د بابړې تاريخي د “بادشاه حجره” – ليکوال:سعيد احمد شاهي – مرستيال: سيد حمزه شاه بابړه

حجره د پښتنو پۀ ټولنه کښې ډېر اهميت، لوے مقام او مرکزي حېثيت لري او څوک هم د دې د اهميت او مقام نه انکار نۀ شي کولے.

حجرې د هر صاحب حېثيت کس ذاتي ملکيت هم شته او د کلي او د خاندانونو خپلې حجرې هم موجود دي. پۀ حجره کښې کۀ غم ښادۍ ترسره کېږي نو خلق پکښې د يو بل د حالاتو نه هم خبرېږې.

پۀ حجره کښې د مشرانو، ځوانانو او ماشومانو بېل بېل محفل وي. پۀ کومو کښې چې هر يو کس د خپل عمر او تجربې مطابق پۀ محفل کښې ناسته کوي. کلي کښې چې د کوم تن مېلمه را شي نو پۀ حجره کښې ورسره ناسته کوي او چې مېلمه حجرې ته ورشي نو هغه بيا د هغې تن يواځې مېلمه پاتې نۀ شي بلکې دغلته پۀ حجره کښې موجود هر يو تن هغه خپل ذاتي مېلمه ګڼي. او د خپل وس او حېثيت مطابق د هغۀ د خوراک څښاک پوره خيال ساتل کېږي. او د دې صفت لۀ وجې د پښتنو د مېلمستيا قيصې پۀ ټوله نړۍ کښې مشهورې دي.

څنګه چې مخکښې ذکر وشو چې د ودونو پۀ موقع هم د مېلمنو ټول انتظام پۀ حجره کښې کېږي او پۀ ودونو کښې څنګه چې د پښتو يو متل دے چې “وادۀ پۀ ټنګ ټکور ښائسته کېږي” نو د ټنګ ټکور محفلونه هم بيا پۀ حجره کښې کېږي. خواوس ورو ورو حجرې پۀ کمېدو دي، پۀ خلقوکورونه د ابادۍ د زياتېدو سره سره تنګېږي نو دغه پخوانۍ حجرې اوس خلق د کورونو پۀ طور هم استعمالوي او خلق اوس بېټکونه جوړوي او يو بل سره ئې رابطه هم پۀ دغه وجه پۀ کمېدو ده. زۀ د انټرنټ د فائدې نه انکار نۀ کوم خو چې کله نه انټرنټ او موبائيل فون راغلے دے نو د خلقو د يو بل سره د ناستې پاستې هغه رحجان هم کم شوے دے. او زمونږ پۀ معاشره کښې نن سبا چې دا کومې مسئلې روانې دي نو د هغې يوه غټه وجه دا هم ده چې خلقو پۀ حجره کښې ناسته پاسته پرېښې ده او د هغې لۀ وجې يو بل سره رابطه ، پېژندګلو او د يو بل د مزاج نه ناخبره دي نو پۀ معاشره کښې دا اړے ګړے ترې نه جوړ دے. پۀ ښاريوکښې خو نن سبا حجرې د نشت برابر پاتې دي. خلق غم جومات او ښادۍ شادي هالونو کښې کوي. بلخوا پۀ کلو کښې د حجرو روايات لا روان دے.

دا شوې د حجرې پېژندګلو باندې يو څو خبرې اوس د مضمون اصل طرف ته راځو.

څنګه چې مخکښې مضمون کښې ما ذکر کړے دے چې بابړه کلي کښې د ټولونه لوے خاندان د سيدانو دے او پۀ بابړه کښې ئې سرخېل ميا سيد نور باباجي ؤ چې پۀ کال (1747-1745ز) کښې د محب کلي مردان نه بابړې ته راغلے او مېشته شوے ؤ او پۀ بابړه کښې د ټولونه زيات جائيداد هم د باباجي د خاندان دے نو دا حجره کوم چې نن زمونږ د مضمون عنوان دے هم د باباجي د نمسو ملکيت دے.

دا حجره سيد محمد شاه باچا مشهور پۀ بادشاه ميا هغه وخت جوړه کړې وه کله چې دے د خپلو ماماګانو د کورنه د ٢٨ کالو پۀ عمرکښې واپس راغلو، دلته ئې وادۀ وکړو او د مېلمنو د ناستې پاستې لپاره ئې خپل کور سره يوه لويه کمره اباده کړه. دا کمره تقريباً اتيا ګزه اوږده او شپېتۀ ګزه پلنه وه. دا د کچه خټو وه او پۀ چت باندې ئې لرګي اچولي وو. او پۀ دې کمره کښې به تقريباً سلو پورې کټونه او ورسره مکمل سامان پروت ؤ. پۀ دغه کټونوکښې به ډېر کټونه د کمرې چت سره پۀ پړو تړلي شوي وو او چې کله به غم ښادي يا د مېلمنو تعداد زيات شو نو هغه کټونه به بيا د مېلمنو لپاره به استعماليدل. او هره ورځ به پۀ دې حجره کښې د مېلمنو يو لوے تعداد موجود ؤ او د هغې ډېرې وجې وې يو خو دا چې خواوشا کورونو سره نزدې بله حجره نۀ وه.دوېمه دا چې د دوابې او شبقدر د سيمې څومره خلق چې به عدالتونو ته د خپلو کېسونو لپاره راتلل نو شپې لۀ به دې حجرې ته راتلل او بله و جه دا هم وه چې د بابړې د سيدانو مېلمستيا او خلوص پۀ ټول هشنغر کښې مشهور ؤ.

د بادشاه ميا پۀ خشته کلي شولګره کښې د اوړو جرندې وې او پۀ هغه وختونو کښې جرندې د صنعت حېثيت لرلو. خلقو به ورته غنم، جوار او وربشې اوړۀ کولو لپاره راوړلې. د جرندو نه علاوه د بادشاه ميا د کر کروندې زمکې هم موجود وې چې د موسم مطابق فصل به ترې نه راتلو. بادشاه ميا له الله پاک زړۀ هم لوے ورکړے ؤ، د دۀ پۀ حقله دا خبره مشهوره وه چې دوي به د ورځې يو من غنم، جوار يا وربشې ددغې مېلمنو د خوراک لپاره استعمالولې. چونکې پېرنګيان د هندوستان واکمن وو نو پۀ دغه شپو ورځو کښې پېرنګے اے سي چې نامه ئې بروس (Bruce) وه بابړې ته راغلے ؤ. هغۀ چې پۀ حجره کښې دومره ډېر مېلمانۀ وليدل نو تپوس ئې وکړو چې دلته کښې څۀ چل شوے دے چې دا دومره خلق را غونډ شوي دي، خلقو ورته ووئيل چې هېڅ چل هم نشته دا خو د هرې ورځ د معمول خبره ده څومره خلق چې د خواوشا کلونه چارسدې ته پۀ خپل غرض راغلي وي او ناوخته شي او کور ته نۀ شي تلے نو دلته د بادشاه ميا حجرې ته د شپې تېرولو پۀ غرض راځي. د بادشاه ميا اووۀ زامن وو چې نومونه ئې دا دي: سيدلعل بادشاه، سيد احمد شاه باچا، سيد شريف باچا، سيد جمال باچا، سيد يوسف باچا، سيد محمد علي باچا او سيد فضل ربى باچا.

بادشاه ميا خپلو زامنو ته دا نصيحت کړے ؤ چې د مېلمنو پۀ مېلسمتيا کښې درنه هېڅ قسمه کمے را نۀ شي. ددې خټو نه ابادې شوې کمرې ته مخامخ يوه لوے ميدان پروت ؤ چې د ډېر لرې پورې خور ؤ. پۀ دغه مېدان کښې بادشاه ميا د لرګو نه يو لوے څپر هم جوړ کړے ؤ چې ګېر چاپېره ترې نه مختلف قسمه ونې هم کرلې شوې وې چې يخ سېورے ئې جوړ کړے ؤ. پۀ دغه څپر کښې به پۀ يو وخت پۀ سوونو خلق کښېناستل او د اوړي پۀ موسم کښې به د شپې هم خلقو پۀ دغه څپرکښې ملاسته کوله، چې هوا دار ځاے ؤ. او د ژمي پۀ موسم کښې به خلقو د ورځې بهر پۀ مېدان کښې ناسته کوله. او د شپې به بيا هغه د خټو نه جوړه لويه کمره کښې څملاستل چې د وجود ګرمولو لپاره به پکښې اور بلولے شو. دې حجرې سره پۀ خوا کښې د قبلې اړخ ته يو جومات دے چې د شګې د جومات يا د صمداني استاذ جومات پۀ نامه يادېږي. د دې حجرې نه قطب اړخ ته د بادشاه ميا او د دوي د خاندان کورونه، سوېل اړخ ته د کر کروندې زمکه او اوس کورونه نمر خاتۀ اړخ ته ترې لوے مېدان او نن سبا د خلقو کورونه اباد دي.

د بادشاه ميا د پړانګ سافر خېلو د يو خان چې نامه ئې محسن خان وه، سره پۀ دغه جائيداد تنازعه او مقدمه وه کومه چې د پېرنګي د وخت نه شروع وه او اخر هم محسن خان وګټله. او دغه جائيداد نن سبا د هغوي قبضه کښې دے او دغه حجره راغونډه شوې ده. د بادشاه ميا د وفات نه پس بيا د سيدانو د خاندان او د دې حجرې مشري د هغوي مشر زوي سيد لعل بادشاه ته حواله شوله. او هغوي هم د خپل پلار هغه خدمت او د مېلمنو مېلمستيا جاري وساتله او پۀ کښې ئې هېڅ قسمه کمے رانغلو.

پۀ کال ١٩١٩ز کښې چې کله فخر افغان باچاخان د خپل قام د اصلاح لپاره خپلې هلې ځلې شروع کړلې نو هغوي د قام د بېدارۍ او پوهې لپاره د پښتنو سيمو دورې کولې او هرې حجره او جومات ته به تلو او خلقو ته به ئې پوهه ورکوله او د “انجمن اصلاح الافاغنه”بنسټ ئې کېښودلو. د باچاخان پلار بهرام خان به د بابړې سيدانو سره عقيدت ساتلو او پوره غم ښادي او تګ راتګ به ئې کولو. هم دغه وجه وه چې باچاخان هم پۀ خپله وړومبنۍ دوره کښې د بابړې د بادشاه ميا حجرې ته راغلو او دلته کښې ئې د بادشاه ميا زوي سيد لعل بادشاه سره ملاقات کړے ؤ او ورته ئې د قام د بدحالۍ، د پېرنګي ظلمونه او د تعليم د اهميت باره کښې خبرې کړې وې. اوپۀ دغه موقع چې کوم خلق هم پۀ دې حجره کښې موجود وو هغوي هم د باچاخان دغه خبرې زړۀ ته پرېوتې وې. د بادشاه ميا د اولاد نه روايت دے چې پۀ دغه موقع باچاخان ته سيد لعل بادشاه ووئيل چې زۀ د سيدانو دکورنۍ مشر يم او باچا يم او تاسو د هشنغر يو لوے خان او پښتون قام مشري کوئ نو باچا يئ. ځه چې دواړه د يو بل مرستې ته لاس ورکړو. او اوږه پۀ اوږه د قام خدمت او سوکالۍ لپاره پۀ مخه روان شو. وئيل کېږي چې دغې نه وروستو بيا فخر افغان د بابړې ډېرې دورې کړې وې. او هم دې حجرې ته راغلے دے او بيا د دې ځاے نه ورسره سيد لعل بادشاه روان شوے دے او د بابړې خواوشا علاقو کښې حجره پۀ حجره، جومات پۀ جومات او کوڅه پۀ کوڅه يوځاے ګرځېدلي. او خلق ئې د وطن نه او چاپېر چل د حالاتو او د پېرنګي د ظلم و جبر نه خبر کړي وو او هم دغه وجه ده چې مونږ نن د خدائي خدمتګار پۀ تاريخ بيا نظر واچوو نو پۀ هرځاے او هره موقع به مونږ ته پۀ هره واقعه کښې د بابړې خدائي خدمتګار ښکاره کېږي.

باچاخان يو لوے خان ؤ او د ډېر لوے جائيداد مالک ؤ خو باچاخان به بيا هم ډېر د سادګۍ او عاجزۍ ژوند کولو. هغوي چې کله هم عام اولس ته خپل پېغام ورکولو نو ورته ئې وئيلي وو چې تاسو ټول پۀ خپلو کښې وروڼه وروڼه يئ، د يو نيکۀ اولاد يئ او پښتانۀ يئ. هېڅوک هم د ځان نه کم مۀ ګڼئ او مۀ چاته سپک ګورئ او د هر چا عزت او قدر کوئ.

دا کومې خبرې چې به باچاخان کولې نو د ټولو نه مخکښې ئې پرې پۀ خپله عمل کولواو وروستو به ئې بيا نورو ته کولې. کۀ د چاپېر چل د صفائۍ پۀ باره کښې ئې خبره کړې ده نو اول ئې پۀ خپلو لاسونو سره خپل کور او حجره خو پرېږده د پښتنې سيمې ټولو حجرو کښې صفائي ئې کړې ده او خلقو ته ئې د خپل ذات او کردار نه ټولې خبرې ثابتې کړې وې او د هغوي د کاميابۍ راز هم دغه ؤ چې د دې سيمې خو پرېږده چې کومو ځايونو ته تلے ؤ د هغه ځاے خلق د باچاخان نه متاثره وو او د دوي هره خبره او حکم به ئې بغېر د څۀ علته منلو. عن تر د مذهب پکښې تميز هم نۀ شي کېدے ځکه چې هندوان هم د باچاخان نه متاثره وو او سيکهان هم او د نورو مذهبونو خلق هم پکښې شامل وو.دوي ټولو به د زړۀ د کومې نه د باچاخان عزت کولو.باچاخان بابا د بادشاه ميا پۀ دې حجره کښې پۀ خپلو لاسونو سره صفائي او خدمت کړے دے چې يو مثال دے. دې حجرې پۀ خدائي خدمتګارتحريک کښې يو کليدي او مرکزي کردار لوبولےدے.

پۀ کال ١٩٣٨ او ١٩٤٢ز کښې د ال انډيا کانګرس مشر او د ټول هندوستان مشهور شخصيت موهن داس کرم چندګاندهي هغه وخت د صوبه سرحد(پښتونخوا) پۀ دوره راغلے ؤ. نو هشنغر هم د دغه دورې پۀ ځايونو کښې شامل ؤ. د سردرياب مرکزعاليه، اتمانزو او بيا شپه ئې د بابړې هم پۀ دې حجره کښې خدائي خدمتګارو او عام اولس ته خطاب کړے ؤ. د جلسې ځاے ته چې را ننوتو نو دلته راغلو خلقو د خولې نه چڼ هم نۀ ؤ وتلے نو تپوس ئې وکړو چې دلته خو هډو جلسه نشته. نو ځواب کښې ورته ووئيل شو چې تاسو سټېج ته ورسئ نو تاسو ته به اندازه وشي چې ستاسو خبرو اورېدو لپاره څومره خلق راغلي دي او دغه خبره رښتيا ثابته شوه ځکه چې کله ګاندهي جي سټېج ته ورسېدلو نو دخلقو دغه سېلاب ئې پۀ خپلو سترګو وليدو نو د دوي د ډسپلن نه ډېر زيات متاثره شولو. د دغه خلقو تعريف ئې پۀ خپل تقرير کښې وکړو. د يوې محتاط اندازې مطابق دغه وخت دې جلسې ته ٤٣ زره خلق راغلي وو. ګاندهي جي يواځې نۀ ؤ راغلے بلکې هغۀ سره د ټول هندوستان او د تحريک ازادۍ ډېرلوي خلق هم راغلي وو چې پکښې مولاناابوالکلام ازاد او دغسې نور عظيم خلق شامل وو.

د جلسې وروستو د هغوي لپاره د ډوډۍ انتظام هم سيد لعل بادشاه هم پۀ دغه حجره کښې کړے ؤ. ګاندهي جي خوډېر ساده انسان ؤ، ساده جامې به ئې اغوستې وې او د دۀ ساده خوراک کښې وېشېدلې ورېژې وې. البته دې نورو مېلمنو د جوارو سکړک ، د وربشو او غنمو ډوډۍ د ساګ او ماستو سره خوړلي وو. د ډوډۍ نه وروستو دا ټول مېلمانۀ رخصت شول.

پۀ دې حجره کښې د تحريک ازادۍ يو مشر چې نوم ئې بهګت سنګهـ ؤ ١٧ ورځې ئې تېرې کړې وې او سيد محمد فصيح باچا او سيد لعل باچا د هغۀ ډېره مېلمستيا کړې وه او د پېرنګي د سترګونه ئې پټ کړے ؤ. د دې حجرې تاريخي اهميت پۀ لړکښې کۀ د ١٢ اګست ١٩٤٨ز د بابړې د خونړۍ واقعې ذکر و نۀ شي نو دا مضمون به نا مکمل وي.

کله چې هندوستان تقسيم شولو او د پاکستان پۀ نوم يو نوے رياست د دنيا پۀ نقشه کښې ښکاره شولو نو يو څو ورځې وروستو د خدائي خدمتګارو خلاف حکومت سازشونه شروع کړل. پۀ اخر کښې د ګورنر جنرل جناح پۀ رضا او قيوم خان پۀ مرسته د صوبه سرحد ګورنر د ډاکټر خان صېب حکومت بې د څۀ وجې ختم کړو. او خدائي خدمتګار ئې نيول شروع کړل او باچاخان دا فېصله وکړه چې اولس دې د حالاتو نه خبر کړے شي. او پۀ دغه لړکښې هغوي د سوېلي ضلعو دوره شروع کړله نو د قيوم خان پۀ وېنا باچاخان ګرفتار کړے شو او حېدر اباد جېل ته ئې د تحريک نورو نوموړي مشرانوسره ولېږلو.

وروستو پاتې خدائي خدمتګارو دا فېصله وکړه چې د دغه ناروا ګرفتارو او ظلم خلاف دې احتجاج پېل کړے شي خو د يوې سيمې خلقو هم هېڅ قسمه جلسې يا د احتجاجي مظاهرې ذمه واري نۀ قبوله . پۀ اخر کښې ورته سيدلعل بادشاه صاحب خپله حجره وړاندې کړله چرته چې د صوبې د ګټ ګټ نه خدائي خدمتګارانو د ټاکلې شوې نېټې نه يوه ورځ وړاندې يعني پۀ ١١ اګست ځانونه را ورسول. پۀ دې حجره کښې او دې سره پېوست جومات کښې ئې شپه تېره کړله. د حکومت لۀ خوا د ټول هشنغر د محاصرې حکم شوے ؤ. او چارسدې ته د راتګ پۀ هره يوه لاره پوليس او فوځ ولاړ وو. خو بيا هم خدائي خدمتګارو ځانونه را ورسول. د دې جلسې مشري د هغه وخت سالاراعظم چې د صوبائي اسمبلۍ غړے هم ؤ عزتمند امين جان خان کوله. چې د ګل بېلې کلي سره نزدې د کوچيانو کلي اوسېدونکے ؤ. هغه هم ځان سحر وختي حجرې ته را ورسولو . د حجرې سره خوا ته پۀ جومات باندې ورته فوځ مشين ګنونه لګولي وو. جلسه پۀ حجره کښې پرامن طريقې سره وشوله.

پۀ اخر کښې خدائي خدمتګارو دا مطالبه وکړه چې مونږ د جلوس پۀ شکل کښې خپل ټاکلي شوي ځاے اختر جومات (جمعې جومات) پورې لاړ شو او دغه شان دا خلق د جمعې جومات اړخ ته د جلوس پۀ شکل روان شول. د جلسې نه مخکښې سپين ملنګ ؤ چې انقلابي بېرغ ئې پۀ لاسو کښې نيولے ؤ . ورپسې وروستو سيد عابد باچا او سيد عبدالعزيز باچا روان وو او د دوي نه وروستو باقي ټول جلوس روان ؤ. کله چې د جلوس يو سر د جمعې جومات ته ورسېدو او دوېم سر ئې د غازي ګل بابا جومات سره ؤ نو ناګهانه پۀ دوي باندې د فوځ او ملېشې لۀ خوا د ګولو باران شروع شو او ډېر بې ګناه خدائي خدمتګار،عام اولس، ماشومان او زنانه پکښې شهيدان شول. چې د يو تحقيقي څېړنې مطابق د ٧٠٠ نه زيات وو او د ژوبلو تعداد يو پۀ دوه ؤ. دې شهيدانو او ژوبلو خدائي خدمتګارانو پۀ خپله وينه باندې يو نوے تاريخ وليکلو. او پۀ تاريخ کښې د کربلا ثاني “د پښتنو کربلا” او د “چارسدې کربلا” پۀ نامه تر ننه يادېږي.

د دغې خونړۍ پېښې نه وروستو بيا هر کال پۀ ١٢ اګست باندې ټول خلق هم هغه شان تر د کال ٢٠٠٨ز پورې راغونډېدل او هم هغه جلوس پۀ لار به د غازي ګل بابا جومات ته تلل او پۀ اخر کښې به بيا د شهيدانو د يادګار پورې تلل او پۀ يادګار باندې د ګل پاشۍ نه وروستو به خورېدل. خو د کال ٢٠٠٨ز نه پس دغه جلوس ختم شوے دے او پۀ ١٢ اګست باندې پۀ غازي ګل بابا جومات کښې د شهيدانو د عقيدت پېرزوئنې وړاندې کولو نه پس پۀ يادګار شهيدانو باندې ګل پاشي کېږي او جلوس ترې نه د ترهه ګرۍ پۀ وجه ختم شوے دے.

د ١٢ اګست ١٩٤٨ز د ورځې نمانځلو پۀ لړکښې د ګوند پخواني مشران کۀ د پيپلز پارټۍ د وخت وو کۀ د اېن ډي پي يا نېشنل عوامي پارټۍ او يا د عوامي نېشنل پارټۍ خو پۀ باقاعدګۍ سره دا ورځ نمانځي . پۀ دغه مشرانو کښې باچاخان، خان عبدالولي خان، خان عبدالغني خان، ډاکټر خان صېب، مور بي بي ، اجمل خټک، اسفنديار ولي خان، سردار عطاء الله مېنګل، خېر بخش مري، جي اېم سيد، اکبر بګټي، غلام احمد بلور، بشېراحمد بلور، حاجي عديل بلکې د ګوند ټول مشران راغلي وي. او اوس هر رکال هم پۀ دغه ورځ د ځوان کهول د هيلو مير صوبائي صدر اېمل ولي خان راځي او دغه ورځ نمانځي .

د ١٢ اګست د موقعې نه علاوه کۀ چرې هم د څۀ جلسې يا غونډې تابيا پۀ بابړه کښې شوې ده نو هغه ټولې غونډې او جلسې هم پۀ دې حجره کښې شوې دي. او پکښې د بابړې، پړانګو او خواو شا علاقو نه علاوه د بلوچستان، سندهـ، ډېره اسماعيل خان، بنو، ټانک، کوهاټ، هنګو، وزيرستان، صوابۍ، نوښار، مردان بلکې د ټولې سيمې خلق چې پښتون قامي تحريک باندې مئين دي دا حجره ليدلې ده او زما د دې مضمون مقصد هم دا دے چې پښتانۀ دې د خپل تاريخ د دې باب نه خبر شي او د دې تاريخي ورثې د حفاظت او محفوظ کولوته دې پاملرنې کولو سره سره د دې تابيا هم وشي.

بشکريه:

سيد مختيارعلي باچا

سيد قاسم جان باچا

سيد اصف خان باچا

بحواله کتابونه:

باچاخان او خدائي خدمتګاري: خان عبدالولي خان

خدائي خدمتګارتحريک: احمد کاکا

د ازادۍ پۀ تحريک کښې زما جدوجهد: سيد محمد فصيح باچا

(ناچاپ کتاب)

خدائي خدمتګاري تجزيه او تبصره: ناظم سرفراز خان

دسالار امين جان خان د ډائرۍ يو پاڼه

(بعنوان مرګيه مۀ راځه درځمه)

دا هم ولولئ

شهيد بشيراحمد بلور او عوامي نېشنل پارټي – ارباب الطاف قادر

زۀ چې پۀ ١٩٧٧ز کښې عام انتخابات را ياد کړم کوم کښې چې زما ترۀ …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *