه ژوند او د ژوند تعاملات خپل ملکيت کښې راوستل غواړي. ‘د دېو استازي’ د درېمې دنيا هېوادونو ته داسې را درومي لکه چې د بې وزله اولس مسيحا راشي – د دې دېو د پلورنې پېژندنې د پاره د دېو د استازو پۀ اصطلاحاتو پوهېدل اړين دي.

د بېلګې پۀ توګه به دا خبره داسې تشريح کړو – د نړۍ د برېښنا د توليد د الاتو جوړلو باندې د څلورو غټو تجارتي بنسټونو غلبه ده. دا څلور واړه پۀ ګډه د شلو زرو مېګاواټو د برېښنا د توليد الې جوړوي. د يو شمېر علتونو پۀ اساس د نړۍ د برېښنا توليد د پاره د هم دومره الاتو اړتيا وي. لۀ دې وجې دې بېن المللي بنسټونو سره هر کال د ګڼ شمېر الاتو انبار د کارولو نه پاتې شي. د دغه بې ضرورته الاتو بوج دا نړيوال تجارتي بنسټونه د خپلو اوږو نه کوزول غواړي. پۀ اقتصادي توګه وروستو پاتې هېوادونه د دې اضافي الاتو مارکيټ وګرځي.

زمونږ دې جهان سره دومره غټه منفي کړنه جريان لري چې پۀ هغې سر خلاصېدل مشکل دي. دا د لويې خطرې نه ډکه کړنه ده. پۀ يو وخت کښې د دې پۀ محيط پوهېدل، دا تعريفول او د دې د کميت حساب لګول ناممکناتو کښې راځي. بيا د دې خطر پۀ ضد مزاحمت کول خو بېخي مشکل شي، ځکه د مزاحمت يواځينۍ لار دا جوړېږي چې د دې لوے خطر بېلابېل اړخونه ولټوو او د مشخصو اړخونو ضد مشخص مزاحمتونه پېل کړو. د بشريت د غړپ وهلو هوس لرونکے دغه دېو به ښخول غواړي.

‘خبره مونږ ماهرانو ته پرېږدو!’ تر عنوان لاندې ليکلې شوې مقاله کښې اروندهتي راے وړومبے د ليکوالۍ او قلموالۍ د هنر د موخو جاج اخستے. هغه ليکي، يو داسې هېواد چې پۀ کښې درې سوه ميليونه اولس بې سواده وي، هغه هېواد کښې يو د شهرت لرونکي او معروف ليکوال خطاب تر لاسه کول شکمنه انګېرنه ګرځي. يو داسې هېواد کښې د ليکوالۍ هنر خپلول چې هغه هېواد کښې مهاتما ګاندهي زېږېدلے وي، چا چې د عدم تشدد او عدم خشونت مزاحمت ايجاد کړو، يو ډېر زړۀ بوږنوونکے بوج ګرځي. يو داسې هېواد کښې، چرته چې د ‘ډوېلپمنټ’ پۀ پلمه خپلمنځي غېر اعلانيه جنګ ورتپولے شوے، هلته ليکوالي يوه درنه ذمه واري ده. د ليکنې او ليکوال د پاره د درنې ذمه وارۍ دغه توکي زۀ پۀ ډېر نا زړۀ کارولو باندې ځان بې وسه بولم.

نو راځئ چې اوس دې سوال ته راشو چې پۀ يوه ټولنه کښې د يو ليکوال يا هنرمند وظيفه څۀ وي؟ ایا دوي يوه مشخصه وظيفه لري؟ ایا دغه وظيفه پۀ تخصيصي ډول تعريفولې کېدې شي؟ يا تعريفول ئې پکار دي؟ ایا يو ليکوال يا هنرمند د پاره څۀ قاعده يا ضابطه ټاکل اړين دي؟

“زما پۀ اند يو ليکوال يا هنرمند د پاره وړومبۍ قاعده دا ده چې دې د پاره يوه قاعده هم نشته” – ګنې دا وړومبۍ قاعده د ماتېدو ده نو ځکه د یو ليکوال يا هنرمند د پاره بايد يو جواز هم و نۀ تراشلے شي. ليکوالان، انځورګران، نڅاګران، سندرغاړي، کلاکاران، فلمګران او موسيقاران بايد الوت وکړي، تاثرات پراخه کړي، د بشري تخيل څنډې ارتې کړي، د غېر متوقع شيانو نه ښکلا وپنځوي او چې هغه چرته سحر ولټوي، چرته چې نورو وګړو د څۀ موندلو هډو طمع نۀ وي کړې. کۀ د پنځګرو الوت لنډ کړے شي، کۀ د دوي وزرونه د عېن حال د ټولنې د اخلاقياتو او ذمه واريو پۀ پلمه پرېکړې شي او کۀ دوي د ‘حال’ د اقدارو زندان کښې بنديوان کړے شي نو د دوي د پنځونې زيار به شنډ شي.

يو ستر ليکوال د تپلې شوو ټولنيزو ذمه واريو نه انکار کولے شي، خو پۀ دې هم پوهېږي چې کۀ پۀ ډېرو ستړو لاس ته راوړې شوو ازاديو نه لاس پۀ سر شي نو د بدرنګه هنر پنځونه به کېږي. پنځونه د احساس، ذمه واريو او اخلاقياتو داسې يوه پېچلې تنسته ده چې لیکوال ئې پۀ خپله ځان د پاره را ټولوي. دا ځانګړې وي، دا فردي وي خو دا موجود وي. پۀ مخ تللي هنر کښې دا د پنځګر او د هغۀ د وسيلې تر منځه يو مهين جوړښت کښې څرګندېږي.

ما ته ‘ليکوال فعال’ (Writer-Activist)ولې وئيلے کېږي؟ کۀ دا اصطلاح زما د ثناء د پاره هم وي نو دا ما زوروي؟ ما ته احتمالاً ليکوال فعال ځکه وئيلے کېږي چې ما د نړيوال جائزه ګټونکي ناول ‘دي ګاډ اٰف سمال تهنګز’ (The God of small things) د ليکلو نه وروستو څو سياسي مقالې وليکلې. ‘د تخيل خاتمه’ تر عنوان لاندې د هند د جوهري بم پۀ چاودنه مې مقاله وليکله – ‘د زياتو خلکو ښېګړه’ تر عنوان لاندې مې د غټو ډېمونو او ډوېلپمنټ مباحثه پېل کړه او ‘سياست د قدرت’ لاندې مې د اوبو، برېښنا او اړين انفراسټرکچر پۀ شخصي کولو مقاله وليکله.

اوس زۀ دې فکر وړې يم چې څوک ‘دي ګاډ اٰف سمال تهنګز’ غوندې ناول ليکي، هغه ‘ليکوال’ ګڼلے کېږي او چې څوک سياسي مقالې وليکي، هغه ‘فعال’ ګڼلے کېږي!!! دا خبره سمه ده چې ‘دي ګاډ اٰف سمال تهنګز’ قصئيزه ليکنه ده خو د دې موضوع او متن کښې هغومره سياست دے، څومره چې دغه سياسي مقالو کښې دے. دا سمه خبره ده چې مقالې غېر قصئيزې ليکنې دي خو دا پرېکړه کله شوې چې “غېر قصئيز ليکونکي به ليکوال نۀ ګڼلے کېږي”؟ زما مفروضه دا ده چې ما سره د دې دوه اړخيزې اصطلاح د تړلو علت دا نۀ دے چې ما سياسي ليکنې کړې دي، ما سره دغه دوه اړخيزه اصطلاح ځکه ليکلې کېږي چې ما پۀ متنازع موضوعاتو او مسئلو خپلو دغه سياسي مقالو کښې يو دريځ خپل کړے او د دې نه لږه مخکښې هم تلې يم. د دې دريځ د مرستې د پاره مې تر خپله وسه خلک هم را بللي دي. ښائي يويشتمه پېړۍ کښې يو ليکوال د پاره دريځ خپلول او بيا هغه دريځ د پاره فعاليت کول مهين نۀ ګڼلے کېږي. زۀ پۀ ځاني ډول پۀ دې خبره پوهېږم چې د يوې پنځونې د پاره پېچلتيا، عموميت، ځيرکتوب او ابهام تراشل مهم دي، خو ایا دا د ليکوال د پاره د لزم حېثيت لري چې هغه به هر څۀ کښې او پۀ هر ځاے کښې ابهام نه کار اخلي؟ ایا دا خبره رښتيا نۀ ده چې د بشر تاريخ کښې ډېر ځلې ځيرکتوب او هوښيارتيا د هر اند د پلمې پۀ څير مخې ته راځي؟ او احتياط پۀ حقيقت کښې بزدلي وګرځي چې کله مهينتيا د زوال يواځې يوه پړده وي؟ چې کله ابهام پۀ اصل کښې بد کوونکو ته لاس ورکول شي؟ د تهيورۍ پۀ راز دا ممکنه ده چې د اولسونو او قامونو ټولنيز ژوند کښې داسې وختونه راشي چې هغې کښې پۀ يو دريځ ودرېدل اړين شي. زۀ پۀ دې باور یم چې را روانو څو کلونو کښې به مونږ پۀ ټولنيزه توګه داسې حالت سره مخ کېږو چې زمونږ دانشور او هنرمند به پۀ يو دريځ ودرېږي. دا حالت به ښائي داسې وي چې پۀ دومره لوے کچ به اولس نه د هغوي ملکيت وتروړلے شي چې تاريخ کښې به ساري نۀ لري. تاسو به زما د دې خبرې دا حتماً اټکل کړے وي چې زۀ د ‘جهانيت’ د نوي ډول خبره کوم.

جهانيت څۀ شے دے؟ دا د چا د پاره دے؟ دا به د هند پۀ شان يو داسې هېواد سره، چرته چې عدم تساوت او ټولنيزې بې عدلۍ د نسلي امتياز پۀ ډول لۀ پېړيو نه ادارتي رنګ اخستے دے، څۀ چل کوي؟ جهانيت به داسې يو هېواد سره څۀ چل کوي چرته چې اووۀ سوه ميليونه اولس کلو کښې اوسېږي او چرته چې درې سوه ميليونه اولس ليک لوست نۀ شي کولے؟ ایا د کښتګرۍ د اوبو د رسونې او د برېښنا پلورل او شخصي کول به هند د افلاس، بې سوادۍ او مذهبي افراطيت د ولاړ ډنډ د چقړو نه را وويستے شي؟ ایا جهانيت به د باسواده او بې سواده، د شتمنو او نېستمنو او د ټيټو او لوړو نسلونو تر منځه واټن کښې کموت راولي؟ او کۀ نه د پېړيو را هسې مسلط شوو شتمنو ته به لا نور لاس هم ورکړي؟ ایا جهانيت د افلاس لۀ منځه وړو د پاره دے کۀ نه دا د ښکېلاک د لرې نه او پۀ ډيجيټل راز د کنټرول کولو يو بل ډول دے؟ د دې سوالونو ځوابونه به پۀ دې راز توپير ولري چې دا د کلو نه ځوابېږي کۀ د ښارونو د خټينو او بې وزله محلتونو نه ځوابېږي، کۀ د منځنۍ طبقې درشلو نه د دې ځواب را رسي او کۀ د غټو طبقو د رئيسانو غټو غټو دفترونو نه د دې ځواب راځي!!! داسې وئيلے کېږي کۀ چرې مونږه د انتظام راست ادارې ولرو: لکه مؤثر عدالت، ښۀ قوانين، اخلاص مند سياستمداران، ګډواله ديموکراسي او داسې شفافې انتظامي ادارې ولرو چې د بشري حقونو خيال وساتلے شي او د اولس رايې ته ارزښت ورکړي؛ نو بیا جهانيت د بې وزلو پۀ ښه راتلے شي. خو کۀ مونږ دغه هر څۀ ولرو نو بيا خو هر نظام د کار دے – کۀ پنګه والي يا اشتراکيت وي او کۀ څۀ بل څۀ نظام!!!

مونږ له چې څۀ لټول، تراشل او ځلا کول پکار دي، هغه د يو نوي ډول سياست دے. د انتظام سياست نۀ بلکې د مزاحمت سياست!!! د اختلاف او خړنج سياست!!! د محاسبې سياست!!! د شيانو د پۀ مزه کولو سياست!!! پۀ جهاني توګه د لاسونو د ورکولو او د بربادۍ د ايسارولو سياست!!! “زما پۀ اند چې دې عصر کښې څۀ جهاني کول پکار دي، هغه دے ‘د اختلاف څرګندونه'”!!!

‘جنګ امن دے’ تر عنوان لاندې اروندهتي راے ليکي چې اولسونه کله کله جنګ وګټي او دولتونه او حکومتونه کله کله جنګ وبائيلي. اولسونه ومري خو حکومتونه پۀ نوي ډول واغږل شي او ‘شپږ سري’ شي. حکومتونه وړومبے بېرغونه وسپړي او هغې کښې د اولسونو مازغۀ را ونغاړي، بيا د اولس اصل فکرونه وسوزوي او پۀ پاې کښې پۀ خوښه وژل شوو باندې کفنونه وغزوي. دا اوس هغه وخت راغلے چې د بشر نوغے بايد لږ پښه نيولے شي او د خپلې نوې او عنعنوي ټولنيزې پوهې تل ته کوز شي – څۀ چې پۀ يوولسم ستمبر وشول، هغې جهان د تل د پاره بدل کړو. ‘پرمختګ’، ‘شتمنۍ’، ‘ټېکنالوژۍ’ او ‘جنګ’ نوې معنې واخستې. دولتونه بايد دې نوي بدلون ته پۀ اخلاص او عجز تسليم شي او د نوي جهان نوي کارونو ته د زړۀ د خلاصه لاندې وځي. بدبختانه جهاني ايتلاف کښې لا د داسې ډول تفکر نخښې نخښانې نۀ دي ښکاره شوې.

نو بس مونږ پۀ دې خبره پوهه يو چې “اوس خنزير ته اس وئيلے کېږي او جنګ ته امن.”

لږ نو د هغو هېوادونو فهرست ته ځير شئ چې د امريکې متحده ايالاتو ورباندې د دوېم لوے جنګ نه وروستو جنګونه ور تپلي دي: چين (1953-1950)، کوريا (1953-1950)، ګواټيمالا (1969-1967)، انډونيشيا (1958)، کيوبا (1960-1959)، بېلجين کانګو (1964)، پېرو (1965)، لاوس (1973-1964)، وېتنام (1973-1961)، کمبوډيا (1970-1969)، ګرېناډا (1983)، ليبيا (1989)، ال سلواډور (1980)، نکاراګوا (1980)، پاناما (1989)، عراق (2001-1991)، بوسنيا (1995)، سوډان (1998)، يوګوسلاويه (1999) او دا هم اوس افغانستان – دا د جهان د تر ټولو زیات ‘ازاد ملت’ نۀ ستړے کېدونکے زيار دے!!! او ازادي څنګه؟ د خپلو پولو دننه تر څۀ حده د وېنا ازادي، د فکر ازادي، د هنري پنځونې ازادي، د خوراک ازادي او د جنسي تمايلاتو ازادي؛ او د خپل هېواد د پولو نه پرته د نورو هېوادونو د سپکولو، مغلوبولو او مستعمره کولو ازادي!!! او دا ټول هر څۀ د امريکې د متحده ايالاتو هېواد د خپل اصل مذهب يعني د ‘ازاد مارکيټ’ د خدمت د پاره تر سره کوي. لوبه داسې وي چې وړومبے د صدام حسېن مرسته وکړه او بيا ئې لۀ منځه يوسه – وړومبے ‘مجاهدينو’ ته پېسې ټکې ورکړه او بيا ورباندې بمونه ووروره!!! دا خبره اوس تر ډېره حده وثوق ته رسېدلې چې د امريکې د متحده ايالاتو د وسلې صنعتونه، د تېلو صنعتونه او د ميډيا ستر بنسټونه او دې سره سره د بهرنيو چارو پاليسيانې دغه ازاد مارکيټ سره د تړلو غټو تجارتونو د ايتلافونو کنټرول کښې دي.

خبره د ښۀ او بد او د اسلام او مسيحيت د نزاع نۀ ده، خبره د ژوند عناصرو ته د ځاے ورکولو ده. څو چې د ژوندو بېلابېل رنګونه ومنلے شي، چې د مستعمره کولو د عواطفو لاره ونيولې شي او دغه عواطف تر خپل واک لاندې راوستے شي – چې د هر ډول ښکېلاک لاره ونيوې شي – د اقتصادي، عسکري، لساني، مذهبي او کلتوري – د اکالوژۍ هر ماهر به درته ووائي چې متنوع کلتورونه يو شان کول د زمکې پۀ سر ژوند ته څومره خطر جوړېدے شي!!! د دې مثال بېخي داسې دے لکه چې د پلاسټک کڅوړه کښې د چا سر تر هغه وخته وټومبلے شي، څو ئې چې د ساه اخستو توان ختم کړے شي.

څنګه چې د نوې زرکلنې وړومبے کال را نزدې کېږي نو داسې فکر کوم چې چرته مونږ د خوب ليدلو حق خو ګاڼه کړے نۀ دے؟ اوس مونږه د ښکلا سردوبار تخيل پنځولے شو؟ مونږه د سهار د نوې وړانګې څرک ليدے شو؟ مونږه د بلبلې سندره اورېدې شو؟

د ‘اهمسا’ (Nonviolence) تر عنوان لاندې اروندهتي راے ليکي چې صرف د هغه دولت او حکومت د ترهګرۍ غندنه رښتيا ګڼلې کېدې شي کوم چې د عدم تشدد او عدم خشونت يو مستند او مدلل نظر ته مثبت بدلون ښائي؛ خو د جهان د حکومتونو چلند د دې اپوټه ښکاري. ټول جهان کښې د عدم خشونت د غورځنګونو چخڼي کېدل روان دي. د عدم تشدد غورځنګونو ته پۀ درنه سترګه نۀ کتل به حتماً پۀ تشدد ولاړ غورځنګونه نور توانوي. ټوله نړۍ کښې حکومتونه او رسنۍ د جنګ خبرو ته بې درېغه ځاے، پنګې، تحقيقي پروژې او توجو ورکوي نو د دې عمل نه يو د خطر نه ډک پېغام خورېږي او هغه دا چې “کۀ د نړۍ توجو ځان ته را ګرځول غواړې نو د خشونت او تشدد چلند به کوې!!!” دا معلومه خبره ده چې تشدد بدرنګ وي، ناڅاپي وي او بې انډوله وي. پۀ يويشتمه پېړۍ کښې د مذهبي بنيادګرۍ او افراطيت، د جوهري رياستي قامپرستۍ او د جهانيت لۀ امله د کلهمې ابادۍ د بې درکه کولو تر منځه تړاو لۀ پامه نۀ شي غورځولے کېدے.

پۀ 2016 کښې اروندهتي راے ‘زما باغي زړۀ’ تر عنوان لاندې يوه بشپړه مقاله وليکله او ښائي خپل ټول سياسي دريځ ئې پۀ کښې روښانه کړو. د دې مقالې پېل کښې اروندهتي راے ليکي چې ما يو وار ټيليوژن د فرورۍ پۀ يوه لنډه شپه کښې چالان کړو نو دا مې باور ؤ چې کۀ ما د اوسني ملکي حالاتو پۀ حقله نۀ څۀ ليکلي يا وئيلي هم وو، خو زما نوم به د ملک دښمنه وګړو پۀ وړومبي فهرست کښې ثبت شوے وي. اوس نو دا معلومه خبره ده چې د وژلو، د قتلولو، پۀ پوهنتونونو د پوليس د بريدونو، د محصلينو د نيولو او د بېرغنونو د رپولو د زور زياتي احکاماتو پۀ حقله زما دريځ د ملکي اسټېبلشمنټ د دريځ سره تفاوت لري. يو وخت کښې د دريځ دغه توپير ته ‘د کره کتنې شعور’ وئيلے کېدلو خو نن سبا هند کښې د دريځ دغه توپیر ته ‘بغاوت’ وئيلے کېږي.

دا هم نن، هند کښې يواځې پينځۀ فيصده (5%) د همنسلي ودونو امکان شتون لري. دا هم نن، هم د نسليت نه پرته وادۀ ځوانان د مرګ غېږې ته ور وړے شي. زما دا خبره هم اور بلولے شي نو ځکه زۀ د بيمراو امبېډکر شا ته د پټېدلو هڅه کوم. امبېډکر خپله د 1936 مقاله ‘د نسليت معدوميت’ (The Annihilation of Caste)کښې ليکلي وو،

وړومبے څيز چې تسليمول ئې اړين دي، دا دے چې د ‘هندو ټولنې’ اصطلاح يواځې يوه اسطوره ده – بذات خود ‘هندو’ نوم هم څۀ حقيقت نۀ لري. دا نوم مسلمانانو[1] د ‘اباسين’ د شرق غاړې ته اوسېدونکو ځائي وګړو ته ځکه ورکړے ؤ چې دوي توپير سره وکړے شي.”

نولسمه پېړۍ کښې چې کله برطانوي استعمار د مقامي انتظام د پاره پۀ محدود کچ د نمائندګۍ او رايې بندوبست مخې ته راوړو نو د ‘هندو’ دغه اصطلاح د سياسي ګټې د پاره ‘د ابادۍ مترادف’ وګرځولې شوه. تېرو شوو پېړيو کښې هند کښې د ټيټ ګڼلے شوي نسلونو پۀ ميليونو نفوسو بدهـ مت، اسلام، سکهـ مت او مسيحيت خپل کړے ؤ. ماضي کښې د لوړ ګڼلے شوي نسلونو خلکو د پاره د نورو عقيدو او مذهبونو خپلول څۀ دومره خبره نۀ وه. کله چې د ابادۍ د رايې سياست منځ ته راغے نو د لوړ کچ طبقو او نسلونو د پاره د نورو مذهبونو خپلول د اندېښنې وړ خبره شوه. مخکښې چې کوم نسلونه د ټولنې نه ويستے شوي وو او لاس لګېدل ورسره کرکژن ګڼلے کېدل، هغوي اوس د ابادۍ برخه وګرځولے شول، څو چې د ‘هندو’ ابادۍ ساحه ورسره پراخه کړې شي.

کله را هسې چې پۀ 1925 کښې د ‘راشټريه سوئم سېوک سَنګهـ’ (RSS) بنسټ ايښودے شوے دے، هغه را هسې دا د نظرياتو واکمنه کمپني د بېلابېلو متنوع مذهبونو، شناختونو، نسلونو او قبيلو شناختونه د هندو راشټريه )قام( پۀ دېګ کښې د ويلې کولو هڅې کوي. دا هڅه بېخي داسې بېلګه لري لکه چې يو غټ بحر نه د بهارت ماتا يوه ډبرينه مجسمه وتراشلې شي؛ اوبۀ ډبرې ته اړول عملي امکان نۀ لري خو د دې هڅو جريان کښې اٰر اېس اېس دغه ټول بحر الوده کړو او دې کښې ئې بوټي او مهيان زهرژن کړل. د اٰر اېس اېس د مسوليني او هټلر نه اغېزمنده د ‘هندوتوا’ دغه نظريه ټول هندي مسلمانان خپلې ليکې ته راوستل غواړي. د اٰر اېس اېس د مفکورې تر مخه دې پروژه کښې کميونسټان، مسيحيان او مسلمانان تر ټولو غټ خنډان دي. اٰر اېس اېس پۀ توندۍ خپل دغه هدف ته روان دے نو ځکه زمونږ نظر ته هر څۀ ګډوډ ښکاري، خو دا ټول ګډوډے منظمه لړۍ لري. د اٰر اېس اېس بېلابېلې څانګې پۀ لکهونو کارکنان لري او اوس ئې خپل کارکنان پۀ منظمه توګه د دولت کمېټيو، پوهنتونونو، افسرشاهۍ او استخباراتو ته هم ننويستلي دي. د دې يوه بېېلګه د هند جوهري چاودنه ده. هند مخکښې هم چاودنې کړې وې خو دې وار چې د جوهري چاودنې نمانځل او ننداره څنګه وشوه، دا بې ساري وه. دا د ‘هندو بم’ پۀ څير ونمانځل شو او دا خبره خوره کړې شوه چې دې سره به د هندو راشټريه خوب رښتيا کړے شي او بيا د دې نه پس يو څو ورځې وروستو پاکستان يو ‘مسلمان بم’ منځ ته راوړو او اوس دا دے د دواړو هېوادونو اولسونه د دوو داسې جوهري بم لرونکو جنګيالي چرګانو تر منځه دل کېږي، چا ته چې يو بل سره نفرت ښودلے شوے دے. دواړو هېوادونو يو بل سره د نفرت مسابقت کښې د مذهبي فاشزم پۀ ترڅ کښې خپل اولسونه زنداني کړي دي او کشمير د دوي د نفرت تر ټولو لويه پلمه ده.

اٰر اېس اېس او بي جے پي )’بهارتيه جنتا پارټي’ د اٰر اېس اېس يوه سياسي څانګه ده[2]( دې جريان کښې د فکر او دانش پۀ ضد جنګ پېل کړو. د هند د وړومبي کچ پوهنتونونو يعني د حېدراباد پوهنتون، د هند د ټېکنالوژۍ انسټيټوټ او د جواهر نهرو پوهنتون پۀ ضد دسيسې پېل شوې. د محصلينو پۀ بنسټونو بريدونه پېل شول. اٰر اېس اېس دا خبره نۀ شي زغملې چې د ټيټ کچ نسلونه کوم چې يواځې درې فيصده (3%) لوړو زدکړو ته رسي، پۀ جواهر نهرو پوهنتون کښې د هغوي شمېر پنځوس فيصده (50%) ته ورسېدو. د مذهبي فاشزم يو داسې چپاو جوړ کړے شو چې منورين ئې دل کړل. د دغه منورينو ګناه يواځې دا وه چې د مودي څۀ تضادات او تناقصات ئې مخې ته راوړل. د بېلګې پۀ توګه مودي د ټولټاکنو خپل مهم کښې دعويٰ کړې وه چې د هند شتمنو د ټېکس نه بچ کېدلو د پاره پۀ زرګونو اربه روپۍ پۀ بهرني ملکونو کښې ډب کړې دي او دے به دا ټولې روپۍ راوړي او هر وګړي ته به اوولس لکهه روپۍ پۀ خودکاره وضع تر لاسه کېږي. د روپيو راوړل لا پرېږده چې اوس هر کال هند کښې پۀ کروړونو وګړي د غربت کرښې نه ښکته غورځېږي.

زمونږ د زمکې سياره څلور نيم اربه کاله عمر لري. بشر د زمکې پۀ مخ دوه لکهه کاله مخکښې ښکاره شو، څۀ ته چې مونږ ‘انساني تهذيب’ وايو – دا بس يو څو زره کاله زوړ دے. هند د خپلو موجوده پولو پۀ بنسټ يواځې اتيا کاله زوړ دے. دا خبره مونږ ته پۀ څرګنده توګه د فکر بلنه راکوي. يو بېرغ ته عبادت کول؟ دې د پاره يا خو زما فکر ډېر ماډرن دے او يا بيا ډېر زوړ دے.

اروندهتي راے خپلو دغه ټولو مقالو کښې د نړيوال او رياستي سياست تړاو لرونکې مهمې فکري لړۍ څرګندې کړې دي. يواځې پۀ دې ئې اکتفاء نۀ ده کړې، بلکې هغه تعاملات او کړنې ئې هم ښکاره کړې دي، د کومو پۀ واسطه چې د بې وزله اولسونو او محکومو قامونو نه د هغوي ګټه وټه، د هغوي وسيلې، د هغوي مشقت، د هغوي خپل علم او پوهه او د هغوي اختيار تروړلے کېږي. چې پۀ کوم ډول د اولسونو او قامونو د بې وزله کولو تګلارې وضع کړلې کېږي، هغه يو منظم عمل دے. د اکثرو اولسونو بې وسي د يو چونګ چوڼ خلکو شتمنۍ سره مستقيم اړيکه لري.

وړومبۍ او تر ټولو غټه لړۍ چې ډېر دقت سره څرګنده شوې ده، هغه د وسلو جوړول او د دې مارکيټ او پلورل دي. د دغه وسلو د جوړولو د پاره د رياستونو اشرافيې لکه د پاکستان، هند، امريکې، چين او اروپائي هېوادونو اشرافيې اولس کښې او د اولس ټولنيزه اروا کښې يوه تخيلاتي وېره زېږوي. د دې وېرې تراشلو د پاره خيالي دښمنان جوړ کړي. د وېرې او دښمن د شتون حقيقت ته نزدې کولو د پاره مادي پلمه ولټوي. دغه پلمه د هېوادونو تر منځه د پولې شخړه هم کېدې شي او د يو نظرياتي بريد خطر هم کېدے شي. د پاکستان پۀ اړه د دې بېلګه بېخي څرګنده ده. هند او افغانستان سره د پولې شخړه د دښمن جوړولو دسيسه کښې پۀ جدي توګه کارولې شوې ده. دښمن جوړولو، د هغې نه وېره تراشلو او دغه وېره بيا ټولنيزې اروا ته ننباسلو د وسلو جوړولو، د هغې د اخستلو او پلورلو کاروبار ته لاره هواره کړه. د وېرې د تراشلو، هغې د پاره د دښمنانو جوړولو او بيا دې دواړو نه د ژغورلو د پاره ‘رياستي قامپرستي’ تراشل اړين ګڼلے کېږي – لکه دا تراشل چې “پاکستان د اسلام قلعه ده او هند او نوره نړۍ دا قلعه ورانول غواړي؛ نو ځکه د جوهري بم جوړول او د هغې نمانځل د دغه رياستي قامپرستۍ )قاميت( لازم جز دے”. پاکستاني قامپرستۍ د پاره بيا د تاريخ تنسیخ کول لازم ګرځي، نو د تاريخ تنسيخ کول او د ځائي اولسونو او قامونو شناختونه ويلې کول د دغه رياستي قامپرستۍ د دوامدارۍ لازمي برخه وګرځي. رياست ته د دې دوه ګټې رسي: يوه دا چې د اولسونو پۀ طبعي او فطري وسيلو خېټه اچول اسان شي او دوېمه دا چې د اولسونو پۀ زحمت او مشقت لاس ته راوړې شوې ګټې وټې د هغوي نه تروړل بېخي جائز شي.

چې کله بيا چرته د تراشلے شوو دښمنانو لۀ غاړې پۀ حقيقي توګه ‘خطر’ کښې کموت راځي نو د بهر د دښمن پۀ ځاے دننه د دښمن جوړولو پروژه منځ ته راوړې شي – لکه پاکستان کښې چې د ترهګرۍ اقتصاد منځ ته راوړے شو. د انتهاګرو د توليد کولو کارخانې قائمې کړې شوې، د تنظيمونو جوړولو سهولت کاري وکړې شوه، د دې د پاره ځاے پۀ ځاے د فکر او نظريات جوړلو ادارې پرانستلې شوې او بيا دا ټول لۀ منځه وړلو د پاره د پښتونخوا او بلوچستان بېلابېلو سيمو ته عسکري قوا ولېږلے شو. دغه عسکري قواو پۀ ځنګلونو، غرونو، معدنو او سيندونو قبضه وکړه. کوم کوم سياسي ګوند او منورينو چې د جنګ د اقتصاد دغه دسيسه بربنډوله، د هغوي کارکنان ووژلے شول او مشران ئې د غدار، فسادګر او بې دينه پۀ تورونو مختورن کړے شول. د دې تر څنګ د وسلو کاروبار وده وکړه، د اولسونو رايې د بې وزله کولو پلمې جوړې کړې شوې او عسکريت نور توانمن شو. پۀ لکهاو پښتانۀ او بلوچ بې کوره کړے شول، پۀ زرګاو وتښتولے شول او افغانستان سره پۀ پوله ازغن تار پۀ دې پلمه وغزولے شو.

د خلکو د بې وزله کولو دوېمه لړۍ د غټو ډېمونو جوړول دي. فکر څۀ پۀ دا رنګ وتراشلے شي چې “د پرمختګ د پاره د برېښنا اړتيا وي او برېښنا د پاره د غټو ډېمونو جوړول لازم دي.” پاکستان کښې د تربېلې او منګلا ډېمونو سره يو درځن غټ ډېمونه او يو نيم سل نه زيات واړۀ ډېمونه دي. يواځې يو د تربېلې ډېم د پاره احتمالاً د ددوو اولسواليو )ضلعو( زمکې د اوبو او زيم لاندې راغلې دي او پۀ زرګونو کورنۍ بې کوره کړې شوې دي. د پښتونخوا پۀ شلګونو کلي سره د هغوي د مارغانو، فولکلورونو، قصو او ښکلاګانو د زمکې د مخ نه لرې کړے شوي دي. د تېر شوو پنځوسو کالو نه د تربېلې ډېم نه جوړه شوې برېښنا او د اوبۀ خور د پاره اوبۀ يواځې د غټو کارخانه دارو او د لويو زمکو د مالکانو پۀ ښه راغلې دي. د پاکستان في کس امدن کښې يواځې د مخکښې نه د شتمنو خلکو امدن زيات شوے دے. اوس هم پۀ سلو کښې څلوېښت نفره د غربت د کرښې نه ښکته ژوند کوي او دوه نيم کروړه نفوس بې سواده دي، خو د پينځۀ فيصده ابادۍ امدن کښې شپېتۀ فيصده (60%) زياتوالے راغلے دے. يواځې تېر شوو دوو کلونو کښې د څلوېښت لکهه خلکو روزګار شنډ شوے دے. بل خوا کۀ وګورو نو د ټول پاکستان د برېښنا اړتيا څلوېښت نيم زره مېګاواټ (4,500MW) ده – دغه اړتيا ډېر پۀ اسانه پۀ وړوکو ډېمونو تر سره کېدې شي. دې سره کۀ بېلابېلو ضلعو او کلو کښې د اوبو د ډب کولو د پاره ډنډونه جوړ کړے شي او د ‘چشمه’ ښي او ګس لاس ته نهرونه وويستے شي نو د پښتونخوا پۀ لکهونو اېکړه زمکه خړوب کېدې شي. کله هم چې د پاکستان رياست د پښتونخوا پۀ رياست فشار راوړل غواړي نو د کالاباغ ډېم قضيه را اوچته کړي او دا بيا رياست سره د وفادارۍ ‘پېمانه’ وګرځوي. اوس دا بېخي معلومه خبره ده چې دې ډېم سره به يو پله خو د پښتونخوا درې اولسوالۍ يا ډوبې شي او يا به ئې زمکې زيمژنې شي، او بل پله به د برېښنا مقدار سودمند نۀ وي!!! د پاکستان څلورو کښې د درې ولايتونو اسمبليو د دې ډېم پۀ ضد قراردادونه منظور کړي دي خو بيا هم د اسټېبلشمنټ زياتره برخه وخت تر وخته هم دا قصه را اوچتوي.

د اولس د بې وزله کولو درېمه لړۍ د ډوېلپمنټ پۀ پلمه ادارې، کارپورېشنونه، خدمات او ملکي توليداتي صنعتونه شخصي کول دي. پاکستان کښې د روغتونونو د شخصي کولو عمل توند کړے شوے دے، هر څو کۀ پاکستان کښې او پۀ خصوصي توګه بلوچستان او پښتونخوا کښې د خلکو پۀ سر د معالجينو شمېره يواځې څلور فيصده جوړېږي. د روغتيا ټوله ذمه واري د بې وزله اولس پۀ سر تپلې کېږي. هسې هم د روغتيا څلوېښت فيصده (40%) نه زياته برخه شخصي روغتونونو ته حواله کړې شوې ده. دغسې د لويو زدکړو د پاره دولتي پوهنتونونو کښې محصلين پۀ دې مجبوره کړے شوي دي چې د زدکړو او استوګنې لګښت پۀ خپل سر واخلي، هر څو کۀ لويو زدکړو ته يواځې درې فيصده محصلين ورسېدے شي. د پوهنتونونو کېمپسونه عسکري چاوڼيو کښې بدل کړے شوي دي. څنګه چې هر ډېم سره يوه عسکري چاوڼۍ ده، دغسې هر پوهنتون د فوج يو کلهم يونټ لري. د تحفظ پۀ پلمه د محصلينو د وېنا او غونډو ازادي د ټوپک پۀ زور اخستې شوې ده. پۀ لسو کلونو کښې پښتونخوا کښې د اويا زره نفوسو وژلو او شل لکهه خلکو د بې کوره کولو نه وروستو هم لا د تحفظ پۀ پلمه هدفي وژنې او جبري تښتونې دوام لري!!![3]

د ډوېلپمنټ پۀ پلمه کۀ يوې غاړې ته د توليداتو صنعتونه پۀ نړيواله مالي ادارو او غټو سرمايه کارانو پلورل کېږي، نو بلې غاړې ته د نړيوالو مالي ادارو او نړيوال طاقتونو نه پور اخستے کېږي. د پاکستان رياست تر اوسه پينځۀ دېرش کهربه [3,500,000,000,000] روپۍ قرضدارے دے. د پاکستان د کليزې بوديجې احتمالاً څلوېښت فيصده (40%) برخه د دغه قرضونو قسطونو او د دې سُود کښې ورکولې کېږي. خو بيا هم د فوج د پاره غټې او وړې وسلې، جوهري بمونه، جنګي جهازونه، ټېنکونه او چاوڼۍ ورځ تر ورځه زياتېږي!!! د دې هر څۀ د هغې شمېرې نه پۀ اسانه اندازه لګي چې کومه 2017-2018 کښې د پاکستان د معاشي سروے راپور ورکړې ده. د پاکستان د 225 ميليونه ابادۍ يواځې 378,253 رسمي معالجين او د هغوي مرستيال شتون لري او يواځې 1,211 سويلين دولتي روغتونونه دي، خو بل پله پاکستان سره 1,171,000 عسکر،اېټم بمونه، مزائل، ټېنکونه، بحري بېړې او استخبارات شتون لري.

د اولسونو د بې وزله کولو او د قامونو د محکوم ساتلو د دې ټولې پروژې د پاره د پاکستان رياست درې الې کارولې دي:

  1. وړومبۍ اله مذهب د سياسي او رياستي قامپرستۍ )قاميت( د تراشلو اهدافو د پاره کارول دي. دې د پاره ئې پۀ مذهبي تنظيمونو او د انتهاګر مفکورې پۀ رغښتولو لويه سرمايه کاري کړې ده. دې سره ئې هم دا د ‘نيو لبرل اکانومي’ توليداتو سره تړلې ده. يوې غاړې ته رياستي نخښې نخښانې لکه فوج، د پاکستان مسخ شده تاريخ، اردو او پۀ کشمير جنګ مقدس ګرځولے شوي دي او بلې غاړې ته دا د اشرافيې د شخصي منفعتونو د پاره لوے مارکيټ جوړ کړے شوے دے. يوې غاړې ته اوبۀ زهرژنې کولې کېږي، ځنګلونه سوزولے کېږي او غرونه ماتولے کېږي؛ او بلې غاړې ته انتهاګر مذهبي تبليغات ورځ تر ورځه خورېږي.
  2. د پاکستان رياست چې دوېمه اله د اولسونو د بې وزله کولو او د قامونو د محکومولو د پاره کارولې ده، هغه د پوهنې، زدکړو او علم کنټرول دے. نصاب، کتاب او تدريس درې واړه رياست پۀ ډېر دقت خپلو لاسو ته راوستي دي. څېړنه، کره کتنه او تحقيق د رياست د عېنکو نه کېږي او خپرېږي. د فکر هر هغه څپرکے چې ‘د ازاد خيال رېښه’ پۀ کښې ليدلې کېږي، د هغې مرۍ خپه کولې کېږي. دلته ‘پوهنه’ د رياست جوړې کړې شوې مفکورې اموخته کولو ته وئيلے کېږي. دلته د ژوند ليدلور د زمان پۀ اوياو کلونو کښې را ګېرولو او د ‘ډيورنډ لائن’ او ‘کنټرول لائن’ تر منځه مکان کښې زنداني کولو ته وئيلے کېږي. دلته تهذيب او حب الوطني د بشر د هنرونو د پنځونې مرۍ خپه کولو ته وئيلې کېږي؛ نو ځکه د رياست مثبت توليدي استعداد ورځ تر ورځه شنډېږي او ځکه يو هم حقيقي مفکر منځ ته نۀ راځي.
  3. درېمه اله د رسنيو او ميډيا ولقه کښې راوستل او د دې پۀ واسطه د رياست مفکوره او بيانيه خپرول دي. د پاکستان ميډيا کښې د اولسونو او قامونو د ژوند اساسي برخې شتون نۀ لري. د پاکستان پۀ مطبوعاتو کښې د عام اولس ځاے نشته. دلته يا خو د ‘نيو لبرل مارکيټ’ سوداوې خرڅېږي او بيا د رياست تراشل شوو چوکاټونو کښې پراپېګنډه کېږي. دې ميډيا کښې چې څۀ هم وئيلے کېږي يا ښودے کېږي، هغه پۀ يو ډول يا بل ډول د رياست د اولسونو د بې وزله کولو د فکر او پاليسيو لړۍ دي.

د رياستونو او حکومتونو د دا ډول پټو او څرګندو خونړو دسيسو پام کښې ساتونکي دا هر اړخيز نظرونه او متبادل فکرونه د ځبېښاک، ښکېلاک او فاشزم نه باغي زړونه زېږوي او دا باغي زړونه به د ځبېښاک، ښکېلاک او فاشزم مونډ وباسي.

  1. د مذهب پۀ حواله رائجه اصطلاح “هندو” اصلاً جغرافيائي نوم دے؛ مذهبي نامه ‘وېدک’ ده. د 1500 نه د 500 قبل مسيح پورې موده کښې د دغه وېدي مذهب د مذهبي رسوماتو، اشلوکونو، اٰيتونو او مذهبي کلتور نقشه هم دغه ‘وېدک’ اصطلاح سره راکښلې کېږي. دا اصطلاح د مذهب پۀ معنٰي کارول پېرنګي استعمار شروع کړي وو چې اغلې راے ورته اشاره هم کړې ده. دا جغرافيائي نوم د ‘اباسين’ غرب ته د اسلام راتګ نه ډېر زوړ دے.
  2. د هندوستان، پاکستان او داسې نورو هېوادونو دننه د مذهبي او سياسي ډلو مسلح څانګې، د فوج سياسي ټولګي او ‘غېر رياستي’ عناصر د معمول خبره ده.
  3. ياده دې وي چې د دې ليکنې کمپيوټر ته خېژولو نه يوه ورځ پس، پۀ دوېمه مۍ وزيرستان کښې د شهيد ميرزالم خان د کورنۍ يو بل وګړے ‘عارف وزير’ هم د ‘نا معلومه’ ‘غېر رياستي عناصرو’ لۀ خوا وويشتلے شو او د اسلام اباد پۀ پمز روغتون کښې ئې ساه ورکړه. د وزيرستان غوندې سيمه چې فوج د تېرو اتلس کلونو نه بڼلې ده، هلته د فوج دومره اوږده ناسته سوالونه پورته کوي چې ایا بل څوک د دغه غېر رياستي عناصرو سهولت کاري کولې شي؟

    د عارف وزير د قتل دعويٰ نېغ پۀ نېغه پۀ رياست کېږي او رياست بايد د جوډيشل کمېشن جوړولو او د دې قتل قاتلان مخې ته راوړلو سره دغه دعويٰ وځوابوي.

دا هم ولولئ

د عوامي نېشنل پارټۍ پښتونخوا ثقافتي سرګرميانې – خادم حسېن

۱. د ملګري ليکوالانو تنظيم ‎ ا- شاعران او ليکوالان د پارټۍ د یو ذيلي …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *