درويشتم اپرېل – ماسټر عبدالکريم

نوټ: د ارواښاد ماسټر کريم دا مضمون څو کلونه وړاندې پۀ “پښتون” کښې چاپ شوے ؤ . د قيصه خوانۍ خونړۍ پېښې پۀ موقع او د اپرېل مياشت د اهميت او يادګيرنې پۀ مهال ئې “پښتون” يو ځلې بيا د خپلو درنو لوستونکيو لپاره پۀ ډېره مينه چاپ کوي . پښتون

دا هغه ورځ ده چې زمونږ د صبر جنګ ؤ

وطن پۀ وينو رنګ ؤ، د لاسه د پېرنګ

د کال (١٩٣٠) د اپرېل درويشتمه ورځ وه. پېښور ښار محاصره ؤ. د قيصه خوانۍ بازار د پښتنو پۀ وينو سور ؤ، لارې کوڅې د مړو نه ډکې وې، د پېښور او چارسدې ترمېنځه تګ راتګ بند ؤ. پۀ پلونو او ګودرونو څوکۍ ولاړې وې. پۀ ټول ملک کښې مارشلاء وه. د ښار خلک پۀ ښار کښې او د کليو هغه پۀ کليو کښې چا يو بل ته نزدې نۀ پرېښودل. پېرنګيان پېښور ته پۀ ١٨٤٨ کښې پۀ ګجرات د چتر سنګهـ د ماتې نه پس راغلي وو. څۀ وخت چې د امير دوست محمد خان رساله جمرود سره پۀ خېبر ورننوته نو د پېرنګيانو رسالې پېښور ونيوو. پېرنګيانو د سيکانو نه باچاهي اخستې وه او بيا د پښتنو پۀ ځمکه بلوسېدلي وو. پېرنګيان چترال ته ورسېدل،ملاکنډ ئې واخستو،سمه او سوات دواړه ئې لتاړ کړل، باجوړ کښې دره پۀ دره وګرځېدل، مومند نامه ئې د امبار درې نه واخله تر لالپوري خرابه ترابه کړه، هشنغر او دواوه ئې د تنګي ابازو نه واخله تر شبقدر او مېچنۍ لکه د پرانستو غويانو غوبل کړۀ، د امبېلې پۀ مورچه د قتل ګړهـ پۀ مقام لاس پۀ لاس جنګ، د ملاکنډ غزا، د ماڼوګي جهاد، د ناوګۍ يلغار، د لګرو تالان او پۀ شين دره کښې د غازيانو د اډو سوزېدل دا د پښتنو دتاريخ شاندار بابو نه د سمې،سوات او غاړو غرونو پښتنو پۀ خپلو پاکو وينو وليکل خو پېرنګي ته ئې سر ټيټ نۀ کړو خو دا ؤ چې هغه وخت پېرنګے ډېر پۀ زور کښې ؤ، د هغۀ بله وه نو د اسرو ټکې پۀ ايرو کښې پټې پرتې پاتې شوې او چې کال ١٩٣٠ راغلو او پوکے ورکړے شو نو پښتونخوا پرې لمبه شوه، پېرنګي پۀ پښتنو ډېر کتابونه ليکلي دي، هغوي ټولو دا خبره منلې ده چې د کشمير نه تر بلوچستانه د پښتنو وطن د زمرو نه ډک دے. پکار دي چې دا ټول اولس پۀ يو اواز راپورته نۀ شي. کۀ دوي ټول پۀ يو اواز سره راپاڅېدل نو د دنيا د ټولو نه لوئے طاقت به ئې مخه ونۀ وهي!

د ١٨٤٨ نه تر ١٩٣٠ پېرنګي پښتانۀ جدا جدا، بېل بېل او ډېر چنګ ونګ ساتلي وو. يوسفزو ځان لۀ سمه سوات دواړه (امبېله) کړې وه. ملېزي او ترکلاڼي د دير او باجوړ نه خېبر جوړ کړے ؤ. مومندو د ناقې، کمالي، شبقدر او مېچنۍ نه پېرنګيانو ته تاتره سازه کړې وه، اپريدو او اورکزو پۀ خپل سمي د پښتنو د ننګ ناموس بېرغ پۀ تېراه هسک کړے ؤ، وزيرو، محسودو پۀ خپله علاقه کښې يوه نېزه اسمان پۀ پېرنګيانو راښکته کړے ؤ.

خو د پښتنو او د پښتونولۍ پۀ نوم پۀ يومرکز کښې د راغونډېدو بې مثاله تخيل ١٩٣٠ ته بند ؤ. ١٩٣٠ راغلو، پۀ ايرو کښې پټو سرو سروټکو دومار وکړو. يوسفزے، مندڼ، خليل، مومند، اپريدے، اورکزے، خټک، بنګش، بنوڅے، وزير، محسود او اچکزے پۀ يو اواز پۀ پېرنګي پسې راپورته شول. پښتون قام پۀ ټکر، قېصه خوانۍ، کوهاټ او هاتي خېلو او پۀ اخېره پۀ اتمانزو د يو مقصد دپاره شريکه وينه توې کړه.

د هندوستان پۀ مړ وجود کښې ئې نوې ساه واچوله او پېرنګے چې پۀ باچاهۍ کښې ئې هغه وخت نمر نۀ پرېوتۀ، لندن ته بېرته پۀ ناخوالۍ لاړ شو او پښتنو خپل ملک له د ازادۍ د ناوې ډالۍ راوړله. نن زۀ، تۀ او بل سړے پۀ دغه تېلو برېت غوړ کړو او وايو ما او ماما مار وژلے دے خو د دغه خلکو چې دې ملک له ئې ازادي ګټلې ده، هغه ننګيالي چې نۀ ئې ازادي وليدله او نۀ ازادۍ دوي وليدل، نن ولې د هر چا نه هېر دي؟ تش پۀ سور قبر، شين قبر خو دازادۍ د جنګ د شاه زلمو يادګارونه پاتې کيږي نۀ. هسې خو چې څوک مړ شي نو د يادولو پۀ غرض خو ئې خپل خپلوان، ماښام، جمعه، څلوېښتي او کال خامخا کوي، هغه قيصه خوانۍ چې پۀ نن ورځ به پۀ کښې د سرو، شنو او خړو زلمو له کبله د پښې کېښودو ځائے نۀ ؤ، نن ولې سړه پرته ده؟ دا پۀ ملک او قام سر ورکول دومره دملامتۍ کار شو. د غني خبره ده چې . . .

عجبه زمانه شوه چې پښتون پۀ پښتو تنګ شو

خو ښۀ ده کۀ نور هېڅ هم نۀ شو کولے نو راځئ چې پۀ شريکه دا خو ووايو چې . . .

بناکردند خوش رسمے به خاک و خون غلطيدن

خدا رحمت کند اين عاشقان پاک طينت راه

دا هم ولولئ

خدائي خدمتګار سيد رحمت الله عرف چمنے وکيل – سعيد احمد شاهي

سيدرحمت الله چې مشهور پۀ چمني وکيل ؤ پۀ کال ١٩٤٨ز کښې د خدائي خدمتګار …