د امیر محمد خان هوتي یاد – مولانا عنایت اللّٰه د طورو

مولانا عنایت اللّٰه د طورو

1910)ـ 25 جون 1995ز(

یاده دې وي چې د ارواښاد امیر محمـد خان هوتي جنازه خداے بخښلي مولانا عنایت الله د طورو ادا کړې وه. کله چې د امیر محمـد خان هوتي زوے اعظم خان هوتي وفات شو نو د مولانا عنایت الله زوي محترم اسرار د طورو ئې جنازه لوستلې وه.

 

خان امير محمد خان صاحب مرحوم د موضع هوتي (مردان) د پښتنو د لوے خاندان فرد ؤ. د اسلاميه کالج پېښور تعليم يافته ؤ. پۀ 1930ز کښې د ملک د ازادۍ تحريک د خدائي خدمتګار پۀ نوم شروع کړو. ضلع پېښور او مردان کښې پۀ زور شور بهرتي د سرخپوشو (خدائي خدمتګار) شروع شوه. پۀ مردان کښې يو زورور عياش خان فتح محمد خان پۀ غصه او قهر دا اعلان وکړو چې زۀ به سرخپوش تحريک کښې شرکت کوم. دغه وخت حکومت د فتح محمد خان جائېداد قبضه کړے ؤ. امدن ئې ورله خوندي کوۀ او د جائېداد خرڅولو نه ئې منع کړے ؤ. د هوتي بازار پۀ مال منډۍ کښې پۀ زرګونو بني ادم جمع وو چې فتح محمد خان به راځي او سرخپوش تحريک کښې به د شموليت اعلان کوي، لېکن حکومت فتح محمد خان ته مال جائېداد ازاد کړلو او وعده ئې ترې واخستله چې سرخپوش تحريک کښې به شرکت نۀ کوې.

فتح محمد خان جلسې له رانغلو، عوامو اول د فتح محمد خان “زنده باد” نعرې وهلې خو د هغۀ د راتلو نه چې مايوسه شول نو د “مرده باد” چغې شوې او يوه لويه هله ګوله جوړه شوه. دې مهال کښې خان امير محمد خان ناڅاپه سټېج ته راغلو، عوام ورته منتظر شو، دے عوامو ته مخاطب شو چې فتح محمد خان زما ترۀ دے او زۀ ئې ورارۀ يم. فتح محمد خان نۀ ـــ زۀ امير محمد خان د نن نه وعده کوم چې د قوم خدمت به کوم.

لۀ دې نه پس امير محمد خان د خدائي خدمتګار تحريک يو هوښيار، مدبر او مقرر پۀ اصولو کاربند کارکن ؤ. مختلف جېلونه ئې تېر کړي وو.

پۀ 1947ز کښې د قيوم وزارت کښې ګرفتارۍ او جېل خانې د مرګ پۀ مرض بيمار کړو. پۀ مورخه 28 فروري 1958ز د شپې، د ماسختن نمانځۀ نه پس وفات شو او سبا له پۀ يکم مارچ 1958ز دوه بجې د چونګي طورو روډ نه مغرب طرف ته باغ کښي جنازه وشوه. جنازه ئې راقم الحروف (مولانا محمد عنايت الله) وکړه. د ضلع پېښور، کوهاټ، مردان نه ډېر احباب جنازه کښې د شرکت دپاره راغلي وو. قبر ته د همېش رخصتۍ د پاره الفاظ ورته باچا خان ووئېل.

“مرګ حق دے ـــ اِنا لله و اِنا اليه راجعون.”

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …