د اصلاح الافاغنه فعاليت تر خدائي خدمتګار پورې – پروفېسر نور احمد فطرت اڅکزے

د تاريخ پۀ اوږدو کښې پښتون افغان ملت ډېر مېړنے، زړور او لۀ ځواکه ډک خلق پاتې شوي دي. پۀ لر او بر افغان کښې هر وخت دوي ستر تحريکونه رامېنځته کړي دي. لکه د شېرشاه سوري اصلاحات، لکه د پير روښان غوندې غورزې پرزې، لکه د خوشحال بابا د تورې او قلم خوځښت، لکه د ميروېس نيکۀ او احمد شاه بابا امپراتوري او نورې، “باچاخان د پښتنو ملي لارښود”مقاله کښې ليکل شوي دي.

“پۀ شلمه پېړۍ کښې لۀ امونه تر اټکه د باچاخان نه لوے سياستمدار او مصلح نۀ دے پېدا شوے. ځکه چې کۀ زمونږ د پښتون هيرو باچا شېرشاه سوري اصلاحات مشهور دي خو د هغۀ ټولو اصلاحاتو فائده او ګټه پۀ هند کښې پاتې شوه. د هغۀ د ارمان باوجود د هغۀ اصلاحاتو فائده پښتونخوا ته ونۀ رسېده. د پير روښان (بايزيد روښان) تحريک پښتو ژبې او ادب ته ګټه ورکړه خو هغه تحريک هم خپل مرام ته ونۀ رسېدۀ . د خوشحال بابا قلم او ذهني پراختيا د پښتون نېشنلزم (ملتپالنه) يو کلکه تيږه کېښوده او د هغۀ دا ارمان چې. . .

ټول پښتون لۀ کندهاره تر اټکه

سره يو د ننګ پۀ کار پټ او اشکار

(د احمد شاه بابا دامپراتوري پۀ صورت کښې مخې ته راغے) خو د هغۀ د مرګ پس د کورنۍ جګړو او خارجي سازشونو لۀ کبله افغانستان يوځل بيا د زوال کندې ته پرېوتو او داسې نور (١)

مګر د پورتنو ټولو ملي او نړيوالو خوځښتونو پۀ پرتله د باچاخان او د دۀ د ملګرو بنسټيز تحريک “انجمن اصلاح الافاغنه پۀ نړۍ کښې بالعموم او پۀ پښتونخوا کښې بالخصوص هغه څۀ وو چې اثرات ئې تراوسه پاتې دي.

انجمن اصلاح الافاغنه هسې لکه تېز او شړک باران ورېدلے او تېر شوے نۀ دے بلکې دغه ملي تنظيم تعليم، يووالي او ورورولۍ ته اولس هڅولے دے. پۀ پښتنو کښې ئې د ناوړه دودونو د سمون کوشش کړے دے. پۀ ځانګړې توګه پښتانۀ ئې د بې ځايه تشدد څخه منع کړي دي او پۀ شعوري توګه ئې د سړې سينې خبره د دعوت پۀ توګه کړې ده. يو ليکوال ليکي:

“باچاخان پۀ ١٩٢١ز کښې د پښتنو د ناوړه دودونو، اصلاح کولو، د تشدد لۀ مېنځه وړلو او د ورورولۍ د رامېنځته کولو پۀ موخه د “انجمن اصلاح الافاغنه” پۀ نوم ټولنه جوړه کړه او لۀ دې سره ئې د پښتنو پۀ زياتو سيمو دوره وکړه” (٢)

زۀ دا منم چې کۀ دتاريخ (History) زرينې او ريښتينې پاڼې سره واړول شي نو بۀ نمر غوندې جوته شي چې ستر باچاخان بابا او د دۀ تاريخي اتلانو ملګرو پۀ حقيقت کښې پۀ ١٩٢١ز کښې د ملت د سمون کارنۀ دے شروع کړے بلکې د دې مينې څخه لا ښۀ ډېر کلونه مخکښې دوي د عمل پۀ مېدان کښې وړاندې شوي، ولې فضل الباري بريالے ليکي:

“باچاخان يو ډېر مترقي نېشنلسټ (ملتپاله) ؤ او د خداے پۀ مرستې ئې ډېر باور درلودۀ، هغۀ لۀ خپل قوم څخه د خپلو زحمتونو عوض نۀ غوښتو او نۀ ئې پۀ چا احسان کولو. هغۀ د خپلې سياسي مبارزې پۀ ترڅ کښې لومړے کار دا وکړو چې پۀ ١٩١٥ز کښې ئې پۀ خپله پلارنۍ سيمه اتمانزو کښې يوه اولسي مدرسه جوړه کړه تر دې وروسته ئې د پښتنو کليو او اطرافو ته مخه کړه چې د ١٩١٥ او ١٩١٨ز کلونو ترمېنځ ئې د خېبر پښتونخوا ٥٠٠ کلو ته سفرونه وکړل او پښتانۀ ئې تعليم، يووالي، ورورولۍ او ازادۍ ته وهڅول وغېره.(٣)

شاعر ليکي:

پښتو دې وپاللـه کار دې د پښتو کړے دے

تاپۀ صحيح معنا خدمت د پښتنو کړے دے

تا پښتنو ته مکاران ګوته پۀ ګوته ښودل

تا هرځاے ذکر د رقيب د دسيسوکړے دے

تا يو وخت جوړ ته ظالمان سره پرېښي نۀ دي

تا هر وخت توړ د پېرنګي د فېصلو کړے دے

(٤)

دانجمن اصلاح الافاغنه هدفونه:

ملي او فلاحي انجمن اصلاح الافاغنه تنظيم پورې بۀ دا ووايم چې يو تنظم يا سازمان د انساني ژوند يو ډېر مهم اړخ دے. د انساني ژوند تړون او شاوخوا ټول کارونه د يو ښۀ سازمان پۀ وجه سره کېدلے شي کۀ چرې د ژوند پۀ هره څانګه کښې د تنظيم کمے محسوس شي نو هلته انتشار او ګډودي رامېنځته کېدې شي. د يو تنظيم سره ملتونه او قامونه د پرمختګ پۀ لاره باندې مخته تللے شي، هسې خو تنظيم يو ډېر پراخه ټکے دے او پۀ ټول ژوند باندې خپور دے او د دۀ اطلاق د ژوند پۀ هر اړخ او هره څانګه باندې کېدے شي.

زۀ چې د تنظيم د لفظ پورتنۍ پېژندګلو ته ګورم نو انجمن اصلاح الافاغنه مې سترګو ته ودرېږي. دغه مجلس يا سازمان هم واقعي يو ملي او حقيقي تنظيم ؤ. نن چې ټول پښتون افغان اولس بالعموم او د کوزې پښتونخوا پښتانۀ بالخصوص د تعليم، کار او هنر ، د ژوند، ژواک، د پښتو ژبې او تاريخ د ملي صحافت د سياست او مذهب پۀ بڼه کښې چې څۀ لري نو دغه ټوله معنوي شتمني هم د دغه ستر تنظيم برکت بولم.دغه سازمان خوارۀ وارۀ پښتانۀ پۀ يو مېدان سره را ټول کړل.

بل دغه نېک خويه او لارښود تنظيم پښتنو ته د يووالي او قربانۍ چل وروښود او ټول پښتانۀ ئې متحد او يو موټے کړل . بل دغه نوښتګراو ستر تنظيم پۀ پښتنو کښې د تعليم د خورېدو تبليغ وکړو. يو ليکوال پۀ دې حقله ليکي:

“باچاخان پۀ ځوانۍ کښې د ناسمو دودونو پۀ وړاندې ډېره مبارزه وکړه، پۀ خپل وادۀ کښې ئې د بې ځايه خرڅونو مخه ونيوله، لوړ ولور ئې بد وبالۀ. پۀ ژوند کښې ئې د طبقاتي او جنسي توپېرونو مخالفت وکړو. د ښځو تعليم لپاره او پۀ هغوي د جبر پۀ ضد ئې ملا وتړله. د مذهب پۀ نوم ئې د خود ساخته دودونو مخالفت وکړو او د اسخاط (اسقاط يا سخات ئې هم بولي) پۀ ضد ئې جدي مبارزه وکړه.

باچاخان د ازادو ښوونځيو بنسټ کېښود. د پښتنو د تعليم يافته کېدو د پاره ئې کلي پۀ کلي سفرونه وکړل. د “پښتون” پۀ نوم ئې لومړنے پښتو رساله تاسيس کړه. خلق ئې مطالعې ته وهڅول، د کورنۍ لۀ مېرمنو سره ئې يوځاے ډوډۍ خوړل شروع کړۀ. پۀ ښځو کښې ئې د کمترۍ داحساس لۀ مېنځه وړلو د پاره کوششونه وکړل. د ملايانو پۀ ځاے ئې غريبانانو ته د زکات ورکړه شروع کړه. خلق ئې کار او صنعت ته وهڅول. د مذهبي ټګماريو پۀ ضد ئې تبليغات وکړل، د احساساتو پۀ ځاے ئې خلق عقلائيت ته راوبلل ، نوے فکر ئې خوښ کړو او دا سې نور . . . (٥)

يوځاے ما پۀ يوه مجله کښې ولوستل چې ډاکټر عبدالرازق پالوال کندهاري ليکلي دي کۀ چرې پۀ تاريخ کښې د ميروېس نيکۀ ستر فعاليت او هوښياري نۀ وے، د صفويانوخلاف د دۀ جنګي مبارزه نۀ وے نو نۀ به اوسنے افغانستان وے، نۀ به احمد شاه بابا وے او نۀ به زمونږ ډېرې لوے وياړ وے. تر بنسټګر ميروېس نيکۀ او احمد شاه پورې به زۀ ووايم کۀ چرې پۀ کړکېښ کښې زمونږ هندي باچا( پښتون شېرشاه سوري نۀ وے نو د ميا روښان او اخوند دروېزه کتابونه او تلپاتې دوره به نۀ وے ، نۀ به خېرالبيان وے، نۀ به مخزن وے، نۀ به حالنامه وے، نۀ به مرزا انصاري او نور وے. بل کۀ چرې دميا روښان هلې ځلې او تحريکي نوښت نۀ وے نو زمونږ د مشر خوشحال بابا ډېره زرينه او ډېره لونګينه دوره به نۀ وے. پۀ پاې کښې به وايم کۀ چرې پۀ تاريخ کښې مونږ ستر خوشحال خان بابا نۀ درلودلو نو کېدے شي چې د پښتنو ډېر لوے لوے شخصيات مو نۀ وو ليدلي، کېدے شي چې لۀ ډېر سترو هستيو څخه بې برخي پاتې وو او هم دغه شان زما پۀ خيال کۀ چرې د ١٩٢١ز “انجمن اصلاح الافاغنه” نۀ وے نو مونږ بۀ اوس هېڅ هم نۀ لرلے. د خوشحال خان پۀ حقله ارواښاد راج ولي شاه خټک ليکي:

“خوشحال خان نه وړاندې د پښتون د قوميت تصور پۀ علمي انداز کښې هډو موجود نۀ ؤ. يوازې دا نه بلکې د ژبې پۀ بناء د قوميت تصور چې مغرب کښې د فرانس د انقلاب نه پس پېدا شوے دے، پۀ وړومبي ځل د خوشحال بابا پۀ فکر کښې راغلے دے. خوشحال خټک هغه وړومبے عالم دے چا چې پۀ وړومبي ځل د پښتون نېشنلزم تصور وړاندې کړو” (٦)

زما خيال دے چې د خوشحال ملتپانه چې ده ئې پۀ وړومبي ځل دنيا والو ته تصور وړاندې کړے دے، د دۀ دغه قامپالنه باچاخان او د دۀ درنو ملګرو را پورته کړه او پۀ دغه قام پالنه ئې کار وکړو. د دغه قام پرستۍ نظريې شننه او تفسير هم انجمن اصلاح الافاغنه وکړه او پۀ خلقو ئې هم دغه تنظيم ومنلو.

اصلاح الافاغنه تحريک مونږ ته د ډېرو ښېګړو سره سره پښتو مجله “پښتون” هم را کړو. ارواښاد عبدالحيي حبيبي صاحب د پښتون رسالې پۀ حقله ليکي:

“پۀ وړومبي ځل خان عبدالغفار خان او د دۀ ملګرو پۀ پښتنو کښې د اجتماعي اصلاح لپاره يوه ډله د اصلاح افاغنه پۀ نامه جوړه کړه چې پۀ پښتنو کښې د اصلاح او اجتماعي سمون د پاره ئې کوشش کولو او وروسته دغه ډله د يو سياسي ګوند پۀ ډول تبديله شوه چې نوم ئې د خدائي خدمتګارانو ګوند ؤ. د خدائي خدمتګارانو رسمي ترجمان يوه پښتو مجله وه چې د اتمانزو څخه پۀ پښتو خپرېده. دې مجلې پښتو ادب ته ډېر خدمتونه وکړل، پۀ پښتو کښې د ساده نثر ليکلو او د اصلاحي او سياسي شعر ليکلو ور ئې پرانست او ځينې اصلاحي ډرامې ئې هم پۀ پښتو ادب کښې زياتې کړې” (٧)

لکه څنګه چې يوځاے فلسفي شاعر او ليکوال غني خان ليکي:

تيارۀ شوه لنګه

رڼا ئې را وړه

ادم چې مست شو

حوا ئې را وړه

زما خيال دے چې کله “انجمن اصلاح الافاغنه” جوړه شوه نو دغه تنظيم پۀ خپل اووۀ يا اتۀ کلن سفرکښې دا شوني کړل چې پښتانۀ پۀ چارسده سردرياب کښې سره را ټول کړي. پۀ اولس کښې د ټينګې ملګرتيا احساس را ژوندے کړي. خلقو ته د وفادارۍ درس ورکړي. د ايماندارۍ سياست رواج کړي. دغه انجمن افاغنه وروسته مونږ ته يو ډېر لوے او تاريخي تنظيم د خدائي خدمتګار پۀ نوم هم را کړو. د دغه تنظيم پۀ حقله يو ليکوال د باچاخان دکتاب پۀ حواله ليکي: د خدائي خدمتګارد عظيم تحريک عظيم پېغام باچاخان پۀ مختصر ټکوکښې داسې بيانوي:

“مونږ پښتانۀ خدائي خدمتګار (خدائي کار او خدمت هغه ته وايو چې ئې د کومې طمعې، غرض او اجرت پرته نه د خداے لپاره کوو او خداے خو خدمت ته ضرورت نۀ لري. د خداے د مخلوق خدمت د خداے خدمت دے” (٨)

خدائي خدمتګار تنظيم خو نو بيا دومره چست، چالاک او تېز سازمان ؤ چې سړے ئې اندازه هم نۀ شي کولے . دا تنظيم بۀ ولې ډېر ترقي يافته نۀ ؤ ځکه چې مقابله ئې د پېرنګيانو سره وه. دې سره سره مخې ته ئې کانګرس، مسلم ليګ، خاکسار او نور مذهبي او قومى ګوندونه وو. يو چا يوه ورځ خبره کوله چې دغه تنظيم هم تر کانګرس ډېر کار وکړو او هم تر مسلم ليګ وغېره ۔ ښاغلي فضل الرحمان بازي يوه ورځ زياته کړه چې کۀ کانګرس، خاکسار او مسلم ليګ درې سره د ترازو پۀ يوه پله کښې واچوي او خدائي خدمتګار پۀ بله پله کښې… د دۀ پۀ قول ئې د خدائي خدمتګار کار ورباندې دروند دے. صادق ژړک ئې د تاريخ او فعاليت متعلق ليکي:

” پۀ ١٩٢٩ز ميلادي کښې ئې د رضاکارو يوه نوې ډلګۍ جوړه کړه چې د خدائي خدمتګار پۀ نامه يادېدله. دغه ګروپ د پښتنو تر ټولو منظم او باکفايته تنظيم ؤ او وروسته د برطانيې نه د ازادۍ دلاس راوړولو لپاره ترټولو منظم د عدم تشدد فوځ ؤ. باچاخان تل پۀ دې هڅه کښې ؤ چې خپل قام پۀ جديدو علومو وپوښي او دسيالو قامونو پۀ قطار کښې ئې ودروي. دۀ پۀ دې لاره کښې ډېر څۀ کړي کۀ پۀ ژورتيا کښې لاړ شو نو ډېر کتابونه پرې ليکل کېدلے شي. (٩) رښتيا دغه ياد تنظيم چې کله پۀ خپل تنظيمي فعاليت پېل وکړو ډېر خلق ئې پېدا کړل. د هندوستان پۀ کچه ئې نوم پېدا کړو. تر کابل او تر کاشغره ئې د کار نوم لاړو. دغه ياد سازمان هم لکه (انجمن اصلاح افاغنه) اصلاحي کارونو ته مخه وکړه. د زنانو يعنې د ښځو د حقوق کلکه مبارزه ئې وکړه. ښځې ئې پۀ خپلو حقونو خبر کړې. مېرمنو ته ئې دا وښودل چې تاسو پۀ هېڅ ګون تر نارينو کمې نۀ ياست. ډاکټر شېرزمان ليکي:

“د زنانو ذات چې د اسلام نه وړاندې پۀ عربو کښې څومره لاندې او کمتر ؤ د اسلام د راتلو نه پس د هغې مقام پۀ ګوته کړے شو ولې پښتنو کښې د ښځې مقام اوس هم ډېر لاندې ګڼلے کېږي. باچاخان چې پۀ کومه زمانه کښې د پښتنو داصلاح کارونو ته ګوتې واچولې نو دا خبره مخې ته وه چې د زنانو قدرت نشته او پۀ معاشره کښې ورته دعزت پۀ سترګه نۀ کتل کېږي” (١٠)

وائي چې باچاخان او د خدائي خدمتګارانو کاروان د مېرمنو د حقوقو ملاتړ کولو. دوي بۀ د اسلام د سپېځلي دين د روح سره سم د مېرمنو د حقوقو دفاع کوله. وائي چې دوي به پۀ کوم کلي کښې غونډه جوړوله نو دکلي پۀ اوسېدونکو ئې د ډوډۍ او چايو بوج نۀ اچولو. فضل الباري بريالے ليکي:” او هغه وخت باچاخان لومړنے کس ؤ چې خپلې مېرمنې ته ئې ووئيل کۀ زۀ مړ شوم نو تۀ بل وادۀ کولے شې” (١١)

خدائي خدمتګار تنظيم د مېرمنو د تعليم پۀ باره کښې هم ډېر کار وکړو. بل دوي د عام تعليم او روزنې هم ښۀ بندوبست کوي، د عدم تشدد پۀ حقله ئې پۀ پښتنو کښې ډېر تبليغ وکړو. د اتفاق يا يووالي ډېرې نعرې سورې ئې وکړې او پښتنو ته ئې د ازادۍ پېغام ورکړو او پښتانۀ ئې د دې احساس برخه من کړل چې دوي هم يو جدا ملت دے او خپله خپلواکي ساتلې شي. د پښتو ژبې د ودې ډېرې هلې ځلې ئې وکړې او حتٰي دغه ياد تنظيم پښتنو ته خورا زيات کتابونه ورکړل. اجمل خټک ئې د سياست سره هم ، نثر ليکي او هم شعر وغېره. غني خان ئې فلسفي شو او پښتنو ته ئې د شعر پۀ ژبه يوه لۀ مينې ډکه فلسفه وړاندې کړه. عبدالولي خان ئې دسياست سره سره د تاريخ د ليکلو مېړنے شو. يوخو ئې رښتيا رښتيا دي څېړنيزکتاب وليکل..بل ئې څلور ټوکه کتاب “باچاخان او خدائي خدمتګاري” وليکلو. داسې ماسټر کريم ئې هم ليکوال ؤ. د “ځولۍ ګلونه” پۀ نامه ئې افسانې چاپ دي. ارواښاد قاضي عطاء الله هم يو د تاريخ کتاب ليکلے دے. محترم همېش خليل هم يو وخت خدائي خدمتګار ؤ، پښتو ته خورا زيات تحقيقي او تخليقي کتابونه ورکړل . دے هم شاعر ؤ او هم ئې افسانه د چارګل پۀ نامه چاپ ده. څۀ ووايم دغه تنظيم پښتو ژبې ته خورا زيات څۀ ورکړل.دغه تنظيم پۀ ادب کښې مقصديت رامېنځ ته کړو چې د ستائيلو وړ دے. صادق ژړک ليکي:

“د عمومي روزنيزو کورسونو دکوم چې د خدائي خدمتګارو د ټرېننګ لۀ پروګرام نه جدا ؤ. د غونډو لپاره يوه لويه خېمه جوړه شوې وه. پۀ (سردرياب) کښې بۀ دوي خپل معمول فوځي ډوله مشقونه کول. يوه بله خېمه د مسجد، کلينک او ډيپو پۀ توګه کارول کېده. د خدائي خدمتګارو پۀ ورځينو چارو کښې فوځي مشقونه، جيمي تمرينونه او د تيارۍ لپاره منډې وهل شامل وو. لۀ دې پرته دوي د عدم تشدد پۀ تحريکونو ( خدائي خدمتګارو ته ځانګړې توجه کولو سره) درسونه او د مالوچو دتار جوړولو او مېچنې پۀ مټ لۀ غنمو د اوړو جوړولو د تدريس صنفونه جوړېدل وغېره” (١٢)

واقعي زما د سر ليک يعنې “داصلاح الافاغنه فعاليت تر خدائي خدمتګاره” پورې کۀ جاج واخلم نو دې پايلې ته رسم چې لومړے خو انجمن اصلاح الافاغنه پښتنې ټولنې ته ډېر څۀ ورکړل، دغه ياد تنظيم د سمون يا اصلاح پۀ برخه کښې ډېر کار وکړو . دغه تنظيم د زوکړې څخه واخلې د لحد دغاړې پورې د بهترۍ کوشش وکړو او دغه ياد تنظيم د خدائي خدمتګار پۀ نوم يوه ستره اصلاحي، علمي، مزاحمتي، سياسي، ادبي او صحافتي کارډ له پۀ لاس را کړه چې اوس ئې تسلسل د عوامي ملتپاله ګوند پۀ شکل کښې شتون لري. دغه ياد سياسي او اولسي تنظيم هم تر خپله پوره پوره کار وي او مزاحمت کوي . پۀ پاې کښې بۀ د خپل يو نظم يو څو بېلګې راوړم . دا نظم “پښتنوته د باچاخان بابا خطاب” پۀ نوم پۀ مياشتنۍ پښتون فروري دوه زره لس کښې چاپ شوے ؤ، پۀ دغه ياد منظوم عقيدت کښې مې پۀ خپله باچاخان بابا ګويانه کړے دے لکه وائي:

هېڅ خواري درباندې را مۀ شه پۀ ژوند کښې

خداے مو وساته خوشحاله او اباد هم

باچا خان يمه بايد زما لخوا قبول کړي

نېکې هېلې سلامونه، احساسات هم

حقائق بۀ تاريخي درته ښکاره کړم

د زړۀ حال به درته ووايم ملګرو

خداے دې وکړي چې باعث د تکليف نۀ شم

درنه غواړم اجازه د څو خبرو

پۀ سن نولس سوه يويشت کښې لګيا شوم

د رڼاؤ مې بنياد څو منارې کړې

پۀ دا نيت چې تاسو شاته پاتې نۀ شئ

درته جوړې مې ازادې مدرسې کړې

پښتانۀ مې کړل راويښ لۀ درانۀ خوبه

جوړ مې هر ځاے پېرنګي ته مصيبت کړو

چې اصلاح د دغه خاورې شي ممکنه

افاغنه تحريک مې جوړ پۀ دغه نيت کړو

رشک دنيا ورباندې وکړو بې لۀ شکه

د بېخي ښو انسانانو نوم ئې يوړو

د خدمت دپاره پورته پښتانۀ شو

د خدائي خدمتګارانو نوم ئې يوړو

پۀ چوپړ د پښتون نۀ يم ستومان شوے

دغه ژبه ماته دين، ماته ايمان ده

مور زاده پۀ پښتنو باندې مئين يم

پښتونخوا راباندې ګرانه تر خپل ځان ده

چې اګاه پۀ لر و بر شي ورته يو شي

اثاثې مې د تمامو پښتنو دي

د سياست سره سره پۀ ادب پوهـ يم

کتابونه مې چاپ شوي د پښتو دي

د خدائي خدمتګارانو برکت دے

پېرنګيان لۀ مونږه لاړل ملک ازاد شو

د بېخي ډېره محنته پس دا وشوه

خوشحالي راباندې راغله مونږه ښاد شو

خامخا بۀ لاس نيوې کول د خلقو

پۀ خوارانو بۀ منت کله کوئ نۀ

عملي جامه بۀ واغوندئ ملګرو

دا خبرې بۀ مې شاته غورځوئ نۀ

ماخذونه

1. مروت، ډاکټر فضل رحيم مروت، باچاخان د پښتنو طبي لارښود، مياشتنۍ پښتون مۍ ٢٠٠٢مخ .٤،٥

2. بريالے فضل باري، د باچاخان سياسي او ټولنيزه مبارزه ، کندهاردوه مياشتنۍ خپرونه (د ١٢٩٦کال د سلواغې او کب ٦ ګڼه مخ ٤، ٥)

3. بريالے، فضل باري، د باچاخان سياسي او ټولنيزه مبازره ، کندهار دوه مياشتنۍ خپرونه مخ ٥

4. فطرت ، نوراحمد، دشودو يار شعري ټولګه، چاپ کال ٢٠١٣مخ ٦٢ او ٦٥

5. بريالے، فضل باري، د باچاخان سياسي او ټولنيزه مبارزه ،کندهار، مخ ٦، ٧

6. خټک، راج ولي شاه، د پښتو ادبي تحريکونه، چاپ کال ١٩٨٩ مخ ١٦٠

7. حبيبي، عبدالحئي (مرحوم) د پښتو ادب لنډ تاريخ ١٣٨٧ ش. ٢٠٠٨ مخ ٢٠٩، ٢١٠

8. سيماب، ډاکټر شېرزمان، د باچان د نثر ليکلو فکري څېړنه، نکتو شماره نمبر ١٣ جلد نمبر ٧ ( جنوري ، جون ٢٠١٥) مخ ١٣١

9. ژړک، محمد صادق، د فخر افغان ځانګړنې، چاپ کال جنوري ٢٠١٢مخ ٤٤

10. سيماب ، ډاکټر شېر زمان، د باچاخان د نثر ليکلو فکري څېړنه، تکتو ( جنوري . جون ٢٠١٥ مخ ١٢٩)

11. بريالے فضل الباري، د باچاخان سياسي او ټولنيزه مبارزه ، کندهار مخ ٦

12. ژړک، محمد صادق، د فخر افغان ځانګړنې، چاپ کال جنوري ٢٠١٢ مخ ٤٤

13. فطرت، نوراحمد، پښتنو ته د باچاخان بابا خطاب، مياشتنۍ پښتون فروري ٢٠١٠ مخ ١٠، ١١، ١٢، ١٣

دا هم ولولئ

متلونه د پښتنو د اولسي ژوند يو ښکاره اړخ – پروفېسر نور احمد فطرت اڅکزے

ډېرو پوهانو د پښتنو د عقليت او اخلاقو مظاهره پينځۀ شيان ګڼلي يا پۀ ګوته …