اداريه – دسمبر 2020ز

بايد حکومت خپلې سترګې پرانيزي!

مونږ د “پښتون” پۀ دې پاڼو مخکښې هم وئيلي او يو ځل بيا وايو چې کۀ د رايې اختلاف لرل د جمهوري ټولنو حسن دے نو پۀ يو جمهوري ملک کښې د اپوزيشن ذمه واري او کار هم دے. او بيا کله چې پۀ يو جمهوري ملک کښې د يو حکومت نه خپله لار ورکه او کار هېر شي نو د حکومت سترګې غړول او هغه سمې ته راکاږل د حزب اختلاف کار نه بلکې فرض جوړ شي. کۀ وګورو نو لۀ بده مرغه موجوده حکومت وخت د سره بېخي پۀ بله بله روان دے. جهموري اقدار او اپوزيشن سره د ايوان او پارلېماني اصولو مطابق اړيکې او خبرې اترې خو يو طرف ته کړه، د حکومتي غېر سياسي، غېر جمهوري او غېر پارلېماني ګامونو لۀ وجې د ملک سياست، معيشت، امن و امان، نړيوالې تجارتي اړيکې، خارجه پاليسي، عملداري او حکومتي چارې ورځ پۀ ورځ مخ پۀ ښکته روانې دي. يو اړخ ته کۀ دغه حالات دي او پۀ ملکي قرضو کښې تېزۍ سره زياتوالے روان دے نو ورسره د اېف اے ټي اېف څارنه هم تېزه شوې ده. کۀ د ائي اېم اېف شرطونه لا پۀ سختېدو دي نو د خېر خواه ملکونو “مينه” او همدردي هم پۀ کمېدو ده. کۀ پۀ ملک کښې دننه د بېروزګارۍ شرح پۀ وچتېدو ده نو بهر ملکونو کښې مېشتۀ مزدورانو ته هم يو شمېر ستونزې او مشکلات ورپېښ دي. پۀ ملک کښې د ننه د اوړو او چينو نرخونو به هډو خبره نۀ کوو ځکه چې کۀ وزيراعظم صېب ئې نوټس اخلي نو لا ئې قيمتونه سېوا کېږي. پۀ دې ټولو کښې د ټولو نه زياته د زړۀ خوراک خبره دا ده چې حکومت سره هډو د دې مسئلو څۀ غم نشته يا داسې به ووايو چې دا هر څۀ حکومت ته هډو ښکاري نه! حکومت ته کۀ ملک کښې کومه مسئله ښکاري نو هغه اپوزيشن دے، د اپوزيشن نيوکې او تنقيد دے، د اپوزيشن احتجاجونه، جلسې او غوښتنې دي. پۀ جمهوري ملکونو او ټولنو کښې حکومتونه د اپوزيشن غوښتنې نۀ صرف اوري بلکې عمل پرې هم کوي. خو دلته خبره بېخي الټه ده. حکومت غواړي چې اپوزيشن دې خولې ته کورے واچوي او چرته يو ګوټ کښې دې خاموشه کښېني. بلکې پۀ دې ئې هم خوا نۀ يخېږي او د اپوزيشن ګوندونو د مشرانو خلاف ئې د تورونو، الزامونو او رنګ رنګ بې بنياده تهمتونو بازار ګرم کړے دے. د تېرو نهه لسو کلونو راهسې د کپتان پۀ خولۀ هم دغه چغه ده چې دا سياستدانان غلۀ دي، خو عجيبه دا ده چې نن ئې پۀ خپل جماعت کښې نيم پۀ نيمه هم د دغه جماعتونو کسان پۀ لوې لوې څوکيو ناست دي او پرون ئې چې چا ته د پنجاب د “لوے ډاکو” خطاب ورکړے ؤ، نن د تخت پنجاب بچ کولو لپاره د هغوي کور ته ځي او د پخلا کولو کوشش ئې کوي. خپله خو پۀ نورو د غلا الزامونه لګوي خو خپلو ملګرو ئې پۀ اوړو او چينو کښې د څلور سوه اربه روپو نه زياته ګټه پۀ جېبونو کښې واچوله خو حرام شه کۀ کپتان ته دغه غلا ښکاري. او داسې هم نۀ ده چې ګنې خلک معلوم نۀ دي او يا دا “ټيکه” چرته پۀ تېرو حکومتونو کښې لګېدلې ده، بلکې يو د دۀ کلک ملګرے او د جهاز مالک دے او بل ئې د کابينې غړے دے. بلخوا د اپوزيشن مشران او د سياسي ګوندونو کارکنان دي چې حکومت ئې ژوند پۀ دار کړے دے. د حکومتي جماعت نه علاوه داسې جماعت نشته چې پۀ مشرانو ئې د ټګۍ برګۍ او کرپشن تورونه نۀ وي. خو پۀ دې هر څۀ کښې تر ټولو عجيبه دا ده چې د حکومت لۀ خوا د دنګو دنګو دعوو باوجود تر اوسه يوه ټکه هم بود نۀ کړے شوه. بس خو د حکومت مشيران دي، وزيران دي او خپله وزيراعظم صېب دے چې سحر ماښام ئې دا وظيفه نيولې ده چې ټول غلۀ دي. خو د وخت تېرېدو سره سره اولس پۀ دې هر څۀ پوهه شو ځکه چې حکومت او وزيراعظم د دغه وظيفې نه يو قدم مخکښې نۀ ځي. اولس خو ملک کښې ارزاني غوښته، امن او امان ئې غوښتۀ، اسان علاج ئې غوښتۀ، روزګار ئې غوښتۀ، خو پۀ جواب کښې ورته دا هر څۀ د مار پښه شول، ځکه چې نۀ خو پۀ سل ورځني پلان عمل وشو، نۀ خو يو کروړ نوکرۍ ملاو شوې، نۀ پنځوس لکه کورونه جوړ شول او نۀ تېل او ګېس ارزان شو. اولس سره شوې وعدې او پۀ هغې عمل خو پرېږده چې الټه د اولس پۀ مرۍ لاس کېښودے شو او کۀ ټېکسونه زيات شول نو د بجلۍ، تېل او ګېس قيمتونه هم مخ پۀ بره لاړل. پۀ بجټ کښې د تنخادارو سره هغه زياتے وشو چې د ملک پۀ تاريخ کښې نۀ ؤ شوے يعنې لۀ سره تنخاګانې سېوا نۀ شوې. او هم دغه شان چې چا له د دې عام اولس تپوس کول وو، د دوي غږ جوړېدول وو، د دوي لپاره اواز وچتول وو يعنې اپوزيشن نو د هغوي د بدنامولو هره هڅه وشوه. خو د ظلم شپه کۀ څومره هم اوږده شي خو د سحر مخه څوک نۀ شي نيولے. دې ملک کښې منو چې د جمهوريت سره ډېرې لوبې وشوې، پۀ جمهوري او سياسي مشرانو پسې ملنډې وشوې، د غدارۍ فتوې هم ولګېدې او پۀ جمهوريت يرغلونه هم وشول خو چې چا پرون پۀ دې ملک کښې د ائين او قانون خبره کوله هغوي نن هم هاغه خبره کوي او هم دا وجه ده چې نن د پاکستان يوولس ګوندونه د پي ډي اېم پۀ شکل کښې راوتي دي او د نااهله او ناکام ترين حکومت نه کور ته د تلو او د اولس د حق غوښتنه کوي. خو څنګه چې مونږ وئيلي چې دا حکومت يا خو پۀ سترګو ړوند دے او يا ئې پۀ سترګو لاس ايښے ځکه نو حالاتو ته د کتلو پۀ ځاے، د ملک د سياسي کړکېچنو حالاتو د ادراک پۀ ځاے، اپوزيشن له د هغۀ د قدر هومره ځاے ورکولو پۀ ځاے لګيا دے د پي ډي اېم مخه نيسي، جلسو ته ئې خنډان جوړوي او پۀ جمهوري ملک کښې پۀ ډېره بدرنګه او غېر پارلېماني، غېر قانوني او غېر ائيني توګه د جلسو ناکامه کولو لپاره کله لارې بندوي، کله خلک ګرفتاروي او کله پۀ بېک ډېټ کښې د جلسو پۀ منتظمينو او مشرانو مقدمې جوړوي. دا ګامونه کۀ څۀ هم نوي نۀ دي او لۀ دې مخکښې هم پۀ دې ملک کښې د جمهوريت او سياست مخنيوي لپاره داسې بدرنګې او شرمناکې هڅې شوې دي خو نن دا هر څۀ پۀ يو داسې حکومت کښې کېږي چې ځانته د جهموري اقدارو چېمپئين او پارسا وائي. دا کومه طريقه ده چې د يو ملک اپوزيشن دې اول مفلوج کړے شي، د کرپشن بې بنياده الزامونه دې پرې ولګولے شي، جېلونو ته دې ولېږلے شي، کردار کشي ئې دې وکړے شي، مقدمې دې پرې جوړې کړې شي او ذاتي حملې دې پرې وکړې شي. او بلخوا دې دا وائي چې د اپوزيشن واحد مقصد خپل کرپشن پټول دي. سوال دا دے چې کۀ دوي خپل کرپشن پټوي نو دا حکومت څۀ کوي؟ د حکومت دا ادارې څۀ کوي؟ دا نېب او اېف ائي اے څۀ کوي؟ ولې تر اوسه دا ټول دننه نۀ کړے شول؟ او چې کوم پۀ دې دوه کاله کښې دننه کړے شوي وو، هغه ولې بيا پرېښودے شول، ولې ترې پېسې بود نۀ کړے شوې؟ تر څو به دا خوار او غريب اولس دا خبرې اوري چې اپوزيشن غل دے، خپل کرپشن پټوي او د پاسه پرې د وزيراعظم دا ګردان چې “کۀ څۀ هم وي نو اېن ار او نۀ ورکوم”. بايد تپوس دې وشي چې اېن ار او غوښتې چا ده؟ کله ئې غوښتې ده او پۀ کومو شرطونو ئې غوښتې ده؟ ځکه چې مونږ ته د پي ډي اېم کومې غوښتنې پۀ نظر راځي نو د هغې نه خو داسې نۀ څرګندېږي چې ګنې دوي اېن ار او غواړي بلکې د عوام د چغو او د پي ډي اېم پۀ جلسو کښې د ګډون لۀ وجې خو داسې ښکاري چې د اېن ار او ضرورت اپوزيشن ته نه بلکې حکومت ته دے. کۀ حکومت پۀ دې پاو باندې دوه کاله کښې څۀ کړے وے نو نن به نۀ عوام راوتل او نۀ به حکومت پۀ لړزان ؤ. اوبۀ لۀ ورخه تېرې دي خو څۀ وکړو چې حکومت ته داسې مشيران او وزيران ملاو دي څوک چې د خپلې کارکردګۍ خبره نۀ کوي بلکې پۀ هره غونډه، هر پرېس کانفرنس او هره جلسه کښې خبره پۀ اپوزيشن او د هغوي پۀ تېر لسو کلونو شروع کوي او هم پۀ هغوي ئې ختموي. خو اولس اوس پوهه دے، بېدار دے. اولس ويني چې څوک د دوي خبره کوي او څوک ئې حق تروړي. ځکه خو اولس د اپوزيشن جماعتونو سره ملګرے دے او پۀ هره جلسه کښې ئې پۀ ګڼ شمېر کښې ګډون کوي. خو څۀ وکړو چې د حکومت سترګې لا هغه شان پټې دي او ځکه خو کۀ د ګوجرانوالې جلسه وه، د پېښور او يا د ملتان، هر ځاے حکومت د پي ډي اېم مخې ته خنډان جوړ کړل، انټرنټ ئې بند کړو، مقدمې ئې جوړې کړې او کارکنان ئې ګرفتار کړل خو نۀ خو د پي ډي اېم مشران او نۀ اولس د خپل جمهوري حق او غوښتنو نه وروستو شو. دا ولې؟ دا ځکه چې حکومت خپل باور بائيللے دے، خپل د حکومت دوه کلونه ئې تش پۀ تورونو لګولو تېر کړل، د قوم پېسه ئې لکه د اوبو استعمال کړه، حکومتي مشينري او ادارې ئې هم وکارولې خو هېڅ هم پۀ لاس ور نۀ رغلل. ځکه نو اوس د پي ډي اېم مخنيوے پۀ غېر جمهوري او غېر قانوني توګه کوي کوم چې نۀ خو د ملک لپاره سودمند دے او نۀ د ملک سياسي نظام لپاره. بايد حکومت، د اپوزيشن رول ومني، غوښتنې ئې واوري او د ملک او قوم د ګټې لپاره خپلې کمزورۍ ومني او د ملک د ښۀ مستقبل لپاره پۀ جمهوري لار د مسئلو هواري ته غاړه کېږدي. ورسره د خپلو کمزرو پټولو او د اولس دوکه کولو لپاره نور د اپوزيشن مشرانو او سياستدانانو د کردار کشۍ نه هم ډډه وکړي.

کورونا بلا ده، بؤ ترې مۀ جوړوئ!

د کورونا رنځ يو ځلې بيا پۀ نړۍ کښې خور شوے دے او د طب پوهان وائي چې د کورونا دا دوېمه چپه د اولنۍ نه لا زياته خطرناکه ده. کۀ څۀ هم د اول پۀ شان غوغا نۀ ده جوړه شوې او د نړۍ پۀ يو شمېر ملکونو کښې د ژوند معمولات د احتياطي لارو چارو سره روان دي لکه امريکه کښې صدارتي ټاکنې کېدل، د ائي سي سي ټيمونو ترمنځ د اېس او پيز سره دکرکټ سيالۍ کېدل او دغه شان نور د ژوند معمولات دوامدار دي. خو بيا هم د نړۍ ملکونو کښې يو تشويش خور شوے دے ځکه چې د تېرې چپې نقصان او وېره اوس هم د خلکو پۀ ذهنونو کښې ژوندۍ ده. د کورونا لۀ وجې تر ټولو زيات نقصان د اقتصاد، تجارت او سوداګرۍ پۀ مد کښې شوے ؤ او زيات نقصان غريبو ملکونو ته رسېدلے ؤ ځکه چې يو خوا کۀ غريب ملکونه لۀ مخکښې کمزوري وو نو ورسره د وبا لۀ وجې نور هم د دوي اقتصاد کمزورے شو. پاکستان هم يو غريب ملک دے او د کورونا لۀ وجې ئې اقتصاد ته لوے زيان رسېدلے دے. لکه پۀ اولني ځل د پاکستان اقتصادي شرح نمو اعشاريه څلور يعنې صفر نه هم لاندې تلې ده. دغه شان د چينو او اوړو پۀ مد کښې قوم نه څلور سوه اربه روپۍ ووهلې شوې، د ملک قرضه ۴۳۰۰۰ اربه روپۍ ته وخته او دغه شان د حکومت د غلطو پاليسيو لۀ وجې غريب اولس ته د اربونو روپو نقصان ورسولے شو. دلته د بي ار ټي، مالم جبه او بلين ټري سونامي ذکر نۀ کوو ځکه چې قيصه ډېره اوږدېږي. مونږ خبره کوله چې کۀ يو خوا د کورونا لۀ وجې معيشت وزپلے شو نو ورسره د حکومت د نااهلۍ لۀ وجې هغه شتۀ هر څۀ هم لولپه شول. کله چې کورونا وبا پۀ خورېدو وه او چين او اټلي کښې ئې پنجې ښخې کړې وې نو دلته هم وېره وه خو حکومت به کله يوه او کله بله بهانه کوله او د څۀ قسمه ګامونو اخستو څخه ئې ډډه کوله. خو کله چې حالات خراب شول او سندهـ حکومت لاک ډاون وکړو نو پۀ ځاے د دې چې وفاقي حکومت ئې ملاتړ کړے وے، الټه ئې پرې ټکونه وکړل. خو بيا کله چې حالات نور هم خراب شول نو سمدستي ئې لاک ډاون وکړو او د خوار غريب اولس ئې چغې وويستې. بيا چې حالات رو رو سم شول نو حکومت لاک ډاون ختم کړو او حکومتي وزيرانو او مشيرانو ډنډوره غږول شروع کړل چې د وزير اعظم د “بې بدله” پاليسۍ لۀ وجې پۀ ملک کښې کورونا باندې قابو وموندے شو. خلکو شکر وويستو چې ځه شکر دے کارونه ازاد شول ځکه چې د غريب اولس د کورونو انغري ساړۀ شوي وو. خو يو ځلې بيا پۀ ستمبر اکتوبر کښې اوازه خوره شوه او خبرونه راتلل شروع شول چې کورونا يو وارې بيا وزرې وهي او د خورېدو وېره ده. خو دا ځل د حکومت لۀ خوا هغه شان اقدامات نۀ وو. بلکې ستاسو به ياد شي چې اول اول وزيراعظم عمران خان وئيلي وو چې کورونا خو يو عام نزله زکام دے اګر چې بيا ئي وئيلي وو چې خطرناکه ناروغي ده او يو ټرن ئې اخستے ؤ. نو دا ځل خو ئې ورته بېخي پام نۀ ؤ او حکومت اودۀ غوندې ؤ. خو کله چې پي ډي اېم جلسې شروع کړې او پۀ يو نېب ئې د ګوجرانواله، کراچۍ، کوټې او پېښور لوې لوې جلسې وکړې نو د حکومت غوږونه بوڅ شول. د کورونا اواز واورېدے شو او حکومتي وزيرانو او مشيرانو يو وارې بيا د کورونا غوغا شروع کړه. خو دا غوغا ئې لږه پۀ کنټرول کوله ځکه چې پۀ ګلګت بلتستان کښې ټاکنې هم “ګټل” وو او د هغې لپاره هلته جلسې هم کول وو. خو کله چې دغه انتخابات وشول نو بيا يو دم د کورونا چغه تېزه شوه. سکولونه هم بند کړے شول او د پي ډي اېم جلسو ته هم ګواښونه تېز کړے شول . مونږ کله هم د کورونا نه انکار نۀ کوو. ټوله نړۍ مني چې دا يوه وبا ده او احتياط پکښې لازم دے. خو لۀ بده مرغه دلته پۀ کورونا هم سياست کېږي. ګنې وړومبے سوال خو دا راپورته کېږي چې دا څنګه اقدامات وو چې د حکومت لۀ خوا شوي وو او کورونا پرې قابو شوې وه او وزيرانو، مشيرانو او خپله وزيراعظم به ئې سحر ماښام پۀ صفتونو نۀ مړېدل. بلکې يو نيازبين وفاقي وزير مراد سيعد خو دا هم دعوې کړې وه چې د امريکې پۀ شان ملک هم پۀ سمارټ لاک ډاون کښې د عمران خان تقليد کړے دے. نو اوس ولې او څنګه کورونا يو ځل بيا سر پورته کړو. او ځه چې کورونا وبا ده او خپل پردے، سپين تور، مالدار غريب او لوے وړوکے نۀ پېژني، نو بيا ولې حکومت دومره د لم لېټ نه کار واخستو؟ بل مهم سوال دا دے چې ايا دا کورونا صرف د پي ډي اېم جلسو کښې خورېږي؟ ايا د حکومتي جماعت د ګلګت بلتستان او سوات جلسو کښې نۀ وه؟ ايا کورونا د جماعت اسلامي د سوات جلسه کښې نۀ وه؟ بيا دا هم مهم سوال دے چې ايا دا کورونا صرف پۀ سکولونو کښې خورېږي، ايا پۀ بازارونو کښې نۀ وي؟ د خلکو ذهن کښې دا هم سوال دے چې سکولونو ته د ماشومانو راتګ او نۀ راتګ هم عجيبه دے، لکه يوه ورځ به راځي او بله ورځ به نۀ راځي! او ايا بازارونه يو مخصوص وخت پورې پرانستې پرېښودل دګڼې ګوڼې زياتېدو لامل نۀ ګرځي؟ دا کوم منطق دے چې ټرانسپورټ دې روان وي خو جلسه دې نۀ کېږي؟ کورونا وبا ده او بايد وبا وګڼلے شي. د دې پۀ سر دې سياست څخه ډډه وکړې شي. مونږ کله هم دا نۀ وايو چې ګنې حکومت دې د خپلو حکومتي ذمه وارو نه لاس پۀ سر شي. مونږ د جمهوري اقدارو پۀ رڼا کښې دا د حکومت فرض او حق دواړه ګڼو چې د اولس د ژغورنې او تحفظ لپاره کوټلي او پاخۀ ګامونه پورته کړي. کۀ د کورونا لۀ وجې خطره وي نو بايد بيا دې پوره پوره ګامونه واخستے شي. خو کۀ نا حکومت صرف د پي ډي اېم جلسو د مخنيوي لپاره لاپې وهي نو بيا دې د کورونا پۀ نوم سياست نه ډډه وکړي ځکه چې لۀ مخکښې د قوم حالت ډېر ضعيف دے او کۀ هم دغه شان حکومت د کورونا پۀ سر سياست کوي او خپل اهداف ترلاسه کوي نو دا نۀ خو د قوم پۀ خېر تمامېږي او نۀ پۀ دې طريقه د پي ډي اېم غورځنګ ودرېدے شي. بايد کورونا ته د بلا پۀ سترګه وکتے شي او بؤ دې ترې جوړ نۀ کړے شي. هسې نه سبا کورونا د قوم پۀ وجود لوبې کوي او خلک ئې صرف بؤ ګڼي.

دا هم ولولئ

اداريه – جنوري 2021ز

د مسلسل مبارزې سل کاله پۀ دې کښې هېڅ شک نشته چې د نړۍ هر …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.