د بابړې تاريخي او مشهور د شږې جومات – ليکوال: سعيد احمد شاهي – مرستيال: سيد حمزه شاه

بابړه د چارسدې ضلعې هغه تاريخي کلے دے چې د سکندراعظم د وختونو راهسې اباد دے او بيا وروستو د ګندهارا پۀ تاريخ کښې هم د دې کلي اثار ملاوېږي او وروستو بيا پۀ هندوستان باندې حمله کوونکي لوئې لوئې خلق هم پۀ هشنغراو د بابړې پۀ لار باندې هندوستان ته تلي راغلي وو.

خو بابړه د ميا سېد نور بابا يعنې (1747ز) نه مشهوره شوې ده او د هغې وجه هم دا د ميا سېدنور بابا شخصيت او د هغوي فهم و فراست ؤ. ميا سېدنور بابا د هغې وخت حکمرانانو د بابړې د خواؤ شا پۀ علاقو کښې د ابادو خلقو ترمنځه روغه کولو او جګړو حل د پاره د مردان کلي محب نه بابړې ته راوستے ؤ. د زمکو او جائيداد د تصفيې پۀ موقع به د هغوي د متنازعه جائيداد پينځه حصه د قانون او قواعدو مطابق ورکړې کېدله او د دغې لۀ وجې د ميا سيدنور بابا ټول خاندان او خپل خپلوان بيا دلته پۀ بابړه کښې اباد شول.

هم دغه وجه وه چې د مذهبي عقائدو او فرائض پوره کولو د پاره بيا دوي ته د جوماتونو ضرورت هم ؤ. نو پۀ وړومبي ځل ئې د کلي قبلې طرف ته هغه وخت د جيندي سيند پۀ غاړه يو جومات جوړ کړو. څۀ موده پس چې بيا د بابړې کلي ابادي زياته شوله نو د بل جومات ضرورت ورته ډېر پۀ شدت سره محسوس شولو. د بابا جي کشر زوي سيد ميا عباس د کلي سوېلي اړخ ته د سيند پۀ غاړه باندې پۀ خپل ذاتي جائيداد کښې ځاے خوښ کړو او خپل د ترۀ زوي سيد ميا شېرعلي باچا پۀ امداد باندې ئې يو جومات جوړ کړلو او د چت د پاره ورته لرګي د کشميريانو د خاندان مشر ورکړل. دغه ځاے پۀ بابړه کښې پۀ شږه باندې مشهور دے. پۀ وړومبو ورځو کښې به د جيندي سيند ددې جومات پۀ غاړه باندې بهېدلو او د جومات نه سوېلي اړخ ته دغې سيند ته يو پوړۍ لاندې کوزه شوې وه. د استنجا د پاره به خلق سيند ته لاندې کوزېدل. د وخت د تېرېدو سره سره سيند خپل اړخ بدلولو او نن سبا د دې جومات نه يو فرلانګ لرې بهېږي.

د دې جومات نه ګېر چاپېره د سيدنور بابا د اولاد ځمکه موجوده وه او سوېلي اړخ ته ترې د غني خېلو ځمکه وه. د دې جومات نه قبلې اړخ ته د ميا سيد عباس باچا د نمسو زرعي زمکه، قطب اړخ ته بابړې ته د تګ راتګ لار، نمر خاتۀ اړخ ته د ميا سيد نور بابا د نورو نمسو حجره او سوېلي طرف ته نوې اباد شوي کورونه دي.

د بابړې دا جومات ډېر تاريخي حېثيت لري. کله چې فخر افغان باچاخان بابا د پښتون قوم د بېدارۍ او اصلاح کولو د پاره د “انجمن اصلاح الافاغنه” پۀ نامه سره د تحريک بنياد کېښودو او د هغې پۀ لړکښې ئې د ټولو سيمو دورې شروع کړې نو پۀ دغه لړکښې بابړې ته هم راغلے ؤ او پۀ هغه وخت د ميا سيدنور باچا پۀ بابړه کښې د اباد خاندان مشر سيدلعل بادشاه سره ئې ملاقات کړے ؤ او د هغوي نه ئې د مرستې او ملاتړ کولو خواست کړے ؤ. پۀ ځواب کښې ورته سيد لعل بادشاه د ورورولۍ او مکمل کومک اعلان وکړو.

د دغې نه وروستو پۀ هره موقع بيا فخر افغان بابا بابړې ته راغلے دے او د سيد لعل بادشاه پۀ حجره کښې ئې ناسته کړې ده. فخر افغان بابا د مانځۀ د پاره هم دې جومات ته تلے دے. پۀ دغه ورځو کښې د جومات امام يو ډېر لوے عالم مولانا فضل الهٰي ؤ ، د هغۀ د مرګ نه پس د هغۀ کشر ورور مولانا فضل صمداني صېب ؤ.

فخر افغان بابا به هم د دين او فقهې پۀ مسئلو کښې د دوي نه مدد اخستلو. د دې جومات پۀ نمرخاتۀ کښې د خاورو يوه څلور پينځۀ فټه دونکاچه جوړه شوې وه. د جومات نه نمر خاتۀ طرف ته د ميا سيدلعل بادشاه (بړاميا) حجره او يو لوے مېدان ؤ. کله چې به د بابړې او خواوشا کلو يعنې پړانګو او چارسدې کلي وغېره خلق د فخر افغان بابا د راتګ نه خبر شول نو ټول به دغې حجرې او مېدان کښې را غونډ شول او فخر افغان بابا به ورته د جومات پۀ دغه د خاورو نه جوړې دونکاچه باندې اودرېدو او خپله مدعا به ئې خلقو ته د تقرير بۀ شکل بيان کړله.

دا جومات اول کچه ؤ چې پکښې يو لوي تالار (هال)، برنډه، د استنجا ځايونه، د امام او مېلمانو د ارام د پاره يوه کچه کمره هم وه. پۀ دې جومات کښې د سيند د رخ بدلولو نه پس يو کوهے هم موجود ؤ. دې جومات ته د تګ راتګ د پاره د درې اړخو نه لارې وې. د ٢٧ جولائي ٢٠١٠ز د سېلاب د اوبو له وجې د دې جومات وداني ډېره کمزورې شوله او بيا دا وېره پېدا شوله چې څۀ وخت هم را غورځېدے شي نو مجبوراً بيا دا وداني را وغورځولې شوه او پخه ابادي شروع شوله چې پکښې د بابړې صاحب استطاعت خلقو هم برخه واخستله او پۀ هغه وخت دخوش قسمتۍ نه پۀ صوبه کښې د خدائي خدمتګارۍ تسلسل عوامي نېشنل پارټۍ د امير حېدرخان هوتي پۀ مشرۍ کښې حکومت ؤ . هغوي هم د بابړې ټولو جوماتونو د پاره دوه دوه لاکهه روپۍ او دې جومات د پاره شپږ لاکهه روپۍ امداد د هغه وخت جومات امام سيد اعجاز حسېن باچا خدائي بخښلي پۀ لاس ورکړو چې دا جومات پرې سر دوباره د بنياد نه پوخ جوړ کړے شو او ټوله ابادي هم پۀ زوړ ناپ تول باندې وشوله. د جومات غټه دروازه هم پۀ زوړ ځاے يعنې قطبي اړخ ته د بابړې لوئې لارې ته جوړه شوله.

پۀ دې جومات کښې څۀ وخته پورې تبليغي مرکز هم د چارسدې د پاره اباد شوے ؤ . او کله چې د وخت سره سره پۀ ابادۍ کښې زياتے او د تبليغي مرکزضروريات هم زياتېدل شروع شول نو بيا دغه مرکز بابړې سره پۀ خوا کښې اباد کلي حسن خېلو جومات ته واړولے شو ا و څۀ موده پس بيا نوښار روډ باندې د بريټۍ کلي ته يوړے شو.

پۀ بابړه کښې اباد خدائي خدمتګارانو خپل ديني علم د دې جومات عالمانو او امامانو مولوي فضل الهٰي او فضل صمداني نه زده کړے ؤ. پۀ دغه خدائي خدمتګارانو کښې احمد کاکا، سيد محمد فصيح باچا، عبدالغفوراستاذ، ولي محمد کاکا، سيد عابدباچا، حکيم ظهورالله، حريف ګل کاکا، رحيم الله کاکا او د بابړې نور ډېر عام وګړي هم شامل وو.

د پاکستان جوړېدو نه وروستو چې کله پۀ صوبه کښې د ډاکټر خان صېب حکومت جناح صېب د قيوم خان پۀ سازش باندې ختم کړو او وروستو خدائي خدمتګارو د اولس د بېدارۍ د پاره فخر افغان باچاخان پۀ خپله وړومبۍ جرګې دا فېصله وکړه چې احتجاج به کوو نو د بابړې سيد لعل بادشاه ورته د احتجاج شروع کولو د پاره د خپلې حجرې وړاندېز وکړو. او پۀ ١١ اګست دې جومات سره د (بړاميا) حجرې ته ټول خدائي خدمتګاران را غونډ شول او اکثرو پکښې دغه خدائي خدمتګارو شپه پۀ دې جومات کښې کړې وه او پۀ سبا بيا پۀ دې جومات کښې موجود د خاوروپۀ دونکاچه باندې ورته سالار امين جان او د تحريک نورو مشرانو دغې جلسې ته د تقرير پۀ شکل کښې خپله خبره وړاندې کړه. چې د جلسې نه پس بيا د جلوس پۀ شکل باندې جمعې جومات اړخ ته تلي وو. او هلته بيا يوه لويه خونړۍ پېښه مخې ته راغله چې پکښې تقريباً 700 نه زيات خدائي خدمتګاران شهيدان شول او د 900 نه زيات ژوبل شول. دغه ورځ د پښتنو پۀ تاريخ کښې د تورې ورځ پۀ نامه هم يادېږي.

نن هم هر کال پۀ ١٢ اګست باندې د ١٩٤٨ز پۀ شان جلوس د فصيح باچا، سيدلعل بادشاه د حجرې نه هم هغه لار باندې تېرېږي او پۀ اخر کښې د غازي ګل بابا جومات کښې د تعزيتي جلسې نه پس د شهيدانو پۀ يادګار د ګلونوڅادر اچولو نه پس خورېږي. د بابړې د دې جومات دغه خاوره پۀ دغه دونکاچه باندې د فخر افغان باچاخان بابا نه علاوه رهبر تحريک خان عبدالولي خان، اجمل خټک، مور بي بي محترمه بېګم نسيم ولي خان،اسفنديارولي خان، عطاء الله مينګل بزنجو،سالار امين جان او د تحريک نورو نوموړو مشرانو پۀ مختلف وختونو او موقعو باندې ناسته او تقريرونه کړي دي.

غرض د دې جومات پۀ تحريک کښې هم هاغه هومره مقام حاصل دے څومره چې غازي ګل بابا او د جمعې جومات ته حاصل دے. نو زما تجويز دا دے چې د پښتون قامي تحريک مشران يعنې د خدائي خدمتګارۍ دا تسلسل عوامي نېشنل پارټۍ مشران دې دې جومات ته خصوصى پاملرنه وکړي. او کله چې هم موقع ملاؤ شي نو دا جومات دې د اوقافو محکمې ته پۀ حواله کولوکښې دې خپل کردار ادا کړي تر څو د تاريخي اهميت پۀ تناظر کښې دلته کښې د امام او موذن پۀ سرکاري توګه انتظام وشي. د دې نه علاوه پۀ دې جومات کښې د يو کتابتون چې پکښې د هشنغر د تاريخ او بابړې او خدائي خدمتګارتحريک سره تړلي کتابونو وي، انتظام وشي چې پکښې د تاريخ نه علاوه د عصرحاضر، اسلامي او سائنس باندې ليکل شوي کتابونه او نور مواد شامل وي او د ناستې ځاے هم موجود وي.

پۀ دې مضمون کښې ما سره د دې کتابونو، ملګرو او مشرانو پوره پوره مرسته حاصله ده، زۀ د هغوي د زړۀ د کومي نه مننه کوم.

کتابونو تفصيل:

  1. خدائي خدمتګارتحريک (جلداول او دوېم) احمدکاکا
  2. ناچاپ کتاب: د ازادۍ جنګ دپاره زما جدوجهد: سيد احمد فصيح باچا
  3. سيدفخرعالم باچا
  4. سيد شبير باچا
  5. سيدحمزه شاه
  6. سيد محمد شفيق باچا
  7. سيدعامر باچا

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.