تت منظر – ناصر علي خان اپريدے

مې نظر د سترګو تت شو

هم منظر د سترګو تت شو

دا چې نمر د غرۀ پناه شو

دا مې غر د ستوګو پټ شو

يو داسې منظر چې پۀ کښې د پښتون د سوکالۍ څۀ ډېر خوبونه ليدلے شول، يو داسې منظر چې د پښتون داختر مياشت وه، يو داسې منظر چې واقعي چې د پښتون د بدلون هيله او روڼ شګون ؤ خو د بده مرغه هم دغه منظر چرته خړه کښې پناه شو. د پښتون ګرځېدونکي ستوري خپل محور خطا کړو. زۀ د هغۀ منظر خبره کوم چا چې د خوشحال بابا، غني خان، اجمل بابا او داسې پرمختګه شاعرانو ژباړنه کوله او ورسره ئې يو نوے سباون راګرځولو.

زۀ د “امام منظر” خبره کوم چې د خوشحال بابا مزار پۀ شا د چشمې اوسېدونکے دے، د خوشحال بابا د مشر ورور جمال خان خټک (فقيربابا) پۀ ديارلسمه پېړۍ کښې نمسے دے. د خټې نه انقلابي شاعر، پرمختګ خوښے او ازاد خياله دے، د دوي پۀ (جينزٌ) نسل کښې شاعري، ازادي او پښتونولي وغېره اغږلې شوې ده. او هم دې نسل ټول عمر د پښتون د سوکالۍ د پاره قربانۍ ورکړې دي او مخالفت ئې هم پښتون کړے دے. هم پۀ دې لړکښې امام منظر، منظر ته راغے، خپل صلاحيت ئې د پښتون د لارې سمولو ته سم کړو چې ناڅاپه پرې الپن ( چې د پښتون او د پښتو خلاف کارکوي) راغے او مذهب ئې بهانه کړو او چل ئې پښتوته ؤ او چال کښې کامياب شو او منظر ئې پته نشته چې څۀ څۀ کړو، منظر ئې غدار کړو، ګناهګار کړو وغېره وغېره.

مونږ سره پۀ تاريخ کښې چې څومره د وچتې پايې ترقي پسند شاعران دي لکه خوشحال بابا، پيرروښان او راځه راځه د ازادۍ تحريک غړي لکه فضل محمود مخفي،عبدالاکبرخان اکبر، شاد محمد مېږے، غني خان، قلندر مومند او اجمل بابا وغېره. امام منظر د دغه مکتب شاعر دے، يو ځانګړے اسلوب لري خو پۀ زړۀ ورتيا کښې پۀ قد يو زره د دې ټولو نه لوړ دے. ځکه پۀ نظر شو. پۀ ګوته کېدو ئې يوه وجه دا هم ده چې ډېر شته من نۀ ؤ.

امام منظر پښتون قام ته يو نوے زلمے، پرمختګ شاعر راغے او خپل کلامونو کښې د پښتون د ذهني ازادۍ زېري ورکوي او ډېره سپينه وېنا کوي او داسې وېنا چې قام راويښوي او دلته د رښتياؤ دښمنان ډېر دي.

دلته رښتيا مۀ وايه کافر به شې

دلته چې ست رنګې يې ګلزار به يې

د منظر صېب وېنا دالپن د پاره يو اغزے جوړ شو. د جنرل ضياء نه پس بالخصوص چې کوم تاوژن بادونه را الوتي دي هغې پښتون ستي پتي کړو، خو الپن ئې ډېر ډاډګير کړو.

دلته خو داسې هوا ده چې يو جاهل، شرپسند راپاڅي او يو لوے شاعر، موسيقار، سائنسدان، مفکر او دانشور ته ډېر پۀ ډاډ لاس وراچوي او دجهل، خبر او دهشت ګردۍ پۀ حق کښې سينه پۀ جار ډبوي او مونږ ټول ورته پۀ غړو سترګو ګورو۔ کۀ يو دښمن زما مخالفت کوي خو خېر دے. دا پۀ کښې راځي خو د افسوس خبره دا ده چې هم پښتون د غېرو سره مل شي او ځان ته (پښتون ته) لنګتۍ اچوي. او نن سبا خو يو داسې اينټى پښتون حکومت دے چې پښتو خو بېخي کافره کړه. خو د پښتون مثال به دهغۀ چېندخې وي چې د خامار اخري خوراک پاتې شو. نن هغه پښتون چې پنجاب کښې به ترې چا سر نۀ شو ړکولے او اوس … اوس چې زۀ خپل کورته هم ځم نو تور بخنو چپلکو واله راته ډېر پۀ سپکه لهجه کښې وائي(( کارډ دکها دو))! دا هرڅۀ چا وکړل؟. دا هم دې ملا او پي ټي ائي وکړل ۔

زمونږ د پښتون ځانته خپله پارټي، ضابطه، ثقافت وغېره ؤ او ملا د اسلام پۀ بهانه او پي ټي ائي د پاکستان پۀ بهانه پښتون ګډ وډ کړو.

امام منظر جنګ د ځان د پاره نۀ کوي. زما او ستا دپاره ئې کوي، خپله خو هغه قرباني ورکوي، د سرنه سخته قرباني د لوګې ده، هغه دومره قرباني ورکوي چې پکار ده چې مونږ پښتانۀ ورته ډاډ ورکړو. ډاډ څۀ چې مونږ ئې الټه سپک کړو او مخالفت ئې کوو. مخالف ته خو وده ورکوو او چې سبا مو لکه دسوات طالبانو پۀ کور راشي نو بيا به اوبۀ د ورخه تېرې وي. د منظر داډګيرنه د منظر ذات پورې محدوده نۀ ده. د پښتون قام پرمختګ راز پۀ کښې پروت دے.

چرته چې انسانيت، خدمت خلق يا د پښتون د ودانۍ خبره راغلې، هلته کښې الپنانو د مذهب پۀ نوم يو دېوال جوړ شوے دے. دې وخت ماته ضرورت د امن او د پوهې دے، د شر او فساد نۀ! مذهب خو زما مسئله نۀ ده. زما مسئلې خو څۀ نور نور څۀ دي، زما مسئله خو پوهه او امن دے، زما مسئله خو د جهل ده، زما مسئله د خپلو وسائيلو حقوق غوښتل دي او چې مونږ د حق غوښتنه کوو نو زر غداران او کافران شو او څوک چې پښتانۀ دانشوران او پوهان ختموي نو مجاهدين شول.

کۀ حق غواړم نو غدار يم

کۀ خونخوار يم نو ستا يار يم

زۀ د خپل کور پۀ درشل کښې

دخپل سېوري منت دار يم

مونږ ته څېړنه پکار ده چې د مسئلې حل را ووځي. زمونږ مسئله دا ده چې پښتون ولې وروستو پاتې دے؟ پۀ څېړنه کښې اول د مسئلې پېژندګلو ده، يعنې مسئله څۀ ده؟ ما چې خپله کومه څېړنه کړې ده نو هغه دا ده چې د پښتون د زوال نخښه بنياد پرستي يا مذهبي لېونتوب دے او هم دغه يوه نقطه ده، اوس کۀ مونږ هر چرته ګورو نو پښتون هم پۀ دغه نقطه وهلے شوے دے. مثلاً کۀ زۀ چرته د پښتو د ژبې تاريخ بيانوم او زۀ ئې (ژبپوهه) پۀ رڼا کښې ثابتول غواړم چې پښتو ژبه د يونانۍ نه څومره زړه ده؟ زر به پۀ کښې الپن را ودانګي چې عربي وړومبۍ ژبه ده! بيا خو نۀ ريسرچ کارکوي، نۀ منطق او نۀ دليل، کۀ زۀ وايم چې زما نصاب کښې لږ رښتيا پکار دي. د پښتنو اتلانو سوانح عمري پکار ده. ځکه چې د غېرو نه ئې راته کتاب ډک کړے دے. تر دې پورې چې د قوم د پرمختګ راز ثقافت کښې دے! د ثقافت ښے لاس موسيقي ده. او ګس لاس ادب؛ او د قوم نه چې ثقافت لرې کړے شو نو قوم غلام يا ورک شو. خو ايا دا خبره زۀ نصاب ته راوستے شم؟ زر نوش چې پۀ دروزه کوم ساز وهلو هغه پۀ ټوله دنيا کښې يو مثال دے. چا هغه شان نۀ شو غږولے. د منير سرحدي غوندې سرينده لا چا تراوسه و نۀ وهله، خو ايا دا خبرې زۀ نصاب ته راوستے شم؟ رفيق شينواري باندې ما روغ کتاب وليکلو. د موسيقۍ يومثال دے…. ايا پۀ سلېبس کښې زۀ د هغۀ باره کښې يو جمله ليکلے شم؟ نه! غټه ګناه ده…زما پښتو ووهلې شوه. مونږ چې پۀ لغت څېړنه کوو نو يو يو ټکي پسې تر مودو مودو ګرځو، نو د څېړنې ډېرکتابونه ختمولو نه پس مونږ دا وکړل چې دا ټکے د کومې ژبې نه دے، ژبې ته څنګه راغلے دے؟ او راشه دلته وګورو! يو جټ جاهل به راپاڅي او چپوټي ته به يو څنډ ورکړي او پۀ ډېره لنډه به ئې ختمه کړي چې ((دنيا کښې لويه ژبه عربي ده، اوښ ته پۀ کښې سل نومونه دي)) خبره ختمه!

زما مسئله هم دا ده. نصاب يا بنياد پرست ما د خپلې مسئلې پۀ نورو ګډو وډو سرکړي او غرق مې کړي او مونږه ئې پره کوو، د خپله لاسه د خپل کور واګې غېرو ته ورکړو، خاوره، محنت او ګټه زما او پۀ لاس د پردي.

د خوشحال بابا نه واخلې تر غني خان، اجمل بابا، قلندر مومند، سائل صېب، منظر صېب وغېره جنګ هم پۀ دغه مسئله دے. خو مونږه ئې ړاندۀ کاڼۀ کړي يو، زما د پاره چې څوک قرباني ورکوي هم هغه پسې جنګ ته راپاڅم او د غېرو سره مل شم. دلته ملا راپاڅي او يو پښتون دانشور کافر کوي او د قاتل، جابر او دهشت ګرد مرسته کوي.

هم دغه کار د امام منظر سره وشو. چې دومره کم عمرۍ کښې ئې کومې پايې ته ځان ورسولو. د پښتو پوزه او پېژندګلو ده، لوے سفر ورته پاتې دے، ډېر ډېر اميدونه ترې لرو. اوس د پېريانو يو مل راپاڅي او پۀ يو وېنا ئې کافرکوي. ځکه چې د جنت دوزخ سند لرونکے دے. او مونږ د عدم تشدد مکتب واله چپ پاتې شو.

زۀ د يوې پوښتنې حق لرم ( حق خو نۀ لرم خو…) چې اخر ترکومه به مونږ سره داسې کېږي؟ ټول عمر به داسې يو ايا عدم تشدد فلسفه را واخلو او کۀ د خوشحال بابا؟

هم پۀ دې حقله مونږ (( پښتوڅېړنيز ټولنه) غونډه را غواړو او د ملګرو شاعرانو، پوهانو، ليکوالانو وغېره نه مشورې اخلو او بيا کښېنو چې څۀ لار را وباسو.کوم چې پۀ پښتو او انسانيت مئين تنان دي. کۀ د باچاخان د مسلک دي،کۀ د خوشحال خان او کۀ د پير روښان د مسلک دي، هرکله راشئ او يوه لار جوړه کړئ ګنې بس لاړو بې لارې شو او ورک شو.

پۀ قوت کښې يو مزرے وم

د ملا پۀ قومه ګېر شوم

پۀ همت کښې يو مېږے وم

اوس جولا پۀ لومه ګېر شوم

دا هم ولولئ

د ډاکټر همدرد د افسانې قيصه – نجيب الله شاداب

قيصه/قيصۍ چې د انسان د کلتوري او سماجي ژوند د شروع کېدو سره پۀ وجود …