د مورنيو ژبو نړيواله ورځ: ژبه، شناخت او اختيار – اوېس کمال

د یویشتمې فرورۍ ورځ پۀ ټوله نړۍ کښې د مورنیو ژبو د نړیوالې ورځ پۀ توګه لمانځل کېږي، پۀ تاریخي توګه چې کله پۀ کال ۱۹۵۲ء کښې وزیراعظم خواجه ناظم الدین د مسلم لیګ، محمد علي جناح او لیاقت علي خان د اردو ژبې پۀ اړه زوړ موقف پۀ ډهاکه کښې تکرار کړو چې اردو به د پاکستان قامي ژبه وي نو د دې پر ضد بنګالي زده کوونکيو لخوا دوه میاشتې مسلسل لاریونونه وشول چې د هغې ختمولو لپاره ریاست کرفیو نافذ کړله. بنګالي زده کوونکيو د حکم منلو څخه انکار وکړلو او پۀ یوکوشي (Ekushe) یعنې پۀ یوویشتمې فرورۍ ئې یو ځل بیا لاریونونه پېل کړل، د پاکستان سېکیورټي ادارو لخوا پۀ لاریون ډزې وشوې چې پکښې څلور زده کوونکي ووژل شول نو هم د دې ورځې پۀ مناسبت سره دا ورځ د مورنیو ژبو ورځ پۀ توګه یادېږي او د یونېسکو د چارټر لاندې یویشتمه فروري پۀ ټوله نړۍ کښې د مورنیو ژبو د نړیوالې ورځ پۀ توګه لمانځل کېږي.

پۀ تاریخي توګه د پاکستان او اردو ژبې ترمېنځ اړیکو ته کۀ مونږ وګورو نو تر ۱۹۴۷ پورې پېرنګي وخت کښې ‘هندي-اردو تنازعه’ چې کله هم هندوستان کښې راپورته شوې وه نو دې تنازعې د هندوستان یواځې هاغه ځایونو کښې سر راښکاره کړے دے چرته چې مسلمانان اقلیت کښې وو، پۀ خاصه توګه شمالي هندوستان (اترپردېش او بهار)، دلته کۀ څۀ هم مسلمانان پۀ ابادۍ کښې لږ وو خو زیاتره جاګيرداران مسلمانان وو، د دې ځاے پۀ وسائيلو قابض مسلمان جاګيردار اشرافو دا وېره لرله چې را روان وخت کښې زمونږ ماتحت بزګر، دهقان هندوان زمونږ پرضد بغاوت کولے شي نو خپل ځاني مفاداتو تحفظ د پاره دوي خپل ځانګړي مسلمان شناخت جوړولو لۀ زور ورکړو چې هغې کښې هندو دښمنۍ ته مرکزي حېثیت حاصل ؤ. د اترپردېش او بهار اشرافو به د خپل جاګيردارانه ژوند ژواک، لهجه، ژبې او ادب ته اسلامي وئیلو سره له هندوانو څخه د جلا شناخت لرلو تاثر ورکولو، یو وخت دا اشرافیه د فارسۍ اثر لاندې وه خو چې د فارسۍ عروج وخت ختم شو نو دوي د اردو ژبې لمن ونیوله. بیا چې کله پۀ کال ۱۹۰۶ء کښې ال انډیا مسلم لیګ جوړ شو نو د مسلم لیګ زیاتره قیادت هم د اترپردېش او بهار سره تعلق لرلو، هغوي به پۀ زیاتره غونډو کښې اردو ته ‘هماري زبان’ وئیلو چې ګنې اردو هندوستان کښې مېشتۀ د ټولو مسلمانانو ژبه ده، کۀ څۀ هم اردو یواځې هند کښې اقلیتي علاقو کښې د مېشتۀ مسلمانانو ژبه وه. بیا چې کله تقسیم وشو نو دوي دا ګڼل چې پاکستان لۀ دې کبله چې دوي جوړ کړے دے نو دوي خپل اترپردېش او بهار کلتور، ژبې، شناخت ته اسلامي ووئیل او پۀ پاکستان کښې مېشتۀ تاریخي قامونو باندې ئې خپل شناخت مسلط کړلو.

ځاني توګه کۀ څۀ هم د دې خبرې پۀ حق کښې نۀ یم چې لکه د پاکستاني لبرلانو یا جناح صېب مدحه خوانو دې پاکستان کښې سېکولرازم، وفاقیت، اسلامي ریاست يا بل کوم نظام د پاره د ال انډیا مسلم لیګ قراردادونه او د محمد علي جناح تقریرونه د جواز پۀ توګه وړاندې کړل شي خو دلته د ال انډیامسلم لیګ او مشرانو دوه رنګي وړاندې کول غواړم چې تقسیم نه مخکښې خو قراردادِ لاهور کښې دا وئیل کېږي چې،

“هاغه علاقې چرته چرته چې د مسلمانانو اکثریت دے لکه د هندوستان شمال مغرب او شمال مشرق، دا دې یوځاے شي او ‘ازاد ریاستونه’ دې جوړ شي چې د هغې تشکیلي اکائیانې بااختیار او خودمختاره وي.”

خو چې کله تقسیم وشي نو جناح صېب پۀ ځاے د دې چې د پاکستان دننه اوسېدونکي تاریخي قامونو ته خودمختاري ورکړي، هغه صوبائي خودمختاري پۀ عصبیت بولي او تاریخي قامونو ته وائي چې تاسو د خپل تاریخي شناخت پرځاے ‘پاکستانیت’ سره ځان وتړئ او دې خبرې سره خودساخته مفروضاتي ‘دو قومي نظریه’ پۀ یو مصنوعي ایک قومي نظریه ‘پاکستانیت بدله کړي چې هغې د پاره د اردو ژبې نه کار واخلي او اردو ژبه ‘قامي ژبه’ وګرځوي چې لږ وخت پس هغه ‘پاکستانیت’ پۀ خلیجِ بنګال کښې سر وخوري. دوي اوس هم پاکستان کښې مېشتۀ د تاریخي قامونو ژبو ته ‘علاقائي ژبې’ او اردو ژبې ته ‘قامي ژبه’ وائي، کۀ څۀ هم حقیقت کښې اردو یوازې د سندهـ یوڅو علاقو پورې محدوده ژبه ده.

پاکستان کښې د اردو ژبې پۀ ډېره منظمه توګه مقامیت پروري (Indigenization) کړې شوې ده، دلته د ماشومانو روزنه څۀ داسې ډول کول کېږی چې لکه اردو ژبه وئیل د افتخار او مهذب کېدو خبره ده او مورنۍ ژبه وئیل د سپکتوب او پڅ فکرۍ علامت دے. مورنۍ ژبې پۀ داسې مېکانزم مسخ کړې شوي چې ماشومان لۀ خپل تاریخ څخه بېل کړي، د دوي پۀ ذهنونو کښې شعوري توګه لۀ دوي څخه خپل شناخت ګوښې (Marginalized) کړي. دلته ماشومانو ته یواځې زباني دود (Oral Tradition) لۀ لارې خپل تاریخ، کلتور، شناخت پۀ حجرو او کورونو کښې د فوکلور یا نیا بې بې قيصو لۀ لارې منتقل کېږي چې هغه هم اوس پۀ ختمېدو دے ولې چې د یو مستعمره قام دوېم او درېم نسل د خپل تاریخ پرځاے د استعماري قوتونو تاریخ خپل کړي.

کینیائي لیکوال، اکېډميسن نګوګي وا تیونګو (NgũgĩwaThiong’o) وائي چې استعماریت یوازې د یو استعمار پۀ مستعمره خلکو طبعي توګه ځواک کېدو پروسه نۀ ده بلکې څنګه چې د استعمار ټوپک ګولۍ یعنې جبر د یو قام پۀ جسماني توګه د محکومه ساتلو وسیله ده همداسې د استعمار ژبه، مستعمره خلک پۀ ذهني توګه د محکوم ساتلو وسیله ده. د مستعمره قام ژبه لۀ دوي څخه لۀ منځه وړلو سره د دوي تاریخ، کلتور، شناخت نيوټرلائیز کړے شي چې استعمار ته پۀ دوي حکومت کولو کښې ستونزه نۀ وي.

کۀ مونږ اردو ژبې او پۀ پاکستان کښې د پنجابي اشرافیې واکمنۍ ساخت ترمنځ اړیکو ته وګورو نو پاکستان جوړېدو نه پس بې لۀ پنجابیانو د پاکستان دننه مېشتۀ ټولو تاریخي قامونو کښې خپلو قامي ژبو پۀ اړه تحریکونه تر سترګو کېږي، کۀ هغه د بنګالۍ ژبې تحریک وي چې بنګالیانو بنګالي ژبه قامي شعور بېدارولو د پاره سمبول وګرځوله او د پاکستان دننه قامونو پرضد روان دنننے استعماریت ئې رد کړلو او خپلواکي ئې ترلاسه کړه، بیا کۀ د خدائي خدمتګار نه تر عوامي نېشنل ګوند پورې د پښتو ژبې تحریک وي، پۀ سندهـ کښې چې کله د کراچۍ پوهنتون زده کوونکو ته ووئیل شو چې امتحان پوښتنې دې سندهي ژبې پرځاے اردو کښې ځواب کړي نو د پنجابي-مهاجر بیوریوکرېسۍ استعماریت پرضد د جي اېم سید سندهۍ ژبې تحریک ؤ، پۀ بلوچستان کښې د ‘لټ خانه’ تحریک وي یا پۀ شپږمې لسیزې کښې پۀ جنوبي پنجاب کښې د سرائیکي ژبې تحریک وي چې ‘سرائیکي لوک سانجهـ’ پورې رارسي خو مونږ ته پنجابۍ ژبې پۀ اړه څۀ خاص باقاعده تحریک تر سترګو کېږي نه چې د هغې بنیادي لامل دا دے چې د پنجاب اشرافیه د پاکستان اسټېبلشمنټ او بیوریوکرېسي کښې پۀ مهمو څوکیو ناسته ده او دوي نۀ غواړي چې پنجابي ژبې ته دې پام ورکړے شي ولې چې کۀ یو ځل پنجابي ژبې ته پام ورکړے شو نو بیا به پاکستان یو وفاق تسلیم کول وي، د پاکستان دننه مېشتۀ تاریخي قامونو ژبه، شناخت او اختیار به هم تسلیم کول وي.

دا خبره یوازې تر پنجابي اشرافیې پورې تړلې نۀ ده بلکې د پنجاب چې څومره هم لبرلان، مترقیان دي هغوي هم د پاکستانیت پروسه برخه دي او د تاریخي قامونو شناخت مسخ کوي. د پنجاب مترقیانو پۀ کتاب کښې به تاسو ته د جلیانواله باغ ذکر مېلاوشي، د امرتسر ذکر به مېلاو شي، د تقسیم فساداتو ذکر به مېلاو شي خو تاسو ته به چرته هم د هتي خېلو، د قیصه خوانۍ، د ټکر یا د بابړې ذکر مېلاو نۀ شي. د دوي پۀ کتاب کښې به تاسو ته د فېض احمد فېض ذکر مېلاو شي، د جالب ذکر به مېلاو شي، د ساحر لدهیانوي ذکر به مېلاو شي، د اقبال ذکر به مېلاوشي خو تاسو ته به چرته هم د بنګالیانو نذراسلام، د اجمل خټک، د بلوڅوګل خان نصیر، د سندهیانو شېخ ایاز ذکر مېلاو نۀ شي، تاسو ته به د پنجابۍ ژبې صوفي شاعرانو لکه بلهے شاه، وارث شاه، د سندهۍ ژبې صوفي شاعرانو شالطیف بټائي، سچل سرمست ذکر مېلاو نۀ شي چا چې پۀ خپله خاوره مذهبي رجعت پسندي رد کړې ده. د پاکستان دننه مېشتۀ تاریخي قامونو دا ټول شاعران، لیکوالان د پنجاب مترقیانوته قبول نۀ دي ځکه چې دوي د خپلې خاورې ژبه کښې، خپلې قامي ژبه کښې د خپلې خاورې غږ پورته کړے ؤ. د پاکستان مترقیانو، لبرلانو ترقي پسندي د جناح صېب د ذاتي ژوند حوالو څخه او سېکوالرزم ئې د جناح صېب د يوولسم اګست تقریر نه شروع کېږی او پۀ یوولسم اګست تقرېر ختم کېږي، دوي تر اوسه پورې هغه زوړ د مهاجر-پنجابي بیوروکرېسي مائنډ سېټ لري، د دوي ټول سیاست پۀ روايتي انداز او تنګ نظرۍ اډاڼه دے.

داسې نۀ ده چې ګنې دا اشرافیه پۀ اردو ژبې مئينه ده، دوي خپلو ماشومانو ته درسونه پۀ انګرېزۍ ژبه کښې ورکوي چې خپل بچي د ریاست پۀ انتظامي ساخت او معیشت قابض کولو

د پاره تیار کړي او د تاریخي قامونو پۀ وسائیلو قبضې کولو سره سره د ریاستي، انتظامي، معاشي او سیاسي څوکیو نه عام اولس لرې ساتلو د پاره خلکو ته د اردو ژبې بین غږوي. یو عام ماشوم وړومبے دې ته حېران وي چې زۀ به اردو ژبه زده کوم، بیا ئې دې ته لمسوي چې تۀ به اوس انګرېزي ژبه هم زده کوې، چې ماشوم اخر پۀ یو دوه کښې حېران پاتې شي، دلته ئې ماشومان پۀ ژبو کښې بوخت ساتلي دي او نور د علم پۀ نامه دوي نه یو روبوټ جوړول کېږي. کۀ څۀ هم بنیادي خبره د علم ترسیل وي، د ابلاغ وي چې ماشوم ته علم منتقل کړے شي او دا خبره جوَته ده چې ماشوم ته بنیادي مورنۍ ژبې نه علاوه پۀ بله ژبه کښې د علم ترسیل پۀ ښۀ توګه نۀ شي کېدے. ځینې پکښې وائي چې پښتو ژبه د جدید علم‌، سائینس، فلسفې ژبه نۀ ده نو پښتو ژبه د نصاب برخه کول نۀ دي پکار خو حقیقت دا دے چې پوهه، علم چرته یوې ژبې پورې تړلې نۀ ده، زمونږ مخې ته د جدید سائنسي علومو، فلسفې او د ادب پرمختګ تاریخ پروت دے، پۀ دې کښې زیاتره برخه د غېرانګرېزي ژبو ده خو انګرېزي ژبې ته پۀ نړیواله توګه چې کوم مقام حاصل دے نو د هغې بنیادي لامل نوابادیاتي جبر او د اروپایانو پۀ امریکه کښې پۀ ځائي خلکو جبر دے.

پۀ بنیادي توګه د ژبې مسئله د خاورې د اختیار مسئله ده، د ژبې مسئله د یو قام د شناخت تسلیم کولو مسئله ده ، کۀ د تاریخي قامونو شناخت او ‘پۀ خپله خاوره خپل اختیار’ تسلیم کول وو نو بیا خو د پاکستان جوړېدوڅۀ جواز نۀ پاتې کېږي. د ژبې مسئله يوازې پۀ دې نۀ خلاصېږي چې پښتو ژبه دې د نصاب برخه کړې شي ،بلکې نصاب دې قامي هم کړے شي، نصاب دې د خپلې خاورې د اختیار نمائنده وګرځي. دلته کۀ مونږ پښتو نصاب ته وګورو نو پښتو نصاب بېخي یو (Counter-productive) نصاب دے چې یوازې د ماشومانو ذهنونه ګنګس کولو د پاره جوړ شوے دے، پۀ دې نصاب کښې کۀ د عوامي نېشنل ګوند لۀ برکته یو اړخ ته باچا خان بابا شامل شوے دے نو هغه هم پۀ داسې مهارت برخه شوې چې د باچا خان بابا کردار د ‘فخرِافغان’ نه زیات د ‘فرنټیئرګاندي’ پۀ توګه وړاندې شوے دے نو بل اړخ ته ماشوم ته جمال الدین افغاني پېن اسلامزم هم ښودلے شوے دے، پۀ دې نصاب کښې ‘حب الوطنۍ’ نه زیات ‘حب الریاستۍ’ باندې زور اچول کېږي او داسې د پښتو پښتنو ته هېڅ ګټه نشته چې ژبه خو دې زما وي خو زما پۀ ژبه دې خبره د غلیم کېږي. اجمل بابا وائي :

مات شه د باګرام د بهر امانو اورنګي قلم

کوم چې پۀ پښتو ژبه خبرې د پردو ليکي

دا هم ولولئ

نوې ضلعې: د بلېک هول پۀ ولقه کښې – اوېس کمال

پۀ نولسمه پېړۍ کښې چې کله برطانوي استعمار پۀ هند کښې خپل نفوذ ټینګ کړو …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.