پښتون قامي رېنېسانس: شلمې پېړۍ نه تر یویشتمې پېړۍ پورې مزل – اوېس کمال

سیاست پوهنه کښې مزاحمت، مقاومت د سیاسي اهدافو ترلاسه کولو دپاره پۀ ټولنه کښې د یوې سیاسي ډلې یا ډلو لخوا د ټولنې واکمنې ډلې ته د مخالفت څرګندونه ده. مونږ ته د تاریخ پۀ اوږدو کښې او پۀ خاصه توګه د نولسمې، شلمې او یویشتمې پېړۍ متنوع نظریو سیاست کښې د مزاحمتي تحریکونو ډېرې بېلګې تر سترګو لیدل کېږي ولې چې پۀ دې پېړو کښې طبقاتي، قامي، صنفي نابرابرتیا پۀ باقاعده توګه پولېټيسائز کړل شوي دي.

پۀ پښتون افغان وطن کښې قامي مزاحمت د شپاړسمې نه پېل کېږي چې کله پیر روښان د مغلي استعماریت، توهم پرستۍ او جاګيردارانه نظام پۀ ضد د اولسي مقاومت لارښودنه کوي . دا پۀ هند کښې د مغلتیا پۀ ضد د پښتنو وړومبے پاڅون ؤ، بیا هغې نه پس مونږ د اورنګ خلاف د خوشحال بابا مقاومت وینو، چې لږ وخت پس د اورنګ ځاے پېرنګ نیسي.

د برطانوي هند کۀ څۀ هم پۀ وړومبي ځل د پښتنو افغانانو سره لیدل کاته پۀ وړومبي اېنګلو-افغان جګړې (۱۸۳۸-۱۸۴۲) کښې شوي وو خو پۀ مستقیمه توګه پښتانۀ هاغه وخت د برطانوي حکومت لاندې راغلل چې کله پۀ کال ۱۸۴۹ کښې برطانوي حکومت پنجاب پۀ برطانوي هند کښې ضم کړو. تر کال۱۹۰۱ پورې پښتانۀ د پنجاب برخه وو، دې ټول وخت کښې د نورلسمې پېړۍ پۀ نېمائي کښې چې برطانوی استعمار ټول هندوستان د خپلو پښو لاندې کړو نو د هندوستان د سرو زرو مرغۍ ساتلو د پاره برطانوي هند د زارِ روس خلاف چې کومه سیاسي او ډپلومېټک پالیسي اختیار کړې وه هغې ته لویه لوبه (Great game) وئيل کېږي . د هندوستان د سرو زرو مرغۍ اوږد مهاله استحصال د پاره برطانوي هند وړومبۍ وېره خو د پښتنو نه وه ځکه چې پښتنو پۀ بېلا بېلو وختونو کښې پۀ هندوستان سلطنتونه قائم کړي وو او دوېم خطر ئې زارِ روس ګڼلوځکه چې له امو دریاب پورې غاړې ته پۀ شمالي سرحد زارِ روس پروت ؤ نو پېرنګي دا ګڼل چې هسې نۀ د روس پۀ ملګرتیا افغانستان د برطانوی هند ګرېوان ته لاس واچوي . پۀ داسې حالاتو کښې لۀ کال ۱۸۷۰ نه تر ۱۹۰۷ پورې برطانوي هند او زارِ روس د مختلفو لوظنامو پۀ نتیجه کښې د افغانستان پولې وټاکلې او د دوو امپراطوریو ترمنځ ئې وړومبے افغانستان بفر سټېټ وګرځولو او دوېم بفر زون ئې د برطانوي هند او افغانستان تر منځ پخواني قبائیل وګرځول.

د دې لوظنامو او توافق لیکو پۀ نتیجه کښې ئې د پښتنو زمکې د افغانستان نه راوشوکولې چې پښتانۀ ټوټې ټوټې کړي او د برطانوی استعمار خلاف راپاڅېدو توان ونۀ لري او پنجاب سره ئې وتړلې او بیا ئې پنجاب نه هم راوشوکولې او پۀ کال ۱۹۰۱ کښې ئې د سرحدي صوبه (NWFP) پۀ نامه بېله صوبه کښې راغونډ کړل او د دې صوبې اختیارات ئې چیف کمشنر له ورکړل. ورسره ئې پښتانۀ پۀ سمه او غر کښې تقسیم کړل، د بندوبستي علاقو پښتانۀ ئې پۀ پينځو ضلعو کښې تقسیم کړل او د هرې ضلعې اختیارات ئې ډپټي کمشنر له ورکړل. او د غرنۍ علاقو پښتانۀ ئې پۀ پينځو اېجنسو کښې تقسیم کړل، پينځه واړه اېجنسۍ د چیف کمشنر لاندې وې او چیف کمشنر به ګورنر جنرل ته او ګورنر جنرل به وائسراے هند ته جوابده ؤ . د هرې اېجنسۍ انتظام د پاره پولیټیکل اېجنټ مقرر ؤ. د بندوبستي علاقو پينځه ضلعو کښې د ډپټي کمشنر له لارې د پیرنګي استعمار مستقیم (Direct) حکومت ؤ ولې پۀ اېجنسیو کښې ئې د پوليټیکل اېجنټ او ماجب خورو ملکانو لۀ لارې غېرمستقیم (In-Direct) حکومت ؤ، دلته پېرنګي خپل ماجب خوارۀ ملکان د پولیټیکل اېجنټ اختیاراتو لاندې ساتلي وو، دې سره ئې د جنوبي پښتونخوا اولسوالۍ د برټش بلوچستان برخه کړې او سرحدي صوبه (NWFP) کښې هاغه ریاستونه چې د ځائي نوابانو، والیانو لاندې وو هغه ئې پاټا (PATA) کښې راغونډ کړل.

د پنجاب انضمام (۱۸۴۹) کېدو نه پس چې کله پښتنو د خپلې خاورې سره ځائي روایات، دود دستور د پېرنګي پۀ خطر کښې ولیدو نو تر کال ۱۸۷۹ء پورې درې لسیزې پېرنګے د پښتنو له طرفه ځاے پۀ ځاے پېښ وسله وال مقاومتونو لۀ کبله سیاسي او انتظامي ستونزو سره مخ ؤ خو پۀ دې مقاومتونو کښې ټولو نه زیات ګړندیتوب هاغه وخت ولیدل شو چې کله پښتانه پۀ دوېم ځل د اېنګلو- افغان جګړې (۱۸۷۸-۱۸۸۰) کښې پېرنګي سره مخامخ شو. دوېم اتیایمې لسیزې کښې پېرنګي خپلو اقتصادي ګټو او د هند دفاع د پاره د رېل ګاډو او سړکونو جال تر پښتنو سیمو پورې د راغځولو عمل پېل کړو نو پښتنو ته د سړکونو او رېل ګاډوټرېکونو جال لکه د غلامۍ زنځیرونه ښکاره شو او درېم چې کله پېرنګي د پښتون افغان وطن پۀ سینه پۀ کال ۱۸۹۳ کښې د ډیورنډ چاړۀ راښکله نو د دې تقسیم خلاف د وزیرستان نه د ملا پونده پۀ مشرۍ کښې مقاومت پېل شو او پۀ کال ۱۸۹۴کښې ئې وانا کښې د پېرنګي کېمپ وسوزولو. دا مقاومت لۀ وزیرستانه پېل شو او ورو ورو تر کُرمې، خېبر او پۀ اخر کښې ملاکنډ او سوات پورې وغځېدو چې پکښې ملا پونده، هادي ملا، سرتور فقیر، ببرے ملا، فقیر علینګر، سندکے ملا، مستانه ملا او نورو مشرانو برخه واخسته.

پۀ شلمې پېړۍ اواخرو کښې پېرنګي پۀ پښتنو حکومت کولو او غلي کولو پۀ اړه خپلې پالیسیو کښې کمزورتیا محسوس کړه ولې چې دوي د ډیورنډ لائن پۀ اړه د پښتنو برخو ردعمل ولید، دوېم پۀ کال ۱۸۹۷ کښې د سوات زورداره مقاومت، درېم د زارِ روس مداخلت ختمولو د پاره پېرنګي نوې پالیسۍ ته اړتیا لرله نو دې د پاره لارډ کرزن پۀ ۱۹۰۱ کښې د پښتنو سیمو انتظامي ساخت کښې بدلون راوستلو. پېرنګي لۀ (۱۸۴۹) نه نيمه پېړۍ پورې پۀ پښتنه سیمه کښې د پنجاب نورو سیمو پۀ نسبت دلته څۀ خاص انتظامي یا نام نهاد ترقۍ کارونه و نۀ کړے شو چې یو علت ئې دا هم ؤ چې دلته دوي ته د نظم او قانون، سېکورټۍ سره تړلې ستونزې وخت پۀ وخت جوړې وې او دوېم علت دا ؤ چې پښتنه سیمه دوي دپاره د ستراتېژک ژورتیا مرکز ؤ نو دوي دلته انتظامي پراختیا ته پۀ خپلو ستراتېژک ضرورتونو ثانوي حېثیت ورکړے ؤ.

پېرنګي دلته د هغه قوانینو مجموعه چې اول ځل پۀ ۱۸۴۸ کښې، بیا۱۸۷۲ کښې او پۀ ۱۸۷۷ کښې د ‘غازي اېکټ’ تر نامې لاندې، پۀ ۱۸۸۷ او ۱۹۰۱ کښې یو ځل بیا ترامیمو سره پۀ بندوبستي ضلعو او اېجنسو کښې اېف سي ار (Frontiers Crimes Regulation) ترنامې لاندې نافذ کړه. اېف سي ار د ځائي قبائیلی رواجونو، روایاتو او څۀ حد پورې برطانوي قوانین مجموعه وه، پۀ پخوانیو قبائیل کښې د زمکو لانجې، ذاتي تربګنیو، غېرت او عزت سره تړلې ستونزې به د مَلک پۀ مشرۍ کښې جرګې ته وړاندې کیدې او جِرګې به دا فېصله اېف سي ار قوانینو رڼا کښې کوله. د جرګې عمل راتلو سره یو کار دا هم وشو چې پۀ پښتنه سیمه کښې ملک، ماجب دار، لمبردار پۀ شکل کښې پېرنګي ته وفاداره یو نوې طبقه راپېدا شوه چې د دې لۀ لارې پېرنګي ته پۀ پښتنو حکومت کولو کښې اسانتیاوې وشوې. پیرنګي دلته پۀ مزاحمتي تحریکونو بندېز لګولو د پاره پولیس ته پۀ ‘مشکوک عملیاتو’ د ودانۍ ورانولو اختیار ورکړے ؤ او د سیاسي عمل بېخ ویستلو د پاره ئې پۀ اجتماع، جلسه جلوس بندېز لګولے ؤ نو دلته چې کله پۀ ۱۹۰۴ کښې د انډین نېشنل کانګرېس صوبائی برانچ جوړ شو نو پۀ کال ۱۹۰۷ کښې پۀ دې بندېز ولګول شو او مشران ئې ونیول شو.

پېرنګي د خپلو دفاعي مقاصدو دپاره د پښتنو شناخت مسخ کولو د پاره کۀ یو وار د پښتنو هاغه زمکې چې افغانستان نه راشوکولې وې او برټش بلوچستان برخه ئې کړې وې چې لۀ دې عمل سره ئې پښتنو ته داسې تاثر ورکړو چې اوس ستاسو قبله د افغانستان پۀ ځاے بلوچستان او ډیلي ده او د هغوي شناخت ئې بلوچستان ټکي کښې ورک کړو، نو بل طرف ته ئې هاغه پښتانۀ چې پۀ مېداني علاقو یعنې ضلعو کښې اوسېدل هغوي ته ئې مهذب (Civilized) ووئیل او غرونو کښې اوسیدونکي پښتانه ئې وحشیان (Barbarian) وګڼل او دوي ته ئې د قبائیل (Tribal) نامه ورکړه. پۀ غرب کښې ‘ټرائب’ یا ‘ټرائبل’ ټکي هاغه خلکو یا علاقو دپاره استعمالېږی چرته چې ټولنه ارتقائي عمل نه راتېره شوې نۀ وي او خلک وحشیانه ژوند تېروي لکه د افریقې ځنګلونو کښې مېشت خلکو د پاره ‘ټرائب’ یا ‘ټرائبل’ ټکي استعمالېږي. پېرنګي استعمار د پښتنو غرنۍ علاقو اېجنسیو ته د (Tribal) نوم هم ځکه ورکړے ؤ چې دوي دا ثابته کړي چې دا د غرونو اوسېدونکي پښتانۀ وحشیان دي او بیا د پاکستان بېوروکرېسي هم دې د پیرنګي استعمار اېجنډو ته دوام ورکړے ؤ او دوي د پاره ئې قبائيل نوم استعمال کړو او یا ورته ‘علاقه-غېر’ نوم استعمالوي چې ګنې غرنۍ علاقو کښې مېشت پښتانۀ د نورو پښتنو نه یو جدا مخلوق دے چې لۀ کبله ئې غرنۍ علاقو کښې د قامي او ملت پاله سوچ پر ځاے قبائیلي فکر دوام وموندۀ او لۀ منظم سیاسي عمل او اصلاحاتو نه لرې وساتل شوه.

دې سره سره پېرنګي پښتنو افغانانو سره چې کله وړومبي-اېنګلو افغان جګړې (۱۸۳۸-۱۸۴۲) کښې پۀ وړومبي ځل لیدل کاتۀ وشو او بیا ئې د پښتنو مقاومت ولیدلو نو هاغه پښتانۀ چې وړومبي-اېنګلو افغان جګړې نه مخکښې نيمه پېړۍ دوي پۀ نظر کښې مېلمه دوست، بې غرضه، بهادره، ښکلي او تکړه وو، هاغه پښتانۀ دوي د مستشرقیت (Orienatalist Discourse) لاندې خپلو خاطرو، سفرنامو او کتابونو کښې ځنګلیان او وحشیان یاد کړل.

بیا څنګه چې د یو قام ځانګړے شناخت د هاغه قام د تاریخ پۀ اساس قائم وي او هغه تاریخ د ژبې لۀ لارې قامي حافظه کښې موجود وي، چې کله هم یو استعمار یو قام مستعمره کوي نو وړومبے ئې ژبه تروړي چې د هغوي قامي حافظې نه د هغوي تاریخ او شناخت لۀ منځه وباسي نو پېرنګي استعمار د پښتنو تاریخي شناخت او قامي حافظه له منځه وړلو دپاره پښتونخوا کښې د دري ژبې پۀ ځاے دلته اردو ژبه عدالتي او دفتري ژبه وګرځوله چې د پښتنو مخ د کابل پۀ ځاے ډیلي ته راوګرځوي، ولې چې هاغه وخت دري ژبه د افغانستان شاهي ژبه وه.

هاغه وخت د پښتنو اقتصادي حالت ته کۀ مونږ وګورو نو د پښتنو زیاتره انحصار پۀ کر کروندې ؤ خو د سکهانو او بیا پېرنګي پۀ پښتنو کښې خپل ځان تقویه کولو د پاره دلته د خان او ملک پۀ شکل کښې یو طبقه پېدا کړه، هغوي ته ئې د زمکو ملکیت ورکړو، ملک او خان ته ئې د خپلو خپلو ‘زئي’ او ‘خېلونو’ زمکو نه د بېلا بېل عایدات او مالیې راغونډولو ذمه واري ور پۀ غاړه کړه او وخت پۀ وخت هغه ماليې زیاتیدې چې لۀ امله ئې لاندې طبقه اقتصادي توګه وځپل شوه، دلته یو قسمه طبقاتي تقسیم را پېدا شو.

بل اړخ ته د ۱۹۰۱ تعلیمی رپورټ ترمخه پۀ دوه نوي ۹۲% فيصده مسلمانان نفوس لرونکې ‘سرحدي صوبه’ کښې یوازې یوولس فيصده مسلمانانو تعلیمي ادارو کښې زده کړې کولې چې پۀ دې وخت صوبه کښې یوازې یو سل پنځوس سکولونه وو. د پښتنو تعلیم طرف ته توجو ولې نۀ وه؟ وړومبے لامل خو ئې دا ؤ چې پښتانۀ زیاتره کلو کښې مېشت وو او د کر کروندې سره تړلي وو نو دوي د تعلیم اړتیا نۀ احساسوله، دوېم د غربت لۀ کبله پښتنو خپلو بچو باندې د تعلیم پۀ ځاے دوه وخت ډوډۍ د پاره مزدوریانې کولې، درېم پښتنو کښې بې تعلیمۍ لۀ کبله خلک د تعلیم پۀ ارزښت خبر نۀ وو نو خصوصاً مياندو او پلارانو به پۀ خپلو لوڼو تعلیم نۀ کولو، څلورم مياندې پلاران دې ته تیار نۀ وو چې زما بچي دې ما سره کر کروندې کښې د مرستې کولو پۀ ځاے تعلیم وکړي، پنځم پېرنګي دور کښې چې کۀ یوڅۀ لږ سکولونه وو هم نو هغې سکولونو سېکولر نوعیت لرلو او پېرنګي دور کښې د پېرنګي پۀ پښتنه خاوره قبضې لۀ کبله د پېرنګي پۀ ضد د پښتنو مذهبي پېچلتیا پۀ شدت سره را څرګنده شوې وه نو دوي دې سکولونه څخه ډډه کوله. اوس پۀ داسې وخت کښې مونږ وئیلے شو چې غربت ځپلي او بې تعلیمه پښتنو کښې هاغه تن به حتماً د یو سوکاله خوشحاله کورنۍ سره تعلق وي چې تعلیمي ادارو کښې زده کړې کوي او د دې دلالت د باچا خان بابا لۀ رويه کېږي چې هغه خپلې زده کړې ئې د کلي جومات نه پس میونسپل بورډ سکول پېښور او بیا اېډورډ مېمورئیل نه کولې خو هم دې کالج نه زده کړې کولو منځ کښې چې کله هغۀ ته د پېرنګي پوځ کښې د نوکرۍ تقررنامه ملاو شوه او هلته ئې د پښتنو سره د پېرنګیانو توهین امېزه رویه وليده نو خپل د خوشالۍ او خانۍ خو د غلامۍ ژوند او چاپېرچل پۀ ځاے ئې د پښتنو کوڅو ملنګي غوره وګڼله.

اوس مونږ دلته دوه خبرې وینو چې یو اړخ ته پښتانۀ پۀ خپله غربت سره سره ‘زئی’، ‘خېلونو’ کښې تقسیم دي او جهالت کښې پراتۀ دي چې لۀ امله ئې تربګنیو، پرو جنبو او خپل منځي دښمنیو کښې راګېر دي او بل اړخ ته پښتانۀ د تاریخ جبر لۀ لاسه د مغلي او پېرنګي استعماري پېداوري ګر (Mode of Production) نه رازېږېدلې ‘پښتونولۍ’ دود دستور کښې ژوند کوي او ورسره ورسره د قامي تشخص بېخ ویستلو دسیسو سره مخ دي نو باچا خان بابا دا خبره ادراک کړه چې ترڅو پورې پښتانۀ د (Decolonization) عمل نه راتېر شوي نۀ وي تر هغې پورې مونږ هېڅ بدلون نۀ شو راوستلے.

باچا خان بابا وړومبے پۀ پښتنو کښې شعوري بدلون راوستو دپاره د حاجي صېب ترنګزو، د دېوبند عبېدالله سندهي، مولانا محمود الحسن د اثر لاندې او خپلو نورو همفکره ملګرو پۀ مرسته خپل کلي اتمانزو او مردان ګدر کلي کښې د اسلامیه سکولونو بنسټ کېښودو، دا لړۍ د خپل کلي نه پېل کېږي او د حاجي صېب ترنګزو د مومندو ته تګ نه پس پۀ ۱۹۲۱ کښې بېځایه غلط رسمونه، رواجونه ختمولو، مشاعرو او ادبي غونډو لۀ لارې پښتو ادب ترویج دپاره ‘انجمن اصلاح الافاغنه’ او ګېر چاپېر پښتون وطن کښې باقاعده توګه ‘ازاد سکول’ ترنامې لاندې د سکولونو غځولو عمل ته رسي چرته چې به لکه د سېف الرحمن سلیم شعر ‘پښتون اُستاذ’ پۀ څېر اُستاذانو ماشومانو کښې تعلیم سره د تهئيټر،ډرامې له لارې سماجي او قامي شعور بېدارولو.

دوېم هاغه پښتنو کښې چې چرته هر یو تن ځان له سېر دے او سر د پاسه سر نه مني، کۀ خپل منځ کښې نښتي وي خو کۀ چرته بهرني یلغلګر پرې راغلي دي نو د خپلې خاورې ‘ازادۍ’ دپاره همېش را یوځاے شوي نو باچا خان بابا دوېم کار دا وکړو چې هغوي د پاره ئې د ‘ازادۍ’ نوې تشریح وکړه چې اوس به نۀ یوازې خاوره بلکې خپل ذهنونه به هم د فکري غلامۍ نه خلاصوو او دې ‘ازادۍ’ لاس ته راوړنې عمل د پاره ئې د عدم تشدد لار ورته وښودله.

درېم باچا خان بابا پښتنو ته د مغلو او استعماري پېداوري ګر (Mode of Production) نه رازېږېدلې ‘پښتونولۍ’ کښې بدلون راوستلو دپاره نوي تشریحات وړاندې کړل چې دلته به ئې د ‘پښتونولۍ’ یوڅو مهم اجزاء مثالونه وړاندې کړم؛ لکه مېلمستیا پۀ اړه به ئې خدائي خدمتګارو ته وئیل چې مونږ ته خپل اخراجات د غټو غټو ډوډیو پۀ ځاے پۀ ټولنه کښې اجتماعي ښېګړو د پاره راوستل پکار دي، بابا به چې چرته هم خدائي خدمتګارو سره د کلو پۀ دوره لاړو نو خدائي خدمتګارو ته ئې پۀ سختۍ سره دا تاکید ؤ چې هر یو تن به خپل د خوراک څښاک سامان ځان سره راوړئ، پۀ کوربه به مونږڅۀ قسمه بوج نۀ اچوو او کوربه ته به ئې هم دا تاکید کولو چې ‘مېلمستیا’ دا نۀ ده چې تاسو پۀ مونږ درنې درنې ډوډۍ ګانې وخورئ بلکې ‘مېلمستیا’ دا ده چې کومې مبارزې او مرام د پاره زۀ تاسو ته راغلے یم، د هغې پۀ لړ کښې تاسو ماسره څومره کومک کوئ. بیا د ‘بدل’ پۀ اړه کۀ مونږ وګورو چې بابا به وئیل چې پښتون یو بل سره جنګ او جدل کوي خو چې څۀ وخت د اغیارو سره ئې جنګ جوړ شي نو خپله دښمني پرېږدي او اغیار سره پۀ اتفاق جنګ کوي خو چې جنګ وګټي نو هغه ګټه خپل منځ کښې منصفانه توګه تقسیمولے نۀ شي او پۀ خپلو کښې پرې وران شي نو د بابا به دا یو لائحه عمل ؤ چې هر هغه څوک چې جنګ جګړو کښې اخته دي، هغه د تحریک برخه نۀ شي جوړېدے نو وړومبے به خپلې جنګ جګړې فېصله کوي بیا به د پښتون قامي تحریک غړے جوړېږي. بیا کۀ مونږ د ‘پردې’ تصور وګورو چې پښتنو کښې ښځې یوازې تر کوره پورې محدوده ګڼل کېږي نو بابا به وئیل چې پرده داره ښځه پۀ داسې حالاتو کښې لویه شوې وي چې هغه خپل ځان د دښمن حملې نه بچ کولې نۀ شي، زۀ غواړم چې د ښځو نفسیاتو نه د سړیو لۀ اړخه اچولې احساس کمتري لرې کړم چې هغوي هم د قام خدمت ته ملا وتړي. د ‘غېرت’، ‘بهادرۍ’ او ‘بدرګه’ تصور ته کۀ وګورو نو باچا خان بابا به اکثر غونډو کښې وئیل چې تاسو ته شرم کول پکار دي، تاسو هم ځان ته پښتانۀ وايئ، ستاسو مياندې، خوېندې او بچي پۀ شلېدلو جامو کښې ګرځي او تاسو ته خواستونه منتونه کوي چې مونږ دې حال نه راوباسئ، دوي تاسو ته دا وائي چې مونږ ته د پېرنګي ظالم نه پناه راکړئ، تاسو غېرت وکړئ او د پېرنګي د غلامۍ نه دوي خلاص کړئ نو د ‘بدرګه’ دا تصور چې پښتون ته کۀ یو اجنبي یا غټ نه غټ دښمن هم پناه د پاره راشي نو هغه ئې پۀ هر حال کښې حفاظت کوي، نو باچا خان بابا د غېرت، بهادرۍ او بدرګې تصور یو بل سره وتړل او خپل قام د پاره ئې قامي مبارزه کښې وکارول. ولې چې مونږ د ‘بدرګې’ تصور وګورو نو دا تصور څوڅو ځله زمونږ د قام پۀ ضد هم استعمال شوے دے. لکه یو وخت بیا طالبانو وئیل چې مونږ د پښتونولۍ لۀ کبله اسامه بن لادن امریکې ته نۀ شو سپارلے.

څلورم پۀ پښتنو کښې خپل ځائي هنرونو، مصنوعاتو او کار کسب ته وده ورکولو او هنر پۀ بنیاد ډم، جولا، نائي ته پۀ سپک نظر کتلو رویه ختمولو د پاره باچا خان بابا پۀ خپله منډهۍ جوړول، کډۍ کول، کهدر کالي اغوستل، د چارسدې څپلۍ پۀ پښو کول، اولس راغوڼډولو د پاره د ډم مرسته اخستل دا ټول مثالونه زمونږ مخې ته دي.

بیا د ښځې نر دواړو پۀ اړه پۀ ټولنه کښې جوړ روایات لکه ښځو ته شرعي حق نه ورکول، لوڼه سوره کښې ورکول، يا ښځې تر کوره محدودولو بیانیه غندل، ښځې اولسي ساخت ته راوستل لکه چې کله پۀ کال ۱۹۳۲ کښې باچا خان بابا بندیوان ؤ او د لوکل انتخاباتو اعلان شوے ؤ نو دوه سوو نه درې سوو پورې ښځو پۀ خپل سر قران ايښودے ؤ او بهر ئې خلک د احتجاج پۀ توګه ووټ اچولو نه منع کول، پۀ سړو او ښځو دواړو خپلې حجرې او کوڅو صفائي کول او دا تفریق ختمول چې ګني جارو وهل یوازې د ښځو کار دے. د ښځو پۀ اړه د بابا ټول فکر مونږ د بابا یوڅو خبرو نه درک کولے شو لکه “چې نارینه مړ شي ښځه کونډتون کوي اؤ چې ښځه مړه شي نارینه سمدستي بله ښځه وکړي پکار خو دا دي چې د ښځې څښتن مړ شي چې هغه بل خاوند وکړي….. ښځه او نر دواړه د خداے پۀ نزد یؤ شان دي، دروند والے اؤ سپک والے پۀ عمل دے….. خداے خو نر او ښځه د دنیا د ابادۍ دوه ملګري پېدا کړي اؤ دَ بشریت دَ ګاډي دوه پائې دي، دا ګاډے پۀ یوه پایه نۀ شي چلېدلے”.

پنځم، باچا خان بابا د پښتون قامي سیاست هغه څېره ده چا چې پۀ وړومبی ځل پښتانۀ خپل ژبې طرف ته را متوجه کړل، کۀ یو طرف ته ئې کال نولس سوه اتويشت ۱۹۲۸ز کښې ‘پښتون’ مجله پرانستله نو بل طرف ته ئې پښتو ژبه د ازاد مدرسو بنیادي تعلیم ژبه وګرځوله چې پښتانۀ لۀ شناختي بحران نه راوباسي، ‘پښتون’ مجله د پښتنو د پاره یو داسې اولسي فورم ؤ چې هغې کښې به خدائي خدمتګارو پۀ خپلو قامي ستونزو خپل نظر شریکولو او د وطن پۀ ګوټ ګوټ کښې مېشت پښتنو کښې به ئې سیاسي، ادبي او سماجي شعور پۀ اړه تحرک پېدا کولو، پۀ دې مجله کښې به نۀ یوازې نارینو بلکې د ښځو لیکنې به هم چاپ کېدې چې مرام ئې ښځو کښې سیاسي بېداري، تعلیم او ښځو ته احترام سره سره پښتنه ټولنه کښې مساوي مقام ورکول وو.

پۀ دې ټول دوه لسیزه وخت کښې پۀ ګاونډي ملکونو او مسلمان اکثریتي ملکونو کښې لکه پۀ لېبیا د اټلي قبضه کول (۱۹۱۱)، د بالکان جګړه (۱۹۱۲-۱۹۱۳)، د ترک زلمو راپاڅېدل او عثماني خلافت ختمول، هندوستان کښې خلافت تحریک، پۀ روس کښې اکتوبر انقلاب (۱۹۱۷)، د غازي امان الله خان افغانستان خپلواکي لاس ته راوړنه (۱۹۱۹) رقم سیاسي پېښو سره نۀ یوازې هند پۀ نورو سیمو کښې بلکې پۀ پښتنه سیمه کښې هم سیاسي شعور بېدار شو. دې دوران کښې باچا خان بابا د رولټ اېکټ خلاف جلسو جلوسونو او خلافت تحریک کښې برخه واخسته، یوڅو کاله ئې د نام نهاد مهذبه پېرنګي غېرانساني جېل خانو کښې تېر کړل خو د شلمې پېړۍ درېمې لسیزې اواخرو کښې د پېرنګي دلاسه د غازي امان خان معزولېدل داسې عمل ؤ چې دلته پۀ پښتنه سیمه کښې ئې هم اغېز محسوس کړے شو. باچا خان بابا د دې عمل خلاف احتجاجونه وکړۀ او پۀ دې ګران وخت کښې ئې د افغانانو مرستې د پاره د چندې غوښتلو کار پېل کړو خو هغوي افغانستان ته پرې نښودل شو. پۀ داسې وخت کښې د پېرنګي پۀ ضد د عدم تشدد پۀ بنیاد ولاړ مزاحمت کښې ګړندیتوب راوستلو د پاره ‘د زلمو جرګه’ پۀ نامه تنظیم پۀ کال ۱۹۲۹ کښې جوړ شو چې لږ وخت پس ‘خدائي خدمتګار’ تنظیم کښې بدل شو. پۀ دسمبر۱۹۲۹ کښې کانګرېس ګوند د پېرنګي د هند د ازادۍ اخستلو د پاره د سول نافرمانۍ اعلان وکړو، باچا خان بابا د کانګرېس خلافت کمېټۍ نائب صدر پۀ توګه سره د ‘خدائي خدمتګار’ تنظیم د سول نافرمانۍ حمایت وکړو. باچا خان بابا پښتنو ته د پېرنګي دفترې، عهدې او د هغوي جوړ کړے شوي مصنوعات پرېښودلو خبره وکړه ځکه چې دوي زمونږ نه ګټه اخلي هغه بېرته زمونږ پۀ ضد استعمالېږي. پۀ اپرېل۱۹۳۰ کښې د قيصه خوانۍ خونړۍ پېښه کېږي، باچا خان نیول کېږي، دې دوران خدائي خدمتګار د بحراني حالت ښکار دي نو مرستې دپاره کانګرېس کښې شاملېږي، پۀ کال ۱۹۳۰ د “ټکر” ناورین رامنځ ته کېږي، کال پس باچا خان بابا جېل نه خلاصېږي خو پۀ تحریک بندېز سره سره دسمبر ۱۹۳۱ کښې یو ځل بیا نیول کېږي، او درې کاله دپاره جېل کښې اچول کېږي، پۀ ۱۹۳۴ کښې بابا جېل نه خلاصېږي خو پۀ هغۀ پنجاب او خپلې خاورې ته راتلو باندې بندېز دے. دې دوران کانګرېس سره پۀ شریکه احتجاجونو لۀ کبله د هند ۱۹۳۵ اېکټ پاس کېدو سره پښتنو ته هم د ووټ حق ترلاسه شو. پۀ کال ۱۹۳۷ کښې ټاکنې کېږي، انتخاب ګټلو سره خدائي خدمتګار کانګرېس سره پۀ شریکه حکومت جوړوي نو یو خو ئې کسب ګرو ته د زمکو د ملکیت حق ورکړو او دوېم ئې پښتو ژبه د تعلیم ژبه وګرځوله. پۀ کال ۱۹۳۷ کښې پۀ خدائي خدمتګار بندېز لرې کېږي او پۀ هم دې کال باچا خان بابا وطن ته بېرته راځي . دې ورځو کښې ګاندي جي باچا خان سره د پښتنو سیمو دورې هم کوي او د هند پرېښودو تحریک هم جاري دے، پۀ کال ۱۹۳۹ کښې دوېم نړیوال جنګ پېل کېږي نو کانګرېس کمېټي د هند ازادۍ پۀ بدل کښې حکومت سره د جنګ کښې مرسته کولو فېصله کوي، د دې پۀ ردِعمل کښې باچا خان بابا د کانګرېس مرکزي کمېټۍ غړیتوب نه احتجاجاً مستعفې کېږي چې پۀ یو حال کښې هم د “عدم تشدد” عقیدې نه یو لمحې دپاره هم نۀ شم پۀ شا کېدے. پۀ ۱۹۴۲ کښې باچا خان بابا بیا نیول کېږي، درې کاله پس ۱۹۴۵ کښې لۀ جېله خلاصېږي او یو ځل بیا د کانګرېس مرکزي کمېټۍ برخه جوړېږي، پۀ ۱۹۴۶ کال کښې یو ځل بیا الېکشن خدائي خدمتګار وګټي، حکومت جوړېږي، کال پس د هند وېش پلان رامخې ته کېږي، پښتانۀ ‘شرمخانو ته غورځول کېږي’، د پښتونخوا اکثریتي حکومت ماتولو سره جناح صېب د غېر جمهوري رويې وړومبے بنیاد کېږدي او پۀ دوېم کال اسلامی جمهوریه پاکستان کښې د پاکستان د ازادۍ ورځ نه دوه ورځې مخکښې د “بابړې” قتلِ عام رامخې ته کېږي.

د باچا خان بابا خدائي خدمتګار تحریک د ټولو نه غټ کار دا وکړو چې پښتون کلتور ئې د جمود پۀ ځاے د ارتقاء پۀ لور روان کړو، دوېم د پښتونولۍ روایاتو ئې د عصر سره سم تشریحات وړاندې کړل، درېم د پښتنو افغانانو پۀ اړه د استعمار جوړه کړل شوې بیانیه نۀ یوازې علمي بلکې پۀ عملي توګه ئې (Deconstruct) کړه،څلورم پښتون افغان وطن کښې مېشت پښتانۀ افغانان ئې پۀ یو بحراني وخت کښې د افغانیت پۀ تار وپېرل، پنځم قامي احساس ته یو تنظیمي بڼه ورکول او شپږم د عدم تشدد لۀ لارې نۀ یوازې پښتون قام بلکې پښتون قامي سیاست کښې د مینې تخم کرل.

پوسټ-پارټيشن سیاست:

پاکستان جوړ شو، یو داسې پاکستان چرته چې سیاست کولو دپاره جناح صېب پۀ جون ۱۹۴۸ کوئټه ښار کښې یو نظریاتي چوکاټ اېښودے دے چې

“مونږ نۀ بلوڅ یو، نۀ پښتون، نۀ سندهي، نۀ پنجابي او نۀ بنګالي … زمونږ ټول احساسات او عوامل ‘پاکستاني’ کېدل پکار دي … دا یاد ولرئ چې صوبائي عصبیت، مقامي او ځاني ګټو دپاره کار کول به ستاسو دپاره د خودکشۍ برابر وي”.

په داسې وخت کښې یو اړخ ته باچا خان او د هغۀ د فکر وارثان جېلونو ته اچول کېږي، د غدارۍ تورونه پرې لګول کېږي چې تاسو د پاکستان جوړېدو مخالفت کړے دے نو بل اړخ ته د جماعت اسلامي مودودي صېب نه پۀ رېډیو پاکستان د اسلامي نظام پۀ اړه مشورې اخستل کېږي، کۀ څۀ هم مودودي صېب هم د پاکستان جوړېدو مخالفت کړے ؤ. نن هم ځینې خلک دا خبره بیا بیا تکرار کوي چې باچا خان بابا او د هغۀ د فکر وارثان پاکستان کښې ځکه مخ تورن دي چې هغوي د پاکستان مخالفت کړے ؤ خو پوښتنه دا ده چې د پاکستان حاکمانو د باچا خان بابا او مودودي صېب پۀ اړه رویو کښې دومره توپير ولې ؤ؟ ځکه چې د باچا خان بابا موقف دا ؤ چې د خپل وطن پۀ اړه نه خو مونږ د پېرنګي اسټېبلشمنټ بیانیه منلې ده او نۀ د پېرنګي د وارثانو بیانیه منو او مودودي صېب موقف دا ؤ چې کۀ څۀ هم مونږ د پېرنګي بیانیه منلو ته تیار نۀ وو خو مونږ د پېرنګي وارثانو بیانیې سره تګ کولے شو او بیا د دې خبرې نه اندازه لګولے شئ چې نن باچا خان بابا او د هغۀ کورنۍ پۀ پاکستان پوځ او بېوروکرېسي کښې پۀ کومو ټکو کښې یادېږي او مودوي صېب او د هغۀ فکر پۀ پاکستان پوځ او بېوریوکرېسۍ کښې څۀ مقام او حېثیت لري چې نن د مودوی صېب تفسیر ‘تفهیم القران’ هم ‘سروسز بُک کلب’ پۀ خپل خرڅ چاپ کوي.

پاکستان ته د یو پوسټ-کلونیل ریاست پۀ توګه نۀ یوازې برطانوي هند نه جغرافیائی حدود بلکې قوانین، عدالتي نظام، اساسي ریاستي انتظامي چوکاټ او د هغې چلولو د پاره بېوروکرېسي، پوځ، پولیس او نورې ادارې هم وراثت کښې مېلاو شوې، نو پۀ داسې چاپېرچل کښې برطانوي هند کښې د پېرنګي پۀ ضد چلېدونکي مزاحمتي تحریکونه هم پاکستان ته یو ځل بیا وراثت کښې مېلاو شو. بیا پاکستان کښې وړومبۍ ورځو نه د جمهوري رویو فقدان، ریاستي جبر، د وړو قامونو حقونو استحصال لۀ کبله د پېرنګي دور مزاحمتي تحریکونو ته پاکستان کښې فعالیت دپاره زمینه جوړه شوه. ریاست کښې نسلي او وړو قامونه پۀ اړه تضادات راښکاره شول، پنجابیان او د یوپي، سي پي او بهار نه د لیاقت علي خان راوستل شوي جاګېرداره مهاجر اشرافیه پۀ سِول او پوځي بېوروکرېسي کښې د یوې نوې مراعات یافته طبقې پۀ توګه راڅرګند شول. دوېم نړیوال جنګ نه پس نړیوال سیاست دوه قطبي (Bipolar) کېږي، سوړ جنګ پېل کېږي، پاکستان د شوروي اتحاد خلاف سوړ جنګ کښې د سرمایه دارانه نظام برخه کېږي. د بنګال اکثریت ختمولو دپاره ون یونټ جوړېږي چې د هغې تر مخه دوه انتظامي یونټ جوړېږي یو ‘مغربي پاکستان’ او بل ‘مشرقي پاکستان’، د ‘مغربي پاکستان’ دارالخلافه لاهور او اسلام اباد جوړېږي چې داسې چاپېرچل کښې باچا خان او ولي خان سره د بلوڅ، سندهي، سرائیکي، بنګالي قام پرست او ترقي پسند ګوندونومشران رایوځاے کېږي او پۀ کال ۱۹۵۷ کښې نېشنل عوامي پارټي اعلان کېږي. د نېشنل عوامي پارټۍ منشور کښې د ون-يونټ مخالفت، ضدِاستعمار مبارزه او غېرجانبداره خارجه پالیسي مهمې نکتې شامل وې. پۀ کال ۱۹۶۱ کښې افغانستان کښې سردار داود لومړي وزیرتوب نه مستعفي کېږي، د پاکستان او افغانستان اړیکو کښې بدلون راځي، بنیادي جمهوریت رامخې ته کېږي، رېفرنډم او هغې نه پس صدارتي الېکشن کېږې چې پکښې اپوزیشن لۀ خوا د ایوب خان پۀ ضد فاطمه جناح کاندید ده، ووټونو کښې د پېریانو پۀ ملګرتیا ایوب خان صدر جوړېږي، پۀ مارچ ۱۹۶۹ کښې پۀ ټول ملک کښې لاریونونو لۀ کبله ایوب خان مستعفي کېږي او اختیارات یحیٰي خان ته حواله کېږي، ون-یونټ ماتېږي، عمومی ټاکنې کېږي، عوامي لیګ انتخابات اکثریت سره ګټي،بنګالیان خپلواکي ترلاسه کوي، پۀ سندهـ او پنجاب کښې د پیپلزپارټۍ او بلوچستان، پښتونخوا کښې نېشنل عوامي ګوند اتحادي حکومتونه جوړېږي . دې دوران افغانستان کښې کودتا لۀ لارې داود خان افغانستان ريپبلک اعلان کړو، داود خان د ډیورڼډ او د لر وطن پښتنو پۀ اړه خپل زوړ موقف پۀ شدت سره تکرار کړو، پۀ کال ۱۹۷۳ کښې پوځي اپرېشن له لارې بلوچستان حکومت ختمېږي، پښتونخوا حکومت احتجاجاً مستعفي کېږي، پۀ نېشنل عوامي ګوند بندېز لګول کېږي، د غدارۍ تورونه لګول کېږي، د نېشنل عوامي ګوند قیادت ګرفتارېږي، د سردار شېرباز مزاري او مور بي بي پۀ مشرۍ کښې این ډي پي جوړېږي، پۀ دې وخت کښې یو اړخ ته د بهټو فاشسټ رویو او بل اړخ ته افغانستان کښې قامي شعارونو لۀ کبله پۀ پښتنه سیمه کښې هم قامي د تحریک انګازې اورېدل کېږي،ټاکنې کېږي، د درغلۍ الزامت لګېدل کېږي او امیرالمومنین ضیاء الحق مارشل لاء اعلان کوي.

کۀ مونږ د ولي خان بابا سیاست ته وګورو نو د ولي خان بابا سیاست کۀ څۀ هم تقسیم نه مخکښې د خدائي خدمتګار تحریک نه پېل کېږي خو بنیادي توګه د هغۀ سیاسي ستراتېژي هاغه وخت څرګندېږي چې کله هغه پۀ یو نوي ملک او نوي حالاتو کښې وړو قامونو سره پۀ شریکه د نېشنل عوامي پارټي لۀ پلېټ فارم څخه پۀ قامي مبارزه کښې برخه اخلي . پاکستان کښې ولي خان ته پښتون قامي سیاست کولو دپاره دوه مهمې خبرې مخې ته پرتې وې چې یو داسې ملک چرته چې پۀ وړو قامونو جبر د پېرنګي نه زیات اداراجاتي Institutionalize شوے دے نو پۀ داسې حالاتو کښې به سیمه ایز او د افغانستان حالاتو مناسبت سره سم به څنګه د پښتنو مقدمه نۀ یوازې پارلېمان کښې وړاندې کول وي بلکې پارلېمان نه بهر به قامي غورځنګ څنګه مخ پۀ وړاندې بوتلل وي.

پوسټ-ثور انقلاب سیاست:

پاکستان کښې د ضیاءالحق راتلل او پۀ افغانستان کښې ثور انقلاب دا دواړه کارونه چې کېږي نو دې وخت کښې سوړ جنګ پیک پواینټ ته رسي، پېټروډالر جهاد شروع کېږي چې پۀ دې کښې امریکا، سعودي، پاکستان او نور کرایه دار ملکونو برخه لري څنګه چې فضل الرحیم مروت صېب لیکي :

“شوروي ضد افغان جګړه د افغان اسلامېستانو لپاره جهاد، د عامو افغانانو لپاره غچ اخيستنه، د امريکا لپاره شوروي ضد مقاومت او د پاکستان لپاره يو طلائي چانس ؤ چې پښتون/افغان نېشنلېزم پکښې وځپي او يو پاکستانے نسل رامنځته کړي”.

افغان جګړه شروع کېدو نه تر نائن الېون پورې وړومبے نېشنل ډېموکرېټ پارټي او بیا عوامي نېشنل ګوند د پاره دوه کارونه مخې ته پراتۀ وو . لکه څنګه چې کال ۱۹۷۶ کښې د ماوزے تنګ مړینې سره ماوسټان تتر بتر شول او ۱۹۹۰ کښې شوروي اتحاد مات شو، نړۍ یک قطبي (Unipolar) شوه، نو پرو-سويت ډله هم منظرنامې نه لرې شوه، بیا د دې دوه واقعتونو منځ کښې افغان جګړې کښې چې یو اړخ ته ضیاء الحق اسلامائیزېشن عمل شروع کړے دے او مذهبی ګوندونو لکه جماعت اسلامي او نورو ته سپېس ورکړل شوے دے نو وړومبے پۀ داسې چاپېرچل کښې به قامي سیاست څنګه ژوندے ساتل وي. دوېم بیا چې کله جنيوا معاهده کېږي، شوروي اتحاد لۀ افغانستانه درومي او ۱۹۹۰ نه پس چې کله د طالبانو حکومت دپاره زمینه برابرېږي نو حسېن حقاني او حمیدګل پۀ شان خلک څۀ کوي چې پۀ لر او بر وطن کښې ترقي پسند پښتون نېشنلزم ځپلو د پاره طالبان د پښتنو نمائندګانو پۀ توګه وړاندې کوي چې ګنې طالبان پښتون ایتهنو-نېشنلسټان دي، عوامی نېشنل ګوند ته دې وخت دوېم کار دا پروت ؤ چې طالبان د پښتنو نمائندګان کېدو بیانیه ماتول دي.

بیا نائن الېون نه پس یو خوا افغانستان کښې د طالبانو نظام ختمېږي او یو داسې نظام رامنځ ته کېږي چې هغه د ډاکټر صېب نجیب الله افغانستان نۀ دے بلکې یو داسې افغانستان دے چرته چې طالبان خو نه البته شوروي ضد جنګېدلي وارلارډز د اتلانو پۀ توګه ګڼل کېږي، دې سره سره د ‘وار ان ټېرر’ لۀ کبله د افغانستان د اور شغلې د طالبانو پۀ شکل کښې لر وطن ته پۀ ډیورنډ کرښه را اوړېږي، بل اړخ ته پېریان پۀ ۲۰۰۲ټاکنو کښې د بلوچستان او پښتونخوا حکومت متحده مجلس عمل ته ورکوي چې هغې نه دوه کارونه اخستل کېږي؛ یو خو پۀ بلوچستان کښې بلوڅ قام پرست او پۀ پښتونخوا کښې نېشنل عوامي ګوند ځپل دوېم د مشرف ‘وار ان ټیرر’ منځ کښې خپلې زړې ستراتېژک ژورتیا دپاره اېم اېم اے (MMA) حکومت د امریکې سره د یو راکړه ورکړه (Bargaining Chip) پۀ توګه استعمالول. پۀ داسې حالاتو کښې عوامي نېشنل ګوند د یو نوې بربادۍ مخه نیولو دپاره د قامي سیاست نوي چاپېرچل کښې اېډجسټ کول وو. پۀ ۲۰۰۸ کښې چې کله د عوامي نېشنل ګوند حکومت جوړېږي نو دلته د طالبانو لۀ کبله د بدامنۍ صورتحال جوړ دے، د پي ټي اېم راتلو سره پښتون قامي سیاست کښې یو نوې نعره باز قسم قامي فکر راغلے دے نو ځینې نوي قام پرست ځوانان چې پرون یا خو جماعت اسلامي کښې وو یا تحریک انصاف کښې دا اعتراض کوي چې عوامي نېشنل ګوند د حکومت وخت کښې پۀ پښتنه سیمه کښې اپریشن ولې وشو نو دلته تفصیلي نه خو یوڅو خبرې به وکړم چې وړومبے خو عوامي نېشنل ګوند د مذاکراتو لار خپلوي خو چې هغه ناکامۍ سره مخ کېږي نو بیا عوامي نېشنل ګوند د هغوي خلاف کرېک ډاون شروع کوي او دا داسې وخت ؤ چې تحريک انصاف او نورو مذهبي ګوندونو د طالبانو پۀ اړه معذرت خواهانه رویه خپله کړې وه، کۀ د طالبانو خلاف اپرېشن نۀ وے کړے شوے نو دا یو داسې وخت ؤ چې ‘سر’ خو مونږ بائیللو، دې سره سره د ‘قامي سنګر’ بائيللو خطر هم وه ولې چې عوامي نېشنل ګوند ته څو لسیزو پس دا موقع پۀ لاس ورغلې وه چې ‘طالبان’ د ترهګر پۀ توګه ثابت کړي او طالب د پښتنو نمائنده پۀ توګه وړاندې کولو بیانیه رد کړي. پۀ دې وخت کښې د شناخت سیاست یو ځل بیا عوامي نېشنل ګوند راڅرګندوي او خپلې خاورې ته ‘پښتونخوا’ نامه ائیني ګرځوي،اتلسم ائیني ترميم پاس کولو کښې برخه اخلي، نصاب نۀ یوازې سیکولرائز کوي بلکې قامي کوي ئې هم، د پښتنو اتلانو پۀ نومونو پوهنتونونه او کالجونه جوړوي، پښتو او نورې ژبې د لازمي مضمون پۀ توګه نصاب کښې شاملوي.

هاغه قام پرست نوي ځوانانو ته چې پۀ عوامي نېشنل ګوند ځينې کارونو اعتراضات لري، خواست ورته کوم چې د عوامي نېشل ګوند سیاست ته دے منجمد، بې حرکته (Static) نۀ ګوري، خدائي خدمتګار تحریک نه تر عوامي نېشنل ګوند پورې قامي سیاست بدلېدونکي سیمه ایز سیاسي وضعیت او افغانستان کښې روان سیاسي حالاتو سره وخت پۀ وخت بدل شوے دے. دا خبره ضروري ګڼم چې د نعره بازۍ او مقبولیت پسندۍ (Populism) پۀ دې وخت کښې کېدے شي چې عوامي نېشنل ګوندځينې کارونه تاسو ته یو نظریاتي کارکن جسټیفائي نۀ کړے شي خو پۀ هغې سر خلاصول دومره ګران کار نۀ دے البته د تاریخ او عملي سیاست پوهه شرط دے، هغې کارونو ته باید پۀ تور او سپین کښې ونۀ کتل شي. دا وئیل ضروری ګڼم چې نن هم چې عوامي نېشنل ګوند ته د ریاستي لاڅپوڅو طالبانو لۀ خوا چې کوم ګواښونه میلاوېږي یا پخوا مېلاوېدل، دا ګواښونه (Threats) د ریاست او عوامي نېشنل ګوند بیانیې ترمنځ دوه اړخیز (Reciprocal) دي، کۀ عوامي نېشنل ګوند ته ریاست لۀ خوا ګواښ مېلاوېږي نو د ریاست بیانیې ته د عوامي نېشنل ګوند بیانیې لۀ خوا ګواښ پېښ دے.

مزاحمتي تحریکونه، د تحریکونو مرام او بیانیه جامد نۀ دي تصور کول پکار، او د تحریک بیانیه کښې بدلون ته یوشان او مخصوص مکان نه مبرا کتل پکار دي. وخت سره سره د تحریکونو هئيت کښې اساسي بدلونونه راځي ځکه چې د سرمایه دارۍ نظام، ریاستي جبر او مسلسل جنګونه ټولنه او قامونه ولړځوي، بله خبره دا چې استعماري قوتونو او ریاست سره مسلسل مزاحمت لۀ کبله مزاحمتي تحریکونه خامخا متاثره کېږي، کمزوریانې مخې ته راځي او پۀ دې کښې دننه یو قسمه تضاد کله کله راښکاره کېږي چې بعضې وخت بیا د تحریک پۀ مشرانو، اساسي نظریاتو، بیانیې او مرام نه مخ اړولو تورونه هم پۀ دوي لګېږي نو ځکه تحریکونو ته پۀ یو تسلسل کښې د کتلو پۀ ځاے نړیوال، سیمه ایز او ریاستي پالیسیو سره سره د ټولنیز بدلونونو پۀ پس منظر کښې کتل پکار دي.

کتابیات:

Amanullah Khan, The Pashtoon Resistance Against The British Raj (1897-1947), Unpublished Thesis, (2014)

Mukulika Banerjee, Pathan Unarmed, Oxford University Press, (2017)

Taimur S. Khan, Pakistanizing Pashtun: The Linguistic And Cultural Disruption and Re-invention of Pashtun, Unpublished Thesis, (2016)

S. Waqar Ali Shah, Ethnicity, Islam and Nationalism, NIPS, (2015)

Lal Baha, N.W.F.P. Administration Under British Rule (1901-1919), NIPS, (2015)

دا هم ولولئ

د مورنيو ژبو نړيواله ورځ: ژبه، شناخت او اختيار – اوېس کمال

د یویشتمې فرورۍ ورځ پۀ ټوله نړۍ کښې د مورنیو ژبو د نړیوالې ورځ پۀ …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.