د ټکر د وياړ پېښه – سلطان خان ټکر

ټکر د پښتونخوا یو مشهور کلے دے چې د تاریخي سيمې تخت بايۍ قبلې اړخ ته درې کلوميټره د لوئر سوات کېنال پۀ غاړه زړۀ راښکونکو نظارو سره پروت دے. دا کلے کۀ څۀ هم ډېر زيات زوړ دے خو ابادي ئې هغه وخت پۀ زياتېدو شوه کله چې انګرېز دلته پۀ کال ۱۸۸۲ز کښې نهر کنستل شروع کړل او بيا د جلاله تاريخي سيمې نه خلک دلته خپلو پټو او مېرو ته راتلل او ابادېدل شروع شول. ګاروشاه، فضل اباد، ښادي او پاتۍ کلي هم د نهر لوئر سوات پۀ غاړه پۀ قطار پراتۀ دي،چې خلک ئې د یوې وینې او رشتې خلق دي او د نهر د ووتو سره د خپل ابائي کلی جلاله نه دلته پۀ خپلو پټوکښې مېشتۀ شول. د تعلیم د ابتدا پۀ حوالې سره پۀ ضلع مردان کښې د مردان او لوندخوړ نه پس درېم نمبر باندې ټکر کلے دے. خلق ئې ډېر مېلمه دوست او د نرم لهجې خاوندان دي. پۀ تاریخي تړون تر دې دمه زياتره خلک ئې د اے اېن پي سره ملګرتیا کوي. د تاریخ پۀ رڼا کښې دا خلق د غوړې مرغۍ افغانستان نه د اوبو او ګيا پۀ تلاش کښې د نوښار مومن ډېرۍ ته راغلل او د هغې ځاے نه د تاریخ چپو د چارسدې تنګي سيمې کند ډهېرۍ ته ورسول او د تاریخ اخري څپېړې د جلاله پۀ خټانو ودرول. مونږ ټولو ته معلومه ده چې انګرېزانو لۀ خوا د دې سيمې (برصغیر) د قبضه کولو نه پس د برصغیر د خلقو ډېر بد حال ؤ. هر سړے د ذلت سره مخ ؤ. دوېرې یوه بدحاله تیارۀ وه. هېڅ چا د دې ظلم خلاف اواز نۀ شو پورته کولے خو بيا د پښتنو پۀ دې خاوره یو زلمے د دې ظلم خلاف راوچت شو. دوي ددې سيمې ترقي د هغوي د تعلیم پۀ مېدان او پۀ پښتون قوم کښې دموجود غلط سوچ او غلط رسمونود ښۀ سوچ او خېر ښيګړې پۀ بدلون کښې لیده . دوي پۀ دې غرض د اصلاح الافاغنه پۀ نوم د یو تحریک بنیاد کېښود او د دې تحریک د ځوانانو پۀ مضبوط عزم او سپین نیتو ملګرو پۀ بنياد ئې دومره وده وکړه چې دغه تن د نړۍ پۀ سیاست کښې یو ځلنده ستورے جوړ شو چې نن ئې نړۍ دباچا خان پۀ نوم پېژني .

دسيمې د ترقۍ دپاره چې باچا خان بابا کوم تحریک د اصلاح الافاغنه پۀ نوم شروع کړے ؤ هغې د پښتونخوا پۀ سيمې عموماً او د دې علاقې پۀ غېرتمندو خلقو کښې د جنون یوه نشه پېداکړې وه . دې سره د باچا خان قافلې ته د مخلص پېروکارو یوه داسې ډله ملاو شوه چې دباچاخان بابا به زیات وخت ددې سیمې د مخلص دوستانو سره پۀ رفاقت کښې تېرېدو. پۀ دې سيمه خو دوستان د بابا بې شمېره وو خو سالار شمروز او ملک معصم ته د بابا د ښي او ګس لاس اهميت حاصل ؤ. بابا به پۀ هره اهمه موقع دوي سره صلاح مشوره کوله . ددې سيمې د بېدارۍ سره انګرېز هم خپله ځان د وخت وخت د منصوبو نه خبر ساتلو. کله چې د قيصه خوانۍ د وینو ډکه پېښه وشوه نو دې سره د دې سيمې پۀ خلقو کښې د خفګان او غصې چپې رابېدارې شوې. انګرېز د باچا خان بابا خواږۀ ملګري ملک معصم او سالار شمروز خان پۀ 27 مۍ 1930ز کښې ګرفتار کړل. خو د علاقې خلقو کښې دومره غصه وه چې دوي ورسره هم د جلوس پۀ شکل کښې روان شول او چې څومره مزل کېدۀ نو دومره جلوس درنېدۀ. اخر د ا چې جلوس د ګوجرګړهۍ پورې د یو سېلاب شکل اختیار کړو. د وېرې پۀ سوب د اېس.پي رويه ګستاخانه شوه او پۀ جلوس ئې لتې وهل شروع کړل. د مرفي پۀ دې طرز عمل باندې خدائي خدمتګار سیدا امین او محمد امین دواړه وروڼه هم بې قابو شو او اېس پي مرفي ئې د اس نه ښکته را نسکور کړو. ناګهانه پرې د ډهنډاو کلي سلطان پهلوان د طمانچه ګزار وکړو او د ګوجرګړهۍ سواتۍ ابۍ چې پۀ جلوس د اوبو وېش کولو ،د اوبو ډک منګے د اېس . پی مرفي سر ته داسمان نه را خطا کړو .اېس . پي مرفي هم دغلته ووژلے شو. داوخت انګرېز سپاهیان لکه د زلزلې غوندې پۀ قهر وو خو د خداے پۀ فضل فضاء طوفاني شوه او جلوس لکه د پېریانو ورک شو. سالار شمروز او ملک معصم هم د انګرېزانو د ګرفت نه لکه د مرغۍ والوتل . د شپې پۀ وخت د ټکر کلي نه ګېر چاپېره د انګرېز فوځیان د محاصرې پۀ شکل کښې د خپل جنګي سازوسامان سره پرېوتل . خو د خواوشا علاقې خدائي خدمتګارو د سخاکوټ نه تر منګاه ا ود میر اباد نه د سید اباد پورې ټول عالم د خپلو ماتو ګاډو وسلو سره د سحر پۀ کېدو حاضر وو. د ډېرې سختې مقابلې نه پس 72 د علاقې خلق شهيدان شول. انګرېز فوځ ته خو ملک معصم او سالار شمروز پۀ ګوتو رانغلل. البته میربازخان،سربلند خان ،ګل شرف خان او پیر شهزاده د مشقت بنديوانۍ سره مخ شول. د شهيدانو نومونه خو ډېر دي خو د مثال پۀ توګه به زۀ یو څو نومونه وړاندې کوم. شهيدجمعه سید، ملیانو کلي کالوشاه، شهيدګل زمان، باغي شاه کلے، شهيد صنوبر، بره تمبولک، سیدبلند، شاه نور پل، زړورشاه، جلات خان، ساړوشاه، حضرت ګل اوحاجي محمد یونس، ساړوشاه.

معروف سیاستدان دلبر خان ټکر د ملک معصم زوے ؤ او جواد ناظم ئې نمسے دے. د پښتو ژبې مشهور سندرغاړے سردار علی ټکر د ملک معصم ورارۀ دے او د راقم ماماخېل دے. فېروز خان اېډوکېټ د سالار شمروز زوے دے. د راقم د مور لۀ طرفه ماماخېل دے او د پښتون رسالې ايډيټر ساجد ټکر تعلق د دوي د خاندان سره دے. سالار شمروز او ملک معصم سانډوګان هم وو. سلطان پهلوان ئې د ډهنډاو کلي اوسېدونکے ؤ، د بل ورور نوم ئې عبدالمنان ؤ. د دواړو وروڼو اولاد نۀ ؤ. سیدامین او محمد امین دواړه وروڼه د تخت بايۍ د امین کلي اوسېدونکي وو. د ټکر پۀ واقعه کښې ددې علاقې ډېرخلق پۀ مړانه جنګېدلي وو خو څۀ خلق د خدائي خدمتګار تحریک سره د جنوني وابستګۍ پۀ سوب د تاریخ پۀ پاڼو کښې د لازوال حېثیت خاوندان شول. بلکې باچا چې نوم ئې سید رحیم باچا ؤ. د سادات خاندان سره تعلق ؤ. د انګریزانو خلاف د ازادۍ د وخت پورې د باچا خان د پېغام خورلو د پاره د خلقو راغونډولو لۀ د بګل نه کار اخستو، د انګرېزانو دلاسه ډېر ځل پرې تشدد شوے ؤ خو پۀ خپل موقف کلک ولاړ ؤ. د موصوف خاندان د500 جرېبه جائیداد خاوند ؤ خو پۀ اخر کښې د هرڅۀ نه تش لاس پاتې شو. اخري عمر ئې د بهلولي پۀ خاوره تېر کړو او هم هلته خاورو ته وسپارل شو. صحبت خان ټکر د شهباز خېل محلې سره تعلق لرلو، د ټکر واقعې شپاړس کلن مجاهد ؤ. دخپل کتاب “پاکستان اور خان عبدالغفار” پۀ سوب د خدائي خدمتګار پۀ تحریک کښې ځلنده دے. دے د ملک معصم د دوېم ټبر پۀ لحاظ سره د هغه سانډو هم ؤ. رحمت خان بابا چې د خدائي خدمتګار تحریک د پاره د ډېرې مېلمستیا خاوند ؤ، د ناظم ایوب خان ټکر د نيکۀ ورور ؤ. عمر ګل کاکا چې د فضل اباد اوسېدونکے ؤ، دوي به د باچا خان بابا د پاره د پېغام رسانۍ کار کولو خو د انګرېز لۀ خوا تل پۀ سخت نظر کښې ؤ. حاجي محمد شهيد دوي هم د ټکر د پېښې یو نوموړے مجاهد ؤ. پۀ 1942 ز کښې انګرېزانو د مردان پۀ عدالت کښې شهید کړو. موضع پاتۍ کښې دفن دے. پۀ 1973کښې د دوي قبر ګورنر ارباب سکندر خان خلیل تعمیر کړو. پیر فضل اکبر چې یو بل مجاهد دے، پۀ 6 مۍ1970کښې د نېپ پۀ جلسه کښې پۀ سوات اوډیګرام کښې شهيد کړے شو. فضل اکرم هم د واقعه شهدائے ټکر یو لوے مجاهد ؤ، د خادي کلي سره نزدې پۀ میا قلعه کښې اوسېدو، ډېر صاحب جائیداد ؤ او د پخواني وزير خزانه سرتاج عزیز ترۀ ؤ. دمرګ د اخري ساه پورې پۀ سرو جامو کښې به ګرځېدو.

د ټکر واقعې ته د پښتو ژبې ټول شاعران پۀ ډېردروند نظر سره ګوري . . .

ښاغلے رحمت شاه سائل صېب ئې داسې يادوي:

يا خو د شفق سره سيالي کړي د ټکر کوڅې

يا پۀ وينو سرې دي د بابړې د هر نر کوڅې

هم دغه شان خداے بخښلے ډاکټر صاحب شاه صابر ئې داسې ذکر کوي :

تۀ راته ووايه چې څۀ پۀ کربلا کښې شوي

ما پۀ ټکر او پۀ بابړه تبصره راوړې

د مردان نوموړے ادبې شخصيت او شاعر امن پير ګوهر ګوهر ئې داسې عکاسي کوي:

دې پاتۍ ټکر د مشين ګن ګولۍ خوړلي

ښائي کۀ زلمي ئې لږ کاږۀ واږۀ د خېاله ځي

پۀ مۍ 2013ز کښې د هغۀ وخت د هائيډ پارک مجلې ايډيټر ساجد ټکر د يوې مرکې پۀ مهال د مور بي بي بېګم نسیم نه د ټکر د شهیدانومتعلق پوښتنه وکړه نو مور بي بي خپل خیال څۀ داسې څرګند کړو، “اګر چې دانګرېزانو خلاف پۀ پښتنوکښې غصه وه، پښتنو د انګرېزانو نه د ملک ازادول غوښتل، دې واقعې پۀ عملي توګه پښتون قوم د انګرېز قوم خلاف راپاڅول. انګرېزانوته پته ولګېده چې اوس پښتون قوم د خپل منزل د لاسه کېدو نه بغېر نۀ کښېني او دغه دپښتون قوم اواز دباچا خان پۀ قیادت کښې نور هم مضبوط شو”. مور بي بي زیاته کړه چې د باچاخان بابا او ولي خان د ټکر سره ډېره مينه وه. پۀ هره موقعه به ئې د ټکر ذکر کولو. دواړو به د دې ورځې پۀ مناسبت سره د شهيدانو کلیزه ډېره پۀ مينه او درناوي سره نمانځله. مور بي بي ووې کۀ چرې مونږ دا ورځ هېره کړه نو مونږ به خپل ماضي هېره کړو او چې څوک خپل ماضي هېره کړي نو هغه خپل مستقبل هېڅ کله نۀ شي خپلولے.

باچاخان بابا واقعي چې د ټکر سره ډېره مينه لرله . مونږ ماشومان وو چې بابا به ناڅاپه ټکر ته راغے او دسالار شمروز خان حجره چې زمونږ د کور سره دیوال پۀ دیوال ده، د غټو خلقو نه علاوه د ماشومانو به هم ډکه شوه او یو قسم لۀ اختر به جوړ شو. چې بجلي به نۀ وه نو مونږ ماشومانوبه بابا ته پۀ ببوزي وهلو جګړې کولې، بابا به مونږ لۀ پۀ سرونو لاس کېښودو او لوے شې لوے شې اوازونو نه به ئې راته کول. د کلي ټولې حجرې به صفا شوې او بابا به وار وار پۀ ټولو حجرو دوره وکړه او چې څومره ضعیف او بیمار خدائي خدمتګار به وو د ټولوپوښتنه به ئې وکړه.

واقعي چې د بابا او د ولي خان د ټکر سره ډېره مينه وه او د ټکر شهيدان به ئې ډېر درناوي سره نمانځل. 28 مۍ ته چې به لس ورځې پاتې شوې نو د ټکر او د خواوشا کلو به بل شان رنګ ؤ. پۀ ټولو کورونو د پاسه به سرې جهنډې وې. پۀ حجرو کښې به ددې ورځې د تیارۍ بحثونه کېدل. د ټانګو دور ؤ. دعلاقې ټولې ټانګې به سرې ډولۍ ښکارېدې. پۀ ټانګو کښې به هم د ټکر د شهيدانو او دباچا خان تذکرې وې. اخري شپه خو به بالکل د اختر شوه. د خلقو نه به پۀ خوند کښې بالکل خوب تښتېدلے ؤ. درې څلور ورځې به بالکل د ډهول سرنا اوازونه وو. د28ز مۍ پۀ سحر خو به ټکر پۀ سور رنګ کښې ډوب ؤ. مست مست اسونه به سرۀ بنارسوکښې د ډهول پۀ اوازونو خوندور رقصونه کول .کۀ بابا به د تخت بايۍ طرفه راتلو نو خلق به د اسونو پۀ جلوس ښکته پهاټک ته تلل او کۀ بابا به د ساړو پۀ طرف ؤ نو د جلوس روانګي به پۀ دغه طرف وه. بابا به پۀ اس سور شو او جلوس به د انقلابي نعرو سره روان ؤ. د ټکر پل ته به چې جلوس ورسېدو نو ماشومانې جینکۍ به پۀ سرو جامو کښې ولاړې وې او پۀ بابا به ئې د ګلونو یو باران جوړ کړو. دا نعره به ډېر پۀ خوند وه.

“کۀ د ځلمو نه پوره نۀ شوه. فخرافغانه جینکۍ به دې ګټينه …”

د ټکر پۀ یاد ګار به ګلونه واچولے شول. دعاګانې به وشوې. د مردان چارسدې او د صوابۍ د خلقو به یو عظیم الشانه غونډه وه. بابا، ولي خان بابا او نورو درنو مشرانو به تقریرونونه وکړل، څۀ به د تاریخ پۀ جنګ بیان وشو او څۀ به دپښتون حقوق د حصول د جنګ پۀ حقله وو. وخت تېرېدو سره باچاخان بابا او ولي خان بابا سره د ملګرو د جهان فاني نه کوچ وکړو. زياتره خدائي خدمتګار هم د مرګي پۀ خوب اودۀ شول. د ورځ نمانځنه د اسفندیار ولي خان او د خدائي خدمتګار د نوي کهول پۀ ذمه شوه. ملي مشر اسفندیار ولي خان څو وارې دې ورځې نمانځلو لۀ راغلے دے. بیا پۀ ملک د دهشت ګردۍ داسې تورې تیارې جوړې شوې چې د سیاست رخ بدل شو او دا ورځ د ضلعي قیادت پۀ مشرۍ کښې پۀ لوکل سطح نمانځل شروع شول. د نوي کهول اوس ھم هغه شان بې قراري ده چې دا ورځ دې ھم هغه شان عکسونه وړاندې کړے شي او یقیناً چې د ګوند مشرانو سره هم دا احساس شته چې دا ورځې دې هم پۀ هغه شان جذبې سره نمانځل شي او امید دے چې پۀ 2021 کښې دا ورځ تاریخ پۀ شان نمانځل شروع شي. واقعي چې تاریخ د مور بي بي دا وېنا صحیح ثابت کړې ده. د باچا خان بابا د ژوند وړومبۍ او اخري ګرفتاري د ټکر نه شوې ده او د بابا د میت غسل او قبر ته کوزول د دلبر خان ټکر پۀ لاسونو شوي وو.

ملک معصم خان پۀ کال۱۹۶۵ کښې لۀ فاني نړۍ کوچ وکړو او سالار شمروزخان پۀ کال 1972 کښې د خاورو څادر پۀ ځان خور کړو. سالار شمروز د کلي لوئې مقبرې خوا کښې خپله مقبره کښې پۀ دائمي خوب اودۀ شواو ملک معصم د خپل جائیداد د کبله د شهدائے ټکر پۀ خوا کښې پۀ اخري استوګنه مقیم شو. د ټکر یادګار د سړک پۀ غاړه د ټکر پۀ چوک کښې د یو نهر پۀ دوه نهرونو کښې د تقسیمي نقطې پۀ خوا کښې جوخت پروت دے. د سردارعلی ټکر کور د نهر او سړک بلې غاړې ته پروت دے. یادګار او د سردار علي کور ته چې پۀ یو نظر ګورې نو لامهاله دسردار علی پۀ اواز کښې “پۀ ټکر جنګ دے” نغمه پۀ دماغو کښې د یو ګونج شکل کښې پرېوځي.

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.