خدائي خدمتګار حبيب الله کاکا – سعيد احمد شاهي

پۀ خدائي خدمتګارتحريک کښې ډېر سپېځلي او پاک خلق شامل دي کومو چې د خپل وطن او قام خدمت ډېر پۀ مينه، جوش او بې غرضۍ سره کړے دے، او نړۍ ته ئې دا ثابته کړې ده چې پښتون پۀ رښتيا يو ډېر مهذب او پۀ خپل وطن او خلقو باندې مئين قام دے. او پۀ خدمت کښې دوي د دنيا د نورو مهذبو قامونونه وروستو نۀ دي.

د دې وجه دا وه چې فخر افغان باچاخان د خپلو ملګرو تربيت پۀ دې طريقه کړے ؤ چې د دوي پۀ رګ رګ کښې ئې د قام او وطن مينه شامله کړې وه. او يوه داسې ورورولي پۀ دوي کښې پېدا شوې وه چې دوي به د يو بل نه خپل سرونه هم قربانول. د مشرانو د طرف نه دوي ته به چې کوم يوکار هم پۀ حواله شو دوي به د زړۀ دکومي هغه کار کولواو سر ته به ئې رسولو. پۀ دې لار کښې دوي د هېڅ قسمه دړکو، وهلو ټکولو،زندان يعنې چې د مرګ نه هم نۀ دي وېرېدلي او پۀ مخه تلي دي. پۀ دوي کښې د حبيب الله کاکا نوم هم شامل ؤ. حبيب الله کاکا پۀ کال 1920ز کښې پۀ بابړه کښې پېدا شوے ؤ. د پلار نوم ئې مومن خان ؤ. دوي پينځه وروڼه او يوه خور وه. چې حبيب الله کاکا پۀ کښې د ټولو نه کشر ؤ. چونکې پۀ هغه وخت کښې څۀ مکتب يا مدرسه پۀ نزدې علاقو کښې موجود نۀ وه نو دۀ د بدقسمتۍ نه دنياوي تعليم حاصل نۀ کړے شو. خو ديني تعليم ئې خپل کور سره نزدې جومات چې د مولانا صمداني صاحب جومات باندې مشهور ؤ هلته کښې د مولانا صمداني صاحب چې هغوي پۀ خپله هم يو خدائي خدمتګار ؤ، څخه حاصل کړو.

د دې نه علاوه دې جومات هم پۀ خدائي خدمتګارتحريک کښې ډېر اهم کردار ادا کړے دے چې پۀ يو بل ځانګړي مضمون کښې به پرې د ليکل کولو کوشش کوم. چونکې اوس دا مضمون د حبيب الله کاکا روان دے نو خپل ځان به دې پورې محدود کړم.

خدائي خدمتګار حبيب الله کاکا چې کله پۀ ښۀ او بد پوهه شو نو د خپل پلار سره ئې زمينداري شروع کړه . هغۀ له الله پاک يو خصوصي طاقت ورکړے ؤ او د الله پاک پۀ فضل هغه يو پهلوان ؤ. د درې څلورو کسانو کار به حبيب الله کاکا پۀ يواځې ځان کولو. کله چې فخر افغان بابا د پښتون قام د بېدارۍ پۀ غرض د هر پښتون کوڅو ته تللو نو هم پۀ دغه سلسله کښې ئې د بابړې کلي هم بې شمېره دورې کړې دي او بابړه به فخر افغان بابا خپل دوېم کلے ګڼلو. د بابړې اوسېدونکو هم د فخر افغان بابا پۀ اواز لبېک وئيلے ؤ. او هره خبره به چې وه نو د بابړې خلق به پۀ کښې د ټولو نه مخکښې پۀ وړومبي صف کښې ولاړ وو. پۀ بابړه کښې د ټولو نه لويه حجره پۀ هغه وخت کښې د سيد لعل بادشاه عرف بړاميا وه او چې پۀ کلي به کۀ څۀ وړوکې يا لويه غونډه وه هغه به هم پۀ دې حجره کښې کېدله. د غونډو نه علاوه پۀ فارغ وخت کښې به د کلي خلق دې حجرې ته را غونډېدل او پۀ خپلو کښې به ئې ګپ شپ لګولو.

حبيب الله کاکا به د دغې خلقو خدمت کولو او چې د ګرمۍ موسم به ؤ نو شربت، کۀ د يخنۍ موسم ؤ نو چاے او کۀ د ډوډۍ وخت به ؤ نو ډوډۍ به ئې هم را وړله. د دې نه علاوه کۀ مېلمانۀ به راغلل نو د هغوي خدمت به ئې هم کولو. دا نه چې دا هرڅۀ به يواځې حبيب الله کاکا د خپل جېب نه يا خپل کور نه کول بلکې د خپل کور نه علاوه به هغوي د بړاميا د کورنه هم دا هر څۀ را وړل. د دې نه علاوه کوم خلق چې به دغلته کښې ناست وو د هغوي د کورونو نه هم را وړل او دا ټول خدمت به حبيب الله کاکا او د هغۀ ځامنو کولو. حبيب الله کاکا چونکې يو پهلوان ؤ نو دوي به کله چې هم د کبډۍ څۀ مقابله پۀ کلي کښې يا د کلي نه بهر کېدله نو حبيب ا لله کاکا به پۀ کښې برخه اخستله او پۀ دغه ډول ډېرې مقابلې ئې ګټلې وې. د هغوي يوه خبره ډېره مشهوره ده چې فخر افغان بابا له يو کس پۀ دوابه نحقۍ خرکۍ کښې يو اس پۀ تحفه کښې ورکړے ؤ چې هغه اس ډېر سرکش او مست ؤ. او هېڅ چا هم نۀ شو قابو کولے ۔ چې حبيب الله کاکا خبر شو نو هغۀ ورته ووئيل چې دا اس به زۀ د دوابې نه اتمانزو ته بوځم، تاسو ټول بې غمه شئ. او هم هغسې وشوه . حبيب الله کاکا هغه سرکشه اس رام کړو او د پاسه پرې سور شو او اتمانزو ته ئې ورسولو. د هغې نه پس د حبيب الله کاکا د پهلوانۍ قيصې تر لرې لرې پورې ورسېدې. حبيب الله کاکا يو ډېر مخلص انسان ؤ. تعليم خو ئې نۀ ؤ کړے خو د اخلاقو پۀ داسې درجه کښې ؤ چې د هغۀ نه به پۀ کلي کښې او د کلي نه بهر هم کوم ځايونو کښې چې د بابړې د خلقو لوڼه خوېندې وادۀ شوې وې، هغه کورونو هم د هغۀ نه ستر نۀ کولو. حالانکې پۀ بابړه کښې د سيدانو کورنۍ ګڼې دي او پښتانۀ بالعموم او سيدان بالخصوص د کور د پردې خيال ساتي. خو د حبيب الله کاکا به چې کله هم څۀ سوال جواب يوړلو نو دغه معززو کورونو به پرې پۀ کور دننه چاے اوبۀ کول او د دې دومره لوي اعتبار وجه د حبيب الله کاکا اخلاق وو.

د دې نه علاوه حبيب الله کاکا دومره خوش اخلاقه انسان ؤ چې کۀ وړوکے ؤ، کۀ لوے، کۀ ځوان ؤ او کۀ بوډا حبيب الله کاکا به ورسره ښۀ پۀ مزاحيه انداز کښې ګپ شپ لګولو. او هغوي سره به ئې د موقعې مناسبت سره خبرې اترې کولې.او چې يو ځل به چا ورسره ګپ لګول شروع کړل نو د هغۀ محفل نه به بيا د پاسېدو ته د چا زړۀ نۀ کېدلو.او زړۀ به ئې دا غوښتل چې دے لګيا وي ګپ لګوي او مونږ ئې اورو او خوند ترې اخلو.

د 12 اګست 1948ز د بابړې خونړۍ پېښه کښې هم حبيب الله کاکا يو ډېر اهم کردار ادا کړے ؤ. حکومت چې کله د خدائي خدمتګارو پۀ پرامن جلوس باندې ګولۍ ورول شروع کړل او ډېر خدائي خدمتګاران پۀ کښې شهيدان او ژوبل شول هم دغه دوران کښې حبيب الله کاکا د سيد لعل باچا (بړاميا) ، خان عبدالولي خان او بي بي مهرتاجه سره يوځاے د ژوبل کسانو مرهم پټۍ کولې او هغوي به ئې د ګولو د مېدان (جمعې جومات) نه نزدې ابادۍ پورې پۀ خپله ملا باندې اوړل او محفوظو ځايونو ته به ئې رسول. کله چې بيا حالات صحيح شو او کرفيو ختمه شوه نو د هغه زخميانو او شهيدانو وارثان بيا بابړې ته راغلل او د قيوم خان د طرف نه لګولې شوې جرمانې او د ګولو قيمت ادا کولو نه پس هغوي هغه مړي او زخميان خپل خپل کورونو ته يوړل. د حبيب الله کاکا د وېنا مطابق هغۀ پۀ خپل لاس کم از کم د اتيا نه واخلې تر سلو پورې مړي او زخميان محفوظو ځايونو ته پۀ دغه ورځ رسولي وو. د حبيب الله کاکا نه علاوه د خواو شا د کورونو خلقو هم ګڼ شمېر مړي او زخميان محفوظو ځايونو ته رسولي وو. او د بابړې داسې کور نۀ ؤ چې پۀ هغې کښې د 8 يا 10 کسان مړي يا زخميان نۀ وو پټ کړے شوي. د دې نه علاوه فوځ او ملېشاء به کوڅه پۀ کوڅه ګرځېدل، د بابړې او د پړانګو د خلقو دکورونو بې عزتۍ به ئې کولې او دا خبره به ئې کوله چې تاسو د باچاخان ملګرتيا پرېږدئ ګنې نو نور به هم ډېر نقصان ومومئ. د يوې اندازې مطابق پۀ دغه پېښه کښې 56 زره ګولۍ د ټوپک او مشين ګنو چلېدلې وې اود هر مړي او زخمي نه کم از کم سل روپۍ جرمانه اخستې شوې وه. هسپتال والو د دغې زخميانو د علاج نه انکار کړے ؤ. نو د دې ظلم او زياتي به تاريخ کښې بل مثال څۀ ملاوېږي. ځکه دا د پښتنو د کربلا پۀ نامه يادېږي.

د دې پېښې پۀ ياد کښې هر کال د 12 اګست ورځ کولے شي. او هر کال پۀ 12 اګست د دغې پېښې پۀ ياد کښې پۀ بابړه کښې کور پۀ کور د شپې ډېوې او شمعې بلېږي. او سحر بيا هم هغه د سيد لعل باچا (بړاميا) چې زوي د سيد فصيح باچا ؤ د هغۀ حجرې نه د 12 اګست 1948ز د جلوس د يووالي د پاره را اوځي او هم پۀ هغه لارو بيا غازي ګل بابا جومات ته ځي او هلته د جلسې نه پس د شهيدانو ياد ګار ته ځي او پۀ هغې باندې ګلونه اچول کېږي. او د هغه ځاے نه بيا ټول جلوس خورېږي.

حبيب الله کاکا به د خدائي خدمتګارو هرې يوې غونډې له ځان رسولو او پۀ خصوصي توګه کومه غونډه چې به پۀ بابړه کښې وه هغې کښې به ئې د لاسو پښو خدمت ته ځان حاضر ساتلو ۔ نۀ يواځې دے بلکې خپل ټول ځامن چې شپږ کسان وو هغوي ته به ئې هم حکم ورکولو چې د راغلو مېلمنو د زړۀ د اخلاصه خدمت وکړئ او څوک هم خفه لاړ نۀ شي.

د برانچ او تپې د تنظيم نه چې به کله حکم وشو چې د جرګې يا غونډې د پاره دې خلق خبر کړے شي نو حبيب الله کاکا به کوڅه پۀ کوڅه ګرځېدو او ټول د تحريک او خدائي خدمتګاران به ئې خبرول. چونکې هغه وخت د اطلاعاتو نظام دومره مخ پۀ وړاندې نه ؤ تلے کوم چې مونږ نن سبا خپل ګېر چاپېروينو نو بيا هم خدائي خدمتګارانو خپل د خېر خبر نظام دومره تکړه جوړ کړے ؤ چې پۀ لږ وخت کښې به د پښتونخوا د يو ګټ نه خبر تر د بل ګټ پورې رسېدلے ؤ.

بعضې وخت چې به کله ډېره سختي وه او پۀ عام طريقه د غونډې خبره کور پۀ کور رسول ګران وو نو حبيب الله کاکا به نغاره خپلې غاړې ته واچوله او د کلي هرې کوڅې ته به لاړو او هلته به ئې نغاره ووهله او اعلان به ئې پۀ کورړ ورډز (Code Words) کښې، د مثال پۀ توګه داسې اعلان وکړو. ” چې يو ضروري اعلان واورئ، د حضرت ګل بابا نه يو سنډا ورک شوے دے او دغې پسې د ګرځېدو يا پېدا کولو د پاره به نن د فصيح باچا ارټ کښې د کلي مشران را غونډېږي، تاسو مهرباني وکړئ د ماښام مانځۀ نه پس د فصيح باچا ارټ ته ځان را ورسوئ” چونکې خدائي خدمتګاران ډېر پوهه او خپل تحريک سره کلک تړلي خلق وو نو چې د حبيب الله کاکا به دغه سوال جواب به هم پوهه شواو هغه مقرره وخت لۀ به ئې ځان هم هغه ټاکلے شوي ځاے ته ورسولو. دا بندېزونه يوازې د پېرنګيانو وخت کښې نۀ وو بلکې د هندوستان د وېش نه پس هم د پاکستان واکمنو جاري ساتلي وو او هغوي به خدائي خدمتګارو ته د خپل دښمن پۀ نظر کتل. ولې چې مسلم ليګ او د هغوي خوا خوږو سره د عام اولس مرسته خو نۀ وه بلکې د عام اولس ټولې همدردۍ او تړون د خدائي خدمتګارو سره وې. او خدائي خدمتګار به هغوي خپل ملاتړ او غمخوار ګڼل او د خپل سر، بچو، مال حال، جائيداد او د هرڅۀ نه پرې ورتېر وو. حالانکې پېرنګي او د هغوي نه پس د پاکستان واکمنو پۀ دوي باندې هر قسمه وس وکړو، وهل ټکول، قېدونه، جرمانې، د کورونو او جائيداد نيلامي عن د ټوپکو ګولې ئې پرې وورولې خو بيا هم دا خلق ئې د خپلې لارې نه بې لارې نۀ کړل او د ظلم او جبر دا سلسله اوس هم پۀ مختلف شکلونو کښې جاري ساتلې شوې ده. بهانه هم هغه زړه ده خو شکل ئې بدل دے. کله ئې د ترهه ګرۍ پۀ نوم، کله ئې د ټارګټ کلنګ او کله څۀ او کله څۀ شکل يا طريقه ده چې تر اوسه روانه ده. او د فخر افغان بابا د قافلې خلق اوس هم د هغه پخوانۍ جذبې او تړون سره روان دي او د دې هرڅۀ باوجود هم خپله لاره بدلوي نه بلکې ورځ پۀ ورځ خپل تړون نور هم مضبوطوي.

خبره د حبيب الله کاکا روانه وه خو دا يو څو خبرې پکښې ما ته ضروري ښکارېدې نو بيان مې کړې. حبيب الله کاکا ډېر د غربت او تنګ دستۍ عمر تېر کړے دے خو پۀ خپله خوددارۍ ئې هېڅ قسمه سودا نۀ ده کړې. د دې هغې غټه وجه دا هم وه چې هغۀ له الله پاک پۀ تحريک کښې داسې ملګري او مشران ورکړي وو چې پۀ خدائي خدمتګار تحريک کښې د خپل فهم وفراست پۀ وجه لوړ مقام او نوم لري او خلق ئې خپل استاذان ګڼي بلکې احمدکاکا، سيدفصيح باچا، عابدباچا، عبدالغفوراستاذ، سالار انځرګل، عبدالمصور زرګر، عبدالاحدکاکا، عبدالمالک فدا، سيد لعل بادشاه (بړاميا)، عبدالله کاکا، فضل رحمان، بابو غلام رسول، باز استاذ، حبيب شاه کاکا او حضرت ګل کاکا شامل وو. او بيا پۀ خصوصي توګه حضرت ګل کاکا او عبدالغفور استاذ سره ډېر نزدې پاتې شوے ؤ او د پروپېګنډې کار به ټول دوي پۀ شريکه کولو.

د حبيب الله کاکا او د دۀ ملګرو پۀ شان خلق ټول د خدائي خدمتګار تحريک روح روان وو او دوي دا ټول تحريک کار پۀ خپله اوګه کړے ؤ او منزل ته ئې رسولے ؤ. الله پاک دې دا ټول مشران سره د خاورو وبخښي. حبيب الله کاکا تاريخ وفات هم پۀ يو خاص ورځ يعنې 12 اګست 2007ز دے او دے خپله پلارنۍ مقبره پړانګو کښې پروت دے. او د دوي کارنامې او خدمت اوس هم ټول خلق پۀ ښو ټکو کښې يادوي ۔ ددۀ پۀ پسماندګانو کښې يوه ښځه، شپږ ځامن او دوه لوڼه شاملې دي. د دۀ مشر زوے امان الله کاکا چې عمر ئې نن سبا تقريباً اتيا کاله دے او ژوندے دے او دے پۀ خپله هم د دې تحريک برخه پاتې شوے دے او پۀ را روانو ګڼو کښې زما دا کوشش دے چې يو مضمون هم پۀ هغۀ باندې هم وليکم. او هغۀ سره چې کوم واقعات تړلي دي هغه ستاسو مخې ته راولم.

راوي: (١) امان الله کاکا (مشر زوے)

(٢) احسان الله کاکا (زوے)

(٣) رحمت الله کاکا (زوے)

(٤) سحرګل (زوے)

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …