د پښتو دا باباګان دعا هم غواړي او دوا هم – اکمل اسد ابادي

د پاکستان جوړېدو سره سم پۀ پښتونخوا کښې ځنې قوتونو د پښتنو ژوند ژواک پۀ زنځیرونو کښې د تړلو کوشش وکړو او هر قسم سماجي او سیاسي بندېزونه ئې ورباندې ولګول. هغه وخت “پښتو” باندې هم رنګ رنګ قدغنونه ولګولے شول او پښتو ئې د بې زبانه مرغۍ پۀ شان پنجرې کښې د بندولو کوشش وکړو. پۀ دغه تریخ ماحول کښې د پښتو زلمي را اوچت شول چې نن باباګان دي او د دغه قدغن ماتولو کوشش ئې وکړو. صرف پېښور کښې یوې ادبي ټولنې وجود لرلو. اوس د بنو، ټانک، ټېري نه ملاکنډ پورې ادبي جرګې جوړې شوې. دغه وخت صرف “شهباز” اخبار ؤ چې پښتو برخه به ورکښې چاپ کېده. وروستو “بانګِ حرم” او “انجام” هم یوه یوه پاڼه پښتو ته ورکړه. خو دغه وخت پښتو لیکل هم د استبدادي قوتونو پۀ نظر کښې جرم ګڼلے شو او چې چا به پښتو لیکله، هغه به ئې د بسته “ب” مجرم غوندې د رنګ رنګ تکلیفونو سره مخامخ کولو.

د کال 1951ز او کال 1956ز پۀ مینځ کښې اخر پښتنو لیکونکو دغه زنځیرونه مات کړل. پۀ وزیرستان کښې سېلاب، محسود، درپه خېل، بنو کښې طاهر کلاچوي، اثاري ګل اثار، غازي سیال او نورو ملګرو، کرک او ټېري کښې اکمل اسد ابادي، کوهاټ کښې ایوب صابر او ملګرو، لاچۍ کښې حېران استاد، شاه ولي استاد دا بېړۍ وشلولې او زلمي کهول د هر جُور او جبر باجود پښتو لیکل شروع کړل. مشاعرې او ادبي تقریبات شروع شول. دغه دوران کښې کال 1958ز کښې ایوب خان مارشل لاء ولګوله او “پښتو” باندې قدغنونه شروع شول. “انجام” بند شو. سر سر لیکوالان او سیاسي مشران بندیوان شول، خو بیا هم د پښتنو لیکوالانو قلمونه مات نۀ شول او نن چې د پښتو ادب کوم پرمختګ کوي، دا د دغه لیکوالانو د صبر او برداشت برکت دے. ایوب صابر، منتظر بیټنے، طاهر کلاچوي، اثاري ګل، مهدي باچا، نواز خټک، فضل دین، طوفان، صبح صادق، طائزے )کۀ د ټولو نومونه لیکم نو پاڼې به ډکې شي(، او داسې نور پیاوړي پۀ پښتو مئینان وفات شول. باید چې د دغه استبدادي دور د لیکوالو یو تاریخ مرتب کړے شي او کۀ نور هېڅ هم کولے نۀ شو نو دوي د پاره د بخښنې دعا قدرې خو کولې شو.

د دغه دور یو څو باباګان تر اوسه ژوندي دي ـــ همېش خلیل، سلیم راز وغېره )پېښور(، غازي سیال )بنو(، اکمل اسد ابادي )ټېري(، پروېش شاهین )سوات(، سېلاب محسود )ډېره اسماعیل خان(، پیر سفېد شاه همدرد )ورځپاڼه وحدت پېښور( او دغه رنګ نور لیکونکي چې نن د اویا اتیا کالو پۀ عمر کښې د تنهایۍ ژوند تېروي او برق غوندې مظلوم چې پۀ اردو لیکلو مجبور دے، د هغو د حالاتو نه ځان خبر کړو.

کال 1952-62 پورې د خپل هغه وخت ملګرو د ادبي مرستې غوښتنه کوم. پۀ موجوده لیکونکو د مشرانو دا حق جوړېږي چې د هغوي د فن سائینه وشي او سرکار نه د هغوي د مالي مرستو غوښتنه وشي. چې څوک وفات شوي دي، هغو د پاره د بخښنې دعاګانې وکړو. د هغوي د پسماندګانو خیال وساتو او چې کوم ژوندي دي، هغه د داروګانو محتاج دي، ولې چې اونې زړې شي نو ټولۍ بیمارۍ پرې زرغونې شي.

محترم اکمل اسد ابادي صاحب!

د “شخصیانه” تر سرخط د پښتو ژبې د مشرانو لیکوالانو، چې تاسو باباګان بللي دي، د یادولو یوه لړۍ چې مخکښې هم وه، خو اوس ورته پښتون   کښې د باقاعده ځاے ورکولو فېصله شوې ده. مونږ دا ژمنه کوو چې د پښتون   لۀ خوا د پښتو ژبې د مشرانو لیکوالانو پۀ درناوي کښې به پۀ باچاخان مرکز کښې باقاعده دستورې کوو. د دعا اهتمام به کوو او د دوا د پاره به هم تر خپل وسه د امکاناتو پېدا کولو هڅه کوو.

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …