د 23م اپرېل د وطن شهيدان – مولانا عبدالوهاب

نوټ: دا مضمون پۀ ۱۹۴۰ء کښې د بائزو خرکي مولانا عبدالوهاب ليکلے دے چې پۀ “پښتون” کښې چاپ دے. ۲۳م اپرېل د قصه خوانۍ د شهيدانو د يادولو ورځ ده. مولانا عبدالوهاب دغه وخت پۀ دهلي کښې ؤ چې تعليم ئې حاصلولو، دے د باچا خان د خدائي خدمتګار تحريک سره نۀ يواځې وابسته ؤ بلکې د “پښتون” باقاعده ليکونکے او لوستونکے هم ؤ، د مولانا صېب د “پښتون” سره ډېره مينه وه او کۀ يو خوا بۀ ئې ورته ليکل کول نو بل خوا ئې د دې مجلې يو يو ټکے سمبال ساتلے ؤ . دا مضمون د نن نه يو اتيا کلونه وړاندې مولانا صېب د “پښتون” لپاره ليکلے ؤ چې پۀ کال ۱۹۴۰ کښې چاپ شوے ؤ او بيا وروستو هم يو ځل پۀ “پښتون” کښې چاپ دے . دا د هغۀ مضمون د قصه خوانۍ د شهيدانو د ياد پۀ وخت د مولانا صېب د اخلاص او مينې پۀ نوم هم د نن د “پښتون” د لوستونکو دپاره يو ځل بيا ډېر پۀ مينه او درنښت وړاندې کوو تر څو زمونږ ځلمي کهول ته زمونږ د مشرانو د کړاوونو، سختيو او زيارونو اندازه هم ولګي او د خپل اصل تاريخ څخه هم خبر شي. اداره

وَلَا تَقُولُوالِمَن يّقُتَلُ فِى سَبيلِٰ اللهِ اَموَات ـ بَل اَحيَآء وّ َالکِن لَا تَشَعُرُونَ ط

تازه خواهى داشتن گرد اغهائى سينه را

گاهے گاهے باز خوان اين قصۀ پارينه را

الله تعالٰي چې انسان ته کوم نعمتونه ورکړي دي او د انسان د ارام او راحت دپاره چې ئې څومره ذرائع پېدا کړې دي د هغې شمار دانسان د طاقت نه بهر دے. وَاِن تَعُدُّو انِعمَتَ اللهِ لاَتُحصُوهَاط؛ دا نعمتونه پۀ مختلفو شکلونو او رنګارنګ قسمونو کښې وي، يو بې اولاده سړے دا اندازه لګولے شي چې اولاد څومره لوے نعمت دے، د يو مفلس غريب او نادار نه تپوس وکړئ چې پېسه، مال او دولت د کوم قسمه نعمت دے، يو لاچار، مريض د صحت غوندې پۀ نعمت باندې د خپل مال متاع نه تېر وي. علم، دولت، حسن، شجاعت، اولاد، صحت غرض دا چې هر يو نعمت پۀ خپل ځاے او خپله موقع باندې ډېر اهميت لري، ليکن د دې ټولو نه يو بل لوے نعمت هم شته چې بغېر د هغې نه دا ټول نعمتونه بېکاره دي، هغه نعمت د دنيا او اخرت د نعمتونو بنيادي کاڼے دے، بغېر د دغې نعمت نه دنيا ورانه او دين برباد معلومېږي. د دغې عظيم الشان، بې نظيره او بنيادي نعمت دپاره خلق د “ازادۍ” لفظ استعمالوي.

“ازادي”! ها! څومره خوږ لفظ دے، څنګه د معنٰي ډک حرفونه دي، پۀ دې لفظ کښې يو مقناطيسي کشش دے چې د انسان زړۀ او دماغ راکاږي، پۀ دې مختصرو حرفونو کښې د معنٰي يوه دنيا پټه پرته ده، دا لفظ څومره وړوکے دے، ليکن پۀ دې کښې څومره بې بها او بېش قيمته خزانې پرتې دي، دا ولې؟ د دې جواب د هغه اقوامو نه معلوم کړئ، کوم چې نن سبا پۀ دې نعمت مشرف دي، څوک چې نن سبا د دې د حفاظت دپاره خپل مال، دولت، اولاد، ذاتي عزت، ذاتي ٰابرو او هر دنياوي نعمت لکه د اوبو بهيوي”.

قدرِ زر زرگر شناسد قدرِ جوهر جوهرى

قدرِ گل بُلبل شناسد قدرِ عنبر عنبرى

قدرت هر انسان ازاد پېدا کړے دے، فطرت هر بني ٰادم ته د ازادۍ شاه راه ښودلې ده، ليکن پۀ دنيا کښې بعضې غدار، فرېبي او خود غرض اقوام پاڅي د کمزوري پۀ مرۍ غلي شي، د دوي ازادي سلب کړي، د دوي د کمزورۍ نه ناجائزه فائده واخلي، دوي د خپل ظلم، زور او استبداد پۀ فولادي پنجه کښې ګېر کړي او پۀ دې شان سره د څۀ زمانې دپاره د قدرت د دې ښکلي اصولو او د فطرت د دې مضبوط قانون خلاف ورزي وکړي. ليکن تابکے! چنانچه قريباً د ۱۵۰ کلونو نه زمونږ پۀ دې خوږ او د جنت پۀ شان ملک باندې يو بديشي قوم چې زمونږ نه ئې دين، مذهب، تهذيب، وطنيت او قوميت جدا دي، جابرانه، غاصبانه او ظالمانه قبضه کړې ده او پۀ جائز او ناجائز طور سره دا کوشش کوي چې دا خپله ظالمانه او پرفرېب پنجه ورځ پۀ ورځ کلکه کړي، لېکن دا هم قانون قدرت دے چې يو قوم او ملک ډېر پائمال شي، حيا او عزت ترې واخستے شي، د غربت او افلاس د سرحد نه تېر شي نو د قدرت پټ لاس راڅرګند شي او د دې قوم د اصلاح دپاره يو مصلح پېدا کړي او د دغې مصلح د هداياتو لاندې د هغۀ د مشورې مطابق د وطن زلمي مېدان ته راووځي، د خپل مال نه تېر شي، خپل سرونه وقف کړي، خپل باچ بل پۀ دې لاره کښې د قربانۍ دپاره مېدان ته وباسي، نو بيا نتيجه ئې ظاهره وي، ځکه چې خداوند پاک د هيچا قربانۍ نۀ بربادوي، چنانچه هر کله چې زمونږ د غلامۍ عمر ډېر اوږد شۀ، مونږ ډېر ذليل شو، د دنيا قومونو مونږ ته د حقارت پۀ نظر کتل شروع کړل نو فوراً قدرت د خپل فطرت مطابق پۀ حرکت کښې راغے، د پښتون قوم داصلاح دپاره ئې د اخلاص مجسمه، د عمل زنده تصوير او د يو فولادي عزت انسان پېدا کۀ چې څوک هغه د خان عبدالغفار خان پۀ نوم پېژي، څوک ئې د فخر افغان پۀ نوم بلي او څوک ورته د باچا خان لقب ورکوي، چنانچه دې بهادر جرنېل د ازادۍ بګل وغږولو، د ازادۍ شمع ئې بله کړه او د وطن نوجوانانو ته ئې د پتنګانو پۀ شان پۀ دې شمع د قربانېدو دعوت ورکۀ، د وطن زلمو د همت ملا وتړله او پۀ دې بهادر جرنېل پسې روان شو، دې جرنېل پۀ نهايت صافو لفظونو کښې د حکومت وقت نه مطالبه وکړه چې اخر مونږ هم بني ٰادم يو، مونږ هم د خداے مخلوق يو، مونږ د دې وطن اصلي اوسېدونکي يو، دا وطن تاسو د لندن نه نۀ دے راوړے، دا زمونږ د پلار نيکۀ وطن دے، کۀ جرمن ته دا حق نشته چې پۀ لندن حکومت وکړي او فرانس دا نۀ شي برداشت کولے چې خپل ملک امريکې ته حواله کړي، کۀ اټلي د لندن د خلقو حکومت په ځان باندې پرېښولو ته تيار نۀ دے، کۀ جاپان پۀ خپل ملک د روس قبضه نۀ شي ليدے نو بيا مونږ څۀ قصور کړے دے چې مونږ دې پۀ خپل کور کښې بې کوره، پۀ خپل وطن کښې بې وطنه او پۀ خپل ملک کښې بې ملکه يو، چنانچه د دې صافې مطالبې پۀ جواب کښې دې بديشي حکومت ووې چې “تاسو له پۀ خپل کور کښې اختيار نۀ شي درکېدے، تاسو پۀ خپل وطن کښې بې وطنه او پۀ خپل ملک کښې بې ملکه ښۀ يئ، تاسو غريبان يئ، تاسو جاهلان يئ، تاسو بې تعليمه يئ، پۀ ارام کښېنئ او دا د ذلت شپې ورځې تېروئ”، د دې جواب نه پس دې فولادي انسان او د دۀ هغه بهادر او جانثار فوځ چې خلق ئې د خدائي خدمتګارانو پۀ نوم سره پېژني، کفنونه پۀ سر وتړل او پۀ نهايت خوددارۍ، ځوانمردۍ او دلېرۍ سره د ازادۍ مېدانِ جنګ ته راووتل او پۀ دې مېدان کښې دوي پۀ هغه استقلال سره وجنګېدل چې دنيا ورته حېرانه شوه، پۀ دې سلسله کښې د ۲۳م اپرېل ۱۹۳۰ء ورځ ډېره اهميت لري، د دې ورځې واقعات د مؤرخ د تاريخ يو زرين باب دے، دا ورځ د پښتون د ترقۍ اوله پوړۍ ده، پۀ دې ورځ دې پائمال، مفلس، بې کس، بې بس او غريب قوم دنيا ته ثابته کړه چې مونږ د غلامۍ د لعنتي ژوند نه د ازادۍ مرګ پۀ زر ځله بهتر ګڼو .

د ۲۳م اپرېل ۱۹۳۰ء ورځ ده، د پېښور ښار دے، د قصه خوانۍ ارت او پلن خوني بازار دے، يو خوا د حريت جذبه د قوم د هر فرد پۀ زړه کښې ټوپونه وهي، د ازادۍ اور پۀ هره سينه کښې بلېږي، پۀ هر سر کښې د وطن دازادۍ سودا ده، د قربانۍ تمنا ده، د سرشيندلو ولوله ده، د غلامۍ نه د نفرت جذبه ده او داستقلال ارزو ده او بل خوا د قوم د دې جذباتو د يادولو دپاره د دې بديشي حکومت او دتهذيب د ټېکه دارۍ دعوېدار طاقت ټول مادي طاقتونه پۀ حرکت کښې راغلي دي، پۀ دې ورځ څۀ وشو؟ دا ټولې دنيا ته معلومه ده، د بيان حاجت نۀ لري، ډېرو نوجوانانو د شهادت جامونه وڅکل، ډېرې ناويانې کونډې شوې، ډېر بچي يتيمان شو او د ډېرو پلارانو ملاګانې ماتې شوې، ډېرې مياندې او خوېندې وژړېدلې .

بنا کر دند خوش سمے بخون و خاک غلطيدن

خدا رحمتکندا اين عاشقانِ پاک طنيت را

د دې قربانو او ايثار فوراً دا نتيجه وخته چې هغه قوم چې هغوي ته نهه مياشتې مخکښې وئيلي شوي وو چې “تاسو هېڅ قسم د حقوقو مستحق نۀ يئ، تاسو بې تعليمه يئ او تاسو جاهلان يئ” فوراً د هغه وخت د صوبې ذمه دار حاکم چيف کمشنر اعلان وکړو چې د “صوبه سرحد خلق د هندوستان د يوې صوبې نه کم حېثيت نۀ لري، بلکې د دنيا د يو قوم نه کم نۀ دي، څۀ چې باقي هندوستان ته ورکولے شي، هغه به دوي ته هم ضرور ورکولے کېږي”. اخر دا ولې؟ ايا پۀ دې نهو مياشتو ئې دا ټول قوم تعليم يافته شو، پۀ دې لږو ورځو کښې، پۀ وطن کښې بې شماره کالجونه او لاتعداد يونيورسټۍ پرانستې شوې؟ چې دا ټول ملک پۀ يو دم د هر څۀ مستحق شو؟ نا هرګز نا، ملک هم هغه ملک دے، قوم هم هغه غريب قوم دے، لېکن دا د قصه خوانۍ، د ټکر، د اتمانزو، دهاتي خېلو او د کوهاټ د هغه پاکو او معصومو شهيدانو د وينو برکت او طاقت ؤ چې حکومت ئې پۀ دې اعلان مجبور کړو .

هر کال پۀ ۲۳م اپرېل قوم د دې شهيدانو ياد تازه کوي، مختلفې جلسې کوي، جلوسونه وکاږي او د کوم پاک مقصد دپاره چې دغې شهيدانو خپلې وينې بهيولې دي، د هغې مقصد حاصلولو کوشش کوي :

شہیدوں کے مزاروں پر جھڑینگے ہر بر میلے

وطن پر مٹنے والوں کا یہی باقی نشان ہوگا

د ۳۰ء او ۳۲ء د ازادۍ پۀ جنګ کښې چې د صوبه سرحد خلقو کومې قربانۍ کړې دي، د دې نظير د دنيا پۀ تاريخ کښې ډېر کم موندے شي، پۀ هر ښار، هره قصبه، هر کلي بلکې بلا مبالغې پۀ هر يو کور باندې چې د دې بديشي سرکار د طرف نه څومره وحشيانه ظلمونه د وهلو، ټکولو، شرمولو، قېدولو او جرمانو پۀ شکل کښې شوي دي، هغه تراوسه پورې د قوم پۀ دماغو کښې محفوظ دي او هر چاته معلوم دي، د وطن بهادرانو زلمو او د وطن دجنګ د ازادۍ قابل قدر سپاهيانو خدائي خدمتګارانو چې په څومره سخت او خطرناک وخت کښې دا بې نظيره او پاک تحريک پۀ يوه عجيبه او معجزانه طور سره چلولے ؤ، دا هم ټولې دنيا ته معلومه ده، لېکن افسوس! چې د دغه جنګ تفصيلي حالات نۀ دي ليکلي شوي يا کم نه کم پۀ منظرعام باندې نۀ دي راوړے شوي، د دنيا نور قومونه د دې قسم واقعاتو او د خپلو بهادرانو سپاهيانو د وطن د داسې کارنامو څومره قدر کوي؟ د دې متعلق د “پښتون” د ناظرينو پۀ خدمت کښې د ائرلېنډ د يو قومي عجائب ګهر څۀ لږ شان حال ليکم. د ائرلېنډ د قومي جان نثارانو دا يادګار د ائرلېنډ د پارليمنټ پۀ عالي شان محل کښې قائم دے او پۀ دې عجائب ګهر کښې د ائرلېنډ د جنګ د ازادۍ د بهادرانو او د دې جنګ د واقعاتو يوه عجيبه مجموعه پرته ده، پۀ دې کښې د وطن د بهادرانو زلمو فوټوګان او د دوي هغه جامې پۀ کومو کښې چې دوي د ازادۍ جنګ کړے دے، د دوي قومي علامات او نشانونه وغېره پراتۀ دي، د دوي جنډې، د دوي ليکلي شوي کتابونه، د دوي تقريرونه او خطوط پۀ ډېره محفوظه طريقه سره ايښودے شوي دي. د ائرلېنډ لوے واړۀ، نارينه او زنانه دلته راځي، دا يادګار ويني او خپله د حريت او ازادۍ جذبه تازه کوي، دلته د “کارک” نومې ښار د ميونسپل کمېټۍ د صدر “ترس مېکسويني” فوټو دے، دے د وطن د محبت پۀ جرم کښې جېل ته تلے ؤ او پۀ جېل کښې يې د قېديانو سره د انسانت سوز سلوک پۀ وجه ۷۴ ورځې بهوک هړتال وکړۀ، پۀ دې شان سره ئې د قوم دپاره د خپلې زندګۍ خاتمه وکړه، د جنګ ازادۍ پۀ موقع کښې د موجوده صدر ائرلېنډ مسټر “ډي وليرا” سکرټري يو خط پۀ خپلو بوټانو کښې ګنډلے ؤ او “ډي وليرا” ته ئې رسولے ؤ، هغه بوټان پۀ دې قومي عجائب ګهر کښې محفوظ پراتۀ دي .

موجوده صدر د ائرلېنډ مسټر ډي وليرا چې پۀ هغه ورځو کښې پۀ جېل کښې يو قېدى ؤ او بيا د جېل نه فراري شوے ؤ، پۀ کوم پېزار کښې چې دے فراري شوے ؤ هغه پېزار اوس هم پۀ دې قومي عجائب ګهر کښې پۀ ډېر عزت سره محفوظ پروت دے، د ائرلېنډ د ۲۱م جنورۍ ۱۹۱۹ء د مکملې ازادۍ اعلان هم دلته موجود دے، د دې نه علاوه دلته د جنګ د ازادۍ د وخت مختلف ټکټونه، نوټونه، جنډې او پۀ وطن د قربان شوو زلمو دستخطونه وغېره موجود دي .

په ۳۰ء او ۳۲ء کښې چې زمونږ د وطن بهادرانو کومې کارنامې کړې دي، هغه يقيناً د ائرلېنډ نه کمې نۀ دي، بلکې زياتې دي، لېکن افسوس! چې مونږ د هغې هېڅ قدر و نۀ کړے شه، کۀ چرې کوشش وکړے شي نو اوس هم د ۳۰ء او ۳۲ء د جنګ ازادۍ د ورځو دا قسم اشياء ډېر موندلے شي او د دې نه يو اعلٰي قومي عجائب ګهر جوړېدے شي، د قوم مشرانو له پکار دي چې پۀ دې طرف خپله توجه راوګرځوي او خاص پۀ راتلونکي جنګ ازادۍ کښې د دې قسمه څيزونو خاص خيال وساتلے شي. پۀ اخر کښې مونږ د خپلو قومي شهيدانو دپاره د الله پاک پۀ درګاه کښې د مغفرت سوال کوو او دعا کوو چې د دې شهيدانو د پاکو وينو پۀ صدقه کښې مونږ له توفيق راکړي چې دا خپل خوږ وطن او مذهب د غلامۍ د حلقې نه وباسو او د کوم عمارت بنياد چې پۀ ۳۰ء کښې دې شهيدانو په خپلو وينو ايښے دے هغه سرته ورسوو. امين

څو ګلونه به پرې زۀ دپاسه کېدم

هغه ځاے چې د قومي شهيد مدفن وي

دا هم ولولئ

خدائي خدمتګار سيد رحمت الله عرف چمنے وکيل – سعيد احمد شاهي

سيدرحمت الله چې مشهور پۀ چمني وکيل ؤ پۀ کال ١٩٤٨ز کښې د خدائي خدمتګار …