د خوشحال خان خټک پۀ کلام کښې د عربي شعر عکس – تحرير: ډاکټر سيد عبدالله – ژباړه: پروفېسر نوراحمد فطرت

ما چې کله پۀ خوشحال خان د څۀ ليکلو اراده وکړه نو پۀ فطري ډول سره مې (لا تر ډېره حده د وخت دکمي پۀ وجه مې) د يوې عامې موضوع خيال ذهن ته راغلو او ښکاره ده چې د دې څخه زيات سوچ زۀ کولے هم نۀ شم ولې چې زما پښتو کمزورې ده او د خوشحال خان د وئيلو يا لوستو لپاره د يوې ځواکمنې (پياوړې) او ښکلې ژبې اړتيا احساسېږي ۔ ما د مېجر راوټي د مطالعې هڅې هم وکړې لېکن ما چې کله د دۀ څۀ ژباړې تر نظره تېرې کړې نو ما ته داسې جوته شوله لکه زۀ چې د چچ هندکو وائم يا ئې اورم. د اقبال مضبوط کهستاني اواز ما نۀ ؤ اورېدلے چې ډېر ناچاره شوم نو بېرته مې مخ اقبال ته واړوي. پۀ دغه وخت کښې پۀ خوشحال بابا پوهه، اقبال زما لار ښوونه وکړه او زۀ ئې يوه بل خواته متوجه کړم. هوښيارانو ته جوته ده چې اقبال پۀ اکتوبر ١٩٢٨ز کښې پۀ انګرېزي مجله “اسلامک کلچر” کښې يو مضمون ليکلے ؤ چې سر ليک ئې ؤ “خوشحال خان افغان جنګجوشاعر”؛

ما د دې څخه مخکښې د عبدالصمد پۀ کتاب “خوشحال او اقبال” کښې د دغه مضمون لنډيز وئيلے ؤ مګر دغه نننۍ اړتيا زۀ مجبوره کړم چې اصل مضمون بېرته ولولم. د دغه مطالعې پۀ دوران کښې د علامه اقبال کوم خيال چې زما پاملرنه ځانته واړوله هغه دا وه چې “د خوشحال خان پۀ شاعرۍ کښې د لومړنيو عربو روح پۀ نظرراځي” مونږ چې کله د دۀ د شاعرۍ مطالعه کوو مونږ د دغه بيان فطري اصليت او صداقت پۀ ښکاره شکل کښې وينو. پۀ دې کښې د عربي شاعرۍ ځمکه، د خپلواکۍ او جنګ سره د مينې اظهار شته او د ژوند پۀ حقله ښۀ نظر او د تنقيد رنګ او طريقه هم پۀ کښې وينو. دا هم ماته معلومه ده چې د اقبال پۀ زړۀ کښې د عربي شاعرۍ روح يا عکس او د خپلواکۍ او صداقت ډېر درناوے شتون درلود. پۀ دې خاطر دۀ د “اسرارخودي” پۀ سريزه کښې معاصرو شاعرانو ته د عربي شاعرۍ د پېروۍ سپارښتنه کړې وه نو ځکه ئې وئيلي وو.

رجعتے سوئے عرب مى بايدن

اوس چې اقبال (مرحوم) ووئيل چې د خوشحال خان پۀ کلام کښې د لومړنيو عربو روح شتون لري نوګويا دۀ ته …زمونږ د دغه پښتون شاعر پۀ شاعرۍ کښې د خپل تصور مثالي او حقيقي خواږۀ پۀ نظر ورغلل. تر کومه حده چې زۀ پوهېږم…. اقبال د مرزا غالب او دغسې د نظريې نشا پورې پرته پۀ پارسي او اردو ژبو کښې هېڅ شاعر ته دغه علمي مقام نۀ دے ورکړے کوم چې دۀ خوشحال خان ته ورکړے دے. خېر د مقام يا رتبې پېژندنې دغه قيصه يوه جدا قيصه ده. دغه وخت زۀ غواړم چې د ارواښاد اقبال پۀ دغه کړي انتقاد څۀ ووايم لکه دے چې وائي ” چې د خوشحال خان پۀ شاعرۍ کښې د لومړنيو عربو روح يا انځور شتون لري “کہ خوشحال خان کی شاعری میں ابتدائی عرب شاعری کی روح کارفرما ہے”

معلومه خو نۀ ده چې د ابتدائي عرب د شاعرۍ څخه علامه اقبال څۀ معنٰي اخلي؟ خو بيا هم زما پۀ نظر د دې څخه مراد د جاهل يا ناپوهه عربانو شاعري خو نو يقيناً ده او وي به او داسې نور .

(1) د سيرت يا د ژوند ليکوونکو يوه وراشه (اصطلاح) داسې جوړه شوې ده دوي چې کله د “سيرت” پۀ سکالوليک کوي نو زياتره داسې کوي چې دوي د نبوت څخه مخکښې د عربيانو د ژوند يو تور انځور وړاندې کوي او وائي چې د نبوت څخه مخکښې ټول عربيان پۀ تيارو کښې ډوب وو. پۀ اخلاقي ډول وحشيان وو، پۀ درځنونو ښځې ئې پۀ کورونو کښې ساتلې او خپلې لوڼه ئې ژوندۍ ښخولې او داسې نور . دغه رنګ خبرې دوي د حضوراکرم صلي الله علېه وسلم د کارنامو يا د وياړونو د رابرڅېره کولو لپاره کوي. دوي فکر کوي چې ترڅو عرب تر وروستي بريده “بد” ښکاره نۀ کړل شي نو نعوذو باالله د حضرت محمد(ص) لوے والے نۀ شي ښکاره کېدلے مګر دا نۀ يوازې د تاريخ سره جبر دے بلکې د قران او حديث خلاف عمل هم دے. د دغه خبرو تاوان دا دے چې پۀ خلقو کښې علمي نقطه نظر پېدا نۀ شي. دغه خبرې د امت څخه حق پټوي او د انځوريو اړخ ورښکاره کوي. پۀ سائنسي انداز کښې د سوچ کولو لاره بنده ساتي او داسې نور. حالانکې قران خو وائي ” چې الله خپل پېغمبر(ص) پۀ ښو خلقو کښې پېدا کړے دے”(الانعام ١٢٤) حضرت محمد (ص) فرمائيلي دي “چې الله انسانان پېدا کړل، بيا ئې زۀ پۀ ښو خلقو کښې راپورته کړم” (تفسيرابن کثير) د دې څخه ښکاره شوه چې پېغمبر(ص) چې پۀ کومو خلقو کښې راغلے ؤ هغه خلق د اخلاق او کردار پۀ اعتبار سره پۀ ټوله نړۍ کښې غوره وو. هم دغه خلقو پۀ نړۍ کښې يو داسې بدلون يا انقلاب راوستے چې ئې بېلګه پۀ ټوله نړۍ کښې شتون نۀ لري. کۀ عرب داسې “بد” وے لکه څنګه چې زمونږ پۀ کتابونو کښې شتون لري نو د اصحابو(رض) داسې غوره ډله به نۀ وے جوړه شوې کوم ته چې قران غوره ډله وائي (ال عمران ١١٠) ۔

زمونږ ژوند ليکوونکيو ټوله معامله سرچپه کړې ده، يو خوا ته دوي وائي چې د نبوت څخه مخکښې عربيانو پۀ درځنونو ښځې ساتلې بلخوا ته وئيل کېږي چې عربو خپلې لوڼې قتلولې اوس پوښتنه دا ده چې پۀ کومه ټولنه کښې انجونې قتلېږي هلته دومره ښځې پېدا کېږي څنګه؟ دغه د زياتو ښځو ساتل پۀ څۀ سردارانو کښې وجود درلود. پۀ عامو عربيانو کښې دا رواج نۀ ؤ. دغسې دغه د انجونو قتل هم پۀ څۀ غريبو خلقو کښې ؤ پۀ ټولو کښې نۀ…..؟ مونږ ته پکار ده چې ريښتنے تاريخ مطالعه کړو هسې د تاريخ يو اړخ بايد نۀ وکتل شي.

(مطالعه سيرت مخ ٩، ١٠، ١١، ١٢)

کۀ څه هم وروستي عربي شاعري (يعنې د بنوعباس تر پېره پورې شاعران د دې څخه نه مو اسلامي د ياد شوي عربي شاعران موضوعاتي او اسلوبياتي څانګړنې خو ډېرې دي. د بېلګې پۀ ډول لکه ابن قيتبه.جرجي زيدان اونکلسن درېواړو پۀ خپله ځانګړې پېرايه يا بيانه کښې د عربو د شاعرۍ يادونه کړې ده. دوي پۀ دغه شاعرۍ کښې د عبرت، د جرات، د غېرت او ناموس لپاره دجنګ علاوه مروت او خپلواکۍ ته ښکاره حېثيت ورکړے دے. دغه خو هغه ځانګړنې دي چې د کومو ته عربي نقادانو د “حماسيي” نوم ورکړے دے. پۀ حماسه کښې ځوان مردي. پۀ ربړو او ستونزو کښې صبر، زغم، ځان پېژندنه، غېرت او غچ دکمزورو يا ناتوانو خونديتوب، د زورورو مقابله، او مزاحمت او داسې نور شته ۔ نکلسن بيا پۀ خپل تاريخ “ادب العرب” کښې د ټيني سن د يوې مصرې شننه کړې وه.

To Strive to Seek to Find and not Yield

يادونه! “ښاغلے فاضل ليکوال او نقاد د دغه انګليسي فقرې ژباړه نۀ ده کړې نو ځکه زۀ هم د دې تر ترجمې تېرېږم” (ژباړن يا مترجم فطرت)

غرض د عربي شاعرۍ پۀ ډېرو مهمو ځانګړنو “حماسه” ډېره لويه درجه لري او چې کله “ابوتمام”د خپلې نمائنده شاعرۍ نوم “حماسه” کېښودو نو د دې خو څۀ لامل خامخا درلود يعنې د دۀ پۀ نزد د عربي شاعرۍ خلاصه يا لنډيز هم پۀ حماسي خيالاتو او جذباتو اډاڼه درلود. نکلسن د دغه حماسي کلام استازي اعظم شعرا وبالي او د دۀ د “لاميه” پۀ نوم قصيده ئې د عربي اتلانو د ژوند تعبير وګڼلو نو بحرحال چې هر څۀ وي خو دا رنګه ماته يوه مناسبه يا وړ سکالو (Topic) لاس ته راغله چې پۀ دې باندې ډېرو لږو خلقو ليک کړے دے. کۀ څۀ ما هم د څۀ لږو اشارو پرته تاسو ته هېڅ هم درکړي نۀ دي. د عربي شاعرۍ دکوم روح ذکر چې اقبال کړے دے د هغۀ نوموړو استازو خيالاتو او جذبات هم هغه دي…….. چې د چا يادونه پورته وشوه دا زما محرومي ده چې زۀ د خوشحال خان له اري يا اصلي پښتو ګټه پورته کولے نۀ شم ۔ د پاشل شوو (متفرق) اشعارو پۀ بڼه کښې چې ما ته د اقبال، مېجر راورټي، دوست محمد کامل او پۀ ځانګړي ډول د ميرعبدالصمد دکتاب (خوشحال او اقبال) څخه “څۀ” پۀ لاس راغلي دي، د دغه پۀ کومک سره پۀ قول د اقبال د “شاعرافغان شناس” د شاعرۍ څخه څۀ ناڅۀ خيال يا تصور د وړاندې کولو جرات او همت کوم. وړومبے خو تاسو د خوشحال خان د مروت (اخلاق، انسانيت او محبت) تصور درواخلئ. د دغه رويې څخه خو د خوشحال خان ديوان ډک دے. دلته د څۀ تلپاتې اشعارو ژباړه کوم. خوشحال خان وائي:

مروت! اهل شر ته يعنې اشرارو ته د شاهين خېر پېدا کړه او خېريه خلقو ته لکه د کوثرحليم او نرم شو!

يا د يو خداے تکيه ده يا د تورې ۔ ۔ ۔

کوم سړے چې د توري سره مينه نۀ لري هغه دې ځانته نر نۀ وائي. دغه نر دې پۀ خپلو لاسونو نکرېزې کښېږدي او سترګې دې تورې کړي او ځان دې چاته لکه د ناوې ښائسته کړي.

پۀ جهان کښې چې ننګ او ناموس دکوم څيز څخه پۀ لاس راځي هغه عربي اسان دي چې د جنګ پۀ ډګر کښې پۀ کار راځي.

څوک چې پۀ شا باندې ګوزار وخوري هغه هرکله باتوره نۀ وي

ازادي! د ازادۍ، د ښېګړې او د غلامۍ ذلت پۀ حقله خوشحال خان ډېر څۀ ليکلي دي لکه چې وائي:

څوک چې د نورو نوکري کوي هغه ګيدړ دے. شېرتوب يا زمريتوب صرف د خپلواکو خلقو حق دے.

د زمري ځاے يا خود غرني درو پۀ څوکو دے يا د دۀ قسمت مرګ يا زنځيردے.

ننګ ناموس! د ننګ لپاره د خوشحال خان تصور بلکې عمل دا دے چې سړے هغه دے چې يا همېشه وي د ننګ ناموس د غېرت او پت لپاره پۀ مېدان ولاړ وي.

صبر! سړے هغه دے چې تر ډېرې لاندې درجې يعنې تر پورته درجې پورې غېرتمند وي او تر ډېره صابره وي.

صابري استقامت! پۀ ربړو او ستونزو کښې د صبر او استقامت پۀ باره کښې د خوشحال خان وصيت دا دے:

خداے چې کوم غم پېدا کړے دے دا د حکمت څخه خالي نۀ وي دا خو يو معيار دے چې مرد او نامرد پۀ پېژندل کېږي.

غرض د خوشحال خان د مروت تصور د دۀ پۀ کلام کښې ځاے پۀ ځاے ښکاره دے او دا د عربي شاعرۍ عېن مطابق دے.

ادميت! (خوشحال) هغه سړے ښۀ بولي چې پۀ زړۀ صفا وي، شرم او غېرت پۀ کښې وي پۀ کوم کښې چې دغه ځانګړنې نۀ وي هغه چې بيا څۀ غواړي هغه دې کوي…… مګر هغه انسان نۀ دے.

اوس دلته د پرتليز جاج (موازنه) لپاره د يو نمائنده شاعر شنغرا مشهوره قصيده “لاميه” وړاندې کېږي چې ما ژباړلې ده.

ژباړه: او پۀ ځمکه کښې د شريف يا سنجيده وګړي لپاره د ظلم او زياتي څخه د لرې کېدو ځايونه او بغض او دښمني څخه د پټېدو پناه ګاوې شتون لري.

ستا د ژوند قسم! کوم سړے چې د يوکار د هېلې سره يا د چا له وېرې څخه پۀ عقل سره لاړ شي او داسې (يعنې د عقله څخه کار واخلي) د هغۀ لپاره پۀ ځمکه کښې تنګسي نشته.

او زما لپاره ستا پرته داسې خلق شته ( د پناه ورکولو لپاره) يا شتون لري. سپين او تورې بڼې والا. د ځواکمنو لېوانو، دپنډ پوست اوږدې لکۍ والا پړانګ رنګه شته هغه يار مخلص نۀ دے چې د دۀ سره پروت راز ښکاره نۀ شي او د دۀ سره پناه اخستلو والا د خپل جرم پۀ وجه ذليل او خوار نۀ شي.

پۀ دوي کښې هر يو غېرتمند، ځان پېژندانه ، او باتوره دے سره د دې چې دوي پۀ زورورو (مضبوط) اسانو باندې سپارۀ وي او د يرغل وخت راهسې او زۀ به دوي کښې تر ټولو باتوره شم.

او چې کله د ډوډۍ خوا ته لاس غځول کېږي نو زۀ د لالچي سړي رنګه زر لاس نۀ ور اوړم بلکې پۀ ډاډه زړۀ ډوډۍ خورم. کۀ څۀ هم زۀ ډېر وږے يم (خواه مجهے بهوکا رهنا پړے)دا هرڅۀ پۀ دوي باندې زما د لوريونو(احسانات) د زياتوب پۀ وجه سره وي او ښۀ هغه دي چې پۀ نورو احسان وکړي عملاً نه قولاً .

زما درې دوستان دي باتوره زړۀ، سپينه تېره شوې توره او کمان يعنې ژړ رنګه اوږد کمان (کمان ته پۀ پښتو کښې ليندۀ وائي دا هغه اله ده چې پۀ دې سره غشي غورځول کېږي (ژباړه) او ډېر ئې ځلوي.

چې کله غشي د دې ليندې څخه روانېږي نو هغه کمان زر د هغه ښځې رنګه دغمه ډک غږ پېدا کوي. پۀ نري غږ سره د غم غږ زېږوي. لکه پۀ چا چې ډېرې ربړې راغلي وي او داسې نور.

تاسو وليدل چې د پورتنيو شعرونو څخه د عجمو او پۀ خاص ډول د خوشحال خان سره “د ورته والي” څومره څرکونه ښکاره شول. يقيناً د دې څخه د علامه اقبال د رايې پخلے(تصديق) کېږي. اوس کۀ د دې سره د خوشحال خان يو بل نظم هم ولګول شي نو د عربي شاعرۍ د مسلک (مروت) عکس يا انځور به نور هم روښانه شي. د دغه نظم ژباړه د ميرعبدالصمد دکتاب څخه راخستل شوې ده. د لوستلو لپاره حاضره ده.

سړے هغه دے چې د همت او برکته ډک وي او د نړۍ د خلقو سره ئې رويه، ښۀ اخلاق او خوږه ژبه وي. د چا چې پټ او ښکاره يو شان وي چې ريښتني وي پۀ خپله ژمنه ولاړ وي. پۀ هغه کښې دروغ او دهوکه نۀ وي. د دۀ د نورو سره مينه بې غرضه وي . ظاهري نمائش پۀ کښې نۀ وي . لږ ګرفتاره وي او پۀ خاموشۍ کښې ډېرکرداره وي. د دۀ ذهن د غنچې پۀ خېر وي لېکن مينه ئې پراخه وي کله دلوړتيا ځاے وي نو (دے) پۀ عظمت کښې د اسمان يعنې د هسک غوندې وي او پۀ عاجزۍ کښې لکه ځمکه داسې وي پۀ وقار کښې لکه غر لوړ وي. لېکن پۀ عاجزۍ کښې ئې لکه “ونه” ښاخونه هرې خوا ته غوړېدلي پۀ نظر راځي( دے) پۀ تازه او زرغون بڼ کښې د غوړېدلي ګل رنګه پۀ نظر راځي چې بلبلان ئې پۀ ښاخ نغمې او ترانې وائي.

ما چې تراوسه د دۀ د ورته ياد سره شوو موادو ذکر کړے دے مګر ټول هم يو رنګه نۀ دي پۀ دوي کښې يعنې پۀ خوشحال او عربي شاعرۍ کښې فرق هم ډېر شته د بېلګې پۀ ډول د يو ځنګلي او د يو ښاري شاعر پۀ مزاج او پۀ ماحول کښې پۀ فطري ډول ډېر فرق کېدلے شي. دغه فرق دلته هم شته د دې نه علاوه پۀ کړکيښ (History) پۀ ځاے يعنې شخصي حالاتو او کردارکښې ډېر فرق واقع کېدلے شي. مرغان هم سره بېل بېل دي. بيا به هم دا وېنا غلطه نۀ وي چې مماثلتونه يا سره ورته والے هم ښکاره دے ما تراوسه پورې د علامه اقبال د وېنا سره سم د وړومبو عرب د شاعرۍ او شاعرانو يادونه وکړه. لېکن دغه د پرتليز جاج دائره يا ساحه هم پراخېدلې شي. پۀ دغه سلسله کښې د امراء القېس او د متبني د کلام د ورته والي نوره څېړنه هم کېدلې شي. دامرالقېس او متبني سره ملامت او مذمت هم تړلي دي مګر د دې باوجود د دغه دواړو پۀ شاعرۍ کښې يوه برخه داسې ده يا شته چې پۀ کوم کښې د کلاسيکي عرب شاعري جلال او دبدبه ښکاره ده. دغه شان و شوکت (دبدبه) وشاته خپلواکي، بېباکي، غېرت او د حماسې ټولي نقشې پۀ نظر راځي چې د زړې شاعرۍ پرته پۀ خپله د خوشحال خان پۀ کلام کښې هم شته. زۀ پۀ غرض د اختصار يا لنډون امرالقېس پۀ دا سفارش يا پۀ دا وجه پرېږدم چې د عربي او پښتو ژبې يو بل عالم دے. پۀ دغه موضوع د پرتليز جاج پۀ نيت وخت ولګوي. دلته زۀ د متبني عربي شاعر شاعري وړاندې کوم (يا دغه شاعري وړاندې کوم) متبني هغه ستر شاعر دے چې د ځان پۀ حقله ئې وئيلي وو.

ژباړه: پس اسان (ګوري) شپه او وچ ځنګل ما ښۀ پېژني او ګوزار د تورې او نېزه هم کاغذ او قلم هم يعنې زۀ صاحب د رزم بزم يو سړے د سفر د شجاعت او فصاحت يم لکه چې وائي:

ناالخيل ولليل والبيداء تعرفني

والسيف والرمح والقرطاس والقلم

وې لولئ پۀ دغه شعر کښې جسارت، غېرت، توان، د لوے جلال سره د شاعر دانش خوښي او شعر پرستي وغېره پۀ دغه شعر کښې د ډېرو توکو يادونه شته . دغه رنګه نور متبني پۀ خپل يو شعر کښې وئيلي دي چې د حق او باطل پۀ شخړه کښې د دۀ پۀ شعر کښې د هر جهاد خوښه ملت لپاره يو موثره پېغام شته.

ژباړه! بې له شکه تورې د هغو خلقو پۀ کار ورځي يا د هغوي کومک کوي د چا زړونه چې پۀ وخت د مقابلې يا سيالۍد دښمنانو د سرتېرو غوندې وي. متبني څۀ وخت د سېف الدوله د بربار سره نزدې پاتې شو. دۀ د خپل عمر زياته برخه د مسلمانانو مخالفينوعلاوه د رومي عيسايانو خلاف پۀ جهاد کښې تېره کړه او پۀ دغه جهاد کښې متبني هم برخه اخستې وه ځکه چې د دۀ پۀ قصيدو کښې د جنګ جدل، قتل و قتال وغېره ډېرې خبرې شته. د متبني او د خوشحال خان پۀ کلام کښې ډېر لفظي او معنوي ورته والے شته. د خوشحال خان دښېرازه شاعرۍ يو لوے اړخ لازمي دے چې د يرغلګر فعل پۀ مقابله کښې منځ ته راغلے ؤ نو ځکه پۀ فطري ډول د دۀ پۀ ذريعه کلام کښې توره، نېزه، زغم، اس Horse، سپر، خنجر او دغسې داستعارې باز او شاهين او دعام ژوند د ښکار شوق ډېر زيات شته. د متبني د زمانې پۀ برابر شعري اصناف او دليکلو طرزونه خورا ډېر دي. لېکن د سېف الدوله سره د مسلمان قبائيلو او د روميانو سره جنګ و جدل او د جهاد چې کوم څۀ متبني پۀ خپل کلام کښې ځاے کړي دي ددې څخه د جنګ و جدل او د جهاد د عظمت هم هغه تصور پېدا کېږي چې د خوشحال د کلام څخه مونږ ته مخې ته راځي. دلته زۀ د متبني ديوې قصيدې ذکر سره (ژباړې وړاندې کول غواړم)

قصيده: د شرقي ادب يوه ډېره ګرانبيعه برخه ده چې د عربي، فارسي، پښتو او اردو ادب يوه غوره او ښکلې ذخېره هم دغه قصيده ده . قصيده پۀ عربي اصطلاح هغه جيد او مفصل شعر ؤ دا نوم د مقصد له مصدره جوړ شو چې معنٰي ئې استقامت او سموالے او سوچه توب ؤ. قصيده پۀ عربي ادب کښې تر اسلام د مخه لا موجوده وه. د عربو له ادبه اوس مونږ ته هغه اوږدې او خورا فصيحې قصيدې د نمونې پۀ ډول پاتې دي چې “معلقات هغه ئې بولي او دغه شاعران تر اسلام دمخه پۀ عربو کښې تېر شوي دي. عربي قصيده د ريګستان د قبائيلي ژوند يو ښکلے انځور ؤ شاعربه د کلو کنډوالي او د اوښانو پۀ شا سفر او د قبائيلي ژوند مناظر او دمحبوبا ساده حيات پۀ خپلو بليغوابيانو کښې تصوير کول. پۀ قصيده کښې به حماسي مناظر تصوير کېدۀ او قبائيلي فماخېربه ستائيل کېدۀ. او د عربو قصيده د بني اميه ترخلافته پورې هم پۀ دغه بدوي او خاص عشروي رنګ او فصاحت کښې وه. قصيده پۀ درې ادب کښې د ستائنې لپاره لکه دعربو قصيده استعمال شوه. د پښتو تر ټولو زړه قصيده د محمد هوتک پۀ همت مونږ ته رارسېدلې ده. د سلطان محمود پۀ عصر اړه لري او داسې نور.

والسقي بلا دالله مالروم اهلتها

ژباړه:

1. د خداے پۀ ښارونو کښې تر ټولو بدنصيبه ښار هغه دے چې دکوم اوسېدونکي روميان دي.

2. پۀ دې کښې هېڅوک هم داسې نشته چې ممدوح يعنې د شامل شوي سېف الدوله د شرط او عزت څخه دې نټه وکړي.

3. د روم ښار پۀ وينو رنګ شوے دے او قام مات شوے دے ګويا هغه ښار لکه ماجت داسې دے کۀ څه هم خلق پۀ کښې سجده کوونکي نۀ وي.

4. او د دوي لوړې کلاوې چې د غرۀ پۀ څوکو ځاے لري يعنې شتون لري ستا اسونه د هغوي دغاړې يادونه شول ( يعنې دوي د هغومحاصره کړې ده)

5. د لغان د جنګ پۀ ورځستا اسان يا اسان پۀ دوي باندې لکه سيلۍ راپرېوتل تر دا پوري چې ښار د سپينو سپينو قېديانو پۀ وجه سپين شو. ياد لرئ چې متبني دغه قصيده يا نظم هغه وخت وئيلے ؤ چې مسلمانانو يوار بيا ماکتي ډول د رومي عيسايانو څخه ماتې خوړلې وه. لېکن دوېمه پلا بريا ته رسېدلي وو. زۀ پوهېږم چې دلته بس هم دومره شعري نمونې بس دي. د خوشحال خان څومره کلام چې زما پۀ مطالعه کښې راغلے دے د هغې پۀ کتلو سره به ووايم چې پۀ خوشحال خان خټک کښې دمبتني جلال او جوش تر ټولو زيات دے. شونې ده چې زما دا رايه يا تاثر ټيټ وي کۀ زۀ چرې يو پښتون عربي پوهه څېړونکے او نقاد د پراخې او عميقې مطالعې خوا ته متوجه کړم نو دا به زما خوش نصيبي وي نو ټولو ليکوالانو ته پکارده چې هر ستر او نابغه خوشحال خان خټک زورورې څېړنې ترسره کړي او د دۀ دغه يو نوے اړخ ( چې ما پۀ تېرو پاڼو کښې درته جوت کړي) خلقو ته پۀ تېره افغانانو پښتنو ته لکه دسهار سترګه وځلوي ولې چې پۀ خپله خوشحال بابا هم وائي:

چې دستار تړي هزار دي

د دستار سړي پۀ شمار دي

دا هم ولولئ

د غني خان پۀ کلام کښې د حسېن بن منصورحلاج “تذکره” – نور احمد فطرت اڅکزے

پير محمد کاروان وائي: وخت به راځي چې غاښ د زهرو به ښامارنۀ لري منصور …