خبره ورانه ښکاري – عامر عالم

پۀ جمهوري ټولنو او ملکونو کښې حکومتونه کۀ د ملک د انتظام پۀ ښۀ شان چلولو ذمه وار وي نو ورسره د وخت او حالاتو لۀ وجې ولاړېدونکو پېښو باندې هم نظر ساتي. کۀ حکومتونه د يو ملک د اقتصاد، تعليم، امن و امان او پرمختګ غم کوي نو پۀ ملک کښې پۀ روانو حالاتو هم ځان خبر ساتي. خو دا خبره د هاغه حکومتونو پۀ اړه وزن نيسي کوم چې د اولس پۀ ووټ او خوښه راغلي وي. د دې پر ضد کوم حکومتونه چې تش پۀ نامه پۀ ووټ راغلي وي هغوي نه داسې طمع لرل هسې د وخت ضياع ده. ځکه چې داسې حکومتونه پۀ شا پټ لاسونه لري کوم چې بيا دا حکومتونه چلوي. پۀ مملکت خداداد کښې نن سبا هم يو داسې حکومت پۀ غريب اولس مسلط دے. يو خوا کۀ دا حکومت د حکومت چلولو د طريقو څخه محرومه دے نو بلخوا د حالاتو د ادراک کولو څخه هم بې برخې دے. پۀ خولۀ خو ئې هر وخت د بدلون او ترقۍ خبرې، لاپې او نعرې وي خو پۀ اصل کښې ئې د ملک بنيادونه ډډ کړي دي. کۀ قرضه اسمان ته ورسېده نو پۀ سياسي کچ هم ملک د کړکېچ سره مخ دے. هم دغه شان کۀ انتظامي امور دي او کۀ حکومتي، خارجه پاليسي ده او کۀ د ملک دنننۍ خبرې، هر طرف ته حالات اپوټه روان دي او هغه د چا خبره چې پۀ هر اړخ ګورې نو خبره ورانه ښکاري. دلته د دې حکومت د نااهلۍ او کم عقلۍ لۀ وجې داسې کارونه وشول او خلکو داسې داسې خبرې واورېدې چې لۀ دې مخکښې ئې چا تصور هم نۀ شو کولے. لکه د بېلګې پۀ ډول کۀ د کېپټن (ر) صفدر د کراچۍ پېښه واخلو نو سړے ورته ګوته پۀ خولۀ پاتې شي. د پېښې پۀ اړه به تاسو خبر يئ ځکه دلته ئې تفصيل کښې نۀ ځو خو د دې پېښې پۀ اړه د ارمي چيف لۀ خوا د جوړ کړے شوي “کورټ اف انکوائري” خبره کوو. ستاسو به ياد وي چې کله دغه پېښه وشوه نو د حکومتي وزيرانو او مشيرانو لۀ خوا ټوله پړه پۀ سندهـ پوليس واچولې شوه، د حکومت پېسه خورو او تش پۀ نوم صحافيانو هم دا هر څۀ د سندهـ پوليس او پيپلز پارټۍ يو سياسي د چالاکۍ ګام وبالۀ. دا ئې لا څۀ کوئ، د دې ملک وزيراعظم عمران خو ټول بريدونه مات کړل او وې فرمائيل چې دا يوه “ډرامه” وه. خو بيا ارمي چيف د کورټ اف انکوئري لۀ لارې د دې پېښې د پلټنو حکم ورکړو. او چې د دغه تحقيقاتو پۀ رڼا کښې کوم رښتيا مخې ته راغلل نو هغه نۀ صرف بوږنوونکي وو بلکې د حکومت لپاره د شرم هم باعث وو. د ائي اېس پي ار لۀ خوا جاري شوي بيان کښې وئيلے شوي وو چې د ارمي چيف پۀ حکم شوې پلټنو پۀ رڼا کښې پۀ پېښه کښې ککړ د رېنجرز او ائي اېس ائي افسران لۀ خپلو څوکيو څخه پۀ ډډه کړے شول او نوره کارروائي به هم کېږي. اوس نو د ارمي چيف لۀ خوا خو پۀ پېښه نۀ صرف کورټ اف انکوائري جوړولے شي بلکې تحقيقات هم کېږي او بيا ککړ کسانو ته سزا هم ورکولې شي خو بلخوا وزيراعظم صېب وائي چې دا يو ډرامه وه. بلکې د دې نه پس هم د خان صېب يو نيازبين او د اطلاعاتو وفاقي وزير شبلي فراز وائي چې سندهـ پوليس بغاوت کړے او پۀ سندهـ حکومت غږ کوي چې د هغوي خلاف دې کارروائي وکړے شي. تاسو سوچ وکړئ چې دا د پوهې او د عقل کوم معيار دے. يو خوا د پوځ مشر خبره سموي او بلخوا د کپتان يو وزير د دوه ادارو ترمنځ نور هم زړۀ بداوے پېدا کوي. بهر حال دغه حال دے زمونږ د بدلون د دعوېدارو د عقل، پوهې او د حالاتو د ادراک.

هم دغه شان د اسرائيل د تسليمولو او نۀ تسليمولو پۀ اړه هم ملک د عجيبه حالاتو سره مخ دے. د “مډل ايسټ ائي” يو رپورټ د عمران خان پۀ اړه دعوې کړې وه چې موصوف وئيلي وو چې د اسرائيل پۀ لړ کښې پرې د امريکې لۀ خوا سخت دباو ؤ. د دې دعوې ترديد خو بيا خارجه دفتر پۀ کلکو ټکو کښې وکړو خو لۀ دې وروستو بيا د يو دوه “حکومتي صحافيانو ” لۀ خوا ښۀ پۀ جار د اسرائيل د منلو پۀ حق کښې دريځونه مخې ته راغلل. اګرچې عمران خان بيا پۀ کلکه ووئيل چې پاکستان د فلسطين د ازادۍ پورې اسرائيل نۀ شي منلے خو. . . سوال دا دے چې ولې يو دوه داسې صحافيان ښۀ پۀ جار د اسرائيل د منلو خبره کوي. ايا بل کوم عام سړے يا سياسي مشر داسې خبره کولے شي؟

هم دغه شان د تحريک لبيک پاکستان مشر مرحوم خادم رضوي تېره مياشت يو ځل بيا د يو شمېر خلکو سره فېض اباد ته پرلت لۀ راغلے ؤ. مرحوم څو ورځې پرلت ووهلو او خپلې غوښتنې ئې وکړې چې پکښې د فرانس د سفير د پارلېمان لۀ لارې ملک بدر کول، پۀ فرانس کښې د سفير نۀ ټاکلو، د فرانسيسي مصنوعاتو بائيکاټ کول او د ګرفتار کړے شوي خلکو پرېښودل شامل وو. لکه د خلکو يو ټولګے راځي او د حکومت څخه پۀ پارلېماني، سفارتي، اقتصادي او عدالتي معاملو کښې د خپلې خوښې فېصلې اخلي او پۀ مخه ځي. او دا هر څۀ د يوې معاهدې پۀ شکل کښې کېږي پۀ کومه چې د ملک وزير داخله او د مذهبي امورو وزير هم لاسليکونه کوي. مونږ د دې غوښتنو پۀ اړه څۀ نۀ وايو ځکه چې پاکستان يو جمهوري ملک دے او هر سړے او ګوند حق لري د حکومت څخه غوښتنې وکړي، خو سوال دا دے چې څنګه د خلکو يو ټولګے راځي او رياست مجبوري. بله مهمه خبره دا ده چې پۀ لوظنامه کښې پۀ ښکاره توګه دا خبره ليکل شوې ده چې د دغه ملک سفير به پۀ باقاعده توګه د پارلېمان څخه د فېصله سازۍ لۀ لارې ملک بدر کولے شي. اوس نو سوال دا دے چې ايا موجوده حکومت پارلېمنټ ته وقعت، اهميت او ځاے ورکوي؟ ايا پۀ دې دوه کاله کښې تر اوسه د وخت او حالاتو مطابق قانون سازي شوې ده؟ ځکه چې مونږ اورو او ګورو نو پۀ دې حکومت کښې خو ټول کارونه پۀ ارډيننسونو روان دي او تر دې دمه خواوشا څلوېښت پورې ارډيننسونه راغلي دي.

هم دغه شان مونږ ټول د موجوده حکومت د وزيراعظم عمران خان نه تر د وزير مشير پورې خو د صداقت او امانت خبرې اترې اورو خو کله چې خبره د عمل ځاے ته راشي نو بيا هغه د چا خبره سدهوم ته شين وي. دا خو به د ټولو ياد وي چې دا حکومت د بدلون او کرپشن ختمولو پۀ نعره راغلے دے، خو مونږ ګورو چې نۀ خو بدلون راغلو او نۀ کرپشن ختم کړے شو بلکې خپله پۀ حکومت کښې پۀ ناستو خلکو د کرپشن هاغه الزامونه ولګېدل چې عقل ورته حېران شي . خو بيا زمونږ پۀ شان د خلکو عقل دلته لږ نور زيات حېران شي چې کوم حکومت، د کوم حکومت وزيراعظم او وزيران مشيران خپل ټول سياست د کرپشن کرپشن پۀ نعرو کوي هغوي پۀ خپل کرپشن ځان داسې شپېلے کړي لکه چې دا خلک تش پۀ خاورو پائي او يا ګيا خوري. لکه د چيني کمېشن پۀ لړ کښې چې د اېف ائي اے افسر سجاد باجوه څوک چې د تحقيقاتو دوران لۀ خپلې څوکۍ څخه معطل او بيا د انکوائرۍ وروستو لۀ نوکرۍ څخه پۀ ډډه کړے شوے ؤ، هغۀ نېغ پۀ نېغه پۀ وزيراعظم عمران خان، پۀ حکومتي عهدېدارو او اعلي حکومتي شخصياتو باندې “شوګر مافيا ته دګټې رسولو” تور لګولے دے. دا ګټه څۀ کمه نا بلکې څلور سوه اربه روپۍ ده کومه چې ملز مالکان ته رسولې شوې دي . کۀ يقين مو نۀ راځي نو پۀ يوټيوب او مختلفو وېب سائټونو د سجاد مصطفي باجوه مرکې پرتې دي، هغه وګورئ نو خبر به شئ چې پۀ کومه کومه طريقه غريب اولس ته د چينو پۀ مد کښې ۴۰۰ ارب روپۍ زيان اړولے شوے دے.

کوم کوم غم به ژاړو او کومه کومه قيصه به کوو. هېڅ ته به مو خولۀ نۀ جوړېده خو کۀ سحر ماښام مو د دې حکومت د پارسايۍ او ايماندارۍ دعوې او پۀ مخالف سياسي ګوندونو د تورونو او الزامونو ناتار نۀ ليدو . مشران وائي چې “شرم څۀ ګډورے نۀ دے چې چا پسې بۍ نعرې کړي” . کۀ دې حکومت کار کړے وے يا پکښې د کار کولو استعداد ؤ نو نن به د دې ملک قرضه ۴۳۰۰۰ اربه ته نۀ رسېده، نن به د نمو شرح صفر نه ښکته نۀ وه، نن به د سټيل مل، پي ټي وي، رېډيو پاکستان وغېره ملازمين داسې پۀ بې رحمه طريقه نۀ فارغېدل . وزيراعظم خو د ائين او قانون لاندې د ملک پۀ ښۀ شان د چلولو ذمه وار وي خو دلته خو د وزيراعظم د نوټس نه هم مسخره جوړه ده او چې کله هم د يو څيز نوټس اخلي نو عوام بې اختياره چغې کوي چې پام کوه، خداے ته وګوره، رحم وکړه، دا څۀ کوې، داسې و نۀ کړې؛ ځکه چې بيا هغه څيز خامخا وزرې کوي او د غريب اولس لۀ وسه داسې وځي لکه غشے چې لۀ ليندې وځي. مشران متل کوي چې ” نۀ شې تلې نو پۀ شا به دې کړم، خو چې نۀ خورې نو څۀ به دې کړم”. چې يو سړے نۀ پوهېږي نو خلک ئې پوهه کړي خو چې يو سړے ځانته سقراط وائي نو هغۀ سره به څۀ وکړې ! بس خداے دې د دې ملک او اولس مل شي نوره خو هسې هم خبره ورانه ده.

 

دا هم ولولئ

مثالي پولیس او روایتي سیاست – عامـر عالم

“پۀ خېبر پښتونخوا کښې د پوليسنګ پۀ نظام کښې ښکاره بدلون راغلے دے ـــ خېبر …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *