ډاکټر خان صاحب – امجد شهزاد

د مۍ نهمه نېټه د ډاکټر خان صاحب د شهادت ورځ ده. “پښتون” پۀ دغه حواله د محترم امجد شهزاد دا خصوصي ليکنه خپلو لوستونکو ته يو ځل بيا وړاندې کوي.

“ډاکټر خان صاحب ووژلے شو، د قاتل خنجر زمونږ نه د ازادۍ د جنګ يو بل تکړه سپاهي وتروړلو، خو پۀ دې خنجر يو عمر خوړلے سړے نۀ دے وهلے شوے، دا د پاکستان په سينه ګوزار دے، پۀ دې خنجر زمونږ د جمهوريت قتل شوے دے، د نېکۍ، سادګۍ او خلوص قتل شوے دے، د ورورولۍ او انسانيت قتل شوے دے”.

د ډاکټر خان صاحب پۀ شهادت دا د سېد سبط حسن هغه الفاظ دي چې د هفت روزه “لېل و نهار” لاهور د اتوار ١١ مۍ ١٩٥٨ د ګڼې پۀ اداريه کښې ئې ليکلي دي.

ډاکټر خان صاحب ١٨٨٣ کښې د چارسدې په اتمانزو کښې د خان بهرام خان په کور کښې پېدا شو، ځنې دانشورانو د دۀ نوم عبدالجبار ليکلے دے چې صحيح نۀ دے، د دۀ اصل نوم هم خان صاحب ؤ، په دې حقله د دۀ نمسے ا جمل خان وائي:

“چې د هغۀ اصل نوم خان صاحب ؤ، په غلطۍ سره په ځينو برطانوي دستاوېزاتو او د ځنو ليکوالو په ليکونو کښې عبدالجبار ليکلے شوے دے. داسې نومونه زمونږ په خاندان کښې د وړاندې نه هم موجود وو، لکه زما د يو مشر نيکۀ نوم شاه صاحب ؤ، ما پۀ ذاتي توګه د ډاکټر خان صاحب د زوي سعدالله خان او عبدالغفار خان نه دا خبره تصديق کړې ده”.

د ډاکټر خان صاحب خورئے پروفېسر جهانزېب نياز هم دا خبره پۀ وثوق سره کوي چې د هغۀ خپل نوم خان صاحب ؤ او پۀ ثبوت کښې د هغۀ پاسپورټ هم وړاندې کوي.

هغه خپل وړومبنے تعليم د اېډورډز مېموريل هائي سکول پېښور نه وکړو او ١٩٠٥ کښې ئې مېټرک پاس کړو، بيا د بمبۍ پۀ ګرېنډ مېډيکل کالج کښې داخل شو. د مېډيکل ډګري اېم . آر. سي اېس ئې د سېنټ تهامسن هسپتال او مېډيکل سکول لندن نه وکړه.

د ډاکټر خان صاحب وړومبے وادۀ د چارسدې د امباډېر کلي کښې شوے ؤ او د کورودانې نوم ئې خورشيده ؤ چې د دې نه ئې درې زامن او يوه لُور وه، دوېم وادۀ ئې د لندن د استوګنې په دوران کښې د يوې سکاټش ښځې “مېري” سره کړے ؤ. د پروفېسر نصير الدين طالب د وېنا مطابق د ډاکټر خان صاحب دغې دوېمې ښځې سره يوه لُور هم راغلې وه چې هغه ئې د اولني عيسائي خاوند نه وه. د دې نه د ډاکټر صاحب صرف يو ځوے شوے وۀ چې نوم ئې جان وۀ.

ډاکټر خان صاحب د مېډيکل کولو نه پس برټش مېډيکل سروس کښې ملازمت شروع کړو او د وړومبي عالمي جنګ پۀ دوران کښې ئې پۀ فرانس کښې خپل فرائض ترسره کړل او چې کله هندوستان ته واپس شو نو انډين مېډيکل سروس ته لاړو چې ډېر وخت ئې ملازمت جاري ونۀ ساتلے شو او په ١٩٢١ء کښې ئې استعفٰي ورکړه. د ملازمت نه د مستعفي کېدلو وجه ئې دا وښودله چې د برټش ارمي يونټ د وزيرستان د قبائلو خلاف مهم له روان ؤ او دے ورسره هم لېږلے شو چې دۀ دا صحيح ونۀ ګڼله، د دې نه وروستو ډاکټر خان صاحب د پېښور پۀ قصه خانۍ بازار کښې خپل پرائيوېټ پرېکټس شروع کړو.

١٩٢٧ کښې چې د سرحد خلافت کمېټۍ کابل ته کوم طبي وفد استولو نو د هغې مشري د ډاکټر خان صاحب پۀ برخه شوه خو دې وفد ته سرکار پاسپورټونه ورنۀ کړل او دغسې دوي د کابل نه پاتې کړے شول. هم د دغه زمانې نه ډاکټر خان صاحب عملي سياست ته راووتلو او پۀ خدائي خدمتګار تحريک کښې شامل شو. ١٩٣٠ کښې د قصه خانۍ پۀ خونړۍ واقعه کښې ډاکټر صاحب د زخميانو د علاج دپاره ډېرې هلې ځلې وکړې او بيا ١٩٣٢ کښې د سول نافرمانۍ تحريک کښې باچا خان، ډاکټر خان صاحب او د دوي د خاندان نور ډېر خلق ګرفتار کړے شو او د سختو تکليفونو سره مخ کړے شول. دا د ډاکټر خان صاحب وړومبے قېد ؤ. ١٩٣٤ کښې د جېله راووتو خو د پښتونخوا او پنجاب صوبې نه وشړلے شو نو واردها ته لاړو. ١٩٣٥ کښې د انډين نېشنل کانګرس له پلېټ فارم نه د مرکزي اسمبلۍ ممبر منتخب کړے شو او پۀ پنجاب او پښتونخوا د دۀ د راتګ پابندي هم ختمه کړې شوه. ١٩٣٦ کښې خدائي خدمتګار د صوبائي اسمبلۍ اکثر سيټونه وګټل خو د دوي اکثر ممبران پۀ جېلونو کښې وو.

باچا خان ليکي چې سرجارج کننګم د قاعدې قانون بر خلاف د خدائي خدمتګارو پۀ ځاے سر صاحبزاده عبدالقيوم خان ته د وزارت جوړولو دعوت ورکړو او هغۀ حکومت جوړ کړو. دے پۀ خپله علاقه کښې فېل شوے ؤ. عبدالعزيز خان ترې سيټ ګټلے ؤ، د هزارې نه د پېرنګيانو پۀ مرسته کامياب شوے ؤ.

خو د فرضي اتحاد او پېرنګيانو پۀ مرسته جوړ کړے شوے دغه حکومت ډېر ونۀ چلېدو.پۀ ٣ ستمبر ١٩٣٦ کښې ډاکټر خان صاحب د هغۀ خلاف د عدم اعتماد تحريک وړاندې کړو چې کامياب شو او دغه شان پۀ اتفاق سره ډاکټر خان صاحب وزير اعلٰي منتخب شو.

هغه د خاکسار نوجوانان، بهارت سبها او نورو سياسي ډلو نه پابندي پورته کړه او سياسي قېديان ئې پرېښودل. پۀ ٧ نومبر ١٩٣٩ دې وزارت د جنګ خلاف قرارداد منظور کړو او مستعفي شو. د ستمبر ١٩٤٢ پورې پښتونخوا کښې ګورنر راج نافذ ؤ او چې د سول نافرمانۍ د تحريک پۀ شروع کېدو د کانګرس مشران ګرفتار کړے شو نو مسلم ليګ بيا خپل وزارت جوړ کړو چې د ٨ مارچ ١٩٤٥ پورې برقرار ؤ. دوي پسې يو ځل بيا د ډاکټر خان صاحب پۀ مشرۍ کښې د خدائي خدمتګار ممبرانو د کانګرس وزارت جوړ کړو چې باچا خان پرې رضا نۀ ؤ. د باچا خان موقف دا ؤ چې د حکومت سره پوره پوره اختيار نۀ وي او پۀ خپلو کارونو او پالېسيو کښې با اختياره نۀ وي نو د داسې حکومت نه حکومت نۀ کول ډېر ښۀ دي. د ١٩٤٦ پۀ انتخاباتو کښې يو ځل بيا خدائي خدمتګار تحريک اکثريت ترلاسه کړو او د ډاکټر خان صاحب پۀ مشرۍ کښې وزرات جوړ کړے شو خو د پاکستان جوړېدو نه سمدستي پس ګورنر جنرل مسټر جناح د دې وزارت ماتولو غېر اخلاقي او غېر ائيني حکم ورکړو او د قيوم خان قيوم خاني قائمه شوه. ډاکټر خان صاحب نظر بند کړے شو، د بابړې خونړۍ پېښه وشوه. ١٩٥٤ کښې ډاکټر صاحب د نظر بندۍ د قېده خلاص شو.

 ١٩٥٥ کښې چې کله د ون يونټ ناوړه منصوبه عملي کېده نو د يوې منصوبې لاندې د وزارت اعلٰي دپاره ډاکټر خان صاحب غوره کړے شو، خان عبدالولي خان ليکي چې “د ون يونټ د خفيه دستاويزاتو د منصوبې متعلق چې کله دا فېصله وشوه چې پنجاب دې لا في الحال خاموشه، غلے او يو خوا ته پرېوځي نو د حکومتي ماڼو د سازشونو استاذانو دا فېصله وکړله چې تجويز خو دا دے چې اول سر کښې دې وزيراعلٰي د وړو صوبو نه واخستے شي نو فېصله ئې پۀ ډاکټر خان صاحب وکړه” (باچا خان او خدائي خدمتګاري ٣٤١ مخ)

خان عبدالولي خان وړاندې ليکي چې “يو يونټ خو د وړو صوبو پۀ خلاف يو جوړ سازش ؤ او د پنجاب او د مهاجرو د نوکرشاهۍ (فوجي او سول دواړو) د طرفه د ملک د ټولو صوبو پۀ خلاف د هغوي د همه حقوقو د غصب کولو منصوبه وه نو د دې مشري ډاکټر خان صاحب پۀ کومه نظريه قبوله کړه؟” ( باچا خان او خدائي خدمتګاري ٣٤٢ مخ)

د ډاکټر خان صاحب شهادت له د پاکستان اسټبلېشمنټ او مېډيا ډېر ساده رنګ ورکړو او د هغۀ د قتل محرکات ئې ډېر عام غوندې وګڼل.

وائي چې د مۍ په نهم تاريخ ١٩٥٨ د جمعې په ورځ سحر د خپل زوي سعدالله خان (ډپټي سکرټري محکمه ابپاشي) پۀ بنګله (١٦ رېک مېن روډ لاهور) پۀ برامده کښې ګرځېدو راګرځېدو يو سړے چې عطاء محمد نومېدو او د ميانوالي اوسېدونکے ؤ، د بنګلې احاطې ته رادننه شو، دغه سړے دوه کاله وړاندې بهاولپور کښې پټواري ؤ خو د ځنو وجوهاتو له کبله د نوکرۍ نه ويستلے شوے ؤ، دغه سړي د ډاکټر صاحب سره پۀ څۀ خبره بحث وکړو، بيا واپس ګېټ پله روان شو او سمدستي ئې د هغه ځاے نه واپس رامنډه کړه او پۀ ډاکټر صاحب ئې د چاړې ګوزارونه شروع کړل. ډاکټر صاحب پۀ زخمي حالت کښې د هغۀ تعاقب وکړو خو پۀ دغه دوران کښې د خواوشا خلق راجمع شوي وو چې پکښې د لاهور اېس اېس پي هم شامل ؤ، سړے پۀ موقعه ګرفتار کړے شو، ډاکټر خان صاحب د ګېټ خوا ته بېهوشه شو، دے فوراً مېو هسپتال ته ورسولے شو خو د طبي امداد نه وړاندې هغۀ ساه ورکړې وه. وروستو خپل کلي اتمانزو کښې د خپل کور پۀ انګڼ کښې خاورو ته وسپارلے شو.

 خان عبدالولي خان د ډاکټر خان صاحب د شهادت وجه د هغۀ سياسي تېروتنې او ذمه وار ئې د پنجاب سول او فوځي بېوروکرېسي ګڼي.

استفاده:

  1. زما ژوند او جدوجهد- باچا خان (سافټ کاپي، باچا خان ټرسټ ٤٠٩ مخ.
  2. هفت روزه “لېل و نهار” لاهور- اداريه جلد ٨ اتوار ١١ مۍ ١٩٥٨.
  3. باچا خان او خدائي خدمتګاري دوېم جلد- خان عبدالولي خان.
  4. Celebrities of NWFP Vol. I & II edited by: Dr Parvez Khan Toru

Dr. Fazal-ur- Rahim Marwat Pakistan study Center University of Peshawar NWFP

  1. Doctor Khan Sahib by Pr. Fakhr-ul-Islam

(6) د امجد شهزاد، مشتاق مجروح او احسان الله د پروفېسر جهانزېب نياز سره “نيازمېنه” چارسده کښې ملاقات (فروري ٢٠٠٩)

باچا خان ريسرچ سنټر کښې ارباب همايون سره شوي يو پروګرام کښې پروفېسر نصير الدين طالب دا خبره کړې وه او مونږ سره په ريکارډ موجوده ده.

دا هم ولولئ

د ډاکټر همدرد د افسانې قيصه – نجيب الله شاداب

قيصه/قيصۍ چې د انسان د کلتوري او سماجي ژوند د شروع کېدو سره پۀ وجود …