اپوزيشن سياست: پاکستان کښې حکومت مخالف تحريکونه – اوېس کمال

د برطانوي هند پۀ دوو برخو کښې بېلېدو اووۀ لسيزې وشوې خو تراوسه پاکستان د يو معقول اساسي چوکاټ پۀ لټه کښې دے. پۀ تېر درې اويا کاله کښې دلته رنګ رنګ تجربې وشوې خو کله هم چې د حکومتونو اختيارات پۀ مکمله توګه د اسټېبلشمينټ لاس ته راغلي دي نو د هغې خلاف جمهوري تحريکونه چلېدلي دي . دلته به د يو څو هاغه جمهوري تحريکونو ذکر کوو کومو چې د پاکستان پۀ سياسي تاريخ اغېز کړے دے.

د ايوب خان دور :

چې کله پۀ اووم اکتوبر ۱۹۵۸ء اسکندر مرزا مارشل لاء ولګوله او د ۱۹۵۶ء اساسي قانون ئې منسوخ کړو او ايوب خان ئې چيف مارشل لاء اېډمنسټرېټر (CMLA) ولګولو نو دې ځاے نه د دوه کسيز رژيم پېل وشو چې پۀ نتيجه کښې ئې پۀ ۲۷ اکتوبر ۱۹۵۸ ايوب خان اسکندر مرزا ګرفتار کړلو او برطانيې ته ئې جلا وطن کړو.

د ايوب خان مارشل لاء کښې دوه اتحادونو جوړ شوي وو. پۀ وړومبي ځل چې کله د صدارتي ټاکنو اعلان وشو او کنونشن مسلم ليګ لۀ خوا ايوب خان صدارتي کانديد شو نو پۀ کال ۱۹۶۴ز جولائي کښې کمبائنډ اپوزيشن پارټيز (COP) جوړ شو. پۀ دې اتحاد کښې د خواجه ناظم الدين او ممتاز دولتانه کونسل مسلم ليګ، د شېخ مجيب الرحمن عوامي ليګ، د مولانا بهاشاني او ولي خان نېشنل عوامي پارټي او جماعت اسلامي شامل وو. د اپوزيشن اتحاد لۀ خوا د ايوب خان خلاف فاطمه جناح صدارتي چوکۍ لپاره نامزد کړې شوه. د اپوزيشن لۀ خوا د فاطمه جناح صدارتي کانديد نامزد کولو خپل وجوهات وو. اول خو فطري خبره ده چې اتحادونو کښې مختلف فکرونه يا ګوندونه وي چې متنوع اېجنډې لري او بېلا بېل ګوندونه يا فکرونه چې کله پر لږ نه لږ مشترکه اېجنډو باندې اتفاق وکړي نو هله اتحاد جوړېږي او (COP) کښې د مختلفو ګوندونو ترمېنځ اختلافاتو پۀ وجه داسې څوک نۀ ښکارېدو چې هغه د ايوب خان خلاف يو مضبوط انتخاباتي کانديد وي، دوېم اپوزيشن يو داسې کانديد ته اړتيا لرله چې هغه يو ‘قومي’ شخصيت (دلته مې قومي ټکے د پاکستاني نېشنلزم پۀ تناظر کښې ليکلے) وي چې د هغۀ حب الوطنۍ، اخلاص او سپېڅلتوب د پوښتنې نه بالا وي او چاته چې ټول خلک احترام لري، درېمه وجه دا وه چې ايوب خان مارشل لاء لګولو نه پس پۀ مارچ کښې د سياسي خلکو وېکټيمائزېشن دپاره د پروډا

[Public Representative Offices (Disqualification) Act]

پۀ طرز د پوډو

[Public Offices (Disqualification) Order]

او بيا اېبډو

[Elective Bodies (Disqualification) Order]

جاري کړو چې لۀ کبله ئې اکثره سياستمداران ايوب خان اېبډوزده کړي وو او هغوي ته د انتخاباتو عمل کښې برخه اخستل ګران وو، څلورم فاطمه جناح د حکومتونو تجربه نۀ لرله، نۀ د انتظامي معاملاتو نه خبره وه ولې چې د ورور مرګ نه پس هغوي سياست نه رېټائرمنټ اخستے ؤ نو هغه د ايوب خان جوړ کړل شوي قانون اېبډو زدهتوب (EBDO) نه خلاصه وه.

فاطمه جناح د خپل الېکشن کمپېن پېل لۀ سرحدي صوبې (اوسنۍ پښتونخوا) نه وکړو. پۀ يکم اکتوبر ۱۹۶۴ هغه پېښور ته راغله، پۀ پېښور ائرپورټ د هغې استقبال د نېشنل عوامي ګوند ګڼ شمېر مشرانو او کارکنانو وکړو، د رېلۍ او جلسې صدارت ولي خان کولو، جناح پارک پېښور کښې ئې پۀ زرګونو شمېر خلکو ته تقرير وکړو او د هغوي جمهوري فکر لرلو پۀ اړه ئې ووئيل چې د دې صوبې دومره ګڼ شمېر خلکو جلسې ته راتلل د دې ځاے د خلکو جمهوري فکر لرلو ګواهي ورکوي.

صدارتي الېکشن نه مخکښې ايوب خان پۀ ۱۹۵۹ء کښې د بنيادي جمهوريت ارډر جاري کړو. ايوب خان د دې لۀ لارې د نظرياتي سياست مخنيوے کول او خپل امريت ته اخلاقي جواز ورکول غوښتل. د فرورۍ ۱۹۶۰ پۀ صدارتي رېفرنډم کښې ئې خپل حمايت دپاره دوي وکارول چې پۀ نتيجه کښې ئې ايوب خان پنځه کالو دپاره يو ځل بيا صدر منتخب شو.

ايوب خان پۀ دې ټاکنو کښې بنيادي جمهورين خپل حق کښې استعمال کړل او هم دا وجه وه چې دغه ټاکنې ئې وګټلې، دوېم ئې د الېکشن نه مخکښې کال ۱۹۶۴ کښې نېشنل پرېس ټرسټ اداره جوړه کړې وه چې يوولس اخبارونه د ټرسټ برخه وو چې ايوب خان دپاره به ئې پروپېګنډا کوله. دې دوران فاطمه جناح او د نېشنل عوامي ګوند قيادت ئې بهرني اېجنټان وګرځول، ايوب خان څۀ دپاسه درې زره سرکاري قبائيلي مشران او ملکان خپل حمايت کښې وکارول.

دوه کاله پس ۱۹۶۷ء کښې د نوابزاده نصرالله خان پۀ مشرۍ کښې يو بل اتحاد جوړ شو چې نامه ئې پاکستان ډېموکرېټک مومنټ (PDM) شوه. پۀ دې اتحاد کښې کونسل مسلم ليګ، نظامِ اسلام پارټي، جماعت اسلامي پاکستان، عوامي ليګ او نېشنل ډيمومرېټک فرنټ شامل وو. نېشنل عوامي ګوند د يو څۀ اعتراضاتو لۀ کبله د (PDM) برخه نۀ وه چې پکښې بنيادي اعتراض دا ؤ چې د پي ډي اېم اېجنډا کښې د ون-يونټ پۀ اړه څۀ خبره نشته او دوېم د ملک خارجه پاليسۍ کښې د امريکائي مداخلت هم څۀ ذکر نشته . د کال ۱۹۶۸ء اواخرو کښې دوه کارونه وشو، د تعليمي اصلاحاتو، فيسونو کښې کمي او يونيورسټۍ ارډيننس (چې له کبله ئې پۀ پوهنتونو کښې پۀ سياسي فعاليتونو بندېز ؤ) ختمولو لپاره محصلينو احتجاجونه پېل کړل، دوېم پۀ نهم نومبر ۱۹۶۸ء کښې د ايوب خان پېښور ته راتلو سره د محصلينو او پوليس ترمېنځ متشدد پېښې وشوې او هغې نه پس پۀ بله ورځ پۀ لسم جنوري چارسده کښې د کنونشن مسلم ليګ غونډه کښې د ايوب خان پۀ سټېج د پوليټيکنک انسټيوټ يو ځوان هاشم خان ډزې وکړې، ايوب خان حکومت د دې پېښې الزام پۀ ولي خان، نېپ ورکرانو او اپوزيشن قيادت ولګولو چې لۀ کبله ئې د ولي خان، د نېپ نور قيادت، بهټو او اپوزيشن قيادت جېلونو ته واچول شو نو يو څۀ وخت پس پۀ کال ۱۹۶۹ء جنورۍ کښې ډېموکرېټک اېکشن کمېټي (DAC) پۀ نامه يو بل اتحاد جوړ شو . پۀ دې اتحاد کښې پي ډي اېم ګوندونو نه علاوه نېپ او جمعيت علماء اسلام شامل وو، ډېموکرېټک اېکشن کمېټي محصلينو دپاره ال پاکستان سټوډنټ اېکشن کمېټۍ پۀ نامه تنظيم جوړ کړو چې د هغې لۀ لارې (DAC) دخپل احتجاجونو لړۍ پېل کړه. پۀ ۶ فرورۍ ۱۹۶۹ء کښې ايوب خان اپوزيشن سره مذاکراتو لپاره راونډ ټېبل کانفرنس (RTC) راوغوښتو. پۀ اپوزيشن کښې ولي خان د شېخ مجيب الرحمن پۀ خوشي کولو زور واچوو، ايوب خان پۀ (RTC) کښې د اپوزيشن دوه بنيادي مطالبات ومنل، يو وفاقي پارلماني حکومت، دوېم مستقيم انتخابات د اډلټ فرنچائز پۀ بنياد او نور مطالبات ئې رد کړل. مارچ ۱۹۶۹ کښې نوابزاده نصرالله خان (DAC) ختم کړلو چې دهغوي بنيادي مطالبات ومنل شو، دې دوران کښې پۀ مشرقي پاکستان کښې عوامي ليګ او نېپ (بهاشاني)، پۀ مغربي پاکستان کښې پيپلزپارټۍ د ‘ګهيراو’ ‘جلاو’ احتجاجونه کول نو دهغې پۀ نتيجه کښې ايوب خان پۀ ۲۵ مارچ ۱۹۶۹ صدارت نه مستعفي شو، خپل اختيارات ئې ارمي چيف يحيي خان ته ورکړل، يحيي خان مارشل لاء ولګوله او ۱۹۶۲ اساسي قانون ئې معطل کړلو.

بهټو دور:

بهټو دور کښې د کال ۱۹۷۲ء اواخرو او ۱۹۷۳ء پېل ترمېنځ وخت د سياسي تضاداتو، خپلمنځي اختلافاتو او بدګمانيو وخت ؤ، پۀ فرورۍ ۱۴، ۱۹۷۳ء کښې بهټو پۀ بلوچستان کښې د پوځي اېکشن حکم ورکړو او بلوچستان کښې ئې د نېپ حکومت ختم کړلو چې پۀ نتيجه کښې پۀ پښتونخوا کښې جمعيت او نېپ اتحادي حکومت احتجاجاً استعفي ورکړه، پۀ داسې حالاتو کښې پۀ ۲۸ فرورۍ ۱۹۷۳ يو اتحاد يونائيټډ ډېموکرېټک فرنټ (UDF) جوړ شو چې هغې کښې نېشنل عوامي پارټي، يونائيټد پاکستان مسلم ليګ، جمعيت العلماء پاکستان، جمعيت العلماء اسلام، جماعت اسلامي، پاکستان ډېموکرېټک پارټي، خاکسار تحريک او ازاد ګروپ شامل وو. پير پګارو د دې اتحاد مشر، مفتي محمود نائب صدر، پروفېسر غفور احمد جنرل سېکرټري وټاکل شو او ۱۲ نکاتي اېجنډا ئې جاري کړله.

د مشرقي پاکستان بېلېدو نه پس بهټو د ولي خان نه پۀ سياسي توګه وېره محسوسوله او هم ځکه د يونائيټډ ډېموکرېټک فرنټ پۀ ۲۳ مارچ ۱۹۷۳ء لياقت باغ پنډۍ کښې جلسه باندې فېډرل سېکورټي فورس (FSF) له لارې ډزې وشوې چې بنيادي ټارګټ ئې ولي خان او پښتون قيادت ؤ. يونائيټد ډېموکرېټک فرنټ د اسمبلۍ دننه د غېر ائيني ترميمونو خلاف واک اوټ او بهر د خپلو احتجاجونو لړۍ جاري وساتله خو دې دوران پۀ کال ۱۹۷۵ء کښې يو خو پۀ نېپ بندېز ولګول شو او بل ولي خان ګرفتار کړل شو چې لۀ کبله ئې د يونائټيډ ډېموکرېټک فرنټ ليډرشپ د بحران ښکار شو او خپل فعاليت ئې وبائيللو.

پۀ ۷ جنورۍ ۱۹۷۷ء کښې بهټو د ټاکنو اعلان وکړو. اپوزيشن د بهټو مطلق حاکميت د کاؤنټر کولو دپاره انتخاباتي اتحاد ‘پاکستان نېشنل الائينس'(PNA) جوړ کړلو. پۀ دې اتحاد کښې نېشنل ډېموکرېټک پارټي (پۀ نېپ بندېز نه پس سرادر شېرباز مزاري او بېګم نسيم ولي خان مور بي بي پۀ مشرۍ کښې جوړه شوې وه)، جمعيت العلماء پاکستان (مفتي محمود ګروپ)، جماعت اسلامي پاکستان، جمعيت العلماء پاکستان، پګارو مسلم ليګ، پاکستان ډېموکرېټک پارټي، تحريک استقلال، خاکسار تحريک او ال جمو اېنډ کشمير مسلم کانفرنس شامل وو. د دې اتحاد صدر مفتي محمود او نائب صدر نوابزاده نصرالله خان ؤ.

الېکشن نه مخکښې پاکستان قومي اتحاد (PNA) بلوچستان کښې پوځي اپرېشن ختمولو باندې زور واچولو خو بهټو ورسره و نۀ منله نو پۀ نتيجه کښې (PNA) پۀ بلوچستان کښې احتجاجاً د الېکشن څخه بائيکاټ وکړو.

الېکشن وشو، پۀ ۲۰۰ سيټونو کښې پيپلزپارټۍ ۱۵۵ سيټونه او اپوزيشن اتحاد ۳۶ سيټونه وګټل. قومي اتحاد پۀ الېکشن د دهاندلۍ الزامات ولګول او پۀ يولسم مارچ ئې د ملک ګير احتجاجونو لړۍ پېل کړله. بهټو د قومي اتحاد خلاف کرېک ډاؤن شروع کړو، پۀ شپږويشتم اپرېل بهټو د اساسي قانون ارټيکل ۲۴۵ لاندې کراچۍ، لاهور او حيدراباد کښې مارشل لاء ولګوله، لاهور هائيکورټ دا مارشل لاء غېرائيني وګرځوله، خو يو څۀ وخت پس بهټو مذاکراتو ته راضي شو خو دا مذاکرات د بدګمانيو ښکار شول چې لۀ کبله ئې پۀ ۵ جولائي ارمي چيف جنرل ضياءالحق ټول ملک کښې مارشل لاء ولګوله . بهټو، د هغۀ کابينه، د قومي اتحاد قيادت ‘حفاظتي حراست’ کښې واخستل شو، قامي او صوبائي اسمبلۍ منسوخ کړل شوې او د ۱۹۷۳ اساسي قانون ئې معطل کړو.

ضياءالحق دور:

ضياء د مارشل لاء لګولو سره پۀ سياسي ګوندونو بندېز ولګولو، د “احتساب بيا انتخاب” نعره ئې ووهله، نوي (۹۰) ورځو پس ئې د انتخاباتو دپاره ورځ وټاکله خو خپله وعده ئې پوره نۀ کړله او څۀ وخت پس ئې د بهټو عدالتي قتل وکړو. ضياء د خپل اقتدار غځولو دپاره قومي اتحاد کښې شامل ګوندونو ته حکومت کښې د شاملېدو دعوت ورکړو چې پۀ نتيجه کښې جماعت اسلامي، پګارو مسلم ليګ او دوه درې نور جماعتونه حکومت کښې شامل شو او دغه شان قومي اتحاد مات شو. د ضياء خلاف سياسي خلا پوره کولو دپاره پۀ ۶ فروري ۱۹۸۱ء موومنټ فار رېسټورېشن اف ډېموکرېسي (MRD) شروع شو چې پکښې پاکستان پيپلزپارټي، نېشنل ډېموکرېټک پارټي، پاکستان نېشنل پارټي، عوامي تحريک، تحريک استقلال، افضل بنګش پاکستان مزدور کسان پارټي، پاکستان ډېموکرېټک پارټي او جمعيت العلماء اسلام پاکستان شامل وو. جماعت اسلامي او جمعيت العلماء پاکستان پۀ دې تحريک کښې شامل نۀ وو، هاغه وخت به ولي خان بابا وئيل چې جماعت اسلامي دې وخت پۀ امريکائي سپونسر افغان جهاد کښې مصروفه ده نو د جمهوريت دپاره مالِ غنيمت نۀ شي پرېښودې. ضياء ته هېڅ کله يو داسې تحريک د قبولتيا وړ نۀ ؤ کوم چې د جمهوريت بحالۍ دپاره کوششونه کوي. پۀ مارچ ۱۹۸۱ کښې هاغه وخت ضياء ته د اېم ار ډي خلاف د کرېک ډاؤن موقع ملاو شوه کله چې ‘الذوالفقار’ پۀ ۲ مارچ ۱۹۸۱ پي ائي اے الوتکه اغوا کړله . پۀ اېم ار ډي کښې زياتره د پېپلزپارټۍ کارکنان فعاله وو نو د ذوالفقار عملياتو سره د پېپلزپارټۍ خلاف پاکستان کښې غصه ښکاره شوه او بل طرف ته د اېم ار ډي خلاف ضياء ته کرېک ډاؤن کولو دپاره موقع پۀ لاس راغله. هم دې کال پوځي حکومت بېنظير بهټو ته د بهرملک تلو اجازه ورکړه او هغه لندن ته لاړه، بيا ورپسې کال ۱۹۸۵ء کښې اېم ار ډي د غېرجماعتي انتخاباتو بائيکاټ وکړو، پۀ دې انتخاباتو کښې جماعت اسلامي نه علاوه نورو ګوندونو بائيکاټ وکړلو خو بيا هم د څۀ ګوندونو کارکنانو انتخاباتو کښې برخه واخسته چې لۀ کبله ئې اېم ار ډي خپل فعاليت وبائيللو. پۀ کال ۱۹۸۶ء کښې حکومت لخوا يو تحريک التوا پاس شو چې پۀ نتيجه کښې ئې پۀ ولي خان بابا، غوث بخش بزنجو، اصغر خان، مولانا فضل الرحمن او نوابزاده نصرالله خان باندې سندهـ ته راتلو باندې بندېز ولګول شو . هم پۀ دې کال بېنظير بهټو وطن ته واپس راغلله او پۀ دې کال عوامي نېشنل ګوند هم جوړ شو، سياسي ګوندونه فعاله شو، دوه کاله پس پۀ ۱۷ اګست ۱۹۸۸ء ضياءالحق د جهاز پۀ چاودنه کښې پۀ پراسراره توګه مړ شو.

بېنظير بهټو نه تر نواز شريف دور:

د ضياء الحق نه پس غلام اسحق صدر جوړ شو. غلام اسحاق خان پۀ ملک کښې د غېر جماعتي ټاکنو اعلان وکړو خو اېم ار ډي ګوندونو پۀ هغې اعتراض وکړو، د بېنظير بهټو پۀ پټيشن سپريم کورټ فل بېنچ د جماعتي انتخاباتو پۀ حق کښې فېصله واوروله. ولي خان د عوامي نېشنل ګوند، پېپلزپارټۍ او اېم ار ډي ګوندونو مشترکه اتحاد جوړولو دپاره کوششونه وکړۀ خو هغه کاميابه نۀ شو. د اسټېبلشمنټ خواهش دا ؤ چې يو داسې حکومت جوړ شي کوم چې د ضياء د دور خارجه پاليسۍ باندې اثرانداز نۀ شي، دې کار دپاره د ائي ايس ائۍ ډائرېکټر جنرل حميد ګل ته دا کار ورپۀ غاړه شو چې پۀ هر قيمت به الېکشن کښې پېپلزپارټي اکثريتي جماعت جوړېدو نه لرې ساتي، دې دپاره اسلامي جمهوري اتحاد (IJI) جوړ شو.

نومبر ۱۹۸۸ء کښې الېکشن وشو خو پېپلزپارټۍ سره ساده اکثريت هم نۀ ؤ، پۀ قامي اسمبلۍ کښې ۲۰۵ سيټونو کښې پېپلزپارټۍ ۹۳ سيټونه او ائي جے ائي ۵۵ سيټونه وګټل.

د ۱۹۸۹ اواخرو کښې پۀ مرکز کښې اېم کيو اېم او پۀ پښتونخوا کښې عوامې نېشنل ګوند د څۀ وجوهاتو پۀ بنياد اتحادي حکومت نه بهر شو، دې دوران صدر اسحق خان او پنجاب کښې ائي جے ائي د کرپشن خلاف پروپېګنډې شروع کړې او پۀ ۶ اګست ۱۹۹۰ء صدر غلام اسحق خان اساسي قانون ارټيکل ۵۸ (۲) (b) لاندې قامي او صوبائي اسمبلۍ برخاست کړې.

نوي انتخاباتو کښې هم پيپلز ګوند محسوسوله چې اسټېبلشمنټ، غلام اسحق خان او عبوري حکومت به پېپلزپارټي حکومت جوړېدو ته پرې نۀ ږدي نو را روان الېکشن دپاره بېنظير بهټو د عوامي جمهوري اتحاد (PDA) پۀ نامه اتحاد جوړ کړو. پۀ دې اليکشن کښې اسلامي جمهوري اتحاد د قامي اسمبلۍ ۲۰۶ سيټونو کښې ۱۰۵ سيټونه او پاکستان جمهوري اتحاد يوازې ۴۵ سيټونه وګټل، نوازشريف وزيراعظم شو او بېنظيره ليډر اف اپوزيشن شوه. پۀ ۱۹۹۰ کښې د نوازشريف وزيراعظم جوړېدو نه تر ۱۹۹۷ پورې دوه حکومتونه د نوازشريف او بېنظيرې مات او جوړ شو.

پۀ ۱۹۹۷ الېکشن کښې د قامي اسمبلۍ ۲۰۲ سيټونو کښې مسلم ليګ ۱۳۴ سيټونه وګټل او نوازشريف وزيراعظم جوړ شو، پۀ پښتونخوا کښې د عوامي نېشنل ګوند او مسلم ليګ اتحادي حکومت جوړ شو. پۀ نومبر ۱۹۹۷ کښې سرحدي صوبې (اوسنۍ خېبر پښتونخوا) نوم د ‘پښتونخوا’ ته اړولو دپاره قرارداد د عوامي نېشنل ګوند پۀ کوششونو پاس شو، خو مسلم ليګ عوامي نېشنل ګوند سره د صوبې نامه ‘پښتونخوا’ ته اړولو باندې راضي نۀ شو نو عوامي نېشنل ګوند صوبه کښې مسلم ليګ سره اتحادي حکومت ختم کړو، هغې نه پس پۀ جون کښې حکومت د کالاباغ ډېم خبره وکړه . پېپلزپارټۍ او عوامي نېشنل ګوند دا منصوبه رد کړله، پۀ مۍ ۲۸ م د اېټمي دهماکو پۀ ورځ ټول ملک کښې اېمرجنسي ولګولې شوه، کالاباغ ډېم او داسې قسمه کارونو پۀ ردِعمل کښې پۀ ۲۸ جون پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ او پښتونخوا قومي پارټۍ او عوامي نېشنل ګوند د اېمرجنسي ختمولو، صوبائي خودمختاري،د پارلمان بالادستۍ او پنجاب اثر رسوخ ختمولو دپاره د پاکستان اپرېسډ نېشن مومنټ (PONAM) لۀ پلېټ فارمه پۀ شريکه مزاحمت کولو خبره وکړه. بيا د ‘پاکستان عوامي اتحاد’ پۀ نامه د مسلم ليګ حکومت غېر جمهوري کارونو خلاف يو سياسي اتحاد جوړ شو، پۀ دې اتحاد کښې پيپلزپارټي، عوامي نېشنل ګوند، متحده قومي مومنټ، پاکستان عوامي تحريک او پاکستان تحريک انصاف شامل وو . د دې اتحاد بنيادي اېجنډا د نوازشريف حکومت ختمول او پۀ مستقبل کښې مکمله صوبائي خودمختاري، او اختيارات بره نه ښکته منتقل کول وو.

پۀ څوارلسم ستمبر پاکستان عوامي تحريک کښې شامل ګوندونو د نورو اپوزيشن ګوندونو سره د نوابزاده نصرالله خان پۀ مشرۍ کښې د نواز شريف حکومت خلاف ګرېنډ ډېموکرېټک الائينس (GDA) پۀ نامه اتحاد جوړ کړو. پۀ اکتوبر کښې پېښور کښې جلسه وشوه . دې دوران کښې د نوازشريف او پوځ ترمېنځ د کارګل پۀ معامله اړيکې ترينګلې شوې، پۀ دولسم اکتوبر مشرف د نوازشريف حکومت ختم کړلواو ملکي معاملات ئې پۀ لاس کښې واخستل.

مشرف دور:

مشرف پۀ څوارلسم اکتوبر اېمرجنسي نافذ کړله. پۀ جنوري ۲۰۰۰ کښې د سياستدانانو بدنامولو دپاره د مشرف جوړ کړے شوي ‘نېب’ ارډيننس خلاف د اسفنديار ولي خان پۀ مشرۍ کښې جي ډي اے (GDA) اجلاس وشو. اسفنديار خان دې ارډيننس ته ‘تور قانون’ ووئيل او د سياستدانانو سره سره ئې د جرنېلانو او ججانو د احتساب خبره وکړه. پۀ درېم دسمبر ۲۰۰۰ء مسلم ليګ پۀ جي ډي اے کښې شاملېدو سره يو نوے اتحاد جوړ شو چې نوم ئې الائينس فار رېسټورېشن اف ډېموکرېسي (ARD) ؤ .مشرف د رېفرنډم بائيکاټ وکړو خو څۀ ډېر متحرک پاتې نۀ شو. پۀ ۲۰۰۶ء کښې نوازشريف او بېنظير بهټو لندن کښې ‘ميثاقَ جمهوريت’ باندې دستخط وکړو، مشرف دوېم ځل دپاره صدر جوړېدل غوښتل او هغې دپاره مشرف ته اسمبلۍ نه د اعتماد ووټ پکار ؤ. پۀ دې لړ کښې پۀ جولائي کښې لندن کښې ملټي پارټي کانفرنس وشو چې پۀ نتيجه کښې ئې ال پاکستان ډېموکرېټک مومنټ جوړ شو چې پکښې پونم (PONAM)، اے ار ډي (ARD) او متحده مجلسِ عمل (MMA) شامل وو . دوي فېصله وکړه چې د مشرف دوېم ځل دپاره صدر جوړېدل غېرقانوني عمل دے او کۀ مشرف يو ځل بيا صدر جوړ شو نو مونږ به حکومت نه مستعفي کېږو.

پۀ ۲۰۰۷ کښې مشرف پۀ غيرائيني توګه دسپريم کورټ جج افتخار چوهدري رخصت کړوچې پۀ ردِعمل کښې ئې ‘عدليه بحالي تحريک’ شروع شو. پۀ ټول ملک کښې د احتجاجونو لړۍ پېل شوه. افتخار چوهدري بحال کړے شو خو د وکيلانو تحريک پۀ چيف جسټس افتحار چوهدري زور راوړو چې د مشرف صدارت غېرقانوني ګرځول، مسنګ پرسنز، سټيل مِل کېس او نور کېسونه دې د مشرف خلاف رابهر کړي، پۀ داسې حالاتو کښې پۀ درېم نومبر مشرف اېمرجنسي ولګوله، ائين ئې معطل کړو، پي سي او (PCO) ئې جاري کړه او پي سي او لاندې ئې چيف جسټس يو ځل بيا برخاست کړو. پۀ (APDM) کښې شامل ټولو ګوندونو د دې عمل غندنه وکړه. پۀ داسې وخت کښې پۀ مشرف مغربي ملکونو زور راوړو چې هغه دې اېمرجنسي ختم کړي، اېمرجنسي ئې ختم کړه او د چيف اف ارمي سټاف عهده ئې هم پرېښوده . پۀ نومبر ۲۰۰۷ کښې د ټاکنو اعلان وشو چې پېپلزپارټۍ هم پکښې د برخه اخستو اعلان وکړو، پۀ (APDM) کښې شامل ګوندونو مسلم ليګ (ن)، جماعت اسلامي، تحريک انصاف او پښتونخوا ملي عوامي ګوند راروان عمومي انتخاباتو کښې د برخه اخستلو نه بائيکاټ وکړو خو يو څو ورځې پس نوازشريف الېکشن کښې د حصه اخستو واپس اعلان وکړو . دوي بېنظير بهټو سره خبرې شروع کړې چې هغه بائيکاټ ته تياره کړي، دې دپاره (ARD) جوائنټ کمېټۍ کښې شامل ګوندونو او (APDM) يو چارټر اف ډيمانډ جوړ کړو چې هغه به مشرف ته وړاندې کېږي او کۀ هغه ومنل شو نو ښۀ ده ګينې بيا به د الېکشن څخه بائيکاټ کېږي، پۀ دې کښې يوه مطالبه د ۲ نومبر ۲۰۰۷ عدليه بحالي وه، پېپلزپارټۍ پۀ دې اړه اعتراضات لرل خو (APDM) کښې شامل مسلم ليګ پۀ دې مطالبه ټينګار کولو چې له کبله ئې د (ARD) او (APDM) ترمېنځ ججانو پۀ بحالۍ اتفاق رانغلو. پېپلزپارټۍ، مسلم ليګ (ن)، عوامي نېشنل ګوند او د اېم اېم اے نورو ګوندونو الېکشن کښې د برخه اخستو اعلان وکړو . محمود خان اچکزے د (APDM) کنوينر شو او هغوي د الېکشن بائيکاټ وکړو او (APDM) مات شو. پۀ دسمبر ۲۰۰۷ کښې بېنظير بهټو بمي چاودنه کښې شهيده شوه، مسلم ليګ (ن) د بېنظير بهټو پۀ مرګ احتجاجاً الېکشن نه بائيکاټ وکړو خو چې کله پيپلزپارټۍ الېکشن کښې د برخه اخستو اعلان وکړو نو هغوي هم خپله فېصله بېرته واخسته.

پۀ ۱۸ فرورۍ ۲۰۰۸ء الېکشن وشو، پيپلزپارټي د ۱۱۳ ديارلس سيټونو سره پۀ اول نمبر راغله او د مسلم ليګ (ن) او عوامي نېشنل ګوند سره ئې مرکز او صوبو کښې اتحاد جوړ کړو، يوسف رضا ګيلاني وزيراعظم شو. پۀ مارچ ۲۰۰۸ کښې مسلم ليګ او پيپلزپارټۍ ترمېنځ ‘مري اعلاميه’ پۀ نامه يوه اعلاميه دستخط شوه چې تر مخه به وفاقي حکومت جوړېدو دوران کښې ۳۰ ورځو کښې دننه دننه مشرف لۀخوا لرې کړے شوي افتخار چوهدري سره ټول ججان بحالېږي. دې دوران کښې مشرف هم دې ګنګوسو ته خيال شو او د پيپلزپارټۍ دننه د افتخار چوهدرۍ بحالۍ پۀ اړه اختلافات ښکاره شو، ټول ملک کښې جمات اسلامي، مسلم ليګ او تحريک انصاف د احتجاجونو لړۍ پېل کړه . پۀ اګست کښې د زرداري او نوازشريف ترمېنځ پرېکړه وشوه چې مشرف به څلورو صوبو نه خپل ځان دپاره د اعتماد ووټ حاصلوي، کۀ داسې ؤ نه شو نو هغه به د صدارت کرسۍ پرېږدي، پۀ داسې حالاتو کښې مشرف سياسي حمايت بائيللے ؤ نو مشرف پۀ ۱۸ اګست صدارت کرسۍ نه مستعفي شو.

هائبرډ رژيم:

پۀ کال ۲۰۱۸ء کښې د جولائۍ مياشت کښې عام ټاکنې وشوې. دهاندلۍ الزامونو لګېدو باوجود يو سويلين حکومت نه بل حکومت ته پۀ پرامنه توګه اقتدار منتقل شو خو سوال دا دے چې اياپۀ پرامنه توګه د يو سويلين حکومت نه بل حکومت ته د اقتدار منتقلي د جمهوريت ضمانت ورکوي؟ حقيقت دا دے چې يوازې انتخابي سياست د جمهوري نظام ضمانت نۀ ورکوي. پۀ شلمه پېړۍ کښې د ۱۹۵۸، ۱۹۶۹، ۱۹۷۷، ۱۹۹۹ مداخلت نتائجو نه پوځ اوس پۀ يويشتمه پېړۍ کښې دا زدکړه کړې ده چې اوس به د مستقيم مداخلت پۀ ځاے پۀ غېرمستقيم توګه خپل کار چلوو کومه چې د دې خبرې غمازي کوي چې عوام نور د اسټېبلشمنټ دې لاسوهنې ته تيار نۀ دے . د ۲۰۱۸ء الېکشن پۀ نتيجه کښې يو داسې ‘هائبرډ’ حکومت وزېږېدو چې د هغې ټول انحصار پۀ پنډۍ باندې دے، د دې خلاف تحريک، “پاکستان ډېموکرېټک مومنټ (PDM) د جمعيت علماء اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمن پۀ مشرۍ کښې روان دے چې پکښې پيپلزپارټي، مسلم ليګ (ن)، عوامي نېشنل ګوند, بلوچستان نېشنل پارټي، پښتونخوا ملي عوامي پارټي، قومي وطن پارټي، نېشنل پارټي بزنجو، جمعيتِ اهل حديث، جمعيت علماء پاکستان نوراني شامل دي.

اخر کښې به اوس د پي ډي اېم پۀ اړه يو څو خبرې وکړم چې :

۱ (مونږ کۀ تحريک کښې د حکومت خلاف د اولس متحرک کولو توان پۀ اړه وګورو نو في الحال داسې ښکاري چې پي ډي اېم د اولس متحرک کولو توان لري.

۲ (کۀ مونږ د پاکستان جمهوري تحريکونو تاريخ ته وګورو نو داسې نۀ ښکاري چې دا تحريک به ملک کښې پۀ مکمله توګه جمهوري نظام راولي خو دومره قدر کېدے شي چې سياسي ګوندونو ته به يو څۀ وخت دپاره لږ سياسي سپېس ملاو شي.

۳ (پۀ پاکستان کښې د نيم جمهوري حکومتونو خلاف چلېدونکي جمهوري تحريکونه د نظام پۀ ځاے د شخصياتو خلاف چلېدلي دي ولې چې هغوي پوهېږي چې پاکستان يو ‘کلائينټ’ رياست دے، دلته پۀ مکمله توګه جمهوريت راتلل ناممکنه ښکاري.

۴ (د حکومت خلاف مزاحمت کول او پۀ ښکاره سېکيورټي اسټېبلشمنټ ته ګوته نېولو کښې فرق دے نو کېدے شي چې راروان وخت کښې کۀ چېرته دوي يوازې د عمران خان حکومت خبره وکړه نو ممکنه ده چې څۀ کمپرومائز سياست پېل شي او کۀ چېرته دا تحريک د سېکيورټي اسټېبلشمنټ خلاف وي نو بيا دې دپاره تحريک ته خپل صفونو کښې اتحاد ډېر اړين دے.

۵( پاور پالېټکس د اخلاقياتو سره هېڅ تعلق نۀ لي نو مونږ وئيلے شو چې اتحادونه جوړېږي هم د ماتېدو دپاره . د اتحادونو سياست کښې د ګوندونو خپل منشور څۀ وخت دپاره وړومبي حېثيت نه ثانوي حېثيت ته لاړ شي او د اتحاد اېجنډا وړومبے حېثيت اختيار کړي. د اتحاد لۀ لارې د يو ګوند مطالبې منل کېدو سره هغه ګوند پۀ پټه يا عملي توګه د اتحاد نه لارې جدا کوي نو د پي ډي اېم انجام هم ممکنه ده چې د پاور پالټيکس بې رحمه معروض ښکار شي.

دا هم ولولئ

سل کلن تحريک: “سره جنډه به پۀ دې لار د ارتقا راوړمه” – اوېس کمال

مونږ کۀ د شلمې پېړۍ پۀ وړومبنۍ دوه لسیزو کښې د باچا خان باباد سماجي، …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *