د افغانستان او پاکستان اړيکې – مولانا خانزېب

وړومبے پۀ کال ۱۸۷۹ کښې د امير يعقوب خان او پېرنګي ترمېنځ د ګندمک تړون او بېا پۀ کال ۱۸۹۳ کښې د ډيورنډ تړون د افغانستان د ختیځ پۀ لور سيمې د لاس نه وويستلې او د وخت سره دغه هرڅۀ ته پۀ نوي نوي شکلونو کښې د پېرنګي د تلو پورې مختلف اړخونه جوړول شو .

د دوېم نړيوال جنګ نه پس چې د پېرنګي د دې سيمې نه د وتلو پرېکړه وشوه، د هندوستان وېش مېنځ د درېم جون د پلان لاندې مخې ته راغے، د کوزې پښتونخوا سيمه چې پۀ تاريخي توګه کله هم د هندوستان برخه نۀ وه پاتي شوې د صوبې د ټاکل شوې اسمبلې پۀ ځاے د “رېفرنډم رائې شمېرې” پرېکړې د هغه وخت پښتانۀ مشران دې ته اړ کړل چې پۀ بنو کښې پۀ ۲۱ د جون باندې يوه قامي جرګه وکړه او د هندوستان پاکستان نه پرته پکښې د پښتنو د يو ازاد هېواد غوښتنه وکړې شوه .

دې هر څۀ ته د پېرنګي او مسلم ليګ له خوا کوم نظر نۀ کول شو او د پښتونخوا سيمه د پاکستان برخه پۀ چل او دسيسه جوړه کړې شوه . فقير اېپي د پاکستان پۀ ضد وسلوال پاڅون ته لاړې او پۀ “ګور وېک” کښې ئې د ازاد پښتونستان بېرغ جګ کړو. ډېر پښتانه ئې پۀ قبائلي سيمو کښې پۀ شا ولاړ وو، د پاکستان له خؤا پرې وخت پۀ وخت د وزيرستان نه تر باجوړ پورې ،بمبارونه ، کېدل بل اړخ ته باچا خان پۀ ۱۹۴۸ کښې پۀ کراچۍ کښې د پاکستان پۀ مرکزي اسمبلۍ کښې د پاکستان د منلو پرېکړه وکړه او دا ئې ووئيل چې اوس به کوښښ کوو چې پۀ ګډه د پاکستان د پرمختګ لپاره کار وکړو خو ولې د باچا خان دغه پرېکړې ته د پاکستان واکمنو کوم نظر ونه کړو. د پېښور د دورې پۀ مهال د مسلم ليګ خلکو د جناح صېب د خدائي خذمتګارو مرکز سردرياب پۀ تلو کښې خنډونه واچول، څۀ وخت باچا خان ئې بندي کړو او پۀ اګست ۱۹۶۸ کښې د بابړې چارسدې پۀ سيمه کښې پۀ سؤونو پښتانۀ د قيوم خان کشمیري پۀ لاس ووژل شو .

دې هر څۀ ته د افغانستان واکمنو هم کتل اګر چې د وېش پۀ وخت کښې د کوزې پښتونخوا د سيمو پۀ اړه افغانستان پېرنګي ته کوم ښکاره دريځ نه ؤ وړاندې کړے، خاموش پاتې شوي وو خو پۀ ۱۹۴۹ کښې پۀ بېن الملل کښې د افغانستان نمائنده ، عبد الرحمن پجواک ، د پاکستان د منلو نه انکار وکړو او غوښتنه ئې وکړه چې پاکستان ته دې رسمي غړيتوب د لانجمنې ځمکې پۀ وجه نۀ ورکول کېږي .

هم دغه غوښتنه وه چې د پاکستان او افغانستان ترمېنځ ئې ېو نۀ ختمېدونکے دائمي کړکېچ رامخې ته کړو او د پاکستان واکمن د افغانستان پۀ اړه د ډېرو سوچونو ښکار شو. پۀ 1960 کښې د باجوړ پۀ سيمه د افغانستان د اړخ نه د اولسي لښکرو يرغل دغه وېرو ترهو ته د دوه ګاونډي هېوادونو ترمېنځ نور دوام ورکړو او د پاکستان د اړخ نه د داسې فرصت لپاره هڅې کېدې چې پۀ نتيجه کښې افغانستان د دننه دوام داره خپل مېنځي اړي ګړي ښکار کړے شي او افغانستان دا توان د لاسه ورکړي چې د پاکستان سره د خپلو سرحدونو پۀ اړه کوم مشکل پېدا کړي .

دلته يوه خبره کول غواړو او هغه دا چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د کړکېچ زیاتېدو پۀ اړه د هغه وخت نه تراوسه پورې ډېرې تېروتني شوي چې پۀ نتيجه کښې دا دوانړه ګاونډي هېوادونه د يو بل پۀ اړه د قسما قسم شکونو ښکار دي. د دغه کړکېچ د ختمولو يا کمولو هېڅ کومه ارادي هڅه نۀ ده شوې لکه افغانستان خپلې سرحدي شخړې پۀ هېڅ کوم رسمي ځاے نۀ دي ښکاره کړې او نه ئې کوم د شخړو سره د خوږ ګاونډ لپاره او دواڼو خواؤ د پښتنو پۀ خېر کوم بنيادي ،اقتصادي پروژه ، جوړه کړې، دغه راز د پاکستان واکمنو هم د وړومبۍ ورځې د افغانستان پۀ اړه خپل نيت کوږ ساتلے، ځان ئې شاړې کړې او دا سوچ ئې ؤ چې يره بس د افغانستان سره به تل خپل اړيکې ورانې ساتو خو زما پۀ فکر د دواڼو هېوادنو دا واکمن د پښتون اولس ځکه مجرمان دي چې د دې دائمي کړکېچ لۀ لاسه بربادي د لر و بر پښتون اولس پۀ برخه شوې . واکمن خو کله يورپ او لوېديځ ته پښې سپکې کړي خو زور ئې تل د دې تربګنۍ دواړه خوا اولس ته اوړي. کۀ د نړۍ نور هېوادونه مونږ وګورو نو پۀ دوه سوه هېوادونو کښې څۀ دېرش سلنه هېوادونو ترمېنځ هم سرحدي کړکېچونه دي خو يو اړخ ته دغه هېوادونه دغه سرحدي شخړې لري نو بلخوا د خپل اولس د ښۀ راتلونکي او خېر لپاره خپل مېنځي اړيکې او اقتصادي پرمختګ هم ساتي خو د افغانستان سره د پاکستان واکمنو همېش هسې وخت پاس کړے .

هم د دغه ناباورۍ تسلسل ؤ چې پۀ 1975 کښې د ذوالفقار علي بهټو پۀ وخت کښې دغه کړکېچ ته نور هم دوام ورکړے شو، د کابل پوهنتون نه د اخوان المسلمين څۀ اويا کسان پېښور ته راوستل شو چې احمد شاه مسعود، ګلبدين حکمتيار او برهان الدين رباني هم پۀ کښې شامل وو، بهټو به پۀ اولسي غونډو کښې د سردار داؤد خان پۀ اړه د سړي توب نه غورځیدلې خبرې کولې چې پۀ نتيجه کښې سردار داؤد هم د پاکستان سره اړيکې ترېنګلې ساتلې .

کله چې بهټو لرې کړے شو او پۀ پاکستان کښې د ضياالحق واکمني راغله نو پۀ دې اړه خان عبدالولي خان پۀ خپل کتاب “باچاخان او خدائي خدمتګاري” کښې ډېر پۀ وضاحت سره ذکر کړے؛ ولي خان ليکي چې ما ضياء الحق ته د افغانستان سره د اړيکو ښو کولو وېنا وکړه او دا مې ورته ووئيل چې بايد د سردار داود سره د دوستۍ اړيکې جوړې کړې شي، هم د دغه خبرو اثر ؤ چې ضيا الحق پۀ کال 1977 کښې پۀ خپله کابل ته لاړو، ضياء الحق د سردار داود خان نه ډېر خوشاله راغے، د ښۀ ګاونډ او خپل مېنځي ستونزو پۀ اړه ډېر پۀ ښۀ چاپېريال کښې خبرې اترې وشوې چې پۀ نتيجه کښې څۀ وخت پس سردار داود خان هم پاکستان ته پۀ دوره راغے خو د بده مرغه ډېر زر پۀ افغانستان کښې د “خلق دموکراتيک ګوند” له اړخه د “ثور کودتا” وشوه، سردار داود خان ووژل شو، نور محمد تره کي واک ترلاسه کړو. لږ وخت پس حفيظ الامين واک ترلاسه کړو، نور محمد تره کي ئې ووژلو. د پرچم څانګې ببرک کارمل واک ترلاسه کړو او نېغ پۀ نېغه د شوروي اتحاد پوځونه افغانستان ته راننوتل .

د شوروي اتحاد د پوځ راتلل داسې يو عمل ؤ چې امريکا ته چرته د منلو زغملو وړ نۀ ؤ. ولي خان ليکي چې پۀ 1907 کښې کوم اخطار برطانيه پۀ هغه وخت کښې زار روس ته ورکړے ؤ چې کۀ د امو د سيند دېخوا راغلې نو بيا به زما او ستا جغرافيائي سرحد مات وي، هغه سرحد اوس شوروي اتحاد مات کړو او داسې يو دوام داره کړکېچ مخې ته راغے چې د ضياالحق ناروا واکمني هم پۀ کښې روا شوه . پۀ ايران کښې د شيعه موليانو پاڅون بېل وشو نو نتيجه دا راغله چې امريکا اوس نېغ پۀ نېغه دې خاورې ته راغله، خپل هر ډول وسائل ئې مېدان ته کړل او د پيرنګي ميرات ته ناست د پاکستان واکمنو د دې دوه نړيوالو زورور غوبل له د خپلو ګټو او د افغانستان تل پاتي عدم استحکام ته کلکه اوګه ورکړه . د بهټو پۀ وخت کښې چې کم خلک راوستل شوې وو هغوي مېدان ته کړے شو او د هر لور نه وسلې او ډالرې راماتې شوې . هم پۀ دغه وخت کښې د جنګ ، جهاد پرېکړه د امريکې د صدر جمي کارټر پۀ جنورۍ ۱۹۸۰ کښې دافغانستان پاکستان ايران او خواوشا منطقې لپاره خور کړے شوي اعلان کښې پۀ سفارتي ژبه ډېره واضحه وکړو .

Any attempt by any outside forces to gain control of the Persian gulf region Will be regarded as an assault on the vital interests of the U, S, A and such as assault will be meant by any means necessary including military force.

ژباړه.

“د هر بهرني قوتونو دا کوشش به چې د خليج پارس پۀ منطقه خپل قابو راولي د امريکا پۀ حياتياتي ګټو يرغل ګڼل کېږي او دغه شان حملې سره به مقابله د پوځي زور او قوت پۀ ګډون پۀ هر لازم وسيله کولې شي”.

دافغانستان بربادي تراوسه نه ختمېدونکي ناورين دوه درې بنيادي لاملونه لري چې وړومبے د ولي خان پۀ وېنا د افغانستان روايتي باچاهي د سردار داؤد خان لۀ خوا اړول وو چې دغه ګام د ثور کودتا پۀ شکل وربدل شو، د خلق دموکراتيک ګوند پاڅون يوداسې غلط ګام ؤ چې د افغانستان پۀ قبائلي ساخت ولاړه ټولنه چرې هم دغه بدلون قبلولو ته نۀ وه تياره او ورسره ورسره د نړيوالو او د ګاونډيانو پۀ افغانستان کښې خپل ، دفاعي پوځي لغمونه او ژورتېا ، ته پۀ منظم ډول ملا تړل وو چې هرچا پۀ افغانستان کښې خپل فکر او خلک جوړ کړل خو پۀ نتيجه کښې هېچا ته پۀ لاس څۀ ورنه رغلل بلکې دغه نړيوال او ګاونډيان هم رسوا شو او د ډېرو تاوانونو او بریادو سره مخ شو او دغه قيصه لا تم نۀ ده بلکې نوي نوي شکلونه او څېرې اختېاروي او نور نور نوي اړخونه زېږوي .

اوس د امريکا د افغانستان د وتلو نه پس روس دا پرېکړه کړې چې د افغانستان سره نزدې پۀ تاجکستان کښې خپلې اډې جوړې کړي هم داسې امريکه د پاکستان پۀ لور دغه اراده لري .

خلک وائي امريکه لاړه څوک وائي وتتښتېده څوک وائي ماتې ئې وخوړه خو خبره پښتنو له مزغو ته کوزول پکار دي چې د راتلونکي وخت د نړيوالو او ګاونډيانو اشر غوبل هم د دوي پۀ خاوره د يو نوي اوږد مهاله ، سوړ جنګ پۀ شکل جوړول غواړي، د دې جنګ نه د خلاصون يو ممکنه شکل کېدے شي او هغه دا چې افغان ملت سره د خپلې خاورې پۀ نامه يو شي، دغه يووالے به دوه ګټې وکړي، يو اړخ ته به د خاورې څښتن ودرېږي بل اړخ ته به د خاورې پلورونکي .

کۀ ېووالے پۀ يو غالب حال کښې نه وي نو د مولوي ېونس خالص هغه خبره به شي چې مونږ افغانستان لږ ازادولو خو ډېر رانه ازاد شو، د پښتنو خاوره یو ځل بېا د ولي خان د وېنا ترمخه د 1907 پۀ ډګر ولاړه ده.

د سفارت ژبه ډېر پوهه او هنر غواړي ځکه چې کله نا کله به تۀ يو خبره پۀ يو اړخ وکړې خو د هغې سره نور اړخونه شارټ شي.

د پاکستان واکمن وائي پۀ افغانستان کښې د هندوستان سرمايه کاري پۀ ډوبېدو ده دا خبره د پاکستان پۀ وېنا دا څرګندوي چې هندوستان پۀ افغانستان کښې د افغانو ټاکلې واکمنۍ سره شل کاله مرسته کړې او د افغانستان د ودانۍ لپاره ئې پۀ ځمکه کار کړے چې د افغانستان د پارلېمان وداني، د اوبو بجلۍ بندونه، سرکونه کارخانې او ډېر نور څۀ ئې پۀ ځمکه شتون لري چې هندوستان د افغانستان ودانۍ کښې پېسه لګولې او د خېر ښېګړې کارونه ئې کړي نو نتیجه به ئې هم دغه وي چې پۀ سفارتي توګه ئې پاکستان له پۀ خپل ګاونډ کښې د مسلمان ورور سره ماتې ورکړې .

د هټلر د وختو د يو جرمن وزير ‘جوزف ګوئبلز’ (Joseph Goebbels) وېنا وه چې “دروغ دومره ډېر ووايه چې خلک پرې د رښتيا ګمان وکړي”.

د اشتهاراتو يو غربي ماهر ټوني شوارټز (Tony Schwartz پۀ خپل کتاب دي سېکنډ ګاډ (The Second god) کښې د ميډيا پۀ حواله ليکي، چې ميډيا هم د جنګونو مخه بدلولې شي؛ يو صدر يا باچا د تخت نه کوزولے شي او د خلقو رايه پۀ سمه يا غلطه اړولې شي.

پۀ اولني او دوېم نړيوال جنګونو کښې دواړو ډلو يعنې انګرېزانو او جرمنيانو د نفسياتو د استاذانو خدمات د اروائي دوړو خورولو لپاره ترلاسه کړي وو- دواړو ډلو د خپلو رېډوانو او د اشاعت د ذريعو لۀ خوا نفسياتي جنګ هم ښۀ تود ساتلے ؤ او هره ورځ به د خپلې کاميابی نه څو چنده زيات دروغ خورول شو. د جنګ نه پس د دواړو ډلو ماهرانو د ترلاسه شوو نتيجو جاج واخستو او د هغې پۀ رڼا کښې ئې هر اړخيزه کوټلي نظريات وضع کړل چې اوس د ابلاغ د نوو ذريعو لۀ خوا پۀ عملي توګه خورېږي او ګټه ترې اخيستل شي، د دغه نظرياتو نۀ کۀ يو خوا نړيوال استعمار فائده اوچتوي نوبل خوا پۀ وروستو پاتې هېوادونو کښې ترې برلاسي طاقتونه هم کار اخلي .

د ذهن سازۍ (برېن واشنګ) پۀ عمل کښې بنيادي او مهمه نکته دا ده چې د خلقو نفسيات پۀ څۀ نا څۀ شکل پرله پسې د اعصابي کشمکش پۀ لړزېدونکي حالت کښې وساتلے شي چې حقيقت پۀ دوړو او دروغو کښې ورک کړے شي او کۀ پته لګي هم نو چې وخت تېر وي، تر دې حده چې متاثره خلق دغه حالت نه د وتو د پاره پۀ حرکت کښې راشي (او حرکت ئې د دوي د خوښي وي)- پۀ داسې حالت کښې متاثره خلق پۀ دې هم نۀ پوهېږي چې د دغه حالت نه د وتو دپاره منفي او مثبت لاره کومه ده ؟ – داسې هم وشي چې ټولو يا څۀ خلق پۀ ذهني توګه د جمود ښکار شي پۀ داسې حال کښې ځنې وخت انسان د دروغو پۀ خورولو کښې د حېوان درجې نه هم ښکته پرېوځي او د ټولنې اخلاقي قدرونه د پښو د لاندې کړي پۀ ځانګړي توګه د ځوان کهول پۀ شخصيت او کردار کښې منفي بدلونونه راشي او اکثر چا ته دا پته هم نۀ لګي چې دا هرڅۀ د دې خبرې نتيجه ده چې د بهر نه يا د دننه نه د ذهن سازۍ پۀ منصوبه کار روان دے.

پۀ کومه ټولنه کښې چې داسې حالت پېدا کول وي، د هغې ټولنې پۀ نفسياتو د اول نه پۀ کلونو کار او تجربې شوې وي او پۀ مناسب وخت پرې عمل درامد شروع کړي .

کۀ د نړۍ نور قامونه د رسنيو پۀ دروغو غلطېږي نو دومره به ګرم نۀ وي خو کۀ پښتانۀ پۀ نن وخت کښې هم د رسنيو پۀ دروغو ځان نۀ پوهه کوي، باور پرې کوي او يا کوم اروائي اغېز ئې قبلوي نو ګرم ځکه دي چې څلوېښت کاله د دوي پۀ خاوره پۀ مېدان جنګ وشو، د مخې نه ئې د دغه رسنيو هر ډول دروغ رشتيا اوچ او لواندۀ تېر شو نو چې اوس هم پۀ دغه بې باوره خبره دروغو باندې باور کوي نو داسې خلک بېا خداے هم نۀ بخښي.

د افغانستان شخړه چې د تېر يو مياشت نه ګرمه ده نو ځنې د دروغو مثالونه به د دغه رسنيو رواخلو ‌چې خبره ښۀ سپينه شي .

د افغانستان هېواد څۀ پۀ څلور دېرش ولايتونو ( صوبو ) مشتمل دے، پۀ دغه هر ولايت کښې يو يو مهم ښار او نور زياتره کليوال ژوند دے، تر نن پورې پۀ دغه څلور دېرش ولايتونو او لويو ښارونو کښې طالبانو يو هم ولايت او ښار نۀ دے نيولے خو د رسنيو د لارې به دا بيا بيا اورې چې اتيا سلنه هېواد طالبانو ونيولو، دا خو هغه د ښځې او سړي ټوقه شوه کنه چې يو سړي کور ته سېر غوښه راوړه ،غوښه ښځې ځان له وخوړه چې سړے راغے پوښتنه ئې وکړه وئيل غوښه څۀ شوه ښځې وئيل هغه خو پيشو خوړلې، سړي زر پيشو ونيوله چې تول ئې کړه نو پيشو پوره سېر وخته، سړي ښځې ته ووئيل چې کۀ دا پيشو وي نو ،غوښه ، څۀ شوه او کۀ دا ، غوښه وي نو پيشو څۀ شوه!

لږ د خپل ذهن نه هم کار واخلئ کۀ اويا سلنه افغانستان طالبانو نيولے وي نو دغه څلور ‌دېرش ولايتونه او ښارئې څۀ شوې او کۀ دغه ولايتونه او ښارئې د افغان حکومت لاندې نن هم دي او اداره کېږي نو دغه اتيا سلنه افغانستان چرته دے؟

داسې بل يو خبر څۀ ورځې وړاندې د دروغو خور کړے شو چې زر سرتېري د افغانستان نه د شېر خان بندر د لارې تاجکستان ته واوښتل چې بله ورځ خبر دروغ شو نو زر ووئيل شو چې هغه سرتېري واپس راستانۀ شو .

داسې بل دروغ خوارۀ کړے شو د پاکستان پۀ رسنيو چې د افغانستان پوځي ځواک ورځ تر ورځ پۀ تسليمېدو دے خو تر نن پورې د افغانستان ملي اردو سپېشل کمانډو يا سرحدي پوليسو يو هم تصديقي ويډيو ونۀ ښودل شوه چې پۀ کوم کوم ښار کښې لاس پۀ نامۀ شو، کومې ويډيوګانې چې وينئ زياتره د شل کلن جنګ زړې دي يا چرته د داسې غرئيزو سيمو دي چې د شل کاله نه پکښې جګړه ده.

اصل خبره دا ده چې طالبانو شل کاله خپل قوت پۀ ،چيريکي ګوريلا ، جنګ کښې ژوندے ساتلے، پۀ شل کاله کښې جنګ يو د قندوز ښار يو ځل يو څو ورځو له درې کاله پخوا نيولے ؤ خو بيا ئې زر پرېښودو، پۀ اوس وخت کښې کۀ نېغ پۀ نېغه د هجوم جنګ طالبان جوړوي نو د ټولو نه زيات مشکل به هم طالبانو ته پېښېږي ځکه چې د هجوم جګړه ئې شل کاله کښې نۀ ده کړې دوېم دا چې سرتېري دومره نۀ دي چې ټول هېواد ته ئې نېغ پۀ نېغه جنګ ته اورسوي او ورسره د ملي اردو لويه بريا هوائي ځواک دے چې معلوم ځاے طالبان نيسي نو ډېر پۀ اسانه پۀ معلوم ځاے کښې پۀ نخښه کېږي ځکه چې اوس هم پۀ کومو سيمو کښې طالبان جګړه کوي نو ټول د اولسي خلکو کورونه حجرې جوماتونه ډال کوي چې پۀ نتيجه کښې ئې د اولس زړۀ هم د جنګ نه تور کړے .

زما پۀ فکر طالبانو شل کاله د امريکا پۀ ضد د مقاومت پۀ نامه ځان ژوندے وساتو، دا وياړ ئې ډېر دے نور کۀ جنګ ته دوام ورکوي نو دا ئې يوه ډېره ستره سياسي تېروتنه ده ځکه چې د دوي پۀ وېنا د جنګ جواز ئې د امريکا شتون وئيلو، هغه لامل د جنګ ختم دے ځکه نور جنګ خپل مشروعيت د لاسه ورکړے او هغه شے به ترې جوړ کړي لکه پښتانۀ وائي ! پلاني شکور جوړوو خو ايسته ترې شکرۍ شوه!

طالبان له پکار ده چې نور ځان د سياسي لارې ښکاره کړي، د ائين او قانون د لارې د هېواد د چارو سمولو غوښتنه وکړي، خپل خلک دې پۀ ملي ځواک کښې ورجذب کړي، ځانونه دې لکه د ايران پۀ څېر پۀ يو ډول د ملکي نظام برخه کړي کۀ څوکۍ خوښوي نو د جمهوريت او ټاکنو نه بغېر پۀ نړۍ کښې بله کومه لار اوس شونې نۀ ده او دا تخيل د ځان پۀ اړه پکار دے چې طالب بدل کړي چې طالب د جنګ لپاره فقط جوړ کړے شوے د ځان وژنې وينه تويولو او جنګ نه بغېر بل څۀ چل نۀ ورځي .

د جنګ د دروغو پۀ پښتو کښې يو بل مثال هم وئيل کېږي وائي…

يو ساده کلي وال د څاروو پۀ منډۍ کښې يو ښکلے ګډ پۀ ښۀ بيعه واخستو او د جيلب نه نيولے ئې کلي ته روان کړو- د ټګانو يوې ډلې دا سړې څارلے ؤ او ټګي ئې ورته جوړه کړې وه، کله چې دا ساده سړے د منډۍ د ګڼې نه ووتو نو د لار مېنځ کښې ورته يو ټګ ناست ؤ چې دۀ له راورسېدو نو اول ورته ټګ پۀ ډېر مينه ناک انداز هرکلے ووې او بيا ئې ترې پوښتنه وکړه؟- کاکا داسپے دې پۀ څو واخستو؟ ښۀ ذات دے د څوکۍ د پاره. ولې د خټکو باغ دې جوړ تيار شو؟ ساده سړي حېران حېران ټګ ته وکتل او جواب ئې ورکړو ولې يار! نظر دې کمزورے دې څۀ ؟- دا سپے نۀ ګډ دے ګډ – لږ ښۀ ورته وګوره- دا ئې ووئيل او پۀ خپله مخه روان شو- چې لږ وړاندې لاړو نو هلته ورته بل ټګ ناست ؤ، دې ټګ اول پۀ ډېره عاجزۍ ساده سړي ته سلام وکړو او بيا ئې ترې ښۀ باوري پوښتنه وکړه صاحبه ! دا سپے خودې ښۀ دے، د ښۀ نسل معلومېږي- د څاروو د څوکۍ د پاره بالکل مناسب دے، پۀ څو دې واخستو؟ ساده سړي اول ګډ ته وکتل او بيا ئې د ټګ عاجزې موشادې ته، هېڅ جواب ئې ورنۀ کړو او پۀ خپله مخه پۀ منډه روان شو- خو سړے پۀ سوچ کښې شو، دې چې څۀ لږ وړاندې نور لاړو نوځاے پۀ ځاے دوه درې ټګانو نورو هم ورله پۀ ګډ د سپي فتوې ولګولې- خو لا کلي ته رسېدلې نۀ ؤ چې پۀ ګډ د دۀ هم د سپي ګمان پۀ يقين بدل شو – زړۀ کښې ئې ووې چې کۀ کور ته لاړې نو د کور خلق به دې ملامته کړي وائي به چې سړے تلے پۀ ګډ پسې ؤ او ورځ ئې پۀ سپي پسې تېره کړه او بله دا چې يو ډوډي خلاص خړے خو پۀ کور کښې د پخوا نه هم شته نو دا بل ورله څۀ له بوځم؟ بس دا سوچ ئې وکړو، د ګډ نه ئې جيلب وويستو، ځان ته ئې پۀ زړۀ کښې او ګډ ته پۀ خولۀ ښکنځل وکړل او بې ګډه پۀ خپله مخه لاړو– هلته چې وروستو ټګانو ليدلو چې ساده ګل کاکا د ګنو د فصل نه پناه شو نو رامنډه ئې کړه، ګډ نه ئې څادر جيلب کړو او پۀ خپله مخه ئې ترې بوتلو.

اوس وخت راغلے چې بايد د افغانستان او پاکستان واکمن سره کښېني، خپلې شخړې د خبرو اترو لۀ لارې حل کړي د يو بل پۀ ضد د پوځي ژورتيا او لغمونو نه تېر شي او يو اوږد مهاله اقتصادي تړون لاس ليک کړي، کۀ داسې ونۀ شي نو پۀ دې ټوله منطقه کښې د ټولې سويلي اسیا پورې به دا کړکېچ هم داسې دوام داره وي چې د افغانستان پاکستان سره د نړيوالو پۀ هېڅ کوم خېر به هم نۀ تمامېږي.

دا هم ولولئ

پښتنه ټولنه او عدم تشدد

پښتانۀ سیاسي فعالان د قامي سياست پۀ اړه خپل يو حقيقي نظر لري، پۀ دلیل …