دغني خان شاعرۍ کښې جمالياتي حظ او تجربه – فېصل فاران

جمالياتي حظ ـــ د جمالياتو د مضمون مهمه مباحثه ده. جمالياتي حظ ته مونږ د ښائېست نه خوند رنګ اخستنه وئيلے شو. د حظ، محظوظ او احتظاظ توري پۀ کلاسيکي شاعرۍکښې هم پکارول شوي دي لکه خوشحال خان خټک دوه غزلې د “محظوظ” پۀ رديف کښې ليکلي دي او د جمالياتي حظ پۀ حواله هغه ډېر د پائې تصور لري. هغه جمالياتي حظ او دې سره تړلي د خوند رنګ تصوراتو لپاره د نشاط، خوښۍ، لذت، خوشحالۍ، سرور، زړۀ سړېدۀ، زړۀ خړوبېدۀ او حظ غوندې توري پکاروي او د ځينې شيانو لکه ښۀ توره، تازي سپے، عراقي اس، مهوري باز، ښکلے معشوق، خوش سيرته، پاکيزه ښځه، او ښۀ سرود پۀ دې حوالې سره يادوي او څنګه چې پښتو کښې خر د بې ذوقۍ نخښه ده او پۀ دې حواله وائي:

1 ـ خر ته ئې ګل ونيوۀ هغۀ وخوړۀ

2 ـ خرۀ د خيد پۀ خواړۀ څۀ پوهېږي

دغسې خوشحال خټک هم حظ نۀ محسوسؤنکے انسان پۀ مثال د خر بولي.

د خوشحال وئيل هنر دے هغه خر دے

چې به دے پۀ دې وئيل نۀ وي محظوظ

غني خان هم دغسې د وېنا پۀ حقله د کم ګوئي او د هنر خبره کوي او څوک چې ډېرې او اوږدې اوږدې خبرې کوي هغۀ ته خر وائي.

ډاکټر اقبال نسيم خټک د جمالياتي حظ پۀ حقله ليکي چې:

“پۀ عامه توګه حظ، مسرت، لذت او انبساط نزدې نزدې پۀ يوه معني استعمالېږي. هم دغسې خوښي، خوند، چرت، هم نزدې نزدې مفهوم ترسره کوي. پۀ دغه اصطلاحاتو کښې فرق شته دے خو دومره باريک چې خلق پرې نۀ پوهېږي”.

دې تورو کښې هر يو تورے د عربۍ تورے دے چې د فارسۍ پۀ لاره اردو او پښتو دواړو ژبو ته ځينې نورو معنو خپلولو سره راغلي دي، چې معني ئې داسې دي:

“الذ” لذيذ، مرغوب، خوب، خوش ګفتاره.

“مسرت، خوشي، شادماني، انبساط، انند”

“انبساط، خورېدل، غوړېدل، خوښي، شادماني، فرحت”

دغسې حظ تورے دے چې عربۍ ژبه کښې ئې خپلې معنې د برخې، سعادت او مالدارۍ دي، خوش قسمتۍ او خېر ته هم وئيلے شي.

خو عربۍ ژبه کښې دا د خوند، لذت او خوشحالۍ معني البته نۀ لري. نسبتي معنو کښې خوند، لذت او د انبساط دا معني ئې د خوش قسمتۍ يا برخه کېدۀ سره تړلې فارسي، پښتو او اردو ته راغلي دي، د دې نه زيات د انبساط تورے د کېفيت لپاره سم دے ځکه چې انبساط د بسط نه راوتے تورے دے چې خورېدۀ، او غوړېدۀ ته وائي او د خوند کېفيت کښې هم دغسې احساس شامل وي لکه چې زړۀ سمسورېږي، خورېږي.

د دې تورو د معنوي او نسبتي معنو پۀ حواله پوهاند سعيداحمدرفيق ليکي چې:

ژباړه: د يوې تمنا يا خواهش سرته رسولو کښې يا يوازې د دې خيال نه چې مونږ ته کومه خوشګواري، زړۀ راښکون او خوښي موندلے کېږي دې ته مونږ مسرت وايو.

کۀ دغه زړۀ را ټولنه شعوري او پوهې سره تړون لري نو دې ته ذهني احتظاظ وايو.

او کۀ چرې تړاو ئې احساسي اړخ سره وي نو ورته جمالياتي حظ وئيلے شي.

خو کۀ دغه عمل جسماني غوښتنو سره تړلے وي نو بيا ورته لذت وئيلے کېدے شي.

پروفېسر اقبال نسيم خټک د جمالياتي خوندرنګ سپيناوے داسې کوي چې دا د خوشحالۍ د احساس نه پۀ دې باندې اوچت کېفيت دے چې دې کښې يو ډول روحاني تسکين هم پټ دے.

البته خټک صېب د مسرت او حظ فرق دې اقتباس کښې کولو کښې تېروتے دے.

“د جمالياتي حظ يا جمالياتي مسرت پۀ لړکښې د ارمان يا خواهش د پوره کېدو سوال ځکه نۀ وي چې خواهشات د ژوند ضرورت زېږوي او د ضرورياتو پۀ پوره کېدو بنده ته خوشحالي ضرور حاصلېږي خو پۀ دغه قسمه خوشحالۍ او جمالياتي مسرت کښې روحاني کېفيت موجود وي. د يو خواهش يا ضرورت پۀ پوره کېدو بنده ته خوشحالي حاصلېږي خو روحاني تسکين ورته نۀ حاصلېږي ځکه دغه خوشحالي سرسري عارضي او کم اثره وي”.

د جمالياتي خوند حوالې سره د غني خان نظم “باميان” ډېر د ارزښت وړ دے. دې نظم کښې هم دغه روحاني خړوبتيا ډېره جوت ده کومه چې د جمالياتي خوند سره دې اقتباس کښې تړلې ښودلې شوې ده. دغه پۀ دې حقله هم مهم دے چې د جمالياتي خوند او جمالياتي تجربې ترمېنځه غوره بېلات پۀ ګوته کوي. سره د مابعدالطبيعاتي رسېدنې دا نظم جمالياتي تجربه کښې نۀ بدلېږي او د شعور د حد نه کومه چې د هستۍ خاصه ده بهر ته وځي.

“باميان”

يو خوا د قدرت جمال ـــ بل خوا د انسان کمال

زۀ ئې لېونے کړمه ـــ چارچاپېره نور دے

نۀ دے باميان نۀ دے دا ـــ دا خو کوه طور دے

دلته د فطرت جمال ـــ دلته د ادم جنون

دواړه پۀ ضد شوي دي ـــ جوړ ئې کۀ ترې څۀ افسون

ورپسې دغسې نورهم!

د يو مجسمه ساز پۀ سترګه او د مهاتمابدهـ غوندې د سترې هستۍ د منونکي پۀ توګه چې غني خان دې مجسمو ته د کاتۀ او يو زبردست جمالياتي خوند او کېف سره مخ شوے او دا نظم ئې ليکلے :

هر خوا چې دې لاړ نظر ـــ غرونه هم ګلونه دي

هرغر دے درياب د رنګ ـــ يونه پۀ زرګونه دي

بل خوا دادم د ژوند ـــ مينې او ايمان قصه

هر غار کښې نغمې د عشق ـــ هر خوا دجانان قصه

هر يو غار کښې پروت خاموش ـــ ساز يو د نورونو دے

ورپسې دغسې نورهم!

د دې معروضيت شاليد کښې هغه دا نۀ هېروي چې زاړۀ پښتانۀ اسلام نه وړاندې ګڼ شمېر کښې بدهيان هم وو. کله چې پۀ پېښور او پښتونخوا کښې د هندو برهمن شاهي واکمني راغله نو د پښتونخوا نه پۀ زرګونو خلقو د اوسني افغانستان کندهار سيمې ته لېږدنه وکړه . دوي ځان سره د مهاتهابدهـ لوے کچکول هم يوړۀ او دغه ټول هرڅۀ هم د هغۀ ذهن کښې د دې تخليق پۀ وخت خوندي دي ځکه ليکي:

دا ورک او ويجاړ جهان ـــ کور مې د نيکونو دے

دې تالا جهان پسې ـــ دې د پښتون شان پسې

دې تباه دوران پسې ـــ دې شهيد جانان پسې

دې سوي ګلشن پسې ـــ دې شاړ ګلستان پسې

زۀ د زړۀ پۀ سرو وينو ـــ ژاړمه ژړېږمه

زۀ چې ورته ګورمه ـــ سره لمبه سوزېږمه

باميان د افغانستان يو ايالت دے چې اوس دې کښې هزاره قام اوسېږي خو پخوا زمانه کښې دا د بدهـ مت لوغ مرکز ؤ او دلته غارونوکښې د بدهـ بهګشوانو خانقاهي لړۍ وې يعنې د جمالياتي خوند خارجي مخه او معروضيت هم ډېر واضحه دے.

نوموړې فېمنېنسټ فعاله مهناز رحمان هم د صادقېن د جوړکړي تصوير پۀ حقله د خپل جمالياتي خوند شدت داسې بيانوي.

(ژباړه) ” څلورم يا شپږم تصوير ته چې ورسېدمه نو ناڅاپه د هر څيز د شتون احساس مې ختم شو، پۀ بدن مې يو ډول لړزان راغلو لکه چې کرنټ نيولے وي يو څو شېبې پس دا کېفيت کم شو او زۀ بل تصوير ته وړاندې شومه خو دا کېفيت تراوسه زما پوهه کښې نۀ راځي”.

کۀ دې اقتباس ته مونږ ګورو نو دشدت نه پرته پکښې د تجربي هغه اذيت او مابعدالطبعياتي اړخ نۀ ښکاري کوم چې جمالياتي خوند نه جمالياتي تجربه داحساس په شدت بېلوي. دې سره تمدني حواله هم ښکاره ده. هم د صادقېن د يو بل تصويري نمائش پۀ حقله د دغه ليکوالې هم دغسې بله واقعه هم شته خو دې واقعه کښې هم هرڅو کۀ د مابعدالطبعياتي اړخ څرګند دے ولې بيا هم د جمالياتي تجربې هغه کړۀ وړۀ نۀ لري کوم چې د يوې روحاني يا روماني نسبت لۀ رويه جمالياتي خاصه وي. اغلې ليکواله ليکي:

ژباړه: زمونږ ملګري د ګس لاس او د مترقي فکر کېدو لۀ کبله د حکومت د عتاب لاندې وو. مونږ پۀ سائنسي سوچ يقين لرلو او مذهبي شدت پسندۍ سره مو تړون نۀ ؤ خو د دغه نمائش نه راستنېدو نه پس زۀ عجيبه کېفيت کښې ويدۀ شومه او بيا سهار ملابانګ وختي ؤ چې مې سترګې وغړېدې نو مونځ ته ودرېدمه، وروستو مې سوچ کولو چې ايا دا د صادقېن د تصويرونو دمخ ښودنې مابعدالطبعياتي اغېزه وه؟

د دې نه دا هم جوتېږي چې جمالياتي خوند خپلو حدودو کښې دننه هم تر يو حده دجمالياتي تجربې کړۀ وړۀ لري، شايد هم دغه وجه ده چې جمالياتي خوند او جمالياتي تجربې زياتره پۀ خپلو کښې د يو شانوالي لۀ کبله هم جمالياتي تجربه منلے کېږي او جمالياتي خوند ئې سوب منلے کېږي . خو هرکله چې مونږ ئې تقابل کوو نو خپله بيا سره خپلو کښې بېلې شي او جمالياتي خوند د يو خاص حد نه وړاندې دتاثر هغه شدت او حسيتِ نۀ ښائي کوم چې جمالياتي تجربه کښې د هستۍ د نيشت نه پېل کېږي او وروستۍ پائيله ئې اذيت وي.

د جمالياتي خوند پۀ حواله مشهوره واقعه د مولانا رومي او صلاح الدين زرکوب ده. د دې پۀ حقله ډاکټر غلام برق جېلاني خپل کتاب “دانش رومي وسعدي” کښې ليکي:

ژباړه: مولانا د کورنه ډېر کم بهر وتلو خو يوه ورځ څۀ پسې بهر را وتے ؤ دا د ٦٥٤هـ پېښه ده د يو دوکان د مخې تېرېدۀ دا د صلاح الدين زرګر دوکان ؤ دغه وخت هغه سپين زرټکول د څټکي پۀ ګزار کښې داسې تال ؤ چې مولانا پۀ رقص شو څو ساعتو دغه کېفيت ؤ صلاح الدين زرکوب دوکان نه راوتو لمن ئې وڅنډله او مولانا سره شو دغه صحبتونه لس کاله پورې روان وو. وروسته دا چې ١٢٦٦ز کښې زرکوب مړ شو د هغۀ پۀ مړينه مولانا يو دردناکه غزل وليکۀ چې مطلع ئې دا ده:

اے زهجران در فراقت اسمان بگريسته

دل ميان خون نشته عقل وجان بگريسته

جمالياتي خوند پۀ خاص توګه دبنيادم تمدني پرمختګ کښې د يو تربيت يافته او ذاتي تاثر خوشګواره کېفيت دے دا ځکه هغه ټولنې چې پۀ سماجي او تخليقي حوالو وړاندې نۀ وي تلې د هغې وګړي څۀ جمالياتي خوند کښې پاتې راځي لکه د پسمانده سيمو او بانډو اوسېدونکي د مائيکل اېنجلو د پکاسو مجسمو د ليونارډو ډوانچي د وان ګوف د انځورونو او د غني د خوشحال او د نرودا د شاعرۍ نه د بتهوون دجلال نه خوند نۀ شي اخستے او چې هغوي د ذوق تر دغه معياره رسېدنه پۀ ذهني توګه نۀ ده کړې نو ښکاره ده د ذوق د لا غوره معيار لۀ مخه د راټوکېدلي ذهني کېفيت جمالياتي خوند نه هم هغوي ارومرو محرومه دي. پوهاند پروفېسر سعيداحمد رفيق ليکي:

ژباړه: د يو ښکلي نقش يا ګلاب پۀ ليدنې مونږه ته جمالياتي خوند مېلاوېږي خو د دغه خوند موندنې لپاره نۀ د ګل ګلاب پۀ غاړه د کولو ضرورت وي او نۀ د دغه نقش د ناستې پۀ کمره کښې د لګولو ولې اپوټه دغه ډول خواهش خو دجمالياتي خود پۀ لار کښې خنډ ودرېدے شي”.

ددې نه دا جوتېږي چې جمالياتي خوند د مادي ګټې د هغه تصور سره تړون نۀ لري کوم چې مونږ د معروض نورو څيزونو سره پۀ څه نا څۀ حواله باندې د تصور کولوعادت يو دا هم ځکه جمالياتي خوند ته مقصدي وئيلے کېږي خو مطلب ورسره نۀ يوځاے کېږي. ولې څومره پورې چې دا خبره ده چې جمالياتي خوند د ګردو انسانانو يوشانې شتمني ده ځکه د جمالياتود پوهاند پروفېسر سعيداحمد رفيق دې خبرې سره اختلاف کېدے شي.

ژباړه: جمالياتي خوندرنګ د ټولو انسانانو شريکه شتمني ده، د دې موندلو لپاره خپل اصول دي او دې کښې دلاندې باندې امير غريب ماضي، حال ختيځ لوېديځ او رنګ او نسل هېڅ قېد نشته”.

دې خبره سره اختلاف ځکه کېدے شي چې جمالياتي خوند رنګ د متمدنه ټولنې مېنځ کښې زېږېدو کښې د غوره ذوق د معيار ژور تاثر دے چې دغه ډول غوره ذوق نه شاته پاتې شوې ټولنې محرومه وي. هم دغسې څومره پورې چې د جمالياتي خوند رنګ لۀ مخه مقصديت خبره ده چې دغه انساني شخصيت کښې نفاست او نرم والے راټوکوي خو دغه مقصديت بيا خپله د حقيقت سره تړلے وي يعنې هغه څۀ بۀ جمالياتي خوندرنګ ته لاره سموي چې حقيقت پۀ کښې ښودل کېږي کۀ داسې نۀ وي نو بيا ګرانه ده چې يو جمالياتي خوند د معروض پۀ يو ښۀ يا ښکلي څيز کښې مونږ ومومو او حقيقت نه مطلب دا هم دے چې دغه څۀ چې د جمالياتي خوندرنګ سوب جوړېږي د ژوند او ژوندون سره نزدې تړون ولري. جمالياتي خوند پۀ خپل مونډ کښې يوه داسې وسوسه انګېزه تلوسه ده چې د ژوند د کوم حقيقت ته د رسېدنې هڅه ورته مونږ وئيلے شو ځکه داخبره پۀ دې حقله درسته ده چې

پۀ يوتخليق کښې بس يوه پېښه وړاندې کول دغه تخليق وچتې درجې ته نۀ شي رسولے ولې دغسې به دا يوازې تصويرګري شي، حقيقت ښودنه او پېښه ښودنه کښې زښت توپير دے د يوې پيښې… وړاندې کول عکاسي ده خو د دې ويښ ته کوزېدۀ اسباب او علتونه موندل او ټولنيزه چاپېرچل سره د دې رګ ريښه تړل حقيقت وي “.

څومره پورې چې د موادو خبره ده نو د جمالياتي خوندرنګ سوب جوړېدونکي يوڅۀ خپل موادو کښې وقتي او يو زماني هم کېدے شي او تلپاتې موضوعات لرونکي هم کېدے شي دا ځکه چې حقيقت هم پۀ ځاے ولاړ شے نۀ دے هم دغسې هره زمانه کښې د چاپېرچل بدلون سره ذوق هم بدلېږي او ددغه بدلون اغيزه د موادو پۀ انتخاب هم پرېوځي ځکه مونږ ګورو وينو چې يو خاص وخت اوخاص مقام کښې چې ځينې وخت يوه سندره، تصوير، او خوراک مونږ کومه مزه راکوي بل ځاے بل وخت ضروري نۀ ده چې هم هغسې مزه ترې نه مونږه چاڼ کړو ځکه ځينې وخت مخصوصه چاپېرچل کښې دکم اهميته موضوع هم اهميت د زياته مهمې موضوع نه سېوا شي او دا د هغه هومره د تاثير سوب شي چې څومره د يو زمانې حقيقي او با اعتباري موضوع تاثر وي خو بل وخت __ د دغه تاثير نه محرومه شي پۀ دې حواله يو شمېر مثالونه وړاندې کېدے شي لکه د غني خان د استاد رابندرا ناتهـ ټېګور يوه واقعه مولانا ابوالکلام ازاد ليکي :

ژباړه: د يو انځور پۀ ليدو هغه بې اختياره وځنګېدۀ او د اورا تارونه ئې لکه د مضراب وټنګېدۀ او وئيل ئې اوس خفه پۀ دې شم چې تراوسه پورې لا ماله نوره زده کړه پکار وه خو نظر مې تت، لاسونه مې کار نه وتي، ګوتې مې هغه نازکي نۀ لري، بدن مې بې لچکه دے. درېغه کۀ لږ وخت مې نور موندلے ؤ نو څۀ نور به مې تخليق کړے ؤ”.

دلته جوتېږي چې ټېګور د کوم تصوير پۀ ليدو بې اختياره د جمالياتي خوند هغسې ښکار شوے لکه څنګه چې د باميان د بتانو پۀ ليدو باندې غني خان بې اختياره شوے دے او د پښتنو زړو نيکانو او بدهسټ فنکارانو يادونه ئې کړې ده. ټېګور هم ارمان کوي چې درېغه ما ته لږ وخت نور ملاؤ شوے وے چې ما هم داسې تخليق نور کړے ؤ. د غني خان او ټېګور دواړو دغه ارمان دا ثبوت راکوي چې د جمالياتي خوند لپاره کۀ د يو خواهش شتون ضروري نۀ وي نو هم د جمالياتي خوندرنګ نتيجه بيا يو خواهش خامخا را ټوکوي هم دغه خواهش د جمالياتي خوندرنګ شدت سېوا کوي.

دغني خان جمالياتي خوند معروض سره نيزدې انسلاک لري. ګلونه، سيند، ډک جام، ماښام، ساز، ونې، اس، سپرلے دا هر څۀ هغه لپاره د جمالياتي خوند رنګ سوب جوړېږي ځکه نظم “باچا”کښې بيا هغه د باچاهۍ نه زيات غوره باغ، سيند او د ونو سېورے ګڼي.

ربه ما له کۀ دې را کړه ـــ بادشاهي د کل جهان

زۀ به ئې وغورزم لۀ کوره ـــ لکه سوټې پۀ ډېران

دا يو دوه ګهړۍ ژوندون زۀ ـــ پۀ جګړو نۀ شم تېرولے

د دې ظلم پۀ کټوۍ دې ـــ ربه بل کېږده برغولے

دغسې يو بل نظم “جنت او دنيا” کښې هم د جمالياتي خوند لپاره د خپل ذوق د معيار ټاکنه داسې کوي:

چې مستي وي او ځواني وي او جانان وي او ډک جام

ډېر ګلونه لږ ياران او غمګين غوندې ماښام

عشق څۀ اور وي او څۀ نور وي زړۀ لمبې لکه تنور وي

پۀ دې ژوند به زۀ ورځارکړم جنتونه ستا تمام

د جمالياتي او روحاني تجربې پۀ حقله سائنسي څېړنه اوس دا خبره کوي چې دا د بنيادم د ښي مازغو د رائټ ټمپورل لوبز(Right Temporel Lobes) سره تړون لري او د دې د نامانوسيت نه زېږېدلے دا تصور چې ګنې دا الوهي کشف يا الهام يا القا يا امد وي اوس هغه زړې معنې نۀ لري ځکه چې دا د بنيادم د خپل لا شعور نه راوتے وي او نامانوسيت کوم چې ئې د الوهي کشفي يا الهام تصور ورکوي د هغې وجه دا وي چې کله ښي مازغوکښې دا تجربه وشي نو اظهار لپاره ورله لفظونه کېڼ مازغۀ ورکوي دکوم تړون چې دژبې سره دے نو کېڼ مازغو ته پۀ راتلۀ يونامانوسه او پردے احساس ورسره مل شي چې پۀ الهام يا الوهي کشف باندې متصورشي.

پوهاند جولين جيمو ليکي:

ژباړه: دکومو خلقو رائټ ټمپورل لوبز چې زيات حساس وي هغوي باندې د مېرګي دورې راځي چې پکښې مازغو ته د اکسيجن سپلائي بېخي کمه شي او چې کوم د دوي نه کم حساس وي هغه شاعران او دروېشان شي . عامو خلقو ته هم داسې تجربې کېدے شي کۀ د دوي رائټ ټمپورل لوبز ته تجربه ګاه کښې کرنټ ورکړے شي.

يعنې دې کښې شک نۀ دے پاتې چې دا هرڅۀ د بنيادم د خپل لاشعور کارنامې وي او هم مازغو کښې دننه دا تجربې پېښېږي ځکه د نفسياتو پوهانو چې د مېرګي د رنځورانو کېس سټډي وکړه نو دوي کښې ملحدانو او دهريه کسانو ته هم دغه روحاني تجربات شوي دي هم دغسې چې کوم ناروغه کسان نۀ وو او ښۀ تندرست وو نو د هغوي د “ښي مغزو” ټمپورل لوبز هم چې کله پۀ کرنټ وځپلے شو نو دوي هم د روحاني تجربې ښکار شو . دې نه دا جوتېږي چې مذهب او تصوف هرڅۀ د بنيادم د خپل لاشعور او خپلو مازغو دننه زېږېدلي دي خو دلته بيا پوښتنه کېدے شي چې د لاشعور پېداوښت سهي خو اخر دا مابعدالطبعياتي ادراک ولې؟ او لۀ کومې؟

د غني خان نظم “زۀ” کښې هم دغه خبره موضوع شوې ده چې دا ټول هرڅۀ د بنيادم د خپل شعور او لاشعور نه راټوکېدلي حقيقتونه دي د ذهن نه بهر نۀ دي

زۀ يم زۀ يم رنګ سرور او شړنګار زۀ يم

د جانان سترګوکښې مړاوے خمار زۀ يم

دا تعبير زما د مست زړۀ د تالاش دے

يار زما د زړۀ ارمان دے دلدار زۀ يم

دا زما زړۀ چې د خېشت او رنګ شي وږے

سپرلے سرۀ ګلونه راشي بهار زۀ يم

دا چې زۀ شم د مسکو شونډو لېواله

ليلي جوړه کړم دحسن معمار زۀ يم

دا خو زۀ د ځيګر سوز پۀ هوا سورکړم

روح مطلب معني اواز د ستار زۀ يم

چې زۀ نۀ يم بې معنې جنت اسمان دے

د جهان د سوز او مينې مختاز زۀ يم

دومره پوے شوم پۀ دې ړوکي غوندې ژوند کښې

يار زما کمال،کمال د دلدار زۀ يم

ځينې وخت جمالياتي خوند د جمالياتي تجربې تر يوه حده پورې هم رسي ځکه چې خپله جمالياتي تجربه هم د جمالياتي خوند د زښت شدت دوېمه نامه ده او پۀ عامه توګه تراوسه جمالياتي تجربه هم د جمالياتي خوند لۀ سوبه منلے کېږي خو کۀ پۀ جوت پام مونږ ځېر شو نو د دواړو ترمېنځه مونډيزه توپيرشته دے.

وليم جېمز اګر کۀ خپل کتاب د “روحاني واردات نفسيات” کښې پۀ شپاړسمه خطبه کښې پۀ بشپړه توګه باندې پۀ جمالياتي تجربه او جمالياتي خوند باندې خبرې کوي خو د دوي ترمېنځه پۀ توپير باندې بحث نۀ کوي او اشارتاً د جمالياتي تجربې مقابله کښې جمالياتي خوند ته د خوب غوندې کېفيت وائي:

ژباړه: “يو بل د خوب غوندې کېفيت کښې سري (مخفي) شعور دننه (باطن) کښې زياتې ژورې غوپې وهي”.

دغسې د جمالياتي خوندپۀ حواله دا دکار نکته هم پۀ ګوته کوي چې د دې تړون خارجي فطرت سره پۀ پېوستون راښائي.

دا ډېره مهمه نکته ده ځکه چې د جمالياتي تجربې لپاره د بهرنۍ فضا او کولاؤ چاپېرچل ارومرو ضرورت نۀ وي ولې جمالياتي خوند لپاره دا لازمي وي.

جمالياتي تجربه پۀ وجداني توګه موندل کېږي خو د دې لپاره دتجربې نه وړاندې د فکر، علم پراختيا او ټولنيز شعور هم پکار وي.

هرکله چې د جمالياتي تجربې مابعدالطبعياتي اړخ يو خاص الهياتي اړخ ومومي بيا دې ته د تصوف اصطلاح کښې “وجد” وئيلے شو. زياتره جمالياتي تجربه د پېغمبرانو او بزرګانو روحاني واردات کښې خاص الوهي اړخ ته رسي. متصوفانه وجد يو بې معنې او ځانګړې تجربه وي چې ټولنې يا اجتماعيت سره هېڅ تړون نۀ لري ولې پېغمبرانه جمالياتي تجربه يو خاص مقصديت يعنې د بنيادم او يا ټولنې د اصلاح مقصدسره تړلې وي.

جمالياتي تجربه پۀ وجداني کېفيت وي او وجدان پۀ يووخت حقيقت هم دے او بصيرت هم دے. د جبلت لۀ رويه دا واهمه پېدا کوي او د بصيرت لۀ رويه به دا تېرې شوې ليدنې کتنې دجمالياتي تجربې معروض سره يوکوي. بنيادي توګه باندې جمالياتي تجربه او وجد يو کېفيت ښکاري. وجد د روحاني تجربې غوره او سرور نه ډک کېفيت منلے کېږي او دا هم د جمالياتي تجربې غوندې لږ ساعت لپاره وي. د تصوف منلي اصطلاحاتي لغت “سردلبران” کښې ليک دي.

“وجد”

ژباړه: “احوال صادقه چې پۀ قلب هغه وخت وارد کېږي چې کله قلب شهود کښې فاني وي”.

روماني شاعر الفريډ ټيني سن د جمالياتي تجربې پۀ حقله ليکي:

ژباړه: ما کله پۀ نشه ايز توکي د روحانيت کېفيت نۀ دے زېږولے خو ځينې وخت بيا هم داسې کېفيت راشي چې د هغې د وېنا لپاره د مناسبه توري نۀ لرلو د کبله ورته زۀ “د خود بېخودي” وايمه او وړوکتوب نه تراوسه پورې پۀ يواځيتوب کښې څوځلې ما باندې دغسې کېفيت تېر شوے دے. زۀ دځانه سره ورو غوندې خپله نامه دوه څلور ځله واخلمه نو ناڅاپه د خودۍ پۀ زور را ولاړ شوي شعور کښې زما خودي يوه لا محدوده هستۍ کښې ورکه شي”.

دالفريډ ټيني سن دغه بيان کړے کېفيت جمالياتي تجربه ده او د دې غوره بېلګه پۀ پښتو شعروادب کښې دغني خان نظم “يو بڅرے” کښې موندلے کېږي. دغه نظم پۀ دې حواله ډېر ناوياته دے چې دې کښې جمالياتي تجربه موضوع ګرځېدلې ده. د “يو بڅرے” پۀ سرليک د دغه نظم دوېمه نامه د سپرلي شپه هم ده.

(الف)

د سپرلي شپه وه مسته مستانه

ستوري کېدل ډېر روښان روښانه

سپوږمۍ ولاړه وه ښکلې حېرانه

لېوني سوال وکړو د خپل جانانه

هم دغسې ورپسې نور!

د نظم دې سرنامه کښې د سپرلي مسته شپه ده، سپوږمۍ راختلې ده، د سپرلي شپه به دلته مونږ استعارتا ښکلې شپه ومنو يا دا ووايو چې دا نظم د جمالياتي تجربې نه څۀ موده پس ليکلے شوے وي لکه چې د نظم نېټه اووم د ستمبر ١٩٤٤ز ښودلې شوې ده خوبياهم چې مونږ د نظم د ليکلو ځاے د هندوستان ښکلے پر فضا مقام “شمله” وينو نو رامعلومه شي چې د دې نظم او د جمالياتي تجربې لپاره ټول واقعيت برابر دے يعنې د سپوږمۍ شپه، د شملې دسېل مقام او خپله د غني خان عمر دغه وخت دېرش کاله دے يعنې د ځوانۍ تانده چپه لا پرېوتې نۀ ده خو عمر د پختګي او دشعور خاصه ئې هم جوته ښکاري.

جمالياتي تجربې معلومه خبره ده د کميت او کېفيت پۀ حوالو هم پوره کليت وي او دا هم چې دا ډېر ساعتي نه ولې د څو شېبو لپاره وي او دې څو شېبو کښې دمستۍ او کېف يو شدت د بنيادم هستي لۀ منځه وړي او هغه يو سوچه مجرده نيستي او بېخي د ذات پاتې شي لکه چې څنګه سائمنډ نومې پوهاند د “جمالياتي” تجربې توکنه کوي.

ژباړه: “د عام شعور د لرې کېدو نه پس ته يو زيات بنيادي شعور پرمختګ کولو تردې چې دې کښې يو سوچه مجرد او بېخي ذات را پاتې شۀ او کائنات د هرقسمه شکل وصورت نه خلاصه تشيال محسوسېدۀ خو د ذات د ادراک شدت نور زيات شه او د مستۍ د حقيقت پۀ نسبت راته زښت تشکيک پېدا کېدۀ، داسې معلومېده چې هستي يوه سيميائي بړبوکۍ ده چې بس چاودېدونکې ده او ما دا ګمان کوؤ چې ګينې د نيشت څنډې ته را ورسېدو او د “مايا” ازلي غريب سره اشنا شومه دې نه پس ته زۀ خپل د معمول شعور پله يوځل بيا را ستون شومه “.

سائمنډ دغسې يوه بله جمالياتي تجربه کښې کلوروفام پکاروي او بيا هغې ته وئيلے کېدونکے کېفيت څۀ داسې بيان کوي.

ژباړه: “وړومبے مې ساه تنګه شوه، دې پسې د شعور تختۍ بې رنګه بې نقشه شوه، بيا کله رڼا کله تيارۀ راتله،چې څۀ کېده هغه ما ليده خو د لمس حس پاتې نۀ شو بيا ما سوچ کوه اوس لکه چې زۀ مرمه بيا ناڅاپه ما د شدت سره محسوسه کړه چې ما سره څۀ کېږي هغه خداے خپله کوي او هغه د نور يو رود دے چې زما رګ ريښه کښې را دننه شوے . ددغه خوند کېفيت زما د بيانولو نۀ دے”.

اوس دې ټول شاليد کښې کۀ مونږ د نظم “يو بڅرے” دا پاتې برخه ولولو نو جوته به شي چې دې کښې هم دغه کېفيت دے.

(ب)

ناګاهـ بړق شو درياب د نور راغے

څۀ پۀ مستۍ راغے څۀ پۀ سرور راغے

هستي شوه ګونګه مستي ګويانه

لېوني سوال وکړو د خپل جانانه

او لېوني ورته زړګے کړۀ لرې

ډېر پۀ خوارۍ پکښې ځاے شو بڅرے

او ورپسې نور!

د سائمنډ جمالياتي تجربه کښې هم خداے د نور يو سيند دے چې د هغۀ رګ و ريښه کښې دننه شوے اوبهېږي او دې نظم کښې دغسې ناڅاپه يو پړق شي او دنور سېلاب راشي خو دلته د دغه سېلاب يوه قطره يا يو بڅرے زړۀ کښې ځاے شي او ولې د نظم وروسته کښې د نور درياب چې کله بېرته ستون شي نو شاعر خوار وزار، شوک بوک پاتې شي. دغه حالت سائمنډ خپله تجربه کښې داسې د اذيت ترمخه بيانوي:

ژباړه: پۀ خود کښې د راتلو نه پس دغه احساس لاړۀ ما چغې کړې دا څۀ وشو، هغه ابدي سرور لاړو . ما ډاکټر ته وې تا به زۀ دغه حالت کښې وژلے ومه، دلته ښۀ وه او زۀ به هوش کښې د راتلو نه پس د دې دردېدونکي خيال نه ژغورلے ومه چې دا هرڅۀ حقيقي نۀ وو زما د دماغو د يو غېر معمول حالت رازېږونې دهوکه وه”.

دا ټول حالت هم د “څيري ګرېوان” پوره پوره اذيت ناکي بيانوي . سائمنډ دې حالت ته بوږونکے حالت هم وائي. دلته د دې خبرې سپيناوے هم ضروري دے چې دغه نظم چې د “غني کليات” کابل خپرونه کښې د “يو بڅرے” پۀ سر ليک ليکلے شوے وروستو پېښوري چاپ کښې “د سپرلي شپه” پۀ سر ليک تحريف شوے چې دې سره د نظم خپل معنويت لۀ منځه وځي کوم چې روحاني اذيت پۀ ګوته کوي. دا نظم غني خان هلکوانه کښې ليکلے، پۀ دې سر ليک دا وئيل غواړي چې د هغۀ د شوي تخليق واردات شاليد کښې پۀ جمالياتي تجربه ولاړ د جبلت او بصيرت امتزاج لري او د دې جمالياتي تجربې اصل د ” نور يو بڅرے ” دے چې هغه تل مست او پرخمار ساتي. دې مستۍ او خمار لپاره بيا وروستو هغه د “خيام” تلازمه د فټنز جېرالډ د ژباړلو شويو دعمر خيام د رباعيانو پۀ توسط رامنځته کړه.

د جمالياتي تجربې څۀ اوصاف نوميالے پوهاند وليم جېمز د جمالياتي تجربې پۀ حقله ليکي:

.1 جمالياتي تجربه دوئيلو نۀ وي خو د استدلالي عقل د نۀ رسېدنې باوجود د ژوند کوم ژور اړخ راڅرګندوي”.

.2 داسې تجربه د جزبې او تاثر سره د مشابهه کېدو پرته هم تجربه کوونکے دا د علم و عرفان سره تړلې ګڼي.

.3 داسې حالت پرله پسې نۀ وي ، عامه توګه باندې نيم ساعت يا زيات نه زياته تر دوه ساعته پورې وي.

.4 پل حقيقت کښې جمالياتي تجربه يو ذهني واردات وي چې پکښې يو خاص څيز باندې پام ودرېږي او د خواو شا پېښې او د ژوند متعلقات پکښې د شعور د مخې نه ورک شي”.

غني خان چې کله جمالياتي تجربه بيانوي نو هم دغه اوصاف پکښې جوت ليدۀ شي ولې نورو معنوکښې د هغۀ تجربه پۀ بشپړه ډول د مابعدالطبيعاتي ادراک دوېمه نامه ده لکه د “رباعي” نظم دا سرنامه چې :

کۀ پتنګ د نمر رڼا نۀ شي ليدلے

ګهنګار شو کۀ پۀ شمع شو شېدا

زړۀ کښې چونګ لپه ايله د خاورو ځاے شي

چرته ځاے کړم پکښې دا د نور دريا

ورپسې نور . . .

جمالياتي تجربه يو داسې وجداني کېفيت وي چې پکښې دموضوع او معروض ترمېنځه تړون جوړ شي او د يو خاص څۀ پکښې پۀ ډېر شدت سره د کتونکي ذهن پورې ونښلي او نور چاپېره هر څۀ ئې د بې پامۍ د سېوري لاندې راشي.

خو دې کښې د تجربه کوونکي نفسيات او وړاندې وروستو د ژوند حال احوال هم بنيادي کردار ترسره کوي. هرڅو کۀ د دې جوړښت پوره پوره توکنه ګرانه وي نو نامکنه نۀ وي ځکه مونږ پۀ تصوف کښې ګورو چې صوفيانودغه ډول جمالياتي تجربو ته د واقعاتو او حکاياتو پوره افسانوي صورتونه ورکړي دي.

د صوفيانو تربيت يافته شوي ذهنونه پۀ دې حواله جمالياتي تجربې د قيصو پۀ صورت ليکلے هم شي ځکه د جمالياتي تجربې پۀ حواله د ناقابل بيان کېدو دا خبره تر يوه حده درسته نۀ ده ولې د دې نامعلوميت او پراسراريت کښې البته شک نشته اګر کۀ نوي نفسياتو دغه سريت او رمزيت هم د انساني مغزو سره خپلو حدودو کښې ټاکلے را ښودلے.

د غني خان د شاعر پۀ توګه يو بل ګام دا هم دے چې هغه د دغه روحاني وېرې چې دتصوف اصطلاح کښې ورته قبض وائي خپلې شاعرۍ کښې د تجسيم کولو هڅه هم کړې ده او بيا ښۀ شانداره هڅه ئې کړې ده.

وليم جېمز وائي چې جمالياتي تجربه ( يا روحاني واردات) بيا د ياداشت پۀ زور بېرته نۀ را ګرځي خو دسائمنډ تجربه کښې مونږ کلورو فام د استعمال پۀ وجه د روحاني کېفيت بيان ليدلے دے يعنې د نشه ايزه توکي پۀ پکارونه هم ترڅۀ حده دغه ډول تجربه محسوسېدے شي. ځکه د غني خان غوندې سرمست پرخمار شاعر ته دا هيله کېدے شي چې هغه هم د نشه ايزه توکيو پۀ ذريعه دغه ډول جمالياتي تجربې اعاده کول غوښتي وي او دهغه لافاني نظم “خمار” ددې هيلې روڼ ثبوت دے چې هغه پکښې د جمالياتي تجربې پيچيدګي او د دې جواز ډېر پۀ بې باکۍ باندې بيانوي:

چې نشه شمه د خپله ځانه وځم

لکه وځي چې تنزرے د پنجرې نه

مست زړګے لۀ غمه دا رنګه وچت شي

لکه پورته کړي سر ګل د اديرې نه

هم دغسې ورپسې نور!

اوس کۀ دا نظم وګورو دې کښې د جمالياتي تجربې د اعادې او جواز پوره بيان دے يعنې بېخودي خپلول د جمالياتي تجربې لپاره ضروري وي ځکه چې دې سره د “دروند وجود” او” مجبوره تن “احساس ختم شي يعنې هستي ګونګه شي نيست شي او مستي ګويانه شي او د خيال ښاپېرۍ د اووم اسمان پۀ سېل لاړه شي. دلته جمالياتي تجربه کښې مابعدالطبعياتي اړخ واضحه شي او د ژوند چينه او د رڼا کور دغه اووم اسمان سره تړون لري. د دې نه مطلب هغه يوه ستره هستي ده چې د ژوند او د رڼا احساس دے . يا مذهبي اصطلاح کښې ورله خداے وئيلے کېږي. دغه اووم اسمان د عرش پۀ نسبت باندې رحمان بابا هم ياد کړے خو د هغۀ شعر کښې جمالياتي تجربه پۀ روحاني تجربې باندې پېژندل کېږي او د زبرګۍ تقدس لري کوم چې ورله نظم “خمار” کښې غني خان ورکول نۀ غواړي.

چې پۀ يو قدم تر عرشه پورې رسي

ما ليدلے دے رفتار د دروېشانو

ولې غني خان اپوټه د مذهبيت دشدت پسندۍ او فرسودګۍ رد د ملائيت پۀ صورت دې نظم کښې هم کوي ګويا د غني خان جمالياتي تجربه يوه سيکولر تجربه ده چې د فرد پۀ توګه ئې هر يو بنيادم کولے شي دا ځکه هغه دغه تجربه لۀ قصدهً د نشه ايزه خمار سره تړلې ده. د دې نظم دوېمه برخه کښې د “څېرے ګريوان” اذيت بيان شوے دے خو دلته د ملائيت رد کښې دغه اذيت تجسيم شوے دے.

څۀ په عېش دې ژوندون تېر کړو ملاجانه

د تالاش د سوزېدو نه خبر نۀ شوې

عبادت سره تلې حورې غلمان

د ارمان خاورې کېدو نه خبر نۀ شوې

او ورپسې نور!

دا خبره هم څۀ نوې ناوياته او ناشونې ګڼل نۀ دي پکار چې يوې جمالياتي تجربې لپاره د الکوحل د پکارونې څۀ مطلب؟ ځکه چې نشه ايزه توکي همېشه متصوفانه او سري روايت کښې مهم ګڼلے شوي دي تر دې چې بهنګ ته د تصوف او د خانقاه روايت کښې د زبرګ بوټي حېثيت حاصل دے. د نشه ايزه توکي کار دا وي چې دا مازغو ته اکسيجن سپلائي کمه کړي هرکله چې مازغوته دغه کموت راشي نو حواس ځنډ وکړي ورک يا کمزورے شي او دې سره د هستۍ احساس هم د نشت برابر شي او دسرور يو کېفيت چې بيانول ئې ډېر ګران وي پېدا شي ځنکدن نه وړاندې هم چې مړۀ کېدونکي مړۀ شوي خلق ويني ګوري او عجيبه عجيبه خبرې کوي د هغې وجه هم دغه مازغو ته د اکسيجن کمے راتلل دي او ژوند مازغو ته د اکسيجن پۀ سپلائي باندې ولاړ دے.

خوب هم ځکه مونږ وينو چې د اودۀ کېدو دوران مازغو ته د اکسيجن سپلائي کمه شوې وي. خانقاهي روايت کښې تنګو غارونو، سمڅتوکوډلو کښې د چله کشي دود هم دې نه شروع شوے چې داسې تنګ غارونو ځايونوکښې اکسيجن کم وي نو د روحاني واردات لپاره برابر وي. هم دغه بنياد باندې “حبس دم” به هم صوفيانو جوګيانو او پادريانو کولو چې روحاني واردات کښې پۀ دغه چل ور دننه شي. ښکاره ده چې د اکسيجن کمبوت يو ډول د اذيت احساس هم پېدا کوي، ددغه ډول روحاني اذيت بيان دغني خان نظم “خمار” کښې شته دے . د دغه ډول اذيت بې کچه بيان د نوموړې عيسائي بزرګې سېنټ تهرېسا روحاني واردات کښې هم بشپړ ملاوېږي.

يعني د نامعلوم تالاش کوم اذيت چې غني خان بيانوي هغه د جمالياتي تجربي يوه لازمه ده چې چرته کمه او چرته زياته وي او دغه اذيت نه ډک لذت البته بيا جمالياتي خوندرنګ نۀ وي.

 

دا هم ولولئ

لټون او تپاس د غني ارټ؛ بنيادي نکته – فېصل فاران

هر کله چې د غني خان د شاعرۍ ټولئيزه توکنه کوو او لنډه جائزه ئې …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *