د يو نامکمل بس مکمله خو عجيبه قيصه – پښتون

د اکتوبر مياشت کال دوه زره اوولس کښې د هغه وخت وزيراعلي پروېز خټک د بي ار ټي د بنياد تيګه ايښې وه او دعوي ئې کړې وه چې پۀ شپږو مياشتو کښې به سر ته رسي او د دوه زره اتلس د مارچ پۀ مياشت کښې به ئې پرانسته کېږي. حکومت دا هم دعوي […]

سالار انځرګل بابا د چارسدې – سعيد شاهي

ليک: عنايت الله حکيم ژباړه: سعيد شاهي پۀ خدائي خدمتګار تحريک او پۀ دې کښې شامل خدائي خدمتګارانو باندې ډېر ليکل شوي دي او ډېر څۀ ليکل پرې روان دي خو بيا هم ډېر خدائي خدمتګار داسې دي چې هغوي باندې څۀ ليکل نۀ دي شوي يا ډېر کم ليکل پرې شوي دي. او د […]

د يوولسمې پښتون ( خاکه) – ساجد ټکر

عجیبه خبره دا ده چې دا سړے کله ما پۀ وړومبي ځل لیدلے ؤ نو بېخي مې نه ؤ خوښ شوے. خبره داسې ده چې نن نه خواؤ شا دولس ديارلس کلونه وړاندې کله چې زۀ پۀ پېښور یونیورسټۍ کښې طالبعلم وم نو یوه ورځ د شعبه صحافت لۀ خوا د یونیورسټۍ لنکن هال ته […]

د دروغو مزے لنډ وي – پښتون

د عوامي نېشنل ګوند مرکزي مشر اسفنديار ولي خان به پۀ جار وئيل چې کۀ چا هم پۀ ما د ټګۍ ټورۍ يوه پېسه ثابته کړه نو جېل ته مې مۀ لېږئ بلکې پۀ دار مې کړئ . ملي مشر به هر ځاے او هره جلسه کښې دا خبره ځکه کوله او ښۀ پۀ زور […]

د پښتون افغان د ټولنيز ژوند سرسري تنقيدي جاج – علي اکبر سيال

ټول پښتانۀ ټولنپوهان (Social scholars) پۀ يوه خبره خو بېخي متفق دي چې پښتو ژبه او قام د پينځه زره کلونو يو لرغونے تاريخ لري. د اسلام نه اګاهو دا خلق پۀ کوم مذهب وو او د دوي اصل نسل څۀ ؤ؟ پۀ دې حقله يوه رايې او د يو فکر وحدانيت نشته. وئيلے شي […]

قامي ټولنيز شعور او پښتنه ټولنه – مولانا خانزېب

پښتانۀ چې پۀ نړۍ کښې زرګونه کاله قدامت لري، خپل تاريخ، جغرافيه، ژبه، کلتور، او څۀ کم سل مليونه نفوس لري د نړۍ پۀ سر خپل يو سالم روغ رمټ څۀ کم درې سوه کاله پخوانے منل شوے رياست لري. د جنت پۀ څېر خوندوره اب و هوا او د قدرتي شتمنو، معدنياتو نه ډکه […]