د قام شهيد؛ مياراشدحسېن شهيد – سلېمان يوسفزے

پۀ پښتونخوا وطن ناسته د دهشتګردۍ او بدامنۍ خپسه زمونږ پۀ خپله خاوره د خپل اختيار خواهش، کوشش او ارمان نتيجه ده۔ امن به راشي، پۀ دې خاوره به ډېر ګلونه راوټوکېږي۔ حجرې، جوماتونه، پوهنتونونه، بازارونه، رونقونه او مېلې ټېلي به ابادې شي۔ خوشحالۍ به خورې شي خو ولې د امن دا کوششونه به ډېر خلق تر ګوره ورسوي، ډېرې ښځې به کونډې کړي، ډېر بچي به يتيمانان کړي او ډېرې مېندي به بورې کړي۔

نن صرف او صرف عوامي نېشنل ګوند د دهشتګردو پۀ نخښه ځکه دے چې د دې ګوند د مرکزي صدر نه واخله تر يو عام ورکر پورې، هر کس د دې خاورې پۀ مقدمه او جغرافيه پوهه د خپلواکۍ کوششونه کوي، پۀ خپلو وسيلو د خپل اختيار جنګ کوي، او زمونږ پۀ دې وسيلو پړسېدلي لوټ مارانو مخه نيسي۔ هم دغه وجه ده چې پۀ بېلا بېلو شکلونو او ټاپو پټ دغه معلوم منظم او مضبوط لوټ ماران زمونږ مشران هم وژني، کشران هم وژني او زنانه هم نۀ پرېږدي۔ هر هغه کس د دوي پۀ هټ لسټ دے کوم چې د دغه لوټ مارانو، لوټ مار ته بندونه اچوي او خپل اولس پۀ خپلو حقونو او وسيلو خبروي او اختيار ئې د هغوي پۀ ګوتو ورکوي۔

د خپل اختيار پۀ ارمان سر ورکونکو شمېره ډېره زياته ده خو د امن دغه شهيدانو پۀ وړومبو صفونو کښې شامل د دې خاورې يو تنکےځوان شپږويشت کلن مياراشد حسېن هم دے، چا چې د خپل پلار نه ستړې کېدونکې مبارزې، نۀ تم کېدونکې حوصلې او نۀ چپ کېدونکي اواز پۀ ګناه مرګ ته غاړه ورکړه۔

ميا راشد حسېن د خپلې ټولې کورنۍ يواځينے وارث ؤ۔ او د هغۀ پال پالنه د خپل پلار نه زياته د هغه ترۀ شهيد ميا محمد سرير کړې وه ۔ د راشدحسېن د مزاج او د ژوند تېرولو انداز نه کله هم چاته داسې محسوسه شوې نۀ وه چې دا د يو وزير زوے دے او پلار ئې دې نه مخکښې هم دوه ځل د صوبائي اسمبلۍ ممبر پاتې شوے دے۔ پۀ خپله حجره کښې به مېلمنو ته لکه د خادمانو لاس پۀ نامه ولاړ ؤ او کوشش به ئې دا ؤ چې د چا پۀ مېلمستيا کښې څۀ کمے رانۀ شي۔ کله به چې د مياافتخارحسېن جلسه وه نو دے به لکه د نورو کارکنانو د ټولو شاته غلے ولاړ ؤ او کله ئې هم د سټېج يا د تقرېر شوق نه ؤ کړے۔

مياراشد ابتدائي تعليم پۀ خپل کلي کښې د سينا سکول نه کړے ؤ او بيا د بي اے ډګري ئې د ايډورډز کالج نه ترلاسه کړې وه۔ د خپل کېرئير اغاز ئې بطور صحافي د ډان اخبار نه کړے ؤ۔ او بيا وروستو پۀ پي ډي اے کښې نوکر شوے ؤ۔ د خپل عاميانه ژوند پۀ وجه دۀ سره پۀ ډيپارټمنټ کښې ډېر نزدې ملګري هم پۀ دې نه وو خبر چې دا د يو وزير زوے دے۔ ميا راشد د انګلش ژبې يو ډېر ښۀ ليکوال او شاعر ؤ۔ د وادۀ تيارۍ ئې شروع وې، پټے ئې خرڅ کړے ؤ او پۀ کور ئې لاس پورې کړے ؤ چې د تحريک طالبان پاکستان شپږ کسيزه ټيم چې خاص د دۀ مرګ لپاره راغلي وو هغوي خپل کور سره نزدې پۀ ډزو اوويشتو او چې تر څو شهيد شوے نه ؤ، ورته ولاړ وو۔ د راشد د شهادت ذمه واري د تحريک طالبان پاکستان د هغه وخت نائب ترجمان احسان الله احسان (څوک چې مخکښې ورځو کښې د جېل نه وتښتېدو) بي بي سي سره پۀ خبرو کښې د دې واقعې ذمه داري قبوله کړه۔ د راشد د مرګ پۀ دوېمه ورځ د مياافتخار پۀ کور خودکش دهماکه هم وشوه چې پکښې د اے اېس آئي ګل ملوک او دوؤ سپايانو همت خان او عالمزېب سره نهۀ کسان مړۀ او پنځويشت ژوبل شو۔ پۀ دغه شهيدانو کښې د مياافتخار دوه نور اتلس کلن رشته داران هم شهيدان شول۔

د راشد ګناه د دې نه علاوه نوره هېڅ نه وه چې د عوامي نېشنل ګوند د مرکزي سېکتر پۀ څوکۍ ناست د ميا افتخار حسېن زوے ؤ۔ او د مياافتخار حسېن ګناه نوره د دې نه هېڅ نه وه چې پۀ خپلو وسيلو د خپل اختيار غوښتنه ئې کوله، پۀ جار ئې کوله او د ظالم سامراج نه ئې نېغ پۀ نېغه کوله۔ مياافتخار خپل يواځينے زوے او د ټولې کورنۍ يواځينے وارث قربان کړو خو ولې د خپل مرام نه پۀ شا نۀ شو، دغه لوټ مارانو ته ئې سر پۀ لکيره کېنښودو، دغه ظالمانو ته تسليم نۀ شو۔ بلکې دې قربانۍ د مياافتخار اواز نور هم توانا کړو، د دغه ناسور نه خلاصي لپاره د مياافتخار پۀ کوششونو کښې نور هم تېزوالے راغلو۔ پۀ لوټ مارانو ئې د لوټ مار دائره نوره هم را تنګه کړه او پۀ تقريرونو کښې ئې نور هم للکار پېدا شو او دا متل ئې بيا بيا تکرار کړو چې کاڼے مات شي نو لا تېرۀ شي۔

د راشد د شهادت پۀ درېمه ورځ چې کله مياافتخار ميډيا ته مخ کېدو نو د ډېرو خلقو دا خيال وو چې د مياافتخار پۀ خبرو کښې به اسوېلي، آهونه او فريادونه وي، پۀ خپله کړې مبارزه به پښېماني وي خو ولې دا باچاخانے تربيت ؤ، دا د دې نظرئې زور ؤ او دا هغه حوصله وه چې پۀ باچا خان ئې شپږ دېرش کاله پۀ جېل کښې تېر کړي وو، چې مياافتخار ډېر پۀ دلاورۍ ميډيا سره خبرې وکړې او وې وئيل چې دا صرف يو زوے ؤ کۀ زما لس ځامن نور هم وو نو پۀ دې خاوره او اولس قربان وو۔ د راشد پۀ توې شوې توده وينه کښې مياافتخار د دې قوم بقا او سوکالي ليده، هغه پۀ دې خبره مطمئن ؤ چې مونږ پۀ حقه يو او دا وينه بې ځايه نه ده توې شوې۔

نن که د چا دا خيال وي چې راشد مړ دے او مياافتخار ميرات دے نو دوي دې ضرور د راشد شهيد اېجوکېشن اکېډمۍ دوره وکړي، دوي دې د راشد شهيد فاونډېشن پۀ نوم جوړ د دستکارۍ سنټرو ننداره وکړي، د راشد شهيد کمپيوټر اکېډميانو نه دې ځان خبر کړي، د راشد شهيد لټرېسي سنټرو خبر دې واخلي۔ دوي ته به د خپلې غلط فهمۍ احساس او اندازه وشي۔ نن د قوم هر بچے د مياافتخار بچے دے۔ مياافتخارحسېن د راشد شهيد اېجوکېشن اکېډمۍ پۀ يتيمو محاصلينو کښې د خپل شهيد زوي راشد مخ ويني او د هغوي دترقۍ، خوشالۍ او سوکالۍ لپاره هم دومره فکر او کوشش کوي څنګه ئې چې د راشد لپاره کولو۔

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *