د زوړ وخت خواږۀ يادونه – خورشېد علي

پۀ کال ١٩٩٠ء کښې د جنورۍ د مياشتې پۀ ٢٣ مه نېټه د نن نه دېرش کاله وړاندې دپښتون سټوډنټس فېډريشن مرکزي الېکشن د کراچۍ پۀ داؤد انجنئېرنګ کالج ګلشن ه  اسټل کښې د هغه وخت د تنظيم د ارګنائزر ارباب الطاف قادر او ډپټي ارګنائزر ايوب خان اشاړي د سرپرستۍ لاندې د الېکشن کمېټۍ […]

وړوکے وجود، لوے عذاب – اسرار د طورو

پۀ تن بدن وړوکے، پۀ جاني او مالي لحاظ غټ وجود کورونا وائرس د چين نه راغے ۔. يو تور امريکني ورسره پۀ لا علمۍ کښې يارانه جوړه کړې وه. د چين ما چين د ښاپېرو قيصې ئې اوريدلې وې نو يو شمېر چينيان ئې بې چېنه کړل. د مرګونو ورته مخه شوه خو کورونا […]

تاريخ نۀ ټوقې کوي او نۀ ګپ لګوي! – ساجد ټکر

پوهان وائي چې تاريخ د تېرو وختونو مطالعې ته وائي ۔ خو ورسره ځينې دا هم وائي چې تاريخ صرف د تېر وخت مطالعه نۀ ده بلکې ورسره پۀ تېرو وختونو ځان پوهه کول، حالات زده کول، د تېرو خلقو د غورز پرزو نه ځان خبرول، د وخت بدلون ته کتل او د يو قام، […]

تنقيد، ژوند او ادب – نورالامين يوسفزے

د انسان کلتوري او تاريخي سفر نه دا خبره را جوتېږي چې د دۀ پۀ ټولنيز ژوند او سماجي ارتقاء کښې د دۀ تنقيدي استعداد او د غور او فکر کولو صلاحيت ډېر اهم او کليدي کردار لوبولے دے او اوس ئې هم لوبوي. نن کۀ انسان دا دومره ترقي کړې ده هغه کۀ د […]

د پښتونخوا د تماکو د کرونده ګرو مسئلې – سليم خان اېډوکېټ

تماکو( TOBACCO) د پښتونخوا د ټولو نه غټ نغد او Cash crop دے او د زرګونو کلونو نه دلته کرلے شي. دلته به د نسوارو، چيلم او دوائيانو کښې استعمال د پاره ” ملکي” تماکو پېدا کېدل او د هغې کاروبار به پۀ مقامي منډيو کښې کېدو.دا سيمه پۀ ټوله نړۍ کښې د خپل بهترين […]

د عوامي نېشنل پارټۍخېبر پښتونخوا وياندې ثمر هارون بلور سره مرکه – مېډيا سېل ، باچا خان ټرسټ

ثمر هارون بلور د عوامي نېشنل ګوند خېبرپښتونخوا ويانده ده او هغۀ د صوبائي اسمبلۍ د تاريخ دوېمه ښځه غړې ده چې نېغ په نېغه په څوکۍ ټاکل شوې ده۔ له دې وړاندې هم د عوامي نېشنل ګوند بېګم نسيم ولي خان د خيبرپښتونخوا اسمبلۍ غړې منتخب شوې وه۔ ثمرهارون بلور تۀ دا اعزاز هم […]

د قام شهيد؛ مياراشدحسېن شهيد – سلېمان يوسفزے

پۀ پښتونخوا وطن ناسته د دهشتګردۍ او بدامنۍ خپسه زمونږ پۀ خپله خاوره د خپل اختيار خواهش، کوشش او ارمان نتيجه ده۔ امن به راشي، پۀ دې خاوره به ډېر ګلونه راوټوکېږي۔ حجرې، جوماتونه، پوهنتونونه، بازارونه، رونقونه او مېلې ټېلي به ابادې شي۔ خوشحالۍ به خورې شي خو ولې د امن دا کوششونه به ډېر […]

پښتون مجله د باچاخان بابا نه تر نن – رحمت شاه قرېشي

د باچاخان بابا د ازادۍ تحريک تقريباً څۀ د پاسه سل کلونه وشول او لا هم هغه شان پۀ تندۍ سره روان دے . د بابا د تحريک ژوند د بابا اخلاص، زړۀ چاؤدون او نۀ ستړے کېدونکے زيار دے او هم دغه وجه ده چې نن سل کلونه تېرېدو باوجود دغه تحريک لا هم […]

پاکستاني سياست کښې د ښځو کردار – عبدالرؤف يوسفزے

پاکستانے سياست په اصل کښې کله هم آزاد نۀ دے پاتې شوے البته يوڅو وختونو کښې څۀ ليډرانو د ازاد پارلېمنټ مبارزه هم کړې وه خو دغه ټولې خبرې اوس د تېرو وختونو قيصې دي ځکه چې د دې وطن فوځي اسټېبلشمنټ د دېرشو کاله نه ډېر ډائېريکټ د اسلام آباد نه حکومت کړے دے. […]

اوبۀ او رحمان – روښان يوسفزے

زمکه پۀ يو لحاظ د اوبو جهاز دے او د ځان دننه تر ډېره حده د ژوند هغه ټولې ضروري قدرتي وسيلې لکه هوا، خشکي (للمه) او اوبۀ لري۔ دا جهاز (زمکه) د اربونو کربونو کلونو راهسې د کائناتو د ژور سمندر طوفاني چپو او غورځنګونو ته سپارلے شوے دے او پۀ قدرتي وسيلو (هوا، […]