د اکرام الله ګران شعر، عدم تشدد او  د قران پاک اٰیت – ابشام افریدے، کراچۍ

کۀ څوک مې وژني لاس ئې هم نۀ نيسم

زما پۀ يو حالت کښې شر نۀ لګي

د ارواښاد اکرام الله ګران دا پورتنے شعر مې د مودې نه د زړۀ پۀ وران کنډر لکه ده لمدې خاورې لګېدو. کله کله به راته داسې محسوسېدۀ لکه د دې شعر سره زما ازلي او ابدي رشته وي.

د دې وجې نه ما اراده وکړه چې د دې شعر شاليد معلومول پکار دي، ځکه چې دا شعر ما ته د باچاخان بابا د عدم تشدد فلسفې سره ډېر نزدې ښکارېدو. ما وې کېدے شي ګران بابا د باچا خان د فلسفې نه متاثره وۀ، خو سمدستي دا خيال راغے چې اخر باچا خان بابا دا فلسفه د چا نه نقل کړې؟ نو مخې ته د کرم چند ګاندهي نوم راغے. ما سوچ وکړو چې باچا خان بابا خو دا فلسفه د ګاندهي سره د ملاقات نه نولس کاله مخکښې پۀ پښتنو کښې خوروله نو دې دروغو هم راته ځان پۀ ډاګه کړو.

د يو انګرېز ليکوال لېسټر کرټز پۀ مقاله(Abudl Ghaffar Khan’s Nonviolent Jihad) دا خبره راته مخکښې ودرېده چې باچا خان دا فلسفه د قران نه راخستې، نو ما وې راشه کله کله پکښې د انګرېزانو هم منه. نو چې پۀ قران مجيد کښې د سورة المائدة اٰيت شمېره 28 مې د نظر نه تېر شو چې هو بهو د ګران بابا او د عدم تشدد سره ئې پوله لرله:

لَئِنْۢ بَسَطْتَّ اِلَیَّ یَدَكَ لِتَقْتُلَنِیْ مَاۤ اَنَا بِبَاسِطٍ یَّدِیَ اِلَیْكَ لِاَقْتُلَكَ ۚ اِنِّیْۤ  اَخَافُ اللّٰہَ  رَبَّ  الْعٰلَمِیْنَ ـــ مفهوم: کۀ تۀ خپل لاس زما د قتل کېدو د پاره راوغزوې نو بيا به هم زۀ خپل لاس ستا د قتل کېدو د پاره نۀ غزوم، ولې چې زۀ د هغه الله نه وېرېږم کوم چې د واړو جهانونو مالک دے.

دا اٰيت د هابيل او قابيل پۀ واقعې نازل شوے دے. د دواړو وروڼو د شخړې دوران د ادم علېه السلام د فېصلې تر مخه دواړو قرباني وکړه او د هابيل قرباني قبوله شوه. هابيل د عدم تشدد لار خپله کړه او د قابيل د لاسه ووژلے شو.

امام احمد، ترمذي او ابو داود سعد بن ابي وقاص نه روايت کړے چې هغۀ د سيدنا عثمان رضي الله عنه د شهادت پۀ وخت وئېلي وو چې زۀ ګواهي ورکوم چې محمد صلي الله علېه وسلم فرمائيلي چې يو وخت به داسې فتنه راشي چې هغې کښې به ناست د ولاړ نه، ولاړ به د روان نه او روان به د منډې والا نه ښۀ وي. چا ترې پوښتنه وکړه کۀ څوک زما پۀ کور کښې داخل شي او زما د قتل کېدو د پاره لاس اوچت کړي؟ نو پۀ جواب کښې ورته د هابيل پۀ رويې د عمل کولو تاکيد وشو، يعنې ځان د پاره دې د مقتول لفظ خوښ کړي د قاتل نۀ.

دا هم ځکه، دغه شعر کښې درحقیقت د اسلام د عدم تشدد نظریه او د باچاخان مفکوره خوندي ده.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

تاسو به اردو کښې لیکلې شوې د یو حدیث شریف دا برخه ډېرو ځایونو کښې لوستلې وي ـــ دلته مونږ دغه حدیث چې نیمګړے به ښودلے کېدو، ټول راخلو. دې نه ثابتېږي چې د تشدد خپرولو د پاره څنګه معنې اړولې کېږي او تحریف نه کار اخستلے شي..

جنت تلواروں کے سائے تلے ہے (الحدیث)

اَیُّهَا النَّاسُ لَا تَمَنَّوْا لِقَاءَ الْعَدُوِّ وَ سَلُواللهَ الْعَافِیَةَ فَاِذَا لَقِیْتُمُوْهُمْ فَاصْبِرُوْا وَ اعْلَمُوْا اَنَّ الْجَنَّةَ تَحْتَ ظِلَالَ السَّیُوْفِ.

[خلقو! دښمن سره د جنګ تمنا مهٔ کوئ او الله نه عافیت[د امن وخت] غواړئ، کهٔ دښمن سره مخامخ هم شئ نو صبر او استقامت نه کار اخلئ او یاد لرئ چې جنت د تُورو تر سیورو لاندې دے].

صحیح بخاري، باب الجهاد، حدیث 2861

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …