د ضلع مومند ویښ سیاستدان (نثار مومند) زما په نظر کښې—شباب مومند

دا ليکنه شريکه کړئ

د پښتو ژبې متل دے چې “ سل دې اومره یو دې مۀ مره“ لیکونکي، ادیبان کۀ ته نور هر څنګه مطلب اخلي خو مونږ د مشرانو نه په جرګو مرکو او په حجرو کښې دا متل اورېدلے دے چې د سر سړے دې نۀ مري ولې چې د سر سړے په کار پوهېږي په خبره پوهیږي اوکوم سړے چې د مشرۍ لائق وي نو هم دغه سړي د پاره دا متل کارولے شي نومونږ دلته د یو داسې سړي خبره کوو چې دا سړے د سر سړے  دے  علاقائي جرګو مرکوسړے دے  نو راځئ چې اوګورو چې دا د سر سړے څه شالید لري. دا سړے نثار احمد چې په نثار مومند مشهور دے او د پلار نوم ئې سلامت جان دے،چې د مېجر حجم نمسے دے او د مېجر حجم کلي یکه غونډ ترکزو په ښکته مومند کښې پېدا دے. نثار مومند وړومبۍ زده کړه د خپل سکول نه کړې ده او د لسم جماعت ئې د شبقدر هائي سکول نه(1983) وکړو چې بیا یوکال په یکه غونډ کالج کښې تېر کړے دے  چې د هغې نه روستو په پېښور ټیکنکل کالج کوهاټ روډ نه څلور کاله کښې کېمیکل ډپلومه اخستې ده  او بیا نور اعلی  تعلیم ئې د پېښور پوهنتون نه کړے دے. نثار مومند کۀ څوک پيژني نو د سیاست په نامۀ پېژندګلولري چې دغه سیاسي پېژند ګلو ئې د کالج  نه  شروع  شوې ده چې د ټیکنیکل کالج نه د ملګرو سره د ( پي ایس اېف) تنظیم کښې برخه واخسته  چې د هغه تنظیم بیا صدر وټاکل شو او د نثار مومند سیاسي هلې ځلې دوام ومومندو ۔ نثار مومند د هغه وخت نۀ سیاسي سرګرمېانې شروع شوې او وخت په وخت بۀ په سیاسي جلسوکښې شرکت کولو دغه شان نثار مومند د صدر لغاري په وخت کښې په ځوانۍ کښې د کاندید په حېث په دوه زره اتۀ نوي کښې ځان معارفي کړو او عوامو ورته  ډېره مینه ورکړه او څۀ د پاسه درې زره ووټونه ئې واخستل ۔ کله چې د دیارلسو کلو تنازعه په پېدا شوه چې نثار مومند د دغه تنازعې د حل کولو د پاره یو تنظیم( ایم کیو ایم) په نامه جوړه کړه چې د دغه تنظيم جنرل  سېکتر وټاکل شو۔ دغه تنظیم د لاندے  غټې غټې  جلسې وکړه چې دغه جلسو کښې حاجي باروز پخوانے ممبر د عوامي نېشنل اسمبلۍ، سنېټر عبدارحمان، سنېټر دلاور او نورو  مشرانو هم شرکت وکړو چې د دغه دیارلسوکلو تنازعه چې د پیر قلعه نه لاندې وه نو چې دغه کلي واپس کړي خو دغه تنازعه حل نۀ کړې شوه او د ګورنر مهتاب عباسي د حکومت نه نثارمومند ته د ګرفتارۍ حکم جاري کړو او په دوي  باندې د حکومت له خوا حمله وکړې شوه چې دغه تحریک کښې نور ملګري هم ورسره وو ۔ پروفیسر ایاز خان هم  د دغه ګوند مشري کوله چې د پروفېسر ایاز په مشوره  نثار مومند غرونو ته لاړه او هلته پټ شواو دغه وخت نثار مومند د مومندو هر ځاے کښې خلقو سره جرګې وکړې خو دوه میاشتې پس یعني جون میاشت کښې په نولس سوه نهۀ نوي کښې د ایف سي ار لاندې ونیول شو ۔  د چارسدې جېل نه ډهېرو جیل ته سره د دولس کسانو وېوړو او نور یو نیم سل خواو شا کسان هلته پاتې شو. دغه د ایف سي ار لاندې په نثار مومند درې کاله په جېل کښې تېر کړل او دغه شان د دوه زره اتم پورې نثار مومند جېل ته تګ په راتګ پنځۀ کاله جېل تېر کړو چې د عوامي نېشنل حکومت د راتلو سره نثار مومند خلاص کړې شو او جېل لارې بندې کړې شوې خو دا جېل سرکاري او سیاسي وه ۔ نۀ چې په نثار مومند ذاتي جرم وه چې په دغه جرمونو کښې په نثار مومند شپاړس ایف ائې ار هم د دهشت ګردۍ کټ شوې وې او د دهشت ګردۍ جرم په لګول شوې وۀ او نورې ټولې شپږ شپیته مقدمې نثار مومند باندې  د پولیټکل له طرفه اوکمشنر له طرف د ایف سي ار لاندې لګول شوي وې چې محض سیاسي وه او د قوم په خاطر نثار مومند دغه جېلونه برداشت کړي وو ۔ نو دغه وخت دوه زره اتم ټول ټاکنو په سر وې چې د معاشي کمزورتیا له وجې نثار مومند شرکت ونۀ کړې شو. څه موده د ارامتیا نه پس په دوه زره دیارلسم کښې نثار مومند د نېشنل  پارتۍ طرف نۀ وټاکل شو خو نخښه د عوامي پارټۍ ونۀ لګول شوه ولې د خراب حالات د وجې د منګي د نخښه نه په جذبې سره مېدان ته راغلې خو د ښۀ پوزیشن باوجود چې دغه ټول ټاکنې ملک بلال رحمان وګټلې چې د اسمبلۍ کاندید وګرځولې شو خو دغه وخت نثار مومند په بلال رحمان غږوکړو چې دې ټول ټکنو کښې غلا شوې ده خو بیا هم بلال کاندید شو.خو دغه انتخابات سره نثار مومند لا توان شۀ او د ضلع مومند یوچمتو سیاست دان وګرځولې شو ۔ ولې چې قامیز او د هر مسئلې اواز نثار مومند پورته کړو چې کله د فاټا اصلاحات د نواز حکومت طرف نه ګورنر مهتاب عباسي او د هغه ټیم کوله نو نثار په کښې مهم کردار ولوبو چې د ګورنر مهتاب عباسي سره په خبرې هم ترخې شوې.د فاټا اصلاحات او د ضلعو شاملېدل هم د نثار مومند سره د نورو سیاسي ګوندونو مشرانو یو اهم کردار ادا کړو.د ضلعې د شامېلېدو او بیا د ګوندونو طرف نه  امېدوار منتخب کېدل د فاټا خلقو ته یو سیاسي حېثیت مېلاو شو او دغه شان نثار مومند د عوامي نېشنل ګوند له خوا د عوامي نېشنل پارټۍ اسمبلۍ د پاره وټاکل شواو په ملک کښې د تحریک انصاف هوا راولوته او په ملک کښې زیات تر د تحریک انصاف ګوند امېدواران کامیاب شو چې دې کښې ساجد مومند د تحریک انصاف له خوا کامیاب شو او نثار مومند او نور کلک امېدوارانو ته ئې ماتې ورکړه خو بیا هم نثار مومند همت کله بېللو او د فاټا ضم شوې علاقو د پاره په ضمني انتخاباتو کښې د صوبائي ټول ټاکنو د پاره د ضلع مومند د عوامي نیشنل ګوند له خوا دوه امېدوران وټاکل شو چې د بره مومند نه حصرت خان مومند اېډوکېټ او د لاندې مومند نه نثار مومند وټاکل شو چې نثار مومند محنت اخر رنګ راوړ او د صوبائي حکومت ممبر وټاکل شو او د بره مومند نه ملک عباس منتخب شو ۔۔ چې د کاندید په حېث د صوبائي اسمبلۍ دا واحد ممبر دے چې د خپلې حلقې د پاره ډېر غږېدلے دے او د ضلع مومند په هر مسئله، سکول کالج، تعلیم، په امن امان، په خپلو وسائلو ئې هم د اسمبلۍ د لارې او هم د ټي وي او د راډيو او د سوشل مېډیا د لارې غږېدلے دے او اواز ئې پورته کړے دے.کۀ د ضلع مومند عوامي ستونزه پېدا شوې ده او کۀ سیاسي ستونزه پېدا شوې ده نو نثار مومند هلته رسېدلے دے او هلته ولاړ دے ۔کۀ د صافو د ښځې په لاس د فوجي مړے کړے دے او کۀ په پېښور ډینز پلازه صدر کښې د مومندو ځوانانو وژنه شوې ده هم نثار مومند ځان رسولے دے او د قامیز او د سیاست د لارې حل راویستے دے ۔کۀ اسلام اباد کښې د ماشومې مرګ شوے دے اوکۀ ګلګت کښې ځوان وژل شوے دے نو نثار مومند سره د ملګرو هلته تلے دے او خپله خبره ئې کړې ده او حل ئې راویستے دے ۔کۀ د ضلع مومند د پنځویشت کلو تنازعه ده او کۀ د مامد ګټ د کالج حق دے او کۀ د ناوګۍ د پولې د باجوړ او د مومند تنازعه ده نثار مومند د خپل وس منډه ترړه کړې ده او ځان ئې رسولے دے او د خپل حق غوښتنه ئې په جار کړې ده ۔ نثار مومند یو نۀ ستړے کېدونکے شخصیت دے او د قام اواز د باچا خان بابا مرام او منشور د اسمبلۍ نه واخله تر حجره او.جمات ته رسولې دے ۔  نثار مومند کۀ هر څو د ځوانۍ په عمر نۀ دے خو هغه لا د زړه نۀ ځوان دے او د ځوانانو په شان چابقه منډه وهي او د هر سیاسي مېدان ته ځان رسوي ۔ ولې چې د نثار مومند جذبې لا ځوانې دي او د قوم د بېدارۍ  کښې ترې ځان او بچي ورک دي او د قوم د ويښېدو او د خپل حق د غوښتو کوششونه کوي او د سامراج ګرېوان تۀ لاس هم اچوي خو روستو کېږي نۀ ۔ باېد چې نثار مومند د ضلع مومند قوم نور نثار مومند په شان پېدا کړي او دا نثار مومند په ژوند کامیاب کړي هغه ځکه چې د نثار مومند منډې ستړیا او کوششونه د چا نه هم پټ نۀ دي هر څه ئې ښکاره دي بايد چې د نثار مومند په ژوند قدر وکړو نا چې په مړینه ۔ ولې چې هم دا متل د نثار مومند سره سمېږي “چې سل دې اومره!  یو دې مۀ مره“

نورې ليکنې۔۔۔

ANP میډیا سِل

  د کوند پارلېماني هلې ځلې د عوامي نېشنل پارټۍ د مرکزي او صوبائي کونسلونو غونډې الف( د مرکزي کونسل غونډه: د عوامي نېشنل پارټۍ

ټوله ليکنه ولولئ